مستقل ليکوالان

دا ليکوالان د پښتون مجلې مستقل ليکوالان دي

اگست, 2020

  • 26 اگست

    تاريخ نۀ ټوقې کوي او نۀ ګپ لګوي! – ساجد ټکر

    پوهان وائي چې تاريخ د تېرو وختونو مطالعې ته وائي ۔ خو ورسره ځينې دا هم وائي چې تاريخ صرف د تېر وخت مطالعه نۀ ده بلکې ورسره پۀ تېرو وختونو ځان پوهه کول، حالات زده کول، د تېرو خلقو د غورز پرزو نه ځان خبرول، د وخت بدلون ته …

  • 26 اگست

    تنقيد، ژوند او ادب – نورالامين يوسفزے

    د انسان کلتوري او تاريخي سفر نه دا خبره را جوتېږي چې د دۀ پۀ ټولنيز ژوند او سماجي ارتقاء کښې د دۀ تنقيدي استعداد او د غور او فکر کولو صلاحيت ډېر اهم او کليدي کردار لوبولے دے او اوس ئې هم لوبوي. نن کۀ انسان دا دومره ترقي …

  • 26 اگست

    د پښتونخوا د تماکو د کرونده ګرو مسئلې – سليم خان اېډوکېټ

    تماکو( TOBACCO) د پښتونخوا د ټولو نه غټ نغد او Cash crop دے او د زرګونو کلونو نه دلته کرلے شي. دلته به د نسوارو، چيلم او دوائيانو کښې استعمال د پاره ” ملکي” تماکو پېدا کېدل او د هغې کاروبار به پۀ مقامي منډيو کښې کېدو.دا سيمه پۀ ټوله …

  • 26 اگست

    د عوامي نېشنل پارټۍخېبر پښتونخوا وياندې ثمر هارون بلور سره مرکه – مېډيا سېل ، باچا خان ټرسټ

    ثمر هارون بلور د عوامي نېشنل ګوند خېبرپښتونخوا ويانده ده او هغۀ د صوبائي اسمبلۍ د تاريخ دوېمه ښځه غړې ده چې نېغ په نېغه په څوکۍ ټاکل شوې ده۔ له دې وړاندې هم د عوامي نېشنل ګوند بېګم نسيم ولي خان د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ غړې منتخب شوې وه۔ ثمرهارون …

  • 26 اگست

    پښتون مجله د باچاخان بابا نه تر نن – رحمت شاه قرېشي

    د باچاخان بابا د ازادۍ تحريک تقريباً څۀ د پاسه سل کلونه وشول او لا هم هغه شان پۀ تندۍ سره روان دے . د بابا د تحريک ژوند د بابا اخلاص، زړۀ چاؤدون او نۀ ستړے کېدونکے زيار دے او هم دغه وجه ده چې نن سل کلونه تېرېدو …

  • 26 اگست

    پاکستاني سياست کښې د ښځو کردار – عبدالرؤف يوسفزے

    پاکستانے سياست په اصل کښې کله هم آزاد نۀ دے پاتې شوے البته يوڅو وختونو کښې څۀ ليډرانو د ازاد پارلېمنټ مبارزه هم کړې وه خو دغه ټولې خبرې اوس د تېرو وختونو قيصې دي ځکه چې د دې وطن فوځي اسټېبلشمنټ د دېرشو کاله نه ډېر ډائېريکټ د اسلام …

  • 26 اگست

    اوبۀ او رحمان – روښان يوسفزے

    زمکه پۀ يو لحاظ د اوبو جهاز دے او د ځان دننه تر ډېره حده د ژوند هغه ټولې ضروري قدرتي وسيلې لکه هوا، خشکي (للمه) او اوبۀ لري۔ دا جهاز (زمکه) د اربونو کربونو کلونو راهسې د کائناتو د ژور سمندر طوفاني چپو او غورځنګونو ته سپارلے شوے دے …

  • 26 اگست

    د مېوند ملاله، د پښتني تاريخ وياړ – جاوېد ثاقب

    د برطانيې بې مهاره ير غلګر فوج چې لۀ برطانيې څخه راوتلو نو پۀ مخه را روان ؤ او نړۍ ئې قبضه کوله- عن تر دې چې د دغه وخت د لوے اسلامي طاقت “د ترکي د خلافت عثمانيه” بنيادونه ئې هم ولړزول ـ د هندوستان تر څنګ ئې خليج …

  • 26 اگست

    د پښتونخوا نوې ضلعې او د دې معدنيات – مولانا خانزېب

    څۀ دپاسه سل کاله د پېرنګي د ظلم او جبر نه ډک تور قانون اېف،سي، آر پۀ منګلو کښې ښکېل پاتې شوې پخوانۍ فاټا چې اوس ئې مونږ د پښتونخوا پۀ نوو ضلعو او منځنۍ پښتونخوا هم يادولے شو، د يو قامي پاڅون او غورځنګ پۀ نتيجه کښې پۀ يو …

  • 26 اگست

    ما بدل واخستو (افسانه) – پروفېسر اسير منګل

    نن بيا د بادام پۀ کلي کښې يوه لويه هنګامه وه او د نزدې لرې کليو نه خلق ډېر پۀ قهر او غضب راچلېدلي وو. د هر چا سره پۀ لاس کښې مشين ؤ او پۀ ملا ئې دمړدکيو يو بند ؤ، چې ورسره ئې تېرې چاړې هم ټومبلې وې. …