ناول پښتو ادب ته د انګريزي ادب نه نېغ پۀ نېغه د قاضي عبدالرحمان د جان بنيان دناول “دي پېلګرېم پراګرېس” دترجمي “سيرالساليکين” سره راغلو. دغه ترجمه قاضي عبدالرحمان چې پۀ دغه زمانه پۀ بنو کښې مېشتۀ ؤ او د افغانستان نه پۀ کډه راغلے ؤ، فرنګيانو ورته دقاضي عهده ورکړې وه اود پاري لي مهر پۀ خوښه ئې دغه ترجمه پۀ کال ۱۸۷۷ کښې کړې وه اوهم پۀ دغه کال پۀ سرينګر کښې چاپ شوه . او دا رنګه دغه پښتو ادب ته د ناول راتګ دے . ولې لۀ بده مرغه ارادي يا غېر ارادي پۀ دې ناول ډېرو ليکوالو سترګې پټې کړې وې او د اردو ناول “مراةالعروس” او”توبةالنصوح” ترجمې چې پۀ اصل کښې پۀ دوېم او درېم نمبر راځي ئې وړومبۍ ګرځولې، ولې پۀ ډېر کوشش دغه ناول ماته رامعلوم شو اوما پرې د “دوه مياشتنۍ پاڅون” او”دري مياشتينۍ ليکنې” د پاره مقالې ليکلې وې . لنډ بحث مې پرې کړے ؤ . ولې دلته زمونږ موضوع ښځې ناول نګارې دي . نو ځان به دغې ته محدود وساتو.
دنولسمې صدۍ انګلستان او دور ته ويکټورئين دور يا زمانه وئيلے شي . پۀ يورپ کښې ښځو ته هغه مقام اوحېثيت نۀ ؤ حاصل کوم چې اوس دے. ښځه به پۀ نولسمه صدۍ او د دې نه اګاهو وختونو کښې دکور د څيزونو او شيانو پۀ شان يو شے ګڼلے شو. دوي ته د علم حاصلول اوليکل کول منع وو. پۀ هغه زمانه د ژوند فضا دوه برخې ګڼلې شوه. يوه د کور اوبله د اولس يعنې دکوره بهر عوامي اواولسي ژوند. دښځي نه دا توقع کېدې شوه چې د کور کارونه دې کوي، بچي دې راوړي، دخاوند خدمت دې کوي . داهم ګڼلې شوه چې دښځې بدني ساخت کمزورے دے نو دې ته د هغه کارونو نه ځان ژغورل پکار دي کوم چې سړي کوي . پۀ خلقو کښې دا مشهوره وه چې کله ښځه د نارينؤکارونه شروع کړي نو د دوي پۀ بدن کښې داسې بدلونونه راشي کوم چې دوي د بچو پېداکولو جوګه نۀ پرېږدي .
پۀ دغه زمانه چې د ښځو لپاره پۀ خصوص کوم ادب تخليق کېدلو هغه دښځو د تربيت لپاره ؤ چې يوه ښۀ هوښياره ښځه داسې وروزلې شي چې د کور ښۀ خدمت وکړي، د بچو ښۀ روزنه وکړي او د خاوند تابعدارۍ ته ژوند وقف کړي . دغه ليکونو يا ادب ته “کورنے ادب” يا کورنے فکشن” وئيلے شول . پۀ انګريزي کښې ورته “Domestic fiction” وائي.
“کورنے ادب” هغه ادب ته وائي چې د مېرمنواو د پېغلو لپاره ليکلے وي چې يوه ښۀ غوره او باکرداره ښځه ترېنه جوړه شي .
د دغه زمانې ټول ادب ته چې مونږ ګورو نو هم دغه د ښځو د تربيت او روزنې لپاره ليک دے . دې ته “ناصحانه” ، “تعليمي” يا د “روزنې” ادب هم وئيلے شي چې يوقسم د ښو اخلاقو تعليم پکښې ورکولے شي. پۀ انګريزي کښې ورته “Didactic” ادب هم وئيلے شي . د اردو اولني ناولونه چې مولوي نذير احمد ليکلي دي هم داسې ناصحانه ناولونه دي چې دښځو پۀ تعليم او تربيت پکښې زور راوړلے شوے دے . او ډېر ليکوال ئې دانګريزي ناولونو نه ماخوذ اوترجمې بولي . مولوي نذير احمد چې څومره ناولونه ليکلي دي نو اکثر ئې د دغه تاثر لاندې ليکلي دي .
کله چې پۀ يورپ کښې تعليم عام شو نو هلته هم پۀ پنځلسمه،شپاړسمه،او اولسمه صدۍ کښې ښځو ته د هېڅ قسمه حقوق نۀ وو حاصل . خو بيا هم د تعليم د رڼا خورېدلو سره هلته ورو ورو دوي هم د تعليم جوګه وګڼلې شوې. دوي ته به د څۀ قسمه ادبي ليک کولو اجازت نۀ ؤ ولې د وخت سره ئې دغه حاصل کړو. کله چې د ناول صنف وده وموندله نو ښځو هم پۀ دې مېدان کښې طبع ازمائي شوروکړه . پۀ اوولسمه صدۍ کښې ديورپ ښځو ناول ليکل پېل کړل او دا وخت خو پۀ زرګونو اولکونو ښځې ناولونه ليکي. دلته اوس ديورپ داولني دور دناول نګارو پۀ حقله لږ معلومات وړاندې کوم .
1. پۀ يورپ کښې هغه مېرمن چې پۀ وړومبي ځل ئې ناول ليکلے ؤ مېرمن افرا بن وه . چې د کال ۱۶۸۹ پورې ژوندۍ وه . ددې د ژوند د وړومبو ورځو پۀ حقله معلومات نۀ دي ترلاسه شوي اوپۀ تيارو کښې پټ دي . خو وئيلے شي چې دا افريقې ته هم تلې وه او چې بېرته راغله او کونډه شوه نود غربت دلاسه ئې ژوند ګران شو او د ډېرو قرضونو لۀ کبله جېل ته هم لاړه. کله چې د جېل نه راخلاصه شوه نو د امروزه ژوند د ضرورتونو پوره کولو لپاره ئې ليکل شورع کړل او يو ناول “وورو نوکو” يا “شاهي غلام” لپاره ډېره مشهوره شوه . دې د نورو ليکونو سره سره څوارلس ناولونه ليکلي ووچې پۀ ژوندانۀ ئې شپږ ناولونه چاپ شوي اوخوارۀ شوي وو.
2. مېرمن فيني برني دوېمه ناولنګاره وه چې ناولولنه ئې ليکلي وو. دا د کال ۱۷۵۲ نه تر ۱۸۴۰ پورې ژوندۍ وه . د دې پلار د خپل وخت دموسيقۍ نوموړے ؤ. دې پۀ پېغلتوب کښې ليکل شورو کړل چې دپلار اومېرنۍ مور د مخالفت لۀ کبله ئې پرېښول . ولې زړۀ ئې صبر نۀ شواو دې بيا ليکل شورو کړل او پۀ کال ۱۷۷۸ کښې ئې وړومبے ناول “ايويلينا” خور کړو د کوم له کبله چې ورته پلار د ليکلو اجازت ورکړو. دې پۀ خپله خوښه ليکل زده کړي وو او د هغه زمانې د نوموړي ليکوال ډاکټر سميول جانسن مرسته ورته هم حاصله شوه . دې ته پۀ شاهي کورټ او انګلش ادبي ټولنه کښې ځاے هم ترلاسه شوے شو. د دې ليکوالې درې ناولونه ډير شهرت لري.۱.ايويلينا،۲.سيسيليا،۳. کاميلا . داناول پۀ شپږ ټوکه کښې په کال ۱۷۹۶ کښې خور شوے ؤ .
3. سارا سکاټ (۱۷۲۳-۱۷۹۵) دې مېرمن د يو تعليم يافته کورنۍ سره تعلق لرلو . پۀ ناخوښه يو سړي ته وادۀ شوه، ژوند ئي سوکاله نۀ ؤ نو بيا خپلې کورنۍ ترېنه ازاده کړه . دا د يوټوپيائي فکر څښتنه وه . پۀ ناولونو کښې ئې دغه فکر جوت دے.
پۀ يورپ او امريکه کښې ډيرې ليکوالې پېدا شوې چې ليکونه ئې کول ا و ډېرې لويې نامې ئې پېدا کړلې. ما د وړومبي دور دا درې نامې ذکر کړې چې اولنۍ ناول نګارې وي . اوس خو پۀ زرګونو زنانه دي چې ليکل کوي اوناولونه پۀ خصوصې ډول ليکي .
د اردو ژبې وړومبۍ ناول نګارې:
غوره به وي چې دلته داردو ژبې وړومبۍ ناولنګاره ولټوو . د اردو ژبې يوه محققه اوڅېړنکاره نيلم فرزانه پۀ خپل کتاب ” اردو ادب کے اهم خواتين ناول نګار” کښې پۀ مخ ۱۷ ليکي چې:
” ډاکټر شائسته سهروردي پۀ خپل کتاب Critical study of Urdu Novel کښې ليکي چې محمدي بېګم د اردو ژبې وړومبۍ ناول نګاره ده”
دلته به ستاسو د دلچسپۍ لپاره هم ووايم چې محمدي بېګم د ښځو د تربيت او اصلاح لپاره پۀ اردو کښې اووۀ ورځنۍ “تهذيب نسوا” رساله پۀ کال ۱۸۹۸ کښې جاري کړې وه .
دلته يوه بله خبره هم د ذکر وړ ده او هغه دا چې نيلم فرزانه د ډاکټر سيد ظفر اقبال د تحقيق “بهار مين اردو نثر کا ارتقاء” پۀ حواله ليکي چې:
“رشيد النساء وړومبۍ ښځه ده چې پۀ اردو کښې ئې وړومبے ناول وليکلو. د دې ناول نامه “اصلاح النساء” وه او پۀ کال ۱۸۸۱ کښې خور شو. دوي وړاندې ليکي چي د دې کتاب پۀ ديباچه کښې ۱۲ جون ۱۸۹۴ درج دے”.
نيلم فرزانه هم د خپل کتاب پۀ دغه مخ وړانډې ليکي چې د دې نه وروستو د مسز مولوي سراج الدين ناول “ناول دکن” دسرخط لاندې پۀ رساله “خاتون” کښې پۀ کال ۱۹۰۵ کښې پۀ قسطونو کښې خور شو.
دا مېرمن ليکي چې د دې نه وروستو خو بيا ډېرې نامې مخې ته راځي او ډېرې ناول نګارې پېدا شوې. لکه اکبري بېګم،نذر سجاد،عباسي بېګم، عصمت چغتائي اوداسې نورې ډېرې نوموړې ليکوالې.
پۀ يورپي ژبو کښي دا وخت د ښځو ناولنګارو شمار د حساب نه بهر دے اوهم داسې پۀ اردو ژبه کښې ډېر زيات ناولونه تخليق کېږي . ولې پښتو ژبې ته د ناول د راتګ د سلو کالو نه زيات وشول، اول خو پۀ پښتو کښې ناولونه ډېر کم ليکلے شوي دي او بيا د ښځو ناولنګارو شمار خو اوس هم لسو ته نۀ رسي. دا وخت پۀ پښتو ژبه کښې دا ناولنګارې معلومې دي .
پښتنې ناولنګارې مېرمنې او د هغوي ناولونه
شمار | ناول نګاره ميرمن | دناول شماره | دناول نامه | کال | خورونکي |
۱ | تاج خټک | ۱ | پېټے | ۱۹۷۵ | يونيورسټي بک ايجنسي پيښور |
۲ | کبرامظهري ملورو | ۱ | سپوږمئ | ۱۹۷۷ | دهيواد ورځ پاڼې خورونه |
۳ | صفيه حليم | ۱ | ځبېښاک | ۲۰۰۲ | ليکواله پخپله |
۲ | دنيا | ۲۰۰۵ | سماخپرندويه اداره ننګرهار | ||
۳ | سواستو | ۲۰۱۲ | مومند خپردويه ټولنه | ||
۴ | ډاکټر سلمیٰ شاهين | ۱ | کۀ رڼا شوه | ۲۰۱۰ | ليکواله پخپله |
۵ | سيده حسينه ګل | ۱ | ملکه | ۲۰۱۱ | وارث خان ناياب |
۲ | وختونه | ۲۰۱۵ | دافغانستان ملي تحريک | ||
۶ | عارفه عمر لور بشير | ۱ | ماته سيپۍ | ۲۰۰۴ | ليکواله پخپله |
۲ | دوادۀ پر سبا | ۲۰۱۰ | سپين غر کلتوري يون | ||
۳ | ستومانه تېښته | —- | —— | ||
۴ | شامتوره | ۲۰۱۷ | دانش خپرندويه ټولنه کابل | ||
۷ | رقيه سلطاني | ۱ | يتيمه | ۲۰۱۴ | مومند خپرندويه ټولنه |
۸ | رفعت پروين | ۱ | تته ډيوه | ۲۰۰۰ | پښتو ادبي سوسائټې اسلام اباد |
۹ | وږمه سبا عامر | ۱ | بنګړي واله | ۲۰۰۶ | دانش خپرندويه ټولنه پيښور |
۲ | جنت کوټ | ۲۰۱۰ | ليکواله پخپله | ||
۳ | جنجال | ۲۰۱۳ | مومند خپرندويه ټولنه | ||
۴ | طالب جان | ۲۰۱۴ | مومند خپرندويه ټولنه ننګرهار | ||
۵ | دمينې قيصه | — | —- | ||
۱۰ | هما ظفر احمد زۍ | ۱ | ماڼو ګله | ۲۰۱۳ | اورنګزيب ظفر احمد زے |
۱۱ | فرشته سيدي | ۱ | دهديرې ناوې | ۲۰۰۹ | ليکواله په خپله |
د دغه يوولسو ليکوالو مېرمنو نه علاوه کۀ نورې ناولنګارې وي نو تر ما ئې څۀ خبر نۀ دے رارسېدلے اونۀ ئې ناولونه ماته معلوم دي .
بغاوت يا بدلون
د وخت او زمانې تېرېدلو سره سره د ښځو پۀ فکر کښې بدلون راغلو او هغوي کښې شعور پيدا شو. ښځو ليکوالو دا وښودل چې هغوي د سړونه کمې نۀ دي . او د جسماني ساخت تميز پۀ صلاحيت کښې د تفاوت سوب نۀ شي کېدلے لکه څنګه چي په نولسمه صدۍ يا ويکټورين دور کښې دا تصور ؤ چې ښځې د نارينه نه پۀ صلاحيتونو کښې کمترې دي او وجه هم هغه چې سړے طاقتوردے پۀ بدني او ذهني لحاظ سره (رينډل ۱۹۸۵) . يو ليکوال جان سټوارټ مل وئيلي وو چې په دوي کښي د نوي اختراع صلاحيت مفقود وي نو ځکه به دوي (ښځې) تل نقل کوي اوڅۀ نوې نۀ شي اختراع کولے. (شلواټر۱۹۷۷).(ټينا سيف ۲۰۱۵).
پۀ دغه دور کښې ډېرو ښځو ليکوالو دغه فکر ته چېلنج ورکړو. لکه چې وئيلے شول چې د ښځو ځانله حلقه يا دنيا ده چې دسړو نه مختلفه ده او ترکوره محدوده ده . لکه چې يوه ليکواله باربار لي سميت بوديکن(۱۸۵۷) پۀ خپل ليک “ښځې اوکار” کښې وليکل چې:
” هراړخ ته نعرې دي چې ښځې بې اطمينانه (غېر مطمئن) دي، پۀ کار کښې سستې دي،کار پرې ډېر دے، بس يو الله خبر دے چې د هر انسان ځانله دنيا ده”.
ددې نه پۀ هغه زمانه د ښځو مسئلې ښکاره کېږي . دا وئيلے شول چې ښځو ته هغه کارونه کول نۀ دي پکار کوم چې سړي کوي او پۀ دې کښې دکتاب لوستل هم شامل وو. پۀ دغه زمانه به ښځو ته د څۀ خاصو کتابونو لوستلو اجازت ؤ. او هغه کتابونه چې د نارينه لپاره وو دوي ته د لوستلو اجازت نۀ ؤ.
نولسمې صدۍ ته دښځو ناولنګارو زمانه هم وئيلے شي ځکه چې پۀ دغه زمانه ډېرې نوموړې ناولنګارې پېدا شوي لکه جين اسټين،جارج ايليټ،الزبت بيريټ براونينګ،الزبت ګيسکل، ميري شيلي اوبرانټے خوېندې . دا يوڅو نومونه دنمونې پۀ ډول راوړل شول چې پۀ دغه زمانه ئې د روايت نه بغاوت وکړو . دوي ته مخې ته ډېر خنډان راغلل ولې دوي د هر څۀ مقابله وکړه .
برانټے خوېندو، الزبت ګيسکل پۀ ډاګه د هغه وخت د رواياتو (کړنلارو) مخالفت وکړو. دوي د خپلو هيروئينانو پۀ کردار کښې دنيا ته وښودله چې زنانه يا ښځې جذبات هم لري اوطاقتورې هم دي . دوي دا هم ووئيل چې ښځې پۀ کورنۍ حلقه يا سپئير کښې مقيد کړے شوي دي کۀ چرې دوي ته موقع ورکړې شي نو دوي پۀ اولسي کارونو او خدمتونو کښې هم لويه ونډه اچولې شي. او هم داسې دې زنانه ليکوالو هغه قيود او شرطونه چېلنج کړل چې کله پۀ خپله پۀ اولسې دائره کښې پۀ خپله داخلې شولې .
يوه بله خبره دا وه چې ډېرو زنانه ليکوالو د دغه محدود سوچ لۀ کبله پۀ فرضي نومونو هم ناولونه وليکل لکه جارج ايليټ اوبرانټے خوېندو چې کړي وو. اين برانټے د “ايکټن بل” د فرضي نوم سره خپل کتاب خور کړےؤ .ايملي برانټے خپل ناول “وودرنګ هائيټس” د”ايليس بل” د فرضي نوم سره خور کړے ؤ . دې مېرمنو ځکه د سړو د فرضي نامو سره خپل ناولونه شائع کړي وو چې د هغه وخت د ټولنې قدغنونه ئې د لارې خڼډان وو. يوه بله وجه دا وه چې خلقو ته پته نۀ وي نو د سړو د ليکلو ناولونو اوکتابونو سره به يو شان خوارۀ شي او مقابله به وکړي.
دلته ددې ليکلو مقصد هغه خبره پۀ ډاګه کول وو چې ښځو ليکوالو ته پۀ يورپي معاشره کښې پېښه وه او پۀ نولسمه صدۍ کښې هم . پۀ يورپي ملکونو کښې د ناول د ترقۍ سره ډېر انقلابونه راغلي دي .
پۀ يووخت خو د ښځو ليکونه دومره مشهور او مقبول شول چې بيا سړو ليکوالو هم د ښځو پۀ فرضي نامو ناولونه ليکل چې داسې ئې ناولونه پۀ مارکيټ کښې مقابله وکړي .
د پښتو ژبې وړومبۍ ناول نګاره:
پۀ پښتو ژبه کښې وړومبے ناول د تاج خټک ليکلے ناول “ُېټے”دے . چې په کال ۱۹۷۵-۷۶ کښي چاپ شوے اوخور شوے دے. تاج ختک خپل ټول ليکونه هم پۀ دغه نامه کړي دي . پۀ کال ۲۰۱۱ کښې ددې نوموړې خور د شعرونو مجموعه د”سوز” پۀ نامه چاپ شوه . لوستونکي اندازه کولې شي چې دکال ۱۹۵۷-۷۶ او ۲۰۱۱ ترمينځه لويه موده او فاصله ده . دا نوموړې د يوې درنې مذهبې او سياسي کورنۍ سره تعلق لري . د دوۍ ناول هم دپښتنو ښځو پۀ مسئلو ليک دے چې کۀ پۀ وسيع نظر ورته وګورو نو د دوي مفکوره او برانټے خوېندو مفکوره يو شان دي . صرف پۀ څرګندونه کښې ئې فرق دے چې زيات سوب ئې ټولنيز جوړخت دے. لکه څنګه چې دنولسمې صدۍ پۀ يورپ کښې پۀ ښځو قدغنونه وو نو د دې سيمې حالات ترېنه مختلف نۀ دي. هم هغه فکر چې د ښځو پۀ حقله درې سوه کاله اګاهو پۀ يورپ کښې ؤ پۀ يويشتمه صدۍ کښې د پښتنو پۀ سيمه هم دے .
دتاج خټک نه وروستو يو بل ناول د”سپوږمۍ” پۀ نامه په کابل کښې پۀ کال ۱۹۷۷ کښي کبرا مظهري ملورو چاپ کړو. د هغې نه وروستو تر دې دمه د ليکوالو نامې تاسو اګاهو لوستلې دي .
اوس خو خوئېندو ته ډېره ازادي ده او ښې ليکوالې رامينځ ته شوي او شعري مجموعې اوافسانې ليکي اوخوروي. تمه کولے شو چې ناول ته به هم ښۀ توجو ورکړي او پۀ دې ميدان کښې به خپل صلاحيتونه ښکاره کړي .
پۀ دې مقاله کښې د دې مقالو اوکتابونو نه اسفاده شوې ده:
۱. رشيد احمد “دپښتو ناول پۀ وده کښې د مېرمنو برخه”، پښتو اکيډېمي کوټه.
1. Tina Sif Sindradottir, Ninteenth CenturyWomen writer and The Challenge of Gender Roles, Univesity Of Iceland School of Humanities Department of English, 2015.
2. Nancy Armstrong,Desire and Domestic Fiction,Apolitical History of novel, Oxford University press New Yark ,1987.
3. Theories of the Novel An Overview,
4. Effects of Domestic Fiction. (Available online).
5. Wendy Griswold,American Character and American Novel: An expansion of reflection Theory in the Sociology of Litrature.AJS volume 86 Number 4. 2013.
6. Virginia Woolf, Women and Fiction,the forum,March1929. (Available online).
7. Lucien Goldmann,Towards a Sociology of the Novel. (Available online).
8. Women Writers ,17th, 18th and 19th century ( available online).
9. Megian Gates Goodyer, literary Theory,The novel and Science Media, Thesis, Montana State University Bozman,Montana,2008.
10. Franco Moretti, The Novel: History And Theory, New left Jreview 52 July Aug 2008,page 111-124.
11. Irene Visser,Heidi Van denHeuvel-Disler,Family Fiction,The family in contemporary Postcolonial LItratures in English,August 2005, CDS Research Report No 23.
12. Gillen Beer ,The English Novel In History 1950 -1995,Steven Oconner London and new Yark,1996.