[نظم توکنه] د حسېن احمد صادق د نظم “پوډري” – فېصل فاران

 

حسېن احمد د پښتو يو پېژندلے شاعر دے. د شاعرۍ درې ټولګې ‘سوراړا’، ‘روښانه سحر’ او ‘غندلې’ چاپ کتابونه دي. پۀ وړومبنۍ مجموعه ئې د متنازعه کېدو يوه هڅه هم شوې ده او امريکه کښې مېشته يو ګمنامه شاعر دا دعويٰ کوي چې دا ئې زما نه تروړلې ده. دغه دعويٰ پۀ خپل ځاے، البته حسېن احمد صادق د شعر وئیلو تر حده دعويٰ کوونکي شاعر نه غوره شاعر دے. نۀ يواځې دا بلکې معريٰ نظم کښې د واقعاتي قيصۍ منظومول هم هغه دومره پۀ اغېزمنه طريقه کوي چې دغه قيصه ايز معريٰ نظم هم هغۀ پورې مختص ګڼلے کېږي. ‘وړه سوالګره’، ‘زيړمخي’، ‘یخې اوبۀ’، ‘پوډري’،’موټرګے’، ‘پرتوغاښ’ د هغۀ مشهور نظمونه دي.

حقيقت دا دے چې قيصه ايز نظمونه پخوا د پښتنو روماني شاعرانو لکه سید رسول رسا ، فضل حق شېدا ، اجمل خټک او غني خان هم ليکلي. د د دې پخوانۍ منلې موضوع ‘ډمه’ وه ـــ داسې يو شاعر به نۀ وي چې پۀ ډمه موضوع ئې ليکل نۀ وي کړي خو اجمل خټک بيا پۀ دې معتبر دے چې هغۀ دې سماجي موضوع ته انقلابي رنګ ورکړو، نۀ يواځې دا بلکې پۀ نظم ‘پېغله’ کښې هغۀ چې څنګه رومان او انقلاب سره خپله کښې يو کړے دے د هغې مثال موندل به ګران وي. د اجمل خټک نظم ‘لختے’ هم پۀ دې حقله د ډېر پام وړ دے. واقعیاتي نظمونو کښې د غني خان نظم ‘د بت وينزه’ پۀ خوند رنګ کښې هېڅ سار نۀ لري.

دې شاعرانو نه پس بيا محمد سعيد سعيد واقعاتي نظمونو ته طبقاتي رنګ ورکړو. د هغۀ نظم ‘يخ ملائي’ د طبقاتي تضاد نه د راوتلو واقعاتي نظمونو کلائمکس دے. هغۀ پسې طلاء محمد شباب او حسېن احمد صادق هم دغه ډول طبقاتي تضاد او سماجي مسئلو باندې واقعاتي نظمونو کښې د زياتونو سوب وګرځېدل. روماني شاعرانو انګرېزۍ کښې هم واقعاتي نظمونه ليکلي دي لکه د ورډز ورتهـ ‘لوسي ګرے’، ‘ډېفوډلز’. تېرې صدۍ کښې بيا د امريکن شاعر رابرټ فراسټ ځينې واقعاتي نظمونه بې کچه ښۀ دي او دا هم پۀ هغسې طبقاتي تضاد پۀ تصور اډاڼه دي. د رابرټ فراسټ ‘ګم ګېدرر’ د دې ښۀ ثبوت دے.

هم دغه لړ کښې د حسېن احمد صادق ذکر شوي نظمونه هم د پام وړ دي. دې نظمونو کښې طبقاتي مسئله پۀ يو سماجي نقطه نظر ترحم د پارولو د پاره وړاندې کېږي. د خپل مخکښ محمد سعيد غوندې هغۀ دې نظمونو کښې د طبقاتي تضاد نظريه حد ته نۀ وي رسېدلې بلکې دغه تضاد د ترحم جذبه رابېدارولو د پاره پکاروي. لکه څنګه چې کشمير فنډ کښې د ‘الخدمت فاونډېشن’ د هندوستان د ظلم چرچې باندې زياته نه زياته چنده راغونډوي او د اولس د خواشينۍ جذبه پاروي. يا مجاهد تنظيمونه چې د سټېشنري پۀ دوکانونو کښې ئې هم د چندې ډبي د پاسه د مړو تصويران لګولي وي چې د طالبعلمانو د ترحم نه ګټه پورته کوي. کمال دا دے چې دا ډول چندو ته د اٰډټ لۀ خوا ریاستي استثناء حاصله ده چې لۀ برکته ئې پاکستان د مالیاتي تعامل د څارنې ادارې (FATF) لۀ خوا پۀ ‘ګرے لسټ’ کښې شامل کړے شوے دے. پۀ دغه کمال د پاسه د کمال خبره دا ده چې د همالیه د غرونو نه زیات اوچت ‘دوست چین’ او ‘اسلامي’ عربي ملکونو هم د پاکستان حمایت ونۀ کړو.

‘پوډري’ هم دغسې يو واقعاتي نظم دے. دې نظم کښې وړومبے تمهيد تړلے شوے دے، دا تمهيد معريٰ نظمونو کښې ضروري وي ځکه چې د معريٰ نظم مثال لکه د قيصۍ وي. دې نظم کښې هم شاعر د چايو هوټل کښې ناست د چايو انتظار کوي چې يو پوډري راشي د چايو سوال ترې وکړي نو دے ورله پېسې ورکړي او همدردي ورسره ښکاره کړي. دلته يوه مصرعه داسې ده:

ما د هغو پۀ کړاغو سترګو کښې خپل ځان ته کتل 

ما ئې د مخ پۀ ائينه کښې پاکستان ته کتل 

دا لوستونکو ته د محمد سعيد د نظم ‘د ببوزي واله’ دا مصرعې رايادوي.

پۀ لوپټه کښې ئې کشمير ليدے شو 

بيا ئې هم تور وېښتۀ پټ کړي وو پرې 

د مخ حيا ئې وه پۀ دوړو پټه 

سترګې ئې کړاغې باڼۀ نۀ ځنبېدۀ 

د محمد سعيد دې مصرعې کښې ‘کشمير’ جنسي ښائست ته اشاره ده چې جوبن ئې صحيح مترادف لفظ ښکاري خو ‘پاکستان’ يو خاصې ټولنې ته اشاره ده. دا قافيه د ځان د قافیې برغښت دے. دې نظم کښې واقعه پۀ هغه ژرف بيني نۀ ده راخستې شوي نۀ ئې مصرعې داسې برجسته دي. دغسې د موضوع شا ته د حقيقت ادراک هم پۀ سطحيت باندې تمامېږي. مخکښې مصرعې کښې ئې د ‘قام’ نه مطلب ‘ټول پاکستان’ اخستے دے او دغسې دلته د راغلي پاکستان د سپيناوي هڅه ئې کړې.

زما د قام بچي غربت کړل د لوګو مئينان 

ځکه د هر يو پوډري سترګو کښې ځان وينمه 

ځکه نشه نشه دا واړه پاکستان وينمه 

د دې نظم ورستۍ برخه کښې د اجمل خټک د نظم ‘فرياد’ تاثر هم راغلے دے. د نظم ‘فرياد’ وروستۍ برخه پکښې اېغه نېغه وچه سپوره داسې شوې چې زلمو ته وائي پاڅئ! د وطن پۀ خزانو پراتۀ خاماران يعنې خان نواب له سر وچقوئ او پوډر خرڅولو واله مړۀ کړئ. در حقيقت دغه ځاے د شاعر نظري بې وسي، فکري افلاس، د سياسي شعور نيشت او د سماجي ادراک غلډوبي مخې ته راځي. کۀ دا نظم يو نظرياتي يا سماجي ادراک لرونکي شاعر ليکلو نو د نظم اختتام به د هېروين مافيا پۀ حواله واضحه ؤ. دا مافيا څوک وه؟ دا هغه افغان جهادي تنظيمونه وو چې د هغوي مشران مجددي، ګېلاني، محمدي، رباني، سياف، مسعود، حکمت يار او حقاني غوندې جهادي مشران وو. د نوميالي ژورناليست سادهن مکرجي کتاب ‘افغانستان زوال سے عروج تک’ چاپ مکتبه دانيال کښې د دې ټولو جهادي مشرانو غېر قانوني دندې سمګلنګ د پوډرو چرسو فېکټريانې او دوي سره د پوځ د لویو لويو جرنېلانو د کردار هم پۀ دې جهاد کښې سره د دستاوېزي ثبوتونو موجود دي. نن هم د ضياءالحق او د اختر عبدالرحمان زامن او نور جهادي افسران د پاکستان مالداره ترين خلقو کښې راځي. دغه حال ئې د مرستيالو مذهبي مشرانو او مليانو هم دے )حال دا چې یوه خاص فرقه پکښې ځان ته مُلا/مولوي/مولانا وئیل هم عېب ګڼي(.امريکائ خفيه ايجنسي پخوانې اهلکار ګیري شيرون پخپل کتاب First in کې داستاد عبدالرب رسول سیاف ته د ‌‌‌‌‌‌ډالرو ورکولو کیسه ليکي چې په ګلبهار پيښورکې په نهه ويشتمه نېټه، سل زره ډالر “کله مې چې د سل ډالري لوټونو يوه بوستکۍ د ستانې په منځ کې په مېز کېښوده؛ د نورو قوماندانانو پر خلاف؛ سياف په يوه ټوپ پیسې ورواخيستې. په رډو سترګو ئې هغو ته وکتل او بيا ئې لکه ګرم کچالو خپل يوه ملګري ته ور وغورځولې او ويې ويل: لومړی ځل دی چې له چا څخه نغدې پیسې قبلوم… د سياف دا کړنه د سعودي د استخباراتو د مشر شهزاده ترکي الفیصل د هغې خبرې پخلی کوي چې ويل ئې: هر کله چې له سياف يا نورو افغان رهبرانو سره ګورم؛ له خبرو مخکې به مې د بانک کتابچه راکښله.هم دغسې شهزاده بندر بن سلطان چې دافغانستان دچارلي ولسن وار دوران او دويشت کاله امريکه کې سفير پاتې شوې او سعودي نيشنل سيکيورتي کونسل او استخباراتي ايجنسۍ مشر هم پاتې دې خپل کتاب The princeکې ليکي دادامريکې دډالرو جنګ و په ډالرو ئې ګټلې سعودي او امريکې مجاهدينو ته ډالر وسله ورکوله او ددډالرو يوباران و چې مجاهدين پکې لونده خوشته وداد روس امريکې جنګ و چې لکه کولنګي چرګان کميونسټ او مليان جنګول اوس خو سعودي شهزاده محمد بن سلطانی هم واشنګټن پوسټ ته مرکه کې اوې چې مونږ وهابيت د مغرب په غوښتنه د مدرسو مزګتونو په جوړولو پهسلنا سرمايه کارئ خپور کړې نوبايد جماعت اسلامي او جهادي ګوندونه دې اوس خو معافي ؤغواړي د ولي خان په مزاردې لاس پورته کړي هسې مکافات عمل خو شروع دې دحميدګل ځامن عبدالله ګل عمرګل لور عظمي ګل هم د ډالرو باران کې په پيدا کړي جائيداد انښتي دي په پورټونه درج کوي دقاضي حسېن احمد دليکچررشپ قيصه د مولاناودودي ځوئي فاروق مودودي خپله وکړه ضيااو دهغه ملګري پخوا جهنم رسيد شوي وخت خپله فيصله اورولې ده

جهاد خو هغه ؤ چې ابوبکر صديق رضي الله عنه پکښې د کور ټول او عمر فاروق رضي الله عنه پکښې د کور نيم سامان جمع کړے ؤ؛ خو دلته کرنېلان او مېجران هم دې جهاد ارب پتيان کړل. دوي سره د سمګلنګ پۀ دې کاروبار کښې د سي اٰئي اے پوره لاس ؤ خو نن يو خوا کۀ د دغه مجاهدينو يو مشر ګلبدين حکمتيار د پښتنو قامي انځورګر ارباب حمدالله نه د باچا خان تصوير د امن د ډالۍ پۀ توګه ترلاسه کوي نو بل خوا د پاکستاني پوځ سرلښکر جنرل باجوه هم وائي چې دا جهاد نۀ ؤ فساد ؤ او زمونږ د ټولو نه لويه غلطي دې فساد کښې ککړېدل وو. دا خبرې چې به هاغه وخت رهبرِ تحريک کولې نو ميا طفېل او بيا قاضي حسېن به پرې د روس د ايجنټۍ فتوې لګولې. نن افغان جنګ کښې پۀ خپل بدرنګه کردار تنقید کولو باندې خواجه اٰصف سپکولے کېږي خو جنرال باجوه پۀ شپېلي کښې هم نۀ اړوي. د روس پوځي جرنېلانو له د وزیرستان ‘چکر’ او پېښور کښې اعزازي قونصلګري ورکولې کېږي خو کشمیر، فلسطین او افغانستان نه تر برما پورې د جهاد پۀ نامه چندې کوونکي د عمران خان سره شریک ‘چېنج’ راولي او نواز شریف سره مشترک ‘جمهوریت’ د پاره مبارزه کوي. لۀ خېره سره هغه روس ئې هم پۀ خپله نن کور ته راوستو خو اوس باید دا خبره ومنلې شي چې دغه مذهبي جهادي مشران ټول پۀ غلطه وو. د افغانستان دې جهاد پښتنې سيمې ته تشه بربادي تباهي راوړې وه. کونډې رنډې، يتيمان، معذوران، کلاشنکوف، بم چاودنې او پوډر د دې جهاد ثمره وه او دا خبره ټولې دنيا ته ښکاره وه چې پوډر د دې جهاد پۀ وخت پۀ دې سيمه نشه شوې، خو شاعر پۀ دې خبره سترګې پټوي او پۀ ځاے د دې چې د پوډرو دغه مافيا چې مذهبي پوجي )مُلا ملټري( مافيا وه، پۀ ګوته کړي، پوډر خرڅولو واله د دې جرم اصل سوب ګڼي او زلمو ته وائي چې دوي ووژنۍ او ورسره خان او نواب وچقوئ. دغسې ئې ډېر اسان او ساده حل د دې دومره لویې تاريخي ستونزې راوباسلے دے. بله خبره د واقعيت پۀ حوالې سره چې دې نظم کښې سمه نۀ ده راوړلې شوې، هغه دا ده چې شاعر د پښتنې سيمې د بربادۍ پۀ ځاے د ټول پاکستان خبره کوي اګر کۀ داسې نۀ ده، دې جهاد سره لر او بر پښتانۀ پۀ لړزان شوي او تباه شوي، د پاکستان نورې صوبې پۀ امن کښې پاتې شوي. هم دغسې د ‘ډرګز’ پۀ حواله هم ټولو نه زيات پښتانۀ پکښې خراب شوي دي. نن هم چرس د عام پښتون زلمي او شيشه د مالداره پښتون زلمي او سټوډنټ عامه نشه ده او د دې وجه هم دغه ‘پټرو ډالرز ډرګز جهاد’ (Petro-Dollors-Drugs-War) دے. داسې ښکاري چې دلته دا قسمه خبره د جهادي نظريې شاليد لري لکه څنګه چې د شاعر يو بل نظم ‘د لستوڼي مار’ دے چې پۀ 26 جولائي 1986ز کښې پۀ بم چاودنه ليکلے شوے دے او د دې ذمه واري جهاد مخالفه قام دوسته، بشر دوسته ډله ګڼلې ئې ده چا چې همېشه دې جهاد ته فساد وئيلے ؤ لکه څنګه چې نن ورته جنرل باجوه هم فساد وائي او هم د ‘ردّ الفساد’ پۀ نامه د هاغه مذهبي شدت پسندو خلاف پاکستاني پوځ اپرېشن کوي کوم چې د دغې جهاد پېداوښت دي. شاعر وائي

تۀ د پښتو پۀ لمن داغ ئې څۀ پښتون خو نۀ ئې 

پۀ کومه خولۀ ځان پښتون بولې؟ د پښتو قاتله! 

پښتون خو زۀ يم چې د ټولې دنيا درد لرمه 

د هر وطن د مظلومانو بدحالي ژاړمه 

کۀ د افغان اولس پۀ غم کښې تويومه اوښکې 

پۀ فلسطين کښې هم د ګلو پائمالي ژاړمه 

هم دلته مونږ ته اندازه کېږي چې شاعر ولې خپل نظم ‘پوډري’ کښې د پوډر مافيا اصلي حقيقت باندې سترګې پټوي؟ هغه ولې ‘ځان پښتون بلونکي’ له پېغور ورکوي او د افغان اولس پۀ غم د اوښکو تویولو ریا کولو سره فلسطین کښې د ګلونو پائمالۍ باندې خپله ژړا زبادي؟ دا ځکه چې هغه د يوې لویې بيانيې ‘پان اسلام ازم’ پۀ نوم د خونړۍ مغالطې ښکار دے او د لويو بيانيو منونکي د خپلې بيانيې لۀ مخه يوه خامي، غلطي او مغالطه نۀ مني، دې د پاره جواز يا توجيه جوړوي يا تاويل او ابهام پېدا کوي. د پان اسلام ازم غوندې مارکس ازم هم د ټولنې هر اختلاف پۀ نړيوال پرولتاريه انقلاب لۀ مخه وړي او يواځې کميونسټ پارټي پۀ سمه سياسي لاره ګڼي. مونږ ګورو چې هم دغه غېر فطري فکر دے چې نۀ تر اوسه پان اسلام ازم کامياب شوے او بل خوا شوروي روس هم لۀ منځه تلے دے. دغه نظم هم د يو مخصوص جهادي دور لۀ مخه ليکلے شوے او دغه جهادي دور خپل شاليد کښې د پښتنو د بربادۍ لوے داستان لري. دا هاغه جهاد ؤ د کومې پۀ حقله چې مولانا محمد خان شېراني د وېنا لۀ مخه د امريکې پۀ غوښتنه جهادي اٰيتونه پۀ تعليمي نصاب کښې شامل کړے شوي وو. د حسېن احمد صادق د شاعرۍ نور خپل خوند رنګ پۀ خپل ځاے خو پۀ طبقاتي تضاد او سماجي نا هموارتيا ليکلي د هغۀ دغه ډول نظمونه لوستونکي پۀ ځاے د دې چې پۀ فکري حواله پۀ يوه درسته نتيجه ورسوي، سختې فکري تېروتنې سره ئې مخ کوي او پۀ ډېرو حقيقتونو باندې پړده اچوي، ځکه د تاريخي شاليد نه بغېر د دې نظمونو لوست د يو لوستونکي د پاره صرف تر دې حده پاتې شي چې د هغۀ د ترحم جذبه وپاروي او زړۀ ورته دردوي اګر کۀ نن لوستونکي ته د کتهارسز پۀ ځاے داسې د يو فکر ورکول پکار دي چې هغه د حقيقت پۀ لار د حق مرستې ته وپاروي او د تخيلاتي او مفروضاتي دنيا او سوچونو نه ئې رابهر کړي، هم دغه به د يو ليکوال سماجي او اخلاقي منصب هم ادب کښې څرګندوي.

نظم پېغام

پروفېسر محمد اسلام ارماني

زمونږ د کلي هغه لوے بڼ کښې

اوس توت خورکې نۀ وي

چرچڼې هم نۀ راځي

چې د راتلونکي سپرلي زېرے راوړي

چې داسې شور جوړ کړي

یو هنګامه جوړه کړي

چې ټول اودۀ ځوانان

راویښ کړي

د غفلت لۀ خوبه

یو انقلاب راولي

یو داسې سُور انقلاب

چې هر غریب او خواریکښ ته پکښې

د خوشحالۍ او سوکالۍ د ژوندون

حق ملاو شي

چې د غټ خېټو لویو لویو غلو نه

خپل حق پۀ زور وتروړي

چې خاماران د خزانو پاڅوي

چا چې پۀ حق د اولس خېټه ایښې

خدایه مونږ غواړو داسې سور انقلاب

د ازادۍ انقلاب

د خپلواکۍ انقلاب

د خوشحالۍ انقلاب

بیا به هر یو غریب زما د خاورې

د خپل ژوندون پۀ خوشحالۍ پوهه شي

پۀ زندګۍ پوهه شي

بس دا یو غږ دغه پېغام دے زما

چې د هر چا غوږ ته پۀ وخت ورسي

ګنې دا ژوند د بدلېدو نۀ دے

دا پاتې وخت د تېرېدو نۀ دے

ګنې د اوښ پۀ شا به سپي مو وخوري

دا هم ولولئ

لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې …