بخت زاده دانش او د هغۀ شاعري ـــ یو تاثر – طاهر بونېرے

ښاغلے بخت زاده دانش زمونږ پۀ نوي نسل کښې دومره نازولے شاعر دے چې ډېر خلق پرې مئين دي. د هغۀ شاعري د ډېرو خلقو خوښه ده او د سوشل مېډيا نه متاثره زلمي خو والله د يو دېوتا غوندې عزت او احترام ورکوي. پۀ کومه دستوره يا مشاعره کښې چې د دانش صاحب د شموليت امکان وي، هلته د اورېدونکو تعداد ډېر زيات وي. هغه پۀ دې وجه ډېر خوش نصيبه دے چې ډېر داسې مينه وال هم لري چې نۀ خو د پښتو ادب څۀ داسې ژوره مطالعه لري او نۀ ادب پسې داسې خاص غاړه وړي . شايد چې د دانش پۀ شان شاعرانو د پاره ټي ايس ايليټ دا وېنا کړې وي چې د يو قام ژبه کۀ هرڅومره وئيلې شي، يو قام کۀ هر څومره تباه او برباد شي خو چې پۀ دغه ټولنه کښې شاعران او فنکاران موجود وي نو دغه مړ قام او چقولې شوې ژبه به دوباره سر را پورته کوي او ژوندۍ کېږي به .

پۀ دې حواله ما ته خپل ځان ډېر بد نصيبه ښکاري چې ما دانش صاحب لږ ډېر اورېدلے ؤ خو مخ پۀ مخ ليدل مې ورسره تېر کال د “ودوديه هال” پۀ يوه مشاعره کښې وشو. دغه مشاعره ملګري عطاء الرحمان عطاء د جهانزېب کالج د هلکانو پۀ لمسون او تعاون سره جوړه کړې وه. ډېر شاعران ورته راغلي وو خو پۀ دې دومره شور ماشور کښې به هم د دانش ذکر پۀ خصوصيت سره کېدلو. هم دلته ما داسې محسوس کړه چې د دانش خاکساري او شاعري دوه داسې توکي دي چې خلق ئې پۀ ځان مئين کړي دي. د هر چا د زړۀ ساتنه، هر چا ته وخت ورکول او هر ځاے ته ځان رسول، دا عادتونه د دنيا پۀ ډېرو لويو شخصياتو کښې موندلے شي. البته چې کله کومه قامي الميه زمزمه کوي نو پۀ دې لړکښې د هېچا لحاظ نۀ کوي .

بلها بدرنګه دے لۀ برېتو نه ئې وينې څاڅي

زمونږ د خان پۀ دېوالۀ باندې جوړ شوے تصوير

دانشه! ژوند دومره بدرنګه دے پۀ دې دور کښې

لکه شي وران پۀ دېوالۀ باندې جوړ شوے تصوير

هغه د خپلې اولنۍ شعري مجموعې “زۀ به نۀ لېونے کېږم” ابتداء لۀ دې نه کړې ده، ورپسې غزلونه دي چې شمېره ئې دوه کم اتياو ته رسي. پۀ دې کښې د څلورو شعرونو پۀ نوم غزلې هم شته او داسې هم چې شمېره ئې لۀ يوولسو شعرونو اوړېدلې ده. د نظم برخه کښې چې دولس نظمونه شامل دي، د وړومبي نظم عنوان ئې “هسې نۀ چې لېونے شم” او “زۀ به نۀ لېونے کېږم؟” ئې اخري نظم دے. هم دا هغه مشهور نظم دے چې د ډېرو خلقو توجه ئې د دانش شاعرۍ ته را ګرځولې ده. د نظمونو د برخې نه پس ئې يوولس “څلوريزې” او پۀ اخر کښې ئې د اباسين ايسپزي صاحب پۀ نوم ليکلے نظم هم پۀ دې مجموعه کښې شامل کړے دے. دا ټوله مجموعه دوه سوه درې مخونه لري خو پۀ وړومبو څلور دېرش مخونو ئې شمېره نۀ ده درج شوې.

د ښاغلي دانش د شهرت يو راز دا هم دے چې هغه د خپل دور پۀ بې شمېره شاعرانو کښې خپل اسلوب او عن چې د وېنا انداز هم لۀ هر چا منفرد او جدا ساتلے دے خو پۀ وئيلو، اورېدلو او لوستلو کښې ډېر فرق وي. ځکه نو د شاعرۍ ځينې تيکنيکي غلطۍ ئې سړے صرف پۀ شعري مجموعه کښې محسوسولې شي خو پۀ دې نېمګړتيا هغه پۀ خپله هم پوهېږي.

د فن پۀ نيمګړتيا باندې مې پوهه يم جانانه!

خو خيال چې زور ورشي نو چپه رانه اوږده شي

خود دې هرڅۀ باوجود پۀ هغۀ کښې دومره زړۀ راکښون موجود دے چې زمونږ ډېر زلمي د هغۀ پۀ انداز کښې د شعر ليکلو او وئيلو نقلونه کوي. هغه د پښتنو زلمو د پاره د دې دور خاطر اپریدے او عزیز مانېروال دے. د يو تخليق کار د پاره دا لوے اعزاز وي چې د هغۀ پۀ ژوند کښې خلق د هغۀ تقليد شروع کړي. دا بېله خبره ده چې دانش نۀ پۀ خپل صفت خوشحالېږي او نۀ پۀ تنقيد خفه کېږي. زما پۀ خيال دا د هغۀ يو بل انفراديت دے، البته خپل موقف لکه د يو ساهو فنکار پۀ شان وړاندې کوي.

بس دغه مې کولے شو، بس دا مې احتجاج ؤ

ژړل مې او نقشه د پښتونخوا مې ګرځوله

پۀ دې د خلقو بدي شوم، پۀ دې د خلقو خوښ وم

سپوږمۍ مې وه لاسو کښې رڼا مې ګرځوله

بايد دغه پوښتنه خو يو ځل چې لۀ ما وشي

دنيا کښې ګرځېدمه، کۀ دنيا مې ګرځوله

پۀ پښتانۀ وطن چې لۀ تېرو څلوېښتو کلونو راهسې کوم جنګ ورتپلے شوے دے، د دانش شاعري د دغه حالاتو روداد او تصوير دے خو هغۀ محض د فوټو ګرافر او رپورټر کردار نۀ دے ادا کړے، د خپل دور دا الميې ئې پۀ ډېرې باريک بېنۍ سره زمزمه کړې دي. د هغۀ يو نيم شعر خو کله کله زۀ پۀ ډېر ژور سوچ مجبوره کړے يم. د مثال پۀ توګه ئې دا شعر را نقل کوم چې.

دا چې بې بوټانو ګرځي

دا ماشوم د چا ازار دے؟

د هغه پۀ دې يو شعر کښې هم زمونږ د ماضي، حال او مستقبل دومره اوږده قيصه پرته ده چې زمونږ خيالات د دې وخت نه واپس تر سکندراعظم پورې رسوي. داسې ډېر مثالونه د دانش پۀ نوره شاعرۍ او نظمونو کښې موجود دي. بايد چې نن مونږ پۀ دې سوچ وکړو چې ولې د ټولې دنيا د سترګو ازغي يو او هر سړے اخر زمونږ د وينو تږے ولې دے؟ پۀ زرګونو کلونه تېر شو خو بيا هم زمونږ حالات داسې ولې دي چې

دغه سر دے، دا تنه ده، دا پښتون دے

هو جي! بالکل قتل عام دے او ښۀ عام دے

ښاغلے دانش هم انسان دے، پښتون دے او يو دړدېدلے زړۀ لري. د پښتنو دې مرګ ژوبلې ته چې ګوري نو د يو نوي عزم اراده کوي. هغه لکه د خپلو نورو نظمونو پۀ شان پۀ تشدد” نظم کښې هم د خپل دور خپل قام دردونه سندره کړي دي او چې دې حالاتو ته ګوري نو وائي:

باچاخان به ترې پېدا شي

خو پۀ لاس کښې به ئې نېزه وي

تشدد به ئې فلسفه وي

دا سړے به ډېر بدل وي

دا سړے به عجيبه وي

پښتنو بدل به اخلي

د پښتو بدل به اخلي

اے د سوات د خوېندو مېندو

د سلګیو بدل به اخلي

پۀ دې نظم “تشدد” کښې پۀ سوات، باجوړ، وزيرستان،کابل او ويړه پښتونخوا کښې چې پۀ نزدې وختونو کښې پۀ پښتنو څومره ظلمونه شوي دي، د دې ټولو مناظرو عکس بندي پۀ کښې پۀ ډېر حوصله مند انداز کښې شوې ده چې د دې هرڅۀ به ازاله کېږي. خو زما پۀ خيال زۀ ډېر احترام سره وايم چې نن هم او بيا هم مونږ ته داسې باچاخان نۀ دے پکار چې “تشدد” ئې فلسفه وي. مونږ ته نن هم د هغه پخواني باچاخان ضرورت دے چې زمونږ قام ته د علم، پوهې، خپل واکۍ او د خپلې ژبې سره د مينې شعور ورکړي.[1] پۀ هر حال هغه پۀ خپلو نظمونو”استاذ جي”، “يتيم”، “زۀ به نۀ لېونے کېږم؟” او ځينې نورو نظمونو کښې هم نوي او زاړۀ سوالونه پۀ يو نوي انداز او اواز کښې بيان کړي دي. البته د هغۀ د ځينې نظمونو د طوالت پۀ حواله به د اردو د لوے نقاد عظيم خبره کافي وګڼم چې د احمد نديم قاسمي د افسانو پۀ حقله ئې چرته ليکلي وو چې “احمد نديم قاسمي پۀ خپل لوستونکي باور نۀ لري چې پۀ مختصره خبره به پوهه شي نوځکه ئې اوږدې اوږدې افسانې ليکلې دي.” پۀ اخر کښې زۀ د محترم دانش صاحب او دغسې نورو ډېرو شاعرانو سره پۀ ډېر احترام اختلاف لرم چې دا قسم شعرونه ليکي.

دانشه! هغه پورې چم ته نوے ملا راغے

دانشه! دغه پاتې چم به دے ليونے کئ

يا دا چې:

دا اوس چې پسې ټول خلق ولاړ دي او خاموش دي

دانشه پۀ مذهب کښې لۀ مُلا نۀ مخکښې څۀ وو؟

زما پۀ خيال پۀ کوم قام کښې چې قامي او اجتماعي شعور موجود وي او حقيقي مشران هم لري نو دغسې خلق نۀ ملا لېوني کولے شي او نۀ ئې فضل الله بې کوره کولے شي. کۀ مذهبي خلقو اولسونه قتلولے او بلوه کولے شوے نو بيا خو د تبليغي جماعت، جماعت اسلامي، سپاه صحابه، جېش محمد، لشکر جهنګوي او نورو ډېرو مذهبي او جهادي تنظيمونو مرکزي دفترونه پۀ لاهور او کراچۍ کښې لۀ اولې ورځې نه واخله تر نن پورې موجود دي. خو هلته نور خو پرېږده تر اوسه پورې چا د “هېرا منډۍ” او “نائټ کلبونو” خلاف هم جلوس نۀ دے ويستلے. هلته نۀ پۀ موسيقۍ پابندي شته او نۀ پۀ سنيما او نۀ څوک ملايانو ته ووټونه ورکوي. پۀ خپله د دانش پلار هم د يوې مذهبي پارټۍ بنيادي رکن دے خو دے به ئې نۀ لۀ کوره ويستلے وي او نۀ به ئې نور څۀ ظلم او جبر کړے وي.[2]

زما پۀ خيال پۀ پښتونخوا او افغانستان کښې د دهشت ګردۍ او بنياد پرستۍ بنيادي وجه دا ده چې دلته د قيادت بحران دے او خالي مېدان دے. زمونږ پۀ قامي مشرانو کښې نۀ د سياسي جدوجهد او مزاحمت ماده شته او نۀ د تنقيد زغملو توفيق خداے ورکړے دے. کېدے شي چې د دانش غوندې خوږ ژبې شاعران زمونږ د ټولنې دې اړخ ته هم پاملرنه وکړي ځکه چې دانش صاحب پۀ خپله شاعرۍ کښې پۀ خپله هم دا فرياد کوي چې “مونږ اخر ولې قتلېږو او ولې خرڅېږو؟”[3]

دانش ته الله پاک لويه سينه او قوي حافظه ورکړې ده. د يو عزت مندخاندان سره د تعلق لرلو او پۀ ښۀ پوسټ د نوکرۍ کولو باوجود د عاجزۍ او ملنګۍ ژوند تېروي. هغه د پښتو نه علاوه پۀ اردو او انګرېزۍ کښې هم ډېره شاعري کړې ده او في البديهـ ئې داسې شعرونه ووې چې د کلاس د ټولو هلکانو نومونه ئې پۀ کښې واخستل او زمونږ د پاره ئې د پوهاند عبدالشکور رشاد کابل يونيورسټۍ د دور يادونه تازه کړل. مختصر دا چې دانش صاحب د ډېرو لارو شهسوار دے او مونږ ترې د پښتو ژبې او قام د پاره ډېر امېدونه لرو.

د دانش مئينان پۀ هغه دومره ډېر مئين دي چې ډېر پۀ جلد بازۍ کښې ئې د هغۀ خوارۀ وارۀ کلامونه د نيټ او موبائيل نيټ ورک نه را ټول کړل، ډېر پۀ جلد بازۍ او بې احتياطۍ کښې ئې چاپ هم کړل او اوس ئې مخکتنې هم پۀ جلد بازۍ کښې روانې دي. ځکه خو د کتابت او املاء ډېرې غلطۍ لري. کاش کۀ دا ښکلې او خوږه شاعري د چاپ نه اول پۀ ژور نظر سره کتلې شوې وه نو کم ازکم د دانش صاحب مئينانو به ترې د پښتو د ليک لوست چل زده کړے ؤ. طمع ده چې پۀ دوېم ايډيشن کښې به ئې دې اړخ ته خصوصي پاملرنه وشي. پۀ اخر کښې د دانش پۀ دې دوه شعرونو اجازه اخلم چې پۀ مونږ او پۀ خپله ټولنه ئې ژور طنز کړے دے.

د ژوند د جدوجهد کتابونه څۀ له ګورې؟

د ژوند د جدوجهد کتابونو کښې ګناه ده

اے خېر کۀ د انسان وينه بهېږي پروا نشته

اے لاس چرته ور نۀ وړې پۀ سازونو کښې ګناه ده

  1. د ملګري طاهر بونېري پام کښې دې وي چې ‘پښتون’ کښې د دغه نظم شننه شوې وه. ملګري بخت زاده دانش دغه نظم کښې بدلون کړے او د خپلې فکري تېروتنې اعتراف ئې هم کړے.

    د ټولنې د یو حساس او باشعوره فرد پۀ حېث یو شاعر کوم فکر کومې نظریې سره د اختلاف حق لري، د یو شاعر د فکر سره هم پۀ دغه اساس اختلاف کېدے شي، د دې اختلاف مهذبه او مدللـه څرګندونه ادبي تهذیبي تاریخي امانت دے. د ملګري دانش دغه اعتراف باچا خاني ده او مونږ ورته ډېر درناوے لرو.

  2. ملګرے طاهر بونېرے چې د باچا خان پۀ حواله نظم کښې کومه تېروتنه، چې اوس ئې دانش تصحیح کړې ده، باندې دانش رانیسي، هغه معیار ئې دلته پرېښے دے. باید مونږ دا پام کښې ولرو چې دغه یاد تنظیمونه چې لاهور، کراچۍ او تر دې چې پېنډۍ او اسلام اباد کښې دفترونه لري، د سرکاري سرپرستۍ تر لاندې د چلېدو تورونه پرې پراتۀ دي. مونږ وینو چې د پاکستان حکومت هم د دې تنظیمونو لۀ کبله نړیوال فشار سره مخ دے او د نړیوالو مالیاتي ادارو د تحفظاتو لۀ کبله ئې نوم پۀ ‘ګرے لسټ’ کښې درج دے. د پاکستان د ګاونډو هېوادونو سره پۀ سفارتي تعلقاتو کښې د تریخوالي او ناپسندیدګۍ پۀ شا هم د دغې ریاستي سرپرستۍ الزام دے. پښتو شعري ادب کښې د خوشحال خان خټک نه تر غني خان او تر تاسو او تر بخت زاده دانش د مُلا د نوم اصطلاح د یو فرد یا یو ‘پروفېشن ټائټل’ پۀ وجه نۀ ده، د یوې اٰلې پۀ طور ده. دا داسې صورتحال دے چې د عربو اسامه پۀ هوائي لاره 868 میله کښې فلسطین نۀ ازادوي خو د دې دوه چنده 1506 میله لار کابل ته د ‘جهاد’ د پاره وهي!!! تاسو د سوات د ‘سقوط’ پۀ شا پینځۀ کاله ‘اېم اېم اے ټېکنالوژي’ هم پام کښې ولرئ او دا هم وګورئ چې د سوات نه خلقو کډې کولې نو د ایجازې خاوندان د خپلو پېریانو سره نښتي وو. ‘د پښتنو حقیقي مشران’ نن هم د دغه جنګ قیمت ورکوي او زین کړي اسونه پسې ګرځي.

    پښتو ژبې، پښتون کلتور، پښتون اقتصاد او پښتنه خاوره د مذهب پۀ نوم د مُلا ټیکنالوژۍ د لاسه تالا ترغه شوه. د دې پۀ سائنس به ځان پوهوو او مفکوره به مخ پۀ وړاندې بوځو. پۀ ډېر درناوي سره.

  3. د قیادت د ‘بحران’ بیانیه او د سیاسي جدوجهد او مزاحمت د مادې د نیشتوالي پراپېګنډه د هغه ‘انفرټائل انټیلکچولز’ ده چې پۀ ریاستي خرچه د غټو غټو هوټلونو پۀ تالارونو کښې سیمینارونه کوي او پۀ زمکه نۀ ښکاري. دې زمونږ هغه ملګري هم اېفکټ کړي دي چې د قام پرستۍ پۀ صف کښې ولاړ دي.

    زۀ دلته د دې مفکورې تحلیل پۀ لنډو ټکو کښې کول غواړم ـــ

    د پښتنو قیادت د پاکستان د مخالفت تور چې اصل کښې د هند د تقسیم مخالفت ؤ، سره مخ ؤ او مخ دے؛ د پښتنو قیادت او سیاست پاکستان کښې د وړومبۍ ورځې نه د ریاسي جبر سره مخ ؤ او مخ دے چې د بابړې نه یکه توت پورې ئې قیصه غزېدلې ده، د پښتنو قیادت د هدفي مرګونو او خودکش بریدونو سره مخ ؤ او مخ دے، د پښتنو قیادت د ‘ازادې’ میډیا تر لارې د ډیمولرائز کولو او ډیفېم کولو دسیسې ته مخامخ ؤ او مخامخ دے، د پښتنو قیادت د ‘بابا ته ایزي لوډ وکړه’ غوندې پلیتې او پرېوتې پراپېګنډې سره مخ ؤ او مخ دے، د پښتنو قیادت د غدارۍ د ریاستي تور سره مخ ؤ او مخ دے، د پښتنو قیادت پۀ پارلېماني کچه د ریاست لۀ خوا د مېنډېټ د شوکمارو سره مخ ؤ او مخ دے ـــ خو د افغان جنګ د ابتدائي ورځ نه تر نن پورې او د پانامه نه تر پلوامه پورې د پښتنو قیادت پۀ خپل تاریخي، سیاسي او ائیني موقف ولاړ دے ـــ دا چې ما پورته ولیکل، دا ټول تورونه الزامونه، بریدونه او حملې د مزاحمت پۀ وجه دي. د ‘بحران’ وجه د قیادت، سیاسي جدوجهد او مزاحمتي مادې نیشتوالے نۀ دے، د ‘بحران’ منبع انټلکچول ګمراهي ده چې د ریاستي مشینرو د پراپېګنډې یوټرس نه راوځي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …