ډاکټر خورشید عالم زمونږ لۀ هاغه مشرانو څخه دے چې د اویایم او اتیایم لسیزو پۀ ډېر ستونزمنو حالاتو کښې د تحریک سره د فعال کردار ادا کولو دعويٰ لري او د هغوي د ځاني انټلېکټ سره دغه کردار هم سبب دے چې زلمے کهول هغوي ته …
نور ولولئ »“کاګنېټیو سائنس” او ډاکټر نجیب الله “Cognitive Science” and Dr. Najeebullah – بېدار اصلزے
“کاګنېټیو سائنس” د انساني رویو د لوست هغه سائنس دے چې تر لارې ئې انساني خویونه، مزاجونه او ذهنونه د یو خاص فکر سره سم اړول کېږي. پۀ علمي توګه وروستو پاتې قامونو کښې د دې سائنس تر لارې فکري انتشار ساتل، د قامي مسئلو نه د پام …
نور ولولئ »د پخواني اولس مشر حميد کرزي پېغام
د افغانستان خاوره چې څنګه د استقلال نه وړاندې د عالمي طاقتونو لۀ خوا د خپلې بقاء جنګ سره مخ وه؛ د استقلال حاصلولو نه پس هم دا سل کلونه افغانانو د استقلال قیمت د خپلو سرونو او خپلو وینو پۀ بیعه ورکړے دے. زما پۀ خیال دنیا همېشه افغانستان …
نور ولولئ »د اکتوبر 1917 انقلاب او د افغانستان ازادي – ډاکټر صادق ژړک
د نړۍ د تاريخ تر ټولو مهمه پېښه چې پۀ 1917ز کښې د انقلاب پۀ شکل کښې څرګنده شوه چې د فرورۍ پۀ مياشت کښې پېل شو او د اکتوبر پۀ مياشت کښې بري ته ورسېده. د اکتوبر لس شپې چې ټوله نړۍ ئې وخوځوله او د …
نور ولولئ »باچا خان، زما ژوند او جدوجهد، جنوري 2018، پېښور، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر – باچا خان
افغانستان ‘زما ژوند او جدوجهد’ کښې د ‘زما ژوند او جدوجهد’ د خورو ورو پاڼو نه دا کرښې مو پۀ دې هوډ راواخستې چې ووینو فخرِ افغان د افغان، افغانیت او افغانستان سره تړون څومره شدت سره لرلو. د ‘هجرت’ پۀ حواله فخرِ افغان د ‘شور’ سره نۀ …
نور ولولئ »د غازي امان الله خان د اصلاحاتوپۀ وړاندې د مخالفتونو د لاملونو څېړنه – نوماند څېړنیارولي باز اٰرین
لنډیز: غازي امان الله خان د پلار لۀ مړینې سره سم پۀ کابل کښې واک ته ورسېد. د واک پۀ لومړیو شپو کښې ئې د افغانستان خپلواکي اعلان کړه او د خپلې خپلواکۍ خبر ئې پۀ برېطانوي هند کښې انګلیسانو ته ور ولېږۀ. انګلیستان ناچاره شول …
نور ولولئ »د افغانستان علومو اکاډمي تاریخچه – پۀ مننه د ښاغلي ډاکټر ظاهر شکېب )رئیس علوم اکادمي، افغانستان(
د افغانستان د علومو اکېډمۍ دا تاریخچه مونږ د هاغه علمي، تعلیمي، فرهنګي او څېړنیزې ارتقاء تر پامه راوستلو د پاره د ‘پښتون’ دې ځانګړې ګڼه کښې ځایوو چې د جنګونو، ګړنګونو، ناتارونو او شاتارونو پۀ بهیر کښې تر دې ورځ شوې ده. نن علوم اکېډمي …
نور ولولئ »افغانستان کښې د سیاسي، ادبي او مترقي تصور ارتقاء – شمس بونېرے
د افغانستان او پښتون تاریخ د پینځۀ زرو کلونو نه راروان سینه پۀ سینه د موندلو اثارو او اوزارو او پۀ ګټو د راکښلو نخښو پۀ سلسله راروان او محفوظ دے. د هندوکشن د غرونو پۀ منځ کښې د ‘خراسان’ پۀ نوم پۀ قدیم کښې یاد شوے …
نور ولولئ »1929-1928 استقلال، افغانستان او ‘پښتون’ (مۍ 1928، مخونه 41-37) – ‘پښتون’
مولانا عبدالمجید افغاني، مشن کالج، پېښور د افغانستان ملکه او د یورپ لباس د شاه افغانستان سياحت او د يورپ سفر يو داسې سفر دے چې د دنيا پۀ شاهانه سياحتونو کښې به د دې نظير پېدا نۀ شي، نۀ د کوم بادشاه دومره عزت کله …
نور ولولئ »اقبال او افغان – نور الامین یوسفزے
اقبال، چې یقیناً د څۀ تعارف محتاج نۀ دے، پۀ د پان اسلامزم د داعي سيد جمال الدين افغاني نه متاثره کېږي او تر پيرۍ پورې هم دغه سړے د اسلامي نړۍ تر ټولو لوے مجتهد ګڼي او کۀ خپله ډېره ښائسته مثنوۍ )بدله( ‘مسافر’ کښې د کال …
نور ولولئ »
Pakhtoon | The Magazine Publishing Since 1928