پښتانۀ قدرونه او د حمزه بابا غزل – پروفېسر اباسین ایسپزے

[د استاد اباسین ایسپزي د تحقیقي مقالې دې برخې نه د لیکنې

د اوږدوالي تر مخه حوالې او حاشیې لرې کړې شوې.]

د هر قام يو ثقافت وي. دغه رنګ د پښتون قام هم يو ثقافت دے، قدرونه دي روايات دي چې د پښتونولۍ پۀ نامه بللے شي او د دې رواياتو لوے خاصيت دا دے چې پۀ زرګونو کاله تېرېدو باوجود دې خپل وجود او روح برقرار ساتلے دے او تر ننه چرته پۀ پوره او چرته پۀ نيمګړي شکل کښې زمونږ سره دغه قدرونه موجود دي. بله دا خبره هم زۀ ښۀ داډه کول غواړم چې نوې دنيا زمونږ د دغه قدرونو نه د ژوند ژواک ډېر چلونه هنرونه زده کړي او خپل کړ ي دي. د پښتونولۍ د ژوند ژواک يوه ننداره ګورو. پۀ بنيادي توګه پښتونولي پۀ درېو برخو يا مرحلو يا توکو کښې وېشو.

“(ا) خوئ خصلت (پښتانۀ خويونه)

(ب) دود دستور (پښتانۀ دودونه)

(ج) لارې چارې (پښتون قانون)”

د دې پۀ اصل روح پوهېدلو نه پس مونږ د حمزه صېب د شعر دننه دغه توکي يو پۀ يو هم سنجولے شو او پۀ مجموعي توګه هم. پۀ داسې ثقافتي او تهذيبي ماحول کښې د ژوند شپې ورځې سبا کوونکے حمزه پۀ يقيني توګه، ځانګړے فکر او د قوميت يو بشپړ رنګ روغن لري. پۀ راتلونکو پاڼو کښې د حمزه صېب پۀ شاعرۍ کښې د دغې رنګ او توکو استعمال، تاثير او کشيد ګورو:

ننګ او غېرت:

پۀ خپل ځان، مال، کور، مذهب، وطن او عن تر دې چې پۀ خپل ساتلي ځناور هم ننګ کول د غېرت خبره ګنلے شي. دا ټول پۀ ناموس کښې راځي او بې ننګه بې غېرته سړي ته ډېر سپک کتلے شي.

ننګ د خپل عزت د خپل ناموس ساتل، د خپل عزت بدل اخستل او خپله پښتنه شمله هسکه ساتل وي. ننګيالے/ننګيالۍ هغه سړي/ ښځې ته وئيلے شي چې پۀ خپل ناموس سر قربانوي.

عشقه دا تۀ يې چې رقيب مې سلامت ګرځي 

ګنې کېدے شي چې پښتون چرې بدل پرېښودو؟ 

بدل ورګرځول او بدل اخستل د ننګياليتوب يوه نخښه ده. ننګيالے پښتون د خپلې پښتو پۀ لمن هېڅ داغ نۀ پرېږدي.

حسنه تۀ خودبين يې زۀ پښتون يمه 

ما نۀ ده ښودلې ګدا سترګو ته 

د پښتون ژوند تل د پښتو قائم دائم ساتلو د پاره وي اوچرې هم د پښتو پۀ ضد کار ته غاړه نۀ ږدي.

لوړ ژور لا پښتني همت ته څۀ دي 

د سيندونو غوندې لار پېدا کوه 

 

پښتون هم د ژوند يؤ فطري او کوټلے نظام لري څنګه چې د سيند دا فطرت دے چې د هغې تېزې اوبۀ مخ پۀ وړاندې ځي او پۀ هر حال يو نه يو اړخ ته لاره وباسي، دغسې د ننګيالي پښتون پۀ کتاب کښې سخته، تکليف ناکامي هډو شته نه. د پښتونولۍ تقاضه دا ده چې پۀ هر ډول خپل مرام ته ځان رسوه.

حمزه صېب دلته د بې پته او بې ننګه بنيادم انجام پۀ ګوته کوي. کله چې يو ځل د دۀ نه داسې حرکت وشي داسې قدم پورته شي چې هغه د پښتونولۍ د شان و شوکت مناسب نۀ وي نو بيا ورته داسې پېغور کوي:

اوس دې شمله راته ښکاره شي د غېرت رېبځه 

پښتونه ننګ چې درنه پاتې شو پګړۍ مۀ وهه 

ستم دې خېر خو پښتني جذبه مې مۀ لمسوه 

لار د وفا مې پۀ شوکمارو بې پتۍ مه وهه 

دلته يو ناممکن کار لوري ته اشاره کوي چې د پښتون نه کله بې ننګه بې پته کار وشي نو هغه له بيا خوب چرته ورځي خو چې کله د عشق د عالمګيرې او بې قابو جذبې سره مخ شي نو بې ننګي کوي خو ورته ډېره عجيبه او نا ممکنه غوندې ښکاري.

عشقه زۀ دې څۀ د رسوايۍ نه بې پرواه کړم 

ګوره عجيبه چې پښتانۀ پۀ تور کښې خوب وکړو 

پښتون چرې هم د احساسِ کمترۍ ښکار کيږي نه او چې کله هم داسې صورت حال ووينې، د بې ننګۍ اثرات وويني نو حمزه صېب طنز هم کوي، نصيحت هم کوي او پېغور هم:

ټيټې له حيا دي خو درنې درنې غړيږي 

داسې پښتنې د پښتنو سترګې پېدا کړه 

کم ګورې خپل ځان ته مغربيانو کړې بې خونده 

راشه حمزه بيا د خېبرو سترګې پېدا کړه 

پۀ خپل اصل نسل او قوميت نۀ يواځې نازيږي بلکې پښتانۀ ورته د ننګ پۀ خاصيت د دينا تر ټولو غوره قام ښکاري.

شک نشته هيڅ پۀ دې کښې مسلمان يمه زۀ 

د لواړګي باشنده يمه ښۀ ځوان يمه زۀ 

هرګز پۀ محوَ نۀ کړمه قامي امتياز 

ژوندون به مې پۀ دې وي چې افغان يمه زۀ 

او چې کله د وختونو له خوا پۀ پښتنه ټولنه د بدلون يو سېلاب راشي نو دغه وخت د حمزه بابا ننګيالۍ سترګې سپېځلي پښتانۀ زلمي او کوټلې پښتنې پېغلې لټوي چې ځان هم د پښتو پۀ کنډه پوره ونۀ ويني نو د پېغور غشي داسې راولي:

چې وي زمرۍ د هوسۍ سترګو، پۀ لټون يمه زۀ 

پوښتنې ډېرې ئې کووم خو پښتنې ورکې دي 

ننګ د زمانې چې پښتون يار ته کړمه وړاندې 

بل طرف ته مخ مې پۀ پېغور وګرځوي 

دلته چې کومه دعوىٰ کوي، دغه مدلل هم ده او د سوچه پښتون د پاره ډېره د کار هم ده. ننګيالے هم داسې وي.

پېغور:

څوک چې د پښتونولۍ د قانون خلاف کار وکړي نو بيا ئې ورته خلق وخت پۀ وخت يادوي. دغه پېغور دے. وائي چې دا د تورې د ګذار نه هم سخت دے.

پۀ پښتونولۍ ټينګ ودرېدل هم د ننګ و غېرت يوه ټوټه ده. کوم پښتون چې پتمن او مړنے نۀ وي نو هغۀ ته پۀ کور کلي کښې ډېر سپک کتلے شي. پېغورونه ورته کيږي او د مړني پښتون ډېر درناوے کيږي. پۀ چا چې د بې غېرتۍ تهمت يو ځل ولګي نو تر مرګه د هغې پۀ وينځلو وينځلو ستړے شي.

وئيلے شي چې د ملاکنډ پۀ غزا کښې د يو کلي کوټيګرام يو هلک شهيد شو او د دغې هلک بل ورور غزا له نۀ ؤ تلے پۀ کور کلي کښې اوړېدو را اوړېدو نو د چم محلت ښځو بۀ دۀ ته پېغورونه کول. يو ځل دے د پېغورونو د لاسه دومره تنګ شو چې د يو غرۀ سر ته وخوت او هلته ئې پۀ تېز اواز دا ټپه وکړه

د ملاکنډ د سر طوطي وے

پۀ اور ستي وے تهمتي نۀ وے مئينه

د غرۀ نه ئې راټوپ کړۀ او مړ شۀ. ځان ئې د بې ننګۍ د ژوند نه ازاد کړو.

نو حمزه صېب هم وائي چې پښتون به پۀ هر حال کښې مړنے وي چې مړنے نۀ وي نو د پښتو له بامه کوز پروت وي. پۀ دغه لړ کښې د پښتنو بې اتفاقۍ ته پاملرنه کوي. د طنز نه ډک نصيحت هم کوي:

حېف پۀ پښتنو مېړونو څۀ وشول 

اوس و رته زلمي مۀ وايه جونه شول 

يو کۀ پښتانۀ شي سره سخ ئې دے 

تېږو سينې ورکړې سره غرونه شول 

کله چې د پښتون قام د خپل ثقافت لوري ته د پاملرنې کمے يا نشت والے ګوري نو پۀ خپلو وطنوالو باندې ملامت وائي چې پۀ نوره ټوله نړۍ کښې شاعر د قام د سترګو تور وي خلق ئې پۀ سر ګرځوي او پۀ پښتنو کښې دغه خبره بيخي بدله ده. پۀ ژوند شاعر نۀ قدر وي او له مرګه پس ئې بيا نمانځي. چې د بې حسۍ يو مثال دے نو دا پېغور ئې هم د اورېدو او لوستو دے:

شاعر پۀ بل هېواد کښې وي د قام د سترګو کسي 

شاعر پۀ پښتونخوا کښې لېونے او لا ملنګ دے 

ښکاره ده چې راغونډ دي پتنګان پۀ بله شمع 

پښتون عجيبه څيز دے چې د مړې شمعې پتنګ دے 

 

حمزه قدر پۀ خپل کور کښې د چا نۀ وي 

د عربو خلق کوم دي چې حاجيان دي 

کله چې د خپل قام وګړي د خپلې ژبې او خپل تهذيب نه لرې پۀ نورو تهذيبونو کښې لاهو ويني نو پۀ داسې حال کښې ئې دا شعر پېغور شي:

تهذيب ئې د پښتو د مغربي لولۍ جار کړو 

خوئ بوئي او هم لباس ئې مغربي رامعلوميږي 

حېران شم چې خبرې پۀ پښتو کوي نو وايم 

ډک شوے ټيکلے دےچې پۀ ډډ کښې ئې غږيږي 

خپلې ژبې خپل تهذيب وته چې شاکا 

ملګرتيا له هغه قامه ژوندون نۀ کا 

د خپل نوي کهول د بې غورۍ، ناپوهۍ او بې فکرۍ حالونه چې ګوري نو ورته وائي چې دا تۀ څنګه د حالاتو پۀ چپو کښې د حالاتو پۀ رحم و کرم روان يې، پښتانۀ خو داسې نۀ دي. وختونه پکار ده چې ستا پۀ رحم و کرم وے. د وختونو واګې ستا پۀ لاسو کښې وے. دا نه چې ستا واګې د وختونو پۀ لاسو کښې دي او چې کوم لور ته دې بيائي نو تۀ ورپسې لکه د څاروي روان يې. کۀ چرې تۀ لږ پښتون شې نو وختونه بۀ ستا پۀ قبضه کښې راشي تۀ به د وختونو پۀ پنجه کښې نۀ ئې ګېر. دا پېغور ژن انداز ئې هم د کتو دے:

زلميه پۀ وختونو کښې بهېږې وايه ولې 

وختونه خو هم تۀ پېدا کولے شې راستون شه 

دا ګرانه دومره ګرانه نۀ ده ګرانه چې ښکاريږي 

اسانه ده اسانه خو تۀ لږ غوندې پښتون شه 

وائي چې پښتانۀ بل څۀ نه شي وژلے پېغور ئې وژني. هم دغه طنز، پېغور او ملامتيا چې د بابا پۀ شعرونو کښې ځائے پۀ ځائے پۀ نظر راځي نو زۀ دا ګڼم چې د شلمې پېړۍ پۀ تعليم يافته نسل کښې پښتو پښتونولي حمزه بابا ژوندۍ ساتلې ده. لکه څۀ رنګه چې زمونږ پۀ ټولنه کښې انسانيت او سړيتوب د رحمان بابا پۀ برکت وده موندلې ده. دحمزه صېب د شعر دا نمونه هم وګورئ:

ما ته اشنا د بې پتۍ ولې پېغور کوې 

لا خو تعلق د زړۀ مې شته دے د پښتو سره 

لاس دې زما لاس کښې دے خو فکر دې بل خوا ته دے 

داسې ګړه بړه څوک کوي د پښتنو سره 

کله چې حمزه صېب د نړۍ د نورو قامونو ارتقائي سفر ته پام وکړي نو بيا د خپل قام پۀ ګرېوان کښې سر وردننه کړي او ډېر پۀ منطقي انداز ترېنه پوښتنه کوي چې د دنيا هر قام ځان ځان له چوکۍ او مقام غوره کړے دے. ځان ئې ورته رسولے دے او ستاسو څۀ اراده ده؟

همه قامونه لوے او واړۀ جوړ شول 

څوک د وخت ژبې څوک ئې لېمۀ جوړ شول 

ستا له غېرته يوه پوښتنه کووم 

پښتونه وايه چې له تا څۀ جوړ شول 

پۀ خپله ټوله شاعرۍ کښې بابا ځائے پۀ ځائے زلمو ته پېغلو ته او عامو پښتنو وګړو ته پېغور او ملامته کوي او دغه پوښتنه کوي چې د فرد پۀ حېث د قام پۀ حېث او د نړيوال پۀ حېث چې پۀ تا کومې ذمه وارۍ راځي، آيا هغه تا ترسره کړې دي او کۀ پۀ شتۀ صلاحيتونو کښې بې عقله بې پوهې ګرځې. پۀ خپله بدحالۍ دې چرې نظر اچولے دے چې دا ولې ده؟ او د دې بوختې نه د وتو دې څۀ لار ګودر جوړ کړي او لارې ټاکلي دي کۀ نه؟

دا څنګه بې وفا شوې پښتنې پس له وعدې 

پېغور هم ټيتې نۀ کړلې انګرېزې سترګې ستا 

مېلمستيا:

د پښتنو يوه ستره خوبي مېلمه پالنه هم ده. مېلمه کۀ اشنا وي او کۀ نا اشنا چې پۀ کور ورشي. د ښۀ نه ښۀ خوراک څښاک ورکولے شي. د ارام او راحت خيال ئې ساتلے شي:

هغه چې شملو ئې د فلک سره سيالي کړه 

خدائيګو هغه ښکلي پښتانۀ راته ياديږي 

تاچې نن مېلمه ته بوټ تندے پښتنې ونيؤ 

څو چې زۀ ژوندے يم نور بۀ څۀ راته ياديږي 

مېلمستيا د پښتون ثقافت يو داسې غوره خاصيت دے چې پۀ نورو قامونو کښې پۀ دومره بشپړ ډول نۀ دے موجود. پښتون کۀ پخپله نهرې تېروي خو مېلمه له قرض پورکوي او د هغۀ د خوراک څښاک او سنبالښت ضرورتونه پوره کوي. د دغه مېلمستيا د خاصيت نه حمزه صېب پۀ خپل شعر کښې دومره ښکلے کار اخستے دے چې کله ترېنه د تغزل څړيکه را اوچته شي. کله ترېنه د پښتونولۍ د يو عظيم قدر پاخۀ او کوټلي بنيادونه څرګند شي. کله تاريخي او ثقافتي واقعات او شخصيتونه مخې ته راشي:

لا د زړۀ حجره کښې مې پښتو کوربنه ښکاري 

وي کۀ تنګدستي هم مېلمنو ته خوشحالېږم 

دلته د پښتون ثقافت يو ډېر نازک اړخ ته زمونږ پام راګرځوي. کله چې د پښتون حجرې ته د دۀ دشمن هم ورشي نو دے نۀ يواځې د هغۀ پۀ مېلمستيا مجبور وي بلکې د هغه بېرته خپل کور ته پۀ حفاظت رسولو ذمه وار هم وي. د پښتنو دغه رواج دغه دستور دومره عجيبه دےچې د خپل سر قاتل ته به هم هرکلے وائي او د خپل درنه به ئې بېنوا نۀ رخصتوي:

ستا د ترخو به دا علاج وي چې پۀ کور درشم 

ننګ د پښتو به دې مېلمه ته کړي خوږې سترګې 

پۀ خلاصېدو شوه د زړۀ وينه حمزه 

لا ډېر غمونه مېلمانۀ پاتې دي 

د پښتون فطرت دا دے چې مېلمه ته خوشحاليږي او دغه اندازه ئې د حجرو نه پۀ ښۀ ډول لګي. حجره يو داسې ځائے دے چې هر وخت پکښې مېلمانۀ موجود وي. حمزه بابا دغه دستور نه د تغزل داسې رنګونه او د پوهې داسې لارې چارې، وَلې راويستلې دي چې لوستونکے ګوته پۀ خلۀ پاتې شي:

حمزه يو ښکلے کۀ لاړو بل به راشي 

دا حجره کله خالي د مېلمنو شوه 

زړۀ دےکه حجره د پښتنو زما 

څومره چې ډېريږي مېلمانۀ ګوري 

بيا دې حقيقت ته هم اشاره کوي چې ځينې شومان خلق د مېلمنو نه پټيږي هم او ورته تندے هم تريو نيسي. نو دلته حمزه صېب خپل محبوب ته خپل يار دوست ته وائي چې يا خو د خپل حُسن حجره بنده کړه چې مېلمانۀ نۀ راځي او چې کله ستا د حُسن پۀ کشش راغلي خلق ستا د حُسن ننداره کوي نو هغوي ته تندے تريو مۀ نيسه لکه د شوم او کنجوس بنيادم چې مېلمنو ته پۀ زړۀ خړه راځي.يعنې مېلمانۀ پرې ښۀ نۀ لګي. پښتون خو هر وخت پۀ هر حال کښې مېلمنو ته روڼ تندے لري:

پښتون اشنا دې حجره بنده کړي د خپلې ښکلا 

غوټه جبين شي لکه شوم چې مېلمانۀ وويني 

دلته ئې سترګو ته هندکۍ او باڼۀ ته پښتانۀ وئيلي دي. د مېلمه اوکوربه تر مېنځه پۀ پښتنه ټولنه کښې يوه عجيبه رشته وي. پښتانۀ وائي پۀ پښتنو کښې مېلمه مشر وي. مطلب دا چې د هغۀ احترام هم لازم دے او د هغۀ د رضا کول هم ضروري ګنلے شي.

سترګې هندکۍ دې کله شي ټيټې 

باڼۀ دې نېغ وي چې پښتانۀ دي 

پۀ مېلمه باندې کوربه بيا بيا تاکيد کوي چې دا ستا خپل کور دے. بيخي به طبعيت نۀ درنوې، تکلف به نۀ کوې نو دلته ئې د تغزل دغه خاصيت د اورېدو او لوستو دے:

ستا يادونه چې تر اوسه لا پۀ خوئ د مېلمنو دي 

تکلف خو غيريت وي د پښتون د زړۀ حجره کښې 

پۀ مېلمه حجره ښائسته ښکاري خو کله کله کوربه ته څۀ پېښه وي او بې وخته پرې مېلمه راشي خو بيا هم د پښتون مزاج او هوډ غوښتنه دا ده چې مېلمه پۀ ځان پوهه هم نۀ شي چې بې ځايه يا بې وخته راغلے دے او د هر بللي نا بللي، خوښ نا خوښ مېلمه احترام لازم دے:

زړۀ مې احترام کا د هر ښکلي چې خفه نۀ شي 

څۀ به کړي پښتون چې ئې حجرې وته مېلمه راشي 

وائي چې مېلمه پۀ نۀ خورم ښۀ ښکاري او کوربه پۀ ست:

ما وې پښتون کوربه پۀ نۀ زړۀ هم څۀ ست خو وکا 

پخپله هيڅ وئيلے نۀ شي مېلمانۀ پۀ ژبه 

اشنا زۀ خو مېلمه وومه له شرمه به ما څۀ وې 

اخر مسلماني ده دومره ست خو کوربانۀ کا 

پخوا پۀ زمانه کښې زمونږ پۀ سيمه کښې دا دستور ؤ چې مېلمه به راغلو نو درې ورځې به د هغۀ ښۀ پۀ مينه محبت مېلمستيا کېدله او چا به ترېنه هېڅ پوښتنه نۀ کوله چې مېلمه څۀ له راغلے يې. پۀ درېمه ورځ به د کور مشر پۀ ډېره طريقه او احترام د مېلمه مقصد او مدعا معلومول او تر بېرته ستنېدو پورې به ئې هر څو ورځو پورې د مېلمنو درانۀ وړل:

پښتنې خېر کۀ مې نظر څۀ ووې 

خلق زغمي د مېلمنو خبرې 

پۀ پښتنه ټولنه کښې د مېلمستيا دغه قدر د پښتون اخلاق اوکردار يو غوريز اړخ دے. کۀ د کوربه توب څۀ اداب او اصول شته نو د پښتنو پۀ ژوند کښې د مېلمه هم څۀ انداز او رنګ شته. هغه به هم د دغه رنګ پابندي کوي:

کور د زړۀ دې وران کړو پښتنې زما 

دلته خو رنګ رنګه مېلمانۀ راتلۀ 

پۀ مينه کښې د پښتونولۍ د حجرې او د مېلمستوب د قدر نه څومره ښکلې ګټه پورته کوي:

نور ښکلي مې هم کۀ زړۀ ته راشي اشنا څۀ وشول 

پوئے خو يې حجره د پښتنو خو مېلمانۀ غواړي 

بې له غمه اوس پکښې بل چا لره ځائے نشته 

نور د زړۀ حجرې ته مېلمانۀ بللے نۀ شم 

د نن سبا پۀ پښتنو هم طنز کوي چا چې د حجرو پۀ ځائے ډرائينګ رومونه جوړ کړل او يا ئې حجرې شاړې کړې. پۀ ډرائنګ رومونو کښې ناست د حجرو د عظمت سندرې وائي. د پښتون لباس نه عاري وي. د پښتونولۍ نه ډېر لرې وي خو د عظمت قيصې ئې کوي، پۀ ځان کښې ئې نۀ پېدا کوي. د خپل کردار برخه ئې نۀ ګرځوي. حمزه صېب دغه قيصه پۀ سادګۍ او پرکارۍ بيانوي:

دا نن سبا چې مېلمانۀ نشته 

هوښياران وائي چې پښتانۀ نشته 

مېلمه چې راشي درته کور به وائي 

مخه دې نيسه کوربانۀ نشته 

بل مثبت اړخ ئې هم د کتلو دے:

ګرانه زړۀ زماحجره د پښتنو ده 

چې هيڅ وخت نۀ وي خالي د مېلمنو نه 

جرګه:

د انصاف او عدل قائمولو د پاره يوه داسې اداره چې هوښياران پکښې پۀ جار او دليل د حق او انصاف فېصلې کوي. جرګه درې مرحلې لري. (مرکه): چې پۀ وړه پېمانه د يوې مـسئلې اړخونه ګوري. اول ئې حل کوي کۀ حل نۀ شي نو جرګې ته ئې رسوي. دوېمه مرحله جرګه ده. چې پۀ اعلٰى جمهوري ډول پۀ رضا صلاح او دليل ثبوت د کشالې د حل لارې چارې لټوي او درېمه مرحله لويه جرګه ده چې دنيا ئې د پارلمينټ پۀ نامه بولي. زما دا خيال دے چې دنيا د جمهوريت تصور د پښتنو د جرګې نه اخستے دے. مرکه ئې پۀ تاڼه تحصيل بدله کړې ده جرګې له ئې د عدالت نامه ورکړې ده. او لويه جرګه د قامي اسمبلۍ پۀ شکل کښې بدله شوې ده.

د پښتنو د جمهوري ژوند يو غټ علامت جرګه ده. جرګه چې ډېرې غټې خبرې، معاملې او کشالې پکښې پۀ څو ګهنټو کښې ډېرې پۀ انصاف فېصله کيږي. جرګه يو داسې قدر دے چرته چې هر چا ته د خپلې معاملې پۀ حقله د وضاحت او پۀ شوې فېصله د احتجاج پوره حق وي. تر څو چې جرګې مارانو ټول ناست خلق د پښتونولۍ د قانون پۀ رڼا کښې مطمئن کړي نۀ وي تر هغې جرګه پاڅي نه. پۀ جرګه کښې خلق ټول يوبل ته مخامخ ناست وي. ټول خلق د يو بل د مخ تاثرات پۀ اسانۍ ليدلے شي ځکه ډېر کم امکان وي چې څوک دروغ ووائي او کۀ ووائي نو هوښياران ئې سمدستي نيوکه وکړي. پۀ جرګه کښې ناست خلق پۀ ډېره هوښيارتيا د پښتون قانون پۀ رڼا کښې هره فېصله کوي. د پښتونولۍ د قانون نه نۀ جرګه مار غاړه غړولے شي او نۀ د مقدمې فريقېن. قانون قانون دے هر چا ته پۀ يوه سترګه ګوري. د دغه عظيم جمهوري قدر هر اړخيزه ننداره د حمزه صېب پۀ شاعرۍ کښې ګام پۀ ګام پۀ نظر راځي:

د جرګې توکي، د جرګې ضرورت اهميت او تقدس، د جرګې پۀ پښتنه ټولنه کښې ارزښت او احترام د حمزه قلم پۀ بېلا بېله طريقه سنجولي دي. بيا د جرګې نه ئې چې کله د تشبيهـ کله د علامت او کله د اشارې او کنايې کار اخستے دے نو يو خوائې تغزل زېږولے دے او بل خوا ئې د تفکّر او تخيل نوې نوې او تازه تازه لارې پرانستې دي. د جرګې غړي عموماً سپين ږيري، سپين روبي او تجربه کار مشران وي، نو پۀ دې لړ کښې فرمائي:

جمع کووم به پخواني يادونه 

ورله جرګه زاړۀ زاړۀ راولم 

تا ته خو سپين روبي د حمزه له خوا 

درغلۀ جرګه خو را ستا نۀ دې کړۀ 

راوړے له فطرته دې مزاج دے د جمهور 

پښتو کوه جرګې د پښتنو مۀ هېروه 

پښتانۀ هره خبره هم جرګې ته نۀ وړي. دوي دا کوشش کوي چې خبره پۀ خپلو کښې پۀ رضا صلاح هواره کړي او جرګې ته ونۀ رسي.

ګوره پخپله به پخلا شُو سره 

نۀ دي دا نۀ دي د جرګو خبرې 

د کومې جرګې چې اثر نۀ وي او د کومې جرګې چې مشر نۀ وي نو هغه ښۀ نۀ لګي. پۀ دې حقله د حمزه صېب تجزيه ډېره حق بجانب ده. د يار تصور ته قائد او خپلو اوښکو ته پۀ بې تصوره بهېدلو بې تاثيره وائي:

نشته تصور دې زما اوښکې تشې لاړې 

څۀ هغه جرګه چې نۀ ئې سرۀ نه ئې قائد وي 

بل علاج مې څۀ ؤ پښتنې چې نۀ راتلې 

راغلې هغه اوښکې پښتنې چې نۀ راتلې 

د دوه مخي اشنا پۀ حقله ئې د اظهار دا رنګ وګورئ. درغل او ټګژن اشنا چې پۀ ظاهره مسلمان او پۀ زړۀ کښې منافق غوندې دے:

حمزه اشنا مې نۀ پښتو کړي نۀ پښتو پرېږدي 

بېرته زما نه مرور شي چې جرګې تېرې شي 

يارانو پۀ پښتون اشنا مې نۀ ؤ دا ګمان 

جرګې له نيمې لارې راستنې شوې ځئ چې ځو 

د حمزه صېب دا خيال دے چې پۀ ښکلو کښې پښتو نۀ وي. دوي د پښتونولۍ پۀ قدر احترام او درناوي نۀ پوهېږي. د خپل حُسن پۀ غرور کښې د هر څۀ نه بې پروا وي:

حمزه د پښتني احساس ايله لۀ ښکلومۀ کړه 

اشنا دې چې پۀ سوال او پۀ زارۍ نۀ پۀ جرګه شو 

جرګه د لويو وړو پښتنو ترجماني کوي نو حمزه صېب وائي دغه پښتانۀ به جرګه کووم نو بيا به ئې يو مرکز ته راټولووم. پښتانۀ اتحاد او اتفاق او ورورولۍ ته د راجوړلو د پاره د جرګې نه کار اخستل غواړي:

څو چې راغونډ پۀ يو مرکز ئې نۀ کړم 

هرې تپې ته د جرګو سره ځم 

جرګه ستنول يا جرګه رټل د پښتنو پۀ کتاب کښې نشته. عموماً جرګه قبلولے شي او درناوے ورته ورکولے شي. دغه قدر ته حمزه صېب د خپلې مينې پۀ تناظر کښې څومره پۀ ژور نظر کتلي دي. د محبوب له خوا د لږې ډېرې اشارې پۀ جواب کښې دغه شعر څومره خوند پېدا کړے دے:

جرګه خو پښتانۀ رټلې نۀ ده پۀ هيڅ رنګه 

دا ځکه ستا له ګواښه مې پۀ اوښکو کښې طوفان دے 

پرې وونې (پېرونه) او تلې. دوه قسمه د ستورو ټولګي دي. پخوا به خلقو د شپې پۀ مزل کښې د ستورو پۀ رڼا او د ستورو پۀ ختو پرېوتوخپلې لارې معلومولې. او بيا پۀ تېره تېره عاشقانو له به خوب چرته ورتلو نو ټوله شپه به ئې اسمان ته کتل. هغه يوه پخوانۍ سندره وه:

تلې راوختلې پيرونه پرېوتلې 

پۀ ما مئينه ياره تښته ګنې کښېوتلې 

د دې نه اندازه کيږي چې پيرونه پرېوتل د شپې ختمېدلو نخښه ورکوي. او تلې راختل د سحر د راتللو غمازي کوي:

ستا پۀ بام چې راغلې ودرېدې مسکۍ شوې 

چې پرې وونو پۀ مېنځ لار کښې څۀ جرګه کړه 

د ستورو ټل او ټولګي ته د جرګې مشابهت د حمزه بابا کمال دے. بل خوا څوک چې پۀ هيڅ حال کښې د پښتو پۀ لاره د انصاف پۀ لاره د صلحې پۀ لاره قدم نۀ ږدي نو د هغۀ د برندوالي يو علاج دے او هغه برندوالے حمزه صېب مينې ته وړي وائي:

ستا د برندو سترګو يو علاج او هغه دا دے 

پنډه به پۀ تا د پښتنو اوښکو جرګه کړم 

لنډه دا چې د پښتون ژوند د نورو مهمو اړخونو پۀ رنګ جرګه هم د حمزه صېب د شاعرۍ د يو علامت، د يوې تشبيهـ او يوې استعارې پۀ توګه استعمال شوې ده. چې رنګ پۀ رنګ معنې ترېنه راويستلے شوې دي او د غېرو پښتنو دلچسپي ئې هم راپارولې ده چې جرګه څۀ شےدے او غرض غايت ئې څۀ دے:

لوظ:

ښۀ ده نوم دې نۀ اخلم اقرار شو تر قيامته 

دا رنګه لوظونه د شډلو پښتنو دي 

وعده سرته رسؤل او پۀ خپل قول ټينګ ودرېدل، بې وعدې او بې ژبې بنيادم ته پښتانۀ سپک ګوري. لوظ پوره کول، وعده سرته رسول پۀ پښتنو کښې ډېر بې شانه اهميت لري. کله چې پښتون يو ځل ژبه وکړي نو بيا پۀ هېڅ حال د هغې نه نۀ اوړي. عن تر دې چې کۀ سر ئې هم ځي خو د خپلې وعدې پوره کول لازم ګڼي. دغه سپېځلے قدر حمزه صېب پۀ رنګ رنګ انداز کښې استعمال کړے دے. د پښتنې کردار د سانچې دننه ئې د لوظ اهميت هم ښودلے دے او د وعدې پوره کولو کار ته ئې پۀ ډېره درنه سترګه هم کتلي دي:

ما وې د پښتنې پۀ بې لوظۍ مې يقين نۀ ؤ 

وې هو، کړې وه ما ، خو پۀ خطا يوه وعده 

دا څنګه بې وفا شوې پښتنې پس له وعدې 

پېغور هم ټيتې نۀ کړلې انګرېزې سترګې ستا 

وعده پوره کول د پښتونولۍ يو ډېر کوټلے دستور دے. زمونږ پۀ ټولنه کښې بې لوظه خلقو ته سپک کتلے شي. څوک چې وعده سر ته و نۀ رسوي نو هغه کچه کچه کيږي، شرميږي خو دلته د حمزه صېب د پښتونولۍ او د مينې دا انداز د کتو دے چې پۀ ډېره سادګۍ کښې ډېر تغزل زېږوي:

دې ته به څۀ وايو بې لوظه تۀ يې 

د شرمه زۀ درته کتے نۀ شمه 

ما ته پۀ مړو سترګو نظر مۀ کوه 

چرته نا څاپه را ژوندے نۀ شمه 

ژبه کول، وعده کول، لوظ کول يوه معنىٰ لري:

ژبه چې نۀ ساتي پښتون بده ده 

چې ساتي ژبه څومره ښۀ ښکاري 

ننواتې :

د امن او صلح يوه داسې ډله چې د چا پۀ کور هم ورشي او خواست وکړي نو خلق مړي هم وبخښي. عموماً ظالم پۀ خپلو کړو پښېمانه شي او د مظلوم کور ته معافۍ غوښتلو له ورشي. دغه ننواتې بللے شي. نړۍ زمونږ نه دغه شے زده کړے دے او د اپالوجي(Apology) نوم ئې ورکړے دے.

برند باڼۀ دې جوړې ټيټ کړل زما اوښکو 

احترام د ننواتې پښتانۀ کا 

ننواتې د پښتونولۍ يو ډېر سپېځلے او کوټلے توکے دے. د څۀ پۀ برکت چې ډېرې غټې دشمنۍ او بدۍ ختمې شوې او پۀ دوستۍ او خپلوۍ بدلې شوي دي. د دې ننواتې کولو خپله يوه طريقه وي. عموماً ظالم پۀ خپلو کړو پښېمانه شي يا ئې خلق مجبور کړي چې ناروا دې کړې ده يا دې ډېر غټ ظلم کړے دے نو هغه مظلوم نه د معافۍ غوښتلو د پاره تيار شي. طريقه دا وي چې د ټولو وړاندې زنانه مشرانې قرآن پۀ سر د مظلوم پۀ کور ور ننوځي او د معافۍ درخواست وکړي. پۀ ځينو علاقو کښې ظالم پۀ خُلۀ کښې واښۀ او پۀ غاړه پړے حجرې ته ورشي. د دې مطلب دا شو چې زما پوره پوره اختيار ستا دے او ځينې سيمو کښې هم دغسې شرمنده ورشي او د کوربه د پاره دا لازمي وي چې دغه ننواتې ومني. پۀ تاريخ کښې به ډېر کم داسې شوې وي چې چا به ننواتې نۀ وي منلې. کۀ يو ځل ئې ونۀ مني پۀ دوېم ځل ئې ارو مرو مني:

پښتون اشنا چې ننواتې غواړي 

سترګو ته اوښکې پښتنې راشي 

اوښکو ته جرګې وئيل ننواتې وئيل د حمزه صېب نه مخکښې چا نۀ دي کړي نو ځکه دا مونږ ډاډه وئيلے شو چې د حمزه بابا د قوميت رنګ ډېر خور وور او دپښتونولۍ د بېلا بېلو توکو نه تاويږي راتاويږي. د پښتنې ژوند امروزه توکي ئې د خپل شعر علامتونه او تشبيهات ګرځولې دي او حسن ئې ورله بې کچه زيات کړے او شعر ئې د خپل چاپېريال ترجمان کړے دے.

اوس خو دا غشي د بڼو دې راته مۀ ګرتوه 

پۀ ننواتې زمااوښکې پښتنې راځي 

د ننوانې غوندې د عظيم قدر د اوښکو سره مشابهت پېدا کول او بيا پۀ دغه قدر اوښکو ته درانۀ کتل د ننواتې درنول دي.

لکه وړاندې ما عرض کړے ؤ چې ننواتې پۀ هر ډول خلق قبلوي خو کۀ چرې داسې وخت هم راشي چې ننواتې قبوله نۀ شي نو بيا د هغې نه پس جرګې او مرکې هيڅ معنىٰ نۀ لري چې د ننواتې سپکاوے وشو تر هغې به جرګې مرکې کيږي تر څو چې د ننواتې قبلولو ته کوربه نۀ وي جوړ شوے يا چې د ننواتې غوندې درانۀ بار ته ظالم غاړه کېښوه، د مظلوم پۀ درشل ورغلو او مظلوم د دۀ منت زاري قبول نۀ کړل نو مطلب دا شو چې د دې نه پس پاتې ټول کوششونه بې معنىٰ اوبې مطلبه دي. يعنې اوس جرګې مرکې څۀ حېثيت نۀ لري.

دلته تاسو اندازه واخلئ چې حمزه صېب د پښتونولۍ څومره ژور علم لري. او د خپل شعر پۀ وسيله د پښتونولۍ د بېلا بېلو دودونو څنګه ښکلې او واضحه تشريح کوي چې هر لوستونکے او اورېدونکے ترېنه پوهه او بصيرت اخلي.

اوښکې مې راغلې خو څۀ ستنې شوې 

جوړ څۀ هندکۍ شوې څۀ پښتنې شوې 

چې ننواتې قبوله نۀ شوه 

اوس څۀ جرګې شوې څۀ مرکې شوې 

پت :

د ټولو نه دروند او سپېځلے خوئ پت پالل او عزت ساتل ګڼلے شي. نۀ پۀ خپله سپکاوي ته غاړه ږدي او نۀ د بل سپکولو ته خوشحاليږي. سوال کول او چا ته لاس نيول هم بې پته کار ګڼي.

ګله بې پت لکه د پرخې نۀ يم 

چې به د نمر د پلو شو سره ځم 

پت هم د پښتونوالې يو داسې رنګ دے چې پتمنو خلقو ته ډېر پۀ درنه سترګه کتلے شي او بې پته خلقو ته پۀ ښۀ سترګه نۀ شي کتلے. د پت او بې پتۍ دغه انداز حمزه صېب د مينې د وارداتو او د ژوند د کشالو سره داسې تړلے دے چې لوستونکے پۀ بې شانه دا د ورکولو مجبوروي او دغه قدر چې د قوميت پوره ادراک ترې کېدے شي. د حمزه صېب د پتمن کردار څرګندونه هم کوي:

کله چې د پت پۀ ضد يو داسې بې پته بې عزته کردار يا کار ورته پۀ نظر راشي نو پۀ نا وئيلي رنګ کښې پۀ نا وئيلو ټکو کښې د پت پۀ معنىٰ لوستونکے ورسي:

مۀ ګرځوه سترګې له مېلمه نظر 

ګوره حجرې بېرته پښتانۀ ساتي 

زۀ ننيګالے يمه د تا پۀ بې پتۍ مې څۀ شي 

يمه پښتون له خپله هوډه اوړېدے نۀ شمه 

ما ته اشنا تۀ د بې پتۍ ولې پېغور کوې 

لا خو تعلق د زړۀ مې شته دے د پښتو سره 

لاس دې زما لاس کښې دے خو فکر دې بل خوا ته دے 

داسې ګړه بړه څوک کوي د پښتنو سره 

حمزه صېب پښتو او پښتون لازم او ملزوم ګڼي يعنې يو پښتون به پۀ معاملاتو کښې کره وي. د دۀ ټول عملونه، د دۀ کردار، د دۀ ورکړه راکړه، ناسته پاسته، راشه درشه ټول به د پښتونولۍ پۀ چوکاټ کښې دننه وي او کۀ چرې د دغه فرېم نه د دغه قانون د دائرې نه دے بهر ته د وتو کوشش کوي او يا پکښې د ځان د پاره څۀ نرمي څۀ فرار څۀ معذرت لټوي نو بيا د حمزه صېب قلم خپل پښتون احتجاج او افسوس داسې څرګندوي:

پۀ پښتانۀ کښې بې لوظي د بې پتۍ نخښه ده 

قاصده داسې ورته وايه کۀ دې بيا وليدو 

دلته ئې پښتون هوډ پۀ غورځنګ دے او چې کله د خپل ثقافت خلاف د محبوب له خوا هم قدم وچتول وويني نو ډېر پۀ انتها پسندۍ ځان ته ګويا شي او خپل ځانته خپلې پښتنې مينې ته څۀ داسې وائي.

څۀ شي کۀ يار کړې درته سترګې پيرنګۍ بدلې 

سپين دې خپل سر کړه پښتنې مينې د پت د پاره 

بدرګه :

د ځوانانو د يو ټولګي پۀ مرسته. مېلمه د خپل کلي/سيمې د حدونو نه پۀ حفاظت کښې تېرول.

ښکليه قافله دې د سينګار چرته لوټ نۀ شوه 

تل چې ورسره ده بدرګه د ائينې 

بدرګه هم د پښتون ثقافت يو پۀ زړۀ پورې توکے دے لکه څنګه چې وړاندې وئيلے شوي دي چې بدرګه هغه حفاظتي دستې ته وئيلے شي چې د خپلې سيمې د حدونو نه مېلمه پۀ حفاظت وباسي. د پښتونولۍ دا قانون دے چې ستا د کلي / علاقې پۀ حدونو کښې ستا راغلے مېلمه د هر قسمه حادثې نه بچ کول ستا ذمه واري ده. لکه پخوا به ځنګلي ځناور او لوټماران ډاکوان هم وو او د مېلمه يا کوربه د دشمنۍ پۀ وجه به هم دغه ويره ترهه وه چې هسې نه چرته څوک نقصان ورورسوي. دا ښکلے قدر هم حمزه صېب د خپل قوم خوښي فکر پۀ برکت ستائيلے هم دے. سنجولے او پلټلے هم دے چې د معنو نوي نوي اړخونه او رنګونه ئې زېږېدلي دي.

ګېر مې شو کاروان د وسوسو پۀ غلچکو کښې 

پوئے دې تصور کړه بدرګې راولېږه 

منزل ته د تکميل به د تا حُسن ورسېږي 

د ژوند د چول تر پايه درسره يم بدرګه کړم 

کله چې پۀ مينه کښې پۀ هر قسمه حالاتو کښې پت پالل غواړي نو د دغه پت پاللو د پاره د وخت سترګې کۀ هر څو ورانې وي حالات کۀ هر څومره نا مناسب او ناوړه وي. لارې کوڅې کۀ هر څو د غمازانو او خطرونه ډکې پکې وي. کۀ هر څو د نقصان او تاوان پۀ يقيني توګه خطره هم وي نو وي دې. پۀ دغه وخت کښې د پښتني چوکاټ دننه حمزه صېب د خپلې مينې پاللو د پاره کومه لهجه خپله کړېده، هغه څۀ دا رنګې ده:

د پښتنې مينې به څۀ وايمه 

بې بدرګې او بې رېباره ګرځي 

ستا بدرګه د تصور رانه جدا شوه اشنا 

ځکه خو زۀ پۀ نيمه لار کښې د سفر پرېوتم 

د پښتون ثقافت روزنه:

ولې سبب دې د قامونو د پستۍ هېر کړو 

راز دې تړلے د رفعت د روايت سره دے 

حمزه صېب د ثقافت د بېلا بېلو توکو د رنګ پۀ رنګ استعمالولو د هغې نه د رقم رقم معنو راويستلو کار پۀ ډېره کاميابۍ او برياليتوب ترسره کړے دے. او د دې سره سره پۀ دې نتيجه هم رسېدلے دے چې د يو قام د ترقۍ راز پۀ خپل ثقافت د ټينګ ودرېدلو سره دے. پۀ نړۍ کښې د خپل قامي شناخت پېدا کولو د پاره وړومبے شے خپل ځان پېژندل او د خپلو ثقافتي ادارو او توکو سره د کاميابۍ پۀ سفر وړاندې تلل دي.

د نظم او غزل دننه ځائے پۀ ځائے حمزه صېب کله پۀ مبهم رنګ او کله پۀ ډانګ پئيلي د خپل قام وګړو ته خبردارے ورکړے دے چې کۀ چرې خپله ژبه، خپل تهذيب، تمدن او خپل تاريخ درنه ورک شو نو تاسو به هم د نړۍ د مخ نه د غلط حرف غوندې ورک شئ. بيا به مو څوک نامه او نښانه نۀ پېژني:

دے د خپل قام هر وګړے د خپل ثقافتي غورځنګ کامله نمونه ليدل غواړي او چې کله هم څوک د دۀ پۀ وړاندې بې پته او بې پښتو کار وکړي نو دغه د بابا پۀ خيال ثقافت له خطره جوړيږي.

د پښتون زوئے او د پښتونه خلاف 

خاونده دا د څۀ نه څۀ پېدا شو 

چې پرې نۀ وځي پۀ ښکته پښتنو پښتو 

کړئ جګه تر اسمانه مېړنو پښتو 

کړئ سُر داسې تارونه د ملت د رباب 

چې هره پرده غږ کړي چې پښتو پښتو 

پۀ خپل کلام کښې حمزه صېب د پښتون ثقافت د عظمتونو مدلل ذکر مذکور کړے دے. عام اولسي وګړو ته عموماً او د قام نوي کهول او زلمو ته ئې خصوصاً کله پۀ طنزيه رنګ کله پۀ مزاحيه رنګ او کله د نصيحت نه پۀ ډکه لهجه کښې پۀ خپل ثقافت د ټينګ ودرېدلو او د دې ودې او پرمختيا د پاره بلها لارې چارې ښائيلې دي او دا ئې ثابته کړې ده چې کۀ تاسو خپله پېژندګلي او عظمت غواړئ نو خپل ثقافت راټينګ کړئ. پۀ نورو پسې تلل ځان ورکول دي او خپله لاره نيول منزل ته د رسېدو غوره فارموله ده:

مرګ ئې پۀ بل يو قام کښې ګډون دے 

ژوند ئې د خپلې وينې ساتون دے 

چې پۀ خپل ذات کښې زغملے شرک نۀ شي 

جوړ پۀ معنىٰ کښې خدائے هم پښتون دے 

خپله ژبه پښتو

پښتو لولئ! پښتو وایئ! پښتو لیکئ!

هر علم دے بې کاره بې لۀ ژبې مورنۍ نه 

پښتو د جنت ژبه ده راغلې پاک خداے نه 

دا لیک مو پۀ تختۍ دے پاس لۀ عرشه د کرسۍ نه 

خوږه لۀ هرې ژبې لۀ پارسۍ د انګرېزۍ نه 

د خداے نعمت د علم چې څکې پۀ پردۍ ژبه 

پۀ خوند ئې تۀ پوهـ نۀ شوې کۀ دې تېر شوله مرۍ نه 

څۀ روغ زړګے به لاړ شم زۀ اکبر د دې دنیا نه 

الله کۀ پښتون خلاص کاندې لۀ هرې غلامۍ نه 

عبدالاکبر خان اکبر عمرزئ )چارسده(

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …