لۀ باچاخانه تر ولي خان – فېروز خان صادق

د پښتنو پۀ قامي تاريخ کۀ نظر واچولے شي نو معلومه به شي چې پښتانۀ ډېر زيات اتلان او قهرمانان لري. کومو چې پۀ بېلابېلو حوالو اوکارنامو د خپل قام خدمت او قيادت کړے دے او د دوي حقيقي نمائندګي ئې کړې ده. چې دغه جملې څخه د خدائي خدمتګار تحريک کورنۍ هم ده. کومه چې تل د پېرنګي سامراج پۀ ضد مبارزه کښې بوخته پاتې شوې ده. هم پۀ دې کورنۍ کښې يو ډېر معتبر او قداور شخصيت او د پښتون قام د بېدارولو او د علم او هنر پۀ کالو سينګارولو يو عظيم مبارز شخصيت فخر افغان خان عبدالغفارخان المعروف باچاخان هم ؤ. څوک چې پۀ کال 1890ء کښې د پښتونخوا د تاريخي ښار چارسده پۀ اتمانزو کلي کښې د خان بهرام خان کره زېږېدلے ؤ. دا هغه وخت ؤ چې پۀ برصغير د انګرېزسامراج قبضه شوې وه او د ظلم او جبر سلسله ئې ښۀ پۀ زور کښې وه. پۀ تېره بيا د هغو خلقو پۀ ضد خو ئې ډېر زيات د شدت نه کار اخستو څوک چې د پېرنګي سامراج خلاف راپورته شوي وو او پۀ مسلمانانو کښې ئې د ازادۍ او خپلواکۍ شعور بېدارولو او د دې مبارک تحريک مشري ئې کوله.

خان بهرام خان هم پۀ هغو سپېځلو مشرانو کښې شامل ؤ چې د پېرنګي سامراج خلاف ئې اواز پورته کړے ؤ او پرله پسې هم پۀ دغه مبارزه بوخت ؤ. د باچاخان تربيت هم پۀ دغه منظرنامه کښې پېل شو. د پېرنګي سامراج د ظلم او جبر سلسله اخري حد ته رسيدلې وه. هر څوک ئې ځپلے او زورلے ؤ. يو طرف ته د غربت او جهالت بلا را نازله شوې وه او بل طرف ته د پېرنګي پۀ شکل کښې يو داسې عذاب پۀ دوي مسلط شوے ؤ چې نۀ خو چا ته مذهبي ازادي حاصله وه او نۀ بشري. هر چا د غلامۍ او مظلومۍ ژوند تېرولو خو د پښتنو غېرت دا نۀ شو زغملے چې د يو بادار د ظلم جغ ته سرکېږدي ځکه خو د باچاخان مشرانو هم د پېرنګي خلاف مبارزه پېل کړې وه او نور مسلمانان او پۀ تېره ديني عالمان او روحاني مذهبي مشرانو ورسره پۀ دې تحريک کښې برابر شريک وو. خان بهرام خان کوشش کولو چې اول خپل زوے باچاخان د علم پۀ کالو سينګار کړي نو د هغې نه پس ئې د پېرنګي سامراج خلاف مبارزه کښې شامل کړي او هم د غسې وشوه. باچاخان خپلې زده کړې پېل کړې او تر يوحد ئې ورسولې. وروستو بيا د پېرنګي سره پۀ فوځ کښې نوکر شو هم پۀ دې دوران کښې ئې د يو پېرنګي فوځي افسر له اړخه د يو مسلمان سره بد چلن منظر وليدو نو پۀ زړۀ کښې نور هم د پېرنګي نه نفرت پېدا شو او پريکړه ئې وکړه چې نور د پېرنګي نوکري پرېږدي که څۀ هم بعضې خلقو ورته نصيحت وکړو چې نوکري مۀ پرېږده. د دې نتيجې به ډېرې خطرناکې وي خو باچاخان د چا خبره ونۀ منله او د نوکرۍ پرېښودو نه پس ئې فېصله وکړه چې د لوړو زده کړو د پاره د هندوستان مشهورې علمي ادارې علي ګړهـ ته لاړ شي. پۀ دغه سفر کښې ئې د علي ګړهـ او نور هندوستان د يو شمېر مشهورو عالمانو او پوهانو سره ملاقاتونه وشو او د علم او جهاد پۀ اهميت ئې نور معلومات هم ترلاسه کړل. او پۀ دغه حقيقت پوهه شو چې د ازادۍ او کاميابۍ لاره علم او جهاد دے او ترڅو پورې چې زمونږ قام د علم پۀ رڼا منور نۀ شي نو د جهالت او غفلت تيارې نۀ شي ختمېدے. د تحصيل علم نه پس او د هندوستان د عالمانو او مشرانو سره د ملاقاتونو نه پس دۀ فېصله وکړه چې هم پۀ دغه طرز پۀ خپله سيمه کښې مکتبونه او مدرسې جوړې کړي. پۀ کومو کښې چې د پښتنو ماشومان ديني او عصري زده کړې وکړي او د ازادۍ پۀ اهميت خبر شي او بيا د دې د حصول د پاره خپله برخه کردار ولوبوي د دې سلسلې وړومبۍ مدرسه ئې پۀ کال 1910ء کښې پۀ خپل پلارنۍ کلي اتمانزو کښې د مولاناعبدالعزيز پۀ ملاتړ جوړه کړه.دا وړومبۍ اسلامي مدرسه وه چې ماشومانو به پۀ کښې پۀ پښتو ژبه کښې علم حاصلولو. کۀ څۀ هم پۀ ابتداء کښې د زده کوونکيو شمېر کم ؤ خو د څو مياشتو تېرېدو نه پس د علاقې ټول ماشومان نوموړې مدرسې ته راتلل شروع شو او داسې وخت راغلو چې پۀ مدرسه کښې د ګنجائش نه زيات ماشومان داخل شو. هرکله چې باچاخان دا منظر وليدو نو فېصله ئې وکړه چې د مدرسې نورې څانګې پرانستې او بيا ګڼ شمېر مدرسې او مکتبونه پۀ بېلابېلو کلو او بانډو کښې جوړې شوې د کومو پۀ برکت چې د علاقې ماشومان د جهالت د تورو تيارو څخه ووتل او د علم پۀ رڼا منور شو. دلته دا خبره د ذکر وړ ده چې بايد د باچاخان هغه مخالفين د اعلٰي ظرفۍ او حقيقت منلو توان پېدا کړي.څوک چې د باچاخان خلاف دا پوچه پروپېګنډه کوي چې هغه د مذهب نه لرې ؤ. او د هندوانو پرچار ئې کولو يا د اسلام خلاف ؤ. دغسې نورې هم ډېرې پروپېګنډې د دۀ پۀ ضد روانې وې خو حقيقت دا دے چې باچاخان د خپل تحريک پېل د اسلامي تعليماتو او د دين د تبليغ او اشاعت څخه کړے ؤ. او دا به ئې هم وئيل چې زما تحريک د هغۀ تحريک برخه ده کوم چې څوارلس سوه کاله پخوا حضورنبى کريم صلى الله عليه وسلم پۀ عربوکښې د الله پاک پۀ امر سره شروع کړے ؤ. چې هغه د اسلامي تعليماتو عام کول د الله پاک وحدانيت د حضور پاک صلى الله عليه وسلم رسالت د اسلام حقانيت او د بشر عظمت غوندې سپېځلي اصول دي او بيا د عدم تشدد فلسفه هم پۀ دغو اصولو کښې ياده شوې ده.

حضور نبي کريم صلى الله عليه وسلم پۀ خپل ټول ژوند کښې کله هم د تشدد مظاهره نه ده کړې بلکې تل ئې د صبر او زغم څرګندونه کړې ده او نورو ته ئې هم د صبر تلقين کړے دے او هم دا لاره باچاخان هم خپله کړې وه او د تشدد ځاے ئې د عدم تشدد فلسفه خوښه کړې وه. خو د دې باوجود بعضې مخالفين د باچاخان خلاف غلط او ګمراه کن پروپېګنډه کوي. هر کله چې د باچاخان اسلامي تحريک پۀ کاميابۍ سره روان شو او د اويا پورې مدرسې ئې جوړې کړې نو عين پۀ دغه وخت کښې پېرنګي سامراج د باچاخان خلاف ګامونه پورته کړل او باچاخان ئې ګرفتار کړو. ځکه چې پېرنګے پوهېدو چې هرکله د باچاخان ملګري زيات شي نو دوي به د انګرېز خلاف مبارزه کوي او دغسې به دوي ازادي غواړي ځکه نو د باچاخان د ګرفتارۍ فېصله ئې وکړه خو د حق او صداقت سره د الله پاک مدد وي. هم پۀ دغه اساس باچاخان رها کړے شو او بيا ئې پۀ کال 1912ء کښې وادۀ وکړو. يوکال پس خپل يو نزدے ملګري عبدالحليم سره د هندوستان اګري ته لاړو. دغلته ئې د سر ابراهيم پۀ صدارت کښې د ال انډيا مسلم ليګ کلېزه جلسه کښې ګډون وکړو. هم پۀ دې موقع ئې د يو شمېر مشهورو ديني عالمان او جهادي مشرانو سره تفصيلي خبرې اترې او ليدل کتل وشو او بيا د شېخ الهند مولانا محمودالحسن پۀ بلنه د دارالعلوم ديوبند ته لاړو دلته ئې د عظيم انقلابي مبارز مولانا عبيدالله سندهي سره ملاقات وشو. دواړو مشرانو د مسلمانانو پۀ موجوده حالت او د اسلام خلاف د انګرېز د اقداماتو او بيا د ازادۍ د تحريک پۀ لړکښې ګټورې خبرې وکړې. هم پۀ دې دوران کښې ئې د حاجي صاحب ترنګزو پۀ شروع کړي شوي د ازادۍ پۀ تحريک کښې باقاعده شموليت وکړو او د پېرنګي خلاف مبارزه ئې پۀ عملي توګه پېل کړه. او اولس کښې ئې د ازادۍ شعور بېدارولو د پاره د جلسو جلوسونو سلسله پېل کړه. پۀ دې وخت کښې باچاخان يوځل بيا هڅه وکړه چې پۀ مختلفو کلو کښې مدرسې جوړې کړي او د انګرېز سامراج سره ئې پۀ دې لړکښې خبرې هم وکړې او هغۀ ئې پۀ دې قائل کولو کوشش ئې وکړو چې دا مدرسې به خالصې علمي ذمه وارۍ پوره کوي خو انګرېز سامراج د باچاخان دې خبرې منلو ته هېڅ حال کښې تيار نۀ ؤ. بلکې باچاخان ته ئې د قېد سزا هم ورکړه.

بلخوا باچاخان پۀ دې حقيقت پوهېدو چې زما لاره حق ده او د حق سره د الله پاک مرسته وي. حق د قيام او باطل د پناه د پاره راغلي دي ځکه نو باچاخان پۀ ډېره ديني جذبه د پېرنګي خلاف مبارزې ته دوام ورکړو او پۀ شپاړسم اپرېل 1919ء ئې د رولټ اېکټ پۀ ضد پۀ خپل کلي اتمانزو کښې لويه جلسه وکړه چې پکښې د يوې اندازې ترمخه د يو لاکهـ نه زياتو کسانو ګډون کړے ؤ. پۀ دغه جلسه کښې باچاخان پۀ واضحه ټکو کښې د انګرېز سامراج د غېر اسلامي او غېر انساني اقداماتو څخه مسلمانان خبر کړل او د دوي ټولې پاليسۍ او تګلاره ئې د اسلام خلاف وبلله. هرکله چې دا سپينې او رېښتونې خبرې پېرنګي ته ورسېدلې نو د عادت سره ئې باچاخان ګرفتار کړو او سره د ملګرو ئې د شپږو مياشتو د پاره جېل ته ولېږلو. هرکله چې د جېل نه خوشے کړے شو نو د خلافت کميټۍ پۀ غونډه کښې د ګډون د پاره هند ته لاړو او پۀ دهلي کښې تابيا شوې دغې غونډه کښې ئې ګډون وکړو. پۀ دې مهال ئې د علي ګړهـ پوهنتون د بېلا بېلو څانګو معائنه وکړه او دلچسپي ئې پکښې واخسته. پۀ واپسۍ کښې د پېنډۍ پۀ مقام د مسلم کانفرنس پۀ جلسه کښې برخه واخسته. هم پۀ دغه مهال د جمعيت خلافت پۀ نوم يو تنظيم جوړ شو چې د صدارت دستار ئې باچاخان ته ور پۀ سر کړے شو. وروستو بيا د تحريک هجرت پۀ سلسله کښې څۀ موده افغانستان ته لاړو دافغانستان څخه چې واپس راغلو نو پۀ کال 1921ء‌ کښې ئې پۀ خپل کلي اتمانزو کښې د يو ازاد اسلامي سکول بنسټ کېښودو. ورسره ئې د معاشرې د اصلاح پۀ خاطر د انجمن اصلاح الافاغنه پۀ نوم تنظيم جوړ کړو. ورسره ئې د تحريک خلافت پښتونخوا صدارت هم پۀ ذمه ؤ. چې د خپلو ديني او قومي خدمتونو پۀ صله کښې ورته پۀ 1924ء کښې د يوې لوې جلسې کښې د فخر افغان خطاب ورکړے شو. او د خپل اسلامي او پښتنې تشخص نمائندګي ئې وکړه. ورسره د کانګرس او تحريک خلافت پۀ جلسو کښې هم شريک شو. پۀ واپسۍ کښې ئې د خپلې خور بي بي د ترۀ زوي او ميرمنې سره پۀ ګډه د حج مبارک سعادت حاصل کړو. د حج پۀ دوران کښې باچاخان د ټولو مقاماتو زيارت وکړو. او د دۀ ميرمن د بيت المقدس پۀ مقام حق ورکړو او هم دغلته ئې خاورو ته وسپارله. د حج د سفر نه پۀ واپسۍ ئې د پښتون قام د اصلاح د پاره د پښتون لويه جرګې پۀ نوم تنظيم جوړکړو. بيا ئې پۀ کال 1928ء کښې د پښتون مجلې پېل وکړو چې غرض ئې د علم رڼا خورول او تخليقي صلاحيتونه پېدا کول وو. ورسره د ازادۍ شعور بېدارول او د پېرنګي خلاف نعره پورته کول هم د دې مجلې اهم مقصد ؤ.

پۀ کال 1930ء‌ کښې ئې د پښتون لويه جرګه نوم د قاضي عطاء الله پۀ مشوره بدل کړو او خدائي خدمتګارنوم ئې پرې کېښودو چې دغسې د دې تنظيم څانګې نورو سيمو ته هم وغزولې شوې او د موجوده پاکستان او پخوانيو قبائيلي سيمو نمائندګي هم ور پۀ غاړه شوه. دغسې دا تحريک نور هم وسيع شو او هم د دوي د قربانيو او پرله پسې مبارزو نتيجه وه چې پۀ څوارلسم اګست 1942‌ء کښې د برصغير مسلمانانو ته د انګرېز سامراج د ظلم او جبر نه ازادي ترلاسه شوه. او د پاکستان پۀ نوم يو ازاد او خپلواک اسلامي فلاحى رياست جوړشو. باچاخان د يوې اوږدې او کاميابې مبارزې نه پس پۀ 20 جنوري 1988 کښې وفات شو او د خپل وصيت ترمخه پۀ جلال ابادکښې خاورو ته وسپالے شو. پۀ کال 1917 کښې د جنورۍ پۀ يوولسمه نېټه د باچاخان يو فرزند خان عبدالولي خان هم زېږېدلے ؤ. د چا تعليم او تربيت چې باچاخان پۀ ډېر مهذبه طريقه کړے ؤ. پۀ کال 1933ء کښې ئې مئيرکيمرج سند ترلاسه کړو خو پۀ دې دوران کښې ولي خان د خپل بابا د تحريک نه پۀ مکمله توګه متاثره شوے ؤ. ځکه نو پۀ کال 1942ء کښې ئې پۀ باقاعده توګه پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې باقاعده شموليت وکړو. او د پېرنګي سامراج خلاف ئې مبارزه پېل کړه. او د خپل بابا سره څنګ پۀ څنګ پۀ هره جلسه او د ازادۍ د تحريک پۀ هر پړاو کښې برابر شريک شو او هر يو مشکل ته لکه د غر مضبوط او مستحکم ولاړ ؤ ځکه چې د هغۀ تربيت پۀ داسې ماحول کښې شوے ؤ چرته چې د اسلام د سرلوړۍ او د مسلمان د ازادۍ تحريک چلېدو او مرکز ئې هم دا د باچاخان کور ؤ. بلکې مشري او سرپرستي ئې هم د دوي پۀ اوږو پرته وه. سره د دې چې باچاخان او ولي خان د يوې کورنۍ غړي وو خو هغوي د اسلام او ازادۍ د پاره خپل ټول جائيداد او خوشحالۍ قربان کړې وې او د يو ظالم او غاصب خلاف ئې عملي مباره پېل کړې وه. ولي خان پۀ مختلفو تنظيمونو کښې پۀ بېلا بېلو عهدو کارکولو او خپل فعال او موثر رول ئې پکښې ولوبولو د دۀ د سياسي بصيرت او دور انديشۍ معامله مهمۍ يو جهان قائل دے. پۀ کال 1954ء کښې چې ون يونټ د قيام فېصله وشوه نو باچاخان او ولي خان ئې د ماتولو د پاره ګټور ګامونه پورته کړي وو او هم پۀ دغه وخت کښې ئې د نېشنل عوامي پارټۍ بنسټ اېښودے ؤ.. چې بيا پۀ عوامي نېشنل پارټۍ بدل کړے شو. پۀ کال 1970ء چې پۀ پاکستان کښې انتخابات ترسره شو نو ولي خان د قامي او صوبائي دواړو اسمبلو د پاره ممبر غوره کړے شو او لکه څنګه چې د پاکستان دازادۍ نه وړاندې دواړو مشرانو د قام د خوشحالۍ او سوکالۍ د پاره جدوجهد کولو نو دغسې د ازادۍ ريس ئې هم د ملک او ملت د ترقۍ د پاره عملي کارونه کول. د جمهوريت د بقا او بنيادي حقونو د حصول او د ترقياتي کارونو ترسره کولو د غربت او جهالت خاتمه او داسې نور بنيادي مسائيل هوارول د دوي د ژوند او سياست مقصد ؤ. پۀ دې لړکښې هم ولي خان لکه د خپل پلار باچاخان سخت نه سخت تکليفونه ګاللي دي او د ظالمانو حکمرانانو خلاف ئې اواز پورته کړے دے. د پاکستان پۀ سياسي تاريخ کښې ولي خان يو پياوړے او نوموړے سياست مدار دے چې د خپل سياسي بصيرت پۀ ذريعه ئې پۀ سختو حالاتو کښې هم ډېرې موثرې اومناسبې فېصلې کړي دي او پۀ مرکزى او صوبائي دواړو کچو د ولي خان سياست منلے شوے دے.

پۀ کال 1988ء کښې چې پۀ ملک کښې ټولټاکنې وشوې نو پۀ مرکز او صوبه کښې يو ځل بيا عوامي نېشنل پارټۍ زياتې څوکۍ ترلاسه کړې نو پۀ صوبه پښتونخوا کښې ئې د پاکستان پيپلزپارټۍ سره پۀ ګډه حکومت جوړ کړو دا هم د تاريخ يوه اهمه برخه ده چې د دې نه وړاندې د جمعيت علماء اسلام اوبيا د پاکستان مسلم ليګ سره هم مخلوط حکومتونه جوړ کړي دي چې د دې ټولو کاميابوپۀ شا د ولي خان غوندې مدبر سياست مدار بصيرت او سياسي تجربه کارفرما وه. هغه د يو اعلٰي درجې سياست مدار سره يو پوهه قلم کار هم ؤ د ولي خان اثار به پۀ پښتون مجله او شهباز اخبار کښې خپرېدل او دغسې به عام اولس ته رسېدل. ورسره يې يو شمېر کتابونه هم ليکلي دي چې پکښې تر ټولو مقبول کتاب رښتيا رښتيا دي ګڼلے شي. دا د ولي خان د ژوند او سياست پۀ حواله يو مستند او معتبر کتاب دے. نور هم د ولي خان د سياسي او علمي مقام ارزښت زيات دے ځکه چې مرحوم د خپل قام ترجماني پۀ ډېره مړانه سره کړې ده او هم د ولي خان غوندې سياست مدار د پښتون قام د ترجمانۍ حق ادا کولے شو چې پۀ ډېره ښه توګه ئې خپله منصبي ذمه وارۍ پوره کړې ده. د ولي خان د خدماتو سلسله هم ډېره پراخه او يادګاره ده چې د خپل بابا پۀ نقش قدم ئې ډېرې کاميابۍ موندلي دي او پۀ پښتون قام کښې ئې د علم او هنر سره د ژوند تېرولو او د حالاتو د مقابلې کولو توان پوکلے ؤ. دا عظيم مشر او د عوامي نېشنل پارټۍ لارښود رهبر تحريک خان عبدالولي خان پۀ 26 جنوري 2006ء د دې فاني دنيا څخه د تل د پاره لاړو.

ضرورت د دې خبرې دے چې د عوامي نېشنل ګوند ټول عهديداران او کارکنان د اسفنديار ولي خان پۀ مشرۍ يو موټے شي او د جرګو مرکو تر لارې پښتانۀ يو پلېټ فارم ته راجمع کړي.

د باچاخان او ولي خان روحونو ته بهترين خراجِ عقيدت به هم دا وي چې د کوم قام د پاره هغوي خپل ژوند وقف کړے ؤ او هر ظلم، جېل او مصيبتونه ئې برداشت کړي وو، د هغه قام ژوند محفوظ کولو او د هغوي د ژوند سوکاله کولو د پاره جدوجهد مخ پۀ وړاندې بوتلے شي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …