پۀ لنډیو )ټپو( کښې د پښتنو مېرمنو یوه خاصه څېره – سید بهاء الدین مجروح

پښتو ژبه دوه رازه ادبيات لري:

شفاهي ادب او ليکلى ادب.

پۀ ليکلي ادب او د دې ادب د مقام او ارزښت پۀ باب خبرې او بحث د ادب تاريخ پوهانو کار دى. کوم څۀ چې ما ته د خاصې پاملرنې وړ ښکاري او دا ځکه چې تر اوسه پرې لا منظمه علمي څېړنې نۀ دي شوې، هغه د خلقو شفاهي ادب دى. دلته مونږ يوازې د دې ابياتو يو ډېر خاص اړخ څېړو او هغه د پښتني ښځې سندره ده او د هغې څېرې مطالعه ده چې لۀ دې سندرې څخه راوځي. مګر د موضوع د رڼا کولو دپاره بايد د دې سندرو موقعيت پۀ شفاهي ادب کښې معلوم شي او د دې د پاره پکار دي چې پر شفاهي ادب څۀ لنډې عمومي خبرې وشي.

د خلقو سندرې هغه خلقو وئيلي دي چې سواد ئې نۀ درلود، ليکل او لوستل ئې پۀ عمومي توګه نۀ وو زده او دا د سواد نۀ لرل باعث شوې ده چې عاميانه شاعران د هر ډول بهرني تاثيراتو څخه محفوظ پاتې شي. دوي کومه نمونه نۀ درلوده چې د هغۀ څخه تقليد وکړي. د شعري قواعدو کوم اقتدار نۀ ؤ چې د هغۀ څخه پېروي وکړي، نو دوي مجبور وو چې د خپل شخصي ابتکار څخه کار واخلي او نوى شعر خلق او ايجاد کړي او دې مجبوريت داسې ادب راپېدا کړى دى چې لوړ شعري ارزښت لري او پۀ واقعي توګه د يو اولس روح منعکسوي. پۀ دې ادبياتو کښې د شکل او جوړښت لۀ لحاظ ډېره تنوع پرته ده. خپل خاص وزنونه او قافيې لري چې هېڅ بل ادب ته ورته نۀ دي.

د دې ادب ځانګړي خصوصيات پۀ دې ډول بيانېدى شي:

د شکل او بڼې لۀ پلوه شفاهي ادب د موسيقۍ سره تړلى دى او قافيې او اوزان ئې د موسيقۍ څخه نۀ شي بېلېدى. شفاهي ادب داسې شعر نۀ دى چې يواځې ولوستل شي، بلکې يوه سندره ده چې بايد د ساز او ټنګ ټکور سره ووئيل شي.

د محتوي لۀ لحاظ پۀ دې ادب کښې چې کوم څۀ موندل کېږي، يا نۀ موندل کېږي، هغه دا دي:

کوم شيان چې پۀ دې ادب کښې نشته:

.1 د پښتو شفاهي ادب د پښتو او دري ليکلي ادب سره دا توپير لري چې پۀ دې ادب کښې د عرفاني او صوفيانه مينې او عشق بيان نشته، هېڅ کومې صوفيانه او عرفاني لړې وريځې د دې ادب شين اسمان نۀ پټوي.

.2 د ليکلي ادب سره ئې بل توپير دا دى چې د هېڅ کوم بادار او زمامدار مدح پکښې نشته.

.3 د ښکلي هلک مينه او د هلک د څېرې او خط او خال ستائينه چې پۀ دري ادب کښې کله د روحي انحرافاتو سرحد ته رسول کېږي، پۀ دې ادب کښې نۀ ښکاري.

.4 پۀ کلماتو باندې لوبې پۀ معنٰي ګانو کښې )موشګافي( چې د دري ادب پۀ انحطاطي دورو کښې کله ډېره سطحي او بې ځايه شي، پۀ دې ادب کښې لۀ سره نۀ معلومېږي.

کوم څۀ چې پۀ دې ادب کښې مومو، هغه ډېر ساده مګر ډېر اساسي شيان دي. دا يوه داسې انساني سندره ده چې د انسان اصلي او ژور انساني احساسات او عواطف بيانوي. پۀ سطحي او فرعي شيانو پسې نۀ ګرځي، داسې يوه سندره ده چې پۀ دې خاورينه نړۍ کښې د انسان دردونه او خوشحاليانې د انسان غمونه او لذتونه بيانوي. د انسان د ننګ او بې ننګۍ څخه د جنګ او لۀ مينې څخه د بېلتون او مرګ څخه غږېږي. دا سندره طبيعت ستائي، سيندونه او ځنګلونه، درې او غرونه، ورځې او شپې، سهارونه او مازيګرونه يادوي. د دې شعر پۀ لوستو سړي ته داسې احساس پېدا کېږي، تۀ به وائې چې د شعر او شعريت لومړنۍ سر چينې ته رسېدلي يو. د شعر او شعريت د خلق او ايجاد د اساسي عمليې پۀ جريان کښې لوېدلي يو. مګر کوم څۀ چې پۀ خاصه توګه پۀ دې ادب کښې مومو او پۀ نورو ادبياتو کښې کم يا هېڅ نۀ مومو، هغه د ښځې موجوديت دى؛ يعني ښځه نۀ يواځې د شعر د موضوع پۀ حېث بلکې د شعر او شعريت د صنفي او ايجاد کوونکې پۀ حېث او دا د ښځې شعري ابتکار او خلقت پۀ لنډيو کښې وينو.

لنډۍ د ګرامري جوړښت او فکري او شعري محتوا لۀ لحاظ پۀ دوه ډوله وېشل کېدى شي، يا د ښځې لۀ خوا وئيل شوې وي او يا د نارينه لۀ خوا – د نارينه لۀ خوا وئيل شوې لنډۍ هم پۀ دوه ډوله دي:

هغه لنډۍ چې طالب، ملا يا ميرزا وئيلې دي او هغه کښې دري او عربي اصطلاح ګانې راغلې دي، ديني مفاهيم او د دري شعر تاثيرونه پکښې ليدل کېږي. د دې لنډيو شعري ارزښت ډېر لږ دى، مصنوعي او سستې دي، رښتينې شعري قوي لنډۍ هغه دي چې بې سواده نارينو وئيلې دي. مګر تر ټولو مهمې هغه لنډۍ دي چې د ښځو لۀ خوا وئيل شوې دي.

پۀ کلو او قبائلي سيمو کښې د پښتنې ښځې اجتماعي حالت داسې ؤ چې پۀ منظمه او ازادۍ توګه د پوهې او تعليم څخه محرومه ساتل کېده. حتٰي ډېر ابتدائي ديني تعليمات نۀ ورکول کېدل، نو ځکه د ښځو لنډۍ هېڅ دري يا عربي توري نۀ لري. ژبه ئې سوچه او ساده او احساسات ئې سپېځلي او طبيعي دي. رښتينې او صادقې لنډۍ هم دا دي چې هم پۀ ټوله معنٰي شعر دى او هم انساني ژور پېغام.

مګر دلته هم بايد احتياط وشي، ځکه چې نارينه پښتانۀ شاعران اکثراً د ښځو دپاره چاربېتې او بدلې وائي او ځينې لنډۍ هم نارينه د ښځو لۀ خولې وئيلي دي. مګر داسې لنډۍ ډېرې دي چې استعمال شوي مفاهيم او بيان شوي احساسات ئې داسې ښځينه دي چې د منطق او روحياتو لۀ نظره نارينه پښتون ته ئې بيان غېر ممکن ښکاري.

مثلاً د ښځې هغه ښځينه احساس، کله چې پۀ نيمه شپه سوړ نغري خوا ته ناسته ده او منتظر ده چې مئين ئې پۀ دېوالۀ را واوړي او وېرېږي چې مېړۀ ئې راويښ نۀ شي.

يا هغه ښځينه پېغورونه چې هېڅ نارينه پښتون ئې ځان ته نۀ شي وئيلى او داسې نور.

مونږ کوشش کړى چې د لنډيو هغه مثالونه راواخلو چې پۀ رښتيني توګه د ښځو لۀ خوا وئيل شوې ښکاري.

د دې لنډيو څخه پۀ کومو کښې چې ښځه د ځان بيان کوي، د خپل محيط او ماحول څخه غېر، يوه عجيبه پۀ زړۀ پورې څېره راوځي. کېدى شي چې دا څېره د نورو ډېرو لنډيو پۀ بناء راز راز او مخالف اړخونه ولري او نور څېړونکي ئې نور مخالف اړخونه وڅېړي. مونږ خپله مطالعه د دې څېرې درې اړخو ته محدودوو او ګورو به چې د دې اړخو څخه کوم منظم او مشخص تصوير راوځي او کۀ نۀ – او هغه درې اړخونه دا دي:

مينه، ننګ، مرګ.

مګر يو مشترک احساس دا درې اړخه يو لۀ بله سره تړي او هغه د مخالفت، قيام او د نارضايت احساس دى.

رښتيا هم پښتني ټولنه يو ډېر ټينګ قومي او قبيلوي ساختمان لري. پۀ دې ټولنه کښې د ښځې د ژوند شرائط پۀ خاصه توګه سخت دي. دا ټولنه د هر څۀ نه د مخه د مړنو او جنګجويانو ټولنه ده چې نارينو جوړه کړې او د نارينو د پاره جوړه شوې ده او پۀ هغې کښې يواځې هغه بالغ نارينه د کامل عضويت حق لري چې پۀ يو خاص ټبر پورې تړلي وي. د دې ټولنې اساسي ارزښتونه د )نارينتوب( ارزښتونه دي او د ژوند قواعد ئې د پښتونوالې کوډ ټاکي. برڅېره پر دې دا ټولنه يوه مسلمانه ټولنه ده، مګر د اسلام څخه هغه ارزښتونه راخستل کېږي او اتکا پرې کېږي چې د پښتني دودونو سره ښۀ سمون او سازش کوي. دا ټولنه چې د شديد نارينتوب پۀ اصل ولاړه ده او هم پۀ خپل خاص سبک متعصبه ده، پۀ ښځې باندې دوه ډوله فشار راولي: فزيکي او روحي.

پۀ بدني او فزيکي لحاظ د کور ټول درانۀ کارونه د ښځې پۀ غاړه دي. نارينه خو کله کله جنګ ته ځي او پۀ کال کښې څو ورځې د فصلونو پۀ بناء کروندې ته ځي، کښت و کر کوي. مګر د ژوند زياته برخه ئې پۀ جومات او دېره کښې د قبائلي سياست پۀ بحثونو تېرېږي. حال دا چې ښځه د سهار پۀ خړه راپاڅي او تر تېر ماسخوتنه پورې يوه شېبه هم پۀ قلار نۀ کښېني او د مشين پۀ شان کال دولس مياشتې څرخي او دمه نۀ کوي. لۀ فصلونو سره سم ښځه د نارينه سره د قولبو، لو او لور او درمندونو پۀ وخت کښې مرسته کوي، برڅېره پر دې منطقي ورځنۍ وظيفې هم لري.

د ورځې دوه واره اوږدې مزلې کوي او د اوبو درانۀ منګي پۀ سر راوړي، ګڼ شمېر اولادونه راوړي او روزي ئې، ډوډۍ پخوي، دانې مېده کوي يا ئې ژرندې ته وړي، اوړۀ اغږي، تنور لمبه کوي، کټوۍ پخوي، وړۍ او اوږدې جامې ګنډي، سره وچوي او پټو ته ئې رسوي او نور – لۀ دې ټولو بدني درنو کارونو سره سره بيا هم دا د حوصلې او فعاليت نمونه د دې جسمي زحمتونو څخه دومره شکايت نۀ لري. کله کله پۀ ځینو لنډيو کښې خپلو بخملي ګوتو ته اشاره کوي چې د غنمو وږي پرې راټولوي او يا دروند منګى يادوي چې نرۍ ملا ئې ورماتوي.

کوم څۀ چې دا ښځه ډېره زوروي، هغه د دې فشار روحي او اخلاقي اړخ دى. احساس کوي چې د دې انساني ښځني طبيعت د پښو لاندې کېږي، نارينه ورته پۀ سپکه سترګه ګوري او د خپل ځان څخه ئې مقام ټيټ بولي. د نيمګړي فکر او د شرير طبيعت خاونده ورته وائي، مېړۀ ورسره يو ځاى ډوډۍ نۀ خوري، د دې د زېږېدو پۀ وخت کورنۍ ماتم نيسي او نارينه د لور پۀ زېږېدو شرمېږي. د فاميلونو پۀ منځ کښې تبادله کېږي، ودول کېږي او تپوس ترې نۀ کېږي.

ښه نو اوس دا پوښتنه پېدا کېږي چې د دې فزيکي او روحي شرائطو پۀ مقابل کښې د دې ښځې عکس العمل څۀ دى؟ ظاهراً اطاعت او تسليم ښکاري ځکه خپل کار د ماشين پۀ شان کوي.

د نارينتوب ارزښتونه قبلوي او سر ورته ږدي؛ مګر کۀ لږ ځير شو نو معلومه به شي چې دا تسليم يواځې ظاهري دى، ښځه مخالفت کوي او خپل نارضايت ښکاره کوي او دا مخالفت پۀ دوو بڼو ښودل کېږي.

انتحار او سندره:

د نارينتوب د قانون پۀ اساس خپل ځان وژل بې غېرتي ده، د اسلام دين ئې هم جداً منع کوي؛ دا ځکه هېڅ کله پښتون مسلمان نارينه ځان نۀ وژني مګر پښتنه ښځه انتحار کوي او دا يواځې پۀ دوه ډوله – يا سنکيا (زهر) خوري او يا سيند ته دانګي او پۀ دې ډول د نارينو لۀ اصولو سره مخالفت څرګندوي.

د دې نارضايت د ښودلو پۀ زړۀ پورې بڼه سندره او پۀ تېره بيا لنډۍ ده.

(1 پۀ مينه کښې:

د نارينتوب کوډ د ښځې مينه سنسروي او منع کوي او ديني احساس د دې نهې ملاتړ کوي. پېغلې او زلمي حق نۀ لري پۀ ازاده توګه سره کښېني پاڅي، ازادانه د مينې اظهار وکړي او د مېړۀ او ښځې پۀ توګه يو بل سره خوښ کړي. مينه داسې يوه ګناه ده چې مرګ ئې جزا ده. د مينې ګناهکاران وژل کېږي او د دښمنۍ سلسله نسلونه نسلونه دوام کوي.

پېغلې تبادله کېږي او يواځې د کورنۍ مشر د خپل فاميلي او قبيلوي سياست پۀ بناء د هغې سرنوشت ټاکي. نو ځکه د بېلتون سندره د لنډيو ډېره مهمه برخه ده، وجه ئې دا ده چې پښتنه پېغله تل د خپل مئين څخه جلا ده، زلمي يا لرې وطنو ته غريبۍ پسې تللي او يا پۀ کلي کښې دي خو پېغلې ته ئې د ليدو اجازه نشته او د ښځې لۀ خوا د مينې اظهار لويه ګناه او لوى شرم ښکاري. دا پېغله د تل د پاره پۀ بېلتون اخته پۀ واویلاو کېوزي.

مېړۀ ئې يا سپين ږيرى وي او يا يو کوچنى هلک او دا مېړۀ دى چې همېشه ورته د (موزيګي) خطاب کوي. هېڅ داسې يوه لنډۍ به ونۀ مومو چې پۀ هغه کښې ښځه خپل مېړۀ ته د مينې يا د وفادارۍ اظهار وکړي.

ولې به نۀ ژاړم عالمه!

چې زوړ سړى مې د پالنګ طمع کوينه

زما پۀ برخه دې کمکى کړ

زۀ چې کمکى يار لويوم زړه به شمه

او مېړۀ سره ژوند ورته هره شپه عذاب دى:

خاونده! بيا دې ماسخوتن کړ

بيا مې پۀ خوا کښې موزيګى کوي خوبونه

خاونده! بيا دې ماسخوتن کړ

چې نا رضا کټ ته مې رېږدي اندامونه

لۀ خپل موزيګي څخه پۀ سندره کښې داسې انتقام اخلي:

راځه راځه پر کټ راخېژه

کۀ بازو مات شو موزيګى به ئې جوړوينه

 ستا پۀ راتلو موزى قارېږي

زۀ به خولګۍ پۀ دروازه کښې درکومه

مګر دا نارضايت پۀ يو بل شان ښه بڼه پۀ لنډيو کښې برېښي. د مينې خبرې ممنوعې خبرې دي؛ دا خبرې پۀ جګ اواز او پۀ ډاګه وئيل پۀ خپله د نارينتوب کوډ بې اطاعتي ده. ښځه د عشق او مينې څخه پۀ ډېر صراحت او سخت رياليسم خبرې کوي – تۀ ته به وائې چې دا غواړي قصداً او ارادتاً وشرموي او نارينه پۀ خپل نارينتوب کښې خړ پړ کړي او کوم ټکى چې پۀ دې عشق سندره کښې لا نور د پاملرنې وړ دى، هغه دا دى چې پۀ دې عشقي بيان کښې ښځه د زړۀ سوي او د ترحم احساس څخه هېڅ کار نۀ اخلي.

مئينه يم منکره نۀ يم

کۀ شينکى خال مې د چړو پۀ څوکو ځينه

خولۀ مې د خولې د پاسه کېږده

ژبه مې پرېږده چې ګيلې درته کوينه

 بېګانۍ شپه به بيا رانۀ شي

چې درسته شپه د يار پۀ غېږ کښې شړېدمه

 راشه زما تر څنګه کښېنه!

کۀ ته شرمېږې لاس به زۀ درواچومه

 خولګۍ مې خوره صرفه پرې مۀ کړه

شکره نۀ ده چې پۀ تول به کمه شينه

 ټينګه مې ونيسه پۀ غېږ کښې

مخ مې راستون کړه ښکلوه شينکي خالونه

زلمي خپل عشق ته رابولي، مګر دا بلنه پۀ عذر او زارۍ نۀ کوي، نۀ پۀ خپل ځان زړۀ سېزي او نه پۀ خپل مئين؛ پۀ دې مېدان کښې ښځه د نارينه څخه زړوره ده، ځکه چې پۀ دې بلنه کښې لۀ نارينه څخه ښځې ته زيات خطر متوجه دى، ځکه چې نارينه خو لۀ ځانه دفاع کولې شي، تښتېدى شي، بل وطن ته تلى شي مګر ښځه تل وژل کېږي، دا کبرجنه زړوره د خپل ځان خطر ته هېڅ اشاره نۀ کوي، يواځې نارينه تشويقوي چې لږ څۀ خطر خو قبول کړي.

ديدن کوه مۀ ايسارېږه!

کۀ چا پرې مړ کړې ځوانان تل پۀ مينه مرينه

 لۀ سره تېر شه ديدن وکړه!

چې سر ساتې خاورې به وکړې ديدنونه

 راځه چې باغ ته سره لاړ شو

يا به مئين شو يا پۀ غبرګې چړې خورونه

ننګ:

دا د مينې بيان چې د نارينه د ننګ او غېرت احساس څخه پۀ کښې کار اخستل کېږي، پۀ خپله د يو راز نظام مخالفت دى. د يو راز قبول شوو ارزښتونو نفي ده. د نارينتوب شعور چې لۀ خپل ځانه بالکل راضي دى او د خپل تفوق او جګوالي څخه مطمئن دى؛ د ښځې دا عشقي بيان پۀ دې راضي او مطمئن شعور کښې نارضايت او ناړامي عنصر ورګډوي او دا شعور د شک او ترديد پۀ بلا اخته کوي. ځکه د پښتني ټولنې اساس نۀ د مينې قانون دى او نۀ بل کوم قانون، بلکې يواځې د نارينتوب قانون، يعني د پښتونوالي کوډ دى او د مينې قانون او د نارينتوب کوډ يو لۀ بله سره ټکر کوي او يو د بل پۀ ضد واقع کېږي. د نارينتوب کوډ د نارينو پۀ لاس د نارينو د پاره جوړ شوى دى او د دې کوډ يوه مهمه موضوع يو مهم (شى) پۀ خپله ښځه ده. دا کوډ ښځې ته لۀ بهره پۀ زور ورتحميلېږي او ښځه پۀ خپل ژور طبيعت کښې د دې کوډ پۀ بناء ژوند نۀ کوي بلکې د هغې د ژوند قانون د مينې قانون دى، شخړې او کړکېچونه هم لۀ دې ځايه راپورته کېږي.

د نارينه د پاره د نارينتوب د کوډ يو منفي اړخ د (شرم) مسئله ده – شرم يواځې يو روحي انفرادي حالت نۀ دى بلکې يو اجتماعي موقعيت دى او د دې ناوړه موقعيت مهم عامل اکثر ښځه وي. کۀ د سړي ماندينه، خور يا لور لۀ چا سره مټيزه لاړه شي، دا سړى د شرم حالت ته پرېوځي، اجتماعي حېثيت بائيلي، نارينتوب ترې ځي؛ نو د حېثيت د اعادې د پاره بايد مئينان مړۀ کړي، کۀ سړى ترې وتښتي ښځه خو بايد مړه کړي او نارينه ټول عمر تعقيب کړي، تر څو چې ئې مړ کړي.

ښه! ښځه خو د نارينتوب د کوډ مهمه موضوع ده، مګر د دې کوډ جوړونکې او فاعله نۀ ده – نو اوس بايد وپوښتوچې د دې کوډ پۀ مقابل کښې ښځه څۀ احساس کوي؟ څۀ راز عکس العمل ښائي؟ کۀ سړى هغو لنډيو ته ښه ځير شي چې د ننګ، غېرت او نارينتوب پۀ باب د ښځې لۀ خوا وئيل شوې دي او ښۀ غوږ ورته کېږدو نو سړي ته دا ګمان راپېدا شي چې د دې لنډيو پۀ ژور تل کښې يوه هسکه پۀ جګ اواز خندا روانه ده، ښځې ته دا جدي او سر سخته نارينه د کوچنيانو پۀ شان ښکاري؛ تۀ به وائې چې دا ښځه دې زړورو کوچنيانو ته داسې وائي، ‘ښه! ستاسو چې دومره د نارينتوب لوبې خوښېږي، زۀ به هم ستاسې د نارينتوب پۀ لوبو کښې درګډه شم او تاسې به دې ته مجبور کړم چې د خپلو اصولو اخري نتائج راوباسئ.’ رښتيا هم داسې کېږي – هغه ښځه چې د نارينتوب کوډ غېر فعاله موضوع وه، يو شى او دا کوډ پرې لۀ بهره تحميلېدۀ او تطبيقېدۀ؛ ښځه راپاڅي او د دې کوډ اراده او اختيار پۀ خپل لاس کښې اخلي او بيا ئې پۀ نارينه تحميلوي او تطبيقوي. دا شان د يو دياليکتيکي تمسخر پۀ وسيله وضع پۀ خپله نفع راړوي – هغه د نارينتوب وینزه او غلامه د نارينتوب واکمنه او باداره کېږي او بيا نارينه ته د نارينتوب حق ورکوي، نو بيا نارينه چې هر کار ته اقدام کوي يا ئې نۀ کوي، هر غېرت يا بې غېرتي کوي نو د ښځې پۀ نظر ځان ته ګوري او همېشه ورسره دا سودا وي چې ‘ښځه به مې څۀ وائي؟’ ‘د کلي نجونې به څۀ وائي؟’ – دا شان ښځه د ناراحتۍ شک او ترديد عنصر د نارينتوب پۀ مطمئن او تفوق غوښتونکي شعور کښې ورننباسي. کۀ پۀ جنګ کښې ماتې وکړي يا بله کومه بې ننګي يا بې غېرتي وکړي نو بيا پۀ کور کښې ژوند نۀ شي کولى، ځکه چې د خپلې ظاهراً چپې فرمانبردارې ښځې مور يا خور بې رحمه او بې لحاظه سترګو ته نۀ شي کتلى. پۀ دې شان د ښځې نظريه او نظر د نارينه د نارينتوب سرنوشت ټاکي.

پۀ دې ځاى کښې د لنډيو مثالونه ډېر دي او ټولو پښتنو ته معلوم دي؛ يواځې يو څو مثالونه به راواخلو چې ښځه پکښې پۀ رښتيا سره خاندي:

تۀ چې زما پۀ غېږ کښې رېږدې

هلته به څۀ کړې چې د تورو برېښنا وينه

 جانان مې جنګ کښې ماتې وکړه

پۀ بېګانۍ ورکړې خولۀ پښېمانه شومه

 کۀ لۀ مېدانه پۀ شا راغلې

کور دې ځاى نشته بل وطن ته ځه مئينه

 مورچل ته زر خېژه جانانه!

ما دې پۀ سر باندې ايښودي دي شرطونه

مرګ:

دا زړوره، باحوصله، کاريګره مئينه او شاعره مېرمنه کله کله هم مرګ يادوي؛ دلته لومړى پۀ زړۀ پورې ټکى دا دى چې د ښځو پۀ لنډيو کښې د ‘روح’ کلمه هېڅ نۀ موندل کېږي. دا اصطلاح يواځې پۀ هغو لنډيو کښې شته چې مرزايانو يا طالبانو وئيلې دي.

ښځه کله د ‘ساهٰ تورى پکاروي، مګر د ‘ساه’ نه مراد نفس او تنفس دى. ‘ساه وتل’ د هغه کالبد پۀ باب وئيل کېږي چې نور تنفس نۀ کوي. بل کوم مفهوم ترې مراد نۀ دى. د ‘روح’ پۀ ځاى د ‘اروا’ اصطلاح راځي مګر يواځې د نارينه پۀ لنډيو کښې داسې ښکاري چې يو غېر مادي لۀ بدنه جلا مستقل واقعيت مفهوم د ښځې پۀ ذهن کښې نۀ دى ځائيدلى. دا ښځه د ‘روح’ سندره نۀ وائي بلکې د خپل ښکلي جسم سندره وائي او پۀ دې سندرو کښې د خپل موجوديت يو بل اړخ ښائي او هغه ‘زړۀ’ او ‘زړګى’ دى. دا اصطلاح لومړى د بيان داسې يوه وسيله ده چې ښځه د هغې پۀ وسيله کولى شي لۀ ځانه سره خبرې وکړي او بيا زړۀ د دې ښځې پۀ نظر د عواطفو او احساساتو د خوشحالۍ او غم د ناپايدار اميدونو او دوام داره ناميدۍ داسې يو مرکز دى چې لۀ بدنه نۀشي جلا کېدى.

مګر دا ښځه لۀ هر څۀ نه زيات د خپل جسم سره زياته خوشحاله ده؛ پۀ ډېره اسانۍ پۀ وضاحت او صراحت لۀ هغه څخه خبرې کوي. د خپلې ښکلې ځوانۍ څخه غږېږي؛ خپلې خمارې سترګې، د خپلو سرو شونډو شربت، د خپلو شينکيو خالونو، د خپل تور وربل، د خپلو سينو انارونو، د خپلو پستو ورنونو پۀ مينه پۀ اخلاص يادونه کوي. مګر هر څومره چې خپله ځواني او خپل ښکلى بدن يادوي، هم پۀ هغه اندازه د ژوند تېرېدو او د دنيا ناپايدارۍ ته ئې پام کېږي.

مثلاً پۀ کلي کښې سارى مرض راپېدا شوى دى او داسې عکس العمل ښائي:

راځه راځه چې خولګۍ درکړم

زموږ پۀ کلي کښې مرګى دى مړه به شمه

 

د ژوند ګزر داسې بيانوي:

راشه چې دواړه سره کښېنو

دنيا د ژمي مازديګر دى تېر به شينه

 د قبر لۀ منځه چې کوم پېغام رالېږي، هغه هم د بدن او جسم پۀ باره کښې دى:

قبر سورى کړه حال مې ګوره!

پۀ خمارو سترګو مې پرېوتل ګردونه

او بالاخره مئين ئې مړ دى او د دې مړۀ مئين څخه يواځې دا څۀ پاتې دي چې پۀ دې لاندې لنډۍ کښې ئې بيانوي:

قبر سورى شو خښتې ماتې

جانان شو خاورې بيابان بادونه ئې وړينه

د دې ښځې پۀ نظر داسې ښکاري چې مرګ يواځې طبيعت او د طبيعت عناصرو ته بيا ورګرځېدل دي. د باد، خاورو، اوبو او اور سره بيا يو ځاى کېدل دي. د بلې دنيا د موجوديت پۀ باب خپل سر نۀ خوږوي. د ښځې هېڅ يوه داسې لنډۍ نشته چې پۀ هغې کښې د بلې دنيا پۀ باره کښې د اميد يا د وېرې احساس ته اشاره شوې وي، لۀ کومو کړو ګناهونو څخه د پښېمانۍ احساس دا ښځه نۀ ځوروي؛ پۀ بله کومه دنيا کښې د مجازاتو څخه پروا نۀ لري – کوم شى چې د دې ښځې د ژورې نا اميدۍ باعث کېږي، هغه د ژوند نامحدوده او لنډه موده ده. نا اميده کېږي ځکه چې د خپلې ښکلا او خپلې ځوانۍ څخه د مينې او عشق د ټولو امکاناتو څخه ټول خوند او ټوله مزه نۀ شي اخستلې. د مرګ پۀ مقابل کښې نا اميده کېږي ځکه چې د دنيا نه وږې ځي او د دې خاورينې زمکې د ټولو نعمتو څخه څۀ نۀ څکي؛ د مرګ پۀ مقابل کښې نا اميده کېږي ځکه چې د دنيا څخه تږې ځي او د عشق او مينې ژوره او ناپايانه تنده ئې هېڅ کله نۀ ماتېږي.

دا وو ‘پۀ لنډيو کښې د پښتنې ښځې’ د څېرې يو څو اړخونه – بې شکه دا څېره نور راز راز مختلف او مخالف اړخونه لري مګر د دې لنډۍ څېړنې پۀ بناء پښتنه مېرمن د لرغونې يوناني تراژيدي قهرمانۍ ته زياته ورته ده او دا د تراژيدي قهرمانۍ سره د دې شباهت لۀ دوه پلوه دى:

يو دا چې د دې مېرمنې عشق او مينه پۀ دې دنيا کښې همېشه او د تل د پاره د ماتې او مرګ سره مخامخ دي.

بل دا چې دا مېرمنه پۀ بله کومه دنيا کښې د کوم اميد ځاى هم نۀ لټوي، يواځې دا دنياګۍ ئې پۀ نظر کښې ده او دا دنياګۍ هم ورته د ژورې نا اميدۍ دنياګۍ ده؛ دا ښځه پۀ خپل بدن باندې کوم مستقل او غېر مادي واقعيت نۀ مسلطوي، دا ښځه د زړۀ سوي او ترحم سره اشنائي نۀ کوي.

دا ښځه يواځې خپل زړګى پېژني او د دې زړګي د غم او خوشحالۍ احساس د لنډو اميدونو او ژورې نااميدۍ عواطف پېژني.

دا ښځه تر ټولو زيات خپل جسم پېژني او د دې جسم د لنډو لذتونو او اوږدو دردونو سره ښه اشنا ده.

دا ښځه د دې خاورې رښتينې لور ده، ځکه چې د دې وطن خاورې سره ډېر شباهت لري. د دې هېواد د دښتونو او بيابانو د منظر پۀ شان ساده، بسيط او سپېځلې ده. د دې هېواد د غرو رغو، د چينو او ابشارونو پۀ شان پاکه، رڼه او مسته ده او د هندوکش د ابي رنګه غرۀ پۀ شان ښکلې، سر سخته او باعظمته ده.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …