د خپلواکۍ مبارز علامه عبدالرحیم پوپلزئ – ډاکټر سهېل خان

31-1890)مۍ (1944

ډېرن ایسوګلو (Daron Acemoglo) او جېمز رابنسن خپل معرکة الاراء تصنیف “Why Nations Fail” کښې لیکلي دي چې د تهذیب فرق دراصل د هېوادونو پۀ منځ کښې د معاش فرق دے. تر څو چې د ژوند تېرولو معیار د تهذیب، تمدن او معاش د لارې دائروي شکل کښې نۀ وي ځنګېدلے، تر هغې به د نړۍ د هېوادونو منځ کښې د قامونو لاندیز او پرمختګ اصولي معیار نۀ شي ټاکلے.[1]

دا خبره علامه عبدالرحیم پوپلزئ د اخبار نوجوان سرفروش اداریه کښې کوي چې کال 1927ز کښې چاپ دے[2]، لیکلې ده.

ټهیک پۀ هغه کال 1890ز چې باچاخان نړۍ کښې سترګې پرانستې وې، علامه عبدالرحیم پوپلزئ هم د درانیانو شاهي خاندان پوپلزئ کښې سترګې غړولې وې. دا پۀ برصغیر کښې د غلامۍ خلاف د مزاحمت دور ؤ.بنیادي زدکړې دخپل پلار مولانا مفتي عبدالحکیم پوپلزئ نه ترلاسه کولو نه پس د اعليٰ زدکړو د پاره دهلي، رامپور، مینډو او دېوبند ته لاړو.

علامه عبدالرحیم پوپلزئ هغه خوش بخته شاګردانو کښې شامل ؤ چې د شېخ الهند مولانا محمود الحسن د خصوصي نظر، مینې او روحاني تړون رشته ورسره وه. علامه عبدالرحیم پوپلزئ صاحب پېښور ته واپس 1912ز کښې راغلو. د درس سلسله ئې شروع کړه او عملي مبارزه ئې هم د تحریک شاه ولي الله او حزب الله پۀ لمن کښې پېل کړه. د روحاني تړون سلسله ئې د حضرت نجم الدین هډې شریف سره شروع کړه.[3]

پۀ اوویشتم مارچ 1914ز علامه عبدالرحیم پوپلزئ د قاسم علي خان جومات کښې د ‘مدرسه اسلامیه’ بنسټ کېښودو. پۀ دې موقع مفتي عبدالحکیم پوپلزئ، حاجي غلام صمداني، حاجي صاحب ترنګزئ او سید عبدالمعبود شاه ګېلاني هم موجود وو.[4]

د کال 1900 نه تر 1947ز پورې نړۍ د تاریخ عظیم جنګونه ولیدل. د بادشاهت پۀ ځاے جمهوري واکمني راغله. د شاهي حکومتونو او راجونو خلاف بغاوتونه وشول. د عوامو ذهنونو د خپلواکۍ پۀ اجتماعي شعور کښې مبارزه پېل کړه. پۀ هندوستان کښې هم د کانګرس بېرغ نه د ازادۍ تحریکونه د زلمو توان سره سم سم روان وو. دې زلمو کښې یو زلمے علامه عبدالرحیم پوپلزئ هم ؤ. کله چې اولني جهاني جنګ کښې پرنګي ترکو له ماتې ورکړه نو هندوستان کښې راجوړ شوي ‘خلافت تحریک’کښې علامه عبدالرحیم پوپلزي هم خپله ونډه ترسره کړه.[5]

کله چې 1917ز کښې پۀ روس کښې انقلاب راغے نو پۀ ټوله نړۍ کښې بالعموم او پۀ پسمانده هېوادونو کښې بالخصوص د دې اثرات خوارۀ شول. پۀ هندوستان کښې هم ځینې ځوانانو دا بېرغ پورته کړو. پۀ پنجاب کښې ‘کرتي کسان پارټي’ جوړه شوه او پۀ پېښور کښې د مولانا عبدالرحیم پوپلزئ پۀ مشرۍ کښې وړومبے ‘نوجوانانِ سرحد’ نومې تنظیم او بیا وروستو’نوجوان بهارت سبها’ پۀ نوم کار شروع کړو. مولانا صاحب سره دې تنظیم کښې دې ملګرو کومک وکړو ـــ کاکاجي صنوبرحسېن، سید امیر بادشاه، دیوان روشن لال، عبدالرحمان ریا، عبدالعزیز خوش باش، اٰتش عبدالغفور،بخشي فقیرچند، عبدالله خنجر، عبدالحئ، حکیم عبد الرؤف، ملک نادرخان، رام سرن نګینه، ماسټر قطب دین، سادهو سنګهـ سوز او یونس قرېشي[6].

پۀ کال 1920ز کښې مولانا صاحب ډېر انقلابیان د کامرېډ فضل الٰهي قربان پۀ کومک روس ته لېږل. پۀ کال 1921ز کښې د انټرنېشنل اسلامیه سوسائټي ترکي، وسطي اېشیاء او هندوستان تنظیمونو سره پۀ ملاتړ د پېرنګي حکومت پۀ نظر کښې راغلو او پۀ 1921ز کښې ئې پرې د اسام د یو انقلابي او باغي پناه ورکولو باندې مقدمه جوړه شوه، ولې د ثبوت د نیشتوالي لۀ کبله دغه مقدمه خارجه کړې شوه[7].

مولانا صاحب پۀ خپلو لیکنو باندې ‘256’ سرخط لیکلو چې معنٰي ئې ‘انقلاب زنده باد’[8] ده. چونکې یو نامتو او معتبر مذهبي عالم او مفتي هم ؤ او د مذهب پۀ مسئلو یوه اتهارټي هم ګڼلې شوه، کله چې دهلي کښې د ‘شدهي تحریک’ لاندې مسلمانان د ستونزو سره مخ شول نو مولانا صاحب پۀ دغه مهم روان شو او دغه کشاله ئې حل کړه[9].

پۀ کال 1924ز کښې مولانا صاحب د کانپور سازش کېس کښې ګرفتار شو، ولې د عدم ثبوت لۀ کبله ازاد کړے شو. پۀ کال 1925ز کښې ئې د تبلیع، تعلیم او خطابت سلسله جاري وساتله او هم پۀ دې کال ورته د سرحد د اولني ترقي پسند شاعر خطاب هم ملاو شو[10].

پۀ کال 1927ز کښې ئې خپل اخبار نوجوان سرفروش وویستو. دا اخبار د قیصه خوانۍ خونړۍ واقعې نه پس بند شو[11].

مولانا صاحب د جمعیت العلماء هند اتم اجلاس پېښور کښې د مجلس عاملې غړے وټاکلے شو. د دوي پلار هم دې اجلاس کښې د صوبې صدر منتخب شو[12].

یاده دې وي چې هم دې اجلاس کښې عبدالغني خان د ازاد سکول اتمانزو د نورو ملګرو سره پۀ خوش الحانۍ ‘نظم’ وئیلے ؤ. د نظم څو شعرونه داسې وو:

د خداے د پاره اے عالمانو!

مونږه روان کړئ پۀ یوه لاره

مونږه ډوبېږو! مونږه غرقېږو!

کۀ اواز یو کړئ خداے د پاره خادم محمد اکبر

دې باره کښې عبدالاکبر خان اکبر وائي، ‘دا جلسه پۀ اکتوبر 1927ز کښې د شاهي مهمان خانې )اوس پکښې لېډي ګرفتهـ سکول دے( پۀ چمن کښې وشوه. داخله پۀ ټکټ وه. پۀ زرګونو خلق چې پۀ جلسه کښې شامل وو، زۀ هم د انجمن او ازاد سکول د طرفه پۀ استقبالیه کمېټۍ کښې شامل وم. عبدالغني خان چې هغه وخت د دولسو کالو ؤ، پۀ اردو کښې یو ډېر دردناک تقریر وکړو او د پښتنو دردناکه نقشه، د غربت، بې علمۍ، لاقانونۍ متعلق ئې یوه ښکلې خاکه راکښله. د ازاد سکول هلکانو پۀ خوش اوازۍ د خادم محمد اکبر نظم ووې.’[13]

پۀ 31 مارچ 1929ز مولانا صاحب د پراونشل خلافت ورکنګ کمېټۍ او پراونشل کانګرس ورکنګ کمېټۍ رکن وټاکلے شو. یاده دې وي چې هم دې اجلاس کښې د مولانا صاحب پلار مفتي عبدالحکیم پوپلزئ صدر، میا فضل شاه نائب صدر اول او باچاخان نائب صدر دوم منتخب شو[14].

پۀ کال 1929ز کښې چې کله د افغانستان د بادشاه امیر امان الله خان خلاف سازش شروع شو نو د امان الله خان حمایت کښې ئې عالمي تحریک د پښتونخوا نه پېل کړو. د دې تحریک باني هم ؤ. دغه رنګ پۀ 21 اپرېل 1929ز ئې د افغانستان فسادي اور مړ کولو د پاره یوه پنځویشت رکني د عالمانو کمېټي جوړه کړه او دې کمېټۍ د صوبې او قبائیلي علاقو تفصیلي دوره وکړه او خلقو کښې ئې د اجتماعي شعور پاملرنه وکړه[15].

د قیصه خوانۍ د خونړۍ پېښې پس منظر ‘سرزمینِ بے ائین’ ؤ. د دې تذکره به مولانا صاحب اکثر کوله. کله چې پۀ اوویشتم دسمبر 1929ز پۀ لاهور کښې د لاجپت راے نګر سټېج ولګېدو او کسان کرتي کانفرنس شروع شو نو پۀ دوېم نشست کښې مولانا صاحب د صوبه سرحد مقدمه پېش کړه او د دې څلورو قوانینو ذکر ئې وکړو چې پۀ دې خاوره نافذ دي او مخلوق ترې اور کښې ولاړ دے:

  1. فرنټئیر کرائمز رېګولېشن یعني قانون جرائم سرحد
  2. سیکېورټي رېګولېشن
  3. مرډرس اوېټر ریجن ریګولېشن
  4. سېفټي رېګولېشن[16]

پۀ نولسمه فرورۍ 1930ز د مولانا عبدالرحیم پوپلزئ او د باچاخان اوږد ملاقات د نوجوان بهارت سبها دفتر کښې د سحر نهه بجو نه تر یوولسو بجو وشو. پۀ دې ملاقات کښې مولانا صاحب د باچاخان پۀ تنظیمي امورو ځان پوهه کړو.[17]

پۀ یویشتم اپرېل 1930ز پۀ شاهي باغ کښې د فرنټئیر کانګرس لاندې د سول نافرمانۍ یوه جلسه وشوه چې مولانا صاحب پکښې یو احتجاجي قرارداد وړاندې کړو[18] او دا اعلان ئې هم وکړو چې ‘میں برطانوی سامراج کا تختہ الٹنا چاہتا ہوں’.

پۀ درې ویشتم اپرېل 1930ز سحر دوه نیمې بجې ئې مولانا صاحب د خپل کور نه ګرفتار کړو. دا ګرفتاري د قیصه خوانۍ د واقعې پۀ ورځ شوې ده.[19]

دې نه پس ئې قلعه بالاحصار کښې پۀ مولانا صاحب مقدمه وچلوله او د نهه کاله قېد حکم ئې ورکړو. باچاخان ئې درې کاله قېد کړو[20].

پۀ جېل کښې مولانا صاحب د شېخ حسام الدین د کتاب The other side of Medal باندې مقدمه ولیکله. مولانا صاحب او باچاخان دواړه پۀ 1931ز کښې د ګاندهي ارون پېکټ لاندې د ګجرات جېېل نه ازاد کړے شول.

مولانا صاحب پۀ درې ویشتم مارچ 1931ز د بهګت سنګهـ او سکهـ دېو پۀ پهانسۍ ډېر غمژن ؤ. پۀ هم دې ورځ ئې د قیصه خوانۍ د شهیدانو ورځ نمانځلو جلوس مشري وکړه. پۀ څلیریشتم اپرېل ئې پۀ بازیدخېلو کښې د خدائي خدمتګارو جلسه کښې صدارتي تقریر وکړو. پۀ یوولسم جون ئې د هري کشن ورځ نمانځلو باندې درې کاله قېد ورکړو. د قېد دوران کښې ئې د پېښور او هري پور جېلونو کښې صحت ورځ پۀ ورځ خرابېدو. دې دوران کښې ګورنر سر جارج کننګهم د هري پور جېل دوره وکړه. د ګورنر احترام کښې ټول قېدیان ودرېدل ولې مولانا صاحب پۀ ځاے ناست پاتې شو.[21]

پۀ شپږم دسمبر 1937ز خدائي خدمتګارانو د ورکوټي اختر پۀ موقع مولانا صاحب ته سلامي پېش کړه. پۀ اوویشتم اګست 1937ز مولانا صاحب پۀ شاهي باغ کښې د باچاخان د جلوس مشري وکړه. د جلسې صدرات ئې هم وکړو. پۀ دې جلسه کښې ډاکټر خان صاحب، اٰغا لعل بادشاه، علي ګل خان، پیر بخش خان، حکیم عبد الجلیل ندوي او سردار عبدالرب نشتر هم وېنا کړې وه.

پۀ پنځلسم اپرېل 1940ز مولانا صاحب د بنو غوریواله کښې تقریر کولو چې ګرفتار کړے شو او پۀ اتمه مۍ 1940ز اے ډي اېم بنو ورته پینځۀ کاله قېد بامشقت سزا واوروله.[22]

پۀ جېل کښې د مولانا صاحب صحت ډېر خراب شو. پۀ اوولسمه جنورۍ 1943ز د جېل نه د سختې بیمارۍ پۀ حالت کښې خلاص کړے شو. دې دوران کښې ډپټي کمشنر سکندر مرزا مولانا صاحب نه لیکلې شوې معافي وغوښته.

مولانا صاحب پۀ یو دېرشمه مۍ 1944ز د نړۍ نه سترګې پټې کړلې. پۀ ګور ئې نُور شه!!!

  1. Daron Acemoglu & James Robinson, Why Nations Fall, 2012,

    Crown Publishig Group

  2. امیر شاه قادري، اخبار نوجوان سرفروش، ‘تذکره علماء و مشائخ سرحد’

  3. محمد شفیع صابر، تاریخ صوبه سرحد، مخ 879

  4. پولیس ډائرې، 1914، پښتونخوا ارکائیوز لائبرېري، بنډل نمبر 241،

    فائل نمبر 10، مخ 76

  5. یونس قرېشي، هفت روزه بانګ حرم، 28 مۍ 1958، پېښور

  6. انور خان دیوانه، کیا یه لوگ پاگل تهے؟، مخ 9

  7. پولیس خفیه رپورټ، پښتونخوا ارکائیوز لائبرېري، بنډل نمبر 81،

    فائل 1463

  8. روزنامه ‘آج’ پشاور میګزین، 19 اپرېل 2015

  9. روزنامه ‘بانګ حرم’، 24 اکتوبر 1976

  10. روزنامه ‘مشرق’، رضا همداني، 8 اکتوبر 1991

  11. اټک کے اس پار، مخ 549

  12. پښتونخوا ارکائیوز لائبرېري، سپېشل برانچ بنډل 54، فائل نمبر 922

  13. عبدالاکبرخان اکبر، د برصغیر پاک و هند ازادۍ کښې د پښتنو برخه،

    مخ 57

  14. خفیه پولیس رپورټ،ارکائېوز، جلد XXV، 1929،پېرا نمبر 219، مخ 75

  15. ډپټي کمشنر اٰفس رېکارډ، بنډل 1، فائل 13، ارکائېوز لائبرېري

  16. محضرنامه منجانب باشندګان شمال مغربي سرحدي صوبه بخدمت ممبران

    تحقیقاتي کمېټي متعلقه قوانین سرحدي، پوسټر، لکشمي اٰرټ سسټم

  17. پښتونخوا ارکائېوز لائبرېري، ډپټي کمشنر رېکارډ، بنډل نمبر 25، فائل

    نمبر 365، مخ 35

  18. پښتونخوا ارکائېوز لائبرېري، ډپټي کمشنر رېکارډ، بنډل نمبر 3، فائل

    نمبر 38، مخ 213

  19. هم دغه حواله

  20. اخبار بانګِ حرم، 20 فروري 1967، پېښور

  21. روزنامه مشرق، 30 اکتوبر 1992

  22. سي اٰئي ډي ډائري، بنډل 73، فائل 1355

 

دا هم ولولئ

باچاخان ټرسټ اېجوکېشن فاونډېشن د نوي سحر پۀ تلاش – ډاکټر سهېل خان

د باچاخان ټرسټ جوړول د سل کلن قامي تحريک هغه مرام ؤ چې بنسټ ئې …