ستر شاعر قاضي ملا عبدالسلام اچکزی – نور احمد فطرت اچکزی

مذهب، وژن او اسلامي تهوارونه

د يو معلوماتي کتاب مطابق دا وخت پۀ نړۍ کښې غوټ لس مذهبونه شتون لري. د هر مذهب د ښودنې او روزنې طرېقه جدا ده. د اسلام علاوه بدهـ مت، بهائي (Bahaism)، تاومت، جېن مت، زرتشت )د زرتشت باني زرتشت ؤ، دۀ ښو ته د ‘اهورمزدا’ او بدو ته ‘اهرمن’ نامه ورکړې وه. ‘ژند اوستا’ د اور پالو مقدس کتاب دی. د دوي عبادت ګاه ته اتش کده وئيلې کېږي(، شنټومت، سکهـ مت، کنفيوشس مت، هندو مت، يهوديت او عيسائيت د يادولو وړ دي. د پېروکارانو د شمېر پۀ لحاظ عیسائيت د نړۍ د لوړې درجې حېثيت لري او د دوه زره شپږم (2006) د يوې سرکاري شمېرې سره سم د عیسائیت د پېروکارانو تعداد یویشت میليونه دی او دغه ډول اسلام یو سل درې بيليونه پېروکارانو سره دوهمه درجه لري او داسې نور.

مذهب پۀ حقيقت کښې د څۀ قدرونو او د څۀ پېمانو نوم دی. مذهب يو سړی د سوچ او مزاج پۀ اعتبار سره يو ځانګړی انسان جوړوي، داسې انسان چې )دی( به د عاجزۍ خاکساري د نفسياتو سره اوسي. دی به د نورو سره داسې رويه کوي لکه د خپل ځان سره چې ئې کوي. دی به خپل ځان پۀ هغه پېمانه ناپ کوي، پۀ کومه پېمانه چې دی نور پېمانه کوي.

د ستر شاعر قاضي عبدالسلام اڅکزي شاعرۍ کښې د مذهب، وژن او اسلامي و کلتوري تهوارونو لړ کښې باید د مذهب د بنسټیز تصوراتو ‘وحدانیت’ او ‘عدالت’ پۀ حقله د هغوي څو شعرونه د بېلګې پۀ توګه مخې ته کېږدم:

  1. صفت هغۀ له لائق دی / چې دی زما او ستا خالق دی
  2. د مشرق سه طربيائي / حمد ابده ورله ښائي
  3. بنده ورځ د اخرت شته / بېرته ژوند و عدالت شته
  4. چې لار وښائې و چا ته / بيا مخ نۀ ګرځي و تا ته
  5. د قرانه معنيٰ واخله / کۀ تۀ غواړې ورشو پراخه
  6. پۀ قران عيال خبر کړه / ځان پۀ خپله کیمياګر کړه
  7. ضروري حرفونه وايم / اس پۀ لنډه کوڅه بيايم
  8. زۀ به بس کړم دا بيان اوس / څۀ بې نوره دي اميان اوس
  9. عقائد بیخي درانۀ دي / ډېر ناتوانه پښتانۀ دي
  10. عقيدې راوي روښانه / پۀ پښتو ژبه اسانه
  11. لږ پۀ لږ کېږي ګزران څۀ / دا فن دی تر نورو ګران څۀ
  12. د توحيد کۀ کليمه تا / زده کړه دغه ترجمه تا
  13. پاک بې عېبه مسلمان یې / پټ پۀ فضل د رحمان یې

قاضي ملا عبدالسلام بابا مذهب ته او دين ته هم ډېر بلکې پۀ سوونو شعرونه ډالۍ کړې دې. ” زۀ به هم څۀ ووايم” تر سرليک لاندې کاتب عبدالرحمان دراني د ‘طلب’ زوړ ټوک نوي چاپ پر مخ 19 او 20 باندې ليکي،

“بله خبره دا ده چې زۀ خو شاعر نۀ يم چې د خدای بخښلي قاضي سلام بابا پۀ شاعرۍ باندې خبرې وکړم خو دومره به ووايم چې ارواښاد د مذهب يو داسې تږی او طلب کوونکی معلومېږي چې زۀ ئې سوچ هم نۀ شم کولی. ځان ته يو خپل مکتب فکر لري. دی د اسلام يو داسې غښتلی خوا خوږی ښکاري چې ستائينه ئې زۀ نۀ شم کولې.”

او داسې نور قاضي بابا د مذهب پۀ حقله ليکي:

  1. نۀ کنز وائي نۀ شامي يو / ډک د جهله دې نامي يو
  2. مرکب جهل حکمت شو / متروک فضل شريعت شو
  3. استدراج دی تۀ جوګي يې/ سامري د پېرنګي يې
  4. مذهبي حروف ساتو ګړد / کۀ د ملکه چا ويستو ګړد
  5. پۀ مذهب وکړه عمل تۀ / مۀ وهه چپه غوبل ته
  6. دا خبرې د مذهب دي / پۀ نبي وحي د رب دي
  7. فضل فضل يا کريمه! / بوزې خوف زمونږ د حريمه

قاضي ملا عبدالسلام اڅکزي چې پۀ ‘طلب مذهب’ زوړ چاپ کښې تر روژې مبارکې پورې رسېدلی دی نو ئې پۀ مخ 308 باندې داسې زياته کړې ده:

  1. روژه ټينګه فرض ده کلکه / زړۀ پاک پرې مینځه د شکه
  2. لوی محکم رکن د دين دی / د امت باندې امين دی
  3. لږ د مخ تر سپېدو )دی( / بيا تر لمر تر ډوبېدو )دی(
  4. د مشرق لۀ خوا چې توره / شپه راوخته څۀ نوره
  5. ورسره د روژې نيت وي/ بنده وړ د اهليت وي
  6. روژه دغه شرعي ده/ فرض محکمه قطعي ده

د روژې پۀ حقله پۀ قران کښې پۀ البقره (182) کښې ښودل شوي دي،

“دا روژه پۀ تاسو باندې ځکه فرض کړل شوې ده چې پۀ تاسو کښې تقويٰ پېدا شي.”

د تقويٰ مطلب دی بچاوېدل – د يوې ازغنې لارې څخه چې تۀ ځان ګورې او تېر شې، دغه ته تقويٰ وائي. پۀ روژه کښې خوراک او څښاک پرېښودل يو علامتي ترک دی لۀ اٰره چې کوم شی پرېښودل دي، هغه د خدای پاک حرام کړل شوي شيان. روژه پۀ سړي کښې د تقويٰ او د احتياط مزاج پېدا کوي. د رمضان مياشت روزنه سړی دومره قابله کوي چې مخ ته وګوري صبر وکړي، لۀ بدو لاس واخلي او داسې نور.

د امام بخاري او مام مسلم څخه روايت شته چې رسول الله صلي الله علېه وسلم وئيل چې مؤمن ته د هر ښۀ عمل د لسو څخه تر د سوو پورې بدله ورکول کېږي مګر د روژې پۀ باره کښې د خدای پاک قول دی چې روژه ما لره ده او د دې انعام زۀ پۀ خپله ورکوم، بنده زما لۀ پاره خپل خواهش او خپل خوراک پرېږي. د روژتي لپاره دوه خوشحاليانې دي؛ يوه خوشحالي روژه ماتی دی او بله خوشحالي د هغه وخت ده چې دی د رب سره مخامخ شي.

قاضي ملا عبدالسلام بابا فرمائي:

  1. قبض مرۍ د دې خورک شه / زخمي نی د غرېبه ډک شه
  2. اسلامي پینځۀ بناء دي / څۀ محتاجه د معنٰي دي
  3. خو يو ټينګه کليمه ده / چې ايمان ئې ترجمه ده
  4. خدای منې هر پېغمبر بس / مؤمن دی پۀ دا قدر بس
  5. نمونځ روژوه حج او زکات دي / اسلام دغه عبادات دي
  6. ما خو دوه پس لۀ ايمانه / لږ دروښود مسلمانه!
  7. اوس روژه بيانوم زۀ / بيا مبرور حج درښايم زۀ
  8. مغرور نفس اماره خود/ ښکته بيائي کبيره خود
  9. سپارۀ ډېر پۀ نفسي خرۀ شته / کافران روژه خوارۀ شته
  10. کۀ چاغ نفس هر څو خر شي / زام پۀ لوږه به ډنګر شي
  11. باچا هي ده خاکساري هم / پۀ باچا اختيار لري هم
  12. ماړۀ اوږي فقيران کړه / مفلسان درباندې ګران کړه
  13. روژه ګړده لره پاکه / سخي اوسه بې امساکه
  14. سپين به شي لکه ملکه / قطعي فرض ده بې شکه
  15. کۀ بې عذره دا خواړۀ شي / نۀ ده کړې داسې پړۀ شي

او بيا د روژې صبر، احتياط راته پۀ ګوته کوي لکه چې وائې:

  1. نۀ څښکي نۀ بل شی خورې څۀ / شهوت وطني بې لارې څۀ
  2. پۀ روژه به ورځ تمامه / شي نيت کړی تر ماښامه
  3. د سپېدو سر لږ پخوا وي / چې شروع دغه تقويٰ وي

‘طلب مذهب’ دوهم ټوک نوی چاپ، 747-748

پۀ حديث کښې راځي،

“روژه ډال دی. پۀ تاسو کښې چې د کوم سړي د روژې ورځ وي هغه دې نۀ کنځل کوي او نۀ دې شور کوي. کۀ کوم سړی دۀ ته کنځل وکړي يا جنګ ورسره وکړي نو دۀ ته پۀ کار ده چې وائي چې “زما روژه ده” او بس.”

د روژې مبارکې د تېرېدلو څخه وروستو بيا ټول عالم اسلام وړوکی اختر لمانځي. قاضي بابا هم فرمائي:

  1. د سوسن پۀ پاکه ژبه مناسبه / درته وايم ناخبره يو پۀ حال
  2. ګل رخان به پر لاسو نکرېزي کېږدي / کۀ ښکاره شوه نوې مياشته د شوال
  3. پۀ نامي خاورو لړلی تخم شين شي / د کمبوته څۀ سپوږمۍ کوي کمال
  4. برايه دا جام ماښام غلۀ راڅخه يوړي / شکر الله چې څوک نۀ شي وړی کلال

‘سوسن چمن’ دوهم ټوک، دوهم چاپ، مخ 119

پۀ اسلام کښې د کوچني اختر طريقه د هجرت څخه وروسته وټاکل شوه . رسول الله صلي الله علېه وسلم چې د مکې څخه مدينې ته راغلی نو دۀ ولیدل چې هلته پۀ کال کښې دوه تهوارونه )اخترونه( لمانځل کېدل. پۀ دغه ورځو کښې به اولس تفريح کوله نو د الله نبي صلي الله علېه وسلم خلقو ته ووئيل چې “ستر څښتن ستاسو لپاره د دې څخه غوره دوه ورځې ټاکلې دي او هغه دي عیدالفطر )کوچنی اختر( او عیدالاضحيٰ يعني لوی اختر – د دې څخه وروسته بيا پۀ اهل اسلام کښې د دغه دوو ورځو لمانځنه پېل شوه. کوچنی اختر د رمضان څخه وروسته فوراً راځي. پۀ دې خاطر دغه ته د انعام ورځ هم وئيلی کېږي. د اختر مياشت چې وليدل شي، مؤمنان تلاوت کوي، نفل نمونځ کوي او دعا کوي. مؤمنان سحر وختي راپورته کېږي غسل کوي، نوې کپړې اغوندي او بيا عیدګاه ته ځي او پۀ لاره کښې وائي، “الله تر ټولول لوی دی، الله تر ټولو لوی دی، لۀ دۀ پرته بل د عبادت لائق نشته”.

د نمانځۀ څخه چې فارغه شي يو د بل سره ملاوېږي. يو او بل ته د اختر مبارکي ورکوي. د يو او بل پۀ خوشحاليانو کښې برخه اخلي.

قاضي سلام بابا فرمائي:

  1. د جنت تصوير مثال دی / زمونږ اختر چې کال پۀ کال دی
  2. هغه بل ډول جنت دی/ زما او ستا برخه حېرت دی
  3. ما خوشحاله کړه يو دم لږ / چې د باندې وځي غم لږ
  4. ملاقات کوي بلبل اوس / نيسي لاس روغبړ د ګل اوس
  5. رر د سرې کوزې پۀ چوښکه / ما لۀ تندې را پر هوښ که
  6. هوس عمر ګل قدر دی / دوه يا درې ورځې اختر دی

‘طلب مذهب’، دوهم ټوک، نوی چاپ، مخ 512

پۀ زاړۀ ‘طلب مذهب’ کښې پر مخ 192 باندې د اختر ملغلري ځله پاشي، وې لولئ او بيا اندازه ولګوئ چې ستر شاعر قاضي ملا عبدالسلام بابا څومره ښۀ شاعر دی لکه چې فرمائي:

  1. د اختر پۀ تماشه نن / سپين مصري کشمش پاشه نن
  2. نو قل هم خوږې شکرې / تويوي د جنت حورې
  3. سبا ښۀ لاهور پالي هم / پرخو مښلي پر ډيلي هم
  4. د اختر مياشتې ښکاره شه / لېليٰ ووځه راسپره شه
  5. راځه نن بني عامر له / مجنون هم راځي اختر له
  6. ولاړه شپه ختلې نمر دی / غوړېدلی نيلوفر دی
  7. ګل رخان تر شونډو لاندي / پټ مسېږي خوبان خاندي
  8. پر صحرا ووتې وراوې / د لاله ګېډۍ به راوي
  9. بلبلان شو کوړي کوړي / نرګس ګوري سترګي ژیړي
  10. تک سپين غاښ تر صدفانو / تور سنبل شونډې پۀ پاڼو
  11. تر پوښ ووتو ګلان لڅ / لکه ستاسو بارخوګان لڅ
  12. پېمانه صرحي دا ده / پر خولۀ ډکه د خندا ده
  13. شيشه نيمه یوه مچه/ راپیاله دي مسه وچه
  14. سېب د زنې که لغړ ته / خاص پۀ لاس کوه روغبړ ته
  15. داسې خمر ما له ښائي / چې مستي د زړو سه بيائي
  16. ساقي ووېشه کوثر تۀ / دوې درې ورځې که اختر تۀ

هغه اديبان شاعران چې دوي ګيله کوي چې د قاضي بابا پۀ شاعرۍ کښې د جمالياتو برخه کمه ده، زۀ هغه ليکوالانو ته وايم چې د بابا پۀ شاعرۍ کښې جماليات کم نۀ دي. د قاضي صاحب کتابونه اوس هم د جمالياتو څخه ډک دي. صرف د افسوس وړ خبره دا ده چې ليکوالانو قاضي بابا مطالعه کړی نۀ دی؛ کۀ دوي بابا پۀ غور سره مطالعه کړي د دوي ګيله به بيخي رفع شي. قاضي بابا ټول پۀ ټوله جماليات دی. خو کۀ څوک نۀ مني نو دوي دې د بابا دغه د اختر مثنوي ولولي. د بابا نۀ صرف د اختر شعرونه لۀ خونده ډک دي بلکې د سرسايې يا د تراوو يا قرباني اشعار ئې تر دا هم خواږۀ دي. څو نمونې ئې ولولئ – بابا وائي:

  1. پۀ دا ورځ خوشحالي ډېره / ښه راوباسه سر بېره
  2. مرور خلق پخلا کړه / نفساني خاني جلا کړه
  3. کۀ مراد غواړې زړونه بيايه / و ديني وروڼو ته وايه
  4. ورکړه لاس د صدقه ډک شه / دا اختر دې مبارک شه

‘طلب مذهب’، زوړ ټوک، مخ 195

د سرسايې اشعار ئې ولولئ، لکه چې وائي:

  1. سرسايه چابکه ورکړه / پر شامه يتيم اختر کړه
  2. لا تر لوی نمانځۀ پخوا دا / ورکړه وګڼه تقويٰ دا
  3. کۀ د مخه تر اختر شوه / نيکي لا ښه ده چې زر شوه
  4. رالېږل رب مساکين دي / خوښ د رب العالمين دي
  5. نو ځنډ مۀ کوه بيخي تۀ / مکروه ايسي و سخي تۀ

طلب مذهب، دوهم ټوک، نوی چاپ، مخ 518

د عیدالفطر مطلب دی د روژه ماتي اختر، د خوراک او څښاک اختر. دغه ته عید الفطر ځکه وائې چې دی د رمضان څخه وروسته راځي. د رمضان مياشته پۀ خوراک او څښاک باندې د پابندۍ د لګولو مياشته ده او د وړوکي اختر ورځ د دغه پابندو څخه د خلاصېدو ورځ ده. د روژې او د اختر پۀ منځ کښې يو بل روژه د بندېدولو مياشته ده او اختر د روژې پۀ مقابله کښې د چلېدلو ورځ ده. پۀ روژه کښې به خاموشه اوسئ او پۀ اختر کښې به خبرې کوئ. روژه د درېدلو مياشت ده او اختر د اقدام ورځ ده او داسې نور.

قاضي سلام بابا پۀ ‘طلب مذهب’ نوي ټوک مخ 520 باندې عوامو ته وائي چې کله تاسو عېدګاه ته ځئ نو تکبيرونه پۀ زوره مۀ وايئ، لکه چې وائي.

  1. چې عېدګاه له ځې د کوره / تکيبر مۀ وايه پۀ زوره
  2. وئيل کېږي پۀ قراره / سهي قول دی مختاره
  3. د روژې پۀ اختر داسي / مشائخ حکم راباسي

مګر د لوي اختر پۀ حقله ليکي چې ” تاسو د لوی اختر عیدګاه ته ځئ نو تکبيرونه پۀ زوره وایئ ځکه چې د لوی اختر تکبيرونه پۀ زوره وئيل واجب دي – لکه چې وائي:

  1. لوئي دۀ له د ګدايه / تکبيرونه واجب وايه
  2. چې نمونځ وکړې د سهار تۀ / نو شروع کړه دا اذکار تۀ
  3. بل څو نمونځ د عېد ګاه کېږي / دلته خود خوراک ځنډېږي
  4. تکبيرونه پۀ اظهار دي/ دا د لوی اختر پۀ لار دي
  5. پۀ عیدګاه چې ورداخل شې / د دې ذکر به غافل شې

‘طلب مذهب’، زوړ ټوک، مخ 200

د قربانۍ اشعار ئې پۀ خوند خوند ولولئ، لکه چې وائي:

  1. مناسب دي پر داغه اوس / چې بيان شي اضحيه اوس
  2. زما تلوار ؤ خو اړي ده / دا پکار د هر سړي ده
  3. ډېر تېرۀ چاقو پېدا کړه / چنغړک د سر يو خوا کړه
  4. پرېکړه سره دا وچه غاړه / پر څنګو رګونه دواړه
  5. چې چاړۀ پۀ حېوان مږې / وايه دا د غوښو وږې

او بيا يوه ناشوده مسئله هم بيانوي. دی وائي کۀ چا د باچا يا د يو خاص سردار د نزديکت لپاره پسۀ حلال کړی نو دغه پسۀ مردار دی، دغه بيا مۀ خورئ – لکه چې ليکي:

  1. کۀ د خاص باچا لپاره / پۀ څۀ حلال کړي يو نیتګاره
  2. يا بل داسې لوی سردار ؤ / د دۀ قرب د دۀ پۀ کار ؤ
  3. ناروا د دوي خورک دی / دا سړی وهلی جک دی

او بيا د دې مسئلې حل هم پۀ شرعي طريقه راوباسي، لکه چې فرمائي:

  1. کۀ پېش کش د مېلمانۀ ؤ / د بنده لپاره نۀ ؤ
  2. دا عزت د خدای تعظيم دی / سنت هم د ابراهيم دی
  3. حرمت نشته دا حلال دی / پۀ اول پسۀ کښې وبال دی

پۀ روايت کښې راځي چې صحابو د الله د نبي صلي الله علېه وسلم څخه پوښتنه وکړه، ای د خدای رسوله! دا قرباني څۀ شی دی؟ وائې چې دۀ جواب ورکړو، “دا ستاسو د پلار ابراهيم طريقه ده. پۀ لوی اختر کښې پۀ څۀ حلالول دومره سترې واقعې ياد تازه کول دي چې څلور زره کاله مخکښې پېښه شوې وه. دا يو وختیز کلنی رسم نۀ دی بلکې د مستقله ژوند يو سالانه مظاهره ده. پۀ هر بالغ مومن مسلمان باندې چې د نصاب خاوند وي، قرباني کول واجب دي. د قربانۍ لۀ پاره به روغ او چاغ پسۀ راولي. پۀ حديث کښي راغلي دي، “تاسو خپل پسونه چاغ کړئ ولې چې دا به پۀ پل صراط ستاسو سواري وي”. دا د تمثيل يا د مثال پۀ ګړدود کښې د دې خبرې يادونه يا نصيحت دی چې د قربانۍ لپاره باید سړی )صاحب نصاب نر او ښځه( ډېر اهتمام وکړي، ټهيک داسې لکه د دنيا د سفر لپاره چې يو څوک دا کوشش کوي چې ښې نه ښه سواري )اس، موټر وغېره( ونیسي. مستحبه ده چې سړی پسۀ خپله حلال کړي. نذر یا سوغات انسان د بل پۀ لاس هم لېږلی شي. مګر هغه )منښته( يا نذر چې د يوې غټې هستۍ لپاره وي، دغسې نذر سړی هغه چا ته پۀ خپله ورولي. قرباني صرف د يو پسۀ نۀ ده بلکې دا د جذباتو هديه ده او داسې جذبات يو سړی صرف د خپل ذات پۀ واسطه يا ذريعه وړاندې کولی شي.

قاضي بابا فرمائي:

  1. کۀ شا ملک دومره قدر ؤ …. چې دوه سوه برابر ؤ
  2. د ابي يوسف مذهب دی …. چې خاوند د لوی منصب دی
  3. دوهم حکم دلته بل دی / بو علي پۀ دې قائل دی
  4. یعني خرڅ ورځي د کال پره / دا مالک له د عيال پره
  5. نو پۀ دې سړی اختر شته / څوک څۀ نۀ وائي باور شته

قاضي بابا پۀ ‘طلب مذهب’ زوړ ټوک کښې د نصاب حد پۀ هغه وخت کښې دوه سوه روپۍ پاکستانۍ يا هندۍ ښودلې دي چې دغه نصاب د اوس علماء کرام څلوېښت زره روپۍ بولي. دا اوس عالمان وائي کۀ يو چا پۀ کور کښې د قرضه خلاص څلوېښت زره روپۍ درلودې، پۀ هغه مومن )نر يا ښځه( باندې اختر واجب دی، بايد خامخا ئې وکړي.

او بيا مخکښې قاضي بابا ليکي:

  1. ملايان پۀ زکات اړ دي / پۀ اسخات سره اتڼ دي
  2. کتابونه پر تصنيف کړو / اصلي فرض ملا ضعيف کړو
  3. ګټه کوټه د هېدرو ده / ملائي پۀ مسخرو ده
  4. ‘هنديه’ و ‘بحر’ ګوره / د خپل ځان پۀ طاقت ښوره
  5. ضروري حرفونه خاص کړه / د اميانو غوږ پرې خلاص کړه

اوس نو د کوچني اختر دوه مياشتې و لس ورځې تېرې شوې دي. نن لوی اختر دی، واړۀ خوشحاله دي او خلق پۀ عیدګاه کښې د اختر نمونځ کوي. قاضي بابا د اختر نمونځ داسې راښائي:

  1. دوه رکعته به امام خود / پۀ دا خلقو کړي تمام خود
  2. د شروع تکبير اول دی / د سبحاني سره مل دی
  3. چې تمامه شي سبحانه / درې تکبيره وايه ځوانه
  4. بيا د دوي تر منځ يو دم ته / پټه خولۀ درېږه سم ته
  5. درې تسپې قدر سکوت دی / ازدحام بيخي مزبوت دی
  6. چې چابک وي خطا وځي / څوک ولاړ وي څوک پرېوځي
  7. ځړوي لاسو نه ښکته / ‘بحر’ دا وښود و ما ته
  8. پۀ دې شپږ تکبيره خاص تۀ / خامخا پوره کړه لاس تۀ
  9. بتي خود غوږو له وروره / د مذهب خبره اوره

اوس نو د لوی اختر يا د قربانۍ د ورځي سهار دی – عيدګاه شوې ده او تيار پڅۀ هم ولاړ دی؛ اوس نو قاضي بابا مونږ ته وائي:

  1. چې شپه ووته سهار شي / د اختر پۀ څۀ دې کځار شي
  2. پر نامې هلک غني شته / هم پۀ مال د ليوني شته
  3. څوک وائي نشته خدای خبر دی / هر يو قول معتبر دی
  4. پر کالي د استعمال خود / ورکړه نۀ لري وبال خود
  5. کۀ خاوند لره غله څۀ / خامخا دومره ورتله څۀ
  6. چې د دۀ و د عيال دا / خورا ښه کافي ؤ مال دا
  7. اضحیه پر شته غني دی / و دې کړي خوي د سني دی

‘طلب مذهب’، زوړ ټوک، مخونه 204، 205، 206

 

دا هم ولولئ

د خوشحال خان خټک پۀ کلام کښې د عربي شعر عکس – تحرير: ډاکټر سيد عبدالله – ژباړه: پروفېسر نوراحمد فطرت

ما چې کله پۀ خوشحال خان د څۀ ليکلو اراده وکړه نو پۀ فطري ډول …