نوې ضلعې: د بلېک هول پۀ ولقه کښې – اوېس کمال

پۀ نولسمه پېړۍ کښې چې کله برطانوي استعمار پۀ هند کښې خپل نفوذ ټینګ کړو نو دوي وغوښتل چې هند نۀ یوازې د ګاونډیو قدرتونو څخه، بلکې خپل اروپایي سیالانو څخه هم وساتي. پۀ دې جریان کښې د نولسمې او شلمې پېړۍ پۀ پایله کښې، د مرکزي اسیا لۀ ځنګلونو څخه واخله پۀ جنوب کښې د عربو بحیرې پورې او پۀ جنوب لوېدیځ کښې د فارس خليج پورې پرته سیمه د استعماري قدرتونو فرانس، برطانیه او زارِ روس تر منځ د سیاسي او پېچلے ډپلوماتیکي لوبې ډګر جوړ شو. پۀ دې پروسه کښې، برطانوي استعمار لپاره د هند لوېدیځ (Western) او شمال لوېدیځ (North-West) سرحد سیمه د اهمیت وړ وګرځېدله ولې چې د نولسمې پېړۍ پۀ وروستیو کښې چې کله روسي ځواکونو منځنۍ اسیا (Central Asia) ته د اوړېدو هڅې پېل کړې او ځنې سیمې ئې پر له پسې فتح کړې، نو برطانوي استعمار زارِ روس د هند لپاره خطر وګرځولو او اندېښنه ئې لرله چې راروان وخت کښې کېدے شي چې افغانستان پۀ هند د روسیې یرغل لپاره یوه ستره مورچه جوړه شي نو پۀ داسې حالت کښې برطانوي استعمار وګڼل چې بفر زونونه رامنځ ته کړي چې وروسته د محافظت یا د مورچې کردار ولوبوي.

پېرنګي استعمار د لوېدیځ (Western) او شمال لویدیځ (North-West) سرحد ته خپل تګ پېل کړو، پۀ کال ۱۸۴۹ کښې ئې سکهانو نه پنجاب واخست او برطانوي هند سره ئې ملحق کړلو. دلته مېشت پښتنو افغانانو سره کۀ څۀ هم لۀ دې مخکښې دوي د خپل مِشنریز، پوځي افسرانو، د دولتي چارو ماهرانو او د سېلګرو خاطرو لۀ لارې خبر وو خو دا پۀ وړومبي ځل وو چې دوي پښتنو سره پۀ مستقیم ډول ولیدل. دلته پېرنګي لپاره مېداني سیمو (Settled Areas) نه زیات قبائیلي سیمې (Tribal Areas) د ستراتېژک اړتیا لۀ کبله د ارزښت وړ وې ولې چې د تاریخ پۀ اوږدو کښې د دې سیمو د غرونو درې د منځنۍ اسیا نه راغلي یرغلګرو او تجارتي کاروانونو لارې پاتې شوي او دا سیمه د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د تلو راتلو ننوتو لار (Gateway) پاتې شوې. پېرنګي چونکې پۀ جنوبي اسیا کښې پۀ هند حکومت کولو نو ګڼل ئې چې کله د قبائیلي سیمو غرونو درې، لارې د دۀ نفوذ لاندې وي نو هله بۀ پۀ سیاسي توګه جنوبي اسیا (South Asia) د منځنۍ اسیا (Central Asia) نه پۀ امان کښې وي. قبائیلي سیمو پېرنګي لپاره د ډیورڼډ کرښې غاړې ته پراتۀ پښتنو او مېداني سیمو کښې مېشت پښتنو ترمنځ سره سره د برطانوي هند او افغانستان ترمنځ د مورچې نه مورچې (Buffer to Buffer) کردار لوبولو.

پیرنګيانو چې کله دې سیمو ته مخه کړله نو دوي لپاره د پښتنو خپلمنځي اړیکو ساخت، تنظیم، ټولنیز-مذهبي او سیاسي حرکیات ځانګړتیا لرله او خپل سیاسي مفاداتو لپاره دلته دوي ته خپل اثر رسوخ جوړول یوې مقابلې نه کمه خبره نۀ وه نو هم ځکه دوي بیا د برطانوي امپراطورۍ حفاظت او زارِ روس مخنیوي لپاره دلته وخت پۀ وخت بېلابیلې تجربې وکړلې لکه:

تړلے سرحد پالیسي (Closed Border Policy):

دا پالیسي د کال ۱۸۴۹ نه تر کال ۱۸۷۸ پورې ساتل شوې وه چې پۀ انتظامي توګه میداني سیمې د قبایلي سیمو نه بېل یو فطري او کلتوري سرحد وښودل شي، دې پالیسۍ نه درې کارونه اخستل کېږي؛ وړومبے قبائيلي سیمو کښې عسکري او حکومتي مستقیم مداخلت محدودول، دوېم قبائیلي سیمو نه مېداني سیمو ته خلکو تګ راتګ محدودول، درېم قبائیلي سیمو کښې روان مزاحمت نه د مېداني سیمو حفاظت کول.

وړاندې تګ پالیسي (The Forward Policy):

دا پالیسي د کال ۱۸۷۸ نه تر ۱۹۰۱ پورې وساتل شوه، وړاندې تګ پاليسۍ کښې د رابرټ سنډیمان (Robert Sandeman) پروسه شامله وه څنګه چې بلوچستان کښې پکار راوستلې شوې وه. دا پالیسي د سوله ایز نفوذ (peaceful penetration) لۀ لارې ترسره شوې وه چې د ‘پوهې او خواخوږۍ’ (Knowledge and Sympathy) پربنیاد ولاړه وه یعنې قبائيلي سیمو کښې نام نهاد د ترقۍ کارونه پېل کول، خلکو ته نام نهاد ‘تعلیم’ ورکول، قبائیلي سیمو کښې خپلمنځنۍ لانجو نه ګټه پورته کول او بېلابیلو خېلونو، ټبرونو سره معاهدې، لوظونه کول او وظیفې جاري کول، دلته د ملکانو پۀ شکل کښې یوه نوې طبقه پېدا کول چې راروان وخت کښې پۀ دوي حکومت کولو لپاره ماحول سازګاره وي. دې پاليسۍ نه څلور مهم مفادات ترسره کېږي، ۱) قبائیلي سیمو کښې د پېرنګي خپل نفوذ جوړول ، ۲) د افغانستان او برطانوي هند ترمنځ پولې ټاکل، ۳) د قبائیلي سیمو وسائیل، معدنیات پکار راوستل او ۴) مېداني سیمو او د افغانستان لۀ خطر نه د برطانوي هند حفاظت کول.

فارورډ پالیسۍ نه پس د زارِروس پراختیا منصوبو او قبائیلي سیمو کښې د پېرنګیانو پرضد روان مزاحمت لۀ کبله پېرنګیانو خپلې پالیسۍ کښې بدلون راوستلو او پۀ کال ۱۹۰۱ کښې ئې شمال لوېدیځ سرحد (North-West Frontier) پنجاب څخه جلا کړلو. دې سیمې دوه قسمه سرحدونه لرل، یو سیاسي او بل انتظامي. انتظامي سرحد دا چې قبائیلي سیمې لۀ میداني سیمو پۀ انتظامي توګه بېلې کړل شوې او سیاسي سرحد ډیورنډ کرښه چې د هغې لۀ لارې افغانستان او برطانوی هند لۀ یو بل بېل کړل شو. پۀ سیاسي توګه شمال لوېدیځ سرحد (North-West Frontier) سیمه دوو برخو کښې وېشل شوې وه، یو مېداني سیمې او بل قبائیلي سیمې. میداني سیمو کښې پنځۀ اولسوالۍ هزاره، پېښور، کوهاټ، بنو او ډېره اسماعیل خان رایوځاے شوې وې او قبائيلي سیمو کښې پنځۀ پولیټېکل اېجنسۍ لکه ملاکنډ، خېبر، کرم، جنوبي او شمالي وزیرستان ایجنسۍ جوړې کړل شوې وې.

پېرنګي یو څۀ ترامیمو سره د ځايي رواجونو او برطانوي قوانینو مجموعه د سرحدي سیمو د جرایمو قانون (FCR) نافذ کړلو، دا د هند نورو سیمو کښې نافذ مدني او جزایي قوانینو نه بېل یو ډیر ظالمانه او غېرانساني قانون ؤ ولې چې دې قانون کښې ځنې دفعې داسې وې چې پۀ لږ غوندې مشکوک کېدو باندې ودانۍ نړولو، یو څوک نیولو او د مجرم سزا ټول ټبر یا خېل ته ورکول پکښې شامل وو. دې قانون کښې د سیاسي عمل بېخ ویستلو د پاره ئې پۀ اجتماع، جلسه جلوس بندېز لګولے ؤ، دې قانون لۀ کبله د خلکو نقل و حرکت باندې ځاے پۀ ځاے بندېزونه لګېدلي وو، دې سره سره ئې د نظم او قانون ساتلو لپاره د فارورډ پالیسۍ نه زېږېدلې د ملکۍ نظام معرفي کړلو، پېرنګیانو پۀ ډېر چالاکۍ سره دلته د ملکۍ، جرګو او پولیټیکل اېجنټانو لۀ لارې یو داسې نظام رامنځ ته کړو چې پښتنو باندې حکومت هم وکړے شي او هغوي ته دا احساس هم و نۀ شي چې د هغوي ازادي تروړل شوې ده او د ‘ازاد قبائیل’ پۀ خوش فهمۍ کښې پراتۀ وي. پېرنګیانو دلته د بهرني او دنني مزاحمت بېخ ویستلو لپاره، د مخابراتو (Communication) د تضمین او عسکرو تګ راتګ لپاره، سړکونه، د اورګاډو پټلۍ ګانې، عسکرو لپاره کلاګانې، چهاوڼۍ ګانې، پاټکونه جوړ کړل.

دلته د امن و امان او قبضه ساتلو لپاره قبائيلي سیمو نه لېویز، ملېشې، او خاصه دار ځواکونه بهرتي کړل شو چې هغوي ته بۀ د پولیټیکل اېجنټ پۀ مرسته سېکیورټۍ سره تړلي کارونه لکه د کلاګانو، چهاوڼۍ ګانو، پاټکونو او سړکونو حفاظت کول شامل وو. دلته دا ټول نظام پولیټيکل کلئينټلېزم (Political Clientelism) پربنیاد ولاړ ؤ چې پېرنګي پکښې د سرپرست (Patron) او ملک، پولیټیکل اېجنټ، ماجب خوارانو پکښې د ګاهک (Client) کردار لوبولو او هم دې نظام لۀ کبله یو قسمه طبقاتي تضاد راپورته شو.

کۀ یو اړخ ته پېرنګي خپلو چاپلوسو مَلکانو ته وظیفې ورکولې نو بل اړخ ته ځیني ملکان د افغانستان امیر اثر لاندې هم وو او لۀ همدې امله قبائیلي مشرانو پۀ کال ۱۹۱۹ کښې د غازي امان الله خان پۀ مشرۍ کښې پۀ درېم انګلیو-افغان جګړه کښې د پیرنګیانو پرضد مهم رول ولوباوۀ او خپلواکي ئې ترلاسه کړله، لۀ غازي امان الله خان وروسته نوے افغان امیر نادر شا په کال ۱۹۲۹ کښې لۀ وزیرستان څخه د ۱۲۰۰۰ قبائیلي لښکر مرستې سره د افغانستان باچا شو خو د باچا کېدو نه وروسته نادرشاه پېرنګیانو ته وفاداره شو او برطانوي هند دننه پښتنو سیمو کښې ئې نۀ یوازې پښتون ملتپالو سیاستمدارانو پرضد تبلیغات وکړل بلکه د ډیورنډ کرښې پۀ دواړو خواوو افغانانو ئې فشار واچولو چې پۀ قبائیلي سیمه کښې د پېرنګیانو پرضد بریدونو نه قلار شئ. بيا وروستو ظاهرشاه هم هغه کردار ولوباوۀ او فقیر ایپي ئې نه یوازې پۀ ډیورنډ کرښې اوړېدو ته نۀ پرېښودو بلکې هغه ئې پېرنګیانو سره سوله کولو ته وهڅولو خو فقیر ایپي لۀ دې څخه انکار وکړلو او خپله مبارزه ئې جاري وساتله چې وروستو بیا پېرنګي د فقیر ایپي پرضد ۴۰۰۰۰ زره عسکر وزیرستان ته راوستل.

دې دوران کښې چې کله پۀ کال ۱۹۳۷ کښې الېکشن نه پس د کانګرس وزارت جوړ شو او باچا خان بابا اووۀ کاله پس پخوانۍ سرحدي صوبې ته پرېښودل شو نو باچا خان بابا برطانوي سرکار ته وړاندېزونه وکړل چې د قبائیلي سیمو پۀ اړه دې د قبائیلي سیمو او صوبائي مشرانو پۀ شریکه غونډه راوغواړي او پۀ دې اړه دې د نېک نيتۍ سره پریکړې وکړي. د بابا نظر دا ؤ چې دا سیمې دې مېداني علاقو سره ضم کړې شي، هغۀ وړاندېز وکړ چې کۀ برطانوي سرکار ته پۀ دې غونډه اعتراض وي نو پۀ خپله دې ګورنر د دې غونډې مشري وکړي خو هغوي ورسره دا هم و نۀ منله، بیا ورپسې باچا خان بابا غوښتل چې پۀ قبائیلي سیمو کښې پۀ خپلو سترګو د هغوي حال وویني او هغې لپاره قبائیلي سیمې ته سفر وکړي خو دا منصوبه هم سرکار رد کړله. قبائيلي سیمو ته د ملتپالو سیاستمدارانو نۀ پرېښودلو لامل هم دا ؤ چې پښتانه تقسیم وساتل شي، دلته سیاسي عمل د جمود ښکار وي، د پښتنو اصلي حالت لۀ ملتپالو پټ وساتل شي او نړۍ ته خپلو ستراتيژک مفاداتو لپاره د پښتنو یو دروغژن انځور وښودل شي. چې کله پۀ کال ۱۹۴۶ کښې د الېکشن پۀ نتیجه کښې یو ځل بیا د ډاکټر خان صېب پۀ مشرۍ کښې وزارت جوړ شو نو نوي راغلي ګورنر اولېف کېرو د مېجر ډونلډ د اغوا د سزا پۀ توګه پۀ جنوبي وزیرستان شبي خېل محسودو کلو باندې د بمبارۍ اعلان وکړلو نو باچا خان او خدائي خدمتګارو د دې عمل پۀ سختو ټکو کښې غندنه وکړه نو دې وخت کښې مسلم لیګیانو پروپیګنډې کولې چې دا بمباري د کانګرسیانو او خدائي خدمتګارو پۀ اجازه کېږي. نهرو هم د دې عمل مخالفت وکړو او قبائیلي سیمو ته د دورې کولو اعلان ئې وکړو ۔ خو چې کله باچا خان، نهرو او ډاکټر خان صېب قبائیلي سیمو ته روان شو نو هغوي سره مسلم لیګي پولیټيکل اېجنټانو او ملایانو لۀ لارې چې کومه بدتهذیبي او پروپېګنډې وشوې نو هغه د تاریخ برخه دي.

دوېم نړیوال جنګ نه پس پاکستان شوروي اتحاد او د امریکې ترمنځ روانې سړې جګړې کښې سرمایه دار بلاک سره ودرېږي، دې وخت کښې افغانستان د پېرنګي شوکولې ځمکو باندې دعوي کوي خو پاکستان د سرمایه دار بلاک مرسته اخلي او هم دې لۀ کبله پۀ پخوانۍ قبائیلي سیمو کښې د ځايي ملکانو وفادارۍ اخستلو لپاره د ملکۍ نظام هم هاغه شان دوامداره ساتي چې د هغې ژمنه ورسره جناح صېب پۀ اپرېل ۱۹۴۸ کښې کوي چې وروسته بیا کشمیر جګړې ته هم دا مَلکان د غېر ریاستي عناصرو پۀ توګه کشمیر ته لېږي. لۀ دي وروستو د ملکانو پۀ وړاندېز جناح صېب ملکانو سره د قبائيلي سیمو الحاق لاسلیک کوي او هغوي ته نیم خودمختار حېثیت ورکوي. نیم خود مختار حېثیت معني دا چې اختیار صدر سره ؤ، صدر ګورنر ته اختیارات تفویض کړي وو، ګورنر پۀ ایجنسو کښې پولیټیکل اېجنټانو، بیوریوکرېټانو ته اختیارات ورکړي وو او پولیټیکل اېجنټانو تحصیل دار او نائب تحصیل دار ته اختیارات ورکړي وو. دلته نظم او قانون ساتلو لپاره هم هاغه شان خاصه دارو، لېویز، فرنټئير کورپس او فرنټئير کانسټیبلري نه کار اخستل کېدۀ.

د ۱۹۵۶ اساسي قانون کښې د دې سیمې پۀ اړه هېڅ فېصله نۀ کېږي ولې چې دملکانو سټېټس کو ته خطرپېښ ؤ او ریاست هم نۀ غوښتل ولې چې هاغه وخت ‘آزاد پښتونستان’ شعارونه پورته کېدل نو دا سیمه د ملتپاله سیاستمدارانو نه لرې ساتلو لپاره پۀ ایوب دور کښې (Political Parties Act of 1962) نه هم بهر ساتل شوې وه یعنې دلته پۀ سیاسي عمل بندېز ؤ البته د ۱۹۶۲ اساسي قانون کښې ګورنر ته فاټا قواعدو (Regulations) کښې ترامیم کولو لپاره مخصوص اختیارات ورکړل شو.

ایوب دور کښې بۀ د ملکانو وفادارۍ اخستلو لپاره هغوي ته ټوپکې، رېډیوګانې، وظیفې، پنجاب او سندهـ کښې ځمکې ورکول کېدې. ایوب خان د فاطمه جناح خلاف صدارتي ټاکنو کښې هم ۳۰۰۰ نه زیات ملکان خپل حق کښې کارولي وو.

پۀ بهټو وخت چې کله هغه پوهه شو چې بنګال خو مو و بائيللو نو هغۀ دلته د ترقۍ کارونه د یو الې پۀ توګه وکارول لکه څنګه چې پېرنګي د ترقۍ پۀ نامه هغوي ځان ته وفاداره کړي وو. دې وخت کښې سړکونه ، کېډت کالج او سکولونه جوړ شو۔ ولي خان بابا به بهټو ته وئیل چې تاته کله هم د اعتماد ووټ اړتیا وي نو فاټا نه درته پۀ اسانۍ سره مېلاو شي خو دوي ته دومره قدرې حق نۀ شې ورکولے چې دوي د خپلې خاورې پۀ اړه قانون سازي وکړي.

ضیاء دور کښې قبائیلي سیمې د افغان جګړې لپاره د بهرتۍ مرکز ؤ۔ دلته پۀ باقاعده توګه د مدرسو جال خور کړلے شو، کۀ یو اړخ ته جهادي بهرتۍ کېدلې نو بل اړخ ته د وسلې او ډرګز کاروبارونو ته وده ورکړل شوه، سیاسي حرکیات باقاعده توګه لۀ پخوا نه زیات ټوټې ټوټې شول.

افغان جګړه ختمېدو نه پس اختیارات د ملکانو نه ملایانو او وارلارډانو لاس ته راغلی وو، ملک نه زیات د ملا اثر رسوخ زیات شوے ؤ، پۀ سیمه کښې خالي مورچلونو نه ملایانو ګټه پورته کړله او دا مورچلې القاعده او طالبانو ونیولې چې لۀ کبله ئې حکومتي خلا رامنځ ته شوه ولې چې هاغه وخت طالبانو پۀ افغانستان هم قبضه وکړله نو پۀ نتیجه کښې ئې دلته اثر پرېوتو او د جرګې ځاے طالباني شوري ونیولو.

دلته چې کومې نوی طبقې راپورته شوې نو پۀ کال ۱۹۹۶ کښې بېنظیر وخت کښې صدر فاروق لغاري هغوی ترمنځ طاقت توازن مساوي کولو لپاره بالغ حقِ رایه (Universal Adult Franchise) متعارف کړلو چې دې سره د ملک اختیار یو څۀ ختم شو او عام اولس ته د ووټ حق مېلاو شو خو دا انتخابات غېر جماعتي وو.

نائن الېون نه پس چې کله د وار ان ټېرر لوبه پېل شوه نو نېټو اتحادیانو اثر لاندې دوه کارونه وشول یو خو پاکستان افغان پالیسۍ پۀ اړه یو ټرن واخستو، دوېم طالبانو پۀ اړه د پاکستان کردار د شکوک و شبهاتو ښکار شو. طالبانو او القاعده پۀ قبائیلي سیمو کښې پناه واخسته. یو طرف ته وار ان ټېرر نو بل اړخ ته د طالبانو راپورته کېدل تضادات راپورته کړل؛ بمي چاودنې، ټارګټ کلنګ او د ځانمرګي بریدونو لړۍ پېل شوه. مشرف وخت کښې (Local Governance Regulation) متعارف کړے شو چې پۀ نتیجه کښې ئې اېجنسي کونسل، تحصیل کونسل، یونین کونسل جوړ کړل شو خو دا پروګرام کامیاب نۀ شو ولې چې پولیټيکل اېجنټانو ته د دې نظام لۀ لارې د اختیارت بائيللو خطرپېښ ؤ نو پۀ ۲۰۰۷ کښې دا نظام ختم شو. مشرف وخت کښې فاټا سیټونه اتو نه دولس شو، الېکشن پۀ اډلټ فرنچائز وشو خو غېر جماعتي ؤ او بیوریوکرېسۍ ته فاټا معاملاتو کښې ځاے ورکولو لپاره فاټا سېکرټرېټ جوړ کړے شو، د فاټا پۀ اړه د قانون سازۍ حق د پارلیمان غړو پرځاے بیوریوکریسۍ ته ترلاسه ؤ.

د پيپلزپارټۍ او عوامي نېشنل پارټۍ پۀ خپل اتحادي حکومت کښې پۀ کال ۲۰۱۱ کښې زرداري صېب (Pakistan Political Parties Act) لاسلیک کړو چې پۀ نتیجه کښې ئې سیاسي ګوندونو ته قبائیلي سیمو ته د تلو اجازه مېلاو شوه، دوېم (FCR) کښې ترامیم وشو چې لۀ امله ئې د ځايي فېصلو پرضد د اپیل حق خلکو ته مېلاو شو، درېم ښځې، ماشومان او لۀ ۶۵ شپېتو کالو نه زیات عمر لرونکي سړي لۀ اجتماعي سزاګانو نه بهر وساتل شو. پۀ دې وخت کښې فاټا کښې مېشت طالبانو چې د عوامي نېشنل ګوند مشرانو څومره قتلِ عام وکړو او هغوي لپاره ئې لکه د پېرنګیانو، پخواني مسلم لیګي پولیټیکل اېجنټیانو، فاټا ‘علاقه غېر’ وګرځوله، فاټا ته د هغوي پۀ تګ ئې بندېزونه ولګول. هاغه وخت د پېرنګي باچا خان پرضد او پاکستان ریاست لاڅپوڅي طالبانو رویو کښې هیڅ فرق پاته شوے نۀ ؤ، هاغه وخت هم د عوامي نېشنل ګوند موقف دا ؤ چې پوځ د طالبانو خلاف اپرېشن د ‘ګوډ او بېډ طالب’ بیانیې ښکار کوي. دلته پۀ کال ۲۰۱۳ الېکشن کښې یوازې عوامي نېشنل ګوند بېرغونه وو چې ریاست او طالباني فکر ترېنه ګواښ محسوسولو او هم ځکه نېشنلے بېرغ هغوي لپاره د زغملو وړ نۀ ؤ.

د نوازشریف وخت کښې د وزیراعظم پۀ وېنا ګورنر مهتاب عباسي فاټا ریفارمز پۀ اړه شپږ رکني کمېټي جوړه کړله چې یو څۀ وخت پس د هغې رپورټ چاپ شو چې پکښې د فاټا پۀ اړه مختلف وړاندېزونه وو لکه فاټا، پښتونخوا سره ضم کول، فاټا بېله صوبه جوړول، فاټا لکه د ګلګت بلتستان کونسل جوړول، یو څۀ ترامیمو سره زوړ نظام جاري ساتل. پۀ ۲۰۱۶ کښې اختتامي رپورټ وزیراعظم ته جمع کړے شو چې پکښې د فاټا انضمام خبره شامله وه؛ پۀ مارچ ۲۰۱۷ کښې وزیراعظم لاسلیک کړلو او پۀ کال ۲۰۱۸ مۍ میاشت کښې د ۲۵ ائيني ترمیم لاندې فاټا پښتونخوا سره ضم کړل شوه. د نويو ضلعو د انضمام پۀ اړه ځنې قامپرستان اعتراض لري چې د نوې ضلعو انضمام سره زمونږ د ملتپاله سیاست ازادۍ مورچه ختم کړل شوه خو حقیت دا دے چې نوې ضلعو کښې کۀ څۀ هم یو وخت د ریاستي جبر باوجود هم ملتپاله سیاست نفوذ لرلو خو بهټو او بیا افغان جهاد نه پس دلته پۀ مکمله توګه د ‘پښتونستاني نسل’ بېخ ویستلے شوے دے او د هغې ځاے ډرګ مافیاز، سمګلرانو، ملایانو نیولے دے. دوېم د نوې ضلعو چې کوم اپر کلاس طبقه ده هغوي زیاتره خپلې سیمې نه بهر ګلف ریاستونو، لاهور او کراچۍ کښې کاروبارونه کوي او دلته چې کوم ناروا ظلم لۀ څو لسیزو نه راروان دے د هغې ټول ظلم ښکار صرف لوور طبقه کېږي. درېم نوې ضلعو کښې تر ۱۹۹۷ پورې یو خو انتخابات (Limited Franchise) پربنیاد وو یعنې د عام اولس پکښې څۀ برخه نۀ وه، ۱۹۹۷ کښې انتخابات پۀ (Adult Franchise) وشو خو دلته چې څومره هم انتخابات شوي نو غېرجماعتي انتخابات شوي چې لۀ کبله ئې نظریاتي سیاست سرخوړلے.

فاټا ضم کړې شوه خو ریاست خپلې زړې پالیسۍ نه پۀ شا کېدو ته تیار نۀ دے، پکار خو دا وه چې دلته ضم کېدو سره قانوني فېصلې ضلعي عدالتونو کښې کېدلې خو دلته اوس هم مونږ دا خبرې وخت پۀ وخت اورو چې پلانکۍ جرګې د یو چا کور سوزولو فیصله کړې. دلته اوس هم ټارګټ کلنګ پۀ درز روان دے، جماتونو کښې ‘جهاد’ لپاره چندې روانې دي. نوې ضلعو لپاره د یو ارب ډالر سالانه فنډ جاري کولو اعلان شوے ؤخو نوې د ضلعو پښتنو ته اوس هم ‘غیور قبائیل’ ټکي نه علاوه نور څۀ عملاً د بجټ درک نۀ لګي. نوې ضلعو کښې اوس هم د بې لۀ وارنټه ګرفتاریانې کېږي. دلته کېډټ کالجونه خو شته خو پوهنتون پکښې نشته چې لۀ کبله ئې زده کوونکي د غربت باوجود لوَړو زدکړو لپاره اسلام اباد، پېښور او غټو ښارونو ته مخ کوي، دلته اوس هم نام نهاد ‘سېکیورټي رسک’ لۀ امله انټرنېټ سهولت نشته چې لۀ کبله ئې کووِډ لاک ډاون کښې زده کوونکي یو غټ اذیت سره مخ شوي وو. دلته اوس هم لکه د پېرنګي دور نقشه جوړه ده، ځاے پۀ ځاے چهاوڼۍ ګانې، پاټکونه او ازغن تارونه. چې ترڅو ریاست ‘ستراتېژک ژورتیا’ پالیسۍ نه پۀ شا شوے نهۀ وي، چې تر څو د ملَک، طالب او بیوروکرېسي مثلث د اسټېبلشمنټ د چترۍ لاندې وي ترهغې بۀ نوې ضلعې هم هغه شان پۀ بلېک هول (تیارۀ سوړه) کښې پرتې وي.

دا هم ولولئ

سیاست، اجتماعیت: د اولس زور د خداے زور دے – اوېس کمال

پاکستان کښې سیاست دومره بدنام کړے شوے چې مونږ اکثر پۀ ټولنه کښې داسې قسمه …