د پښتونخوا نوې ضلعې او د دوي قدرتي شتمني – مولانا خانزېب

بسم الله الرحمن الرحیم

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ ثَمَرَاتٍ مُّخْتَلِفًا أَلْوَانُهَا ۚ وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٌ …

(سورہ فاطر)

ترجمه: ايا تۀ نۀ ګورې چې خداے پاک د اسمان د اړخ نه اوبۀ رالېږي چې ډول ډول مېوې، غلې ترې پېدا کېږي او د غرونو نه څۀ تک سپين څۀ سرۀ چې مختلف دي د هغې رنګونه او ځينې د کارغانو پۀ شان تک تور دي هم خداے پېدا کړي.

د امو د سيند نه تر د مارګلې کنډاؤ پورې د پښتنو خاوره د نړۍ پۀ سر معلومه کړے شوې د هرډول قدرتي وسيلو او معدنياتو نه ډکه ده. دغه قدرتي وسيلې چې د نړۍ پۀ سر پۀ هرځاے کښې پۀ هر هېواد کښې، د هر قام پۀ خاوره وموندل شي نو د هغه اولس او خاورې ژوند ژواک او معاشي پرمختګ ډېر پۀ تندۍ سره بدلېږي، چې پۀ نتيجه کښې ئې د هغه خلکو نيستي او بې روزګاري پۀ ډېر شتمن ژوند بدله شي . د منځني ختيځ د خلکو او هغه هېوادونه چې صرف د تېل او ګېس زېرمې پۀ کښې پۀ لاس ورغلي ډېر مخ پۀ وړاندې تلي دي او د نړۍ د نورو بې وزله هېوادونو خلک ورځي او هلته خپله روزي پېدا کوي. کۀ بلخوا مونږ وګورو نو د پښتنو دغه خزانې د دوي پۀ کومه ښېګړه لا تراوسه نۀ دي راغلي بلکې دغه د خپلې خاورې شتمني د دوي پۀ برباديو کښې کارولے شي. قامي وسيلې پۀ دوه ډوله وي .

طبعي يا فطري مادي يا کسبي وسيلې

وسيلې فطري وي او کۀ مادي، دا د يو قام د مادي ژوند د بقا او ارتقا ذريعې وي او د يو قام د سماجي ادارو د نظام پۀ ښۀ ډول مخکښې بوتلو بنياد هم ګرځي . پۀ قامي وسيلو قامي اختيار د يو قام د سیاسي اختيار بنسټ ګرځي. سیندونه، دريابونه ، چينې ، درې، د غرونو څوکې ، هواګانې ،ګلونه ،ځنګلې ، مارغان ، ځناور ، معدنيات، فصلونه ،کاڼي بوټي ، جغرافيائي مقاميت او ابادي د يو قام د فطري وسيلو غټ غټ ډولونه دي . هنرونه ، لارې ګودرې ،سوداګريزې لارې، د جرګو مرکو مرکزونه ، د لانجو هوارولو ادارې ، د زده کړو ادارې ، د انتظام ادارې، روغتونونه، د پېداوار ادارې، د پنګې ادارې، د نکاس نظام او د استوګنې ټول انتظام د يو قام د مادي وسيلو غټ غټ ډولونه دي. د خپلو وسيلو د اختيار سره د دغه وسيلو د لټون د تخمينې لپاره بشپړه سائنسي څېړنه او هغې ته ادارتي شکل ورکول ! وسيلې پۀ جديد مترقي پېداواري شکل کښې د بدلولو لپاره ذرائع او د الاتو ايجاد! او پۀ خپله ټولنه کښې د دغه هرڅۀ ګټه وټه پۀ منصفانه توګه ويشل لازم وي. قدرت د پښتنو خاورې لۀ ډول ډول وسيلې ورکړي خو پۀ دغه وسيلو زمونږ اختيار او واک تش د نوم ترحده دے . پښتونخوا پاکستان ته اووۀ شپېتۀ فيصده اوبۀ ورکوي خو زمونږ خپله برخه پۀ کښې اووۀ فيصده ده او مونږ ته تش څلور فيصده برخه مېلاوېږي. دا هم د انګرېزانو د وخت نه مونږ ته مېلاوېږي. د اوبو د ۱۹۹۱ز د ناروا ملکي تړون ترمخه درې فيصده برخه زمونږ نه ايسارولې شي . مونږ د ملک پينځۀ اويا فيصده تماکو پېدا کوو خو د تماکو نوي فيصده ګټه پنجاب ته مېلاوېږي . د ائين ترمخه تماکو ته لا د فصل درجه هم نۀ ده ورکړې شوې . پښتونخوا د خپل ضرورت نه درې چنده زياته بجلي پېدا کوي خو د ون يونټ د وخت نه واپډا هاؤس پۀ لاهور کښې جوړ کړے شوے او بېرته مونږ ته خپله بجلي پۀ ګران نرخ چونګ چونګ راکولې شي .زمونږ صنعت ته تش څلور شپېتۀ میګاواټه بجلي ورکولې شي او د پنجاپ صنعتونو ته اتۀ زره میګاواټه !چې پۀ نتيجه کښې زمونږ صنعت تباه شو او د ګدون امازۍ پۀ شان هدېرې ترې جوړېږي .کۀ خبره مونږ د پښتونخوا د نوو ضلعو د معدنياتو وکړو نو د پښتونخوا وطن ټول د معدنياتو نه ډک دے خو زياتره معدنيات هم پۀ دغه نوو ضلعو کښې دي ځکه چې زياتره معدنيات پۀ غرونو کښې وي او دغه نوې ضلعې د غرونو لوې لوې اوږدې سلسلې لري. د پښتونخوا نوې ضلعې يو اويا کاله د پاکستان دننه د اېف سي ار د جبر لاندې چقول شوې پاتې شوې چې د هرډول پرمختګ او جدت نه نن هم لرې پرتې دي. د نوو ضلعو سابقه فاټا د پښتونخوا سره يو کولو کښې د ټولو نه لوے کردار د عوامي نېشنل ګوند ؤ چې کله ئې پۀ ۱۹۹۸ز کښې د هغه وخت د صوبې پۀ اسمبلۍ کښې د انضمام لپاره قرارداد هم پېش کړے ؤ او د ۲۰۱۸ پورې د دغه سيمو د ښۀ راتلونکي پۀ هيله وخت پۀ وخت ښۀ کلک معلوم سیاسي دريځ وړاندې کولو او اوس هم ښۀ کلک غږ کوي. د قبائيلي سيمو د پښتونخوا سره يو کېدل د پاکستان دننه دپښتنو د قامي وحدت پۀ لور يوه ستره بريااو ګام ؤ. خو د انضمام نه پس اوس هم د دغه سيمو د پرمختګ لپاره ډېرڅۀ کول دي چې د پينځويشتم ائيني ترميم لاندې شوې ژمنې لا تراوسه نیمګړې پاتې دي چې اېن اېف سي اېوارډ ، بلدياتي ټاکنې، د افغانستان سره تړلې تجارتي لارې پرانستل او د ملک د نورو سيمو پۀ شان د ملکي ګټو نېغ پۀ نېغه رسولو لپاره د لس کاله لپاره د يو لوے مالياتي پیکج ورکول پۀ کښې شامل دي. د نوو ضلعو معدنيات او د افغانستان سره تړل شوې د سوداګرۍ لوې لارې چې ناواپاس ، ګوسړۍ، بن شاهي ، تهري منګل ، خرلاچي او انګور اډه پۀ کښې شامل ده. د دې لارو د تجارت لپاره پرانستل بۀ د دې وروستو پاتې سيمو د اولس پۀ کار روزګار او پرمختګ کولو کښې ډېر مهم کردار ادا کړي خو د اولس پام او غږ پۀ کښې لازم دے .کرک، هنګو، شمالي او جنوبي وزیرستان کښې چې کوم ګېس او تېل ويستلے شي، عام اولس پۀ کښې بې برخې دے . زمونږ پۀ خپلو معدنياتو واک ختم شوے. پۀ نوو ضلعو کښې ځايي اولس ته پۀ معدنياتو کښې د درې نه واخله تر اتلس فيصده پورې برخه لکه د سوالګير ورکولې شي او باقي ګټه چورتالان کېږي. خو بلخوا دا هم ستر حقيقت دے چې خپله خاوره او خپل اختيار! چې خاوره زما ده نو د دې کاڼي، بوټي، اوبۀ، معدنېات او شتمنۍ به هم زما وي. مونږ پاکستان ته اووۀ پنځوس فيصده ګيس ورکوو خو د ګېس سپلائي غټې پروژې پنجاپ ته ورکولې شي. پۀ نوو ضلعو کښې يوې ضلعې ته هم ګېس نۀ دے ورکړے شوے. پۀ کرک او لکي مروت کښې د يورينيئم ذخېرې د ډېفنس پۀ نامه نيول شوي او ځايي خلک د يورينيئم د زهريلا اثراتو د لاسه د کېنسر پۀ رنځ اخته کېږي او د دغه خزانو هېڅ کومه ګټه ورته نشته . د پښتونخوا د نوو ضلعو پۀ ټولو سیمو کښې چې څومره هم معدنيات روان دي نو ځايي اولس تش د نوم ترحده پۀ دغه ګټو کښې شريکولے شي. کله چې دغه معدنيات وړلے شي نو د ړندو او ورکو برخو پۀ نامه روپۍ ورکولې شي. ځايي اولس ته لکه د ګداګريو نمړۍ ورکړې شي او بس! خو حقيقت دا دے چې دغه اولس د خپلو دغه شتمنو تش پۀ نامه انډيوال نا! بلکې مالک څښتن او واکمن دے بايد چې پۀ هر ځاے کښې د ځايي اولس تش د نوم د برخې پۀ ځاے نا! بلکې هغه پۀحېث د مالک ګډ کړے شي. هغه دې د دغه شتمنو پۀ اړه واکمن او څارګر وي چې دا ورته معلومه وي چې څومره څۀ يوړل شو، څومره پېسه تر ې نغده شوه، څومره خرڅ وشو او څومره زمونږ برخه ده . کۀ مونږ خبره د پښتونخوا د نوو ضلعو يا منځنۍ پښتونخوا د باجوړ نه تر وزيرستان پورې وکړو نو پۀ تېر وخت کښې چې کله پۀ دغه سيمو د پېرنګي سامراج یادګار او جبر د اېف سي ار پۀ شکل کښې مسلط ؤچې د مملکت خداداد پاکستان پۀ برخه کښې هم پۀ کښې يواويا کاله دي . دغه شتمنۍ د دغه سيمو پۀ ډول ډول شکلونو چور تالان کړې شوې دي او داېف سي ار د ختمېدو نه پس اوس هم ډېر پۀ منظم ډول د تالان کولو او خپلې قبضه ګېرۍ لۀ د جواز ورکولو لپاره د “قانون” پۀ نامه ډېر پۀ چل او هنر سره جواز ورکولے شي . د پښتونخوا دغه نوې ضلعې چې د ژوند ژواک د هر ډول اسانتياؤ نه لرې ساتل شوې وې د دغه ځايي اولس پۀ تېر وخت کښې د خپلو دغه قدرتي خزانو د اهميت او قيمت نه هم خبر نۀ ؤ. زياتره به د پنجاب نه څۀ خلک چا راوستل او مقامي خلکو ته به ئې وئيل چې ستاسو پۀ دې ځاے کښې وسپنه ده چې ځايي خلکو به ورته تور کاڼے وئيلو. نور خلک د دغه معدنياتو پۀ هېڅ کوم اهميت او ارزښت نۀ وو خبر؛ او هم داسې چې پۀ څۀ چل بۀ د چا نه کوم ليکل لاس ليک او تړون واخستے شو او دغه زېرمې به ډېر پۀ ارزانه نرخ خلکو وړلې . د پښتونخوا د حکومت د معدنياتو وزير ډاکټر امجد هم دا خبره پۀ يوه مرکه کښې منلې چې د پښتونخوا د نوو ضلعو نه پۀ غېر قانوني توګه معدنيات اوس هم وړل کېږي او پۀ دې کار کښې حکومتي چارواکي هم ککړ دي . د دې د مخ نيوي لپاره پۀ دوه زره پېښو کښې دوه اربه روپۍ جرمانه هم پۀ خلکو لګول شوې.ده. د وائس اف امریکه ترمخه پۀ شمالي وزیرستان کښې پۀ ځنې سيمو کښې نېغ پۀ نېغه د پوځ لاندې کار کوونکې کمپني فرنټئير ورکس ارګنائزېشن ،اېف ډبليو او هم د خلکو سره د تړون د لاندې د غرونو نه معدنيات وباسي، دغه انجينيئرنګ کمپني مقامي خلکو ته تش څۀ فيصده ګټه ورکوي هم ددغه نه ډېر بدتر حال د نورو سيمو د خلکو هم دے .د باجوړ د ناواګۍ کمانګرې پۀ سيمه کښې چې د کرومائټ کومې زېرمې دي نو ددې شتون د سوېلي افريقې د جوهانسبرګ د زېرمو نه هم ډېر دے. د جيالوجسټ يوسف خان د وېنا ترمخه د باجوړ پۀ کمانګره کښې د کرومائټ د اېشياء د ټولو نه غټه ذخيره پرته ده. ياده دې وي چې کرومائټ پۀ نړيواله توګه پة پينځه دېرش ډوله قيمتي مصنوعاتو کښې کارولے شي چې د الوتکو د پرزو لويه برخه هم ددې نه جوړېږي. دغه کرومائټ د غر پۀ سر کښې پۀ بې اندازه کچه ښکاره پراته وي خو مقامي اولس ته پۀ دغه خزانو کښې تش درې نيم فيصده برخه يا کمېشن ورکولے شي نور اووۀ نوي سلنه برخه کوم خوا ځي؟ دا پوښتنه پۀ هر ځاے کښې بې جوابه ده . د دغه سيمې د يو مشر حاجي عبدالله شاه نه مې چې کله وپوښتل چې شپاړس کاله وشو پۀ اربونو روپۍ ددغه کرومائټ نه را ويستل شوې، ستا دلته کورنۍ ده، تاته پۀ شپاړس کاله کښې څومره برخه مېلاؤ ده؟ هغۀ راته ووئيل چې ماته پۀ شپاړس کاله کښې تشې اتيا زره روپۍ را کړې شوي . کۀ دغه وسيلې يو اړخ د حکومت پۀ سوري او ډاډ تالا کولې شي نو بلخوا ترهه ګر هم د دغه خزانو نه خپله پوره پوره ونډه د ټيليفون د لارې د بمي چاؤدنو او ټهېکدارانو ته د مختلفو ډولونو د دړکو پۀ شکل ترلاسه کوي. هم دا حال د چلغوزو او د غرونو د قیمتي لرګو هم دے چې دغه د قيمتي لرګي ځنګلې پۀ دغه سيمو کښې هم ډېر پۀ ناترسۍ سره کټ کولے شي. حال دا دے چې د پښتونخوا د نوو ضلعو د هر غر پۀ څوکه ګام پۀ ګام د پاکستان د ځواکونو پوستې دي او عام اولس خپل ځنګل او ورشو ته د څاروو څرولو ته هم نۀ پرېښودل شي او بيا دغه لرګي د اټک نه لاندې سيمو ته وړلے شي. مقامي خلک پۀ ډول ډول وېرو سره پۀ خپلو غرونو کښې بې وسه کړے شوي .

دغه چل او هنر د معدنياتو د “ليز” پۀ نوم باندې هم کولے شي چې پۀ ظاهره خو “ليز” ته قانوني جواز د کار لپاره د يو تړون د لارې وئيلے شي چې د غر او جائيداد مالک ئې ورکوي چې د ځايي خلکو سره پکښې د کار کوونکي ټهېکېدار تړون وي خو ولې بل اړخ ته هم دغه د قانون ليز پۀ غېر قانوني توګه ورکولے او جاري کولے شي. سول چارواکي د غلا پۀ ليزونو کښې پۀ لویه کچه بډې اخلي. ځايي خلک خبر نۀ وي چې بله ورځ سرکاري چارواکي دغه غرونو ته د ځواکونو سره راشي او مقامي خلکو ته ووئيل شي چې دا فلانے ستاسو ټهېکېدار دے، قانوني ليز ورته ورکړے شوے، مونږ مجبور يو چې دلته دۀ ته اجازه ورکړو او تاسو هم ورسره مرسته وکړئ او هم د دۀ ساتنه. مونږ دا غوښتنه کوو چې زياتره دغه ليزونه پۀ تېر وخت کښې يا پۀ اوس وخت کښې چې کوم هم کولے شي پۀ دې کښې ځايي اولس پۀ پوره ډول بې برخې وي . پۀ سيمه کښې چرته يو دلال پېدا کړے شي او د اسلام اباد، راولپنډۍ او پېښور نه ورسره پۀ پټه زورور پۀ شا ولاړ وي. ځنې ريټائرډ پوځي افسران پکښې هم دغه سيمو ته راځي چې خلک خبرېږي نو شپې د شپې ليز جاري کړے شوے وي او کوم خلک چې د دغه ظلم خلاف غږ پورته کوي نو هغه بيا د دغه لاقانونيت د بچ کولو لپاره د قانون او “اېف ائي ار” په نامه وېرولے او تنګولے شي . د داسې کړنو پۀ درځنونو مثالونه شته چې مونږ د باجوړ د ناواګۍ د “کمانګرې” د درې د کرومایټو مثال پۀ ژوندۍ بڼه ورکولے شو چې ځايي خلکو سره د کوم تړون نه پرته نورو بهرنو خلکو ته ليز ورکړے شوے چې مقامي خلکو د دغه ظلم زیاتي خلاف کله مزاحمت وکړو، سړکونو ته را ووتل نو د سيمې د شلو مشرانو پۀ ضد د دهشت ګردۍ د اېکټ لاندې د سي ټي ډي پۀ مرسته ، اېف ائي ار جوړ کړے شو چې د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي مجلس عاملې غړے شېخ جهانزاده پۀ ضد هم اېف ائي ار کټ کړے شو. ځکه چې هغه د اولس پۀ وسيلو د زورور خلکو د دغه قبضه ګيرۍ پۀ ضد د اولس مرسته کوي . هم داسې زور زیاتے د باجوړ پۀ غونډو ماموندو او برنګ سيمه کښې هم کولے شي؛ د مومندو پۀ امبار او تحصيل ساپو پۀ ضلع خېبر او وزيرستان، اورکزو کښې هم دغه شان ډېر مثالونه شته. دغه شان کوم هغه مقامي خلک چې پۀ دغه غرونو کښې ټهېکداري کوي هغوي ته هم سول انتظاميه بې ساري مشکلات جوړوي او ليز ترلاسه کول دغه مقامي کارکوونکو ته يوډېر ستونزمن کار وي. پۀ دې اړه د مومندو د سيمې يو مقامي ټهېکېدار یحیی خان وائي چې ټهېکدارانو ته لويه ستونزه د دغه معدنياتو پۀ وړلو کښې يو د ليز پۀ جاري کولو کښې بې سارې دفتري شخړې او ګران والے وي چې د درې محکمو نه د ليز لپاره کلئيرنس کول وي .. بايد چې د ليز ورکولو پۀ اړه دې شفافیت پۀ نظر کښې ساتلے شي خو مقامي ټهېکدارانو ته دې دفتري امورو کښې اساني ورکول لازم کړے شي. هم دغه شان ډېر داسې کم قيمته معدنيات شته لکه بکوره ، کنډه چې د هغې لپاره ليز کول يوګران عمل وي، بايد چې د دغه ډول معدنياتو لپاره د کار پۀ کولو کښې اساني راوستل شي. تېر کال د پښتونخوا صوبې واکمن ګوند د نوو ضلعو پۀ اړه يو جنجالي بل د اسمبلۍ نه پاس کړو، پۀ “مائنز اېنډ منرل ګورننس اېکټ۲۰۱۷ کښې د نوو ضلعو لپاره د نورې صوبې نه پرته بدلون وکړے شو چې د هغې ترمخه د نوو ضلعو معدنيات د حکومت حق ملکيت وګرځول شو. د دغه بل خلاف عوامي نېشنل ګوند سخت مخالفت څرګند کړے ؤ او دا بل ئې د نوو ضلعو د اولس سره د موجوده واکمنو دشمني وګرځوله او د هرلوري نه د حکومت دغه ګام وغندل شو. د نوو ضلعو پۀ اولس کښې هم د حکومت دغه ګام ډېر قار او غصه راپاروله چې يو اړخ ته دغه سيمې د هرډول پرمختګ نه وروسته پاتې دي خو بلخوا د دوي پۀ وسائيلو هم حکومت قبضه کول غواړي. هم ددغه بل پۀ ضد فضل خان اېډوکېټ پۀ هائي کورټ کښې يو درخواست هم جمع کړے ؤ چې پۀ حکومت فشار راغلو نو پۀ زباني توګه د حکومت وزيران د دغه بل نه پۀ شا شو او دا وضاحتوته ئې شروع کړل چې ځايي خلک د خپلو معدنياتو مالکان دي ! خو ولې تر اوسه د دغه بل پۀ اړه هېڅ کوم رسمي ليکلے بدلون نۀ دے راوستل شوے. کارپوهان وائي چې د پښتونخوا د نوو ضلعو پۀ ګډون د پښتونخوا د ټولې منطقې 147،000 مربع کلومیټره سينې لاندې د معدنیاتو پۀ شکل کښې د بیلینونو ډالرو پټې خزانې پۀ ګوته کوي.

امریکه کښې مېشت پښتون جیالوجسټ ډاکټر عاصم ايسپزے پۀ خپل کتاب افغانستان: فرام کولډ وار ټو گولډ وار (Afghanistan: From Cold War to Gold War) کښې د سیمې دمعدنیاتو مرکزونه او مقدارونه د يو محتاط اندازې ترمخه داسې ښودلي دي.

پۀ سابقه فاټا کښې لس زره ملینه ټنه ماربل، پینځۀ ملینه ټنه مېنګنيز، لس ملینه ټنه کرومائيټ، 81 ملینه ټنه کوله، د 35 نه 55 ملینه ټنه پورې کاپر تانبه ، 6 ملینه ټنه پوست کاڼے، 200 ملینه ټنه جپسم، 5 ملینه ټنه کوارټز او د 100 میلینوټنو نه زیات ګرېنائيټ پراتۀ دي. خو د جيالوجسټ ډاکټر فاروق زمان د معلوماتو ترمخه دا څېړنه هم ډېره کمه او سرسري ده بلکې حقيقت دادے چې کوم څۀ د نوو ضلعو پۀ دغه غرونو او درو کښې پټ پراتۀ دي نو ډېر پۀ لوے کچ دي چې د دغه زېرمو دومره ډېر والي ته انسان ګوته پۀ خولۀ پاتي کېږي. فاروق زمان زياتوي چې زۀ د وزيرستان نه واخله تر د باجوړ پورې پۀ خپلو وسيلو پۀ ټولو غرونو کښې ګرځېدلے يم، دا غرونه د دومره معدنياتو نه ډک دي چې کۀ ښۀ سائنسي سرجيکل سروے وکړے شي نو د پښتونخوا د نوو ضلعو او د پښتونخوا سره د ټول پاکستان اقتصادي حالت ډېر زر بدلېدے شي. فاروق زمان زياتوي چې زما د يو ډېر محتاط او کمې اندازې ترمخه د پښتوخوا د نوو ضلعو پۀ غرونو کښې د دوه زره اربه ډالرو نه ډېر معدنېات پراتۀ دي. ياده دې وي چې د پاکستاني روپو پۀ حساب ترې دومره روپۍ جوړېږي چې څلوېښت د “سي پېک” پۀ شان غټې پروژې پرې سر ته رسول کېدے شي.

د پښتونخوا یو بل جیالوجسټ شاکرالله خان وائي چې پۀ چترال او ملاکنډ کښې د پينځۀ درجو (کېټیګريز)کاڼیزه ذخېرې دي چې پکښې تر ټولوډېرې د ماربلو پنځويشت قسمونه او ګرېنائيټ نه علاوه لعلونه (جېم سټون) هم دي- پۀ جېم سټون کښې اېمرلډ (زمرد)، ټوپاز (پکهراج)، ایکوا مرين، او روبي-( یاقوت) ډېرزیات دي.د پښتونخوا د نوو ضلعو پۀ بېلابېلو برخو کښې د اظهر محبوب د څېړنو ترمخه د شل ټريلئين مربع فټ ګېس موندلو اټکل شوے چې پۀ پينځلس مختلف ځايونو کښې د تېلو او ګيس موندلو لپاره لائسنسونه هم ورکړے شوې دي چې وزيرستان، اورکزو، دره ادم خېل او د بنو سيمې پکښې شاملې دي.د ځينې څېړنکارانو ترمخه د باجوړ نه تر وزيرستان پورې درې بلئين ټن ماربل پراتۀ دي . پۀ اوس وخت کښې د کال پۀ شمېر تش دوه ملينه ټنه ماربل راويستلے شي هغه هم د بارود پۀ زور چې اويا فيصده ماربل ورسره ضائع کېږي. د مومندو د سيمې نه د ورځې څۀ پينځۀ سوه لارۍ ماربل څۀ اندازتا دوه زره ټنه ويستلے شي چې د معدنياتو شبکې ته ترې د مياشتې اتۀ کروړه روپۍ ټېکس ورکولے شي خو ولې بل اړخ ته دغه محکمه ټهېکېدارانو او غريب مزدور کار خلکو ته هېڅ کومې اسانتیاوې نۀ ورکوي. د مومندو پۀ ماربلو کښې چې ډېر پۀ کم کچ پکښې کار کېږي او هم داسې د باجوړ ماربل هم نهه نوي سلنه خاموش پراتۀ دي او هېڅ د راويستلو ئې تر اوسه کومه هڅه نۀ ده کړې شوې. د مومندو پۀ دغه ماربلو کښې بيا هم څۀ لس زره پښتانۀ پۀ مختلفو اړخونو کښې پۀ روزګار دي. پۀ شمالي وزیرستان کښې د ډاکټر فاروق زمان د څېړنې ترمخه د تانبې اټکل پينځۀ پنځوس ملينه ټنه کولےشي.137 ملینه ټنه جپسم او 11 ملین ټن ډولومائټ موجود دي .هم دغه شان وسپنه، کرومائټ پۀ شوه کښې تېل ګېس، ګرېنائټ ماربل او د مېنګنيز هم لوې ذخېرې شته. پۀ باجوړ کښې د سنګ مرمر اټکل 5,850 ملین ټن شوے دے خو پۀ کال کښې تش څۀ پنځوس زره ټنه راويستلے شي، دغه شان پۀ باجوړ کښې نور هم ډول ډول معدنيات شتون لري پۀ دې اړه جيالوجسټ يحيي خان د باجوړ د معدنياتو په اړه وائي چې پۀ باجوړ کښې مېګنیشئيم رېډ اکسائيډ د رنګونو معدن ګرېنائټ لس قسمه ساډوګرې د چين نه پس پۀ باجوړ کښې بي ګريډ پۀ لوے کچ پروت دي.

جسپر زمرود، د باجوړ زمرود، د سوات او کونړ د زمرود مقابله کوي . دنفرائټ کرومائټ ډېرې ذخېرې دي خو صرف پۀ پينځۀ فيصده ذخيرو کار کله روان وي اوکله بند وي.ګرېفائټ پۀ تحصيل ښار اينځري او نورو سيمو کښې شتون لري. وسپنه ائرن او پۀ تحصيل ماموند او ناواګۍ کښې تر پنځوس زره ملينه ټن پورې شتون لري في ټن پۀ لس زره روپۍ دي . مېنګنيز دا پۀ تحصيل اتمانخېل او تحصيل ناواګۍ چمرکنډ کښې شتون لري. پۀ تحصيل اتمانخېل کښې پۀ تخت سيمه کښې يوه لويه د مېنګنيز ذخيره ده خو د قبائيلي شخړو د لاسه پرې کار بند دے. في ټن تر اوولس زره روپۍ پورې خرڅېږي . چائنه کلے دا پۀ تحصيل ناواګۍ کمانګره کښې لوے ذخېرې لري . تانبا پۀ تحصيل برنګ ترغاؤ تحصيل ماموند تحصيل چمرکنډ کښې لوې ذخېرې لري . جېم سټون پۀ تحصيل برنګ ترغاؤ تحصيل چمرکنډ کښې بېروج ياقوت او د زمرود پۀ شکل کښې پراتۀ دي. پۀ تحصيل اتمانخېل تخت او ناواګۍ کمانګرې “ملکې” غر کښې چې د مېنګنيز کومې ذخېرې دي نو دا د مېنګنيز د پاکستان دننه د چين نه پس د ټولو نه غټې ذخېرې دي. پۀ تحصيل برنګ او ارنګ کښې ،سرپېنټين ، پۀ لوے کچ شته چې تر دوه لاکه روپۍ پورې ټن خرڅېږي.. پۀ مومندو کښې 845 ملین ټن پورې د ماربلو ذخېرې پرتې دي . دغه راز نېفرائټ مېنګنيز کرومائټ سرپنټين ائيډو کراز او نور ډول ډول معدنيات شتون لري . پۀ خېبر کښې څۀ 345 ملین ټن پورې د ماربلو ذخېرې پرتې دي. دغه راز فلو رائټ، بېرائټ اېنټي مني ماربل کوئله او نور معدنيات هم شته .پۀ کرم کښې د سوپ سټون د پاکستان دننه د ټولو نه سترې ذخېرې دي. دغه راز سرپنټين، مېګنا سائټ، کرومائټ، تامبا، کوئله پۀ لعلونو کښې، عقيق، لاجورد او قيمتي جېمز سټون هم مېلاوېږي. پۀ سوېلي وزيرستان کښې تامبا، تېل، ګېس او د مېنګنيز ذخېرې شتون لري . پۀ اورکزو کښې د کويلې غټې ذخېرې دي او د تېل ،ګېس امکانات هم شته. پۀ پورته يادو شوو سيمو کښې پۀ مجموعی توګه باندې دا ډول ډول معدنيات او قيمتی لعلونه شته چې زمرود،دماربلو پنځوس قسمونه، کرومائیټ، مېنګنیز، جسپر، نفرائټ،ګروسولر، سوپ سټون، چائنه کلے، تانبا، ګېس، تېل، کويله،،کلېسائټ،زبرجد،بلور ،، لاجورد، سونا مکی،تامړہ، یاقوت سنکه يا هېماټائټ ،ګرېفائټ ، ،بېنټونائټ ، يوه خاوره ده چې پۀ پټرولو کښې ګډولے شي. دا د مومندو پۀ څاګي سيمه کښې پۀ لوے کچ پرته ده..کۀ چرته د پاکستان واکمن پۀ دې خبره کښې ځان رښتيا ثابتول غواړي چې وروستو پاتې سيمې د پرمختګ پۀ ډګر روانول غواړو نو د ټولو نه اول بايد چې د پښتونخوا د نوو ضلعو د معدنياتو يوه کوټلې سائنسي،سروے دې وکړے شي چې پۀ حقيقت کښې پته ولګي چې دا خزانې پۀ څومره اندازه د اوسني نړيوال مارکيټ پۀ نرخ پرتې دي! دا ځکه ضروري ده چې پۀ تېر وخت کښې دا سيمې د هر ډول قانون نه بهر وي . دلته د معدنياتو محکمه تش د ټېکسونو اخستو لپاره ناست وو، د نوو ضلعو د معدنياتو پۀ يو دفتر کښې هم ددې سيمو د معدنياتو پۀ اړه هېڅ کوم باوري رپورټ او سروے نشته بلکي دلته يوه لويه تشه وه چې اوس خامخا د پښتنو د خېر لپاره ډکول غواړي . دوېم کۀ چرته د دغه معدنياتوځينې کاڼو ته لکه جسپر بکوره ګروسولر نېفرائټ او سپريم وائټ ماربل وغېره ته د سيمه ايزو هنرونه پۀ توګه وده ورکولې شي د هغې سيمې خلکو ته چې کوم ځاے دغه معدنيات پېدا کېږي خلکو ته وړې وړې مشينګري او قرضې ورکړې شي. جديد هنري روزنه ورکړې شي نو د دغه ډول معدنياتو نه زمونږ هنرمندان بې کچه د ښائست ډول سنګار لوښي اوزار جوړلے شي. د دې به دوه ګټې وشي يو به زمونږ خلک د نړيوال ضرورت او معيار مطابق د زېبا متمدن مترقي هنرونو سره اشنا شي، دوېم ځايي خلکو ته به کور پۀ کور د روزګار وسيله پۀ لاس ورشي ځکه چې زمونږ زیاتره دغه کاڼي چين ته وړلے شي هلته ترې د سينګار کالي اوزار جوړولے شي او بيا د نړۍ د نور مارکيټ سره زمونږ بازارونو ته هم راوړلے شي .درېم دا چې حکومت لۀ بۀ د هر هغه ګام نه ډډه کول وي چې مقامي اولس د بې برخه کولو لپاره کولے شي. دغه راز چې پۀ دغه غرونو کښې ځاے پۀ ځاے چې کومې قبائيلي شخړې دي پۀ تېر وخت کښې پوليټيکل اېجنټانو او مراعات يافته ملکانو او خانانو به دغه شخړې د خپل بې پار لپاره پېدا کولې د دغه شخړو د لاسه د هر ډول معدنياتو نه ډک غرونه د ډېر وخت نه د کار نه شاړ پراتۀ دي . دغه راز پۀ ډېرو سیمو کښې ځنې خانان ملکان هم پۀ دغه قامي شتمنو قابض دي . د پښتنو دود دستور ترمخه معدنيات قامي شاملات وي خو دغه خلک د دغه هرڅۀ نه سرغړونه کوي، حکومت دې داسې زورورو پر ضد د دغه قبضه ګيرۍ ختمولو لپاره د اولس مرسته وکړي . عام اولس ددې خزانو نه د قبضه ګيرۍ پۀ شکل بې برخې کول ظلم دے .د هغې د خلاصولو لپاره د جرګو مرکو د لارې مقامي حکومتي چارواکي دې خپل کردار ادا کولو ته هڅه وکړي او هم دغه شان د عوامي نېشنل ګوند سيمه ايز مشران دې هم د دغه شخړو د ختمولو لپاره هڅې وکړي . د معدنياتو شبکه پۀ دغه سیمو کښې تش پۀ نامه ده هېڅ کوم وسائل ورسره نشته. دغه شبکه به ګړندۍ کول وي. دغه غرونو ته بۀ سړکونه جوړول وي او ورسره ورسره کوم خلک چې پۀ دغه غرونو کښې د ټهېکدارانو پۀ شکل کار کوي هغې ته بۀ جديد وسائل بې سوده اسانې قرضې او مشينګري ورکول وي چې دغه قيمتي کاڼي د ضائع کېدو پۀ ځاے روغ رموټ را وويستل شي.

دا هم ولولئ

پښتنه ټولنه او عدم تشدد

پښتانۀ سیاسي فعالان د قامي سياست پۀ اړه خپل يو حقيقي نظر لري، پۀ دلیل …