اسفندیار دراني
تاریخ څانګه، پېښور پوهنتون
۲۵۷
يقين مې دے چې لوستونکي د مولانا عبدالرحيم پوپلزي د نوم نه بره د “۲۵۷” هندسه وويني نو پۀ دې خبره به سوچ کوي چې د ليکونکي د دې نه څۀ مطلب دے. دا د شمېرې هغه هندسې دي کومې چې به مولانا عبدالرحيم پوپلزئ د خط ليکلو پۀ وخت د نور څۀ ليکلو نه مخکښې ليکلې. دا د ابجدو ليک ؤ او د دې مطلب ؤ “انقلاب زنده باد” ـــ نو نن د مولانا صاحب پۀ مناسبت سره دې مضمون کښې هم دغه “۲۵۷” ليکل ضروري ګڼم.
مولانا عبدالرحيم پوپلزے د ازادۍ پۀ نامتو غړو کښې شمېرلے کېږي. د هغۀ اسلامي سوچ د شاه ولي الله د فکر نه اثر اخستے ؤ او انقلابي فکر ئې د کارل مارکس او لېنن د اثر د لاندې ؤ او هم د دغې اثر تر مخه پۀ هندوستان کښې د برټش انډيا خلاف انقلابي سوچ را اوچت شو او مختلف قوتونو لاس پښې ووهل، چرته ناشيونالزم او چرته پان اسلامزم رامخکښې شول نو چرته غدر پارټۍ څانګونه وسپړدل او هم دغه شان د چمرکنډ مجاهدينو هم خپل تېر وخت را ژوندي کولو د پاره ځان تکړه کړو. نو د دغه حالاتو سره پۀ هندوستان کښې پۀ عمومي توګه او پۀ پښتونخوا کښې پۀ خصوصي توګه د پېرنګي خلاف يو اواز پۀ مختلفو شکلونو کښې را اوچت شو، خو د عبدالرحيم پوپلزي د زېږېدو نه وړاندې د پښتونخوا سيمه د پېرنګي پۀ قبضه کښې وه.
د پېرنګي خلاف پۀ هندوستان کښې چې کومې هلې ځلې شوې دي، پۀ هغو کښې د مولانا عبدالرحيم پوپلزي پوره حصه ده چې د هغوي د مرګ پورې جاري وه او د مزې خبره دا ده چې د مسلمانانو نه علاوه هندوانو او سیکهانو هم مولانا صاحب خپل پير ګڼلو او ډېر قدر به ئې کولو او دا خبره د جولاداس دهاون د خط نه ثابته ده کوم ئې چې د کامرېډ عباد خان د زوي، محمد سراج، پۀ نوم د هندوستان نه راليږلے دے.
عبدالرحيم پوپلزے پۀ کال 1890 کښې پۀ پېښور کښې مفتي عبدالحکيم پوپلزي کره پېدا شوے ؤ. د نيکۀ نوم ئې محمد امين ؤ. د غُر نيکۀ نوم ئې هم عبدالرحيم ؤ. د پوپلزي نسبت ئې د پوپلزي خاندان سره دے چې د دراني خاندان يوه ذيلي قبيله ده او د پوپل خان نوم مناسبت سره پوپلزي دي. د پوپل خان درې زامن وو: بارک خان، محمد خان او پائنده خان. د دوي مشران پۀ کابل، غزني او پېښور کښې تقسيم شوي دي. د پائنده خان پۀ اولاد کښې محمد عظيم خان د پېښور حاکم ؤ او هم د دۀ پۀ دور کښې عبدالرحيم پوپلزي (مشر عبدالرحيم)، پۀ پېښور کښې مشر قاضي (قاضي القضاة) ؤ او د سیکهانو پۀ پېښور قبضه کولو سره دوي هم پۀ پېښور کښې استوګن شول. مولانا عبدالرحيم پوپلزي ديني سبق د خپل پلار نه تر سره کړو او بيا دارالعلوم دېوبند ته لاړلو او هلته د محمودالحسن صاحب پۀ خاصو شاګردانو کښې شمېر شو. چې دغه ځاے نه فارغ شو نو پېښور ته راستون شو او پۀ قیصه خوانۍ کښې ئې اسلاميه عربيه الصمديه پرانسته او درس ئې پکښې شروع کړو. پۀ 1912 کښې مولانا صاحب ولي اللٰهي تحريک سره ملګرتيا وکړه او هم دغه شان دوي د ديني تعليم سره سره پۀ عوامو کښې د سياسي بېدارۍ د پاره هم کار پېل کړو او مقصد ئې هم دغه ؤ چې د پېرنګي د پنجو نه دا مُک ازاد کړي او هم دغه شان پۀ 1914 کښې د ترکیې پۀ حق او د پېرنګي خلاف ئې مهم وچلولو او بيا پۀ تحريک خلافت او تحريک هجرت کښې ئې هم برخه واخسته.
پۀ کال 1924 کښې پۀ کانپور کېس کښې چې د ازادۍ پۀ ننګيالو مقدمه وچلېده نو مولانا عبدالرحيم ئې هم ونيولو او جرم ئې ورله وليکلو چې سرکار ته دا شک دے چې مولانا صاحب د صوبه سرحد نه علاوه پۀ نورو علاقو کښې د سرکار خلاف کار کوي او بله دا چې د افغانستان باچا امان الله خان سره پټ پۀ پټه ملاو دے خو ولې وروستو د عدم ثبوت پۀ وجه راخلاص شو.
سردار بهګت سنګهـ پۀ 1926 کښې پۀ هندوستان کښې يو تنظيم “نوجوان بهارت سبها” جوړ کړو، هغه ملګرے خو د کانګرس ؤ ولې هغۀ او نېتاجي (سبهاش چندربوس) د عدم تشدد سره اتفاق نۀ کولو او بيا ئې د کانګرس نه لاره هم جدا کړه. نو دغه شان دلته پۀ سرحد کښې هم د مولانا عبدالرحيم او کاکاجي صنوبر حسېن پۀ مشرۍ کښې د دغې تنظيم يوه څانګه پرانستې شوه او نوم ئې ورله “نوجوان سرحد” کېښودو. وړومبنے صدر ئې کاکاجي ؤ خو بيا کاکاجي د څۀ مصروفيت پۀ وجه ذمه واري د مولانا صاحب پۀ اوږو راغله او د دغې تنظيم صرف يو مقصد ؤ، پۀ هره طريقه د پېرنګي نه ازادي اخستل.
هم دغه رنګ چې کانګرس پۀ یويشتم دسمبر1930 پۀ لاهور کښې پۀ خپل اجلاس کښې د قرارداد پۀ ذريعه د پېرنګي سرکار نه دهندوستان د ازادۍ غوښتنه وکړه نو مولانا عبدالرحيم پوپلزي پۀ صوبه سرحد کښې د جلسو او جلسونو د پاره مشر وګڼل شو او هم پۀ دغو جلسو کښې مولانا صاحب د عوامو پام پۀ صوبه سرحد کښې نافذ شوي قانون يعني ايف.سي.اٰر ته هم وګرځولو او وې وئيل چې د حکومت دا پاليسي ده چې د دې صوبې عوام دې کمزوري وساتي. نو مونږ ضروري ګڼو چې دغه د ظلم نه ډک قانون دې ختم کړي. د دغې پام ګرځولو نه وروستو د مسلمانانو يوه کمېټي جوړه شوه چې پۀ صوبه سرحد کښې د ډرېکونين قانون تجزيه وکړي. پۀ هغې کښې ډاکټر سيد محمود، لالا دوني چند او مولانا عبدالقادر قصوري غړي وو. دغه د کمېټۍ غړي چې پۀ 21 اپريل 1930 د پېښور پۀ اړخ را روان شول نو پۀ اټک ئې ودرول او دې اړخ ته ئې راپرېنښودل.
يوه بله ضروري خبره کول غواړم، هغه دا چې د جميعت العلماء هند د پېل کولو د پاره چې کومه غونډه پۀ امرتسر کښې دسمبر 1919 نه تر جنوري 1920 رابللې شوې وه، پۀ هغې کښې د مولانا عبدالرحيم پلار مولانا عبدالحکيم پوپلزي هم ګډون کړے ؤ، نو بعضې ليکونکي د پوپلزي د نوم نه مطلب دا اخلي چې دا مولانا عبدالرحيم پوپلزئ دے، خو داسې نۀ ده او دا خبره ده چې پۀ 1927 کښې هم د جميعت العلماء هند اتم کلنه غونډه پۀ پېښور کښې وټاکلې شوه نو مختلف قسمه کمېټۍ پکښې جوړې شوې او پۀ هغې کښې مولانا صاحب او د هغوي پلار دواړه شريک وو او ورسره نور غړي هم وو، لکه خان عبدالغفار خان، صاحبزاده عبدالقيوم خان، نشتر صاحب، مولانا شاکرالله جان صاحب وغېره. خو دلته يو بل وضاحت هم ضروري ګڼم، هغه دا چې پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبني ځل د صوبه سرحد د پاره ځان له “خپل اختياره” صوبې خبره شوې وه او د هغې مثال ئې د هغه وخت د سوات سټېټ ورکړے ؤ چې د برټش انډيا د لاندې به هم ؤ او دننه (داخلي) ئې اختيار هم ؤ او دا تجويز د پښتنو دروند مشر خان عبدالغفار خان ورکړے ؤ.
د قیصه خوانۍ خونړۍ پېښه لا نۀ وه شوې، د مولانا عبدالرحيم پوپلزي پۀ مشرۍ کښې د سول نافرمانۍ د پاره وار کونسل جوړ کړے شوے ؤ چې خلقو ته به ئې دا ښودل چې څنګه به د حکومت نافرماني کوي او چې څنګه دغه پېښه وشوه نو سمدستي ئې مولانا صاحب ونيولو او د ټولو نه زياته سزا، نهه کاله، ئې ورکړه. حکومت چې د پېښې نه پس کوم کميونيک جاري کړے ؤ پۀ هغې کښې ئې “يوتهـ ليګ” هم ذمه وار ګرځولے ؤ او هم دغه وخت د دغه ټولي مشري مولانا صاحب کوله نو دوي ئې ځکه نيولي وو. وروستو د “ګاندهي ارون پېکټ” لاندې راخلاص شو.
لکه څنګه چې مخکښې ذکر وشو، د کانګرس او جميعت العلماء هند پۀ منځ کښې د پېرنګي خلاف يووالے ضرور ؤ ولې د دواړو طريقې د يو بل نه اپوټه وې. يعني کانګرس عدم تشدد باندې يقين لرلو او جميعت العلماء پۀ تشدد، نو هم دغه وجه وه چې پۀ جميعت کښې ډېر علماء وو خو د “نوجوان سرحد” جوړېدو سره ترې نه ډېر ملګري سره د مولانا عبدالرحيم پوپلزي خپلې لارې بېلې کړې. ولې د مزې خبره دا وه کله به هم او چا هم د پېرنګي خلاف خبره کړې ده يا ئې جلسه کړې ده، نو مولانا عبدالرحيم پوپلزي هلته ځان رسولے دے. د مثال پۀ توګه چې پۀ 25 دسمبر 1931 کښې د ازادۍ پۀ موضوع يوه جلسه پۀ اتمانزو کښې شوې وه. دوي (عبدالرحيم پوپلزي) پکښې هم تقرير وکړلو. چې حکومت خبر شو نو مولانا صاحب او باچاخان ئې دواړه ونيول ځکه چې د دواړو مقصد يو ؤ.
مولانا عبدالرحيم پوپلزي پۀ 1931 کښې د حج پۀ عرض سعودي عرب ته لاړو او هلته مصطفيٰ کمال، عبېدالله سندهي او امان الله خان سره هم ملاو شو.د حج نه چې راستون شو نو پۀ کانګرس کښې دننه پېدا شوي اختلاف سره ئې اتفاق وکړو او د سبهاش چندر بوس مرسته ئې وکړه. وجه ئې دا وښودله چې د پېرنګي خلاف جهاد ضروري دے ځکه چې د عدم تشدد سره ازادي نۀ موندلې کېږي او هم پۀ دغه وجه ئې پۀ 1938 کښې پۀ غله ډهېر کلي کښې د هوتي د نواب خلاف کسانيان را اوچت کړل او تحريک ئې وچلولو. بيا ئې پۀ هزاره کښې هم د کسان تحريک جوړولو کار شروع کړو. پۀ مانسهره کښې ئې پۀ فروري 1939 کښې وړومبنے کسان کانفرنس وکړو. ورپسې پۀ دسمبر 1939 کښې ئې پۀ سرائې صالح کښې ډسټرکټ کسان کانفرنس راوبللو او د هغې نه وروستو ئې د خاکروبانو يو کانفرنس هم وکړو. د مولانا صاحب د خپلې وېنا مطابق د هغوي مقصد دا ؤ چې د پېرنګي غوږونو ته د هر مظلوم اواز ورسوي.
مولانا عبدالرحيم پوپلزے چې کوم مقصد د پاره مېدان ته راوتے ؤ، هغه پۀ هر حال کښې تر سره کولو د پاره ئې د مختلفو علاقو دورې وکړې. د کوهاټ او بنو دوره ئې هم وکړه او ځاے پۀ ځاے ئې د جذباتو نه ډک تقريرونه وکړل. پۀ دولسم اپرېل 1940 ئې د جمعې پۀ ورځ د قصابانو پۀ جومات کښې تقرير وکړو. هم دغه تقرير ئې ورته بهانه کړه او مقدمه ئې پرې وچلوله او پینځۀ کاله قېد ئې ورکړو خو ډېر سخت ناروغه شو او چې سرکار ته دا معلومه شوه چې د بچ کېدو نۀ دے نو پۀ 17 جنوري 1943 ئې راخلاص کړو.
د بنو کېس لږ شان ذکر ضروري ده چې وشي او هغه ځکه چې دا هغه مقدمه وه د کومې پۀ ذريعه چې مولانا عبدالرحيم پوپلزي ته ئې د ژوند اخيري قېد ورکړے ؤ. د مقدمې جج، ايډيشنل ډسټرکټ مجسټرېټ بنو، مسټر اے.کے.اے. ډريج د 8 مۍ 1940 پۀ خپله فېصله کښې ليکي چې ملزم ته دې پۀ هر صورت کښې د زياتې نه زياته او مثالي سزا ورکړې شي چې نور خلق ترې نه عبرت واخلي، نو لږ غور کول پکار دي چې ولې د مولانا صاحب جرم څۀ دومره غټ خو نۀ ؤ چې د داسې قسم سزا ورکولو ذکر پکښې وشو او يا چې دومره ډېره سزا ورکړې شوه. خو بس يوه خبره وه چې مولانا صاحب د ازادۍ د ټولي يو داسې غړے ؤ چې د هېڅ قسمه قربانۍ نه نۀ وروستو کېدو. نو بس پېرنګي هغه د مخې نه لرې کول غوره وګڼل او قېد ئې کړو.
پۀ عدالت کښې چې ترې نه د تقرير متعلق پوښتنه وشوه نو مولانا صاحب ورته ووئيل چې تقرير ما کړے دے خو دغه نۀ کوم چې ستاسو ګواه بيانوي او زۀ هېڅ قسمه سپيناوے ورکول نۀ غواړم. جج پۀ خپله فېصله کښې ليکي چې “ملزم کو الزام پړهـ کر سنايا ګيا. اس نے مجرم نه هونے کی وکالت کی ليکن اپنی صفائی پيش کرنے سے انکار کر ديا.”
د سزا اورولو نه وروستو چې جېل ته بوتلے شو نو هلته ورته قېديانو ډېر عزت ورکړو او د خلاصېدو پۀ وخت ئې ورته سپاسنامه پېش کړه چې پۀ هغې کښې ئې د مولانا صاحب د قربانیو ستائینه وکړه. ولې د افسوس مقام دا ؤ چې مولانا صاحب ته پۀ جېل کښې د سياسي قېدي حېثيت پۀ ځاے د عام قېدي “سي کلاس” ورکړے شو او د هغه وخت ډپټي کمشنر اسکندر مرزا، چې وروستو د پاکستان صدر هم شو، پۀ حکم ورته سختې سزاګانې ورکړې شوې او د حېرانېدو خبره دا وه چې هم دغې ډپټي کمشنر لږه موده وروستو د يو خط پۀ زريعه د مولانا صاحب نه معافي هم وغوښتله خو د پښتو يو متل دے چې توکلې لاړې بيا خولې له نۀ راځي. يعني مولانا صاحب نه چې کله معافي وغوښتلې شوه نو هغه وخت د هغوي صحت پۀ جېل کښې د بيمارۍ پۀ وجه ډېر خراب شوے ؤ. بله د ستائينې وړ خبره دا وه چې د سزا ورکولو نه لږ وخت وروستو ورته حکومت د سردار علي مجسټرېټ پۀ خولې ووئيل چې کۀ تۀ معافي وغواړې نو تۀ به خلاص کړے شې، نو پۀ دغه خبره مولانا عبدالرحيم پوپلزے ډېر غصه شو او انکار ئې وکړو خو د سردار علې نه ډېر خفه هم شو، خو دغه سردار علي مجسټرېټ ترې نه معافي وغوښتله.
واپس د عدالت هغه کېس ته راځم. د پېرنګي سرکار پۀ عدالت کښې چې د مولانا صاحب کوم رپورټ شوے تقرير واورولے شو هغې ټول وخت اوولس منټه واخستو، خو ولې مولانا صاحب دغه تقرير د دوو بجو نه تر درېو بجو پورې کړے ؤ. دوېمه د حېرانېدو خبره دا وه چې کوم بنده (چوهدري عظيم) يعني ګواه چې دغه تقرير رېکارډ کړے ؤ، هغۀ پۀ پښتو کښې ليک لوست پۀ صحيح توګه نۀ شو کولے، د هغۀ نه چې د پښتو د ليک لوست دغه پوښتنه وشوه نو هغۀ جواب ورکړو چې نۀ راځي. نور دې لوستونکي پۀ خپله اندازه ولګوي چې د دغې مقدمې نوعيت به څنګه ؤ؟
د مولانا صاحب اشتراکي نظريه:
مولانا عبدالرحيم پوپلزي د اسلامي عقيدې سره سره اشتراکي سوچ هم لرلو او هم دغه وجه وه چې پۀ 1936 کښې پۀ صوبه سرحد (پښتونخوا) کښې پۀ غله ډهېر کښې د زميندارانو تحريک پۀ جوړېدو ؤ نو مولانا صاحب د هغوي رهنمائي وکړه او دغه شان پۀ مفتي آباد کښې ئې هم د کسان تحريک مرسته کړې وه. عمر فاروق صاحب ليکي چې مولانا عبدالرحيم پوپلزے پۀ صوبه سرحد کښې وړومبنے اشتراکي عالم ؤ. پۀ اصل کښې هغۀ د اقتصادو پۀ بنياد سياسي ازادي اخستل ضروري ګڼل. هغۀ د کېپيټلزم د ختمولو د پاره د غريبو خلقو پۀ مرسته خپل کوشش کولو او هم دغه غريبو خلقو د خدمت د پاره ئې ملا تړلې وه او شپه او ورځ به لګيا ؤ او هم دغه وجه وه چې د کمزورو خلقو ئې مرسته کوله. عبدالاکبر خان اکبر ليکي چې صنوبر حسېن (کا کاجی) او مولانا عبدالرحيم پوپلزے دواړه د اشتراکي نظریې ملګري وو او مولانا ډېر عمر ما سره پۀ جېل کښې ؤ. پۀ ښار کښې د هغۀ ډېر اثر ؤ. زما نه به ئې د کمیونزم پۀ باره کښې معلومات حاصلول.
مولانا صاحب د ژورنالسټ او شاعر پۀ حېث:
مولانا عبدالرحيم پوپلزي د صوبه سرحد پۀ عوامو کښې د بېدارۍ د پاره د ژورنالسټ پۀ مېدان کښې هم د چا نه وروستو نۀ ؤ. د هغوي پۀ ذهن کښې د غلامۍ خلاف او د اذادۍ د پاره چې کومې جذبې ټټوبې کولې هغه د هغه وخت د اولس را اوچتولو د پاره پۀ خپله يو مثال ؤ. هغوي د خپل قلم داسې استعمال کړے دے چې د هغې مثالونه ډېر کم ملاوېږي. يو اخبار ئې “چنگاری” خپرولو او بل ئې بيا “سرفروش” خپورولو (د سرفروش نوم يو ځاے کښې “نوجوان سرفروش” هم راغلے دے) او د درېم اخبار هم ذکر شوے دے چې د هغې نوم “نوجوان سرحد” يادېږي.
د ژورناليزم نه پۀ بل اړخ هم مولانا عبدالرحيم پوپلزي د خپل قلم زور ښکاره کړے دے او هغه د شاعر پۀ حېث دې. د هرې يوې پېښې او هر يوې خصوصي لحظې پۀ مناسب ئې داسې شعرونه وئيلي دي چې شاعران ورته هم ګوته پۀ خولۀ پاتې شوي دي. مولانا صاحب ډېر شعرونه پۀ اردو ژبه کښې وئيلي دي خو پۀ پښتو، عربۍ، هندکو او فارسۍ ژبو کښې ئې هم شعرونه وئيلي دي. د مثال پۀ توګه دا لانديني شعرونه ئې وړاندې کوم:
مذہب نہیں دیتا ہے تعلیم غلامی کی
تم سچے مسلماں ہو آزادی کے پروانو
سختی سے نہ گھبراو ، وہ سامنے منزل ہے
کچھ اور بھی تیزی سے بڑھتے چلو دیوانو
مولانا عبدالرحيم پوپلزي پۀ خپل ژوند کښې د انقلابي هلوځلو سره سره د وخت مناسب شاعري هم کړې ده او پۀ دغه شاعرۍ کښې ئې کۀ يو اړخ ته پۀ انقلاب کښې حصه اخستلو باندې زور ورکړے دے نو بل اړخ ته ئې د انقلابيانو هر يو کوشش ستائيلے هم دے او دې نه علاوه ئې د مظلومو او غريبو خلقو د پاره هم شعرونه ليکلي دي او د دغه خلقو د رابېدارولو کوشش ئې کړے دے او هم دغه شان ئې د انقلاب تخم ته اوبۀ خور کړے دے. د مثال پۀ ډول يوه پېښه وړاندې کوم. د نوجوان بهارت سبها دوو کارکنانو چې د يو نوم سردار بهګت سنګهـ او د بل نوم کيشور دت ؤ، هغوي پۀ اتم اپريل 1929 د دهلي پۀ اسمبلي هال کښې د “انقلاب زنده باد” چغې وهلو سره دوه بمونه پۀ خالي کرسیو ور وويشتل او بيا ئې خپل ځانونه هم پۀ رضا پوليس ته ورکړل. نو دغه پېښه باندې مولانا صاحب د دغه کسانو ډېر تعريف کړے ؤ. مولانا صاحب به پۀ فارسۍ کښې “سودا” او پښتو کښې “پوپلزئ” قلمي نومونه لرل. د مولانا صاحب د لاسو نه وتي شاهکارونه روداد وفد علماء صوبه سرحد او حقيقت حال دي.
د جېل د سختیو پۀ وجه مولاناعبدالرحيم پوپلزئ هم پۀ جېل کښې ډېر ناروغه شو او د راخلاصېدو نه وروستو پۀ 31 مۍ 1944 کښې د دې فاني دنیا نه رخصت شو خو ولې خپل يو نوم ئې پۀ داسې شان پېدا کړو چې چرته هم د پښتنو پۀ سيمه کښې د انقلاب ذکر راځي نو د مولانا عبدالرحيم نوم پۀ پکښې پۀ ښو لفظونو اخستل کېږي.