زمونږ د باچا خبرې – پروفیسر سمیع الدین ارمان

د ښاغلي سمیع الدین ارمان دا لیکنه د پښتو اکادمي کوئټه لۀ خوا پۀ “تنقیدي تعبیرات” دوېم ټوک کښې هم چاپ ده. د “پښتون” خصوصي ګڼې د پاره د ښاغلي ارمان لیکنه کښې د دغه یاد کتاب ذکر راتلو سره مو د یاد مضمون اهمیت مخې ته راغلو. دا لیکنه د باچاخان فکر ته د یوې نوې زاویې نه د کتلو هڅه ده.

زمونږ د باچا خبرې

والټئر1 ليکلي دي چې صرف مختصر کتابونه اصلي اهداف حاصلوي. تهامس پېن2 يوه رساله ليکلې وه چې نامه ئې “Common Sense” (عقل سليم) وه. دا رساله محض د اووهٔ څلوېښتوپاڼو وه او عجيبه خبره دا ده چې پهٔ دې رساله د ليکوال نوم هم نهٔ ؤ ليکلے شوے. د دې قيمت محض دوه شيلنګ ؤ. دا رساله پهٔ کال اوولس سوه او شپږ اويايم (1776ز) کښې خپره شوې وه. پهٔ صرف درې مياشتو کښې د دې رسالې يو لاکهـ او شل زره کاپيانې خرڅې شوې وې. رابرټ بے ډانز3 ليکلي دي چې د دې رسالې نه د حاصل شوي رقم تخمينه پينځهٔ لکهه ډالره ده. هم د دې پهٔ سبب د شپږو مياشتو نه هم کمه موده کښې پهٔ فلاډلفيا کښې د امريکې د کانګرس يو اجلاس منعقد شو چې پکښې د رياست هائے متحده امريکه د ازادۍ اعلان وشو. هم دا سړے ؤ چې د “رياست هائے متحده امريکه” لفظي ترکيب ئې پهٔ اول ځل کارولے ؤ. پهٔ انساني تحريري تاريخ کښې د دې مختصر کتاب هومره زر او ژور اثر مثال نهٔ ملاوېږي. هم دا رنګ د ابراهم لنکن4 پهٔ صدارتي انتخاب کښې يوې ډېرې مختصرې رسالې بنيادي او اهم کردار ادا کړے ؤ. دا رساله5 د “پوليټيکل ډيبيټ بټوين ابراهم لنکن اينډ سستيفن اے ډګلس ۱۸۵۸ء) وه. دا رساله ابراهم لنکن پهٔ خپله خپره کړې وه چې نهٔ صرف پهٔ دغه انتخابي مهم کښې بلکې پهٔ ټول تحريري تاريخ کښې د يو اهم دستاوېز پهٔ صورت کښې ومنلې شوه. پهٔ دې رساله کښې بنيادي طور د انساني غلامۍ خلاف يو جرأت مندانه موقف اختيار کړے شوے دے. دا رنګ د کارل مارکس6 او اېنګلز7 مختصر کتاب “Communist Manifesto” هم د دې لړۍ مثال دے. د دې د دعوو د ناکامۍ او کاميابۍ سره اختلاف کېدے شي خو د دې د عالمي اثر اعتراف موئدين او مخالفين دواړه کوي. دې نه علاوه د شلمې پېړۍ پهٔ تشکيل کښې رابړت بي ډاونز صرف د نهه کتابونو انتخاب کړے دے او تر ټولو لویه خبره دا ده چې زمونږ د خوږ پېغمبر محمد صلي الله علېه وسلم “جوامع الکلم” صفت د دې ثبوت دے چې اختصار و ايجاز خپل يو جادو افرين اثر لري.

دا کتاب “زمونږ د باچا خبرې” هم يو جامع او جادو افرين کتاب دے. دې کښې ډاکټر يحيٰ وردک د رئيس الاحرار باچاخان اقوال راټول کړي دي، پهٔ ډېره خوارۍ او مينه ئې ورته عنوانات ټاکلې دي او بيا ئې پهٔ کتابي شکل کښې مدون کړي دي. د دې اولنے ايډيشن د جرمني نه، دوېم د استنبول نه او درېم د کابل نه شائع شوے دے. د دې مختصر کتاب مواد هم د جامعيت او اثر پهٔ حواله د نړۍ د يادو نمائنده کتابونو نه کم نهٔ دي. د انساني تاريخ د لویو لویو نمائنده کتابونو او مصنفينو پهٔ حقله د تقابل لپاره دلته څهٔ قضايا راټولول غواړم.

مکياولي8 چې مغرب ئې د علم سياسيات پهٔ بانيانو کښې شماري، د دهٔ د متحده اټلي خوب څهٔ درې نيم سوه کاله بعد تعبير موندلے ؤ. دهٔ پهٔ خپل معرکته الاراء کتاب “کتاب الملوک” کښې د سياست مقصد و منشاء “کاميابي” ګرځولې ده. د دې مقصد د حصول لپاره د دهٔ مطابق نرمي، سختي، دهوکه فرېب، طاقت و تشدد او خونرېزي او قوت بلکې هره مادي او غېر مادي وسیله کارېدې شي. د دې برعکس باچاخان د باطني تربيت او اخلاقي تعمير سره سره د سياسي جدوجهد لپاره هم محنت اوله ترجيح جوړه کړې ده. نتيجه ئې زېر نظر نهٔ ده ساتلې او دې لپاره تګلاره هم يوه يويستوې، د ټول عالم لپاره مفيده او قابل عمل ټاکلې ده.

ممتاز فرانسوي قانون دان او ماهر سياسيات ژان بودين9 خپل وطن فرانس چې هغه وخت د داخلي او خارجي بحرانونو ښکار ؤ، قامي امن او اتفاق د مذهبي منافرت او جګړو د وجې تباه وبرباد ؤ، د امن پهٔ لورې بوتللو لپاره، اقوامِ عالم کښې يو باعزته ځاے ګټلو لپاره او مقتدر حېثيت حاصلولو لپاره د سياسي تاريخ د پېړیو پېړیو تاريخ، د هغې مظاهر او مد و جزر وڅېړل او څهٔ اصول ئې دريافت کړل. بيا د دې اصولو پهٔ رڼا کښې ئې يوه پاليسي تياره کړه، يو علمي او تحريري منهاج ئې مقرر کړو. هغه کهٔ هرڅو د يو مخصوص او مشروط شاهي نظام قائل ؤ خو افکار، اصول او نظريات ئې ورستو د قامي رياست د تشکيل ضروت کښې بنيادي پېش خېمه ثابت شول. ياده دې وي چې دا افکار او نظريات د معاهده ويسټفيليا نه نيمه پېړۍ وړاندې رامخې ته شوي وو، کومې ته چې د قومي رياست، حق خود اراديت او اقتدار اعليٰ د رواج کېدو لړۍ کښې پهٔ تاريخي حواله د يو استناد مقام حاصل دے. نظريه اصلِ مملکت او د مخصوص او مشروط شاهي نظام نه علاوه چې دې ستر عالم د مودو مودو د تحقيق پهٔ زور پهٔ خپله پاليسۍ کښې کوم فکر هم اختيار کړے دے، باچاخان د خپل بصيرت پهٔ زور نهٔ صرف د دې ادراک کړے ؤ بلکې پهٔ عملي طور د اقدام کولو برے ئې هم وړے ؤ.

سياسي نظم به د اکثريتي اولس د مرضا موافق جوړېږي. مساوات، ازادي او باهمي رواداري به پهٔ دې کښې د ټولو خلقو لپاره لازمي وي. روسو10

مونتيسکو11 چې د “روح قوانين” خالق دے او پهٔ حقيقي معنو کښې يو د علم سياسي ماهر ګڼلے کېږي، دا کتاب ئې تر مودو مودو د قانوني ماهرينو لپاره يو مستند مأخذ ؤ، ځکه چې دا د هغهٔ د کلونو کلونو د محنت ثمره ده. د دې مطابق د معاشرې او سياست پهٔ سلسله کښې د سائنسي تحقيق او تفتيش نه بعد منقح شوې تګلاره او قانون ټاکنې نه بغېر بله چاره نشته.

پائيدار بدلون لپاره د جبر و اکراه نهٔ، د ارتقاء او مرضا لاره ضروري ده. اډمنډبرک12 اګر کهٔ د دې قول قائل د اکراه ملګرے نه ؤ خو بيا هم د مسلح جدوجهد پېروکار پاتې شوے دے.

بنجمن فرېنکلن13 د امريکې پهٔ بانيانو کښې شمار يو غېر معمولي ذهين و فطين اديب دے. د يوې پېړۍ نه زياته موده پهٔ خپل او پردي چاپېرچل محيط پاتې شوے دے. د دهٔ سوانح عمري د عالمي ادب يو شاهکار ګڼلے کېږي. پهٔ دې سوانح کښې د ډېرو تاريخ سازو معلوماتو او تجربو د نچوړ نه علاوه د کامياب ژوند لپاره ديارلس معروف اصول ثبت کړے شوي دي.

اول “اعتدال”، دومره مهٔ خوره چې پهٔ طبيعت دې بوج جوړ کړي او دغه رنګ زيات څښکل هم مهٔ کوئ!

دوېم “خاموشي”، د هغه خبرې اظهار کوه چې تا ته يا بل ته ئې ضرورت او فائده وي؛ فضول خبرو نه اجتناب کوئ!

درېم “نظم”، د هر يو څيز لپاره يو خپل مقام مختص دے. باید هغه هم هلته کېښودے شي. د کاروبار د هرې برخې لپاره دې بېل وخت مقرر کړے شي.

څلورم “عزم”، چې څهٔ کول غواړې د هغې لپاره پخه اراده وکړه، بيا ئې عمل کړه؛ تر دې چې کار سر ته ورسي.

پينځم “کفايت شعاري”، چې پهٔ څهٔ او څومره کښې ستاسو يا د بل ضرورت پوره کېږي، هغه هومره خرچ کوئ! ضائع کول بالکل مهٔ کوئ!

شپږم ” محنت”، وخت بالکل مهٔ ضائع کوئ، پهٔ څهٔ نه څهٔ مفيد کار کښې مشغول اوسئ. غېر ضروري سرګرميانې بالکل ختمې کړئ!

اووم ” ديانت داري”، د نقصان رسا او فرېب کارونو نه ځان بچ کړئ، منصفانه او معصومانه طرزِ فکر خپل کړئ!

اتم ” انصاف”، چا ته پهٔ درد رسولو غم مهٔ ورکوئ. د هغهٔ خدمتونو نه احتراز مهٔ کوئ کوم چې ستاسو پهٔ فرائضو کښې شامل دي.

نهم “ميانه روي”، افراط او تفريط نه ځان بچ وساتئ! پهٔ خپله غصه قابو راوستل زده کړئ!

لسم “نظافت”، پهٔ وجود، لباس او د استوګنې پهٔ ځاے کښې کندګي بالکل مهٔ برداشت کوئ!

يوولسم “طمانيت”، پهٔ وړو وړو واقعاتو او ناګزير حادثاتو مهٔ پرېشانه کېږئ!

دولسم “پارسائي”، پهٔ هر صورت کښې د پارسا اوسېدلو کوشش کوئ!

ديارلسم “انکسار”، د مسيح علېه السلام او سقراط پېروي کوئ!

د ويليم ګاډون14 مطابق د انسان لپاره سياسي شعور او چان بين تر ټولو اهمه او اولنۍ موضوع ده. هغه وائي د سياست نه مقصود محض د حکومت مشنري نهٔ ده بلکې پهٔ دې کښې د انساني خېر و خوشحالۍ تمامي عناصر او لوازمات شا مل دي. “سياسي انصاف” نومې کتاب کښې هغه د يورپ بشپړ تاريخ ته ډېر پهٔ سفاک تنقيد سره ګوري. د حاکم، حکومت او مقتدرې طبقې نفسيات پهٔ ګوته کوي. د دوي پهٔ مکارۍ او مطلب پرستۍ شديدې نيوکې کوي. د دې کتاب د اثر او مقام د دې نه اندازه ولګوئ چې د شېلے15 غوندې شاعر د شاعرۍ باره کښې وئيلے کېږي چې پهٔ څلورو کښې درې برخې د دې کتاب نه متاثره وه. ورډزورتهـ16 او کالرج17 هم د ګاډون د نظرياتو نه ډېر زيات متاثره وو. د سياست پهٔ دائره کښې ګاډون ته د اولين سانيټيفک اشتراکي حېثيت حاصل دے. لېکن زياته مناسبه به دا وي چے دے د انارکسټ تحريک باني وګڼلے شي. دهٔ چې د حاکمې طبقې کوم نفسيات او د رياستي جبر و شر څومره شکلونه هم راڅرګند کړي دي هغه د باچاخان د عدم تشدد، خدمت خلق او مساوات يوه برجقه خلاصه ښکاري.

ايمانول کانټ18 اګرچې د فلسفې د مېدان شهسوار دے خو د ژوند پهٔ اخرۍ برخه کښې ئې پهٔ خپلو اخيرني تحريرونو کښې د فلسفهٔ سياست پهٔ حقله د “دائمي امن” پهٔ نوم يوه مقاله شائع کړې وه. دې ته عالمي شهرت حاصل دے. د دې مقالې يو څو دفعات داسې دي:

  1. د هر حکومت دستور دې جمهوري وي. تر څو چې جمهور ته دا حق حاصل نهٔ وي چې جنګ دې وشي کهٔ ونهٔ شي؛ تر هغې د امن او صلحې پائيداري ممکن نهٔ ده. صرف باچا يا قانون ساز مجلس د دې اختيار پهٔ استعمال کښې خطا کېدے شي.
  2. قانونِ اقوام دې د ازادو حکومتونو پهٔ وفاق باندې مبني وي.
  3. پهٔ عالمي نظام کښې د نړيوالو د يو بل سره د تعلق پهٔ نسبت دې د حقوقِ انساني خېر مقدم پهٔ عالمي سطح وشي.
  4. فکټے19 د جرمنيانو د برترۍ نظريه تر ډېره حده د هغوي د ژبې پهٔ بنياد پېش کړې وه. هغه وائي چې انسان د ژبې پر اساس جوړېږي؛ ژبه د انسان پهٔ وجه نهٔ جوړېږي. دا هم وائي چې د جغرافيايي حدودو ټاکنه دې د لساني حدودو پهٔ بنياد وشي. د تمام انسانيت نجات پهٔ دې کښے دے چې يو عالمګير نظامِ تعليم دې عام کړے شي. د طلباو تربيت دې د انسانيت پهٔ بنياد پهٔ بې غرضۍ، ايثار او قربانۍ باندې تشکيل کړے شي. ځان ته دا احساس ورکول ډېر اهم دي چې قام زما پهٔ مقابل کښې ډېر اهم دے.

ايمرسن20 وائي چې حکومت دې انسانان د املاک پهٔ شان نهٔ ګڼي، د هر څهٔ نه دې ئې بالا وګڼي. د هر دولت و سلطنت لپاره د توجه مرکز انسان دے. د هر حکومت لپاره اعليٰ ترين مقصد د انسان خدمت دے. جمهوريت د دې د پاره د هغه پهٔ نيز يو مناسب نظم ؤ خو د دې کمزوريانې او تحديدات ئې هم پهٔ نظر کښے ؤ.

جان ډېوي21 وائي چې د جمهوريت کاميابه مظاهره دا وي چې د افرادو تر منځه د باهمي رضاکارانه او پهٔ خوشحالۍ خوشحالۍ يوه ټولنه منظمه شي. پهٔ جبر و اکراه باندې نهٔ. د مشترک خېر لپاره باهمي هلې ځلې رونما وي، نهٔ چې د حکومت لهٔ خوا د يو حکم پهٔ طور.

کومه ازادي چې د ازادۍ ګڼلو قابل ده، هغه دا ده چې مونږ ټول د خپلې ابادۍ لپاره پهٔ خپل خپل اسطاعت او طريقه لګيا شو. نورو خلقو د خپلو حقوقو نه او د هغوي د حق غوښتلو لارو او کوششونو کښې خنډ بالکل هم نهٔ شو22.

پهٔ “جمهوري مناظر” کښې يوه بله موضوع بار بار پهٔ نظر راځي چې د قامي ادب د ترقۍ نه بغېر د قامي ژوند پرمختګ ممکن نهٔ وي. 23

د پورته دغه يادو تمامي اقوالو جوهر د باچاخان پهٔ اقوالو کښو موجود دے. بلکې د دې نه غټه خبره دا ده چې د باچاخان پهٔ قول و فعل کښې د يکسانيت سره سره د هغوي پهٔ فکر او وژن کښې هم چرته تضاد او تصادم نشته. د دې برعکس د يادو مشاهيرو پهٔ ژوند کښې دا قسمه کمۍ کوتاهۍ ډېرې څرګنده دي.

فېصل فاران د “باچاخان ځانګړنې” کښې او فضل زمان شلمان صاحب پهٔ خپل کتاب “مولوي فضل محمود مخفي” کښې پهٔ ډېرو معتبرو حوالو دا ثابت کړي دي چې کانګرس عدم تشدد فلسفه د سياسي پاليسۍ او مصلحت پهٔ توګه خپله کړې وه او د دې اصلي روحِ روان باچاخان ؤ چې دا ئې د مجاهدې، عقيدې او مفکورې پهٔ طور خپله کړې وه. 24

سوشل بائيکاټ، ماس ډسټرکشن، اجتماعي حرکت، تحديدِ جمهوريت، د مساويانه مشترک مالياتو او عوض تصور، مورنۍ ژبه، قاميت، د قامي کارونو لپاره روزانه وخت مختص کول، کفايت شعاري او فکر و عمل کښې د نتيجې پهٔ ځاے محنت د توجه مرکز جوړول او داسې نورو موضوعاتو باندې دومره جامع اظهار شوے دے چې پهٔ څرګنده د “جوامع الکلم” ښې نمونې دي.

د چا پهٔ ذهن کښې دا سوال راپورته کېدے شي چې باچاخان خو دا ټول تحقيقات نهٔ وو لوستلي نو بيا څنګه د هغهٔ د وژن تصديق او توثيق د دوي د اقوالو نه کېږي؟ يا د دې نه هم لږ وړاندې لاړ شي چې باچاخان ته د دې عظيم فلاسفه د نومونو هم پته نهٔ وه د کار او زيار خو لا ډېره لرې خبره ده.

د دې سوال د جواب ابتداء زهٔ د عظيم فلسفي ديکارت25 د خولې د لفظونو نه کول غواړم،

“پهٔ قاعده باندې مذاکره کښې د ديکارت بنيادي موقف دا دے چې پهٔ تمامي اشياو کښې عقل سليم يو داسې شے دے چې د دې تقسيم پهٔ انسانانو کښې تر ټولو زيات پهٔ مساويانه بنيادونو شوے دے. هغه پهٔ خپله د دې امر مدعي نهٔ ؤ چې زما ذهني صلاحيتونه د نور مخلوق نه اعليٰ دي. هغه وائي د يو سړي مستقيم صاحبِ ذهن کېدل کافي نهٔ دي بلکې اصل دا دے چې دا سړے ترې څومره کار اخلي. خپل فکري عمل واضح کولو سره سره هغهٔ دا ثابته کړې ده چې يو معمولي نه معمولي انسان هم يک يواځې بغېر د بل چا د هېڅ قسمه امداد نه د رښتياو دريافت کولے شي. 26

باچاخان يو ډېر عظيم مصلح ؤ. هغهٔ د خپل سياسي بصيرت، سفر، مشاهدې او دوراندېش وژن پهٔ زور خپل عقلِ سليم فعال کړے ؤ او دغه ادراک ئې کړے ؤ کوم چې دې عظيم فلاسفه سياسيات د سائنسي او تاريخي تحقيق نه پس حاصل کړے ؤ. مونږ دې ته فراستِ مومن (اِتَّقوا فراست المومن انّه ينظر بنُورِ الله) هم وئيلے شو. نبي هم د بشريت پهٔ منطقه کښې چې قائم وي او د دې صلاحيت يعني فراست و بصيرت عالي مظاهر ورته عطا شوي وي؛ يعني د فراست د عالي صورت پهٔ وجه د بشريت مقام هم قائم وي او د افاقي وژن حصول هم. وحي او عصمت ئې لا نور اختصاصات دي چې پهٔ هغې کښې ورسره نور څوک شاملِ حال نهٔ شي کېدے. د بېشتر انبياء کرام تربيتي تاريخيت، د ماقبل سقراط فلاسفه ارفعيت، مرجع خلائق صوفياء او د وسيع المشرب قديم علماو ژوندونونه د دې مثالونه دي. ولې دوي ټولو د ټول اقوامو تاريخ و تمدن لوستلے ؤ؟ د دوي د خيالاتو او تفکر ترسيل هم دا رنګ ؤ لکه نن چے دے؟ د ذرائع ابلاغ او چاپه خانې د ايجاد نه وړاندې ولې د جهانګير (لفظي) مشاهيرو درک موجود دے؟

د مشرق او مغرب پهٔ تهذيبي ارتقاء کښې يو بنيادي فرق دے ــ ازادي، جمهوريت، قاميت او د اخلاقي قدرونو د ترويج و نفاذ لپاره د ماقبل سقراط او افلاطون و ارسطو سميت اکثر يوناني حکماء، د رومي سلطنت فلاسفه، د نشاه الثانيه د دور منورين او عن تر دې چې د معاصر دور رويه او رواج دا پاتې شوے دے چې دوي خپل خپل قام او اولس ته يوه فکري/تحريري لاره ښودلې ده. بيا پېروکارانو پرې عمل کړے يا نهٔ کړے، او دواړه صورتونو کښې ئې د نفع/نقصان مخ ليدلے دے. د مشرق معامله عموماً او بيا زمونږ د خطې خصوصاً د دې نه مختلف ده. مونږ ته چې څومره مربي، محسنين او مصلحين ملاو شوي دي، پهٔ هغو کښې باچاخان پهٔ ډېرو حوالو معتبر دے. دوي د مذکوره اقدارو د درس لپاره خپل ذات یو مثال ګرځولے دے او عملي درس ئې ورکړے دے. دا رويه د دوي تکويني طور وه او کهٔ پهٔ شعوري طور د خپل وژن حصه وه، پهٔ دواړه صورتونو کښې موزون و مناسب وه او د فراست پهٔ عالي شتون ګواهي ده. ځکه چې پهٔ دې ريجن کښې عموماً او پښتنه سيمه کښې خصوصاً د علمي، تحريري او فکري فعاليت او د هغوي د اعتراف نه زيات عملي ديانت او وقوع ته اهميت حاصل دے. اوس د قوم فريضه وه چې پهٔ تمامي انسان پرور علومو ئې دغه عملي درس پهٔ فکري او علمي جامو کښ محفوظ کړے وے؛ سائنسي، منطقي او فلسفيانه عمراني بنيادونو باندې ئې سينګهار کړے وے. د بدقسمتۍ نه مونږ د دغه فريضې د سرکولو نه غافل پاتې يو او ځکه زمونږ قامي تحريکونه کمزوري شي بيا ورک شي.

  1. نوموړے فرانسوي لیکوال، والټئیر (Voltaire): 1778-1694ز
  2. د امریکائي ولایتونو بنسټګر، تهامس پېن (Tomas Paine): 1809-1735ز
  3. امریکائي لیکوال او لائبرېرین، رابرټ بنګهم ډاونز 1991-1903 (Robert Bingham Downs)ز
  4. د امریکې شپاړسم اولسمشر، ابراهم لنکن 1865-1808: (Abraham Lincoln)ز
  5. Political debate between Hon. Abraham Lincoln and Hon. Stephen A. Douglas in the celebrated campaign of 1858 in Illinois.
  6. کارل مارکس 1883-1818: (Karl Marx)ز
  7. فریډرک اېنګلز 1895-1820: (Friedrich Engels)ز
  8. میکاولي 1527-1469: (Niccolo Machiavelli)ز
  9. بوډین 1596-1530: (Jean Bodin
  10. The spirit of the Laws by Monthesquieu (1689-1755)
  11. Reflection on the revolution in France, Edmund Burke (1729-1797)
  12. Enquiry concerning Political justice, William Godwin (1756-1836)
  13. Percy bysshe Shelley (1792-1822), Wordsworth ( 1770-1850)
  14. Samuel Taylor Coleridge (1772-1834)
  15. Eternal peace, Immanuel kant (1724-1804), translation by Ghulam Rasool Mehir
  16. Addresses to the German Nation, Johann Gottlieb Fichte (1762-1814)
  17. Ralph Waldo Emerson (1803-1882)
  18. Democracy and education, John Dewey (1859-1952)
  19. John Stuart Mill (1806-1873)
  20. Democratic vistas, Walt Whitman (1819-1892)
  21. فضل زمان شلمان، مولوي فضل محمود مخفي، پېښور، عامر پرنټ اېنډ پبلشرز، 2016ز، مخ137
  22. Discourse on methods , Rene Descartes (1596-1650) translation by Ghulam Rasool Mehir

دا هم ولولئ

کرونا وائرس تمامي نړۍ د پاره د بدلون يوه پېلامه ده – سميع الدين ارمان

د بېکټېریا او وائرس نومونه به تقریباً هر خوانده اورېدلي وي – بېکټېریا د یوې …