دودیز واله او مدرنیزم – محمد اکبر کرګر

 

 

د استا اولسن پۀ باور پۀ افغانستان کښې تر نولسمې پېړۍ پورې پښتونولي د دولت ايديولوژيک بنسټ جوړولو خو دا د دې معنٰي نۀ لري چې د پښتونولۍ کود يا کدکس د ټولنې ايديولوژيک لارښود ؤ. د نوموړي پۀ باور سره افغان ټولنه يوه غېر متجانس او وېشل شوې ده نو لۀ دې کبله اسلام لۀ دې دريځ څخه د کلونو را پۀ دې خوا يو منل شوى او د ټولو لپاره د وحدت او يو والي فکتور پاتې شوى دى. دا ځکه چې اسلام نۀ يواځې د ټولنې د حقوقي او اخلاقي اصولو بنسټ جوړوي چې د قبيلوي قوانينو او دودونو ورسره ځان عيارکړى دى. پۀ واقعيت کښې پۀ افغانستان کښې د ټولنو ټوله ښوونه او روزنه د پېړيو پۀ دوران کښې يواځې پۀ مذهب پورې تړلې وه. پۀ نتيجه کښې هر تعليم يافته پۀ مذهبي علومو کښې روزل کېدلو او عامه دولتي دفاترو هم دغه ډول کسانو ته اړه درلوده. دغه اشخاصو پوره زيات نفوذ هم درلود. د ښوونې او روزنې شريعت ، ادارې، عدالت او پۀ عامه اخلاقو نظارت د دوي پۀ اوږو بار ؤ. يا پۀ بل عبارت، مذهبي مشران د قبائلي او محلي شخصيتونو څخه اوچت او د لارښوونې اصلي کړۍ وې.

پر دې سربېره دې کښې شک نشته چې پۀ افغانستان کښې د عنعنوي دولت لۀ جوړېدو راهسې د امير عبدالرحمان تر دورې پورې قوميت او د پښتنو قبيلوي جوړښت ډېر پياوړى او حاکم ؤ او مذهبي مشرانو د دې جوړښت پۀ پردو او بوده تنسته کښې ځاى نيولى ؤ. خو لۀ بلې خوا د افغانستان زياتره واکمنان عن احمد شاه دراني د مشهورو متصوفينو اوعارفانو لاس نيوی کولو او لۀ هغوي ئې دعاوې اخستلې – لکه ميا فقير الله جلال ابادي شکار پوري چې د اوسنو مجدديانو نيکۀ او اسلافو لۀ جملې ؤ. يا د څمکنو ميا عمر صاحب، يا صابر شاه ملنګ؛ خو دغو کسانو هېڅ کله پۀ دولتي او سياسي چارو کښې نېغ پۀ نېغه ونډه نۀ اخستله.

د لومړي وار لپاره د انګليس د استعمار راننوتل او د هېواد اشغال د دې سبب شو چې د مقدسې جګړې )جهاد( مفکوره قوت واخلي او مطرح شي. دې مفکورې د روحانيت او مذهب مؤسسې ته ټکان ورکړ، مشهورو مذهبي مشرانو او د تصوفي طريقو لارښوونکو لکه مجدديه او ګېلانيه يا قادريه فرقو پېروانو او نورو روحانيونو د اولسي پاڅونونو مشرتوب تر لاسه کړ. پۀ دې لړ کښې ځينې ملايان هم دې بهير کښې را داخل شول او د مذهبې لارښوونکو پۀ نوم ئې د اولسونو پۀ مشرتابه کښې د پښې ايښودلو ځاى پېدا کړو. لۀ بلې خوا پۀ دغه ټولنيز بهير کښې چې قبائلي او قومي جوړښت ئې درلود، روحانيونو د مذهبي واک پۀ خوا کښې سياسي واک هم تر لاسه کړو.

پۀ واقعيت کښې بهرني اشغال او فشار د اولسونو د يو والي او ګډ پاڅون سبب شو چې لار ښوده جنډه ئې نۀ خو د قوم د مشر بلکې روحاني پۀ لاس کښې واخستله نو لۀ بلې خوا لوېديځ ښکيلاکګر د دې واقعيت پۀ ارزښت او اهميت پوه شول او تل پۀ دې هڅه کښې وو چې څۀ رنګه د استعمار د خدمت لپاره د داسې بديل پۀ تشکل او جوړښت باندې لاس پورې کړي او د يوۀ ظرفيت پۀ توګه ئې تل پۀ پام کښې وساتي.

د شلمې پېړۍ پۀ سر کښې د افغانستان د سياسي خپلواکۍ ګټل، پۀ ټولنيز او کلتوري لحاظ يوه مهمه يا د پام وړ ټکى دى؛ پۀ دې معنٰي چې سياسي حاکميت د دوديز والو سره پۀ ټکر او تصادم کښې واقع کېږي. دولت يا ځوان ‘اماني دولت’ د نړۍ د جاري بهير سره پۀ موازاتو کښې نوې لاره نيسې؛ يعني د ترقۍ، پرمختګ او نوي فرهنګ د جذب او د نوي قشر د ايجاد لپاره د ټولو عصري امکاناتو د پۀ کار اچولو لاره پر مخ کښې نيسي، کومه چې د سياسي او اقتصادي استقلال د استحکام لپاره اړينه وه. خو دوديز والو او هغه اقشارو چې خپلو ګټو ته ئې د نوو امکاناتو پۀ ايجاد سره خطر احساسولو، د مخالفت پۀ لټه کښې شول.

‘اماني دولت’ چې د ځوانو روښانفکرانو نفوذ پۀ کښې زيات ؤ او پۀ خپله بادشاه پۀ ډېرۍ چټکۍ او شتاب سره غوښتل چې هېواد د ترقۍ او پرمختګ پۀ لاره ور سم کړي، د هغۀ پلانونه ځاى ځاى لۀ خنډ سره مخامخ شول.

وارتان ګريګوريان ليکي،

ملايان د يو صنف يا طبقې پۀ توګه لۀ امان الله خان څخه پردي وو. اکثراً لۀ پېل څخه د 1919 کال راهسې ملايان د هغه د زياتو اقداماتو سره مخالف وو چې عمده مسائل ئې د ښځو ازادي او هغو ته قانوني او ټولنيز حقوق ورکولو څخه عبارت وو. امان الله خان قصد درلود چې د ښځو او نجونو لپاره عامه زدکړه او حقوق خوندي او تسجيل کړي او ښځي وکولى شي چې پۀ عام محضر کښې څرګندې شي. پۀ خاص ډول چې مذهبي عناصرو ته دا خبره د منلو وړ نۀ وه. عن تر دې چې کله امير غوښتل چې ښځې دې حق ولري چې خپل وېښتان د فېشن لپاره قېنچي يا لنډ کړي نو دا د شرم او ننګ خبره وګڼلې شوه. اکثراً ملايانو ته امير لارښوونه وکړه او ځينې وختونه ئې امر وکړ چې افغان نارينه دې ځانونه د لوېديځ لۀ لباس سره عيار کړي …… پر دې سربېره امان الله داسې اقدامات وکړل چې پۀ سيده توګه ئې ملايان متاثره کړل. د مثال پۀ توګه نوموړي ملايان پۀ سخت دريځه دېوبندي اسلامي مدرسه کښې چې پۀ هند کښې ئې موقعيت درلود، لۀ زدکړې منع کړل او دا حق ئې ورته لغوه کړ او هم دا رنګه ئې پۀ منځنۍ اسيا کښې د روزل شوو ملايانو پۀ دندو ګمارلو هم بندېز ولګولو.[1]

نوموړي د خپل پلار لاره تعقيب کړه چې د وقف او د روزني اساسي چارې تر کنترول لاندې راولي او دغه راز ئې د سبسايدي کولو لګښتونه هم را لږ کړل.

هم دا رنګه امان الله خان هڅه وکړه چې د ښوونې او روزنې پۀ برخه کښې د ملايانو واک را لږ کړي.

استا اولسن هم پۀ دې باور دى چې امان الله خان د قدرت پۀ لومړيو وختونو کښې د مذهبي مشرانو د پراخ ملاتړ څخه بر خور داره ؤ چې سبب ئې د نوموړي څرګند ‘پان اسلامستي’ او برطانوي ضد سياست ؤ چې د افغانستان د ټولو ختيځو سيمو د پېروانو لۀ ملاتړ نه برخمن ؤ. پۀ شرقي پېروانو کښې د هډې صاحب پېروانو کلک ملاتړ کولو. شاه امان الله د فضل محمد حضرت شور بازار شمس المشائخ سره نزدې اړيکې درلودلې، نوموړي د دواړو وروڼو سره يعني د مجددې کورنۍ پۀ افغانستان کښې د زيات نفوذ څخه برخمنه کړه.

داسې ټاکل شوي وو چې د شاه امان الله پر ضد د لومړني اغتشاش علائم او د اصلاحاتو د سياست پر ضد اقدامات پۀ 1923 کال کښې د جشن پۀ موقع پۀ جلال اباد کښې را منځ ته شول. تقريباً اتۀ سوه تنه اپريدي، مومند، شينوار، خوګياڼي، غلجي او د ننګرهار وزير را بلل شوي وو چې پۀ هغو کښې ستر مذهبي شخصيتونه لکه د ترنګزو حاجي صاحب، د چکنور ملا صاحب، د اسلام پور پاچا صاحب، ملا سيد اکبر او مير جلال شامل وو. بادشاه رابلل شوو ته نظامنامه واوروله او حاضرينو ته ئې د خپلو راتلونکو سياستونو پۀ باب معلومات ورکړل. د چهار باغ حضرت صاحب ورور د معلوماتو د تر لاسه کولو وروسته دا نظر وړاندې کړو چې دغه نظامنامه د اسلامي تعليماتو مخالفه ده. اعتراض ممکن پۀ دې خبره ؤ چې پۀ نوي تعليمي سيستم کښې غېر مذهبي مضامين شامل وو او غېر روحاني جنبه ئې درلوده – يعني د معاصرو علومو مبادي وه چې د هېواد د تکنولوژيکي ودې لپاره ډېر اړين وو. دا پروګرام د دې سبب کېدلو چې پۀ تعليم وتربيه باندې حاکم مذهبي انحصار کمزورى يا لۀ منځه يوسي. خو تر هغه ځايه چې پۀ قبائلو پورې مربوط ؤ، د هغو خفګان زياته مادي جنبه درلوده. پۀ دې معنٰي چې اپريدو او مومند مشرانو زياتره د معاش د کمښت لۀ امله چې پخواني امير به زياتې پېسې ورکولې، ناراضه وو. دې خبرو اترو د شاه د رېفورم پۀ سياست باندې ناوړه اغېزه وکړه. پۀ کال 1924 کښې کله چې د خوست پاڅون وشو او بيا د لويې جرګې غونډه وه، شاه چمتو ؤ چې پۀ نظامنامه کښې بدلون راولي او دا بدلون څرګند شو. هم دا رنګه دا چې پۀ اساسي قانون کښې لويې جرګې ته د قانون ګزارې مرجع پۀ توګه اشاره ونۀ شوه نو د خوست د پاڅون لۀ امله پۀ دې برخه کښې د شاه توافق حاصل شو چې ومني چې پۀ اساسي قانون کښې تعديلات د لويې جرګې کار دى او پۀ دې ډول د لويې جرګې دريځ او موقف تائيد شو.[2]

د پاڅونونو پېلامه اوعوامل او خپلواکۍ او ترقۍ پر ضد قدامات:

امان الله خان د 1928 کال دلويې جرګې د پرېکړو نه وروسته پۀ خپله وېنا کښې ووئيل،

د سږ کال جرګه د تېرو کلونو لۀ جرګو ښه ده، ځکه چې ډېرې ګټورې مسئلې پۀ کښې حل شوې. دا د دې لۀ کبله چې نمائنده ګان پۀ سيده توګه د خلقو لۀ خوا ټاکل شوي وو؛ شيخانو، ملايانو او خانانو ونۀ شول کولى چې لۀ دې سره څۀ وکړي.[3]

دا خبره د دې معنٰي هم لري او لکه چې څرګنده ده چې د وخت مشر د دوديز والو سره پۀ سخته ربړه او ستونزه کښې ښکېل ؤ. خو پۀ دې جرګه کښې د قانوني لارې پۀ دې بريالى شو او پۀ 1924 کښې د لویې جرګې پۀ پرېکړو ئې غور وکړو چې د جزاء او څارنې قانون باندې بيا کتنه وکړي.

هم دا رنګه پۀ دې موقع جرګې هغه مقرره پاس کړه چې د جوماتونو دندې پۀ کښې مشخصې شوې وې چې مخکښې لۀ دې چې هر څوک هلته د امامت دنده تر سره کوي او يا د ښوونکي او مبلغ پۀ توګه دنده تر سره کړي، ازموينه تر سره کړي. هم دا رنګه جرګې هغه لائحه چې د هندوستان څخه د راتلونکو ملايانو پۀ داخلېدو باندې د بندېز لګېدلو لائحه وه، هم تصويب کړه.

د اکتوبر پۀ نيمايۍ کښې شاه امان الله خان خپلو اهدافو ته د رسېدو نيت وکړ. هغۀ لا تر مخه د ځوانو کادرونو څخه يوه کابينه جوړه کړې وه، کومه چې هيله ئې درلوده د هغۀ د بدلون راوستونکو سمونو څخه ملاتړکوي. بې صبري او راديکاليزم د هغۀ پۀ سياسې تګلاره حاکم وو او د لوړ رتبه چارواکو چاپلوسي، بهرنيو مشاورانو دغه توند ګړنديتوب ته هڅولو. د څلورو لېکچرونو يوې لړۍ چې پۀ قصر ستور کښې هغۀ وړاندې کړه، د حکومت لپاره ئې د نوې دورې د عمل لاره وګرځوله. پۀ دې څلورو لېکچرونو کښې امان الله خان ځان د يو انقلابي بادشاه پۀ توګه ونومولو او د اصلاحاتو د بري لپاره ئې اعلان وکړ. پۀ جبري توګه ئې اروپائي درېشې او خولۍ اغوستل پۀ کابل کښې رواج کړل. هم دا رنګه د بصرې هنر او موزيک، د ښوونځي پراختيا او ودې ته ئې پاملرنه راواړوله. د استقلال او رېفورم پۀ نوم ګوند د يو واحد ګوند جوړول )فرقه ى استقلال و تجدد( نومېدۀ – پۀ دې موخه چې سياسي پرمختګونو ته سرعت ورکړي؛ پريکړه وکړه. د زده کوونکو پۀ منځ کښې د بې وخته وادۀ کولو د مسئلي الغاء او حد اقل د هلکانو لپاره دوه ویشت کلني او د نجونو لپاره اتلس کلني عمر د وادۀ عمر وټاکل شو. د جمعې د ورځې پر ځاى د پنجشنبې د ورځې رخصتي اعلان کړه چې خلق وکولى شي شخصي مسائل د پنجشنبې پۀ ورځ تر سره کړي او د جمعې پۀ ورځ د جمعې د لمانځۀ لپاره چمتو وي. تر يوولسو کالو عمر پورې د نجونو او هلکانو لپاره د ګډې زدکړې اجباري کول اعلان کړل چې د جلا ښوونځو د جوړولو د لګښت مخنيوي وکړي . د دولت د چارواکو لپاره ئې د څو ښځو درلودلو باندې ممانعت اعلان کړ. د کورنۍ سپما ښوونځي جوړول )مکتب راضيه( د قابله و لپاره ښوونځي، د ښځو روغتون او پۀ ولاياتو کښې پۀ اروپائي ژبو د لېسو پراختيا؛ برڅېره پر دې نوموړې وړانديز وکړ چې لکه پۀ نورو هېوادونو کښې چې دي، نوې محکمه به يو شان قضائي سيستم ولري، هغۀ اعلان وکړ چې اوسني قاضيان د مسائلو د حل لپاره مناسب نۀ دي او د هغو د روزنې لپاره ئې د نوي ښوونځي د پرانستلو اعلان وکړ.[4]

د اصلاحاتو پۀ وړاندې سخت عکس العمل:

د خوست پاڅون او د حضراتو نقش:

د ‘اتحاد مشرقي’ پۀ مجله کښې د خوست پاڅون چې د 1924 کال د جون د شپږ ویشتمې نېټې پۀ ګڼه کښې راغلی، پۀ دې ډول تشريح شوی دى:

د دين او ملت دښمنان خائنو عالمانو ته لکه ملا عبدالله اخندزاده خروټى چې پۀ ملاى لنګ مشهور ؤ او ملا عبدالرشيد لۀ سهاکو ته بډې ورکړې چې خلق د حکومت پر ضد راپاڅوي. د دوي غوښتنه دا وه چې جزائي نظامنامه د جنوبي اعليٰ حکومت لۀ لارې وزارت داخله ته تسليم کړې. بيا ملايان را وبلل شول چې د دوي پۀ غوښتنو باندې د بحث لپاره کابل ته راشي خو هغوي ونۀ منله او پۀ بدل کښې ئې منګلو او ځدراڼو قبائلو ته د حکومت پر ضد د پاڅون لپاره ورغلل. لۀ دې وروسته سردار محمد ابراهيم خان بارکزي چې د شاه امان الله خان ماما ؤ، د حضرت صاحب او يو شمېر علماو سره د مسئلې د حل لپاره او د شريعت د احکامو د توضيح لپاره ګرديز ته ورغلل چې هغوي ملايان لۀ خپلې ناسمې لارې راواړوي؛ لۀ شريعت سره د نوي قانون تطبيق هغوي ته توضيح کړي، خبرې اترې بې ځايه وې. قبائلو پۀ تېري کنډو کښې پۀ يوۀ شرکت حمله وکړه. پاڅون پېل شو. د جنګ وزير د ياغيانو پر ځايونو بمبارد وکړ او عکس العمل ئې وښود. د حکومت د قدرت د نمائش نه وروسته د قهرژنو قبائلو خانان او ملکان حاضر شول چې پۀ قران سوګند وکړي او لۀ شريرانه اعمالو لاس واخلي.

اعظم سيستانی د اجيرو او مزدورو ملايانو پۀ اړوند ليکي:ششش

د خوست پۀ ګډوډۍ کښې د حضرت شور بازار يو مريد د ملا عبدالغني پۀ نوم د سلېمان خېلو قبائل را پاڅول او د ملا عبدالله او ملا عبدالرشيد پۀ خوا کښې ئې ودرول. دې دوه ملايانو پۀ يوه لاس کښې قران او پۀ بل کښې د جزاء قانون واخستو او د قومونو پۀ منځ کښې چې لۀ بده مرغه لۀ سواد نه محروم وو، چغې وهلې، “کوم يو مو قبول دى؟” طبعاً چې خلقو وئيل “قران!” او بيا ئې خلق پاڅون ته رابلل. د جزاء د قانون سربېره خلقو دا چې لۀ هرې کورنۍ لۀ هر واتوتنو يو بايد عسکري خدمت ته ولاړ شي، بل دليل ؤ. د امير محمد يعقوب خان زوى چې عبدالکريم نومېدۀ، دسلطنت مدعي ؤ. لۀ هند څخه پکتيا ته راغى او پاڅون شدت پېدا کړ او عن غزني، لوګر او وردګو ته ئې لمنه پراخه شوه. پۀ غزني او د وردګو پۀ شېخ اباد کښې ملا عبدالاحد، ملا عبدالسبحان وردګي او ملا عبدالحليم چهار اسيائي او ملا نور علي کهنه فروش او ملا نعمت الله قادياني مرکزي نقش درلود.[5]

خو هغو ملايانو چې د حکومت پۀ نمائندګۍ ئې لۀ هغو سره خبرې کولې، لکه حضرت صاحبان او د موسهې صاحبزاده عبدالغفار خان څخه عبارت ول. پۀ زړۀ پورې دا ده چې شاه امان الله کولی شول چې د شرقي سيمو د روحانيونو او پيرانو پۀ وسيله او مرسته چې انګليسي ضد اسلامي روحيه ئې ډېره پياوړي وه، اتکا وکړي. داسې رپوټونه موجود وو چې حضرت پۀ کابل کښې د لومړو استنطاق کوونکو څخه ؤ. خو نور رپوټونه وائي چې هغه د خبرو لپاره ګرديز ته استول شوي وو، تر هغه چې نور المشائخ د شور بازار د حضرت پۀ توګه وټاکل شو، ښۀ مناسبات درلودل. د خبرو اترو عمومي شرح لۀ ملا عبدالله سره د قاضي عبدالواسع چې )د نظامنامې پۀ تدوين کښې ئې ونډه درلوده(، خبرې جوتوي چې هغه څۀ چې دواړه ئې سره جلا کړل، د ياغيانو لاندې غوښتنې وې چې حکومت ته د منلو وړ نۀ وې:

ملا عبدالله د تعليمي رېفورم پۀ اړوند غوښتل چې د هلکانو يو لږ شمېر چې لۀ خارجيانو سره سروکار لري، بايد نوي تعليمات )مذهبي تعليمات( زده کړي او د نجونو لپاره زدکړه بايد د لاندینو شرائطو لۀ مخې ترسره شي.

هغوي ته د قران تدريس وشي اوکله چې د بلوغ سن ته ورسيږي )د وادۀ سن نهه کاله يا حد اقل د بلوغ دوره( بايد ښوونځي ته لاړې نۀ شي.

د نجونو لپاره د معلمينو حد اقل عمر بايد اتلس کاله وي.[6]

لۀ بله پلوه هغه څۀ چې د حضراتو پۀ اړوند دي، بايد ووايو:

د 1928 کال پۀ فرورۍ کښې حضرت فضل عمر مجددي )نورالمشائخ( هند ته تبعيد شو، پۀ دې دليل چې د امان الله خان پر ضد ؤ. د جنورۍ پۀ اووۀ ویشتمه نېټه يو وار بيا د فرورۍ پۀ نهمه د برېطانيا کمشنر سکات پۀ بلوچستان کښې د نور المشائخ لۀ خوا د افغان دولت پر ضد د يوې توطيې نه پرده پورته او رپورټ ورکړ. د حضرت لۀ خوا پۀ پتياله کښې کنفرانس راغوښتل شوى ؤ چې د شاه پۀ مشرۍ د تجدد پروګرام شنډ کړي. يو شمېر ملايان چې لۀ جنوب ولاياتو او کندهار څخه تښتدلي وو، هلته راټول شول. پۀ دوي کښې د ملا محمد اکبر چې د کندهار يو قاضي ؤ، هم حاضر ؤ. ملا عبدالرحيم موسٰي خېل، ملا کريم خروټی او ملا دوست محمد کوم چې تر مخه پۀ رپورټ کښې څرګنده وه چې نوموړي به برطانوي کمشنر ته معلومات ورکول. دوي داسې پلان پر مخ بوتلو چې پۀ خوست کښې پاڅون رهبرې کړي چې د لاس لاندې ملايانو او قبائلي خانانو پۀ وسيله د هېواد پۀ جنوب اوشرقي ولاياتو کښې د پاڅون لار ښوونه وکړي. د دغه رپورټ لۀ مخې د ځدراڼو او منګلو قبائلو مشران او هم دا رنګه د يو شمېر دولتي چارواکو لکه د غزني والي، د شرقي ولايت والي، د دفاع وزير مرستيال د ښوونې او روزنې وزير او د کندهار پخواني والي )سردار محمد عثمان مشهور مذهبي مشر( چې اکثرا د نور المشائخ مريدان وو. محمد صادق مجددي چې پۀ ګل اغا مشهور ؤ، د نور المشائخ ځوان ورور او د هغۀ ورارۀ محمد ثناء معصوم چې پۀ مياجان مشهور و، پۀ کابل کښې زمکلاندې يا پټ فعاليتونه سازماندهي کړل. د امير شېر علي خان لمسيان محمد اکرم او محمد اعظم لا د مخه د ځاى ناستو پۀ توګه ټاکل شوي وو – خو نور المشائخ دا مفکوره رد کړه او پۀ خالص مذهبي پاڅون ئې ټينګار کولو. مخکښې لۀ دې چې بادشاه لۀ اروپا څخه راستون شي، د پاڅون لپاره د روژې دوه وړومبنۍ اوونۍ پلان شولې. دوي پۀ خپل بري ډاډمن وو. هغه ډلې چې پۀ مذهبي پاڅون ئې تکيه کوله، پۀ کندهار او پۀ ختيځ او جنوب ولايتونو کښې وو، دوي لۀ دې امله چې ملکه ثريا د خلقو پۀ عام محضر کښې پۀ اروپا کښې را څرګنده شوې وه او بيا ئې روسيې ته سفر کړى ؤ چې دا ئې د روس د ليدلو نتيجه بلله؛ روحانيون ئې ډارول او تبليغ کېدلو چې بادشاه د بې دينه مارکسستانو تر اغېز لاندې دى. دې ډلې داسې تبليغوله چې روس د افغان حکومت سره مرسته کوي او پۀ راتلونکي کښې به د ټول افغانستان د خلقو عقيده بدله کړي. د 1928 کال د فرورۍ پۀ یویشتمه پۀ يو مکتوب کښې سکات دې ته اشاره کوي چې دغه توطيه پۀ کوئټه کښې د افغانستان د تجارتي نمائنده لۀ خوا تر مخه کشف شوې وه. نوموړي هغه پاڼې چې د افغانستان د ملکې لوڅ عکسونه پۀ کښې چاپ شوي وو، واخستې او کابل ته ئې جلا واستولې چې ډېر زر ورسېږي. د مارچ پۀ نيمايۍ کښې د يو رسمي اعتراض پۀ تعقيب چې د افغان خارجه دفتر لۀ خوا وشو، نور المشائخ لۀ ډېره اسماعيل خان څخه ممبۍ ته تبعيد شو. )د درې فقري د فرنتير د امنيتي مقرراتو کوم چې پۀ 1922 کال کښې فعال شوى ؤ، تصويب شوى ؤ – مخونه (152-151

لکه چې تر مخه څرګنده شوه، لۀ 1928 کال د لويې جرګې څخه سملاسي وروسته کله چې نوي رېفورمونه اعلان شول، د مجددې کورنۍ د دغه رېفورمونو پۀ وړاندې مخالفت پېل کړ او پۀ هم دې اساس محمد صديق او د هغۀ خوريي فضل الرحيم بنديان شول. دا د مجددې کورنۍ پۀ وړاندې د شاه امان الله د درناوي او يا وېرې دوام ؤ چې يواځې دوه تنه ئې بنديان کړل. پۀ داسې حال کښې چې قاضي عبدالرحمان چې لۀ هغو سره يو ځاى و اعدام شو. امان الله د 1928 کال پۀ جنورۍ کښې د تبليغاتو د سړولو لپاره محمد صديق او فضل الرحيم پۀ دې هيله چې دغه دوه تنه د سقاو سره پۀ خبرو کښې منځګړتوب وکړي، ازاد کړل – خو پېښې داسې چټکې پر مخ لاړې چې د سقاو زوي کابل اشغال کړ او محمد صديق د سقاو د زوي او انګليس د سفارت تر منځ منځګړتوب وکړ. بچه سقاو ئې قانع کړ چې دا ومني چې سردار عنايت الله د مخلوع بادشاه لۀ کورنۍ سره د برطانيې د شاهي ځواک پۀ الوتکه کښې لۀ کابل نه خارج شي.

پۀ عېن حال کښې فضل عمر پۀ هندوستان کښې د قبائلو پۀ منځ کښې پۀ تبليغاتو پېل وکړ. برطانويانو ووئيل، فضل عمر پۀ 1918 کال کښې، کله چې امان الله خان پۀ سفر کښې ؤ، کودتا کوله. د ډېره اسماعيل خان ملک پۀ يو پټ کنفرانس کښې د حضرت ملاتړ وکړ او بيا ئې اعلان وکړ خو برطانويانو د پرتوکول لۀ مخې نوموړى پۀ 1928 لۀ سرحد نه اخراج کړ )لکه چې د مخه ووئيل شول(، خوکله چې نارامي زياته شوه، شاه امان الله ترې دعوت وکړ، هغۀ امتناع وکړه. د امان الله لۀ لرې کېدو وروسته پۀ 1929 مارچ کښې فضل عمر وغوښتل چې د هند د ناپيئلې موقف مطابق هغۀ ته پۀ خپل هېواد کښې پۀ مبارزه کښې د ګډون حق ورکړي؛ هغه قبايلي سيمو ته لاړ او پۀ سلېمان خېلو او غلجيو کښې ئې تبليغات پېل کړل.

 

لنډيز او پايله:

  • مدرنيزم او دوديز واله د روښانفکر او مشروطه غوښتونکو او زړو مذهبي او دوديزو ځواکونو تر منځ د ننګونو پۀ وجود کښې تبارز وکړ.
  • د هېواد اقتصادي زېربنا نۀ وه موجوده نو لۀ دې امله د مدرنیستو روښنفکرانو د پروګرامونو لپاره مادي شرائط ډېر کمزوري وو.
  • ټولنه پۀ دوديز ډول د مذهبي عناصرو د سخت اغېز او يرغمل لاندې وه.
  • ځينې مذهبي کورنۍ لکه حضراتو پۀ سياسي چارو کښې نفوذ پېدا کړى ؤ؛ دوي د خپل نفوذ د ساتلو لپاره د بهرنيو کړيو سره پۀ تماس اوخدمت کښې وې.
  • دوديز ملايان هم د خپل نفوذ څخه برخمن وو کوم چې پۀ ډېره اسانۍ سره د خلقو د اذهانو پۀ مغشوشولو او د ترقۍ او د استقلال د دښمنانو د خدمت لپاره پۀ اسانۍ استخدام کېدلى شول.
  • بهرنيو دښمنانو او د استقلال او ترقۍ دښمنان هم د مذهبي عناصرو پۀ رول باندې د اوږدو مطالعاتو پۀ ترڅ کښې خبر وو.
  • عامه ذهنيت هم دې نوو بدلونونو ته چمتو نۀ ؤ.
  • د روښانفکري دولت عمل سريع او چټک ؤ او د خپل وس او د مخالف لوري د وس او نفوذ د انډول ارزونه ورسره نۀ وو.
  • د سنتي ارزښتونوسره د راديکاليزم ټکر د دې سبب شو چې د مدرنيزم پلويان د سياست لۀ ډګر نه لرې کړي او يو وار بيا د هېواد د ځوان نسل هيلې او اميدونه لۀ خاورو سره خاورې شي.
  • روښانفکرانو د نورو ګاونډو اسلامي هېوادونو لکه ترکيې او مصر پۀ معيارونو عمل کولو؛ حال دا چې افغان ټولنه او د دې جوړښت ځانګړې اومشخصې مطالعې ته اړه درلودله.
  1. Gregorian Vartan p.261
  2. استا اولسن، مخ 131
  3. هم دغه اثر، مخ 139
  4. Religious response to social change. 140p
  5. ستوری، غازي امان الله خان، مخونه 34-33
  6. هم دغه اثر، مخ 132

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …