خداے بخښلے امير رزاق امير او محب الله شوق چې پۀ کومه پښتنه مينه او اخلاص د پښتنو د بېدارۍ او پرمختګ سندرې وئيلې دي، د هغې لپاره دا پاڼې کمې دي. دواړه د پښتنو سترګور پۀ يو داسې چاپېر چل او ټولنه کښې پېدا وو چرته چې هر خوا …
نور ولولئ »“سل دې ومره، يو دې مۀ مره” اصولي سياسي مبارز عثمان کاکړ – پښتون
پورته ورکړے شوے متل پۀ پښتو ژبه او پښتنو کښې ډېر زيات مشهور دے خو د دې استعمال ډېر پۀ کمو موقعو کېږي ځکه چې دا متل هسې يوه خبره نۀ ده بلکې پۀ ځان کښې پوره د مېړنتوب، باتورۍ، بهادرۍ، ارمان او حسرتونو يو ډک د معنو سمندر ګرځوي …
نور ولولئ »د کابل جاج او جائزه! – شمس بونېرے
ما خپله د ارواښاد سردار داؤد خان پۀ واکمنۍ کښې د پارټۍ پۀ وېنا شپږ کلونه تېر کړي او ټول افغانستان او سياسي مشران مې ليدلي کتلي دي. دغه ورځو کښې هم افغانستان کښې امن او خوشحالي وه. ګاونډي ملک شوروي د خوبانو باغونه، پلونه، سړکونو کښې سورنګونه، تعليمي ادارې، …
نور ولولئ »د احمد شاه بابا د تلين مياشت – ډاکټر محمد سهېل خان
احمد شاه ابدالي ١٧٢٢ز د زمان خان کره پېدا شو. ځينې مورخين ئې د پېدائش ځاے ملتان او ځينې هرات ښائي. ملتان کښې ابدالي روډ هم شته کومې نه چې مورخين دا ثابتوي چې زمان خان خپله کورودانې زرغونه علي د هرات د ناسازو حالاتو له کبله ملتان ته لېږلې …
نور ولولئ »د مېوند ملاله – نورالامين يوسفزے
د مېوند مېدان ګواه د دې خبرې د پښتو يوه ټپه کښې څومره زور دے کله چې پېرنګي ښکېلاک پۀ هند خپل موټے کلک کړو. تجارتي لارې ګودرې او تجارتي عمل ئې پۀ خپلو لاسو کښې واخستو نو سمدلاسه ئې د لوے افغانستان دانه وانه کولو او لاندې کولو منصوبه …
نور ولولئ »بلا پۀ شا کول غواړي! – سلطان خان ټکر
د ټوټل بجټ سائز ۸۴۸۷ ارب روپۍ دے. جي ډي پي ټارګټ ۸۔۴فيصد دے۔ د اېف بي ار د ټېکس کولېکشن هدف ۵۸۲۹ ارب روپۍ دےاو نان ټېکس رېونيو د پاره ۲۰۸۰ارب روپۍ ټارګټ ټتاکلے شوے دے. د روان بجټ ۴۷۰۰ روپۍ ټېکس کو لېکشن امکان دے. بجټ خساره ۲۰۲۱۔۲۰۲۲ …
نور ولولئ »منځنۍ پښتونخوا او د قامي تړون ارتقاء – مولانا خانزېب
کله هم يوې محکومې طبقې ته حقوق پۀ منتونو ورکولے نۀ شي بلکې دغه حقوق اخستلے شي. دغه د حقوقو اخستل قامي يووالے، تګلاره او سياسي بېداري غواړي. پۀ هره زمانه کښې هر پېغمبر د خپلې ټولنې د اجتماعي اصلاح خبره کړې او دغه اصلاح ته لار د افرادو پۀ …
نور ولولئ »اداريه – جولائي 2021ز
حکومت، بجټ او غريب د کال دوه زره يويشت او دوويشت د بجټ پۀ هندسو، مدونو، مختلفو پنګو، ټېکسونو، اسانتياؤ او نورو قسم قسم اړخونو هډو خبره نۀ کوو ځکه چې کۀ يو خوا دغه د کهربونو او اربونو خبرې زمونږ پۀ پوهه کښې نۀ راځي نو بلخوا د بجټ …
نور ولولئ »د خدائي خدمتګار ولي محمد کاکا د ژوند قيصه – ليکوال: سعيد احمد شاهي | مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه
پۀ بابړه چارسده کښې خدائي خدمتګار تحريک ډېر لوے کردار ادا کړے دے او د دې ځاے خدائي خدمتګارو د وړومبۍ ورځې نه کله نه چې باچاخان بابا بابړې ته پۀ اول ځل تشريف را وړے ؤ ،د هغې ورځې نه واخلې تر د خپل ژوندون د اخيري سلګۍ پورې …
نور ولولئ »د باچا خان سل کلن تحريک جائزه – شمس بونېرے
د دې کال د ټولو لويه او خوږه ورځ د باچاخاني تحريک انجمن اصلاح الافاغنه دسلن کلن تحريک تاريخي واقعات وو چې باچاخان مرکز کښې ونمانځل شو. د خېبر پښتونخوا ګوند صوبائي صدر اېمل ولي خان او د پارټۍ سيکرټري جنرل سردار حسېن بابک د دې ورځ د نمانځلو کوربانۀ …
نور ولولئ »
Pakhtoon | The Magazine Publishing Since 1928