خدائي خدمتګار سيد عابد شاه – ليکوال: سعيد احمد شاهي | مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه

خدائي خدمتګار سيد عابد شاه پۀ داسې وخت کښې سترګې پۀ دې نړۍ کښې غړولې وې چې د هندوستان او ټولې منطقې کښې ډېر نازک او مهم حالات وو. کۀ يو خوا د هندوستان او د ټولې نړۍ جغرافيائي او سياسي حالاتو کښې ډېر بدلون روان ؤ نو پۀ پښتنو …

نور ولولئ »

بايد ائين ومنلے شي – سلطان خان ټکر

کله چې دا خبر پۀ اخبارونو کښې راغے چې د پاکستان وزيراعظم د خپلې ډلې او اتحاديانو اېم اين اے ته پنځوس پنځوس کروړه روپۍ د ترقياتي کارونو د پاره جاري کړې دي نو د سپريم کورټ يو بېنچ چې د جسټس فائز عيسٰي او مقبول باقر باندې مشتمل ؤ، …

نور ولولئ »

د اسلام اصلاح المعاشره او انجمن اصلاح الافاغنه – مولانا خانزېب

انساني ټولنه پۀ تاريخ کښې د مختلفو ارتقائي پړاوونو نه راتېره شوې او د پرمختګ ډګر ته رسېدلې، د يوې ټولنې دننه پرمختګ او بدلون بالکل يو فطري عمل وي چې دغه د يو حال نه پۀ بل حال اوړېدل کوم اتفاقيات نۀ وي بلکې د دې شاته يو څۀ …

نور ولولئ »

سل کلن تحريک: “سره جنډه به پۀ دې لار د ارتقا راوړمه” – اوېس کمال

مونږ کۀ د شلمې پېړۍ پۀ وړومبنۍ دوه لسیزو کښې د باچا خان باباد سماجي، سیاسي شعور د ارتقاء مزل ته وګورو نو د باچا خان بابا شخصیت د بهر نه وارد شوے او روزول شوے شخصیت نۀ ؤ. باچا خان بابا چې کله پۀ کال ۱۸۹۰ کښې وزېږېدو نو …

نور ولولئ »

پۀ پښتنه ټولنه د خدائي خدمتګارۍ اغېز – نورالامين يوسفزے

کله چې ستر پښتون مصلح حضرت باچاخان بابا پۀ پښتنه ټولنه کښې د “خدائي خدمتګار” تحريک رده کېښوده نو پۀ دغه زمانه کښې دنيا د وړومبي نړيوال جنګ د وحشت پۀ غېږه کښې وه، د نړۍ پۀ هر ګوټ کښې د سرمايې بچو د وحشت او بربريت بازار ګرم کړے …

نور ولولئ »

د اسد خان اڅکزي د شهادت عوامل – پروفېسر نور احمد فطرت

خوږ ژوندون، جدا له ښۀ شېرينه ياره پۀ ما خوار باندې يا زهر يا ګنډېر شو د بهار بلبلې نۀ راځي پۀ سېل مګر زړۀ ئې د بهار لۀ سېله سېر شو حېف دا چې د ګلونو عمر لږ دے پۀ جهان کښې د اغزيو عمر ډېر شو (دستر خوشحال …

نور ولولئ »

د لوے بابا (باچا خان) خپل قوم ته لوے نصيحت – د 15 اپريل 1939 “پښتون” نه

د خدائي خدمتګارانو تحريک ولې جاري (شروع) شوے دے زما خوږو پښتنو وروڼو! ما همېشه پۀ خپلو تقريرونو کښې تاسو ته د خدائي خدمتګارۍ دَ تحريک اصلي مقاصد پۀ واضحو لفظونو کښې بيان کړي دي، څۀ خبرې مې پټې پرېښې نۀ دي، ولې بيا هم کېدے شي، چې زما ځنې …

نور ولولئ »

خبرې (تکل) – ګل محمد بېتاب

څومره چې انسان زوړ دے، دومره خبرې هم زړې دي ولې چې د دنيا وړومبي انسان حضرت ادم علېه السلام خبرې کړې وې. د نړۍ ځينې هغه سائنسدانان چې انسانان هم د ځناورو يو قسم ګڼي وائي چې انسان د نورو خوبو سره سره ناطق هم دے يعنې خبرې کوي. …

نور ولولئ »

د صدر الدين مروت سياسي ژوند او جدوجهد – ارباب الطاف قادر

زۀ چې ياد کړم صدر الدين مروت ما هغه وخت وپېژندۀ چې کله هغه د ارباب ظاهر شهيد سره ملاوېدو لپاره زمونږ کلي برتهکال ته راغلے ؤ. صدر الدين دغه وخت د ګومل پوهنتون د پي اېس اېف صدر ؤ او هلته لاء کالج کښې ئې سبق وئيلو. د هغې …

نور ولولئ »

د اصلاح الافاغنه فعاليت تر خدائي خدمتګار پورې – پروفېسر نور احمد فطرت اڅکزے

د تاريخ پۀ اوږدو کښې پښتون افغان ملت ډېر مېړنے، زړور او لۀ ځواکه ډک خلق پاتې شوي دي. پۀ لر او بر افغان کښې هر وخت دوي ستر تحريکونه رامېنځته کړي دي. لکه د شېرشاه سوري اصلاحات، لکه د پير روښان غوندې غورزې پرزې، لکه د خوشحال بابا د …

نور ولولئ »