د باچا خان نثر نګاري – ډاکټر شېر زمان سيماب

د نړۍ پۀ قامونو کښې داسې شخصيات ډېر کم وي چې د هغوي مبارزه د يو وخت پۀ ځاے افاقي حېثيت تر لاسه کړي او بيا قام د دغه مبارزې نه د تل د پاره رڼا اخلي او چې کله هم څۀ ستونزه کشاله ورپېښېږي نو د دغه مبارزې پۀ لارښودنه او د دغه شخصيت پۀ وېناګانو کښې د دغه ستونزو او کشالو د حل لارې چارې ګوري.

کۀ د پښتنو د ملي تاريخ جاج واخستے شي نو د شخصياتو کمے نشته؛ پۀ هر دور کښې داسې ملي شخصيات پۀ دې خاوره او قام کښې زېږېدلي دي چې د اولس لارښودنه ئې پۀ بشپړه توګه کړې ده، ولې د وخت سره بيا هغه هلې ځلې او مبارزه پۀ ځاے ودرېدلې او کۀ څۀ فکري بڅري ئې چرته پۀ نظر راغلي خو هغه دومره مؤثر نۀ دي پاتې شوي چې د قامي جوړښت لارې چارې سمې کړي. اګرچې د رڼا دغه بڅري د ذهنونو د منور کولو د پاره ډېر زور لري، خو د مبارزې پۀ شا د افرادي قوت کمے يا نشتوالے وي چې دغه مبارزه د عملي مېدان پۀ ځاے تر فکرونو او ذهنونو پورې محدود پاتې شي. دې سره دا خبره هم ده چې دغه مبارزې کله کله د وخت او حالاتو پۀ تناظر کښې را پورته شي او د هغه حالاتو او واقعاتو سره دغه مبارزې پس منظر ته لاړې شي. دا بده خبره هم نۀ ده؛ پۀ دې چې دغه شخصيات د خپل وخت سره سم خپل کردار ادا کړي، د قام لارښودنه وکړي او د وخت او حالاتو پۀ تناظر کښې ورته د صحیح سمت تعين وکړي.

د پښتنو پۀ ملي شخصياتو کښې د شلمې صدۍ لوړ شخصيت چې د ملي تصور پاخۀ بنيادونه ئې کېښودل چې کوم د دغه وخت ضرورت ؤ او د نوې دنيا د سياست تقاضې وې، دا شخصيت “فخرِ افغان” باچا خان ؤ، چا چې د نوې دنيا د علمي، سیاسي او ورسره د سائنسي ترقۍ پۀ ځغل کښې بې تعليمه ساده باده پښتانۀ را غونډ کړل او پۀ دې ئې خبر کړل چې دنيا چرته روانه ده او تاسو پۀ کوم مقام ولاړ یئ –

دغه وخت پښتانۀ د ترقۍ پۀ ګراف کښې د کرښې لاندې ولاړ وو. سکول نۀ ؤ، هسپتال نۀ ؤ، کارخانه نۀ وه، سړک نۀ ؤ – او دا لا څۀ چې پښتون نۀ ؤ، د قامي تصور پۀ ځاے قبائیلي ژوند ؤ؛ د قام د اصلاح هېڅ چا هم څۀ سوچ نۀ ؤ کړے. د تعليم لار خو چا ليدلې نۀ وه. د نوې دنيا د تصور نه خلق نا واقف وو. پۀ دغه حالاتو کښې د ټول چاپېر چل جائزه اخستل، پۀ هر اړخ سوچ کول، تعليمي پروګرام شروع کول، انجمن مخې ته راوستل، تنظیم جوړول، منشور جوړول، نظم و ضبط پېدا کول؛ دا هغه بنيادونه وو چې دا تشه د قام لارښودنه نۀ وه بلکې دا د قام تشکيل، روزنه او پالنه هم وه، او دا هغه افاقي مبارزه وه چې تر ننه هم ژوندۍ ده او تر څو چې دنيا وي، دغه فکر به هم ژوندے وي او د دې پۀ شا به افرادي قوت هم ولاړ وي – پۀ دې چې دا د حالاتو پۀ تناظر کښې را پورته شوې مبارزه وه خو د دې پۀ بنياد کښې د قامي اصلاح، قامي ورورولۍ او قامي ترقۍ هغه توکي پۀ کار راوستے شو چې دا عمارت پرې تل ولاړ پاتې کېدے شي.

باچا خان د ساده باده پښتنو مشر ؤ او پۀ ظاهره ساده باده ؤ خو باطني طور د ډېر وسيع فکر او نظر خاوند ؤ. د پښتنو د ملي شعور د پاره چې کوم بنيادونه د پېرنګي د جبر او بربريت پۀ دغه دور کښې باچا خان کښېودل، تر دې دمه چا نۀ وو کړي او د هغې يوه وجه دا هم وه چې باچا خان نۀ تخت غوښتو او نۀ تاج، نۀ ئې سلطنت پکار ؤ او نۀ حکومت – د قام اصلاح کار ئې غرض ؤ؛ ځکه قامي شو، ملي شو او افاقي شو.

د باچا خان دغه فکري مبارزه وه چې تر ننه ئې پۀ زړونو او ذهنونو کښې هم ځاے کړے او ملاتړ ورته هم حاصل دے او دا پۀ يقين سره وئیلے شو چې دا مبارزه اوس د پښتنو نۀ بلکې د دنيا د ځپلو اولسونو د پاره د خوشحالۍ او ترقۍ يوه لار ده او چې د دنيا کوم قامونه هم د خپلې ملي ترقۍ سوچ کوي نو د باچا خان د دې فلسفې نه به رڼا اخلي.

د باچا خان د فکر او نظر دغه بڅري مونږ د “پښتون” مجلې د وړومبي دور پۀ ګڼو کښې هم ليدے شو چې بابا به هغه وخت د “پښتون” مجلې پۀ پاڼو کښې خورول. د سوونو پۀ تعداد کښې د بابا ليکونه پۀ دغه مجلو کښې پراتۀ دي چې پۀ هغې کښې سياسي، علمي، سماجي او ادبي ليکونه شته دے او د باچا خان پۀ حېث د يو ستر ليکوال، د نوي نثر د يو با قاعده نثر نګار زمونږ د نوي نثر پۀ هغه بانيانو کښې دے چې ليکونه ئې پۀ ګڼ اړخيز موضوعاتو اډاڼه لري او “پښتون” مجلې چې د نوي نثر لارې ئې پرانستې او پښتو نثر ته ئې ډېر لوي ليکوالان ورکړل، باچا خان د دغې لارښود ؤ.

د باچا خان د نثرنګارۍ خبر کول او باچا خان د یو ستر ليکوال پۀ حېث معرفي کول ډېره نا اشنا خبره ښکاري او دا خبره راقم پۀ خپل تهيسز کښې هم کړې ده چې چونکې د باچا خان شخصيت دومره لوړ دے، دومره خور دے چې دغې اړخ ته ئې د چا پام نۀ را ګرځي او خپله هم باچا خان ځان د يو ليکوال پۀ حېث محدود نۀ دے ساتلے؛ لکه هغه وخت چې وزير محمد ګل خان مومند د پښتنو سيند قاموس وليکلو نو باچا خان ته ئې د ډالۍ پۀ توګه ورکړو او باچا خان پۀ هغه وخت کښې پۀ دغه د پښتو سيند باندې تبصره وليکله. زما خيال دے چې دا به پۀ پښتو کښې پۀ کوم کتاب وړومبۍ تبصره وه – د یوولسمې فرورۍ 1939 پۀ “پښتون” مجله کښې پۀ خپله دغه تبصره باچا خان د نورو خبرو سره د يوې متفقه املاء خبره هم کړې ده او ليکي چې دا د يو کس يا د يوې قبيلې د خيال مطابق فېصله کول نۀ دي پکار، بلکې د ژبې ماهران دې يو لوے کانفرنس منعقد کړي او پۀ اتفاق سره دې يوه املاء فېصله کړي. دا هم ورسره زياتوي چې د افغانستان حکومت دې پۀ جلال اباد کښې د دغه کانفرنس انعقاد وکړي او کۀ نۀ وي نو مونږ به دلته پېښور کښې دغسې وکړو، ځکه چې دا خبرې د ټول قام د متفقه فېصلې نه بغېر نۀ شيي کېدې. بيا د دغې نه پس پۀ “پښتون” مجله کښې د املاء پۀ باره کښې ډېر ليکونه مخې ته راغلل، خو دا خبره پۀ وړومبي ځل باچا خان وکړه چې “متفقه املاء” دې جوړه شي او دا نن چې د پښتو د متفقه املاء کومه خبره کېږي، يا تر دې دمه څومره مسئلې هوارې شوې دي، نو دا د دغه ملنګ بابا برکت دے چې د قام د تعليم، اصلاح، سياسي او سماجي روزنې نه واخله تر د ژبې پورې ئې غم لرلو.

دغسې د باچا خان ليکونه کۀ مونږ وګورو نو د هغوي ليکونه بيخي د جدید نثر رنګ لري او هر څو کۀ باچا خان د ليکوال پۀ حېث ځان نۀ پۀ چا منلو او نۀ ئې ضرورت محسوسوۀ، خو دا خبره څرګنده ده چې باچا خان شعوري طور سره د خپلو ليکونو پۀ افاديت پوهېدو او څنګ چې ئې نور ملګري چمتو کول چې ليکل وکړئ نو باچا خان ښۀ شعوري ليکل کول او مونږ د دوي دغه ليکل د پښتو د جديد ادب درنه ذخيره ګڼو، کومه چې د قام تاريخ او سياست سره د دې اولس قامي او نفسياتي موضوعات لري.

د باچا خان د ليک دغه اسلوب ته کۀ مونږ وګورو نو د شلمې صدۍ پورې چې تر مونږ کوم نثر را رسېدلے دے، بيخي جدا دے – د عربۍ او فارسۍ پۀ رنګ کښې رنګ ښکاري، تر دې چې زمونږ د کلاسيک ليکوالو نثر هم د دغه اثر لاندې دے او بۀ مزه مزه دغه اثر نه راوتے دے. ولې د باچا خان ليک ته چې مونږ هغه وخت د “پښتون” مجلې پۀ پاڼو کښې ځير شو نو بيخي د جدا رنګ نثر دے – پۀ موضوعاتي توګه هم د قامي مسئلو، سياسي حالاتو، د اولسي اصلاح او د ملي پېغام لرن لري. د ازادۍ اهميت، د تعليم ارزښت، د سماجي انصاف موضوعات پۀ کښې ځلېږي او داسې کۀ مونږ د باچا خان اسلوب ته وګورو نو داسې ساده روان نثر چې د عام روزمرې پۀ خوږو موړ نثر زمونږ مخې ته راځي او څنګ چې د باچا خان تقرير ؤ، داسې ئې تحرير ؤ، ځکه د “پښتون” پۀ پاڼو کښې د ازادۍ پېغام اولس ته پۀ دومره مؤثر طريقه ورسېدو چې اولس ته د پېغام رسولو هم دغه يواځينۍ ذريعه وه.

د باچا خان پۀ نثر کښې د پښتو د محاورې استعمال هم پرېمانه شوے دے او ځاے پۀ ځاے د موقعې مطابق د پښتو ښې او معني خېزې محاورې د باچا خان پۀ نثر کښې زمونږ تر مخې کېږي، کومو چې دغه نثر پۀ ادبي رنګ کښې د خوندور نثر نمونې ثابتې کړې دي. لکه د نمونې پۀ توګه “زما ژوند او جدوجهد” کښې دا څو محاورې تاسو هم ولولئ – صبر تمامېدل، ملا تړل، دوکان سړېدل، بازار تودېدل، بډې ورکول، سترګې پرانستل، کرښه راکښل، د خوبه را بېدارول، مېږي لګيا کېدل، اسمان ته سترګې نيولو دوه خپلې دوه پردۍ کول – مطلب دا چې د دې محاورو سره دغه نثر د پښتو د محاورې پۀ خوږو موړ شوے دے. کۀ چرې باچا خان دې ته توجه نۀ کولې او پۀ محاورو ئې هم غم غرض نۀ کولے او د سياسي مشر پۀ حېث ئې د خپل فکر پۀ خپرونه نظر مرکوز وے نو دا به خالص سياسي ليکونه وو او ادبي چروت به پۀ کښې نۀ ؤ – خو دا خبره ډېره ډاګيزه ده چې باچا خان د ادب مينه هم لرله او د ادب پۀ معنٰي، ارزښت او اهميت هم پوهه ؤ. هم دا وجه ده چې شعوري طور ئې دومره لوي ليکوال پېدا کړل چې د جديد ادب لمن ئې د ملغلرو ډکه کړه.

پۀ خپله باچا خان ليکي چې،

زمونږ انجمن د پښتو د ترقۍ د پاره او د شاعرانو د خيالاتو بدلولو د پاره د مشاعرو انتظام وکړو او د ښو ښو نظمونو او بېتونو د پاره ئې انعامونه مقرر کړل او پۀ کال کښې يو ځل چې د مدرسې کاليزه جلسه به کېده، ورسره به د مشاعرې د پاره هم انتظام کېدو. د دې پۀ وجه پۀ پښتنو کښې يو عظيم الشان انقلاب راغے او د خال و خط پۀ ځاے د اتفاق، ورورۍ او قومي ترقۍ دور شروع شو.

زما ژوند او جدوجهد، مخ 335

د باچا خان د نثر پۀ حقله پوهانو خپل نظرونه هم وړاندې کړي دي او د باچا خان د نثرنګارۍ اهميت ئې واضح کړے دے. فارغ بخاري پۀ خپل کتاب “باچا خان” کښې ليکي چې:

باچا خان کو ادب و صحافت سے بڑی رغبت ہے اور قوم کی ترقی کے لئے ملک میں آزاد صحافت کی ضرورت کا نہایت شدت سے احساس ہے۔ خصوصاً پشتو زبان میں صحافت کی کمی کو وہ بری طرح محسوس کرتے ہیں۔

وړاندې ليکي چې:

ان کی تحریروں کو دیکھ کر محسوس ہوتا ہے کہ اگر انہیں ادب کی طرف توجہ دینے کا موقع ملتا تو ایک اچھا ادیب بننے کی صلاحیت ان میں پائی جاتی تھی۔ ان کی تحریر نہایت سادہ، شستہ اور بے تکلف ہوتی ہے، جس میں جگہ جگہ چھوٹی چھوٹی مثالیں دے کر آپ اسے دلچسپ بنا دیتے ہیں۔

د باچا خان د خطوط نګارۍ پۀ لړ کښې ليکي:

آپ نے مختلف اوقات میں جیل سے جو خطوط اپنے ساتھیوں کے نام لکھے ہیں، انہیں ہم ادب کے شاہکار نہیں تو کم از کم اچھے خاصے ادبی نمونوں کے طور پر ضرور پیش کر سکتے ہیں۔

او بيا دغه هم ليکي چې:

باچا خان کے بہت سے ایسے خطوط ہیں جن میں بعض ادبی شہ پارے مل جاتے ہیں۔

د فارغ بخاري دا وېنا پۀ ګل بدله چې وخت پۀ لاس نۀ ؤ ورغلے، ولې زما پۀ خيال باچا خان د لوړې پایې اديب ؤ. د هغۀ بعضې ليکونه بقول فارغ بخاري، ادبي شهپارې وې، نو داسې خو هغه اديبان چې کل وقتي يا با قاعده اديبان وي، د هغوي هم بعضې لکونه ادبي شهپارې وي، ټول پۀ ټوله د هر اديب ليکونه شهپارې نۀ شي کېدې. لهٰذا د باچا خان ليکونه د حکومت خلاف قام بېدارول وو، خو نۀ ترې غېر سنجيده ليک شوے دے، نۀ د جذباتو شکار شوے دے او نۀ ترې خپل مقصد او هدف پاتې شوے دے، او دا ځاے باچا خان د يو سنجيده مشر سره سره يو سنجيده ليکوال او اديب هم څرګندېږي.

ارواښاد صديق الله رښتين صاحب وائي چې:

د باچا خان نثر د خلقو پۀ ژبه، فکر او احساساتو برابر نثر دے.

“د پښتو نثر هنداره”

عبدالحئ حبيبي صاحب وائي:

عبدالغفار خان يو بهترين ساده ليکونکے او سياسي او اصلاحي ليکوال ګڼلے کېږي چې علاوه پر سياسي تاريخ د پښتو پۀ ادبي تاريخ کښې هم مهم ځاے لري.

د باچا خان د ‘پښتون’ مجلې پۀ لړ کښې ليکي چې:

دې مجلې پښتو ادب ته ډېر ښۀ خدمتونه وکړل. پښتو کښې د ساده نثر ليکونو او اصلاحي او سياسي شعر ليکلو ور ئې پرانست.

“د پښتو ادب لنډ تاريخ”

زلمے هېوادمل ليکي:

ارواښاد باچا خان او ارواښاد غني خان چې کومه پښتو ليکلې ده، لۀ عامې پښتو او کليوالې محاورې نه متاثره دي. څۀ چې وائي، هغسې ئې ليکي. د دې دواړو سبک ډېر طبعي او غېر مصنوع دے. د خان عبدالولي خان سبک هم دغسې خصوصيات لري. پۀ عادي نثر ليکنه کښې د دغه درېو واړو ښاغلو سبک د ځانګړې يادونې وړ دے.

“د پښتو نثر اتۀ سوه کاله”

د ادب د استاذانو د دې رايو پۀ تناظر کښې مونږ باچا خان د پښتو د نثر نګارۍ پۀ مېدان کښې د يو ځلېدونکي نمر پۀ حېث وينو. پۀ دې چې د بيخي جديد نثر اغاز هم د دغه ملنګ بابا نه کېږي او بيا پۀ ځان پسې د خپل سبک او اسلب يوه داسې د قلم قافله روانوي چې فکر ئې واضح او منزل ئې څرګند دے.

 

دا هم ولولئ

الف جان خټکه:یو تاریخ ساز شخصیت – ډ. سید وقار علي شاه کاکاخېل

پۀ څوارلسم ستمبر کال 2019 پۀ سوشل میډیا باندې د ډاکټر سهېل خان لۀ خوا …