کلتور، د کلتور ارزښت، موسيقي – انور نګار

کلتور يو داسې تورے دے، چې پۀ خپله غېږه کښې ئې يوه نړۍ رانغاړلې ده. هغه کۀ کار روزګار دے کۀ غم ښادي ده. جامې پېزار دي کۀ چم ګاونډ.‌ لوښي لرګي دي کۀ څڼه سترګه، غرض دا چې کلتور د ژوند د هر اړخ نه راتاؤ دې. پۀ کلتور د سر خلاصېدو نه د پرته د کلتور او د کلتور سره تړلي توري تعریفوؤ، چې پۀ دې اړه سپيناوے اسان شي.

۱. تمدن:

تمدن د دې پوړۍ وړومبے پاټکے دے۔ د عربۍ ژبې ټکے دے او پۀ بنيادي توګه د ابادۍ او ښاريت پۀ معنا کښې راځي، لکه د عربو مدینه، چې معنا ئې ده ښار. لارې، کوڅې، کورونه، شيان ،غرض دا چې هر قسمه ابادي او هغه شيان چې پۀ ژوند کښې اساني راولي، د تمدن پۀ زمره کښې راځي. پخوا انسانانو ته چې د يخنۍ ګرمۍ نه د بچ کېدو لپاره ضرورت شو نو هغوي غارونه جوړ کړل. د خپلې دفاع او ښکار لپاره ئې وړومبے د کاڼو نه چاکوان او بیا غشي او ليندې جوړې کړې. د څرمنو نه جامې، پېزار، مشکونه او د لرګي نه بلها د روزمره شيان لکه کټونه، لوخي‌ او داسې د تفريح او ساعت تېري پۀ غرض د موسيقۍ الات ستار، رباب، شپېلۍ وغېره جوړ کړے شو. د اثار قدیمه د ماهرينو د څېړنو تر مخه انسانانو پۀ غارونو کښې هم د موسيقۍ شوق پاللے دے۔ هم دا تمدن پۀ وړاندې ځي او ژوند کښې ورځ پۀ ورځ اسانتياوې راوستلې شي. د غارونو ځاے بنګلو ونيولو، د سورلۍ لپاره موټرونه او هوايي جهازونه پکارولے شي او داسې ورپسې نور.

۲. کلتور (ثقافت، کلچر):

کلتور پۀ يوه مخصوصه جغرافيه کښې د هغه ځاے د اوسېدونکو ناستې پاستې، مړي ژوندي، ژوند ژواک، ژبې يعنې د ژوند کولو ټول پۀ ټوله انداز ته وائي. کۀ وهمونه دي، کۀ علاجونه، لوبې دي او کۀ سازمانونه ،سندرې دي او کۀ اتڼ ګډا، د ستونزو د حل لارې چارې دي او کۀ مينې پالل دي، دا ټول د کلتور د دائرې نه بهر نۀ دي.

۳. تهذيب:

تهذيب هم د عربۍ ژبې تورے دے چې ماخذ ئې هذب دے. خپله معنا ئې د خراش تراش ده. مطلب دا چې تهذيب به پۀ تمدن او کلتور کښې ښکلا او اساني راولي او بدرنګي به ئې د مېنځه وړي. لکه د مثال پۀ توګه پښتنه ټولنه کښې د علم د رڼا د څرک سره د سورې ناوړه رسم د زوال سره مخ شو. هم دا رنګه د ټوپک ځاے قلم نيسي. کسب ګر د دې ټولنې خېر خوا او محسن وګڼلے شو او داسې تهذيبي سفر لا دوام دار دے.

د کلتور د رغوڼې پۀ اړه به دومره ووايو چې پۀ نړۍ کښې پۀ زرګونو قامونه ژوند کوي. هم دا رنګه د ځمکې پۀ سر موسمونه هم خپلو کښې ډېر تفاوت لري. لکه د مثال پۀ توګه پۀ خليج کښې د تودوخې درجه تر شپېتۀ سنټي ګرېډه او يا د دې نه هم زياتېږي. پۀ روس او ‌داسې پۀ قطبېن کښې بس واوره واوره ده. اوس نو لازمه ده چې د کوېت خلک به نرۍ جامې اغوندي، سېوري به جوړوي او ځان له به د اے۔ سي غم کوي يعنې د تودوخې پۀ حساب به ځان ته اسانتياوې برابروي. د روس خلک به ځان له د ګرمو جامو، بوټانو او اور غم خوري. اوس دا چرته هم ممکن نۀ ده چې د جنوب د واورو خلک دې د خليج د اوسېدونکو پۀ شان ژوند اختيار کړي. بله دا چې د جغرافيه، موسم د روزګار سره هم د نوک او ورۍ رشته ده. پۀ کراچۍ او ګوادر ‌کښې به د مهيانو روزګار کېږي، نو د بلوچستان پۀ دشتو کښې به ګډې بيزې ساتل وي. کۀ پنجاب کښې کرکیله مناسب ده نو پۀ سوات کښې د باغونو خصمانه. هم دا ضرورتونه دي چې د قامونو د ژوند رغوڼه ئې کړې ده. او بیا چې څوک پۀ يوه مخصوصه جغرافيه کښې د زرګونو کالو نه مېشته وي، نو‌ د ژوند کړۀ وړۀ خو خامخا، نفسيات ئې هم پۀ دغه خاوره اغږلي وي. مطلب دا چې د خپل کلتور نه ورله وتل داسې وي، لکه مهے چې د اوبو نه بهر کوې.

د کلتور ارزښت د دې نه هم ښکاره کېږي چې يو ا لهامي دين هم د کوم کلتور د نړولو تعليمات نۀ دي ورکړي بلکې د ځان سره ئې د تهذيبي بدلون يو پۀ زړه پورې پروګرام راوړے‌ وي چې پۀ دا ډول انسان د انسانيت معراج ته ورسوي. او بيا پۀ تېره تېره د د اسلام دين چې د ټولې نړۍ لپاره او تر قيامته دے، دا ځانګړتيا لا جوته ده چې پۀ هر کلتور کښې‌ د جذب کېدلو او جذب کولو توان لري. ځکه خو اسلام پۀ ټوله نړۍ خور دے۔ د افريقا پۀ کلتور کښې هم ځاے شوې او پۀ اېشيا کښې هم. کۀ یورپ کښې اذان کېږي نو امريکا ته هم رسېدلے دے۔ پۀ اسټراليا کښې ژوندے دے نو پۀ سوېل کښې ئې هم منارې جګې دي.

اوس راځو د انسانه يوې اهمې فطري تقاضې يعنې د جذبو تسکين ته. نو کۀ يوناني فلسفيانو انسان يو ټولنیز ځناور ياد کړے ؤ نو د صنعتي انقلاب پۀ ترڅ‌ کښې د وړومبي یورپ او بيا نورو ليکوالانو انسان ته جذباتي ځناور ووئيلو. او پکار هم وه ځکه چې انسان تش د غوښې او هډوکي نه جوړ کالبوت نۀ دے بلکې د وجود دننه‌ ئې د جذباتو سمندرې بهېږي. څنګه چې وړاندې ذکر وشو، چې کلتور د ژوند د هر اړخ نه راتاؤ دے نو پۀ دغه تناظر کښې د وګړو د جذباتو او احساساتو د تسکين لپاره هم پوره سامان لري. دغه سامان زېږول د فطرت غوښتنه هم ده او د ژوند اظهار هم.

پښتون قام چې د دريا امو او اباسين پۀ مېنځ کښې د زرګونو کالو راهسې ژوند کوي، د يو بل سره نزدې جغرافيايي اړيکې، اقتصادي ضرورتونه او شريک تاريخ لري، نو هم د دې پۀ نتيجه کښې ئې يو ځانګړے کلتور تراشلے شوے دے۔ زمونږ پۀ پښتني کلتور کښې د جذبو د اظهار او تسکين، پوره او پۀ ځاے پروګرام شتون لري. لکه څنګ چې مونږ اورو، لولو چې پښتانۀ پۀ دې خاوره کښې د يوې او بلې وجې نه کوچېدلي راکوچېدلي دي او ډېری سختې ئې ګاللي دي خو پۀ يو وخت کښې هم د کلتور نه شوکېدلي نۀ دي. او بيا پۀ تېره تېره څنګه چې بره ذکر وشو، د غارونو د ژوند نه د پښتنو د فنون لطيفه سره مينه ښکاره ده، او دا اړينه هم ده، هغه ځکه چې کۀ دا نۀ وي، نو بيا به خلا وي او دغه خلا به غېر اخلاقي مواد ډکوي. لکه نن ‌چې هر مولا ، مشر دا چغې وهي او وائي چې کشران رانه بې لارې شو، موبایلونو غرق کړل، د لوېديځ د ثقافت ناتار دے وغېره وغېره. اوس نو چې خالق کائنات د انسان د ټولو فطري جذبو د تسکين لکه شهوت لپاره د نکاح، د قوت عصبيه لپاره جهاد، او داسې د نورو‌ هم‌ د تحلیل د اجازت ورکولو سره د ترسره کولو تابيا هم کړې ده، نو د تفريح جذبې له دې ولې ساه خفه کړے شي؟ ځکه چې د جذبو مثال لکه د اوبو وي، غلې وي خو لار به خامخا ورکوې، ګنې بيا دېوالونه غورځوي او ځان ته لار پېدا کوي. کلتوري سابندي (Cultural Suffocation )يو داسې ناسور دے چې بلها نفسياتي او ټولنېزې ستونزې زېږوي، بايد چې مونږ د کلتور او اخلاقياتو پۀ چوکاټ کښې دننه خپلې حجرې د ټنګ ټکور پۀ محفلونو راجوړلو سره تودې وساتو او ورسره دې د هنرمندانو د ډاډګيرنې يوه موقع هم د لاسه ور نۀ کړو. ځکه چې مونږ ژوندي او پۀ ژوند مئين قام يو او سندره د ژوند يو زړۀ راښکونکے اظهار دے.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …