پاکستان پۀ مسئلو کښې ګېر پۀ حل او چل ئې د واک خاوندان نۀ پوهېږي – شمس بونېرے

پاکستان تاريخ او جغرافيه نۀ لري – خواهشاتو جوړ کړے او د یو مبینه خوب د تعبیر تحفه ده. د پاکستان جوړېدو نه پس پۀ دۀ مئين خلق خو يا وژلي شوي يا ترې حکومتونه اخستے شوي دي. عدليې بحال کړي خو ادارو دا فېصلې نۀ دي منلې. د پوځ او انتظاميې پۀ جنګ کښې پوځ د انتظاميې مشران د وطن نه شړلي دي.

د پاکستان ادارو اقليت د اکثريت واکمن کولو د پاره د جمهوريت قتل کړے او د قامونو حقونه، ژبې، کلتور او ګوندونه ئې غېر قانوني کړي او د دې مشران ئې پۀ زندانونو کښې اچولي، ويشتلي، ورک کړي او جائيدادونه ئې ورله ضبط کړي او د غدرانو پۀ توګه ئې مشهور کړي دي.

پاکستان جوړېدو نه پس لس کاله انتظاميې او اسټېبلشمنټ حکومت کړے او بيا لس کاله د پاکستان پوځ براه راست حکومت کړے او د دې نه پس کۀ هر چا مرکزي حکومت کړے نو د پوځ پۀ اشارو ئې د حمايت مرسته راغلې او برطرف کړے شوے. د يو يونټ د جوړېدو پۀ سازشي مهم کښې چې څوک هم شامل وو او پۀ عهدو راغلل هم د دغې عهدو خاوندان غلام محمد خان ګورنر جنرل او وزيراعلٰي ډاکټر خان صاحب قتل او د ټول پاکستان صدر سکندر مرزا لندن ته وشړل شو.

دلته کۀ د جونېجو حکومت راغلے نو دا کاغذي حکومت ؤ. کۀ د نوازشريف حکومت راغلے نو د دې بنياد ضياء الحق د پنجاب د پاره د ليډرۍ تلاش ؤ. بيا د پوځي ادارو لۀ لاسه ‘وزيراعظم هاوس’ کښې بندي وزيراعظم ؤ. کۀ د فاروق لغاري حکومت ؤ نو د راوستلو او لرې کولو اداره ئې د پاکستان پوځ ؤ. د غلام اسحاق حکومت ‘دستخطي’ حکومت ؤ. د بېنظير حکومت د هغې د مرګ د تسلسل يوه کړۍ او د زرداري حکومت پۀ شا د پرويز مشرف د خپل صدارت خواهش ؤ او اوسنے حکومت د عمران خان حکومت د ناکام حکومت ښکاره مهره دے. د دۀ پۀ اوږو د پاکستان د پوځ خفيه ادارې ناستې دي او د دۀ پښې د سعودي عرب او اماراتو پۀ سمندر کښې د قرضو پۀ تلاش کښې ګرځي. د دۀ خارجه او داخلي پاليسۍ جي اېچ کيو کښې پرتې دي. دا يواځې سياستمدار دے چې د انګرېزۍ پۀ اے بي سي پوهېږي – ځکه چې جرنل ضياء د سياسي پارټیو مشرانو ته ووې ‘تاسو د سياست پۀ اے بي سي هم نۀ پوهېږئ’ نو ارواښاد ولي خان ورته ووې چې جرنېل صاحب! تۀ ټيک ځکه وایې چې اے بي سي نه وړاندې جي اېچ کيو راځي او کۀ سياست زده کول غواړې نو د اوږو دا پيتې کوزې کړه، پېښور ته راشه، زۀ به يو خپل ملګري ته ووايم نو تا ته به سياست وښائي. اے بي سي ستا نائيکانو تا ته ښودلې وه خو اختياط کوه! يا به ستا څوک جرنېل ستا نه لکه د ايوب خان پیتې کوزې کړي ګنې دا کار به زۀ او زما ګوند وکړي – نور وړاندې مۀ ځه!’

د پاکستان دا موجوده حکومت پۀ بې شماره مسئلو کښې ګېر دے. د ټول پاکستان اصل او اهمه مسئله جمهوريت ده خو دا مسئله د ‘بوټ’ د لاندې ده. مودي کنزروېټیو پارټي لري؛ انتخابات وشو، خلقو ووټ ورکړو، اپوزېشن ومنلو – ځکه چې هلته انتخاباتو کښې بوټ نۀ ؤ. چې تر څو بوټ وي، جمهوريت وده نۀ شي کولې. دلته به هلې ځلې، جلسې، جلوسونه وي او امن امان او ژوندون به تباه وي. دا حکومت پۀ خپله بوټ راوستلے، بوټ دے ويستے شي خو دے بوټ نۀ شي ويستے.

پاکستان کښې دوېمه اهمه مسئله قامي مسئله او د قامونو د حقوقو نۀ ورکولو ده. ځکه چې پاکستان د شپږو قامونو مجموعه ده چې اوس د نيمې نه زيات قام د بنګله دېش پۀ نوم جدا شوے ځکه چې د هغو پۀ ژبه، خاوره او حقونو ډاکه اچولې کېده او د سیاسي شعور لرونکې ‘ډهاکې’ پۀ خپلو حقونو دغه ډاکې نۀ زغملې. د دغې حقونو د ګټلو پۀ شکل نوے وطن بنګله دېش جوړ شو او پاکستان تقسيم شو.

د باقي پاکستان قصه داسې ده چې د سندهـ پۀ دښمنۍ کښې مهاجر ودرولے شوے او پۀ شا ئې خفيه پېريان ولاړ دي. بلوچستان کښې پښتانۀ شامل شوي او د يو بل سره پۀ جنګ اخته شوي دي. څۀ حصه ئې ايران ته ورکړې او ايوب خان رسمي اعلان کړې او څۀ حصه ئې پۀ سندهـ کښې شامله شوې. د خپل وحدت او قامي جنګ نه علاوه سياسي او پارلېماني جنګونه هم کوي او پۀ غرونو کښې هم جنګونه کوي. بدقسمتۍ نه پارلېماني جنګ ئې هم لکه چې پۀ غرونو کښې د کېدونکي جنګ بې ثمره کېږي. وجه دا ده چې د قامي مقاصدو نه ګوندیز مراعات او اقتدار کښې د شرکت تنده زیات اثر انداز کېږي. د پښتنو سيمه د جنګونو لېبارټري ده. ډېره زياته علاقه د ‘فاټا’ غوندې د خېبر پښتونخوا نه بېله، د رواج او مواجب پۀ شکل رواجي قانون کښې ککړه ده او څۀ حصه ئې د بلوچستان پۀ صوبه کښې بلوچيانو ته حواله کړې. د شناخت او وحدت مبارزې روانې دي. د پښتنو پۀ لويه سيمه کښې چې د افغانستان د دولت پۀ نوم چلېږي، د داخلي او خارجي جنګونو ښکار دي. پاکستان او د دې ادارې دغسې اندروني جنګ ته لمنه وهي او د هغوي ټول دښمنان ئې ځان سره ساتلي او دېره کړي دي.

د افغانستان تاريخ پېرنګي مات کړے او ورک کړے او موجوده وجود ئې د پاکستان خفيه ادارې نړول غواړي. ترقي، وحدت او امن امان راوستلو ته ئې نۀ پرېږدي. اخر دا دومره لوے قام چې څۀ محکوم او څۀ پسمانده او څۀ پۀ ټوټو کښې وېشلے وي، حل څۀ دے؟ د پاکستان ائين او دستور دوي ته د قامي حقونو، ژبو، تجارت او کارخانو جوړولو ضمانت ورکول غواړي کۀ هم دغه شان د محکومۍ او بالادستۍ عمل به د پوځ او پنجاب روان وي؟ دا د پاکستان د وجود ساتلو او د دې نه د ځان خلاصولو راپېښه مسئله ده. سټالن د ګسټاپو سترګه پۀ برلن کښې لګولې ده او پاکستان د خپل قوت او طاقت سترګه د پېنډۍ پۀ جي اېچ کيو کښې لګولې – خو داسې معلومېږي چې دا سترګه لکه د مفتي منيب د سترګې پۀ شان کمزورې ده. وختونه، زلميان او د افغانستان دولت تپوس کوي چې دا قامي حقونه ورکوئ او کۀ نۀ؟ او دا جنګونه پۀ افغانستان ودرول غواړئ او کۀ نۀ؟ طالبانو سره د فريق پۀ توګه د سولې ميز ته کښېنول غواړئ او کۀ نۀ؟ دلته پاکستان ته راغلي کډوال واپس کول غواړئ کۀ نۀ؟ جواب او د دې سوالونو نتيجه د پاکستان د دولت سره ده خو موجوده ګوډاګے حکومت د دې مسئلې د حل پۀ چل نۀ پوهېږي.

پاکستان کښې د دې وخت او حکومت لويه مسئله معاشي معامله ده. پاکستان حکومت د شګو پۀ ډهېري ناست دے. طوفان او سېلاب کښې ګېر دے. د سعودي عرب او اماراتو ملکونه قرضې د سود نه علاوه پۀ دې شرط ورکوي چې د ايران مخالفت به کوئ، تېل به ترې نه اخلئ او کۀ مونږ ته ضرورت پېښ شو نو ستا پوځونه به زمونږ د پاره چرته چې مونږ غواړو، حمله کوي او د سابقه جرنېل راحېل شریف پۀ سفارش به مونږ ته رسمي پوځي دستې راکوئ. هغوي د پاکستان پوځ د خپلې ‘کفالې’ لاندې ګڼي او د أجرتیانو پۀ طور ئې استعمال خپل حق ګڼي.

بل خوا د ډالر د قيمت د ختو پۀ وجه عالمي بېنک د زړو قرضو سود ته نوے شکل ورکړو او د نوو قرضو ورکولو نه ئې انکار وکړو او د خبرو د پاره ئې د قرضې ورکولو د پاره د تاش دوه پتې ارتاوې کړې. پاکستان پۀ يکه غورځولو دا لوبه ګټي. د قرضې د ورکولو د پاره پۀ مېدان يوه پاڼه دا ده چې د پاکستان خاوره دې د چين اقتصادي مارکيټ نۀ وي، د ايران سره تجارتي تعلقات به زمونږ پۀ مشوره وي، د افغانستان تجارتي لارې مۀ بندوه او طالبان يا صلحې ته کښېنوه او يا ئې مدد او کومک نه لاس واخله! مونږ ته د هغوي د ساتنې کورونه چې پۀ پوځي چاوڼو کښې دي، معلوم دي. افغانستان ته د لېږلو لارې او د پوځي خفيه ادارو د مېجرانو چې رېټائرډ دي، د هداياتو ورکولو د پاره د طالبانو سره ملګري دي. هندوستان سره تعلقات او اړيکې ښې او دوستانه کړه! د پاکستان حکومت ته وائي چې ځان د تور زيړي او تور بوټ نه خلاص کړه، ځکه چې تور بوټ د جمهوریت د وجود کېنسر دے. د دې علاج پۀ شوکت خانم هسپتال کښې نۀ کېږي – د خپل علاج واحد حل دا دے چې خپل وطن د جمهوريت پۀ لار روان کړه نو قرضې ورکولو ته تيار يو – پته ستا پۀ لاس کښې ده!

عمران خان ذهني او معاشي مريض دے او د شوکت خانم هسپتال پۀ بېډ د علاج د پاره پروت دے خو د دۀ ګېر چاپېره ناست سياسي ډاکټران لکه د چينيانو د دۀ د ګردو، زړۀ او سترګو د خرڅولو د پاره تابياګانې کوي خو مازغۀ ترې اول پوځيانو اخستي او جي اېچ کيو کښې پراتۀ دي.

د نوي وختونو او ضرورتونو د پاره پیپلز پارټۍ پۀ اسلام اباد کښې سياسي مشران د مشترکه مبارزې د پاره د موجوده حکومت پۀ ضد اجلاس رابللے ؤ چې د پاکستان د پاره د جمهوريت لارې چارې روانې کړي او بل خوا پېښور کښې د عوامي نېشنل پارټۍ صوبائي صدر اېمل ولي خان د باچا خان مرکز نه د قامي او سياسي مشرانو يوه غونډه رابللې وه چې د قامي حقونو او د پخوانۍ فاټا پۀ نوو ضلعو کښې د دهشت ګردۍ، د پوځيانو لۀ خوا وژنې، نيول او غېر انساني حرکتونو او پۀ نوي بجټ د غور کولو او د شريکې مبارزې د پاره شريک مېدان ته راشي؛ افغانستان کښې د جنګونو او پوځيانو د خفيه کارونو غندنه او څرګندونه وشي. د ټول ملک وکيلان د عدليې او ججانو د ازادۍ او قانون د بالادستۍ د پاره پۀ مېدان ولاړ دي. د وطن خلق د ګرانۍ او موجوده حکومت پۀ ضد پۀ سړکونو احتجاجونو د پاره پۀ سرو غرمو ولاړ دي.

موجوده حکومت د ځان او خپلو عملونو د پټولو د پاره د نېب پۀ نوم د مشرانو ګرفتارۍ کوي ولې د ملک اصل غلۀ ئې د ځان ملګري کړي او حکومت کښې کښېنولي دي.

حکومت د “بلدياتو” الېکشن د شا ته کولو د پاره خفيه منصوبې جوړوي؛ د سياست د ورکولو خرڅولو د پاره طريقې ګوري. د دې حکومت سره د روانو پېښو او مسئلو حل نشته. قرضې لکه د بارانونو پۀ شان پۀ سوال غواړي، ولې د قرضو خاوندان ورته خپل شرطونه ږدي. د سي پيک پۀ معاهده پاکستان پۀ چين ګاڼه شوے او د قرضې او سود لۀ کبله دا پاکستان توريوران خرڅېږي. اوس د وختونو او ضرورتونو لۀ کبله د ټول پاکستان سياسي پارټیو له د جمهوريت د پاره پوځي ادارې د سياست نه قلارول او ملکي دفاع د پاره د ښارونو نه سرحدونو ته د لېږلو د پاره مبارزه ضروري ده او دغه شان د ټولو قامي پارټیو او مشرانو ذمه واري جوړېږي چې ذاتي اختلافات ختم کړي. د قامي حقونو غوښتنه او افغانستان کښې د امن راوستلو د پاره اواز او عمل کول سیاسي ذمه اري ده. سیاسي جلسو ته باید شاعران اديبان راوغواړي. د ځوانانو سياسي تربيه وشي او ګوندونو کښې “د صلاح کارو او پوهانو” شريک ټيم جوړ شي چې سياسي عمل روان او کارکنان پۀ خپل ائين، منشور او پروګرام خبر او اګاه شي. جمهوري حکومت او قامي حقونه ګټل د وخت او سياست اواز دے.

د ‘افغان اولسمشر’ محمد اشرف غني د اسلام اباد پۀ بلنه اوسنۍ دوره یوه بله موقع ده او باید پاکستان پۀ خلوصِ نیت سره لۀ دې فرصته ګټه پورته کړي. دا وخت چې جنګونه اقتصادي دي، باید پاکستان وګوري چې روپۍ ئې کوم تاترین ته پرېوته!!! دې حالت ته ‘الرمنګ’ (alarming) نۀ وائي – د ‘الرم’ وخت تېر دے. باداران هېوادونه، پاکستان چې ورته ‘دوست ممالک’ وائي، نوره څومره اوږه ورکوي. پاکستان پۀ جنګي اقتصاد د خپل معیشت اډاڼه چې ایښودې ده او د ذراعت، صنعت او تجارت کوم ازار چې اخلي، د دغه ازار سره د پاکستان روپۍ د دې کرښو لیکلو پورې اتهــ نیم شلې د یو ډالر سر ته پرېوتې ده. د اېشیائي ټائیګر کېدلو دروغژن معیشت د نیپال او بهوټان نه پرېوتے لا مخ پۀ ښکته دے.

رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان به یوه خبره کوله چې د پاکستان ابادي لوي واړۀ نر ښځې د اٰئي اېم اېف قرضداري دي – اوس خو لۀ خېره داسې څوک نشته چې قرضداري ئې نۀ وي. اېف ټي اے اېف نه د وتلو د سنجیده کوشش پۀ ځاے پۀ ځان د عارضي فشار کمي د پاره ئې هندوستان ته د غېر مستقل غړیتوب لړ کښې ووټ ورکړو. مونږ کله هم د هندوستان سره د ډغرې وهلو، پښو دربولو او تېرۀ خبرو ملاتړ نۀ کوو – مونږ فقط دا عرض کوو چې یو خوا خو هندوستان د دښمن پۀ توګه نصاب کښې ماشومانو ته زوتوي او بل خوا د سلامتي کونسل غوندې مهم فورم باندې د هندوستان ملاتړ کوي. دې هر څۀ کښې د فوج، چې اوس د یو کارپورېشن پۀ طور دنیا پېژندلے دے، لاس دے. دا ګمان هم نۀ شي کېدے چې یو جمهوري حکومت چې د فوج ډانګ ئې هر وخت د اوږو پۀ منځ پروت وي، داسې فېصلې وکړې شي. د عمران خان غوندې هائبرډ سیاستدان (!) خو سوال نۀ پېدا کېږي.

مونږ پۀ تېره ګڼه کښې هم د ښاغلي فېصل فاران لۀ خوا د ‘بالاحصار’ نظم توکنه کښې پۀ دې اړه خبره کړې وه چې اٰرمي چیف د پروټوکول خلاف د پېښور بالاحصار کښې د رنجیت سنګهـ د تصویر لګولو د حکم خرمستي کړې وه. اوس پۀ لاهور قلعه کښې د رنجیت سنګهـ د یو سل اتیایمې کلیزې پۀ مناسبت د هغۀ د مجسمې تنصیب نه دا ثابت شول چې پېښور کښې د تصویر لګولو خبره د کوم سکهـ طالبعلم د غوښتنې احترام کښې نۀ وه. فوج او پنجاب چې د رنجیت سنګهـ تصویر لګوي، مجسمه ئې نصبوي نو دا د هندوستان مشرقي پولې سره د دښمنۍ ختمولو افیشل اعلان دے. دغه دښمني دې بیخي ختمه شي خو مونږ دا مطالبه هم لرو چې دا دښمني دې مغرب کښې افغانستان پله نۀ ټېله کېږي. دې سیمه کښې ډېره وینه د ډالرو د پاره وبهیولې شوه او فوجي اٰمرانو او جرنېلانو خپلو ژوندلیکونو کښې پۀ ډېرو سپینو سترګو د دغه جرم اعترافونه هم کړي دي.

پاکستان دې ګاونډي هېوادونو سره عموماً او افغانستان سره پۀ خصوصي توګه تعلقات سمولو د پاره سنجیده شي. پۀ مسئلو کښې د ګېر پاکستان سره د حل دغه لاره ده. د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته مېښته افغانان دا شدت سره محسوسوي چې پاکستان د هند سره اویا کلنه مصنوعي دښمنۍ کښې سپین ږیرے رنجیت سنګهـ منځ ته کوي. رنجیت سنګهـ د جنګ، کرکې او قبضه ګرۍ علامت دے. د قامونو د سلګاو زرګاو کلونو تاریخي حافظې پۀ اویا کلن مطالعه پاکستان بدلول ممکن نۀ دي.

اولسمشر اشرف غني ته د دورې بلنه ورکول د ګوډاګي وزیر اعظم یو بل چورلک (U-Turn) ؤ چې کۀ صرف دنیا ته د افغانانو پۀ وینو لړلې خپله لمن وینځل ئې مقصد نۀ وي نو دا چورلک نېک فاله دے – دوه میاشتې وړاندې پاکستان نېغ پۀ نېغه افغانستان کښې د انتخاباتو د مخنیوي کوششونو سره د جمهوري عمل د مخې نیولو سپېرۀ کوشش کولو؛ مونږ ئې غندنه کوله. نن مونږ د دې ګام هرکلے کوو چې اشرف غني د خپلواک افغانستان د صدر پۀ حېث وبللے شو او هغۀ ‘د اېشیاء د زړۀ خبره’ مخې ته کېښوده. بائیللي اعتمادونه بحالول پاکستان باندې د ګاونډیانو هېوادونو پور هم دے او مسئلو کښې د ګېر پاکستان د مسئلو نه د وتلو لاره هم ده.

د رنجیت سنګهـ یو سل اتیایمه کلیزه دې پنجاب ته مبارک وي!!!

 

دا هم ولولئ

د باچا خان سل کلن تحريک جائزه – شمس بونېرے

د دې کال د ټولو لويه او خوږه ورځ د باچاخاني تحريک انجمن اصلاح الافاغنه …