د خپل ياد پۀ جزيرو کښې ولي خان او سياسي شګوفې – م.ر شفق

پخواني مارشل لاء اېډمنسټرېټرجرنېل محمد يحيٰي خان چې پۀ کال ١٩٧٠ز دسمبر کښې د ټولټاکنو (جنرل الېکشن) اعلان وکړو نو ورسره ئې يو څو شرطونه لګولي وو چې کومه سياسي ډله اکثريت وګټي نو دا به قومي اسمبلۍ کښې شپږ شلو (١٢٠) ورځو کښې د ملک د پاره د ائين مسوده وړاندې کوي، ائين ساز اسمبلي به د دې منظوري ورکوي او بيا به د صدر مملکت دستخط کولو نه پس نافذکولے شي. يو شرط دا هم ؤ چې ټولټاکنو کښې به صرف هغه سياسي ډلې برخه اخلي چې د پاکستان پۀ استحکام يقين لري، سرکاري مذهب دين اسلام مني او نظريه پاکستان مني.

دانتخابي مهم پېل کېدو سره ځينو سياسي او مذهبي ګوندونو دې نعرو له زور ورکړے ؤ چې پاکستان خطره کښې دے او اسلام خطره کښې دے.

د انتخابي مهم پۀ لړکښې د طورو خدائي خدمتګار دوست محمد شېخ پۀ حجره کښې د کلپاڼۍ ګودر پۀ غاړه د نېشنل عوامي پارټۍ يوه درنه جلسه شوې وه. د طورو عبدالمجيدخان اېډوکيټ پۀ بلنه د پارټۍ مشر عبدالولي خان د مايارو نه د مني خېل سواړيان اوشهامت پور پۀ لاره جلسه ګاه ته پياده مزل کړے ؤ. ځاے پۀ ځاے ورته استقبالي دروازې جوړې کړې شوې وې او د ګلونو پاڼې پرې شېندلې شوې. پۀ زرګونو خلقو ته عبدالولي خان تازه شګفته لهجه کښې يو مختصر او کوټلے تقرير کړے ؤ. دۀ وئيلي وو مونږ د انګرېزانو د غلامۍ پۀ دور کښې هم د قومي ازادۍ او جمهوري حقونو د پاره د باچاخان پۀ مشرۍ کښې مبارزه کړې ده. خدائي خدمتګارانو ډېرې قربانۍ ورکړي دي. د عدم تشدد پۀ وسله ئې پېرنګي له شکست ورکړے دے او ازادي ئې ګټلې ده. زمونږ ټول سياست د قوم د خدمت پۀ جذبه دے. پاکستان کښې هم چې اوس زمونږ ځان له مملکت دے، د صوبې د خپلواکۍ، د جمهوريت د بحالۍ او انساني حقونو د پاره جدوجهد کوو. پۀ ملک کښې د ائين او قانون حکمراني غواړو او دغه زمونږ سياست دے.

د باچاخان او خدائي خدمتګارۍ اصول قراني او اسلامي دي او د انساني شرافت پۀ بنياد سياست کوو. د نېشنل عوامي پارټۍ کارکنان د خدائي خدمتګار تحريک يو تسلسل دے. مونږ د باچاخان پېروکار يو. مونږ خپل قوم له چرې هم د دين او مذهب پۀ نوم دهوکه نۀ ورکوو. زمونږ منشور او دستور د ملک د اقتصادي ښېرازۍ او جمهوري ترقۍ دپاره دے.

ښاغلي عبدالولي خان ووې چې دا کوم سياسي جماعتونه چې د پاکستان او اسلام پۀ نعرو د خلقو نه ووټونه غواړي دوي له خو جرنېل يحيٰي خان خولې بندې کړې. هرکله چې د هغۀ پۀ ټاکلو ضابطو عام انتخابات کولے شي نو داسې يوه سياسي ډله هم نشته چې هغه به دپاکستان مخالف وي يا الله مۀ کړه د اسلام ، پاکستان هم د ټولو شريک دے. دغسې پاکستان کښې اکثريت د مسلمانانو دےا و اسلام هم د ټولو پاکستاني مسلمانانو شريک دين دے. نو يارانو له اوس چل نۀ ورځي چې کومه نعره ووهي. نېشنل عوامي پارټي د نعرو سياست نۀ کوي، د قوم او ملک د خدمت د پاره پۀ يو جمهوري اقتصادي پروګرام سياست کوي.

عبدالولي خان چې د نېپ د سياست دغه سپيناوے وکړو نو وې خاندل او د تشو نعرو پۀ سياست پورې ئې يوه واقعه بيان کړه؛ وئيل ئې:-

(مونږ چې هلکان وو نو د غرمې به مو شاړو شدياړو کښې سمسرې نيولې. د سمسرو سوړې به مو سهي کړې. سمسره به چې د سوړې نه را بهر شوه نو مونږ به ورله زر څپلۍ پۀ سوړه کېښوده. سمسره به اخوا دېخوا تاوېده راتاوېده نو مونږ هلکانو به پرې څادر ورخور کړو او سمسره به ونېولې شوه. دا څوک چې د اسلام او پاکستان چغې سورې وهي دوي ته يحيٰي خان د سياست پۀ سوړه څپلۍ اېښې ده نو اوس لکه دسمسرې هسې تاوېږي را تاوېږي.

پۀ کال ١٩٧٢ز کښې چې دعبوري ائين ترمخه “پښتونخوا” او بلوچستان کښې د نېشنل عوامي پارټۍ او جمعيت العلماء اسلام شريک صوبائي حکومتونه وو او پۀ مرکز کښې هم پيپلز پارټي حکمرانه پارټي وه. د پيپلز پارټۍ چيئرمين ذوالفقارعلي بهټو کۀ هرڅو منتخب وزيراعظم ؤ او د پارتۍ منشور کښې ئې دا خبره شامله وه چې “ډيموکرېسي از اور پاليسي” خو رويه ئې جمهوري نۀ وه، لکه د سول امر پۀ شان پاليسي ئې شړله، خپلو سړو سره هم او حزب اختلاف سره هم.

د حزب اختلاف مشر او د نېشنل عوامي پارټۍ سربراه ښاغلي عبدالولي خان به ورته د محتاط رويې او جمهوري حقونو لحاظ ساتلو وېنا کوله. دا به ئې وئيل چې د پاکستان د واکدارانو پۀ دې امرانه پاليسۍ اوغېر جمهوري رويه خو پاکستان دوه ټوټې شو. د مشرقي پاکستان نه مو لاس ووينځلو. اوس کۀ ذوالفقارعلي بهټو صاحب پۀ دغه غېر جمهوري پاليسۍ عمل کوي او خپل مخالف ګوندونه نۀ زغمي نودا پاتې پاکستان به هم څلور ټوټې کړي.

دا د زړۀ وطن مې ستا د لاسه دوه ټوټې خو شو

پام ګورې چې نور پرې غرض ونۀ کړې څلور به شي

سائل

پۀ داسې موقع به عبدالولي خان شګفته انداز کښې يوه لطيفه کوله چې يو سړي پۀ خر بنګړي بار کړي وو يو پوليس سپاهي مخې لۀ ورغے. پۀ لښته ئې ګزار ورکړو چې دا څۀ دي؟ هغۀ ورته وې کۀ بل ګزار دې ورکړو نو هېڅ هم نشته. نو زۀ درته دغه وايم چې پاکستان يو ګزار خوړلے دے کۀ بل ګزار دې ورکړو د بنګړو د بار مو خداے مل شه.

پښتنه مينه پوهېدم د بنګړو بار دے

ما د زړۀ پۀ اوږو راوړه پۀ سر نا

اندېش

بهټو صاحب د خپل امرانه خوي ځينې نۀ قلارېدو، مخالف سياسي ګوندونو سره ئې ناروا سلوک کولو. تر دې چې ځينې اخبارونه او رسالې ئې بندې کړې. دغو کښې انګرېزي اخبار “دي سن” او د مجيب الرحمان شامي “زندگي” مجله هم شامله وه. د نېشنل عوامي پارټۍ حکومت د دې رويې خلاف د احتجاج پۀ توګه د قومي صحافت نمانځلو د پاره د “يوم صحافت” کولو اعلان وکړو. د ټاکلي پروګرام مطابق ماسخوتن چوک يادګار پېښور کښې يوه درنه جلسه شوې وه او ښاغلي عبدالولي خان ورته خطاب کړے ؤ. پۀ دغه مازيګر وزيراعظم ذوالفقارعلي بهټو پۀ ټيلي وژن قوم ته خطاب کولو. زما ياد شي دا تقرير ګورنرهاؤس پېښور کښې ولي خان او نورو مشرانو پۀ ټي وي واورېدلو. بيا چې ولي خان چوک يادګار کښې جلسې ته وېنا کوله نو د بهټو صاحب د تقرير حواله ئې ورکړه. بهټو صاحب فرمائي.

“زما پارټنر(ولي خان) د “يوم صحافت” اعلان کړے دے نو زۀ هم د هغۀ پۀ مرسته کښې د يوم صحافت اعلان کوم”

عبدالولي خان ووې “بهټو صاحب ستا “پارټنر” به مولانا کوثر نيازي او عبدالقيوم خان وي. ما سره به د برابرۍ پۀ بنياد خبره کوې. پۀ دوو صوبو کښې ستا حکومت دے او پۀ دوو صوبوکښې زما حکومت دے. او دا تۀ پۀ کومه خولۀ د صحافت د ورځې اعلان کوې. تا خو پۀ صحافت قدغن لګولے دے. مرۍ دې ورله تاوه کړې ده. تا خو د کارکوونکو صحافيانو د خلې نوړۍ وشوکولې.

(ولي خان وخاندل) وې عجيبه ټوقه ده، هغه يو غل د شپې د چا کورته ورننوتو، غلا ئې کوله، د کور مالک پۀ کړس کړوس راويښ شو، چغه ئې کړه غل دے، غل دے. جوړ د چم ګاونډ خلق هم راووتل او نعرې وهي “غل دے غل ” پۀ دې شور ما شور کښې “غل” هم منډه وهله او شور ئې جوړکړو “غل دے غل”، نو يار بهټو صاحب هم مونږ سره نعره شريکه کړه چې ” غل دے غل” د منافقت او درغلۍ هم څۀ حد وي کنه!

وژني مې بې ځايه خو قاتل نۀ دے

لوټ شومه تالا شومه غل چرته دے

قلندرمومند

ذوالفقارعلي بهټو صاحب چې بلوچستان کښې د وزيراعلي عطاء الله مېنګل ( نېپ جمعيت) حکومت بغېر له څۀ وجې ختم کړو نو د پښتونخوا وزيراعلي مولانا مفتي محمود سره د خپلې کابينې (نېپ، جمعيت) استعفٰي ورکړه، چې د پاکستان پۀ سياسي تاريخ کښې يو مثال دے. د احتجاج داسې اخلاقي جرات لا تراوسه بل چا نۀ دے کړے. دلته يوه ټوقه بله وشوه، د څلوېښت غړو پۀ ايوان کښې اکثريت د نېپ جمعيت ؤ. دوېمه لويه پارټي د قيوم ليګ وه، د دوي لس غړي وو او د پيپلز پارټۍ درې ممبران وو خو صوبائي حکومت د پيپلز پارټۍ جوړ شو. عبدالقيوم خان پۀ دې کار غرض نۀ لرلو ځکه چې هغه پۀ مرکز کښې دکورنيوچارو وزير ؤ. نو خپل ملګري ئې د پيپلز پارټۍ جولۍ ته ور وغورځول. عبدالولي خان به ورپورې ټوقه کوله چې د جمهوريت جنازه ئې پۀ خپله وويسته. د نېپ جمعيت نه پس خو دحکومت جوړولو حق د قيوم ليګ جوړېدو خو پيپلز پارټي پۀ دوه نيم ممبرانو د صوبې حکمرانه شوه.

دوه نيم ځکه چې پۀ صوبائي الېکشن کښې دحيات محمدخان شېرپاؤ کاميابي نېشنل عوامي پارتۍ يقيني کړې وه. پۀ دغه نشست د حيات خان شېرپاؤ سره مقابله کښې پۀ خان عبدالقيوم خان او د نېپ لالا ايوب ولاړ ؤ. نېشنل عوامي پارټۍ خپل سياسي حريف قيوم خان د صوبې د سياست نه اخوا کول غوښتل. نو د نېپ کلک او وفادار ملګرے لالا ايوب دحيات خان شېرپاؤ پۀ حق کښې د مقابلې نه دستبردار شو اودغسې حيات خان شېرپاؤ وګټله. قيوم خان به وئيل چې شېرپاؤ خو چيټاکے هم نۀ دے خو د “نېپ”پۀ وجه ئې ګټلې وه نو ځکه به ولي خان د پيپلز پارټۍ درې ممبرانو ته دوه نيم وئيل.

او دعبدالقيوم خان ددې سياسي چالبازۍ پۀ بابله چې د خپل مرکز مضبوطولو د پاره ئې لس صوبائي منتخب ممبران بې نوا پرېښودل وئيل:

اخون لۀ خو دې پۍ وي کۀ

د خرې وي کۀ د سپۍ وي

او ښاغلي بهټو صاحب چې د “سياسي اعتماد” جرګه وګټله نو ولي خان به ورپورې د يوکاکا خېل ميا دا نقل کوو.

شۀ دې پېژنم، نۀ باز يې نۀ باشۀ

خو “دغه” کلي کښې اوسې غوشه خوره

دا هم ولولئ

تشدد او عدم تشدد – ليکنه: خضر حيات خان – ژباړه: م.ر شفق

د هندوستان د ازادۍ د پاره دوه قسمه تحريکونه را پورته شوي وو. يو د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *