پۀ سل ژبو خاموشه – ابراهیم رومان

 

 

پۀ شعر يا جمله کښې داسې خبره راوړل چې رنګيني او خوند پېدا کړي، ته “علم بديع” وئيلے شي – لکه څنګه چې د ادب زياتره اصول او قواعد د عربۍ نه اخذ شوي دي او د پۀ خوا راهسې پۀ دې قواعدو او اصولو نۀ يواځې پښتو بلکې ډېرې ژبې عمل کوي؛ دغسې د علمِ بديع اخري سر هم د عربۍ سره لګي. دا ټيک خبره ده چې د ډېرو ادبي علومو سرچينه انګرېزي ژبه هم ده، خو د انګرېزۍ نه ډېر مخکښې چې عربۍ کښې کوم کار شوے دے، د نۀ هېرېدو دے. د علمِ بديع يا صنائع پۀ حقله د ځینو پوهانو د وېنا ذکر دلته ضروري ګڼم.

شېرشاه ترخوي پۀ خپل کتاب ‘بحر الادب’ کښې ليکي، “د علم بيان او علم معاني د اصولو د خيال ساتلو سره پۀ کلام کښې بنيادي او ذاتي حسن پېدا کېږي خو چې ورسره د علم بديع د محسناتو ګډون وشي نو يو ښکلے او ښائسته کلام ترې جوړ شي او بيا چې پۀ شعر کښې د دې صنعت خيال وساتلي شي نو د شعر خوند او خوبيانې پرې يو پۀ دوه شي. پۀ دې کښې شک نشته چې پۀ لاشعوري طور به پۀ کلام کښې د پۀ خوا راهسې د بديع دخل مداخلت ؤ خو کله ورته د يو ځان له علم پۀ نظر کتلے شوي دي او ورته پۀ باقاعده ډول رواج ورکړے شوے دے، نو د تاريخ پۀ حواله دا خبره ثابته شوې ده چې پۀ کال 274 هجرۍ کښې ورته عبدالله بن معتز عباسي پام راوګرځولو او ورته ئې د يو جدا علم درجه ورکړه. پۀ کلام کښې د بديع مثال داسې دے لکه چې يو انسان د خپل حسن زياتولو لپاره پۀ مناسب طريقه سرڅڼه وکړي او پۀ کښې ښائسته والے پېدا شي. د علمِ بديع عالمانو د دې صنعت ذکر د دوو حالتونو نه کړے دے چې يو ته ‘صنائع لفظي’ او بل ته ‘صنائع معنوي’ وائي او دا دواړه حالتونه پۀ شعر کښې ښکلا پېدا کوي.”[1]

شعر ليکلے د دې لپاره شي چې لوستونکي له خوند او مزه هم ورکړي او ورته د شاعر د Message ادراک هم وشي نو هله به د لوستونکي ذهن ته خبره کوزه شي او دې سره به شاعر خپل مقصد کښې کامياب شي. د علمِ بديع پۀ حقله پروفېسر داور خان داود وائي، “علم بلاغت يو ډېر وسيع علم دے چې د نړۍ مختلف قامونه ئې پۀ خپل شعر و ادب کښې د فصاحت او بلاغت پېدا کولو پۀ غرض استعمالول خپل فن او هنر ګڼي. دا علم مونږ لکه د نورو علومو د عربۍ او فارسۍ ادبياتو نه تر لاسه کړے دے ځکه ئې د اکثرو مصطلحاتو مأخذ عربي ژبه ده او د دې علم دوه اهمې برخې دي – اوله برخه ئې ‘علمِ بيان’ سره تعلق لري؛ پۀ دې کښې ‘تشبيه’، ‘استعاره’، ‘کنايه’ او ‘مجازِ مرسل’ شامل دي، بله برخه ئې د ‘علمِ بديع’ پۀ حقله ده چې ګڼو صوري او معنوي صنعتونو سره تعلق لري.”

دا ښاغلے مخکښې ليکي، “پښتو ژبه کښې د شعري صنعتونو د استعمال رواج د ‘روښانيانه دور’ نه شروع شوے دے ځکه چې هم دغه دور نه پښتو ژبې د عربۍ او فارسۍ پۀ تقليد کښې د خپلو ملي اوزانو برعکس د عروضي شاعرۍ ابتداء هم کړې ده. د دغه دور نمائنده شاعرانو، غزل، قطعه، قصيده او رباعي ووئيله او شعري لوازمات يعني تشبيهات، استعارات او نور شعري محاسن ئې پۀ خپل شعر کښې استعمال کړل. دې نه پس د خوشحال او رحمان دور دې شعري صنعتونو ته ښۀ وسعت او تقويت ورکړو او د دې پۀ ذريعه ئې نۀ صرف خپل شعر کښې جدت او تنوع پېدا کړو بلکې نوي نوي مضامين ئې هم متعارف کړل. جديد دور کښې د حمزه، رسا، شېدا، غني، قلندر، مفتون، يونس او نورو کلام هم پۀ دغه رخت و زېور اراسته دے او دا سلسله دغه شان لا تر اوسه جاري ده.”[2]

دا ښکاره خبره ده چې د پښتو کلاسک د عربۍ او فارسۍ نه ډېر متاثره ليدے شي او هم دوي چې کومو اصنافو کښې ليک کړے دے، هم هغه پښتو ادب هو بهو خپل کړي دي. هم دغه رنګ ئې هغه ټول علوم هم خپل کړي دي کوم چې عربۍ او فارسۍ کښې رائج وو. البته خوشحال خان بابا پۀ وړومبي ځل د کلاسک نه رومانويت طرف ته مخه وکړه چې بيا دې له رحمان بابا، عبد الحميد بابا او علي خان بابا زبردست ترويج ورکړو؛ تر دې حده چې د حميد بابا پۀ وخت کښې دغه رومانويت د يو تحريک صورت اختيار کړو او انګرېز پۀ خپل نوم کړو. چونکې مونږ د خپلو اسلافو کارنامې پۀ ځاے پرېږدو او د دې نه نور قامونه نۀ خبروو او انګرېز هغه وخت کښې دلته پۀ څۀ نا څۀ شکل کښې موجود ؤ، لۀ دې کبله هغوي دغه کاوش له د تحريک نوم ورکړو او پۀ خپل نوم ئې کړو. خېر زمونږ موضوع خو علمِ بديع يا صنائع ده، لۀ دې کبله به مونږ خپلې موضوع ته راشو.

دا وخت زما مخې ته يو کتاب ‘په سل ژبو خاموشه’ چې ښاغلي فېض الوهاب فېض ليکلے دے، پروت دے. دوي چې پۀ دې خپل کتاب کښې کومې صنائع يا صنعتونه پۀ کار راوستي دي، هغه تاسو ته وړاندې کول غواړم خو دا خبره هم ضروري ګڼم چې د هغۀ شاعرۍ کۀ د علمِ بديع پۀ کالو ښائسته ده ولې د دې نه علاوه کلام ئې یوه بله ښکلا هم لري چې د لوستونکي زړۀ ترې پۀ بار بار وئيلو نۀ مړېږي؛ هغه د هغۀ سادګي ده چې د هغۀ پۀ ژوند کښې هم ده او د هغۀ پۀ شاعرۍ کښې هم او دغه سادګي د فېض صاحب اسانه لهجه او د لوستونکي د زر پوهېدو باعث ده – ځکه ئې د شاعرۍ ‘خاصه’ شيريني ده.

هغه صنعتونه کوم چې فېض صاحب پکارولي دي، د هغې تفصيل سره د تشريح وړاندې کول غواړم:

(1 صنعت تضاد يا طباق: د دې صنعت پۀ حقله ساجد شائق وائي، “تضاد يا طباق د معنوي صنعتونو نه هغه يو دے چې پۀ شعر کښې دوه داسې ټکي راوستے شي چې معنې ئې د يو بل پۀ ضد يعني اپوټه وي.”[3]

لار به د ژوند نېغه وي
ما نه تلۀ کاږۀ وشي

مخ 17

چې پۀ خزان کښې د ښائست برابري ئې نۀ شي

هغه عالم به څۀ وي خور چې شي بهار د وطن

مخ 19

روغ يمه کۀ مات يمه
ستا پۀ سر حيات يمه
کله کله ډېر شمه
کله کله قات شمه

مخ 22

هسې ساده ساده ليدے شۀ خو هوښيار ؤ هغه

د هوښيارانو پۀ وطن کښې چې سرکار ؤ هغه

مخ 25

زمونږه خداے خو تل د مينې او د امن خداے ؤ
دا د هغۀ پۀ نوم فساد د کوم کالۀ قيصه ده
فېضه! چې ټول عمر پۀ خولۀ کښې به ئې اور وړلو
نن د هغۀ سترګو کښې هم اوبۀ اوبۀ قيصه ده

مخ 38

فېض صاحب پۀ پراخه مټ د دې صنعت استعمال کړے دے. تقريباً پۀ هر غزل کښې طباق يا تضاد شته، پۀ دې کتاب کښې پۀ دې صنعت کښې بې شمېره شعرونه نور هم دي خو د طوالت لۀ کبله ترې اجتناب کوم.

(2 صنعت مراعات النظير: چې پۀ کلام يا شعر کښې داسې جمله بيان شي چې د هغې پۀ مناسبت ورسره د نورو متعلقاتو ذکر هم پۀ هغه تتبع کښې وشي.[4]

سر مو راوړے، زړۀ راوړے ، لاس او پښې راوړي

خو ستا د حسن پۀ بازار کښې دا سيکې نۀ وځي

مخ 23

د محبت د تول د پاره پېمانې نورې وې

خلق هغه وو، ښار هغه ؤ، کاروبار ؤ هغه

مخ 25

تل به ئې تازه ساتم د اوښکو پۀ باران

ما د زړۀ پۀ للمه کښې کرلے دے جانان

مخ 26

نن خو ئې ياد لکه باران د پشکال ورېدۀ
د زړۀ د کور مې څۀ مجال ؤ چې به نۀ نړېدۀ
خدايه! دا کومه قافله کښې روان شوي وو مونږ؟
لاره د لارې نه وته، د مل نه مل بېلېدۀ

مخ 29

“مراعات النظير” صنعت نه هم د فېض صاحب شاعري ډکه پرته ده او دومره پۀ کثرت سره پۀ کښې د دې صنعت استعمال شوے دے چې اندازه ئې نشته. ما خو ډېر شعرونه د دې صنعت راټول کړل خو اکتفاء مې صرف پۀ دې ذکر شوي شعرونه ځکه وکړه چې زما مطلب نمونه ده او نمونې له يو شعر هم کافي دے.

(3 صنعت تدريج: چې پۀ کلام کښې مختلف رنګونه بيان شي. دا رنګونه عموماً د کنایې پۀ توګه وي ځکه پۀ معنیو کښې خاص حسن پېدا کوي. دلته د رنګونو زياتوالے شرط نۀ دے خو چې د يو رنګ نه زيات ذکر شوي وي.[5]

ويـــنه مـې ســره ده د وفـا لمنه سپيـنه لرم

پۀ دې رنګونو به کومه تل سينګار د وطن

مخ 19

(4 صنعت سوال و جواب: چې ورته ‘مراجعه’ هم وائي، چې د شعر پۀ يوه مصرعه کښې سوال وي او پۀ بله کښې جواب، يا پۀ يوه مصرعه کښې سوال هم وي جواب هم، يا پۀ يو شعر کښې سوال وي او پۀ بل شعر کښې جواب[6]؛ نمونه ئې د فېض پۀ دې شعر کښې وګورئ:

نشته چې جواب زما د سوال پۀ کښې

ســــتا د جـــوابــونو سـره څۀ وکړم؟

مخ 28

(5 صنعت تکرار مطلق: چې يو لفظ پۀ يو شعر کښې بار بار استعمال شي؛ خواه کۀ هغه د شعر پۀ يوه مصرعه کښې وي يا پۀ دواړو مصرعو کښې، ورته تکرار مطلق وئيلے شي.[7]

چې ئې طلب نۀ ؤ ګلزار هم يوه دشته شان وه
چې ئې طلب ؤ نو صحرا ته مو ګلزار ووئيل
ديدن چې نۀ راځي ديدن پسې ورتلۀ دي پکار
نن ښۀ صفا راته خپل ستړي انتظار ووئيل

مخ 31

وختونه ښۀ نۀ دي، وختونه نور لۀ کومې راوړو؟
د زړونو زور چې مو اوبۀ دے، زور لۀ کومې راؤړو؟
مخ
43

يو فېض خو نۀ دے، عالمونه دې لۀ خدايه غواړي
يو فېض خو نۀ دے چې پرې تۀ شې مهربان جانانه!
مخ
63

دا صنعت هم د فېض پۀ شاعرۍ کښې پۀ کثرت سره راغلے دے او بيا د دۀ هره دوېمه مقطع خو د دې صنعت بې شک او شبهې ده ځکه چې پۀ دۀ خپل تخلص ډېر ګران دے او معنٰي خېز هم دے؛ لۀ دې کبله ئې پۀ مقطع کښې دوه ځله راوستے دے.

(6 حسنِ تعليل: پۀ شعر کښې د لطافت او باريکۍ لپاره د يوې خبرې داسې سبب بيانول چې پۀ حقيقت کښې ئې دغه سبب نۀ وي.[8]

ناست يمه د ژوند لۀ هر کاروانه وروستو پاتې يم
ستا د پلونو خاورې مې پۀ زړۀ پورې نيولې دي
مخ
35

پۀ دې قيامت کښې هم د چا د خولې نه غږ نۀ خېژي
ژوند خو لۀ شوره عبارت دے، شور لۀ کومې راوړو؟
مخ
43

(7 صنعت تلميح: پۀ کلام يا شعر کښې زړې تاريخي واقعې ته اشاره کولو ته وئيلے شي.[9]

فېضه د خپلو ښاپېرو لۀ غمه نۀ يو وزګار
ملامت نۀ يو کۀ قيصې د کوهِ قاف ونۀ کړو
مخ
40

پۀ دې شعر کښې يو بل صنعت ‘مراة النظير’ هم ذکر شوے چې وروستو به پرې بحث وشي.

(8 صنعت لف ونشر مرتب: د ‘لف’ نه مراد دے چې د کوم څيز ذکر وشي او د ‘نشر’ نه مطلب چې د هغه څيز مناسبات بغېر د تعين نه بيان شي او دا پۀ دوه قسمه دي – يو ‘لف نشر غېر مرتب’ او بل ‘لف نشر مرتب’ – لف نشر مرتب کښې د هر څيز مناسبات پۀ ترتيب سره بيان شوي وي[10] چې مثال ئې د فېض پۀ دې شعر کښې دے:

د کاروبار خلق جدا دي او د مينې جدا
زما ساده زړۀ محبت لۀ سوداګرو غواړي
مخ
42

د امن د کونترو د ښکاريانو يو اډه ده
چاوڼۍ ده د عسکرو کۀ د علم مدرسه ده
مخ
68

(9 ارسال المثل: دې صنعت ته ‘ایراد المثل’ هم وئيلے شي. چې پۀ يو کلام يا شعر کښې متل يا مثال راشي دے ته صنعت ارسال المثل وائي[11] چې مثال ئې څۀ پۀ دې ډول دے:

د هغۀ پرې څۀ؟ پوره او څۀ نيمګړي
کور کۀ وران دے خو زما د زړګي وران دے
مخ
67

څومره خولې دومره خبرې دا متل دے
د هر چا بيان د بل ځنې بدل دے
مخ
103

وروري خوري به کړو خو پۀ حساب او پۀ کتاب
تۀ مۀ وځه لۀ کرښې، زۀ لۀ کرښې نۀ وځم

(10 صنعت جمع: ګڼ څيزونه د يو حکم لاندې راوستل پۀ شعر يا جمله کښې چې د علم بديع پۀ رڼا کښې ورته صنعت جمع وائي [12] او مثال ئې د فېض پۀ شاعرۍ کښې څۀ پۀ دې ډول دے:

حسن او غرور دې يو ځاے کړي دي
ولې دې پۀ دوه ځايه وېشتلے ځان؟
مخ
75

(11 صنعت تجنيس: پۀ کلام کښې داسې دوه لفظونه راوستل چې پۀ تلفظ کښې يو شان وي خو معنٰي د هر لفظ جدا جدا وي. د دې ډېر قسمونه دي لکه صنعت تجنيس لاحق چې د تجنيس د لفظونو پۀ ځينې تورو کښې اختلاف راشي؛ خو دلته هم دا ضروري ده چې دا اختلاف دې د يو توري نه زيات نۀ وي ګنې نو پۀ مشابهت کښې به لرې والے راشي[13] لکه پۀ دې شعر کښې ‘کار’ او ‘لار’.

سوچ پرې کومه خو مازغۀ پرې زما کار نۀ کوي
د منزل اورمه، خبره څوک د لار نۀ کوي
مخ
45

د تجنيس يو قسم ته زائد يا ناقص وائي. هغه دوه لفظونه پۀ شعر کښې راوستل چې پۀ يو لفظ کښې د بل نه يو تورے زيات يا کم وي، دا زياتے يا کمے د لفظ پۀ اول کښې هم کېدے شي او پۀ اخر کښې هم او پۀ منځ کښې هم[14] – د فېض صاحب پۀ دې شعر کښې دا صنعت جوت ليدے شي د ‘خبر’ او ‘ناخبر’ پۀ شکل کښې:

نور د دنيا جهان د حال احوال نه ښۀ خبر ؤ
کۀ ناخبره ؤ، زما لۀ حاله نۀ خبرېدۀ
مخ
30

(12 صنعت مقلوب مستوي: هسې خو د صنعت قلب ډېر قسمونه دي چې يو پۀ کښې صنعت مقلوب مستوي هم دے؛ هغه لفظ يا عبارت چې هغه الټه لولې نو بيا هم هغسې لوستے شي[15]. پۀ دې لاندينو شعرونو کښې چې فېض دغه اهتمام کړے دے، لکه ‘کاواک’، ‘درد’، ‘ادا’، ‘کلک’ ، ‘انا’ او ‘همدمه’ –

ستا سترګو ورته څۀ پۀ خپله ژبه دي وئيلي؟
دا زړۀ مې کاواک دے، هواګير دے ، سودائي دے
مخ
58

چې درد ئې نۀ وي عام او پېرزوئینه عامه نۀ وي
ښائست هم طبقاتي دے، محبت هم طبقاتي دے
مخ
59

يوه ادا نۀ ده چې زۀ ئې تصور کړمه جوړ
تۀ خو یې سم د اداګانو کهکشان جانانه!
مخ
62

يو زۀ يم چې مې ستا د پاره ځان ته ځان ونۀ وې
يو تۀ یې چې دې زړۀ زما د پاره څومره کلک دے
مخ
94

تۀ پۀ حصار کښې ئې د خپلې انا ښۀ خوشحاله
زما انا زما د پاره بختوره نۀ شوه
کۀ وړاندې ځم تا له هم ښۀ ځان له هم ښۀ ګورمه
همدمه! تۀ مې دا د وروستو نه پښې ولې وهې؟
مخ
99

(13 حسن مطلع: د غزل وړومبے شعر پۀ داسې ښائسته او زړۀ راښکونکي انداز جوړول چې د هغې پۀ وجه اورېدونکے پۀ پوره کلام اورېدو مجبور شي[16]. د فېض پۀ شاعرۍ کښې ئې نمونه څۀ داسې ده:

د زخمونو پۀ سپرلي کښې چې خندان دے
دا زما زړګے ګلاب دے کۀ سندان دے

(14 صنعت اوزان: پۀ شعر يا جمله کښې چې د ناپ، تول يا پېمانې خبره وشي، هغې ته صنعت اوزان وائي چې نمونه ئې د فېض پۀ دې شعرونو کښې داسې ده:

جانان پۀ تول پوره خبره کوي
خو فېضه! زۀ چې ئې تللې نۀ شم
ډېر کۀ يمه کم پۀ تا
ډېر پۀ رقيب زيات يمه

ډېر کم شاعران داسې وي چې د علمِ بديع يا د صنعتونو ورته پته وي او کۀ پته ورته وي هم نو ډېر داسې وي چې د ليک پۀ وخت کښې ورته د صنعت ادراک نۀ وي او پۀ شعر کښې ترې صنعت راشي او هم دې ته لاشعوري شاعري او يا ‘اٰمد’ وائي او چې هم دغسې وشي نو هغه شعر د صنعت سره سره يو ښۀ شعر ګڼلے شي. ځکه کۀ مونږ پۀ شاعرۍ کښې تمامي شعوري کوششونه جاري وساتو نو پۀ شعر کښې به د اٰمد او د لاشعوري کوشش هېڅ پاتې نۀ شي او نۀ به پۀ کښې هغه خوند او مزه پاتې شي د څۀ د پاره چې شعر لوستے شي.

مونږ به هله دې طرف ته مائېل کېږو چې مونږ د علمِ بيان، علمِ معني، علمِ فصاحت او بلاغت، علمِ قافيه، علم بديع او داسې د نورو علومو نه خبردار شو نو دغه علميت به خود بخود زمونږ لاشعور ته هم Aproach وکړي او بيا کۀ مونږ شعور کښې لګيا يو او کۀ لاشعور کښې، کۀ مونږ اٰمد کښې لګيا يو او کۀ پۀ اٰورد کښې؛ نو زمونږ پۀ تخليقاتو به علميت لۀ پاسه ځکه وي چې اوس د هغه اولسي وېنا يا اولسي شاعرۍ وخت ډېر وروستو پاتې شو. اوس کۀ څوک اولسي صِنف باندې طبع ازمائي کوي هم نو تحريري طور ئې کوي او هغه سينه پۀ سينه وخت اوس نۀ دے او چې تحرير کښې څۀ هم موجود وي نو د نقاد نظر به پرې ضرور پرېوځي – لۀ دې کبله ځان د علومو سره اشنا کول ډېر ضروري دي هله به مونږ د فېض غوندې شخصيات بيامومو؛ ګنې دنيا زمونږ نه پۀ هر څۀ کښې وړاندې ده نو ادب کښې به هم وړاندې وي.

  1. بحر الادب، پېښور، وحدت پرنټرز، مارچ 2005، مخ 119
  2. داور خان داود، سريزه، مثالونه مشالونه، خېبر پښتونخوا، محکمه ثقافت، اپريل 2013
  3. څرګنده خزانه، تخت بهائي، پښتو ادبي ټولنه، جون 2015، مخ 316
  4. بحرالادب، مخونه 126-125
  5. شېخ نورعلي نور، مثالونه مشالونه، مخ 73
  6. هم دغه اثر، مخ 66
  7. بحرالادب، مخ 136
  8. څرګنده خزانه، مخ 321
  9. مشتاق مجروح، زرکاڼے ، مخ 26
  10. مثالونه مشالونه، مخ 80
  11. بحرالادب، مخ 137
  12. څرګنده خزانه، مخ 310
  13. مثالونه مشالونه، مخونه 8 ، 11 او 21
  14. هم دغه اثر، هم دغه مخونه
  15. هم دغه اثر، هم دغه مخونه
  16. څرګنده خزانه، مخ 324

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …