څو ورځې وړاندې وزير اعظم عمران خان د کابل خپله وړومبنۍ يوه ورځنۍ دوره ترسره کړه. پۀ دې دوره کښې پۀ افغانستان کښې د امن قيام او د دوه اړخيزه اړيکو او تجارتي هلو ځلو د پرمختګ لپاره د کوټلي ګامونو اخستلو اراده څرګنده شوه. د خپلې دورې نه يوه ورځ پس عمران خان پۀ خپل يو ټويټ پېغام کښې ووئيل چې پۀ افغانستان کښې د امن لويه ګټه به پاکستان ته رسي او د امن لۀ وجې به د دواړه هېوادونو ترمېنځه تجارتي اړيکې نورې هم قوي شي. پۀ خپل دغه پېغام کښې عمران خان دا هم وئيلي وو چې د دۀ د دورې يو لوے مقصد دا هم ؤ چې د افغانستان قيادت د امن لپاره د پاکستان د کوششونو نه خبر کړے شي او دا هم باور ورکړے شي چې پاکستان پۀ افغانستان کښې د امن لپاره هلې ځلې کوي.
وزير اعظم عمران خان دا هم وئيلي چې هغۀ کله هم د افغان کشالې د حل لپاره د پوځي عملياتو ملاتړ نۀ دے کړے او نۀ کله ملاتړ پاتې شوے دے بلکې هغه لۀ سره د پوځي حل خلاف ؤ. عمران خان دا هم وئيلي چې د افغان مسئلې يواځينے حل خبرې اترې او مذاکرات دي. هغۀ دا هم وئيلي وو چې پۀ افغانستان کښې د امن نه به د افغانانو نه پس لويه ګټه زمونږ وي ځکه چې دې سره به د دوه اړخيزه اړيکو، سوداګرۍ او تجارت لارې پرانستې شي او پۀ نتيجه کښې به ئې خوشالي او سوکالي د دواړه ملکونو پۀ لور وزرې وخوزوي. وزير اعظم عمران خان چې پۀ خپل بيان کښې کومې خبرې کړې دي نو دا نۀ يوازې د جنګ زپلي افغانستان د هر وګړي د زړۀ اواز او ارمان دے بلکې پۀ پاکستان کښې د هر امن خوښوونکي او پۀ جمهوريت يقين لرونکي خواهش هم دے. ځکه نو د وزير اعظم عمران خان د دې بيان او خبرو چې څومره هم ستائنه وشي نو کمه به وي . خو ايا دا خوب به رښتيا شي؟ ايا صرف د خبرو نه څۀ جوړېدے شي او ايا پۀ دې خبرو د عمل کولو لار برابره ده کۀ نه؟
کۀ واقعتا د وزير اعظم عمران خان پۀ دې پېغام عمل درامد وکړے شي نو نۀ يوازې دا چې پۀ افغانستان کښې به امن قائم شي بلکې د پاکستان پۀ ځمکه باندې د تېرو څلورو لسيزو راهسې لګېدلي اور پۀ ختمولو کښې به هم مرسته ترلاسه شي. نۀ صرف دا چې د ترهګرۍ اور به مړ شي بلکې ورسره به پۀ سوېلي اېشياء کښې د تجارت نوې لارې هم پرانستې شي چې ورسره به د پرمختګ د يو نوي دور اغاز وشي . عمران خان ښکاري داسې چې د پخواني وزيراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني او پخواني صدر اصف علي زرداري نه پس وړومبے داسې يو اهم عهدېدار دے چې د زړۀ نۀ ئې پۀ افغانستان کښې د امن د قيام پۀ لړ کښې د عزم او ارادې څرګندونه کړې ده . زمونږ دعا ده چې د وزير اعظم عمران د زړۀ دا مراد پوره شي او پۀ افغانستان کښې د تېرو څلورو لسيزو نه خورې د اور، ترهګرۍ، بدامنۍ، بدرنګۍ او جنګ تيارې ختمې شي . د عمران خان نه وړاندې د پاکستان نورو مشرانو هم د امن لپاره هلې ځلې او کوششونه کړي دي او پۀ خبرو اترو او مذاکراتو ئې زور راوړے دے، او هم دغه شان د افغانستان مشرانو هم کۀ د امن لپاره کوششونه کړي دي نو ورسره ئې هر ځل د خبرو اترو او مذاکراتو لار هم مهمه بللې ده.
کله چې کال ۱۹۷۹ ز د دسمبر مياشت کښې پخوانے سويت يونين او د دوي پوځونه د يوې پرېکړې پۀ نتيجه کښې پۀ افغانستان کښې داخل شو نو امريکې او د دې ملګرو او اتحاديانو پاکستان، سعودي عرب او ايران چې د اسلامي جهاد پۀ نامه د افغانستان پۀ خاوره د جنګ اعلان وکړو نو تر ټولو وړومبے مرحوم ببرک کارمل د خبرو اترو او مذاکراتو وړاندېز کړے ؤ چې پۀ نتيجه کښې ئې د جنيوا مذاکرات اغاز شوے ؤ او هم د دې مذاکرات پۀ نتيجه کښې بيا کال ۱۹۸۸ ز د اپرېل مياشت کښې د روسي پوځونو د افغانستان څخه د وتلو لپاره جنيوا معاهده لاسليک شوه. هغه وخت د پاکستان وزيراعظم مرحوم محمد خان جونېجو د دغه لاسليک ملاتړ کړے ؤ . خو پۀ دې لاسليک او معاهده پوځي امر ضياءالحق خفه ؤ او هم دغه وجه وه چې ضياء الحق د مۍ مياشت کښې د مرحوم جونېجو حکومت ختم کړے ؤ . او دا هر څۀ پۀ داسې وخت کښې شوي وو کله چې جونېجو پۀ يو غېر ملکي دوره ؤ او لۀ ملکه بهر ؤ . د افغانستان پخواني صدر مرحوم ډاکټر نجيب الله کال ۱۹۸۷ کښې د لوئې جرګې لۀ لارې پۀ باقاعده توګه د صدر جوړېدو وروستو نۀ يوازې د افغان مسئلې د هواري لپاره د خبرو اترو او مذاکرات وړاندېز کړے ؤ بلکې د قومي مصالحتي پاليسۍ لاندې ئې پۀ پېښور کښې استوګن د اووۀ جهادي ډلو اتحاد مشرانو ته پۀ خپل سمي پۀ يو عبوري حکومت د اتفاق رائے جوړولو او د اقتدار نه د بېلېدو دعوت هم ورکړے ؤ. تر دې چې پۀ جنيوا لاسليک او هم دغه شان د افغانستان د خاورې څخه د روسي پوځونو پۀ وښکلو کښې هم څوک د مرحوم ډاکټر نجيب د کردار او هلو ځلو نه انکار نۀ شي کولے.
د ډاکټر نجيب لۀ اقتدار څخه بېلېدو وروستو صبغت الله مجددي او پروفېسر برهان الدين رباني هم پۀ هره موقع د مذاکرات وړاندېز کړے ؤ . د نائن الېون پېښې نه پس د حامد کرزے د صدر جوړېدو نه وروستو د نوموړي هر بيان او تقرير به د مصالحت، روغې جوړې، امن او سوکالۍ،د پاکستان سر ه د ورورولۍ د اړيکو او طالبان لپاره پۀ ښۀ ټکو اډاڼه ؤ . حامد کرزے پۀ هره موقع پۀ افغانستان کښې د امن پۀ لړ کښې د پاکستان کردار مهم بللے دے. او کله چې کال ۲۰۱۴ کښې موجوده صدر ډاکټر اشرف غني صدر جوړ شو نو تر ټولو اولنۍ دوره ئې د پاکستان کړې وه او د دغه دورې پۀ مهال هغه پۀ پنډۍ کښې د پاکستان پوځ هېډکوارټر ته هم ورغلے ؤ.
ډاکټر اشرف غني د خپلې دغه دورې پۀ مهال پۀ افغانستان کښې د امن لپاره مهمې خبرې اترې بلکې منتونه د هغه وخت وزيراعظم نواز شريف ته نه بلکې د هغه وخت د پوځ مشر جنرل راحيل شريف ته کړي وو.
د کال ۱۹۷۹ ز نه تر اوسه نۀ صرف د افغانستان بلکې د پاکستان هر سياسي او حکومتي مشر د افغان مسئلې د هواري لپاره نۀ صرف مذاکرات او خبرې اترې مهمې بللي بلکې زور ئې پرې هم راوړے دے . خو لۀ بده مرغه د تېرو څلوېښتو کلونو راهسې د دومره خبرو اترو، کوششونو او هلو ځلو نه پس هم لۀ يو اړخ نه هم د امن لپاره کوم پاخۀ، کوټلي، پۀ زړۀ پورې ګامونه خو پرېږده چې د مذاکراتو لار نۀ خو خپله کړې شوه او نۀ پرې عمل وکړے شو.
اوس کله چې وزيراعظم عمران خان برملا د سياسي حل او مذاکراتو لۀ لارې پۀ افغانستان کښې د امن قيام لپاره د کردار باور ورکړے دے نو اوس دۀ لۀ پۀ هر حال کښې دا باور پۀ حقيقت کښې بدلول پکار دي . زما خپله هم پۀ دې خبره باور دے چې د افغانستان د اوسني حالاتو نه تر ټولو زيات نقصان پاکستان ته دے او هم دغسې د امن نه پس به ئې تر ټولو زياته ګټه هم د افغانستان وي.
دا هم ياد ساتل پکار دي چې افغانستان د تېرو څلورو لسيزو راهسې د اور لمبو سره مخ دے او د جنګ، ترهګرۍ او بدامنۍ لۀ وجې ئې خاوره، اولس، اقتصاد، سياسي نظام او ټولنيزې چارې د لوے نقصان سره مخ دي او خداے مۀ کړۀ کۀ هم داسې دا حالات پاتې شي نو لرې نۀ ده چې ټوله سيمه يو ځل بيا د اور د لمبو ښکار شي. دا هم مهمه ده چې نن سبا د تجارت او سرمايه کارۍ دور دے او افغانستان د پاکستان يو داسې ګاونډې هېواد دے چې دواړه د يو بل ضرورتونه پوره کولے شي او پۀ سيمه کښې د امن سره سره د خوشالۍ او سوکالۍ هواګانې خورېدې شي. دا هر څۀ هله ممکن کېدے شي کۀ لۀ دواړۀ خواؤ د امن پۀ لړ کښې پاخۀ ګامونه واخستے شي او پۀ مذاکراتو د مذاکراتو پۀ شان عمل وکړے شي.