مطالعه او څېړنه د پوهې سرچينې دي (دوېمه برخه) – ډاکټر خادم حسېن

• د البرټ کاميو ‘دي پلېګ’ وباء:

‎فرانسيسي پنځګر، تخليق کار او اديب البرټ کاميو 1913 کښې الجيرز کښې زېږېدلے ‌ؤ او 1960 کښې مړ شوے ‌ؤ. پۀ 1957 کښې کاميو ته د ادبیاتو نوبېل جائزه ورکړې شوه. تر هغه مودې کاميو پۀ تاريخ کښې دوېم ځوان اديب ‌ؤ چې نوبېل جائزه ئې تر لاسه کړې وه.

‘‎دي پلېګ’ د کامیو هغه ناول دے چې د نړۍ او منطقې اوسمهاله دورې سره بېخي نزدې ورته والے لري. د دې ناول پلاټ کښې قرنطينه، د ښاريې تړل، ځانګړي روغتونونه، د جراثيمو وينځل، د مړو خلکو د پاره د کفن دفن جلا بندوبست، د معالجينو او د هغوي د مرستیالانو زحمت او مشقت او داسې نورې یادونې؛ برېښي لکه چې د اوسنۍ کورونا وباء انځورګري کوي.

‎ناول کښې ‘اوران’ د سمندر نه د یوې غونډۍ شا ته یوه وړوکې ښاریه ده. ښاريه کښې د ناول مرکزي کرېکټر ‘ډاکټر برنارډ ليوکس’ ته د مږو پرله پسې مړۀ کېدو نه د وباء ګمان کېږي. دغه وباء بیا انساناتو ته منتقل شي او ښاریه کښې د ورځې پۀ حساب پۀ سوونو نفوس مري. ښاریه وتړلې شي او د ډاکټر ليوکس پۀ تعقيبولو د ښاریې مقتدره د وباء نه د ژغورنې د پاره ګامونه پورته کړي.

‎ناول کښې د ښاريې د تړلو او د وباء د وېرې لۀ امله ټولنيز او اروائي بدلون پۀ دومره هنر انځور شوے دے چې لوستونکے ځان سره ‘اوران’ کښې لاس نيولے ګرځوي. لکه یو وار ډاکټر ليوکس داسې انګېري چې جهان کښې وباء او جنګ هغه دوه مړۀ کوونکي عوامل دي چې بیا بیا راګرځي خو بیا هم انسانان دا دواړه ناڅاپي ګڼي. ليوکس ګمان کوي چې تېره موده کښې نړۍ کښې د دېرشو غټو وباګانو لۀ امله احتمالاً شل ميلیونه نفوس مړۀ شوي دي. ناول کښې د وباء نه خلاصون د پاره د ډاکټر ليوکس، ګرانډ، جېن تارو او ډاکټر کاسټل نۀ ستړې کېدونکې مبارزه، د بشر د نوغي زغم، عاطفې ، قوي ارادې او د نورو انسانانو د پاره احساس مونږ ته څرګند مخې ته راولي.

‎د کاميو د دې ناول د قصۍ د متن تکنيک، د پلاټ رغښتونه، د کرېکټرونو پنځونه، د فکر ژورتیا او د بیان د سلاست بې ساري سبک د زدکړې غټه سرچينه ده. دا ناول پۀ وړومبي وار پۀ 1947 کښې خپور شوے ‌ؤ او پۀ وروستي وار وېنټېج انټرنېشنل پۀ 1999 کښې خپور کړے دے. د فرانسيسۍ نه دا ناول سټيوارټ ګلبرټ انګليسۍ ته ژباړلے دے.

• ‎د عبدالله جان جمالديني ‘لټ خانه’:

‎د بلوچستان د نوموړي فرهنګپال عبدالله جان جمالديني پۀ اردو ژبه ليکلے د یاداشتونو کتاب ‘لټ خانه’ پۀ وړومبي وار پۀ 2002 کښې خپور شوے ‌ؤ او پۀ درېم وار سنګت اکېډمي کوئټې پۀ 2017 کښې خپور کړو.

‎دې کتاب بلوچستان کښې د روښانفکره فرهنګ پالنې او سیاست د تدرېجي ودې یو شمېر اړخونه روښانه کړي دي. پۀ بې ساري خوږ او پوست سبک کښې ليکلے شوے دا کتاب بلوچستان کښې د نولس سوه پنځوسم د عشرې نه را پۀ دې خوا د فکر، فرهنګ، ادبیاتو او د اولس دوسته سیاست د رڼا خورولو د پاره د هغه وخت د منورينو د ځوان کهول د بې لوثه ستړو او مبارزو زړۀ راکښونکے داستان مرتب کوي. دې کتاب پۀ ډېر زړۀ راکښونکي ډول بلوچستان کښې د بلوچو او پښتنو ګډ فرهنګي او روښانفکره سیاسي روایات پۀ ګوته کړي دي.

‎کتاب کښې ظرافت او زړۀ دړدوونکي یادونه څنګ پۀ څنګ غزونې کوي. د ځوانانو دغه ټولګي چې د سرکار ملازمت پرېښودو او د یو خونې د کرایه کور کښې ئې اوسېدل پېل کړل نو د کور نوم ‘لټ خانه’ کېښودے شو. بیا چې کله ئې د روزګار د پاره د یو دکان د خلاصولو د پاره صلاح مصلحت کول او هره خبره کښې به ئې دا یادونه کوله چې “في الحال به دا وکړو”، “في الحال به هغه وکړو” نو د دکان نوم ‘في الحال’ کېښودے شو.

• ‎د حیات روغاني ‘نېنځک’:

‎د حیات روغاني ناول ‘نېنځک’ عربستان پښتو ادبي تړون پۀ 2012 کښې خپور کړے دے.

‎دې ناول یوه داسې موضوع سنجولې ده چې پۀ خپله ادعاء پر مختللې ټولنو کښې هم داسې موضوعاتو باندې تخليق کول د سرو مچو ګګ له لاس وړل ګڼلے کېږي. دې ناول هغه ساندې پنځولې دي چې پۀ یويشتمه پېړۍ کښې هم لا د درېم جنس یا ټرانسجنډر انسانانو زړونو کښې لکه د ليتکي نرۍ نرۍ غرغنډو کښې سا اخلي.

‎د دې ناول قصۍ کښې د راتلونکو واقعاتو تلوسه او سسپنس لوستونکے دومره ځان کښې رانغاړي چې د انتظار پرهرکوونکې شېبې زغملې نۀ شي. د قصۍ تنسته یا پلاټ یوه داسې تمثيلي بڼه لري چې لوستونکے د تخیل پۀ پرده ټول واقعات پۀ خپلو سترګو کښې انځور کولے شي. د قمرو او ناموس خان د مرګ نه وروستو به د هغوي د تي زوے څۀ کوي؟ د ميرګاټي د زیاتي نه وروستو به ځيرک خان اوس کومه لار خپلوي؟ کراچۍ ته رسېدو نه وروستو به ځيرک خان څۀ کوي؟ د ځيرک خان ترونه قدوس لالا او پانوس به څنګه غبرګون کوي؟ مابتۍ باندې به څۀ تېرېږي؟ دا او داسې بې شمېره سوالونه لوستونکے د ناول نه سر اوچتولو ته نۀ پرېږدي.

‎دې ناول کښې پۀ شلګونو کرېکټرونه دي. یو شمېر کرېکټرونه د ناول موده کښې طبعي تدريج سره وده کوي. ځيرک خان چې د څومره لوړو ژورو نه تېرېږي نو ورسره د هغۀ جثه کښې ‘زرکه’ پېغله کېږي. دغسې مابتۍ ‎د ځیرک خان د بېلتون د پرهرونو لۀ امله ورځ تر ورځه د اروائي بدلون څړيکو سره مخ کېږي. د قمرو ژوندے روح ورځ تر ورځه مابتۍ کښې د خپل ژوندون څرګندونه کوي. د پرځند کاکا، کاکوان، مېرابان او مدهو بالا کرېکټرونه هر څو کۀ وده نۀ کوي خو د بشريت د یو شمېر صفاتو سېمبولونه ګرځي.

‎ناول کښې د چاپېریال بې ساري انځورګري د ليکونکي د ژورې مشاهدې څرګندونه پۀ اغېزناکه ډول کوي. د ناول د چاپېریال انځورګري دا ښائي چې دې داستاني پنځونې د پېښور درې د یو کلي کړۀ وړۀ برڅېره کړي دي. ژوره مشاهده ځان د ژبې او تخیل پۀ نوي ترکيبونو او ناویاته هنداره کښې ښائي. “د بنېن سيخونه یو بل ته غاړې وتي وو”… “د بکیاڼې، شېوې او توت ښاخونو کښې چرګو قړتارے کوۀ”… “د ځول راتلو نه وړاندې لکه چې سيلۍ سا ونيسي”… “پۀ تندي ئې وړه غوندې ټيکه د پرخې د داسې څاڅکي پۀ څير پرته وه لکه چې د رڼا وړانګه پکښې دننه د خندا نه شنه ولاړه وي”… “نن پۀ وړومبي ځل سندره مجسمه شوې وه” او ناول کښې داسې نورې بې شمېره بېلګې دا څرګندوي چې حیات روغاني يواځې یو داستان نۀ دے پنځولے، بلکې د ژبې لمن ئې هم پۀ سمبولونو، نوو ترکيبونو او استعارو پراخه کړې ده.

‎ناول کښې د وخت پېژندنې د پاره د خارجي واقعاتو پۀ اساس او د شعور د لړۍ د تکنيک د کارولو پۀ واسطه لوستونکي ته اشارې ورکړې شوې دي. دې تکنيک کښې ليکونکي نه داسې بې ځایه اضافې شوې دي چې کله نا کله لوستونکي ته داسې ښکاري لکه چې یوه راکښلې تنسته کښې څۀ بې ځایه رېښي د بهر نه ټومبلې شوې وي. خو دې سره سره چې دې ناول کښې د موسيقۍ او رقص څنګه تعامل انځور شوے دے، هغه د دې ناول هنرمندي د نړيوال داستاني ادب پۀ قطار کښې ودروي.

‎کۀ یوه داستاني پنځونه او تخليق د موضوع د ځانګړتیا، د قصۍ د بې ساري رغښتنې، د کرېکټرونو د طبعي ودې، د مشاهدې د ژورتیا پۀ واسطه د چاپېریال د انځورګرۍ او د نوي ترکيبونو، استعارو او او سېمبولونو د ايجاد پۀ سوب د ژبې د لمن د پراخولو پۀ اساس د یو سبک ساز اثر او کلاسيکي تخليق بڼه مومي نو د حیات روغاني ‘نېنځک’ پۀ دغه ټولو شرائطو یو کلاسيک او سبک ساز تخليق ګڼلے کېدے شي.

• ‎د استاذ صديق روهي ‘ادبي تحليلونه:

‎د استاذ محمد صديق روهي مرحوم پۀ تاريخ او ادبیاتو د مقالو، تهيسسونو او پلټنو د دغه ټولګې لټون او سمون سر محقق زلمي هېوادمل کړے دے. د استاذ روهي دغه کتاب ‘ادبي تحليلونه’ پښتو اکېډمۍ بلوچستان کوئټې پۀ 2016 کښې خپور کړے دے.

‎کتاب کښې د روښانیانو د نهضت پۀ څرنګوالي، د الفت ادبي بحثونه، د هجري نړۍ ليد، پښتو معاصر ادبیات او پۀ افغانستان کښې ئې انکشاف، د ‘تاريخ مرصع’ د ليکنې مېتود او د رحمان بابا پېغام باندې مهمې او بشپړې څېړنې ځاے کړې شوې دي. پۀ ‘سراج التواريخ’ او ‘پټه خزانه’ هم درې مقالې د دې کتاب برخه دي. پۀ کتاب د سر محقق زلمي هېوادمل د سريزې تر مخه کتاب کښې قديمه مقاله د 1975 ده او وروستۍ پۀ کښې د 1995 کال ده.

‎د ‘ادبي تحليلونه’ د لوست نه وروستو د د ګل باچا الفت پۀ حقله د استاذ روهي دغه څرګندونه پۀ خپله د استاذ پۀ څېړنو او سبک بېخي ټول پۀ ټوله منطبق کېږي. د استاذ روهي ‘تخصيصي پوهه پۀ یو خواږۀ سبک کښې داسې الونیا کېږي لکه کوچ پۀ شېدو کښې یا وېټامن پۀ خوندوره غذا کښې.’ دا کتاب د ادبیاتو او تاريخ د سستمېتک جاج پۀ ترڅ کښې د نوي حقيقتونو د انکشاف یو جدي بېلګه ده. د معلوماتو پۀ بهير کښې د ډلبندۍ تاکتيک کارول، د استدلال د بېلابېلو لړیو دقيق پېژندنه او بیا عمومي اصولو او پرنسيب درک کول د دې کتاب هغه علمي او فکري ورکړې دي چې اوسني ادب پوهان ترې ډېر څۀ زده کولے شي. زما پۀ اند د ادبیاتو او تاريخ محصلينو، متخصصينو او محققيقينو د پاره د دې کتاب لوسته اړین ده.

• د سعد الدين شپون ‘د سمڅې یاران’

د استاذ شپون ناول ‘د سمڅې یاران’ دانش خپرندویه ټولنې پۀ 2002 کښې خپور کړے دے.

د دې ناول موضوع د جنګ نه وروستو د عصبي فشار او د هغې د اغېزې لاندې د ټولنيزو رشتو شلون او د اقتصاد زبون نه چاپېره چورلي.

شپون صېب د دې ناول قصۍ او پلاټ کښې د کردارونو د پېښو او هغوي سره د تړلي چاپېریال د اظهار پۀ واسطه تخیل او واقعیت داسې نغښتي دي چې د مېتهیو ارنلډ پۀ اصطلاح “د لوستونکي بې باوري بېخي معطل کړي.” ډېر ځلې لوستونکے د کردارونو کړنو او د هغوي محيط کښې کلهم ورک شي.

‘د سمڅې یاران’ هم د هغه سبک څرګندونه ده د کوم د لوستې جریان کښې چې د لوستونکي مخې ته هم شپون صاحب اېغ نېغ ودرېږي چې دا ليکوال د شپون صاحب نه علاوه بل څوک نۀ شي کېدے. اولسي ژبه، د فولکلور لکه د لنډیو او ټپو، متلونو او چاربېتو داسې کارونه چې لکه پۀ تسبو کښې ئې غمي پېئلي وي. دې ناول کښې خو ئې لا د غني خان، رحمان بابا او حميد بابا پۀ زړۀ پورې شعرونه غمي کړي دي.

‘د سمڅې یاران’ د لوستونکي زړۀ هلته ارې ارې شي چې ملا عبد الرحمان وائي، “کمال خانه! مونږ د اصلي نامحرم د لاس شهيدان یو – هم محرم پېژنو او هم نامحرم.”

د دې ناول د لوستونکي لاړې هله تېرې شي چې ډاکټر کمال ته د پاسپورټونو د تیارۍ خبر ورکړے شي او د تداوي نه وروستو وطن ته بیا د راستنېدو تاکيد ورته وکړے شي. دغه د لوستونکي زړۀ کښې د بیا ودانۍ د هيلې خوږه څړيکه پرېږدي.

• د ارمان “کرکشن”:

د جهاني داستاني ادبیاتو پۀ تهيورۍ او تحليل د سميع الدين ارمان فکر پاروونکے کتاب ‘کرکشن’ اعراف پرنټرز پېښور پۀ 2018 کښې خپور کړے دے.

د اتلسمې، نولسمې او شلمې پېړۍ د غرب او پۀ خصوصي توګه اروپا کښې د داستاني هنر د شاهکارونو تدريجي پنځونه او تخليق ارمان پۀ بشپړه توګه دې کتاب کښې د معروضي څېړنې تول کښې اچولي دي او زړۀ پورې کره کتنه ئې کړې ده.

‘کرکشن’ کښې ارمان د ورجينیا وولف ‘سټريم اٰف کانشسنس’، د ارنسټ هېمنګوے ‘اٰئسبرګ تهيوريخ، د جارج اېرول ‘1984’، د فرانز کافکا ‘ميټامارفاسز’، د ګبريل ګارشیا مارکيز ‘د یواځېوالي یوه پېړۍ’، د مېلان کنډېرا ‘داستاني حکمت او جهاني داستاني ادبیاتو کښې د فاسټس یا فاوؤسټ بېلابېل مظهرونه’ پۀ قوي استدلال سنجولي دي.

‘کرکشن’ کښې ارمان ځينې اساسي سوالونه هم پورته کړي دي. لکه جهاني ادب کښې د جرمن فوک کردار فاوسټ یا فاسټس باندې د بحث جریان کښې د پښتو ژبې او ادب د قدامت یو محکم دليل د جرمن ژبې او ادب نه راوړي. دغسې پۀ ګارشیا مارکيز د تحليل پۀ وخت ارمان دا اساسي سوال پورته کوي چې د ادب پوهانو جواب ته اړتیا لري:

“زۀ دا سوال پورته کوم چې د افغان وطن پۀ خاوره د ډيورنډ د ناولې کرښې د وجود نه را واخله تر ننه چې کوم جينوسایډ روان دے، دې ولې دا قسمه ادب و نۀ زېږوۀ؟ د جهاني کچ ليکوال ئې ولې را پېدا نۀ کړو؟ دا حالات د کولمبیا د فساداتو، د هند د وېش نه ډېر زیات ژور، ګهمبير، ظالمانه او طويل دي خو بیا هم پۀ نړيوال کچ، پۀ نړيوال ادب کښې د دې رسا ګواهي تر ننه نشته.”

د ادب تهيورۍ سره تړلے یو بل سوال چې د ‘کرکشن’ متن کښې نغښتے ښکاري خو ارمان پرې بشپړه بحث نه ډډه کړې ده، هغه دا چې “د پنځګر او تخليق کار د ذاتي ژوند او د هغۀ/ هغې تخليق او پنځونې تر منځه څۀ اړيکې وي او کۀ نه؟ او کۀ وي نو څومره او څۀ رنګه وي؟” دا سوال تېره شوې پېړۍ کښې رغښتوالو او فارملستانو ډېر پۀ بشپړه توګه مطرح کړے ‌ؤ. د کتاب متن نه داسې برېښي چې ارمان د تخليق کار د ذاتي ژوند تجربات د هغۀ یا هغې پۀ تخليق خورا اغېزمن ګڼي.

زما پۀ اند ارمان باید دې کتاب کښې د ټالسټائي ناول ‘وار اېنډ پيس’ او د ټالسټائي د هنر نظریه او د دستوفسيکي ‘کرائم اېنډ پنشمنټ’ هم څېړلے او تحليل کړے وے. هيله کوم د کتاب دوېم وار چاپ کښې به دې غاړې ته هم پام وکړي.

د سميع الدين ارمان د ‘کرکشن’ لوسته د ادبیاتو محصلينو او پوهانو د پاره پۀ عمومي توګه او د پښتو ادبیاتو محصلينو او پوهانو د پاره پۀ خصوصي توګه اړین بولم.

• د استاذ شپون ‘ادبي څېړنې’:

د استاذ سعد الدين شپون کتاب ‘ادبي څېړنې’ د څېړنیار محمد اسحاق مومند پۀ زیار او هم د نوموړي سريزې سره مومند خپرندویه ټولنې جلال اباد پۀ 2020 کښې خپور کړے دے.

‘ادبي څېړنې’ کښې استاذ شپون پۀ خپل مخصوص سبک کښې پۀ بېلابېلو موضوعاتو لکه “د پښتو معاصر شعر ته یوه کتنه”، “ادبي نقد”، “د ادب تاريخ ليکنه”، “ژبپوهنه” او “د پښتو اولسي ادب ته یو کتنه” باندې پۀ زړۀ پورې بحثونه کړي دي.

داسې ښکاري چې استاذ شپون مرحوم ادبیاتو او هنر سره تړلي پۀ ګڼ شمېر عناصرو او عواملو لۀ یوې مودې راهسې ژور تفکر کړے ‌ؤ او دغه تفکر ئې بیا پۀ یو بې ساري ابلاغي توان لوستونکو ته رسولو کښې بریالے شوے دے. کۀ چا هم د استاذ شپون ناولونه لوستي وي نو د دې نه به ارو مرو خبر وي چې د استاذ سبک اېغ پۀ نېغه لوستونکو سره پۀ ډېره عادي او سليس ژبه خبرې کوي. دغه سبک د استاذ د ادبي نقد دې کتاب کښې هم څرګند ښکاري. استاذ د ډېرې وچې او پېچلې موضوع پۀ بې ساري سلاست او هوارۍ لوستونکو ته د رسولو قدرت لري.

د کتاب بيخي وړومبۍ برخه کښې استاذ ليکي،

“کۀ کله وایو پلانکے شعر ښۀ دے او پلانکے بد دے، نو دا پۀ دوو دليلونو تحقيقي قضاوت نۀ دے:

1. د ښۀ او بد حکم یو اخلاقي حکم دے، نۀ علمي.

2. چې اخلاقي هم نۀ وي، ذوقي دے. یعنې زمونږ د ادبي ذوق پۀ محک سنجول شوے دے او ذوقي حکم علمي ارزښت نۀ لري.

پۀ تحقيق کښې د ښۀ او بد او خوندور او بې خونده سوال نۀ دے، بلکې د شکل او محتویاتو د څرنګوالي مسئله ده.”

یوه خبره چې باید استاذ ورته یو وار بیا کتنه کړې وے، دا ده چې کله استاذ د پښتو د معاصر شعر کوم ته چې هغه د پښتو د شعر د درېمې دورې وړومبۍ مرحله وائي، کره کتنه کوي نو د دې دور بېلګې هم د ‘سراج الاخبار’ نه راخلي او پېښور او کوئټه کښې پۀ هغه موده کښې د شعر تخليق لۀ پامه غورځوي. دا هم هغه مرحله ده چې پېښتونخوا کښې د اعليٰ شعر تخليق جاري ‌ؤ. فضل محمود مخفي، عبدالاکبر خان اکبر او خادم محمد اکبر د دې دور شاعران دي.

د کتاب یو بله برخه کښې استاذ شپون ډېره د کار خبره ليکلې ده،

“شاعر درسته دنیا د تخیل لۀ کړکۍ ګوري او دا کړکۍ دومره پراخه ده چې د کتونکي لۀ سترګو د نړۍ هېڅ ګوټ نۀ پرېږدي… د شعر او هنر سيمه بېله ده او د سیاسي او مذهبي عقېدې سيمه بېله. هنر یوه اجتماعي مؤسسه ده او د نورو اجتماعي مؤسسو پۀ څنګ کښې د بشر د تمدن کاروان پۀ مخ بیائي.”

• د مرزا اطهر بېګ ‘غلام باغ’:

د مرزا اطهر بېګ د 878 مخونو ضخيم ناول ‘غلام باغ’ سانجهـ پبليکېشنز لاهور پۀ 2012 کښې خپور کړے دے.

د ‘غلام باغ’ قصه د پېښو د ترتيب رغوڼه نۀ لري. د پېښو بېلابېل اړخونه کله د موادو د ترتيب او کله د کرېکټرونو د عادي او غېر عادي حرکیاتو پۀ واسطه سپړدلے کېږي. د پلاټ پېچلتیا د ګڼ شمېر کرېکټرونو او د یو شمېر مکاني او زماني چاپېریالونو انځور ګرۍ بڼلې ده. د ناول موضوع پۀ بېلابېلو لړو کښې د نسلونو او قامونو د ارذلیت او افضلیت او د اساطيرو د خونديتوب د ټول نظام اساس او روایتي مفکورې نړول ځان کښې راغونډ کړي دي.

‘غلام باغ’، ‘سنمیال’، ‘مانګر جو’، ‘ګهونسلا’ (د ناول مرکزي کرېکټر ‘کبير’ چې کومه خونه کښې اوسي، هغې ته ‘ځاله’ وائي)، ‘ياور هاوس’، ‘سائکیاټرک وارډ’ او ‘غټ ښار’ ښائي د مکاني سېمبولونو معناوې څرګندوي. ‘نيلا رجسټر’ )اسماني رنګ کتابچه(، ‘د زړو کتابونو دکان’، ‘د ګلبرټ پۀ ارذل نسلونو کتاب’، د زړو درملو کتاب ‘ګنجينه نشاط’ او د ‘هاف مېن’ پۀ غلام باغ مقاله ښائي د متن د ماتولو د سېمبولونو پۀ توګه کارولے شوي دي. د متن د ماتولو یوه بېلګه د ناول د مرکزي کرېکټر کبير د یوې انګېرنې پۀ ډول داسې څرګندېږي:

“پنځګر د ادبیاتو تخليق نۀ کوي. ادبیات پۀ ژبه کښې لکه د یو رمز نغښتي پراتۀ وي او د پنځګر تخليق کوي. پنځګر یوه اله شي. یو داسې درز شي چې د څۀ پۀ واسطه ژبه خپل بې قابو چپاوونه بېرون ته لېږي.”

د ناول د پلاټ د رغښت د پاره بېلابېل تاکتېکونه لکه د شعور لړۍ، ډائيلاګ او د کردارونو انګېرنې کارولې شوې دي. ناول کښې د ګڼ شمېر کردارونو تخليق شوے دے او یو شمېر کرېکټرونه پۀ کښې اروائي او فکري وده کوي. وړومبے د هافمېن مرګ او پۀ پاې کښې د کبير قتل د دې نهائي ډولونه دي.

غلام باغ د اسطوري څېړنې، د ژبپوهنې، لرغونپوهنې او ادب پوهنې ګڼ شمېر اړخونه لري نو ځکه د دې ناول مطالعه د لوے دقت غوښتنه کوي.

• د بایزيد روښان ‘حالنامه’:

پۀ موجوده ډول د اتۀ سوه مخونو کتاب ‘حالنامه’ علي محمد مخلص پۀ فارسۍ کښې مرتب کړے دے خو د حالنامې د ليک

پېل برېښي هم د پير روښان د غورځنګ پۀ جریان کښې شوے ‌ؤ. پير روښان پۀ 1601 کښې پۀ حق رسېدلے ‌ؤ او د هغۀ کړوسے او د روښانیانو اخري خليفه عبد القادر د حالنامې تر مخه پۀ 1665 کښې پۀ حق رسېدلے ‌ؤ. د علي محمد مخلص پلار ابا بکر د پير روښان د زوي جلال الدين او د نمسي احداد د خلافت پۀ زمانه کښې د روښانیانو د لښکر یو نامتو قوماندان ‌ؤ. د حالنامې موجوده تاليف ډاکټر عبد القدوس عاصم پښتو ته ژباړلے دے کوم چې د پېښور پوهنتون پښتو اکادمۍ پۀ 2019 کښې خپور کړے دے.

‘حالنامه’ کښې د بایزيد روښان پۀ عارفانه اجتهاد او د شخصیت پۀ تدريجي وده باندې پۀ زړۀ پورې معلومات راغونډ کړے شوي دي. د پير روښان د سلوک مقامات ‘شريعت’، ‘طريقت’، ‘حقيقت’، ‘معرفت’، ‘قربت’، ‘وصلت’، ‘وحدت’ او ‘سکونت’ پۀ نثر او نظم دواړو کښې پۀ بشپړه توګه معارفي کړے شوي دي. د پير روښان د ټولنې د اصلاح د مفکورې مهم اړخونه او پۀ استخراجي او قیاسي بڼه د ملت د خپلواکۍ مبارزه ‘حالنامه’ کښې پۀ قصئيز سبک خوندي کړې شوې ده. د روښانیانو پۀ څلورو نسلونو د خور غورځنګ غورزې پورزې حالنامې پۀ خپل مخصوص سبک کښې ثبت کړي دي.

‘حالنامه’ د افغان وطن د پښتنې ټولنې د شپاړسمې او اوولسمې پېړۍ د کلتوري او ټولنيزو رشتو، د اقتصاد، سیاسي انتظام او ټولنيزو اروائي غوښتنو د پېژندګلو ستره منبع ګڼلې کېدې شي. هر څو کۀ د حالنامې د موجوده چاپ د پښتۍ عکس کوم چې ښائي د پير روښان پۀ ځاے د امير دوست محمد خان عکس دے، او د ژباړونکي ځاے پۀ ځاے خپلو یادونو باندې باید یو ځل بیا نظر واچولے شي.

د ‘حالنامې’ چاپ د پښتو اکادمۍ پېښور او د اکادمۍ د ډائرېکټر ډاکټر نصرالله جان وزير د پښتنو علمي، فکري او تاريخي پنګې ته لویه ورکړه ده. پۀ ‘حالنامه’ د ډاکټر نصر الله جان تفصيلي مقدمه پۀ خصوصي توګه د لوستلو وړ ده.

‘حالنامه’ کښې ‘د پير روښان شخصیت او د روښانیانو مبارزه’ تر عنوان لاندې به زما تفصيلي مقاله کومه کښې چې ما د پير روښان د عارفانه، ملي او اولسي اړخونو د نورو سپړدلو زیار کړے دے؛ زما د را روان کتاب ‘ښکلا، ښکېلاک او بغاوت ‘ یو باب وي.

دا هم ولولئ

د عوامي نېشنل پارټۍ پښتونخوا ثقافتي سرګرميانې – خادم حسېن

۱. د ملګري ليکوالانو تنظيم ‎ ا- شاعران او ليکوالان د پارټۍ د یو ذيلي …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *