د انجمن اصلاح الافاغنه سترې ځانګړتياوې – انجنئير اعجاز يوسفزے

درې دېرش کاله اګاهو د پښتنو لوے لارښود فخرافغان باچاخان د دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې وې خو د هغۀ نابغه شخصیت، تعلیم، خدمت، سیاست، تربیت، کړاؤ او مبارزې پۀ پښتنه ټولنه کښې هغه شعوري او عملي اثرات پرېښې دي چې د پیرروښان ، خوشحال خان او میروېس نیکۀ نه واخلې تر دې دمه د بل پښتون اتل پۀ بخت کښې نۀ وو. د پښتنو پۀ ټولنیز ژوند کښې د قبائیلت پۀ ځاے د شعوري پښتون نېشنلزم لیتکے خوشحال بابا بل کړے ؤ او بیا باچاخان دا مفکوره پۀ سائینسي او عملي بنسټ مضبوطه ودرولې ده. خوشحال بابا سره چې کومې موروثي او جذباتي نیمګړتیاوې مل وې ، باچاخان د هغو نه پاک ؤ او ځکه خوشحال بابا پۀ خپله مبارزه کښې پښتانۀ ځان سره ؤ نه درولي شول خو باچاخان د پښتنو د ننګ لښکر ځان سره راپاڅاؤ.

باچاخان پۀ نوي زلمیتوب کښې تعلیمي، اصلاحي او قامي کار ته لاس اچولے ؤ کله چې پۀ هغه وخت کښې پۀ پښتنو زلمو کښې هېڅ اجتماعي او ټولنیزسوچ نه ؤ او د هغۀ پۀ شان د اشنغرد خانوادو زلمو بۀ پۀ بري امام کښې ډمې ګډولې او عامو پښتنو ځوانانو بۀ سپي، چرګان او سنډګان جنګول.

د تاریخ نه دا ثابته ده چې باچاخان وړومبے د تشدد لۀ لارې هند لۀ د ازادۍ ګټلو فکر لرلو او د شېخ الهند مولانا محمودالحسن پۀ مشرۍ کښې دخپلو ملګرو مولوي فضل محمود مخفي او مولوي تاج محمد سره د دارالعلوم دېوبند د حُریت د تحریک یو سرګرم مبارز ؤ. باچاخان او مولوي فضل محمود مخفي ته شېخ الهند مولانا محمودالحسن دا ذمه واري سپارلې وه چې پۀ قبائیلي سیمه کښې د مرکز د قایمولو د پاره مناسب ځاے ولټوي چې د ازادۍ د جنګ سنګر پرې جوړ کړے شي چرته چې بۀ پښتانه زلمي د پېرنګي سره د ازادۍ د جنګ لپاره تربیه کېږي. باچاخان او مولوي فضل محمود مخفي د باجوړ پۀ سالارزئیو ماموندو کښې د مرکز د پاره ځمکه خوښه کړه، خو د وړومبي جنګ عظیم د نښتو پۀ وجه دا پروژه نیمګړې پاتې شوه.

باچاخان د صوبه سرحد د خلافت د کمېټۍ صدر ټاکلے وے ؤ او پۀ دغه وخت کښې پۀ خلقو کښې د پېرنګي لۀ خوا د سلطنتِ عثمانیه د ړنګولو خلاف د انګرېزي فعالیتونو پۀ ضد ډېر جوش و خروش ؤ. پۀ دغه وخت کښې د خلافت تحریک مشرتابې د دارالحرب نه دارالسلام ته د هجرت حکم کړے ؤ او اګر چې د خلافت مشرانو د هجرت دا پرېکړه د پنجاب پۀ خاوره کړې وه خو جوش ئې پۀ پښتنو کښې راوستو . هغه وائي چې باران پۀ بره دیر کښې وشو او خرۀ یې د راموړې یوړل. د هند نورو مسلمانانو د خلافت تحریک پۀ دې اواز ځانونه شپېلي کړل خو پښتنو پۀ ډېر جوش و خروش سره د هجرت تیارۍ شروع کړې . ځینې جذباتیانو خو خپل جائيدادونه او مال اسباب هم پۀ ارزانه بیعه خرص کړو. باچاخان د هجرت پۀ حق کښې نه ؤ خو د صوبه سرحد مليانو او پیرانو ورپسې ملنډې شروع کړې چې باچاخان د هجرت فتوا نۀ مني نو مجبوراً د لږو ملګرو سره ئې د باجوړ پۀ نواپاس لاره افغانستان ته پۀ ۱۹۲۰ کښې هجرت وکړو. باچاخان پۀ کابل کښې د افغانستان د باچا غازي امان الله خان سره هم ملاقات وکړو او ورنه ئې د پېرنګیانو نه د پښتونخوا د ازادۍ لپاره د مرستې غوښتنه وکړه خو باچا ورته ووئیل چې هغه د پېرنګي سره د نښتې طاقت نۀ لري او دا ئې ورته زیاته کړه چې کۀ تاسو کومه لاره اختیاروئ نو هغه بۀ دوي سره امداد وکړي. هغۀ دوي ته پۀ افغانستان کښې د مېشتۀ کېدو د پاره د ځمکې ورکولو عندیه هم څرګنده کړه خو باچاخان دا وړاندېز ؤ نۀ منلو.

باچاخان پۀ خپل ژوند لیک “زما ژوند او جدوجهد” کښې د پښتنو مهاجرو پۀ رویه بدلېدو باندې د خواشینۍ اظهار کوي او وائي چې پۀ افغانستان کښې د پښتنو مهاجرو ټول جوش او جذبه لکه د بړبوړکۍ کښېناسته او تیت پرک شول. ډېر پکښې ملاماتي بېرته واپس لاړل . چې چا بۀ زګ په خولۀ پُرجوشه وعظونه کول ، هغوي پښېمانه ښکاریدۀ . باچاخان حېران ؤ چې د دوي هغه ایماني فشار، انقلابي فکر او د انقلاب هغه لافې چرته ورکې شوې. د پښتنو د هجرت تحریک پۀ ناکامۍ کښېناستۀ، او ټول میدان داسې تالا ترغه ښکارېدۀ لکه چې یو فوځ جنګ بائیلي .د باچاخان څۀ ملګري تاشقند ته د ازادۍ پۀ لټون کښې لاړل او دا ئې نګېرله چې روس بۀ راسره د پښتنو پۀ ازادۍ کښې کومک وکړي. باچاخان هم د خپلو ملکرو سره د واپسۍ لار ونیوله، هغۀ خو لۀ مخکښې نه د هجرت پۀ حقله خوښ انده نه ؤ خو مُلانو او پیرانو پۀ ټیکاؤ نۀ پرېښوده. باچاخان د جلال اباد نه چمرکنډ ته راغے، چمرکنډ د مجاهدینو لوے سنګر پاتې شوے ؤ . هغۀ ولیدل چې دلته هندي مجاهدین تش خوراک ته دېره دي او د هندوستان چندو ته ئې سترګې نیولې دي. د دغه ځایه باچاخان باجوړ ته راغے ،او د ناواګۍ پۀ لاره پۀ مهمندو کښې لکړو غازي اباد ته د تورنګزو حاجي صېب ملاقات ته لاړو. لکړې غازي اباد د حاجي صېب تورنګزو د غزا مرکز ؤ . باچاخان هلته ولیدل چې د تورنګزو د حاجي صېب مریدانو او مجاهدینو غټې غټې خېټې کړې دي او وار پۀ وار ډانګونه پۀ لاس پۀ دېګونو د پخلي ډیوټي کوي. د باچاخان د دغه مجاهدینو نه زړۀ وواښتو. باچاخان د تورنګزو حاجي صېب ته پۀ وشتو ټوقو کښې ووئیل چې حاجي صېب، پۀ دې مجاهدینو کښې څۀ کسان ماله راکړه چې ښکته ئې د ځان سره د مدرسو پۀ کار کښې جوت کړم. باچا خان دا د خوند قیصه پۀ خپل ژوند لیک کښې کړې ده، هغه لیکي چې حاجي صېب ډېر وخاندل او ماته ئې ووئیل کۀ دا د کار خلق وې نو دوي بۀ دلته وو ؟ د باچاخان د تېر ژوند تجرباتو سره تړلي دا واقعات ټرننګ پوائینټ ؤ چې د باچاخان زړۀ ئې د تشدد د مبارزې او انقلاب نه تور کړو. باچاخان چې اتمانزو ته واپس راغے نو هغۀ یوه کوټلې پرېکړه وکړه او دا ئې ووئیل چې “زۀ پۀ دې نتیجه رسېدلے یم چې انقلاب د منډې کار نۀ دے او دومره اسان هم نۀ دے، انقلاب د سړې سینې کار دے، عمل او پوهه غواړي ، عالمان او پوهان غواړي، چې د پوهې سره قام وروزوي او انقلاب ته ئې اماده کړي. د انقلاب د پاره اشخاص او د اشخاصو د پاره علم، فکر، اراده، پۀ یو مرکز راټولېدل او ګډ فعالیت پکار دے. پۀ قام کښې سیاسي شعور پېدا کول بنیادي شے دے . د داسې انقلاب د پاره بۀ اشخاصوته تعلیم، تربیت او شعور ورکول غواړي .” د باچاخان دا اېجنډا د هغۀ د وړاندې مدارجي او پړاویز تحریک مشن سټېټمنټ دے چی د هغۀ ټول اصلاحي،قامي او سیاسي سازمانونه پرې ولاړ دي. دا دراصل د یو نهضت بېلا بېل پړاونه دي چې پۀ شعوري توګه د وخت سره شکلونه بدلوي . لېوني فلسفي عبدالغني خان پۀ خپل کتاب “ دي پټهانز “ کښې پۀ ډېره ښکلې پېرايه کښې د یو پښتون روایتي کړۀ وړۀ بیانوي ، هغه وائي چې “پښتون پۀ اسانه مینې ته نۀ راګرځي. د هغۀ جنګ جګړا خوښه وي خو د سپاهي ګرۍ نه کرکه کوي. د هغۀ ډېرې تلوسې وي خو صبر نۀ لري ځکه پۀ ځوانۍ کښې مري … مري هم داسې چې د ټوپک د شپېلۍ نه ئې لوګے خېژي او کۀ کولے شي نو پۀ موسېدلے مخ مرګ غواړي ، د دې نه زیات د هغۀ هېڅ ارمان نۀ وي”. د غني خان مشاهدې سره اختلاف کیدے شي ، خو دې کښې اختلاف نشته چې پښتانۀ د جذباتیت ښکار پاتې شوې دي او پۀ ډېرانونو ئې ارټونه بائیللي دي . باچاخان د دغه قام د روایتي سائیکي او جذباتي نفسیات بدلولو ته بډې راښکلې وې . او دا کار پۀ عقل ډېر ګران ښکارېدۀ . باچاخان د صبر د دې انقلاب د پاره یو منظم تحریک ته کېښوت . د باچاخان بائیو ګرافره موکالیکا بېنرجي دغې تحریک ته د باچاخان « شعوري او ارتقائي » مبارزه وائي چې موخه ئې د خارجي ښکېلاک ګر نه ازادي او خپلواکي اخستل وو. د دې مبارزې وړومبے پړاو پښتانۀ د تعلیم او تربیت پۀ ذریعه پۀ قامي شعور روزل وو او ورسره ورسره د پښتنو پۀ خپل مېنځي دښمنو، جګړو، مقدمو او تاؤ تریخوالي کښې چې د دوي کومه انرژي او قوت ضایع کېږي، باچاخان غوښتل چې هغه د خارجي استعمار نه د څټ خلاصولو پۀ مبارزه کښې د کارولو د پاره خوندي وساتلے شي. هغۀ یقین لرلو چې د دې سره بۀ پۀ پښتنه ټولنه کښې د کرکې او تریښوالي پۀ ځاے مینه، همکاري، ورورولي او اجتماعیت پېدا کړے شي. د باچاخان رسا نظر د پښتنو دا علت لیدۀ چې هغوي قصداً پۀ جهالت کښې ساتلے شوي دي او لکه د ځناورو د پردیو خلقو د ګټو لپاره جوت کړے شوي دي . هغۀ دا ګڼل چې د پښتنو زوراورتیا چالاکو خلقو د ځان د پاره کارولې دہ. باچاخان د ننګ او غېرت د دغه تعریف خلاف ؤ چې مدام ئې پښتنو ته تاوان رسولے دے او دوي ئې ټک و سترے کړي دي. د ا هغه مهمې ځانګړتیاوې وې چې د باچاخان تحریک ځان کښې رانغاړلې وې . د دې مدارجي تحریک وړومبې پړاؤ انجمن اصلاح الا فاغنه ؤ. احمد الله ارچیوال صېب وائي چې باچاخان پۀ خپلو ازادو سکولونو کښې د بیوروکراسي د پاره روبوټ بابوګان نۀ تیارول بلکې د خپل ځانګړي انقلاب د پاره ئې پۀ قامي فکر ، هنر او کسب سمبال مبارزین جوړول.

باچاخان د خپلو نزدې ملګرو سره پۀ کال ۱۹۲۱ م کښې پۀ اتمانزو کښې د ازاد سکول بنیاد کېښودو چې نصاب ئې د دیني سره سره عصري او کسبي ؤ . د باچاخان سره پۀ دغه ملګرو کښې قاضي عطاء الله، میا احمد شاه، حاجي عبدالغفارخان، محمد عباس خان ، عبدالاکبرخان، تاج محمد خان، عبدالله شاه او خادم محمداکبر شامل وو . پۀ دغه شپه د ازاد سکول د انجمن د پاره محمد عباس خان د ماسخوتن ډودډۍ پۀ خپله حجره کښې کړې وه. پۀ دغه موقعه د دغه بره کسانو نه علاوه د نرۍ قلا فضل اکرم میا صېب هم موجود ؤ. پۀ دغه غونډه کښې پۀ يکم اپرېل ۱۹۲۱، دغه ملګرو پښتنو ته د مبارز تعلیم ورکولو سره سره د پښتنو د سماجي او رواجي سمونې او اصلاح د پاره د « انجمن اصلاح الافاغنه » پۀ نوم یو تنظیم جوړ کړو چې تعلیم، د پښتني ټولنې نه د تشدد او تاؤ تریښوالي بېخ کني، قامولي ، ورورولي او اجتماعیت ئې بنیادي مقاصد او ځانګړتیاوې وې . د انجمن اصلاح الافاغنه وړومبے صدر محمدعباس خان وټاکلے شۀ، میا احمد شاه ئې سکتر او نامتو شاعرخادم محمد اکبر ئې ناظم غوره کړے شو. باچاخان د څۀ عهدې اخستلو نه انکار کړے ؤ. وروستو د محمد عباس خان د تریښ طبیعت پۀ وجه عبدالاکبرخان اکبر د هغۀ پۀ ځاے د انجمن صدر مقرر کړے شو. عبداالاکبر خان اکبر پۀ خپل ژوند لیک کښې لیکي چې ما او باچاخان د صدارت نه انکار وکړو نو د انجمن محمد عباس خان صدر، میا عبدالله شاه خزانچي او خادم محمد اکبر نائب ناظم وټاکلے شول، میا احمد شاه د انجمن سکرټري ؤ. باچاخان د انجمن د قائد پۀ توګه ښکاره شو. اګرچه دا ټول ملګري زلمي وو او د عمر پۀ یو پړاؤ کښې وو خو عبدالاکبرخان دا وائي چې مونږ پۀ خلقو کښې د باچاخان د مشرۍ د منلو او تشهیر پۀ خاطر هغه ته پۀ ولاړه، ناسته او تګ راتګ کښې د مشرانو پۀ شان تعظیم، ادب او عزت ورکولو. د هغۀ پۀ مخکښې بۀ مونږ د پخوا پۀ شان بې باکي نۀ کوله.

باچاخان خپل قام مدام د ځان ځانۍ نه قامولۍ او ورورولۍ ته رابللے دے. د هغۀ دا وېنا لکه چې اوس هم د پښتونخوا پۀ پرتو او اوږدو کښې کړنګېږي چې؛ “اے پښتنو وروڼو! مونږ ټول یو قام یو او د یو نیکۀ اولاد يو. .. . زمونږ مثال د یوې ونې دے، چې یو مونډ لري خو څانګې ئې ګڼې وي. نن دا دنیا د قامولۍ دنیا ده او تاسو وګورئ چې چا کښې قامولي ، ورورولي او اتفاق دے نو هغوي اباد دي او چې کومو قامونو کښې پرې جنبې، تربګنۍ، او دښمنۍ دي نو هغوي برباد دي.. . یوه مرغۍ چې د سېل نه جدا شي نو هغه ورکه شي. . . ما د ټالسټائی پۀ یو کتاب کښې دا قیصه لوستې ده چې یوه چینه ده، د هغې نه هر یو محلت ته یوه یوه نلکه راغلې ده، خو د هر محلت خلق پۀ دې نښتې دي چې زمونږ د نلکې اوبۀ پاکې او خوږې دي او د نورو نلکو اوبۀ ناپاکې او ترښې دي. هېڅوک دا فکر نۀ کوي چې دا ټولې نلکې د یوې چینې نه راغلې دي او یو شان اوبۀ لري .”

د انجمن اصلاح الافاغنه د سازمان د پاره دوہ دېرش ممبران پۀ مشاورت وټاکلے شول چې دا چوڼ شوي مبارزین پکښې شامل وو؛ ۱. محمد عباس خان ( د اتماتزو)، ۲. حاجي عبدالغفارخان (د اتمانزو)، ۳. حاجي محمداکرم خان د خانمائي، ۴. جمعدارنورمحمد خان د تورنګزو، ۵. محمد زرین خان د تورنګزو ، ۶. عبدالاکبرخان دعمرزو، ۷. خان عبدالغفارخان ( باچاخان ) د اتمانزو، ۸. غلام محي الدین د تنګي ، ۹. فخرِقوم میا صېب ( د کاکا صېب ) ، ۱۰. میا جعفرشاه د زیارت کاکاصېب ، ۱۱. فضل اکرم د نرۍ قلا ، ۱۲. فضل ربي د بدرګې ، ۱۳. میا احمد شاه د قاضي خېلو ، ۱۴. میا عبدالله شاه ، ۱۵. خادم محمد اکبر د چارسدې ، ۱۶. تاج محمد خان د چارسدې ، ۱۷. مولانا شاه رسول د امازو ګړۍ ، ۱۸. شاد محمد خان د میرزو ، ۱۹. شېربهادرخان د کوتر پاڼ ، ۲۰. جلیل خان ، ۲۱. خوشحال خان د باریکاؤ ، ۲۲. شا پسند خان د چارغُلۍ ، ۲۳. امیرممتاز خان د بنو ، ۲۴. بېرسټرمحمدجان د بنو ، ۲۵. محمد رمضان د ډېره اسماعیل خان ، ۲۶. حکیم عبدالسلام د هري پور ، ۲۷. میا صېب د پکلۍ ، ۲۸. قاضي عطاء الله خان د مردان، ۲۹. ثمین جان خان د محب بانډې ، ۳۰. علي اصغرخان وکیل د هزارې ، ۳۱ افندي صېب د ملاکنډ ، ۳۲. د ګدرحمزه خان یو ملګرے.

د ازاد سکول وړومبے هېډ ماسټر د بنو د امیرمختارخان زوے امیر ممتازخان ؤ . د هغۀ نه پس د هغۀ ورور مقصود جان د اتمانزو د ازاد سکول دوېم هیډماسټر وټاکلے شۀ. د سکول پۀ وړومبو زده کونکیو هلکانو کښې د باچاخان مشر زوے غني خان هم شامل ؤ .

باچاخان پۀ پښتنو کښې د تعلیم شعور اچولو او ورورولۍ د تړون پېداکولو پۀ غرض د پښتونخوا کلي پۀ کلي ګرځېدو چې پۀ نتیجه کښې ئې پښتنو پۀ تیارو ذهنونو کښې د سواد نوې وړانګې ورغلې. د باچاخان دې هلو ځلو پېرنګیان وار خطا کړل . د صوبې چیف کمشنر د باچاخان دې دورو ته او پۀ پښتنو کښې د بېدارۍ نوې لهر ته د ډېر تشویش پۀ نظر کتل. هغۀ د باچاخان پلار راؤ غوښت او د باچاخان د منع کولو ئې ورته ووئیل . باچاخان خپل پلار بهرام خان د پوهولو پۀ خاطر ځان سره کښېنولو او د چیف کمشنر خبره ئې ورته وکړه ، خو باچاخان هغۀ ته جواب ورکړو چې ښۀ ده زۀ بۀ د دې کار نه صبر شم خو ډېرو خلقو مونځ هم پرېښې دے، زۀ بۀ هم مونځ پرېږدم، خو بیا بۀ ماته نۀ وايې چې دا ولې؟ پلار ورته جواب ورکړو چې مونځ خو فرض دے، نو باچاخان ورته ووئیل چې دغه شان علم هم فرض دے ، د زوي پۀ عزم چې بهرام خان ورسېدۀ نو پلار ورته د خپل کار د جاري ساتلو اجازت ورکړو.

باچاخان د خپل تحریک د پاره کلي پۀ کلي ګرځېده او د مبارزې لپاره یې چوڼ شوي غمي راټولول. باچاخان وائی چې الله تعالي ماته تکړه، بهادر او وقف شوي ملګري راکړي وو . ډاکټر محمد سهېل خان د خپلې څېړنې په نتیجه کښې وائي چې د انجمن اصلاح الافاغنه لاندې او د هغې پۀ وروستو جریان کښې باچاخان او د هغۀ ملګرو د پښتونخوا په طول و عرض کښې ۱۳۴ ازاد سکولونه پرانستل او د هغي د چلولو د پاره ئې مقامي انتظامي انجمنونه جوړ کړل چې د باچاخان ټرسټ چیف اېګزېکټیو اېمل خان او د باچاخان د اېجوکیشنل فاونډېشن اوسني مشر ډاکټر سهېل خان د باچاخان دغه ماډل د باچاخان سکولونو د چلولو د پاره پۀ اوسني وخت کښې هم قابل تقلید وګرځولو او د فنډنګ دغه ماډل ئې خپل کړو. متاسفانه پۀ انجمن اصلاح الافاغنه کښې اختلافات پېدا شول او اتۀ کاله پس باچاخان او ملګرو ئې د انجمن اصلاح الافاغنه پۀ ځاے د زلمو جرگه جوړه کړه چې پۀ تاریخ کښې پۀ افغان یوتهـ لیګ هم یادېږي. د ۱۹۳۰ جنورۍ میاشت کښې باچاخان د زلمو جرګه د ملګرو پۀ صلاح پۀ خپل شهره افاق نهضت “ خدائي خدمتګار تحریک “ کښې بدل کړو . د باچاخان د تحریک دا پړاوونه د وخت د غوښتنو سره سم د یو بهیر پۀ څېر روان دي چې د قامي کاروان یو لړئیز ارتقائی یون دے چې پوڼۍ پۀ پوڼۍ د خپلواکۍ مرام پلؤ دوام لري . د باچاخان د انجمن اصلاح الافاغنه د وختو د پښتنې ټولنې د خپل مېنځي تاؤ تریښوالي پۀ ضد د زغم ( عدم تشد د) مفکوره وروستو د خدائي خدمتګار تحریک د ازادۍ د غورځنګ پۀ لوے بهیر کښې پۀ لوے کېنوس باندې د عدم تشدد پۀ فلسفه کښې بدله شوه چې بې وسلې خدائي خدمتګار ئې د دې جوګه کړل چې د خپل وخت د سپر طاقت پېرنګي د تاړاکونو مقابله پۀ زغم ، صبر او عدم تشدد وکړي . دې تحریک د صبر د جنګ هاغه مبارز پېدا کړل چې د دنیا پۀ تحریکونو کښې ئې ثاني نه ؤ، او نړۍ ورته حق حېرانه وه . د اشنغر د دې سرتور ملنګ سره هغه شډل پښتانۀ ملګري لکه د غر ولاړ وو چا چې د پښتنو د روایتي نفسیاتو اپوټه د وینې پۀ ځاے مینه وېشله. دغه جنګرېزو پښتنو باندې د باچاخان مقناطیسي شخصیت ،تعلیم او تربیت داسې جادو کړے ؤ چې د صبر ، زغم او برداشت مثالونه ئې قائمول. د انګرېز اسونو بۀ ئې پۀ سرونو دانګل خو دوي بۀ زبېرګے قدر لۀ نۀ کولو. د باچاخان د عدم تشدد ناقدین د قام پرستو پۀ جامه کښې اپلاتې وائي او پۀ باچاخان نیوکې کوي . دغه د عقل نه بې برخې خلقو د تعصب ړندې چشمې اچولې دي چې د څرګندو حقیقتونو موازنه هم نۀ شي کولے. هغوي د دې حقیقت نه سترګې پټوي چې د باچاخان نه مخکښې او د هغۀ هم عصر ډېر وسله وال او پۀ تشدد باندې ولاړتحریکونه موجود وو . خو هغوي بېخي ناکامه ثابت شوي وو. د ملا نجم الدین اخونزاده چې پۀ هډے ملا مشهور دے، د هغۀ د تشد د جګړه ، د مومندو ، ساپیانو، افریدو ، شنوارو او وزیرو د ټوپکو جنګونه، د سرتور فقیر ( ملا مستان) د چکدرې او ملاکنډ بریدونه ، د عمراخان جندولي ( افغان نپولین ) تاړاکونه، د سنډاکي مُلا نښتې ، اګر چې پېرنګیانو ته دروند تاوان او زیان رسولے خو دا د تشد د مبارزې د پېرنګي د جدیدې اسلحه خانې ( ارسینال ) او د ماډرن جنګي سازوسامان وړاندې ډېر وخت ټینګې نۀ شوې او بې څۀ نتیجې پۀ تباهۍ ختم شوې. د باچاخان د عدم تشدد د تحریک سره څنګ پۀ څنګ د هغه زمانې ډېر متشدده پاڅونونه او مبارزې لکه د تورنګزو د حاجي صېب وسله وال جهاد، د فقیر ایپي د خپلواکۍ لپاره د ټوپک مجادله، د کاکاجي صنوبرحسېن د زور انګته، د مولانا عبدالرحیم پوپلزي سوشلسټ تحریک، د اور ژبي سید عطا الله شاه بخاري مجلس احرار او د علامه عنایت الله المشرقي( بېلچه ) خاکسار تحریک د جابر پېرنګي د زور وړاندې ډېره موده ټینګ نۀ شول . د تورنګزو د حاجي صېب او د فقیر ایپي مسلح تحریکونه ئې خو د ائيرفورس د جنګي هوائي جهازونو پۀ بمبارو د ځمکې سره لېؤ کړل او هغوي بیا سرونه وچت نۀ کړے شول. فقیر ایپي د ۱۹۳۶-۳۸ پۀ اپرېشن کښې خپل وسله وال لښکر بائیلود او حاجي صېب تورنګزو د ۱۹۳۵ پۀ هوائي بمبار کښې خپل قوت لۀ لاسه ورکړو او یو څو کاله پس پۀ لکړو کښې نیمګړے نیمه خوا وفات شو . کۀ څوک د انصاف قضاوت وکړي نو د دې ټولو وسله والو مبارزې اپوټه د خدائي خدمتګارو تحریک د عدم تشدد لۀ لارې ډېرې ګټې لاس ته راوړلې دي او اخر خود سره انګرېزان ئې د دې منطقې نه ورک کړي دي، خو د خدائی خدمتګارو نوم او د هغوي میراث تر اوسه پورې ژوندے پاتې دے. څېړنکاران دا وائي چې کۀ د خدائي خدمتګار تحریک د تشدد پۀ بنیاد د انګرېز مقابله کولې نو تر اتلس کاله بۀ د انګریزانو سره مقابلې ته ژوندے نه ؤ پاتې شوے. د تشدد مبارزې پېرنګیانو پۀ زور او جبر وچقولې او دغه مبارزې معدوم شوې . بل اړخ ته د باچاخان او د هغۀ د ملګرو د عدم تشدد جنګ لاس ته راوړنې هم وکړې او تر اوسه ئې جدوجهد ژوندے او ګړندے دے.

عدم تشدد د بهادر او زړه ور سړي کار دے ، دا د کمزوري سړي کار نۀ دے. کوم نا پوهه چې عدم تشدد یو پېسیو عمل او د بزدلانو وطیره ګڼي، نو دا بیان د دغه بیوقوف پۀ ناپوهۍ دلالت کوي . عدم تشدد لوے زړۀ او مضبوط اعصاب غواړي .د باچاخان د ژوند د قیصې لیکوالې مس موکالیکا بېنرجي پۀ خپل کتاب « دي پټهان ان ارمډ » کښې ډېر خونده ور تحلیل کړے دے او لیکي چې “ د عدم تشدد لۀ لارې جنګ د ګوریلا جنګ نه بلکل اپوټه دے . خدائي خدمتګارو به د ګوریلاؤ برعکس د پټ او د غلا د ګوزار په ځاے پۀ جار او ښکاره ، پۀ څرګند مخ په خپل ښکار او ټارګټ ځانونه وراچول . دا د کمزوري سړي کار نه شي کېدے. “ بېنر جي د وسله والې او د عدم تشدد د مبارزې موازنه داسې کوي ، چې ؛ “ ګوریلا جنګ د ناڅاپه پټې حملې او بیا بېرته د تېښتې متقاضي دے . داسې تاکتیک د رازدارۍ ، کیمو فلاج او بېرته پۀ تیارۀ کښې پټېدو ته اړتیا لري خو پۀ سول نافرمانۍ کښې بېرته تښتېدل ناکامي ده ځکه چې دا د شکست غمازي کوي . ګوریلا جنګجو د خپل دښمن پۀ انتظار ناست وي او د عدم تشد د حامل مبارزین خپل ټارګټ طرف ته سینه را ایستې روان وي او پۀ نرتوب پۀ دښمن ځانونه وراچوي”.

باچاخان او د هغۀ د خدائي خدمتګارو تحریک درې پړاوونه پۀ کامیابۍ سره ووهل ، خو متاسفانه د هغۀ د تحریک د پښتنو د خپلواکۍ اخري پړاؤ د کانګرېس د درغلۍ، د افغان واکمنو د خود غرضۍ او د پښتنو د نااتفاقۍ او د مذهب پۀ نوم د تېراېستنې لۀ کبله نیمګړے پاتې شۀ. دا کاروان لا د مرام پۀ لور پۀ خپل چال مزل کوي او یو ورځ بۀ نیمګړي اهداف تر لاسه کوي، چې د باچاخان او د هغۀ د ملګرو ارمان پوره شي. باچاخان د عدم تشدد د خپلې فلسفې پۀ زور ځان د نړۍ د څلورو نامتو اتلانو پۀ قطار کښې ځاے کړے دے . د هغۀ درې نور بېن المللي سیالان د امریکې مارټن لوتهر کنګ جونئیر، د هندوستان ګاندهي جي او د ساؤتهـ افریقې نېلسن منډېلا دي . د هغوي نومونه د هغوي د ژوندي قامونو پۀ برکت پۀ نړۍ کښې لکه د نمر څرګند دي خو مونږ پښتنو د خپل غر هومره اتل لا تر اوسه نۀ دے پېژند لے. زۀ یقین سره وایم چې ستر باچاخان پۀ دغه قطار کښې لۀ ټولو قد اور دے . باچاخان د مارټن لو تهر کنګ د شهره افاق “ ائي هېو اے ډریم “ نه زیات پر تاثیره او د تلوسو نه ډ ک خوبونه د خپل قام د ښېرازۍ د پاره لیدلي دي خو چونکې د مارټن لوتهر کنګ قام ویښ ، ژبه ئې ژوندۍ او ترقي یافته وه نو پۀ دې وجه د مارټن لوتهر کنګ د خپل قام د پاره خوب د شلمې پېړۍ عهد ساز سنګ میل یادېږي . راځئ چې د خپلو قامونو د پاره مارټن لوتهر کنګ او د باچاخان د خوبونو موازنه وکړو. پۀ اتویشتم اګست ۱۹۶۳ د امریکې د مظلومو نیګرو( تور پوستو ) د پاره د ټولنیز حقونو د غوښتنې پۀ مهال د هغوي اتل مارټن لوتهر کنګ د ابراهام لنکن د دېوقامت یادګار پۀ سېوري کښې دوه لکهه امریکي اولس ته خپل مشهور تقریر وکړو، دغه تقریر کښې هغۀ خپل خوب رانغاړلے ؤ . هغۀ خپل دم بخود ولاړ قام ته ووئیل چې “ ما یو خوب لیدلے دے چې یو ورځ بۀ ټول امریکنے قام مونږ سره څنګ پۀ څنګ ولاړ وي او ګواهي بۀ ورکوي چې ټول امریکنے اولس یو برابر دے . ما خوب لیدلے دے چې یو ورځ بۀ د جارجیا پۀ سرو ډېرو د پخواني غلامانو ځامن او د هغه غلامانو د ساتونکو ځامن یو ځاے د ورورولۍ مېزونو ته ناست وي . ما خوب لیدلے دے چې یو ورځ بۀ د مس سېسپي ریاست چې د بې انصافۍ اواستحصال پۀ تپ کښې یشېږي ، بۀ د ازادۍ او انصاف پۀ نخلستان کښې بدلېږي . ما خوب لیدلے دے چې یوه ورځ بۀ زما څلور ماشومان پۀ يو داسې قام کښې اوسېږي چې د هغوي د څرمنې پۀ رنګ نا بلکې د هغوی د کردار پۀ اساس بۀ هغوي سره سلوک کېږي”.

اوس راځئ چې د باچاخان پۀ سترګو کښې غړېدلي خوب او د پښتنو لپاره د هغۀ ارمان ته ځېر شو . د باچاخان دا تلوسه او خوب ډي جي ټنډولکر پۀ خپل کتاب “ عبدالغفار خان – عقیده مجاهده ده “ کښې راوړے دے.

باچا خان د زړۀ د سوخت او تل نه وائي چې ؛ “ زما یو لوے ارمان دے : زۀ د پښتنو تس نس پرګنې خپلو کښې غونډول او تړل غواړم. د بلوچستان نه تر چتراله پورې د دوي خورې ورې قبیلې پۀ یو قام او یوه ورورولۍ کښې راټولول غواړم ، چې دوي د یو بل پۀ غم، ستونزو او ښادۍ کښې شریک شي او د انسانیت د پاره مهم رول ولوبوي.

مونږ پسې ورونه پورې کړے شوے دي ، مونږ ته د رارسېدو هېچا ته اجازه نشته او مونږه دنیا ته د غېر مهذبه خلقو او وحشي قبائیلو پۀ څېر ښودلے کېږو…

زما ارمان دے چې زۀ د دوي د پاره یوه ازاده دنیا جوړه کړم … کوم ځاے چې دوي پۀ امن ، ارام او پۀ خوشحالۍ ژوند کوي. زما تلوسه ده چې د دوي د نړیدلي کورونو ملبه ښکل کړم چې ظالمانو پۀ بې دردۍ سره تباه کړي دي . زۀ غواړم چې پۀ خپلو لاسونو د دوي پۀ وینو لړلې جامې ووینځم . زۀ غواړم چې د دوي کوڅې او د دوي د خټو کورونه جارو کړم . زۀ غواړم چې دوي د لوړو سرونو سره پۀ خپلو پښو ودرېږي … او بیا نړۍ ته دا چېلنج ورکړم چې اے د دنیا مهذبو خلقو! راشئ وګورئ .. او ما ته د دوي نه زیات سپېځلي ، شریف او مهذب قام وښايئ “.

د مارټن لوتهر کنګ او باچاخان پۀ خوبونو کښې دا فرق دے چې وړومبے صرف خواهش لري او باچاخان د خپل خوب پۀ تعبیر کښې د خپلو هلو ځلو غټه ونډه هم اچوي .

پښتانۀ داسې بد بخته قام دے چې د دنیا قامونه خپل هیروز د اسمان لوړتیا ته خېژوي او زمونږ ځینې پښتانۀ د قام پرستو پۀ جامه کښې د خپل لوے اتل باچاخان د بلند قامت راغورځولو پۀ هڅه کښې بوخت دي ، لګیا دي ګېر چاپېره د هغۀ سیالان لټوي او د هغۀ د ډس کرېډت کولو ناکامه کوشش کوي .

پښتنو ملګرو! باچاخان پۀ دم درود نۀ جوړېږي. دا څۀ د ایلم پۀ غار کښې د مذوب بابا چوپ نۀ دے چې پۀ چا بۀ دم پو کړي او پۀ یو درنګ کښې بۀ ترې زمرے جوړ شي . دا د ارتقاء پۀ ژرنده کښې پۀ لوے زغم سره د استبداد د پلونو تر مېنځه د عمر اویا کاله دلول غواړي . دا د خانۍ د مستۍ تلوسې د ملنګۍ پۀ قِند کښې ښخول غواړي .دا د یوې جوړې جامو د پنډوکي سره د پښتونخوا غرونه او مېدانونه لکه د مجنون کچ کول غواړي .دا د زندانونو پۀ تور تم کښې د تنهایۍ پۀ کومي کښې د ژوند هره درېمه ورځ تېرول غواړي. دا د نفساني خواهشاتو بې درېغه وینه غواړي . باچاخان هله رغېږي چې د قصه خوانۍ، ټکر او سپین تنګي د شهیدانو د سرې وینې پۀ رودونو راپورې وځي. باچاخان هغه وي چې کرشمات ئې پۀ زرګونو مبارز هڅوي چې د استعمار پۀ تېرو مقتلونو کښې ترې سرونه قربان کړي او پۀ سلګونو بندیوان مړي د جېلخانو پۀ هدیرو کښې خداے ته وسپاري خو پۀ ضمانت راوتل ورته بې ننګي او نامردي ښکاري. باچاخان هله سازېږي چې د میر وېس ډېرۍ اذیتونه پۀ ماتو پوښتو د منصور مارچ ؤ نه درولے شي. باچاخان هله جوړېږي چې پۀ ژوند د پښتون وحدت د پاره د اوسپنو نینې وچیچي … او پۀ مرګ هم غوڅ شوے قام د پېوستون پۀ تار وګنډي. … بل باچاخان بۀ رانۀ شي ، خو د باچاخان د فکر مشال لا بلېږي …. کاروان لا روان دے.

دا هم ولولئ

د باچاخان د عدم تشدد فلسفې ته بېرته کتنه – انجینئیر اعجاز ایسپزے

  باچاخان هغه مارشل رېس ته امن، مينه، زغم، صبر او عدم تشدد وښايو چې …