“پښتون” تسلسل سره دا هڅه کوي چې ټولنيزو رويو له د اړخ ورکوونکو او چابک وهونکو هغه عواملو پټ مخونه خپلو لوستونکو ته را وړاندې کړي چې د دغه اړخ ورکولو او چابک وهلو سره هر څو کۀ وقتاً اولسي اينګ/ انا يخوي، خو نتيجې ئې د اولس سماجي ژوند پۀ هره مادي او غېر مادي حواله ستونزو او کړاوونو ته څېلمه کوي. دې ليکنه کښې “د اقداري نظام ترجيحاتو لپاره د معياراتو را منځ ته کولو” د فکري او عملي ساخت څېړنې سره د دې پۀ معروضيت او نتيجو بحث شوے دے.
دې ليکنه کښې پۀ راوړے شوو مثالونو کښې د اېمل ولي خان او سليم صافي ورکړے شوي مثال کښې د معاصر معروضيت پټ مخ څرګند ښکاري. دا يواځې سليم صافي نۀ دے او نۀ يواځې اېمل ولي خان دے، يو بل انکر (Anchor) به هم د يو بل سياسي کس نه دا تپوس نۀ وي کړے – د دې مخصوص سوال د پاره د اېمل ولي خان تخصيص د ښاغلي ارمان دې کرښه کښې لوستلو نه پس دغه ليکنه پۀ ځير ولولئ:
”دا تخصيص ځان له د اېمل او د هغۀ د ګوند، خاندان او طرز سياست پۀ حرکياتو، تاريخيت او ترجيحاتي معيار بالواسطه د سند شهادتونه ثبت کوي. “
هر انساني حرکت کۀ هغه د فکر پۀ ولقه کښې وي او کۀ د عمل، د يو ثقافتي ارزښت جوګه هم وي او د کوم نظام فکر د مخ ليد او شاليد نمائندګي هم کوي. بالکل هم دا رنګ يوه مفکوره هم د يوې مفروضې يا د يوې مجردې خاکې نه د يو معلوم تشکيل پۀ اساس د يو حقيقت يو اړخ پۀ علامتي ډول را څرګندوي او دا څرګندونه خود رو او خود مختاره هم نۀ وي، بلکې د يو لساني جوړښت د لازم ناګزېريت نه راتېريږي. دې ته کۀ د انساني ذهن د تاريخيت پۀ رڼا کښې د جبر متحمل عنصر وايو او کۀ د طريقه کار حرکيات، خو د معلومو نتيجه خېز معقعولو لاس ته راوړنو کښې يوه هم دغه د ناګزېريت پېژندنه او د دې د حرکياتو تعامل دے.
د علومو ارتقاء د يويشتمې پېړۍ د دوېمې لسيزې اخري پړاو ته را ورسېده خو نن هم دا سوال د خپل شدت پۀ تاثير کښې لا هم هغه رنګ شوخ و شنګ او پۀ قامت دنګ ولاړ دے چې د حقيقت حقيقت څۀ دے؟ انسان د معلوم پۀ دائرې کۀ د نامعلوم پۀ ډېري ناست دے؟ او د دې نه پۀ ډېر لاندې حېواني سطح دا سوال چې انسان د ارتقاء پۀ معراج د ازادۍ پۀ ولقه کښې داخل دے کۀ د بد ترينې غلامۍ پۀ ښکېلاک اغوښتے دے؟
ترقي کۀ د سکون ملزومه نۀ وي نو د خپل وقعت يوه ذره هم د اثبات پۀ پېمانه د قدر وړ نۀ شي ګرځولې؛ نو ايا د نن انسان د سکون پۀ هغه مترقي صورت مالامال دے د کوم چې د نن مترقي انسان دعويٰ کوي؟
کۀ يو اړخ ته د سهولت، ترقۍ، ايجاد، سائنس، تهذيب مادياتي انقلاب د خپل تاريخ پۀ لاساري صورت کښې هڅکه غړۍ ولاړ دے نو بل خوا پۀ واقعاتي ساحه کښې د استحصال، اقتدار، تشدد، تعصب، نۀ ختمېدونکي حرص و هوس، دردناک بې يقينيت او کربناک لايعنيت لکه د سېلاب پۀ تمامي نړۍ راخور دے. د نړۍ پۀ اجتماعي وسائلو د يو مخصوص محدود ټولګي واک دے او دا واک هغه ټولګے خپل قانوني او اخلاقي حق ګڼي.
دې صورتحال کښې د قدرونو پېمانې اپوټه شوې؛ انسان پۀ يو نامحسوس شان اعتراف کښې ځان د مادي مظاهر يوه نمونه ومنله. دا د هغه محدود استعمار او سامراج د سرمايه دارانه مبني بر خود ساخته علم و منطق، اخلاق و اقدار او معيار و مقدار يوه داسې ورکړه ده چې د پاتې نړۍ مخلوق ئې پۀ قانوني، اخلاقي او معياري سطح پۀ خوشحالۍ قبلوي. دا د جبر کوم مقام دے؟
کار صرف او صرف هغه دے چې د پېسې لپاره تر سره کېږي، يا د پېسې پۀ عوض تر سره کېږي. قدر صرف هغه دے چې د پېمائش پۀ ولقه کښې راځي – هغه زنانه چې کور کښې پۀ سوونو کارونه تر سره کوي، خو چونکې د مارکيټ تعامل او اقدار ورپکښې جدا دي نو باوجود د مقداري او معياري ارزښت، هغه کار نۀ دے!!! دا هغه معيار دے چې صارفيت د لزوميت پۀ اجباري سطح څرګندوي، انسان د انساني درجې او د انسانيت د عمومي تخصيص نه يو محدود، متعين او خود ساخته مقام )معاشي مشين( ته ورګزاروي. دې رويې او تعامل نه د يو نظام پۀ ترجيحاتي معياراتو د ادراک لپاره يوه نکته پۀ ګوتو راځي او هغه دا ده چې اقدار، جذبات، ثقافتي معيارات، مقامي ترجيحات او خانداني، قبيلوي، قامي ارزښتونه بهر حال د خود ساخته استفادي، معروضي او بېن الاقوامي متعين معياراتو نه کم کوز هم دي، مبني بر جهالت هم دي او د ترقۍ خلاف هم دي.
څۀ موده وړاندې پۀ جيو نيوز چېنل ‘جرګه’ نومې پروګرام کښې سليم صافي اېمل خان مېلمه کړے ؤ. دا جرګه د ‘نيازي’ د پښتون او افغان پۀ سوال خو بلها مشهوره شوه او اېمل ورپکښې زېرِ عتاب راغلو؛ حال دا چې دا کومه د دومره لوے عتاب جوګه خبره نۀ وه. ما لپاره دې جرګه کښې د سليم صافي يو بل سوال او د اېمل خان جواب د ډېر قدر وړ دے چې هغه د نن صارفيت، اقداري نظام، د دې د چلاند، وسائل او د ترجيحاتو پۀ معياراتو رسا رسا څرګندونې کوي.
سليم صافي پۀ ډېر متانت، غور و فکر او تفکر د اېمل خان نه پوښتنه کوي چې د سياست نه تاسو ته کومه مالي، کاروباري او معاشي فائده نشته؛ الزام او فتوې در باندې لا بالا لګي، قربانۍ او قېد و بند پکښې لا سېوا دي، دهمکيانې دهماکې او خطرات هم پۀ سر اخلئ؛ نو بيا دا سياست تاسو ته واره څنګه کوي؟ دا خو د لېونتوب معراج دے!!! اېمل خان جواب ورکوي چې اقدار هم څۀ څيز دے، خدمت خلق هم يوه هما ده، عزت او اجتماعيت لپاره د ايثار قبلونه هم يو انساني ارزښت دے، د قامي مفاداتو لپاره يو تحريک او د هغې تسلسل هم څۀ معنٰي لري؛ د قام، سياست، خاورې او وطن سره تړون د کومې فائدې استفادې او قيمت نه ماوارء د انساني فطرت لوازمات وي او دې لپاره انسان د تاوان چابړے هم پۀ خوشحالۍ قبلوي او دا سودا يو کوټلے منلے اجتماعي عزيمت هم دے.
د سليم صافي سوال د صارفيت د علمبردار سوچ بالواسطه ترجماني هم کوي خو پۀ بل اړخ هغۀ دا سوال به تر اوسه د خپل کوم بل مېلمه نه نۀ وي کړے!!! دا تخصيص ځان له د اېمل او د هغۀ د ګوند، خاندان او طرز سياست پۀ حرکياتو، تاريخيت او ترجيحاتي معيار بالواسطه د سند شهادتونه ثبت کوي. د سليم صافي سوال لکه د سوداګر د هغه مور، خور يا ورور او پلار نه چې د خپل بچي لپاره بغېر د کوم عوض نه سختې ګالي، داسې دے چې معاوضه درته نۀ ملاوېږي نو بيا لېونے يې چې پۀ سر دې بامبېړ اخستے دے؟
څۀ موده وړاندې پۀ پوهنتونونو کښې د پښتو د مضمون د ختمېدو قضيه را منځ ته شوه، چې لغم ئې معلوم شو نو خبره داسې وه چې پښتو ته طلباء کم راځي او خلق پرې فيسونه هم نۀ ورکوي؛ يعني خرچه ئې ډېره ده او ګټه ئې کمه ده نو دا مضمون به ختم کړو!!! د دې دور د صارفيت پېمانو ته مو خيال دے؟ پښتو مور ده، پښتو د ژوند د کولو يو مذهب او ضابطه ده، پښتو د تاريخ امانت دے، د يوې خاورې او يو قام شناخت دے، يو زاويه نظر دے، يو ثقافت او تهذيب دے؛ پۀ وجود کښې لکه د وينې روان يو تود بهير دے، خو نه! چې صارفيت ئې نشته، خود ساخته مارکيټ ئې نشته نو د هېڅ ارزښت حامله نۀ ده؛ د تورو تيارو او عدم پۀ کور د ننويستو قابله ده، مرګ او قتل ئې روا دے.
درېمه رويه پۀ ترقي پزير نړۍ کښې د اکېډيميا پۀ مېدان عمل کښې پۀ ګوته کول غواړم. لکه بره مثالونو کښې چې کوم تعين قدر پۀ نظر راځي، دې کښې معروضيت او موضوعيت يو بل سره پۀ تصادم دي او د معروضيت لپاره خود ساخته پېمانې د وکالت ذمه واري اوچتوي. پۀ اکېډيميا کښې د اېمپېرسزم او مقداري شمارياتو پۀ اساس را منځ ته شوي تحقيقاتو ته ډېره توجه ملاوېږي، دا ډېر معياري او مبني بر حقيقت رښتيا ګڼلے کېږي او د دې پۀ باره کښې د بديهي ايقان سند جاري کېږي – خلق مني چې د دې نه انکار د سره ممکن نۀ دے، ځکه چې شمارياتي اعداد زمونږ مخې ته پراتۀ دي او د کوالټېټيو رېسرچ (Qualitative Research) پۀ باب له ملنډې يو قسمه فېشن او د علم د بر ترۍ وسيله او دليل جوړ دے. عن تر دې چې د ادب، مذهب، سماجيات، بشريات او انساني عاداتو پۀ مېدان کښې چې کوم تحقيقات تر سره کېږي، د هغې لپاره هم مقداري شهادتونه او سند لازمي بللے کېږي. پۀ کوم ځاے يا موضوع کښې چې داسې ممکن نۀ وي او مروجه پېمانه/ سوفټ وئير/ تهيوري ورته کار نۀ ورکوي، هلته به ورته يو انټېلجنټ ماډل (Intelligent Model) جوړوې. دا ټول پۀ ظاهره خو د علم، يقين او رښتياو سره د يو بديهي ديانت تعامل ښکاري خو حقيقت د دې بالکل اپوټه دے – دا پېمانه د پېمائش نفسيات جوړوي، د اقداري نظام ترجيحاتو لپاره داسې معيارات ر امنځ ته کوي چې هغه د څۀ مخصوص سرمايه دارانه مفاداتو تحفظ کوي او د قامي يا مقامي امتيازاتو تنسيخ ته لارې جوړوي.
زۀ دا نۀ وايم چې د دې قسمه تعامل دې مستقل رد وشي، نه! خو دا وايم چې د يو تحقيق د هدف لۀ مخه دې ورته مناسب او غېر متعصب فرېم ورک وټاکلے شي او د کوم مخصوص ماډل دې بې ځايه استعمال او د کوم بل ماډل دې بې ضرورته تضحيک و نۀ شي. د دې ضرورت نشته چې د اقدارو دې مقداري تعين وشي؛ جذباتي شدت، قامي تړون، نسلي ربط، فطري مېلان او خانداني نسبت، د غېرت او بې غېرتۍ سطح دې پۀ مقداري پېمائشونو کښې راوستې شي. اصل کښې د اېمپېرسزم او شمارياتي تحقيق اعتراف او قبوليت هسې نۀ دے، د دې پۀ شا د صارفيت، خود ساخته معروضيت او د سرمايه دارانه نظام حرکيات فعال دي او دا پۀ يو وخت د دوي لپاره متعدد ګټې او د محکوم ټولګي لپاره متعدد تاوانونه راوړي.
د معاصر معروضیت یو بل ډېر پټ مخے ګزار پۀ شخصیاتو/ مشاهیرو دے. دا ګزار د عقیدت/ موروثیت او تقلید د یو اړخیز تعبیر پۀ ترڅ کښې پۀ ډېر غېر معمولي متاثرکن انداز تر سره کېږي.
دا حقیقت دے چې عقیدت د ازادۍ او تنقیدي روح پۀ لاره کښې خنډ دے – د جمود، یکسانۍ او یک-رخۍ پېش خېمه ده خو پۀ جدید تعبیر کښې چې نظمِ اجتماعي، ریاست او ادارې لپاره د کوم غېر مشروط اطاعت لزوم جائز بلکې احسن منلے کېږي – عقیدت هم د دې ضرورت یو قدرې مختلف صورت دے. موروثیت پۀ نظم اجتماعي او جدید ریاستي او سیاستي امورو کښې یو قبیح عمل خو ګرځولے کېږي او استدلال ئې هم ډېر بدیهي او جمهوري دے؛ خو یو بل سوال دا هم دے چې د سماج او اجتماع د تاریخیت پاڼې د دې پۀ قبولیت ولې د شهادت سندونه را منځ ته کوي؟ عرف عام ورته یو مقام ولې ورکوي؟ اولسي اتفاق رايې کښې دا یو مهم کردار ولې لوبوي؟ ممکن ده چې یو څوک د “العوام کالانعام” )اولس لکه څاروي وي( استدلال را وړاندې کړي، خو کۀ پۀ ژور نظر او علمیاتي شالید ئې نظر کوو نو د شریعت مقاصدو کښې هم یو د “تحفظِ نسب” دائره هم ده – دا محض ترکیب او اصطلاح نۀ ده بلکې دا یو ډسپلن دے او موروثیت سره د تمامي منفي اوصافو د دې ډسپلن یوه وسیله/ پدیده/ زمینه او پروسه ده. مفکورې/ نظریات/ تحریکونه د نظام/ مادیاتو تابع وي کۀ د شخصیاتو؟
نوے رائج تصور خو دا دے چې نظام/ تحریک/ ریاست د یو فکر/ پالیسۍ او نظم و ضبط د اجتماعي دانش تابع وي خو تاریخیت او تنقیدي لوست دا یو کوټلے، منلے او غښتلے حقیقت هم را څرګندوي چې نظریات/ تحریکونه او عن تر دې چې علوم د شخصیاتو تابع وي – فلسفه او فلسفه سائنس کۀ ‘ډاکټر عبدالوهاب سوري’ یا ‘ادریس ازاد’ تدریسوي نو یو رنګ ذهنیت پېدا کوي او چې ‘هود بهائي’ ئې تدریسوي نو بل ذهنیت زېږوي؛ اګر کۀ معنون ټول پۀ ټوله مشترک هم وي – هم دا رنګ کۀ جدیدیت او ما بعد جدیدیت ‘عمران شاهد بهنډر’ او ‘سولنګي’ تدریسوي نو یو ذهنیت زېږوې او کۀ هم دغه ډسپلن ‘احمد جاوېد’ تدریسوي نو بالکل جدا بلکې د ما قبل نه متضاد ذهنیت را ولاړوي. دا رنګ خدائي خدمتګار تحریک نه ‘باچا خان’ یا د کانګرس نه ‘ګاندهي’ او ‘ازاد’ )مولانا ابوالکلام( چې لرې کوو نو څۀ پاتې کیږي؟ د یونان نه چې ‘افلاطون’ او ‘ارسطو’ لرې کوو، د وجودیت نه چې ‘سارتر’ لرې کوو، د روس نه چې ‘لېنن’ او ‘پیوټن’ لرې کوو، د تصوف نه چې ‘شنکر اچاریه’ او ‘ابن عربي’ لرې کوو، د جدید فلسفې نه چې ‘برټرنډ رسل’ لرې کوو نو شا ته څۀ صورتحال جوړېږي؟
باید د برانډډ (branded) خودساخته دوه مخیز منافقانه معروضیت خمار مونږ د خپلو مشاهیرو او اتلانو پۀ داسې ډېکنسټرکشن (Destruction) جرأت مند نۀ کړي چې د هغې سودا تاوان پۀ حېث د قام مونږ ته او ټول پۀ ټوله ګټه ئې غېر ته وي.
دې ریاست کښې پۀ بېلابېلو دسیسو د قامي تحریک او د ګوند د ماتولو دنده تر سره شوې ده. مونږ پۀ هر مشکل کښې باید ګوند او د ګوند مشرتابې سره مباحثه هم وکړو خو دفاع ئې هم وکړو او ورسره ودرېږو هم. اولس سره تړون بشپړه کړو، تنظیمي عمل کښې برخه واخلو او د مکالمې عمل په مخکښې بوځو.
روښان فکره جمهوري ګوندونو کښې مباحثه د مکالمې مثبت عمل پۀ مخکښې بوځي خو سپکې سپورې، کنځلې او پېغورونه غېر سیاسي رویه ده. دا اصول پرستۍ ته، تنظیم ته او اولسي تړون ته هېڅ ګټه نۀ راوړي.