عارضي حکومت – باچا خان

 

 

1 جولائي 1946ز

د هندوستان د وېش نه وړاندې د باچاخان د تقریرونو یوه لړۍ پښتون      د څهٔ مودې نه شروع کړې ده. تېره میاشت د دغه تقریرونو ټولګه مونږ ته ترلاسه شوې نهٔ وه، ځکه دغه لړۍ پهٔ ډېره ناخوالۍ پاتې شوې وه. مونږ د خپلو لوستونکو نه د دغه ځنډ بخښنه غواړو او ژمنه کوو چې دا لړۍ به تر اخري تقریر خپلو لوستونکو ته وړاندې کوو ــــــ پښتون

زما وروڼو! څۀ وخت چې زۀ د ډیلي او د شملې د کانفرنس نه پس دلته راغلم نو څۀ نه څۀ واقعات ما تاسو ته بیان کړي وو. ما تاسو ته دا هم وئیلي وو چې کۀ څۀ واقعات پېښ نۀ شول نو زما ډیلي ته بیا د تلو اراده نشته او زۀ به د خپلې صوبې دوره کوم. چنانچې ما دوره شروع کړه. ما ته څۀ دوره لا پاتې وه چې پۀ دې کښې پۀ شپاړسم جون وزارتي ډیلیګېشن خپله فېصله واوروله. پۀ دې فېصله کښې ډېرې داسې خبرې وې چې پۀ هغې ما سره ورکنګ کمېټۍ صلاح او مشوره ضروري وګڼله. پۀ دې وجه ابو الکلام ازاد ما ته خبر راکړو چې تۀ فوراً د هوائي جهاز پۀ ذریعه ډیلي ته راشه. پۀ دغه ورځو کښې زۀ ناجوړه وم او د ډاکټر زېرِ علاج وم. نو ډاکټر د هوائي جهاز پۀ ذریعه د تلو نه منع کړم او د رېل پۀ ذریعه د سفر اجازت ئې راکړو. زۀ پۀ اتلسم جون سحر فرنټئیر مېل کښې سور شوم او پۀ نولسم جون سحر ډیلي ته ورسېدم. هلته چې لاړم نو معلومه شوه چې د ورکنګ کمېټۍ د وزارتي مشن پۀ فېصلو یو څو سخت اعتراضات دي چې پۀ ځاے د دې چې عارضي حکومت د صوبه سرحد د طرف نه د خدائي خدمتګارو یوه نمائنده اخستے شوے وے )ولې چې پۀ دې صوبه کښې صرف دا جماعت دے چې د شپاړسو کالو نه د ملک د ازادۍ کوشش کښې ئې هر قسم قربانۍ کړې دي او بیا خاص تېر الېکشن کښې ئې خو دا ثابته کړې ده چې د صوبې اکثریت پۀ خدائي خدمتګارو پسې دے(، نو وزارتي مشن یو داسې سړے واخستو چې هغۀ د صوبې د اسمبلۍ پۀ الېکشن کښې هم شکست خوړلے ؤ.

پۀ دې فېصله د کمېټۍ ټول ممبران سخت خفه وو. تر دې حده چې کمېټي دې ته تیاره شوه چې هم پۀ دې خبره وزارتي مشن سره خبرې اترې ختمې کړي. مګر ما دې خبرې ته دومره اهمیت نۀ ورکولو. ما ووئیل چې پۀ دې خبره د یو څو تعلیم یافته وروڼو اعتراض به ضرور وي، مګر عام خدائي خدمتګاران پۀ دې څۀ دومره کار نۀ لري. خدائي خدمتګار د ملک ازادي غواړي او پۀ دې ئې پرواه نشته چې وزیر دې څوک وي؟ مګر بله یوه خبره پۀ دې فېصلې کښې داسې وه چې پۀ هغې هم د ورکنګ کمېټۍ سخت اعتراض ؤ او پۀ هغې زۀ هم ډېر خفه وم. هغه خبره دا وه چې پۀ عارضي حکومت کښې قومي مسلمان یو هم نۀ ؤ اخستے شوے، ولې دا خو ټولې دنیا ته ښکاره ده چې د هندوستان ډېر زیات مسلمانان د ملک د ازادۍ پۀ مسئله کښې د کانګرس همخیال دي او د مسلم لیګ مخالف دي، او خاص خدائي خدمتګار جماعت چې ډېر مخکښې تلے دے او د صوبه سرحد ډېر لوے اکثریت ورپسې دے، د کانګرس مرسته کوي. نو دا څۀ انصاف دے چې د مسلمانانو پینځۀ واړه نشستونه مسلم لیګ ته ورکېدے شي او د دې دومره مسلمانانو دې یو نمائنده پکښې نۀ وي؟ نو کانګرس ورکنګ کمېټۍ وزارتي ډیلیګېشن ته مطالبه پېش کړه چې اول خو پۀ دغه پینځۀ مسلمانانو کښې چې کوم اخستے شوي دي، یو نشست قومي مسلمانانو ته ورکړئ او کۀ مسلم لیګ دا خبره نۀ مني نو خېر دے، مونږ به د کانګرس برخه یو نشست قومي مسلمان ته ورکړو.

دا یوه بالکل جائزه مطالبه وه او یو ماشوم هم د دې نه انکار نۀ شي کولے چې پۀ اخري صورت کښې به نۀ مسلم لیګ ته څۀ نقصان ؤ او نۀ مسلمانانو ته. کۀ دا خبره منلې شوې وه نو پۀ لسو وزیرانو کښې به شپږ مسلمانان وے او څلور هندوان ـــ مګر جناح صاحب دا ونۀ منله، صاف ئې ووې چې مسلم لیګ پۀ خپله برخه کښې خو قومي مسلمان ته ځاے هرګز نۀ ورکوي، مګر دا هم نۀ برداشت کوي چې د کانګرس پۀ برخه کښې دې یو نشست قومي مسلمان ته ورکړے شي. د دې ناړامۍ نتیجه دا شوه چې پۀ عارضي حکومت کښې نۀ مسلم لیګ ته حصه ورکړې شوه او نۀ کانګرس ته، بلکې اوس اوس وائسراے اعلان وکړو چې پۀ دې کښې به یو څو سرکاري افسران اخستے شي او وائسراے به ئې صدر وي. اوس جناح صاحب بیانونه ورکوي چې ما سره دا وعده شوې وه او دا امید راکړے شوے ؤ او دا د شپاړسم جون د فېصلې د اتمې دفعې خلاف ورزي کېږي، وغېره وغېره.

دا ټوله د بې اتفاقۍ او بدنیتۍ نتیجه ده. کۀ جناح صاحب منلي وے اوصرف یو قومي مسلمان پۀ دې حکومت کښې اخستے شوے وے نو نن به یو مضبوط قومي حکومت جوړ شوے ؤ چې هغه به د هندوستان هندو مسلمان دواړو ته ډېر فائده مند ؤ. زۀ پۀ دې خبره نۀ پوهېږم چې کۀ جناح صاحب د خپلې برخې نه قومي مسلمان نۀ اخستو نو خو یوه خبره ده، مګر پۀ دې کښې هغۀ ته څۀ نقصان ؤ چې کانګرس د هندوانو د حصې نه قومي مسلمان اخستو او دۀ نۀ منلو؟ کۀ جناح صاحب واقعي د مسلمانانو ښېګړه غواړي نو اخر د یو قومي مسلمان پۀ اخستو هغۀ ته څۀ اعتراض ؤ؟ مګر اوس چې دا د سرکاري افسرانو حکومت جوړ شي نو هغوي به د ملک خېر غواړي کۀ د انګرېزانو؟

مونږ ته د دې ښه تجربه ده چې انګرېزان هر څۀ چې کوي، د خپلې فائدې د پاره کوي. نۀ ئې پۀ لیګ څۀ کار شته او نۀ پۀ کانګرس. ګنې نو زمونږ خو خیال ؤ چې کۀ چرې کانګرس د ده تجویز مخالفت وکړي نو څنګه چې اعلان کښې وئیلے شوي وو، مسلم لیګ ته به حکومت حواله کړي. مګر تاسو وکتل چې ټول هندوستان کښې د پاکستان څومره غوغا ده، خو چې د پېرنګي پۀ کښې خپل خېر نۀ ؤ نو هغه پاکستان ئې منظور نۀ کړو، ولې چې پېرنګے دا غواړي چې ټول هندوستان دې پۀ یو مرکز راغونډوي، پۀ دې وجه چې د هندوستان طاقت تقسیم نۀ شي. بل طرف ته ئې د هندوستان پۀ مضبوط حکومت کښې خېر نشته. نو پۀ دې وجه دا هم نۀ خوښوي او غواړي چې پۀ هندوستان کښې یو کمزورے حکومت وي. پۀ دې چل ئې عارضي حکومت د خپلو سړو نه جوړ کړو. زۀ خو دا وایم چې لیګ ته د دې خبرې نه لوے سبق اخستل پکار دي او فکر دې وکړي چې دا ورسره څوره نامناسبه کار وشو.

یاد لرئ مونږ به هغه څۀ فائده حاصلوو چې زمونږ پۀ خپلو کښې اتفاق وي او یو بل ته بدنیته نۀ یو، او کۀ زمونږ دا حال وي نو همېشه به د انګرېزانو د پښو لاندې غلامان اوسو.

عبدالغفار

هر کار چې کوو نو محض پۀ جوش او جذباتو ئې ونۀ کړو، بلکې د هغې پۀ هر پهلو باندې پۀ ښۀ شان سوچ او غور وکړو، او کۀ چرې د هغې د پاره د هر قسم قربانۍ او تکلیفونو ته تیار نۀ یو نو شروع ئې نۀ کړو.          زما ژوند او جدوجهد، مخ 286

تفسیر د ژوند، د ژوند ترجماني باچاخاني

زمونږ خو عقیده، باچاخاني باچاخاني

دا لاره ده، دا فکر دے د هر پښتون د پاره

دا لاره ده، صحیح مسلماني باچاخاني

د امن د هر سوال جواب فقط “باچاخاني” ده

وئیل راته یو ورځ یو پخواني باچاخاني

ملګرو! ځان کښې صبر حوصله پېدا کول دي

ملګرو! لږه غواړي قرباني باچاخاني

پۀ سمه دي، پۀ غر دي، کۀ پۀ لر دي کۀ پۀ بر

دا ټول کړئ بیا راټول کړئ لېوني باچاخاني

د یو نیکۀ اولاد یو، پۀ یو بل باندې اباد یو

کۀ یو شو نو زمونږه ده خاني باچاخاني

شماله! زما وینه کښې سور رنګ د قام د مینې

یو سل ځله ترې ځار زما ځواني، باچاخاني

شمال محمدزے

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …