راځئ چې پاکستان جوړ کړو – اېمل ولي خان

د پاکستان جوړېدو ۷۳ کاله وشو او زمونږ بدقسمتي يا خوش قسمتي ده چې مونږ نن هم د دې وړاندېز سره يو چې “راځئ چې پاکستان جوړ کړو.” يوازې دا نه بلکې دا وړاندېز مونږ د پاکستان د جوړېدو نه واخله تر ننه کوو خو د پاکستان دننه څۀ مخصوص ذهنونه، چې پاکستان ټوټې ټوټې کول غواړي، د هغوي هڅه ده چې مونږ پۀ څۀ طريقه غداران وګرځوي . “راځئ چې پاکستان جوړ کړو”، دا نعره ۷۳ کاله پس اېمل ولي خان نۀ وهي بلکې دا وړاندېز د پاکستان د جوړېدو سره سم باچاخان د پاکستان پۀ لومړۍ قانون سازه اسمبلۍ کښې ورکړے ؤ. د دې وړاندېز د منلو پۀ ځاے هغه مخصوص ذهنونو پۀ بابړه کښې بې ګناه او تش لاسي پښتانۀ شهيدان کړل. باچاخان او ولي خان ئې د شپږو کالو لپاره جېل ته ولېږل . دغه وخت پۀ دوي دا الزام ولګول شو چې باچاخان فقير ايپي سره پۀ شريکه پۀ پاکستان د حملې سازش جوړ کړے . شپږ کاله وروستو باچاخان، ولي خان او نور خدائي خدمتګار د جېلونو نه راووتل خو لا تر اوسه پاکستان پۀ باچاخان دغه الزام ثابت نۀ کړے شو.

دغه سلسله چې تر ولي خان راورسېده نو ولي خان د بنګال د جوړېدو پۀ وخت نۀ صرف پاکستان د ماتېدو نه د بچ کولو کوشش وکړو بلکې د مخالفو ګوندونو د مشر يعنې اپوزيشن ليډر پۀ حېث ئې د پاکستان د متفقه ائين پۀ جوړولو کښې ژوندے کردار ادا کړو کوم چې د پاکستان د مضبوطولو يو شعوري کوشش ؤ.

پۀ دغه وخت کښې يو وارې بيا هم هغه ذهنونو ولي خان جېل ته ولېږو او پۀ يو وخت باچاخان، ولي خان او اسفنديارولي خان قېد کړے شو. دا د پاکستان يا کېدې شي د دنيا د تاريخ يواځينۍ مرحله وه چې پۀ يو وخت پلار، زوے او لمسے يعنې درې نسلونه پۀ جېلونو کښې واچول شو، رياست پۀ دې عمل د خپلې کاميابۍ دعوې هم کولې.

د دې ټولو سختيو پۀ اړه به ډېر کم خلک خبر وي چې د باچاخان نه تر اسفنديارولي خانه پۀ دوي څومره ظلمونه واچول شو خو د هغوي پۀ استقامت کښې هېڅ کمے رانغلو او د خپل اولس د حقونو د جنګ نه وروستو نۀ شو.

پۀ ۱۹۷۱م کښې چې کله پاکستان ماتېدو نو پۀ هېڅ يو سياسي مشر کښې دا حوصله نۀ وه چې هلته لاړ شي او د هغه ځاے د مشرانو سره خبرې وکړي خو ولي خان پۀ دغه وخت کښې هم د يو نر سياسي مشر پۀ حېث خپل کردار ادا کړو او مشرقي پاکستان ته لاړ، هلته ئې د مشرانو سره هم دا خبره وکړه چې “راځئ چې پاکستان جوړ کړو”.

د تاريخ زده کوونکو ته به دا معلوم وي چې پۀ دغه وخت کښې شېخ مجيب الرحمان ولي خان ته وئيل، “تاسو خو د پاکستان د جوړېدو مخالف وئ، پاکستان مونږ جوړ کړے او نن تاسو د دې ملک د بچ کولو کوشش کوئ”، د ولي خان ځواب ؤ چې “مونږ هغه وخت هم د تقسيم خلاف وو او نن هم د تقسيم خلاف ولاړ يو”. دا د پاکستان د جوړولو خبره وه خو پۀ بدل کښې پۀ ولي خان د غدارۍ او د غېرملکي اېجنټ تورونه ولګول شو او د جمهوريت د بقا پۀ جنګ کښې ولي خان جېلونو ته ولېږل شو.

پۀ ۱۹۷۳م کښې چې کله د پاکستان ائين جوړېدو نو ولي خان د مخالفه ګوندونو مشر يعنې اپوزيشن ليډر ؤ. کۀ ولي خان نۀ غوښتل نو پاکستان کله هم موجوده ائين پۀ متفقه توګه نۀ شو جوړولے خو دغه وخت هم ولي خان د ملک د جوړولو او د مضبوطيا خبره کوله يعنې هم د دې وړاندېز سره ولاړ ؤ چې “راځئ چې پاکستان جوړ کړو”. هم پۀ دغه ائين ولي خان خپل ځيني پښتانۀ وروڼه هم خفه کړل او ځان ته ئې د دې ملک د بچ کولو او مضبوطولو پۀ خاطر پېغورونه هم جوړ کړل خو د هغوي لوے نظر ته وګورئ چې د دې ملک د وړو قامونو د نمائنده پۀ حېث ئې د هغوي د حقونو جنګ وکړو او کاميابه هم شو.

هم دغه تسلسل سره زمونږ موجوده مشر اسفنديارولي خان ولاړ دے . د دې ملک پارليماني تاريخ کۀ وګورئ نو تاسو ته به اندازه وشي چې کله د تېرې پېړۍ پۀ اخرۍ لسيزه کښې ترهه ګري او انتهاخوښي پۀ زياتېدو وه او د ځيني قوتونو لۀ خوا دغه اور ته پوکي وهل کېدل نو د دې ملک يواځينے سياسي مشر اسفنديارولي خان ؤ چې د پاکستان پۀ قامي اسمبلۍ کښې ئې پۀ چغو چغو وئيل چې دې اور ته پوکي مه وهئ . خو د بدقسمتۍ نه د اسفنديارولي خان دغه خبره پۀ سنجيدګۍ سره وانۀ خستل شوه او مونږ خپل ځان دغه اور ته پۀ خپله وروغورځوو. د يولسم ستمبر ۲۰۰۱م وروستو چې کله پۀ دنيا کښې نوې ډلې يا بلاکس جوړېدل نو د افغانستان پۀ اړه د پاکستان پۀ پاليسۍ کښې سمدستي د ۱۸۰ډګرۍ بدلون راوستل شو، او داسې پاکستان د امريکې اتحادي جوړ شو. دا زما ذاتي رايې ده کۀ دغه وخت جمهوري حکومت ؤ نو ممکنه ده چې پاکستان دومره نقصان نه ؤ کړے کوم نقصان چې پاکستان د ۲۰۰۱م نه تر ۲۰۰۸م وچت کړے دے . د دغه فېصلو تاوان د ۲۰۰۸م نه تر ۲۰۱۳م د عوامي نېشنل ګوند حکومت وزغملو او د دې ملک د امن پۀ خاطر مونږ د خپلو مشرانو او کارکنانو قربانۍ ورکړې، خو د ترهه ګرو پۀ وړاندې مو سر ښکته نۀ کړو.

يوازې دا نه چې مونږ د ترهه ګرۍ پۀ ضد جنګ کولو بلکې مونږ پۀ پارليمان کښې د وړو قامونو او پۀ خصوصي توګه د پښتنو د حقونو جنګ کښې هم بوخت وو. دغه وخت د ترهه ګرۍ پۀ ضد پۀ ټول ملک کښې يوازې يوه سياسي ډله پۀ مېدان ولاړه وه او دغه عوامي نېشنل پارټي وه . هم دا د پاکستان جوړول وو او هم دغسې زمونږ درېم نسل هم دا نعره ولګوله چې “راځئ چې پاکستان جوړ کړو”. خو پۀ بدل کښې مونږ ته څۀ راکړل شو؟ پۀ دې بحث نۀ کوو.

د خپلو حقونو پۀ جنګ کښې اسفنديارولي خان د پاکستان د پخواني صدر اصف علي زرداري سره د دې ملک صوبو او اولس له اتلسم ائيني ترميم ورکړو او پاکستان ئې د يو فېډرېشن پۀ توګه نور مضبوط کړو. د دې بدل کښې پۀ اسفنديارولي خان دا تور ولګول شو چې هغۀ امريکې سره د پښتنو د سرونو سودا وکړه . لکه څنګه چې دغه مخصوصه ذهنونو پۀ باچاخان او ولي خان د غدارۍ الزام لا تر ننه نۀ دے ثابت کړے هم دغه رنګ د اووۀ اتۀ کاله تېرېدو وروستو پۀ اسفنديارولي خان هم دغه تور ثابت نۀ کړے شو چې هغۀ د پښتنو د سرونو سودا کړې ده.

نن د باچاخان څلورم نسل پۀ سياست کښې دے، نن هم د باچاخان کورنۍ د هغه څو ذهنونو له امله د غدارۍ د تورونو او د فتوو مخې ته لکه د غر ولاړه ده . د باچاخان د سوچ او فکر د يو وړوکي کارکن او د دې کورنۍ د سياسي وارث پۀ حېث يو وارې بيا رياست له وړاندېز ورکوو چې “راځئ چې پاکستان جوړ کړو” . دا پاکستان به هغه پاکستان وي چرته چې به د عوامي رايې احترام وي، چرته چې به اولس د طاقت منبع وي . پۀ دې پاکستان کښې به ائين او پارليمان تر ټولو اول وي، دلته کښې به ميډيا او عدليه ازاده وي، دلته به هره اداره د خپل دائره اختيار لاندې د دې ملک د پرمختګ لپاره خپل کردار لوبوي، پۀ دې پاکستان کښې به د انتهاخوښو او ترهه ګرو لپاره هېڅ ځاے نه وي، دا پاکستان به ترقي يافته پاکستان وي چرته چې به ټولو قامونو ته خپل حقونه تر لاسه وي، پۀ خپلو وسائلو به ئې اختيار وي او پۀ دې پاکستان کښې به د ائيني او قانوني حقونو لپاره پۀ اواز پورته کوونکو د غدارۍ تورونه نۀ لګول کېږي . دا پاکستان به يو پرامنه پاکستان وي چرته چې به د غېررياستي عناصرو لپاره هېڅ ځاے نۀ وي . هغه پاکستان چرته چې به د جنګ پۀ ځاے پۀ تعليم، صحت او انسانيت د فلاح لپاره پېسې لګول کېږي . چرته چې به ټول قامونه لکه د وروڼو خوېندو اوسېږي . هغه پاکستان چرته چې به اولس د غربت،ناپوهتيا، جهالت، کينه، بې ځايه روايات، دنننے انتشار، سياست کښې مداخلت يعنې سياسي انجنېرنګ او د جمهوريت پۀ ضد د سازشونو نه خلاص وي . هغه پاکستان چرته چې به ټولو قامونو ته رښتيا ازادي تر لاسه وي . چرته چې به امن وي، چرته چې به مذهبي هم اهنګي وي او د يو بل د رايې او حقونو به پوره پوره احترام وي . چرته چې به د ګاونډي هېوادونو سره د برابرۍ پۀ بنياد د ورورولۍ تعلقات ساتل وي، پۀ دې پاکستان کښې به مضبوطه داخلي او خارجي پاليسي وي.

نن پۀ دې وطن کښې د تحريک پاکستان اور تحريک ازادۍ د پاره کوششونه کوونکو ترمېنځ چې څومره فرق ساتل کېږي، دا به ختمول وي . د تحريک پاکستان د کردارونو نه د تحريک ازادۍ کردارونه ډېر مضبوط او لوے دي . کۀ چرې تحريک ازادي نۀ وې نو کېدے شي تحريک پاکستان هم نه ؤ شروع شوے . پۀ دې وطن کښې به د تحريک ازادۍ هر اتل ته د تحريک پاکستان د کردارونو نه زيات ځاے ورکول وي، نوے نسل به د تحريک ازادۍ له اتلانو خبرول وي، دا خلک او دا کردارونه به هم لکه د تحريک پاکستان د کردارونو د نصاب برخه ګرځول وي . د خپلې کورنۍ او د يو سياسي تسلسل د څلورم نسل د استازي پۀ حېث د خپلو مشرانو پۀ لار يو وارې بيا وايو چې “راځئ چې پاکستان جوړ کړو”.

دا هم ولولئ

تاريخي دروغ – حيات خان يوسفزے

د جوېلز سټيورټ کتاب “دي سېوېج بارډر” پۀ کال ۲۰۰۷ء کښې مخې ته راغلے دے …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *