باچا خان، زما ژوند او جدوجهد، جنوري 2018، پېښور، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر – باچا خان

 

 

افغانستان ‘زما ژوند او جدوجهد’ کښې

د ‘زما ژوند او جدوجهد’ د خورو ورو پاڼو نه دا کرښې مو پۀ دې هوډ راواخستې چې ووینو فخرِ افغان د افغان، افغانیت او افغانستان سره تړون څومره شدت سره لرلو. د ‘هجرت’ پۀ حواله فخرِ افغان د ‘شور’ سره نۀ ؤ تلے، خپل دریځ سره ولاړ ؤ او چې د هجرت پۀ حواله د هغۀ څۀ تجزیه وه، نتیجې چې کله هم هغسې راغلې نو مونږ وینو چې لکه د ‘عادل شاه پیر’ هغه د خپلې کډې غم پۀ سر نۀ ګرځوي – د ‘هجرت’ نه د ورانې شوې ماشوړې د جوړولو کوشش کوي. د فخرِ افغان رایه وه چې ‘اور پۀ هندوستان کښې ولګېدو او وسوزېده پکښې پښتونخوا’ – د یو زلمي ‘د هجرت اینګ’ سوړ شو، کابل اور شو او پېرنګے خپلو مقاصدو کښې کامیاب شو.

هغۀ پۀ مذهبي فېکټر او پۀ فتويٰ فېکټرۍ هم د باچا ګل، د ماڼکي پیر او هډي ملا ترڅ کښې خبره کړې ده.

پۀ یوه پېرا ‘د افغانستان او ازادو قبائلو حالت چې مې ولیدو’ نه واخله تر د ازادو مدرسو د شروع کولو پورې مونږ یو عزم وینو، د تاریخي واقعیت د سائنسي مشاهدې نه اخذ شوې تګلاره وینو، د انقلاب اصل مفهوم او د هغې تګلاره وینو –

مونږ دې کرښو کښې د امان الله خان د اقدامات ستائینه هم وینو او د نادر خان پۀ لوظونو ټکونه هم.

دې څو کرښو کښې مونږ د فخرِ افغان د افغان، افغانیت او افغانستان سره تړون وینو.دې کرښو کښې مونږ د افغانانو د رنځ دوا وینو –

‘انقلاب د منډې کار او دومره اسان څيز نۀ دے. انقلاب د سړې سينې کار دے. انقلاب عمل او پوهـه غواړي. انقلاب عالمان او پوهان غواړي چې د قام تربيت وکړي او انقلاب ته ئې اماده کړي. د انقلاب د پاره د اشخاصو ضرورت دے. تۀ ګوره چې زمونږ جذباتي ملګري پۀ څومره جوش راوتلي وو، ټول لاړل خوارۀ شول. نو کښېناستم د ځان سره مې ښۀ فکر وکړو نو پۀ دې نتيجه ورسېدم چې زمونږ د قام نۀ د تجارت خوا ته توجه شته، نۀ د صنعت خوا ته، نۀ د زراعت خوا ته او نۀ د تعليم خوا ته. د بلې خوا نه پۀ رسمونو او رواجونو کښې تر غوږونو پورې ډوب دي. پۀ خانه جنګيو اخته دي. داسې قام انقلاب نۀ شي راوستے او دا قام د دې بلاګانو نه خلاصول پکار دي چې سياسي شعور پکښې پېدا شي او دا کار يوه پُر امنه فضا غواړي. تر دغه وخته پورې زۀ پۀ دې عقيده وم چې دا ټول کارونه انقلاب غواړي. تشدد راته د انقلاب نزدې او د کاميابۍ لار ښکارېده خو د تجربې نه وروستو راته معلومه شوه چې د جنګ پۀ وخت کښې اسونه نۀ تيارېږي نو ځکه مې اراده وکړه چې خپل کلي ته واپس کېږم او د عدم تشدد د اصولو پۀ بناء به کار کوم. اول به د انقلابي اشخاصو د تعليم او تربيت د پاره قومي مدرسې جوړوم. نو ځکه اتمانزو ته راغلم. زۀ چې لۀ هجرته بېرته راغلم نو د هغو مدرسو د بېرته جاري کولو کوشش مې کولو چې پېرنګيانو د جنګ پۀ زمانه کښې بندې کړې وې.’

پېرنګيانو شېخ الهند صاحب د خپلو ملګرو سره د مالټا پۀ جزيره کښې بندي کړے ؤ. مولانا عبېدالله سندهي صاحب هم لۀ هندوستان نه هجرت کړے ؤ او افغانستان ته رسېدلے ؤ. د دۀ سره د هندوستان يو څو قوم پرستو مسلمانانو او هندوانو هم هجرت کړے ؤ او پۀ کابل کښې ئې يو عارضي حکومت د راجا مهندرا پرتاب پۀ صدارت کښې قائم کړے ؤ، څوک چې پاتې وو، معلومېده داسې چې هغوي د پېرنګيانو لۀ وېرې مونږ سره رابطه نۀ شوه ساتلې. صرف يو ځلې ئې دېرش پونډه چې څلور نيم سوه روپۍ کېدې، د ډاک پۀ ذريعه زما پۀ نوم رالېږلې دي چې هغه ما حاجي صاحب ته ولېږلې، نور ئې د حاجي صاحب هېڅ قسمه امداد ونۀ کړو. حال دا ؤ چې حاجي صاحب سره دوي د مکمل امداد وعده کړې وه او حاجي صاحب ته د دوي د امداد ډېر ضروت ؤ. ما ته مې بابا د جېب خرڅ د پاره پۀ مامد ناړۍ کښې شپېتۀ جريبه زمکه راکړې وه، پۀ هغې کښې ما پۀ خپله زمينداري کوله. د هغې به چې څومره امدن راتلو، هغه به مې حاجي صاحب ته د خپلو ملګرو د امداد د پاره لېږۀ خو هغه به د حاجي صاحب د مشر زوي باچا ګل پۀ لاس ورتلو نو زما ملګرو له به ئې نۀ ورکولو. هغه غريبان خرڅ پورې اريان وو، هېڅ کار ئې نۀ ؤ، لکه د نورو شېخانو د لنګر پخې ډوډۍ ته به ناست وو، ډېر پۀ تکليف به ئې ژوند تېرولو. پکار خو دا وو چې حاجي صاحب هلته دوي له د مدرسې جوړولو انتظام کړے وے؛ دوي به پکښې کار کولے او بچو به هم پکښې علم زده کولے او د تبليغ د پاره به ئې پکښې خلق روزلي وے چې بيا به ټولو قبائلي علاقو کښې خوارۀ شوي وے، هم خياله کسان ئې پېدا کړي وے او قبائل ئې پۀ يو مزي کښې پئيلي او منظم کړي وے. زمونږ ملګرو پۀ رموز رموز کښې دا خبرې کړې وې خو چا پرې غوږ نۀ ؤ ایښے. اخر مهتمم تاج محمد صاحب د شېخانو پۀ يوه غونډه کښې پاڅېدلے او پۀ منبر ودرېدلے دے، دوي ته ئې وئيلي دي چې تاسو شپه او ورځ د خپل لنګر پۀ فکر يئ، د قام اصلاح او تعليم خوا ته هم څۀ توجه پکار ده. دۀ غريب هم دومره خبره کړې ده چې شېخانو نورو خبرو ته پرېښے نۀ دے او لۀ منبره ئې راکوز کړے دے. دا کسان خو د کار قابل او لائق کسان وو، دوي چې خپل کور کلے پرېښے ؤ، قربانۍ ئې ورکړې وې او مومندو ته تللي وو نو کار پسې تللي وو، د يو مقصد د پاره تللي وو؛ د شېخانو پۀ شان خو ئې د لنګر ډوډۍ سود کړې نۀ وه او لکه د شېخانو د جنت پۀ طمع ناست نۀ وو. د دوي پۀ جنت او د شېخانو پۀ جنت کښې او د دوي د جنت پۀ لار کښې او د شېخانو د جنت پۀ لاره کښې ډېر فرق ؤ. معلومېده داسې چې باچا ګل د پېرنګيانو سره سازش کړے ؤ او د حاجي صاحب او د هغۀ د کارکوونکو ملګرو تر منځ ئې غلط فهمۍ پېدا کولې او د دوي پۀ لاره کښې ئې خنډونه اچول او زمونږ ملګري ئې دې کار ته نۀ پرېښودل. زمونږ ملګرو د بې کارۍ ژوند نۀ شو تېرولے، مايوسه شول او د انګرېزانو هم دا کوشش ؤ چې دوي د دې ځايه لاړ شي. مخفي صاحب خو د خپلو خپلوانو ځاے ته دير ته لاړو، مولوي سېف الرحمان صاحب افغانستان ته لاړو او مولوي فضل ربي صاحب هم ورپسې لاړو؛ مولوي عبدالعزيز صاحب سوات ته لاړو، مولوي تاج محمد صاحب کمانګري ته لاړو او هلته ځان له دېره شو. بيا د هغه ځايه پۀ هغه لښکر کښې چې د امير امان الله خان پۀ مرسته د پکتيا د منګلو قبيلې د ‘ګوډ ملا’ د شورش خلاف جوړ کړے ؤ، منګلو ته لاړو او هلته بيا پۀ خوست کښې وفات شو.

]مخونه [78-77

………………….

د اتمانزو دې جلسې پۀ پښتنو کښې اور ولګولو او ښۀ جوش او خروش ئې پېدا کړو. بله جلسه پۀ تهکال کښې د ارباب رضا خان لۀ طرفه مقرره شوه. ټوله علاقه ئې خبر کړې وه. مونږ ته ئې هم بلنه راکړې وه. د جلسې پۀ ورځ سحر وختي مونږ ور روان شو – چې د ‘سردرياب’ د پلۀ نه پورې وتو، ‘عاشق’ د پېښور د ښار مېوه فروش پۀ ټانګه کښې سور مخې له راغے. اشاره ئې وکړه، ټانګې مو ودرولې راکوز شو. زۀ عباس خان، بابي جان او احمد استاذ ئې بېل کړو او راته ئې ووې چې د افغانستان او پېرنګيانو جنګ شروع شو. بېګا پۀ ټول ملک کښې د مارشل لاء اعلان شوے دے. د تهکال جلسه بنده شوه او د افغانستان لۀ طرفه څۀ کاغذونه ما راوړي دي، دا واخلئ او پۀ ملک کښې ئې ووېشئ. کاغذونه ئې زمونږ ملګرو له راکړل او دے بېرته ښار ته ستون شو او مونږ بېرته کلي ته راغلو.

]مخونه [88-87

………………….

دهلي کښې د خلافت کمېټۍ جلسه:

د 1920ز کال پۀ نيمائي کښې د خلافت کمېټۍ لۀ طرفه پۀ دهلي کښې د يوې لويې جلسې اعلان وشو او ورسره د دې خبرې اعلان هم وشو چې هغه خلق به پۀ دې جلسه کښې شريکېږي چې کفن ئې پۀ سر تړلے وي. زۀ هم پۀ دې جلسه کښې شريک شوم. ډېره لويه جلسه وه. د هندوستان د هرې برخې مسلمانان ورله راغلي وو. عزيز هندي يو جذباتي نوجوان هلک ؤ، هغۀ پۀ جلسه کښې د هجرت کولو تجويز وړاندې کول غوښتل. د اکثرو مشرانو دا رایې نۀ وه. هغوي ډېر پوهه کړو چې اوس د دې تجويز د وړاندې کېدو موقع نۀ ده خو هغه منع نۀ شو او خپل تجويز ئې وړاندې کړو. مسلمان خو يو جذباتي قام دے، دې ته ئې ونۀ کتل چې د دې نتيجه به څۀ وي؟ د وړاندې کېدو سره ئې تجويز پاس کړو. د هجرت خبر پۀ ملک کښې خور شو. پېښور ته ورو ورو وړې وړې قافلې راروانې شوې. پۀ پېښور کښې د دوي د امداد او ارام د پاره ‘د هجرت کمېټي’ جوړه شوه. دا قافلې چې به لۀ هندوستانه راتللې، پۀ سټېشنونو به ئې خلقو ډېر تاودۀ استقبالونه کول او پۀ پېښور کښې به ئې جلوسونه وتل. پېرنګيانو خو اول د هجرت سخت مخالفت وکړو ځکه چې هغوي ځان د پاره دا يو خطرناک کار ګڼلو – ولې چې پوهه شو چې خلق پۀ هېڅ شان نۀ منع کېږي نو بيا ئې دا کوشش ؤ چې څومره کېدے شي، هغه هومره ډېر خلق پۀ هجرت لاړ شي. پښتانۀ خو د نورو خلقو پۀ شان نۀ وو، هغوي چې دا تماشه وليده نو ډېر اثر ئې پرې وکړو. مليانو به هم وعظونه کول چې هجرت فرض دے او کۀ چا هجرت ونۀ کړو نو ښځه پرې طلاقېږي. پۀ ملک کښې داسې حالت پېدا شو چې بې لۀ هجرته بلې خبرې اورېدو ته څوک تيار نۀ ؤ. د حکومت لۀ خوا به هم قسم قسم اوازې خورېدې؛ ښځې نر هجرت ته تيار شول. ]مخ[102

………………….

هجرت:

چې چا به هجرت نۀ کولو هغۀ ته به خلقو پۀ بد نظر کتل نو ما د يوې جلسې انتظام وکړو. زمونږ پۀ کلي کښې لويه جلسه جوړه شوه. ډېر خلق پکښې راجمع شوي وو. پۀ جلسه کښې مې دا ووې چې تاسو لږ صبر وکړئ، زۀ به يو څو کسان کابل ته ولېږم چې هغوي مونږ له خپل چشم ديد حالات راوړي او مونږ پۀ حالاتو خبر او پوهه شو نو بيا به د هجرت پۀ باره کښې فېصله کوو. ما چې دا تجويز پېش کړو نو زمونږ د کلي عادل شاه نومې يو پير د هغې سخت مخالفت وکړو. وې وئيل چې مونږ خپلې ښځې ګوراګانو ته نۀ شو پرېښودلې، کۀ تۀ هجرت ته تيار نۀ یې، مۀ ځه خو نور مۀ منع کوه! مونږ کۀ خداے ته منظوره وي، سبا وختي روانېږو. اور پۀ هندوستان کښې ولګېدو او وسوزېدله پکښې پښتونخوا. کۀ بره وه کۀ کوزه، تالا والا شوه او کروړونه روپۍ نقصان وشو. خصوصاً د سندهـ د خلقو قافله چې د جونېجو صاحب پۀ مشرۍ کښې پېښور ته راورسېده نو پۀ پښتنو اور ولګېدو، ښځې نر پۀ هجرت روان شول. دې خلقو کښې پېرنګيانو هم خپل ډېر مخبران ولېږل چې هلته پۀ مهاجرو کښې پروپېګنډې وکړي چې دا خلق هلته پاتې نۀ شي او بېرته خپل ملک ته راشي. هجرت هجرت نۀ ؤ يوه هنګامه وه. تش جذبات وو، هېڅ سوچ فکر نۀ ؤ، د هجرت پۀ اصل مطلب څوک پوهه نۀ وو. دا خو محمد علي او شوکت علي امان الله خان ته دا پېغام لېږلے ؤ چې تۀ د هجرت د منلو اعلان وکړه چې پۀ پېرنګيانو د دې خبرې اثر پرېوځي او زمونږ ‘د خلافت تحريک’ ته پکښې فائده ورسېږي.

اخر زۀ هم مجبور شوم د قوم پۀ ملګرتيا کښې د يوې وړې قافلې سره چې ټول ځوانان وو، د شوقدر او مومندو پۀ لاره پياده افغانستان ته روان شوم. اوله شپه مو پۀ کړپه راغله. مونږ چې روان شو او ډول غږېدو نو ډېر خلق راسره وو خو چې د شوقدر نه د کړپې پۀ لاره روانېدو او ډول سرنا رانه پاتې شو نو بيا ډېر کم خلق مونږ سره کړپې ته ورسېدل او چې پۀ کړپه کښې پۀ مونږ پۀ کاڼو لوټو شپه راغله نو بیخي ډېر کم پاتې شو. خېر پۀ کړپه کښې مو پۀ تيږو کښې شپه تېره کړه. سحر چې پاڅېدو، زۀ د يو څو ملګرو سره د ترنګزو د حاجي صاحب ليدلو ته د هغۀ ځاے ته روان شوم او نوره قافله د ماصل خان ځاے ته روانه شوه. د حاجي صاحب د ليدو نه پس مونږ هم د ماصل خان ځاے کوډا خېلو ته راغلو او پۀ بله ورځ لۀ هغه ځايه راروان شو. د کامې ګرداو ته راغلو. سردار خان د مومندو خان د خپل قام سره زمونږ مخې له راغلے ؤ. زمونږ ئې ډېر ښۀ استقبال وکړو. کلي ته ئې بوتلو. زمونږ ئې ډېر دارومدار وکړو. سبا له جلال اباد ته روانېدو؛ سردار خان مونږ ته ډېر ووئيل چې هم دلته پاتې شئ، تاسو مهاجر او مونږ انصار يو، مونږ به دا خپل جائیدادونه تاسو سره نيم کړو، د کابل خلق ستاسو دومره امداد نۀ کوي دا زمونږ خبره درله ښه ده. د هغۀ مو ډېره شکريه ادا کړه. مونږ ورته وئيل چې مونږ خو زمکو پسې نۀ وو راغلي نو د هغۀ نه را رخصت شو. جلال اباد ته راغلو. پۀ جلال اباد کښې سردار هاشم خان ګورنر ؤ، هغۀ سره مو وليدل، خبرې اترې مو سره وشوې، هغۀ زۀ د ځان سره پۀ جلال اباد کښې پاتې کړم او نوره قافله رخصت شوه.

هاشم خان سره د مهاجرينو د دې لويو لويو قافلو ډېره سودا وه. ډېر پرېشانه ؤ او پۀ دې کوشش کښې ؤ چې څۀ تدبير وشي چې دا هجرت نور بند شي ځکه چې پۀ افغانستان کښې دومره خلق کله ځائېدے شي. د پېرنګيانو هم د ډېرو خلقو پۀ هجرت کولو کښې هم دا مطلب ؤ چې پۀ افغانستان کښې به دوي ته هم د استوګنې مشکلات پېدا شي او افغانستان ته هم. څو ورځې وروستو هاشم خان کابل ته زما د تللو بندوبست وکړو. مونږ د جلال اباد نه کابل ته د خوګياڼو د نملې پۀ لاره روان شو. پۀ ګندمک کښې عادل شاه پير د خپلو ښځو او نورو ملګرو سره پۀ مخه راغلل چې واپس وطن ته راروان وو. ما ورته ووې چې پير صاحب! دا ښځې مو بېرته ګوراګانو ته روانې کړې؟ دۀ راته ووئيل چې څۀ وکړو، هلته هم د ښځو لۀ لاسه تنګ وو چې ځئ هجرت وکړئ او دلته هم ښځو تنګ کړو چې پۀ دې ملک کښې ګزاره ګرانه ده، بېرته ئې روان کړي يو. ]مخونه [103-102

………………….

مونږ کابل کښې:

مونږ چې کابل ته راورسېدو د لاهورۍ دروازې سره ډېرې اونې ولاړې وې. مهاجرينو دلته کډې اړولې وې. مونږ هم د دوي سره يو ځاے واړولې. زمونږ د پاره حکومت بېل انتظام کړے ؤ خو زۀ د عامو مهاجرينو نه نۀ بيلېدم. پۀ کابل کښې د ټول هندوستان د مهاجرينو يوه د شپاړسو تنو کمېټي وه چې زۀ او رضا خان ارباب هم د هغې ممبران وو.

د دې کمېټۍ پۀ ذريعه به د مهاجرينو رابطه د افغانستان د حکومت سره وه. څۀ وخت چې د مهاجرينو د قافلو شمېر شلو دېرشو زرو ته ورسېدو نو حکومت کمېټۍ ته ووئيل چې افغانستان خو يو وړوکے ملک دے، دا دومره خلق پکښې ځائيدے نۀ شي؛ تاسو مهرباني وکړئ، دا هجرت بند کړئ. نو مونږ عباس خان ولېږلو چې دا خبره هلته پېښور ته ورسوي. هغه تر جلال اباده پورې لاړو او دا خبر ئې پېښور ته ورسولو.

امان الله خان مونږ ته ووئيل چې زۀ د پېرنګي د جنګ زور نۀ لرم، کۀ تاسو ورسره پۀ کومه طريقه جنګ کولے شئ او خپل ملک ازادولے شئ نو زۀ ستاسو مرسته ضرور کوم ځکه چې پېرنګے تور مار دے. هېڅ اعتبار پرې نشته چې زما خوا کښې پروت وي، زۀ ترې پۀ ډاډه زړۀ خوب نۀ شم کولے. دا وېره راسره وي چې اوس به مې وخوري. هغۀ مونږ ته دوه لارې مخکښې کړې؛ وې کۀ نوکري کوئ نو مونږ به ستاسو ځوانان بهرتي کړو، بېلې پلټنې به درله جوړې کړو، تربيت به درکړو؛ کۀ بيا مو د انګرېز سره جنګ کولے شو، وې کړئ – کۀ زمکې غواړئ نو پۀ قندوز او مزار شريف کښې مونږ زمکې لرو، هغه به درکړو. تاسو خپله يوه کالوني جوړه کړئ او خپل انتظام پۀ خپله ځان له وکړئ. کومه سيمه چې مونږ تاسو له درکوو، پۀ هغې کښې به ټول واک اختيار ستاسو خپل وي او کۀ د بېروني حکومتونو سره تعلقات ساتئ هم ساتلے شئ. مهاجرينو ته ئې ووئيل چې کۀ تاسو نوکرۍ غواړئ هم او کۀ زمکې غواړئ هم او کۀ تجارت غواړئ هم، درسره امداد کوم. مونږ به راغلو خپلو ملګرو سره به مو صلاح مشوره وکړه. د ټولو مهاجرينو پۀ اتفاق به مو دا خبره غوره کړه چې بس مونږ ته دې عسکري ټرېننګ راکړے شي. مونږ بهرتي کېږو. مونږ به د پلټنو شکل هم جوړ کړو. مونږ به راپاڅېدو چې د حکومت سره خبره فېصله کړو چې زمونږ د پاره انتظام وکړي نو د پېرنګيانو مخبرانو ته به چې پۀ هجرت کښې راغلي وو، موقع پۀ لاس ورغله. يو مخبر به پکښې پاڅېدو او وئيل به ئې چې مونږ خو پۀ زمکو پسې نۀ وو راغلي نۀ نوکرو پسې راغلي وو، مونږ پۀ جهاد پسې راغلي وو؛ چې زمونږ د هجرت غرض نۀ تر سره کېږي او افغانستان د پېرنګي سره جنګ نۀ کوي نو نور مونږ دلته څۀ کوو؟ زۀ خو بېرته ځم. هغۀ پسې به يو بل مخبر پاڅېدۀ، هغۀ به ووې چې بالکل ټيک خبره ده؛ زۀ هم ځم. چې دے به پاڅېدو يوه ډله به ورپسې پاڅېده. دغسې به پۀ ډله کښې ماتې ګډه شوه. يو کس به ما پسې رامنډه کړه چې تۀ د حکومت سره خبرې مۀ کوه، يو ځل راشه، چې بېرته به راغلم نو ټول به تللي وو. بيا ما دوي ته دا خبره وړاندې کړه چې راځئ چې دا زمکې واخلو او زۀ هم درسره ځم مګر دوي دې ته هم تيار نۀ شول.

څۀ رنګ چې پښتانۀ پۀ راتلو کښې ګړندي وو، دغسې پۀ واپس تلو کښې هم ګړندي وو نو دغه شان ورو ورو مهاجرين بېرته ستنېدل. ډېر لږ کسان پاتې شو. هغوي پۀ افغانستان کښې استوګنه غوره کړه – چا نوکرۍ واخستې چا زمکې. دغه شان هجرت ناکام شو. د هندوستان مسلمانانو خصوصاً پښتنو ته د دې هجرت ډېر تاوان ورسېد. افغانستان ته ئې هم نقصان وشو. د امان الله خان پۀ ورکولو پسې پېرنګيانو له هم دې وخت نه ملا وتړله. فائده ئې يواځې انګرېز ته ورسېده.

زما څۀ ملګري تاشقند ته لاړل چې روس به مونږ سره د هند پۀ ازادولو کښې مرسته وکړي. زۀ پۀ کابل کښې د يو څو ملګرو سره پاتې شوم. يوه ورځ زۀ د امان الله خان ملاقات له تللے وم، ډېرې خبرې مې ورسره وشوې. پۀ خبرو خبرو کښې مې ورته دا ووې چې تا له ترکي درځي، فارسي درځي او نورې ژبې هم درځي خو خپله ژبه نۀ درځي. زما خبرې پۀ هغۀ ډېر اثر وکړو او وعده ئې راسره وکړه چې زده کوم به ئې. کله چې لۀ افغانستانه ووېستلے شو نو زۀ ممبۍ ته د دۀ ليدو له ورغلم نو هلته ئې ما سره پښتو کښې خبرې وکړې.

پۀ کابل کښې زمونږ تعلقات د نادر خان او د دۀ د کورنۍ سره ډېر وو. دے پۀ خپله وزير دفاع ؤ او ورور ئې سردار عبدالعزيز خان د معارف وزير ؤ. يوه ورځ ئې ما ته ووې، ځه ورشه ‘حبیبیه لېسه’ (کالج) وګوره. چې کالج ته ورغلم نو د يو جماعت لۀ هلکانو مې دا تپوس وکړو چې ‘شما کيستيد؟’ دوي به راته ووئيل چې ‘افغان هستم’؛ بيا مې ورته ووې چې ‘ملک شما؟’ دوي به ووې ‘افغانستان’؛ بيا مې ورته ووې ‘افغاني مېداني که افغان هستي’، نو غلي به شو، غږ به ئې نۀ کوو ـــ نو ما به ورته ووئيل چې څنګه افغان يئ او څنګه د افغانستان اوسېدونکي يئ چې خپله ژبه نۀ درځي. دغه شان مې محمود طرزي صاحب سره چې د افغانستان وزير خارجه او ډېر لائق سړے ؤ، پۀ يوه لويه مېلمستيا کښې چې دۀ د مهاجرينو د پاره کړې وه، د ژبې بحث راغے نو يو سړي ورنه پوښتنه وکړه چې دا څنګه افغانستان دے چې افغاني پکښې نشته؟ طرزي صاحب ووئيل چې پارسي هم زمونږ د ملک ژبه ده نو ما ورته ووئيل چې طرزي صاحب! پښتو خو د افغانستان ملي ژبه ده او د اکثريت ژبه ده؛ پۀ ټوله دنيا کښې د اکثريت ژبه هم سرکاري وي، هم دفتري او هم تعليمي وي.

باجوړ ته واپسي:

د مهاجرينو د تللو نه پس مونږ پۀ يوه سرایې کښې يوه کوټه پۀ کرايه ونيوله. هلته به اوسېدو. څو ورځې پس زۀ نادرخان له ورغلم او ورته مې ووې چې د هجرت معامله خو ګډه وډه شوه، دلته نور زمونږ د مقصد د پاره څۀ نۀ کېږي. زما اراده ده چې د باجوړ ازادو قبائلو ته لاړ شم او هلته د تعليم کار شروع کړم او د پښتنو د بچو د تعليم او تربيت د پاره قومي مدرسې جوړې کړم. ستا صلاح مشوره څۀ ده؟ هغۀ زما دا رایې خوښه کړه. ما سره ئې پۀ دې خبره اتفاق وکړو. زۀ د يو څو پاتې ملګرو سره د کابل نه جلال اباد ته راغلم. پۀ جلال اباد کښې مې د هاشم خان سره هم صلاح مشوره وکړه. هغۀ هم زما د دې کار سره پۀ ډېره خوشحالۍ اتفاق وکړو او باجوړ ته ئې زمونږ د تګ انتظام هم وکړو…..

…… زۀ خو د افغانستان نه پۀ دې اراده راغلے وم چې دلته پۀ ازادو قبائلو کښې مدرسې جوړې کړم او د قوم تربيت وکړم. دا کارونه خو يو سړے نۀ شي کولے پۀ ډله کېږي او زمونږ هغه ډله خوره شوې وه. ]مخونه [106-103

………………….

د افغانستان او ازادو قبائلو حالت چې مې وليدو او پينځلس کاله مې پۀ هندوستان، قبائلو او افغانستان کښې غورزې پرزې وکړې نو پۀ دې نتيجه ورسېدم چې انقلاب د منډې کار او دومره اسان څيز نۀ دے. انقلاب د سړې سينې کار دے. انقلاب عمل او پوهـه غواړي. انقلاب عالمان او پوهان غواړي چې د قام تربيت وکړي او انقلاب ته ئې اماده کړي. د انقلاب د پاره د اشخاصو ضرورت دے. تۀ ګوره چې زمونږ جذباتي ملګري پۀ څومره جوش راوتلي وو، ټول لاړل خوارۀ شول. نو کښېناستم د ځان سره مې ښۀ فکر وکړو نو پۀ دې نتيجه ورسېدم چې زمونږ د قام نۀ د تجارت خوا ته توجه شته، نۀ د صنعت خوا ته، نۀ د زراعت خوا ته او نۀ د تعليم خوا ته. د بلې خوا نه پۀ رسمونو او رواجونو کښې تر غوږونو پورې ډوب دي. پۀ خانه جنګيو اخته دي. داسې قام انقلاب نۀ شي راوستے او دا قام د دې بلاګانو نه خلاصول پکار دي چې سياسي شعور پکښې پېدا شي او دا کار يوه پُر امنه فضا غواړي. تر دغه وخته پورې زۀ پۀ دې عقيده وم چې دا ټول کارونه انقلاب غواړي. تشدد راته د انقلاب نزدې او د کاميابۍ لار ښکارېده خو د تجربې نه وروستو راته معلومه شوه چې د جنګ پۀ وخت کښې اسونه نۀ تيارېږي نو ځکه مې اراده وکړه چې خپل کلي ته واپس کېږم او د عدم تشدد د اصولو پۀ بناء به کار کوم. اول به د انقلابي اشخاصو د تعليم او تربيت د پاره قومي مدرسې جوړوم. نو ځکه اتمانزو ته راغلم. زۀ چې لۀ هجرته بېرته راغلم نو د هغو مدرسو د بېرته جاري کولو کوشش مې کولو چې پېرنګيانو د جنګ پۀ زمانه کښې بندې کړې وې. ]مخ [108

………………….

……… او پۀ 1928ز کښې مې د ‘پښتون’ پۀ نوم يوه رساله پۀ پښتو ژبه کښې د اتمانزو نه جاري کړه. افسوس خو پۀ دې دے چې پښتون دومره لوے قوم دے او خداے ورله د نعمتونو او دولتونو ډک ملک ورکړے دے خو نۀ د دۀ پۀ خپله ژبه کښې يوه رساله شته او نۀ يو اخبار. دا د پښتو ژبې اولنۍ رساله وه چې د پښتنو پۀ ملک کښې جارې شوه. پښتون قوم ډېر خراج دے خو دې قسم څيزونو باندې پېسې نۀ لګوي او پۀ دې قسم څيزونو خرڅ کولو نه ناشنا او نابلده دي. ډېرې پېسې ما د خپل جېب نه پرې خرڅ کړې. دې رسالې د پښتنو پۀ ښځو او نرو کښې يوه نوې زندګي پېدا کړه او دا رساله پښتنو کښې ډېره هر دلعزيزه شوه. دا خپل ملک خو پرېږده؛ پښتانۀ چې پۀ يورپ،امريکه او اسټرېليا کښې د دې نه خبر شو نو هغوي به غوښته او امداد به ئې هم ورسره کوو. د پښتنو ئې پښتو طرف ته شوق پېدا کړو او پۀ افغانستان کښې هم ښه لوستلې کېده. عبدالهادي خان داوي ما ته قيصه کوله چې ‘پښتون’ اخبار به کابل ته راغے، پۀ قوميت )ملیت( چې به کوم مضمونونه ليکلي شوي وو نو هغه به ئې مونږ لوستل او د افغانستان پۀ خلقو کښې هم پښتو طرف ته رغبت زيات شو او پۀ امان الله خان خو ئې دومره اثر وشو چې هغۀ اعلان وکړو چې خلقو له پکار دي چې پښتو ژبه زده کړي. درې کاله پس به پۀ دې ملک کښې پښتو تعليمي او سرکاري ژبه وي او عبد الهادي خان دا هم راته ووې چې مونږ هم د يوې رسالې بناء وکړه او د هغې نوم مو هم ‘پښتون’ کېښودۀ نو امان الله خان راته ووې چې د پښتنو به بس دغه يو ‘پښتون’ وي، نو ما بيا هغې خپلې رسالې له ‘د پښتنو ژغ’ نوم کېښودو خو افسوس چې پېرنګيانو دا خبره برداشت نۀ کړې شوه او هغۀ ووې چې د دې رسالې يو څو نمبره وتي وو چې افغانستان کښې بغاوت وشو، امان الله خان لاړو او د هغۀ پۀ ځاے بچه سقه د څۀ وخت د پاره د افغانستان پۀ تخت کښېناست. ]مخ [174

………………….

امان الله خان:

څۀ وخت چې افغانستان کښې شورش پېدا شو، دا انقلاب نۀ ؤ شورش ؤ؛ امان الله خان قندهار ته لاړو. پۀ کابل بچه سقه قبضه وکړه. انګرېزي اخباراتو د افغانستان برخلاف قيصې،طعنې او خوشحالۍ شروع کړې نو زۀ پوهه شوم چې هرکله پېرنګيان پۀ افغانستان کښې د پښتنو ترقۍ ته کتے نۀ شي نو مونږ به ترې دلته پۀ سرحد کښې څۀ ترقي وکړې شو؟ او فوراً مې دا اراده وکړه چې پۀ دې راز پښتانۀ پوهـول پکار دي او دوره مې شروع کړه – کلي پۀ کلي، ښار پۀ ښار او علاقه پۀ علاقه وګرځېدم، جلسې مې وکړې. د خداے پۀ فضل ټول پښتون يکدم د خوبه رابېدار شو، پوهه شو او د خپل قوم تباهي او بربادي ئې محسوسه کړه او د افغانستان د خدمت د پاره ئې ملا وتړله. پۀ بعضې علاقو کښې مليانو څۀ نا څۀ مخالفت شروع کړو خو چې د قوم پۀ جذبه پوهه شول نو مخالفت ئې پرېښودو.کۀ بعضې مليان د خپلو ذاتي فائدو پۀ وجه قلار نۀ شو نو قوم پۀ زور او بې عزتۍ د هغوي خولې بندې کړې. مونږ سره پۀ دې معامله کښې د قوم شاعرانو هم ډېر زيات امداد او اخلاص کړے ؤ او د قامولۍ يوه نوې جذبه ئې پۀ قوم کښې پېدا کړې وه او پۀ دې معامله کښې تورسم خان د دوه سرو زمونږ سره ډېر مدد کړے ؤ. دۀ به اشعار جوړول او مونږ به پۀ ‘پښتون’ اخبار کښې شائع کول چې د هغې نه يو بېت دا دے:

ما وې دا سړے زمونږ قوم کښې خلل دے
اوس دې وليد چې د ږيرې خاوند غل دے

دا بېت دومره مشهور شو چې ږيرې واله به خلقو ليدو نو چغه به ئې کړه، ‘ږيرې واله غل’ او پۀ دې ورځو کښې د قيصه خانۍ پۀ بازار کښې د ږيرې خاوند ګرځېدے نۀ شو او خانمير هلالي خو زما سره پۀ ټولو دورو کښې شريک ؤ او داسې نظمونه ئې جوړ کړي وو او د افغانستان ئې پکښې داسې خاکه راکښلې وه چې د هغې پۀ اورېدو تقريباً هر پښتون پوهه شو او ما ته هم پۀ تقرير کښې د هغوي د پوهـولو ضرورت پاتې نۀ شو او پۀ دې کښې زمونږ د مدرسې هلکانو ډېره حصه اخستې وه. زمونږ انجمن هم هر قسم مالي او جاني خدمت ته تيار شو. د افغانستان د پښتنو بربادي او غم د سرحد پښتنو خپل غم او خپله بربادي ګڼله ځکه چې مونږ يو وروڼه او يو قوم یو او د سرحد پۀ پښتنو کښې د افغانستان د وروڼو د امداد او همدردۍ يوه داسې جذبه پېدا شوه چې زۀ د هغې بيان کولے نۀ شم. کۀ امير ؤ کۀ غريب ؤ، کۀ تعليم يافته ؤ او کۀ بې علمه ،ښځې وې او کۀ نر وو؛ د افغانستان پۀ مصيبت زهير وو او د امان الله خان دوباره حکومت قائمولو د پاره هر خدمت ته تيار وو او خلقو به دعاګانې کولې چې اے الله! تۀ زمونږ غمخور بادشاه امان الله خان له کاميابي ورکړې. پۀ پښتنو کښې ډېر بادشاهان تېر شوي دي خو د پښتنو ښځو نرو چې څومره مينه او محبت د امان الله خان سره ؤ، هغه بل بادشاه سره نۀ ؤ. امان الله خان به وې چې زۀ د پښتنو انقلابي بادشاه يم او د هغۀ دا خبره بالکل رښتيا وه چې هغۀ پۀ پښتنو کښې يو عجيبه انقلاب پېدا کړو او زۀ چې نن پښتنو ته ګورم نو حېرانېږم چې پۀ پښتنو کښې دا دومره زر دا تبديلي د قومولۍ او ورورولۍ احساس څنګه پېدا شو او سياسي شعور پکښې راغے. انقلاب يو سېلاب وي چې راشي نو اودۀ خلق يوسي او ويښ ترې فائدې اوچتې کړي. د افغانستان انقلاب کښې د افغانستان پښتانۀ لاهوشول. مونږ کوزو پښتنو ترې فائدې اوچتې کړې ولې چې مونږه ويښ او بېدار وو. د کوزو پښتنو زړۀ چرته پۀ تشو دعاګانو او جلسو قرارېدۀ؛ هغوي د افغانستان پۀ دې غم او مصيبت کښې عملي شرکت غوښتو او د دې خبرې خواهش ئې لرلو چې افغانستان ته لاړ شو او خپلو وروڼو سره پۀ دې غم کښې شريک شو او د خپلو زخميانو وروڼو دارو درمل وکړو او د هغوي پس ماندګانو سره امداد وکړو چې څوک مړۀ دي او بچي او ښځې ئې پاتې شوي دي. د دې د پاره مو يوه کمېټي جوړه کړه چې د هغې نوم ‘افغان هلالِ احمر’ ؤ او د دې کمېټۍ کار د افغانستان د پښتنو طبي او مالي خدمت ؤ. کلي پۀ کلي علاقه پۀ علاقه خلقو د دې کمېټۍ د پاره د چندې جمع کولو انتظام وکړو او پۀ لږ وخت کښې يو طبي وفد تيار شو چې هغه زما د مشر ورور ډاکټر خان صاحب پۀ سرپرستۍ کښې تلو ته تيار شو. د افغانستان پۀ امداد کښې يو پښتون هم څۀ کمے کړے نۀ دے خو د بنو خلق، د ډېره اسماعيل خان کُنډي خاندان، د سودم خانان، د بائیزو خانان، قاضي عطا الله خان، علي اصغر خان، علي ګل خان او ميا احمد شاه صاحب د ډېر تعريف وړ دي خو پېرنګيانو دا خبره چرته خوښوله؛ د هغوي پۀ زړۀ دا چرته ځائيدې شوه چې د افغانستان د امداد د پاره دې د سرحد پښتانۀ لاړ شي ولې چې پۀ دې طريقه خو زمونږ ورورولي او قومولي قائمېده او هغوي چرته دا غوښتل. مونږ له ئې اجازه رانۀ کړه. ما خو ډېر دا کوشش وکړو چې د دوي د اجازې نه بغېر مونږ له افغانستان ته تلل پکار دي، مونږ ته د پېرنګيانو د اجازې او د پاسپورټ څۀ ضرورت نشته، ولې زما دا خبره کمېټۍ ونۀ منله او ما دا هم کمېټۍ ته ووئيل چې تر څو امان الله خان پۀ افغانستان کښې وي نو مونږ له انګرېزان افغانستان ته د تلو اجازت نۀ راکوي. خو کمېټۍ به وئيل چې مونږ خو کۀ بغېر د انګرېزانو د اجازت نه لاړ شو نو بيا به پۀ مونږه دارو او درمل بند کړي. پېرنګيانو خو اول دا اعتراض اوچت کړو چې تاسو خو د امان الله خان د امداد د پاره ځئ خو کۀ هغه هم ستاسو د امداد خواهش وکړي. کۀ چرې تاسو د هغۀ اجازت نامه راوړه نو بيا مونږ تاسو له د تلو اجازه درکوو. زۀ او ميا جعفر شاه د دې کار د پاره مقرر شو چې امان الله خان له لاړ شو او اجازت نامه ترې راوړو. ولې ما کمېټۍ ته ووئيل چې مونږ خو د قوم او خپلو وروڼو د امداد د پاره ځو، پۀ دې کښې د امان الله خان د اجازې څۀ ضرورت دے، مونږ خو د پښتنو د امدا د پاره تلو.

مونږ اول د پېښور وکيل تجارت له لاړو چې هغه زمونږ د پاره اجازه راوغواړي خو چې څو ورځې تېرې شوې او هغه اجازه راونۀ رسېده نو مونږ قندهار ته د تلو اراده وکړه چې د امان الله خان نه اجازت نامه راوړو. پۀ شاهي باغ کښې د پښتنو يوه عظيم الشانه جلسه وشوه. ما او جعفر شاه خلق د خپلو تلو نه خبر کړل خو دا مې ورته هم ووې چې دا ټولې د پېرنګيانو بانې دي. هغوي پۀ خپل وس زمونږ وفد له د تلو اجازت نۀ راکوي او دا به تاسو ته ډېره زر معلومه شي. مونږ شپې له نوښار ته لاړو. شپه مو هلته تېره کړه. د شپې يوه لويه جلسه وشوه او سبا له مونږ د نوښار د سټېشن نه رېل کښې سوارۀ شو. د پنډۍ سټېشن ته ورسېدو. مولانا اسحاق صاحب هزاروي او د ښار ډېر مسلمانان زمونږ د ليدو د پاره سټېشن ته راغلي وو او څۀ وخت چې زمونږ ګاډے لاهور ته ورسېدو نو مولانا ظفر علي خان او د مسلمانانو او هندوانو ډېر ليډران زمونږ ليدو له راغلي وو. مونږ ئې د ګاډي نه راکوز کړو او د لاهور ښار ته ئې بوتلو او يو لوے جلوس ئې وباسلو. حالانکې زۀ د دې مخالف وم. پۀ سبا له پۀ لاهور کښې د هندوانو او مسلمانانو يوه لويه جلسه وشوه چې پۀ هغې کښې د حکومت د ملامتيا او مونږ سره د امداد او همدردۍ تقريرونه وشول او قراردادونه پاس شول. بله ورځ مونږ د کراچۍ پۀ مېل کښې د لاهور نه کوئټې ته روان شو. چې سکهر ته ورسېدو نو د سندهـ حضرت مولانا او بعضې د سندهـ مسلمانان زمونږ ليدلو له راغلي وو. هغوي سره مو ډېرې خبرې وشوې. دلته زمونږ ګاډے بدل شو او مونږ کوئټې ته روان شو. سحر وختي زمونږ ګاډے سیوۍ ته ورسېدو. زمونږ ګاډے ولاړ دے او مونږ پۀ دې فکر کښې یو چې چاے به څنګه وڅښکو چې پۀ دې کښې زمونږ ډبې ته کپتان صاحبزاده خورشيد چې د بلوچستان پولټيکل اېجنټ ؤ او بل ورسره د پبو يو خان چې پوليس کپتان ؤ، راننوتل. زما پۀ زړۀ کښې څۀ شک پېدا شو چې ګنې دوي مونږ پسې راغلي دي. هغوي مونږ سره ګپ شپ شروع کړو او بيا ئې مونږ ته ووې چې راځئ دلته مونږ سره پۀ ارام چاے وڅښکئ نو بيا به ګاډي کښې کښېنئ، کوئټې ته به لاړ شئ. مونږ اصرار وکړو او ورته مو ووئيل چې ستاسو مهرباني، ګاډے به رانه لاړ شي. هغۀ وې چې دلته ګاډے ډېر ساعت ولاړ وي نو مونږ هغوي سره روان شو. د کپتان خورشيد بنګلې ته لاړو، چاے مو وڅښکله. مونږ تادي کوله چې ګاډے رانه لاړ نۀ شي. مونږ ته معلومه نۀ وه چې حکومت مونږ مخکښې تلو ته نۀ پرېږدي. ګاډے لاړو او مونږ پاتې شو. زمونږ او د دوي پۀ منځ کښې ډېرې خبرې وشوې. د ډوډۍ وخت راغے، ډوډۍ مو وخوړه. حکومت صاحبزاده صاحب او د پبو خان د دې د پاره راپسې رالېږلي وو چې مونږ پۀ دې رضا کړي چې پۀ خوښه واپس پېښور ته لاړ شو. د هغوي او زمونږ پۀ منځ کښې ډېرې خبرې وشوې ولې مونږ پۀ واپس تلو رضا نۀ شو او چې مونږ رضا نۀ شو نو مازيګر چې کوم ګاډے راغے، پۀ زور ئې پۀ هغۀ کښې کښېنولو، پوليس ته ئې پۀ حواله کړو چې مونږ د بلوچستان د علاقې نه بهر وباسي او چې جېکب اباد ته راورسېدو نو هلته پوليس مونږ پۀ سټېشن د ګاډي نه کوز کړو. هغوي رانه لاړل او مونږ پاتې شو. مونږ جېکب اباد ته لاړو او يو وړوکے غوندې ځاے مو پۀ کرايه واخستو او پېښور ته مو اطلاع ورکړه چې مونږ حکومت کوئټې ته پرې نۀ ښودو او د سیوۍ د سټېشن نه ئې راواپس کړو او مونږ قندهار ته نۀ پرېږدي او مونږ اراده کړې ده چې د حکومت دا ناجائزه حکم ونۀ منو او سبا بيا د قندهار پۀ طرف روانېږو. پۀ سبا له مونږ د بلوچستان (Resident) رزيډنټ له يو تار ورکړو چې مونږ ستا د دې قسم ناجائز حکم منلو ته تيار نۀ یو او مونږ تا خبروو چې سبا له به بيا مونږ کوئټې ته روانېږ و. د شپې پۀ ګاډي کښې مونږ بيا روان شو او چې سحر بيا زمونږ ګاډے د سیوۍ سټېشن ته ورسېدو نو څۀ ګورو چې مسلح سپاهيان سره د يو پېرنګي ولاړ دي. ګاډے چې ودرېدو نو هغه پېرنګے زمونږ ډبې ته راغے او مونږ ئې د ډبې نه کوز کړو. دا ځل صاحبزاده صاحب او د پبو خان د دوي سره نۀ وو. زمونږ خو دا خيال ؤ چې جېل خانې ته مو بيائي خو هغه پېرنګي مونږ پۀ وېټنګ روم کښې کښېنولو او پۀ وېټنګ روم ئې يوه ډبله پېره ودروله. دا ډېر يو شريف پېرنګے ؤ. ما ته ئې پۀ خبرو خبرو کښې ووې چې زۀ د دې حکومت پۀ پاليسۍ نۀ پوهـېږم، يو طرف ته خو وائي چې مونږ غېر جانبدار يو او تاسو ته وائي چې لاړ شئ مونږ له د امان الله خان نه اجازت نامه راوړئ نو تاسو به پرېږدو او بل طرف ته ما له حکم راکوي چې پام کوه چې دا سړي درنه مخکښې لاړ نۀ شي او بيا تاسو د داسې کار نه منع کوي او ستاسو طبي وفد نۀ پرېږدي چې پۀ دې کښې د خداے د مخلوق د خېر نه بل هېڅ شے نشته. مازیګر چې بيا هغه رېل ګاډے واپس راغے نو مونږ ئې پکښې کښېنولو او د جېکب اباد پۀ سټېشن ئې بيا کوز کړو. مونږ ته معلومه شوه چې مونږ حکومت پۀ هېڅ قسم قندهار تللو ته نۀ پرېږدي نو هسې تلل راتلل مو مناسب ونۀ ګڼل او اراده مو وکړه چې دهلي ته به لاړ شو او د افغانستان قونصل جنرل سره به ووينو. کۀ هغه زمونږ د پاره څۀ د اجازت نامې انتظام وکړے شي. دهلي ته روان شو. دهلي ته ورسېدو او قونصل جنرل صاحب مو وليدو او خبرې اترې مو وشوې. مونږ سره ئې ډېره همدردي ظاهره کړه او امان الله خان ته ئې تار ورکړو او د تار پۀ ذريعه ئې مونږ له اجازت نامه راوغوښته. پۀ دغه ورځ مونږ ته پۀ دهلي کښې معلومه شوه چې پېرنګيانو د شور بازار د حضرت ورور چې پۀ هندوستان کښې پۀ کاټهیاواړ کښې اوسي، راغوښتي دي او هغه پاوندو پسې چې د هغۀ مريدان دي، د امان الله خان برخلاف افغانستان ته لېږي ځکه چې پېرنګيانو ته معلومه شوې وه چې د خلقو څۀ نا څۀ همدردي د امان الله خان سره پېدا شوې ده او هسې نۀ چې هغه چرته کامياب شي. مونږ د قونصل جنرل صاحب نه رخصت واخست او سرحد ته راروان شو. څۀ وخت چې مونږ پېښور ته راورسېدو نو مونږ ته معلومه شوه چې د افغانستان وکيل تجار له هم د قندهار نه زمونږ د پاره د امان الله خان پۀ خپل دستخط فرمان رالېږلے شوے دے. د دې دپاسه به بيا هم حکومت چل ول کولو او پۀ مونږ به ئې وخت اړوۀ. څۀ وخت چې زما بالکل دا يقين راغے چې حکومت پۀ هېڅ طريقه زمونږ وفد له اجازت نۀ ورکوي نو ما خپلو د جماعت ملګرو ته ووې چې د حکومت دا ټولې انې بانې زمونږ د پاتې کېدو د پاره دي او کۀ چرې تاسو د حکومت اجازت ته ناست يئ نو هم دغه شان به ناست پاتې شئ او هېڅ قسم د افغانستان امداد به ونۀ کړے شئ او بله دا چې اٰيا افغانستان کښې د دوي سفارت نشته؟ نو بيا د پاسپورټ ضرورت څۀ دے؟ مونږ خو افغانستان ته د پېرنګيانو پۀ ذمه وارۍ نۀ ځو. مونږ کۀ افغانستان ته ځو نو پۀ خپله ذمه وارۍ ځو نو بيا د پېرنګيانو د راهدارۍ مونږ ته څۀ حاجت دے؟ خو زما د اکثرو وروڼو دا خيال ؤ چې زمونږ تلل او راتلل به بند شي او زمونږ د دې وفد پۀ لاره کښې به د دارو راغوښتلو پۀ سلسله کښې مشکلات پېدا شي او نۀ به مونږ د افغانستان وروڼو سره مالي امداد وکړے شو. ما ورته ووې چې پۀ دې صورت کښې به مونږ دغه شان پۀ انتظار کښې پاتې شو، د افغانستان به هډو د هېڅ قسم امداد ونۀ کړے شو او امان الله خان چې تر کومې پۀ افغانستان کښې وي نو دوي مونږ له اجازه نۀ راکوي او چې هغه د افغانستان نه لاړ شي نو بيا به مونږ له اجازه راکړي.

ما او زما يو څو ملګرو دا اراده وکړه چې مونږ بغېر د پېرنګيانو د اجازت نه د افغانستان د امداد د پاره روانېږو او پۀ دې غرض مو پۀ پېښورکښې يوه جلسه وکړه او قوم ته مو دا حقيقت ښکاره کړو چې پېرنګيان مونږ له راهداري نۀ راکوي او مونږ د دوي راهداري ضروري هم نۀ ګڼو. افغانستان زمونږ ورور دے او مونږ خپلو وروڼو له پۀ خپله ذمه وارۍ ځو؛ چې څوک تلل غواړي او تلو ته تيار وي چې فوراً افغانستان ته روان شو. خلقو ووې چې مونږ تيار يو. څۀ وخت چې د دې جلسې رپورټ حکومت ته رسېدلے دے چې مونږ بغېر د اجازته تلو ته تيار شو نو فوراً ئې ما له تار راکړو چې څوک څوک افغانستان ته پۀ طبي وفد کښې ځي نو فوراً دې مونږ له د راهدارۍ د پاره درخواست راکړي او خپل تصويرونه دې ورسره راولېږي. زۀ د حکومت پۀ دې خيال پوهه شوم خو د جماعت اکثرو خلقو راته ووې چې ستا هسې د دې حکومت نه نفرت دے او د دوي څېره درته د چل او دروغو ښکاري. زۀ چپ شوم او د راهدارۍ نه بغېر د تلو خيال مې پرېښودۀ او د راهدارۍ د پاره مو تصويرونه او درخواستونه ورکړل. ]مخونه [179-176

نادر خان:

د ډېرو ورځو نه پۀ دې ملک کښې دا ګنګوسے ؤ چې نادر خان د خپلو وروڼو سره د فرانس نه راروان شوے دے. بله ورځ راته معلومه شوه چې نادر خان سره د خپلو وروڼو پېښور ته رارسېدلے دے او د وکيل تجار پۀ کور کښې دے. زۀ او ډاکټر صاحب ئې هم د ليدو د پاره لاړو. نادر خان او هاشم خان ما د اول نه پېژندل. پۀ ښۀ شان مو ملاقات وکړو. ډېرو خلقو پرې زور ولګولو چې قندهار ته لاړ شه او امان الله خان ورپسې ډېر استازي راولېږل خو نادر خان د قندهار د تلو د پاره تيار نۀ شو. يوه ورځ زۀ او نادر خان يواځې يوه کمره کښې ناست وو. د افغانستان پۀ مستقبل مو خبرې کولې چې دۀ ما ته ووې زۀ چې هر څۀ کوم نو د امان الله خان د پاره ئې کوم. ما ورته ووې چې خلق وائي چې د حبيب الله خان هغه زوے چې ستا خوريے دے، تاسو د هغۀ پۀ حکومت د کښېنولو د پاره کوشش کوئ. دۀ راته ووې چې تۀ به هم ژوندے یې او زۀ به هم ژوندے يم،کۀ چرې ما هغه بادشاه کړو يا پۀ خپله بادشاه شوم نو تۀ راشه او مخ راله تور کړه او راته ووايه چې نادره! خپله وعده دې پوره نۀ کړه. څۀ ورځې پس هاشم خان جلال اباد ته او نادر خان او شاه ولي خان ځاځيو ته روان شول. زۀ ئې پۀ دې خبره مجبور کړم او وعده ئې رانه واخستله چې سبا به مونږ ټل کښې یو، پۀ سبا له هلته راشه او ما ضرور ووينه. زۀ سبا له ټل ته لاړم خو نادر خان پۀ مخه تلے ؤ او ټل کښې ايسار شوے نۀ ؤ. د راروانېدو پۀ وخت کښې حکيم مې پۀ موټر کښې وليدو چې د نادر خان د ليدو د پاره ځاځيو ته روان ؤ. هغۀ له مې يو خط ورکړو او پۀ هغې کښې مې نادر خان ته وليکل چې اوله وعده خو دې پوره نۀ کړې شوه نو چې د بلې وعدې به دې څۀ حال وي؟ بغېر زما نه د ټولو خلقو دا خيال ؤ چې پېرنګيان به د افغانستان د تلو او امداد د پاره مونږ له اجازت راکړي خو زما دا خيال نۀ ؤ، ولې چې دوي د امان الله خان غوندې د پښتنو خېرخواه بادشاه پۀ افغانستان کښې نۀ غوښتو او زمونږ خوش اعتقاده وروڼه پۀ دې اميد کښې پراتۀ وو چې نن دے کۀ سبا دے اجازت به راشي. د فصل وخت ؤ. مونږ د افغانستان د پاره د چندې جمع کولو پۀ خيال د بائيزو پۀ دوره وو. خلقو راسره ډېر پۀ اخلاص او خوشحالۍ د ټول زکات د راکولو وعدې وکړې. پښتانۀ د افغانستان د وروڼو هر قسم امداد کولو ته تيار وو. زۀ او خوشحال خان د باريکاو د سخاکوټ پۀ لاره مردان ته راروان شو. چې مردان ته راورسېدو نو خبر شو چې امان الله خان د جنګ خيال پرېښودے دے او کوئټې ته راغلے دے. د دې خبر پۀ اورېدو پۀ ما ډېر غم او خفګان راغے. خوشحال خان کلي ته رخصت شو او زۀ د قاضي عطاالله خان ځاے ته لاړم او پۀ يو کټ کښې ويړ ويړ پرېوتم. څو ورځې پس څۀ وخت چې امان الله خان ممبۍ ته ورسېدو، زۀ ډاکټر صاحب او نورو دوستانو مجبور کړم چې ممبۍ ته لاړ شه. امان الله خان ووينه او د افغانستان متعلق مشوره ورسره وکړه او دا خبره معلومه کړه چې کۀ مونږ د افغانستان سره د څۀ قسم امداد کول غواړو نو د چا سره وکړو او دا هم معلومه کړه چې د نادر خان او د هغوي د وروڼو متعلق د هغۀ څۀ خيال دے؟ زۀ ممبۍ ته لاړم. عبدالهادي خان داوي هم هغۀ سره ؤ او د هغۀ پۀ ذريعه مې د هغۀ سره ملاقات وشو او خبرې مو وشوې. ما چې افغانستان ته د واپس تلو خبره وکړه خو هغه د افغانستان نه مايوسه شوے ؤ او د افغانستان خيال ئې پرېښے ؤ. د پښتنو نه ډېر موړ معلومېدو. زما چې دۀ سره ملاقات وشو نو ما سره ئې پۀ پښتو کښې خبرې وکړې. د ګفتګو پۀ دوران کښې د نادر خان دوي ذکر هم راغے او ما ورته دا ووئيل چې مونږ سره چې د افغانستان د پاره کوم حساب جمع دے، هغه چا له ورکړو؟ نو دۀ راته پۀ جواب کښې ووې چې تاسو ئې نادر خان له ورکړئ او د نادر خان امداد وکړئ. ملاقات ختم شو. مونږ پۀ ډېر خفګان د يو بل نه جدا شو. پۀ هغه هوټل کښې هغۀ سره نور هم ډېر سرداران وو. هغوي سره مې هم ليدل کتل وشو او د شپې عبدالهادي خان د ممبۍ د قونصل پۀ کور کښې زۀ مېلمه کړم او د ډوډۍ پۀ وخت کښې مې نورو ډېرو سردارانو سره خبرې اترې وشوې. د دې خلقو دا خيال ؤ چې امان الله خان به ضرور واپس افغانستان ته راځي ځکه چې پۀ موجوده جنګ کښې کوم کوم جرنېلان چې د بچه سقه د لرې کولو کوششونه کوي، هغوي پۀ کور کښې بې اتفاقه دي او پۀ يو او بل اتفاق کولے نۀ شي او د ټولو اتفاق پۀ امان الله خان راتلے شي. دغه جرنېلان يو نادر خان ؤ چې د ځاځيو پۀ مرسته ئې کابل اخستو او بل غلام نبي خان ؤ چې د ترکستان د طرف نه پۀ کابل د حملې کولو د پاره را روان ؤ. زۀ د ممبۍ نه واپس راغلم. دا ټولې خبرې مې ‘انجمن هلالِ احمر’ ته ورسولې او د امان الله خان خيال او رایې او د نادر خان متعلق خبره مې هم هغوي ته ظاهره کړه او دا تجويز مې پېش کړو چې دا څومره روپۍ هلالِ احمر سره جمع دي او کوم سامان چې د طبي وفد د پاره مونږ ته خلقو راکړے دے، دا ټول نادر خان له لېږل پکار دي خو پۀ دې کښې بعضې وکيلانو چې د هغوي سرغنه ابراهيم خان د چينې ؤ، مخالفت وکړو. زما پۀ خيال د هغوي د خپلو چندو واپس اخستو د پاره دا بهانه وه. اخر فېصله پۀ دې وشوه چې څوک خپلې روپۍ نادر خان له لېږل نۀ غواړي نو هغوي ته دا حق حاصل دے چې خپلې روپۍ واپس واخلي حالانکې د هلالِ احمر د قانون نه دا خبره خلاف وه او تقريباً اکثرو وکيلانو چې مونږ له څۀ نا څۀ چنده راکړې وه، واپس ئې واخسته. بيا هم مونږ نادر خان له پنځوس زره نغدې روپۍ او هغه ټول سامان چې مونږ له خلقو راکړے ؤ، ولېږۀ او پۀ علاقه کښې مو د چندې د پاره انتظام هم وکړو.

پۀ دې ورځو کښې هر سړے پۀ جوش کښې ؤ. زمونږ د اسلاميه کالج پۀ هلکانو کښې هم يوه زبردسته جذبه را اوچته شوې وه. د افغانستان د پاره چنده مې هم راجمع کړې وه. د دسمبر مياشت وه، کالجونه بند وو. زما د يو طالب علم دوست ميا اکبر شاه د بدرشو دا خيال ؤ چې د پښتنو د ځوانانو يو انجمن قائمول پکار دي. هغۀ يوه ورځ د ميا احمد شاه صاحب پۀ ځاے کښې ما سره دا ذکر وکړو چې مونږ د صوبه سرحد ځوانان راجمع کېږو او کۀ چرې تۀ د مېلمنو د پاره انتظام وکړې نو دا به پۀ مونږ يو لوے احسان وي. ما ورته ووې، زۀ هر وخت ستاسو خدمت ته تيار يم خو کۀ د پېښور پۀ ځاے پۀ اتمانزو کښې راجمع کېږئ نو دا به بهتر وي. هغۀ زما دې خبرې سره اتفاق وکړو او پۀ اتمانزو کښې راجمع شو. زما د انجمن بعضې ممبران هم دوي سره د تبادلۀ خيالاتو کولو د پاره ما راغوښتي وو. بحث شروع شو چې پۀ صوبه سرحد کښې ‘يوتهـ ليګ’ (Youth league) جوړول پکار دي. د بعضې خلقو دا خيال ؤ چې د يوتهـ ليګ پۀ ځاے دې د هغې نوم ‘د صوبه سرحد د ځوانانو جرګه’ وي خو زمونږ د انجمن صدر عبد الاکبر خان او سېکرټري خادم محمد اکبر د دې مخالفت وکړو چې د پښتنو يو جماعت خو قائم دے چې ستاسو او د هغوي پۀ اغراضو مقاصدو کښې فرق نشته، پۀ دې وجه د نوي جماعت د قائمولو ضرورت نشته؛ دغه جماعت له ترقي ورکول پکار دي خو ځوانان ډېر پۀ جوش کښې وو. هغوي دې خبرې سره اتفاق ونۀ کړو. زمونږ د خلقو دا خيال وي چې ګنې ترقې د يو نوي انجمن قائمولو سره کېږي. د نادر خان تار ما له راغے چې کابل فتح شو او چې خلق خبر شو چې کابل فتح شو نو يو قسم خوشحالي پۀ خلقو راغله چې بيان ئې کولے نۀ شم. بله دا چې د قوم حوصلې زياتې شوې او د ملک د بر سر او د کوز سر نه جلوسونه او جنجونه را روان شول. پۀ جلوسونو کښې خلق ګډېدل ځکه چې ډېر خوشحاله وو. د غربينونو ډزې وې، ټوپکې هم خلاصېدې.

دا ټول جلوسونه پۀ اتمانزو کښې يو ځاے شول او يوه لويه جلسه وشوه. پۀ جلسه کښې زمونږ نورو ملګرو هم تقريرونه وکړل او ما هم پۀ اخر کښې تقرير وکړو. د تقرير پۀ دوران کښې مې پښتنو ځوانانو ته ووې، د کابل د فتحې نه سبق واخلئ؛ د افغانستان د فتحې پۀ سلسله کښې ډېره حصه ستاسو د کوششونو ده. پۀ دنيا کښې داسې هېڅ کار نشته چې هغه کېدلے نۀ شي خو چې څوک ئې کولو پسې ملا وتړي. نپولين به وې چې زما پۀ ډائرۍ کښې د ناممکن لفظ نشته، تاسو اودۀ يئ، د دنيا نه بې خبره يئ، زۀ مو خبروم.

کابل د1929ز کال پۀ اکتوبر کښې فتح شو او نادر خان د خپلې بادشاهۍ اعلان وکړو. پۀ دې خبره مونږ ډېر حېران شو ولې چې داسې کار ئې وکړو چې زمونږ پۀ خواب او خيال کښې نۀ ؤ ځکه چې هغۀ خو مونږ سره وعده کړې وه چې زۀ به نۀ باچا کېږم.

مونږ خو پرېږده چې خپلو خلقو سره ئې کومې وعدې کړې وې، هغه ئې هم ماتې کړې. پۀ دغو ورځو کښې عبد الهادي خان چې کابل ته روان ؤ، مې وليدو. زما پۀ ليدو ئې وخندل او وې وئيل چې کم بخت پۀ يوه وعده هم ټينګ نۀ شو.کۀ بادشاهي ئې خوښه وه نو کم از کم د (Constitutional Monarchy) ‘کانسټيټېوشنل منارکي’ اعلان به ئې کړے وے. د نادر خان بې وفايۍ زمونږ پۀ خلقو ډېر خراب اثر کړے ؤ خو مونږ څۀ کولے شو. مونږ دا خبره خداے ته پرېښوده چې خداے دې سزا ورکړي چې بيا څوک قوم سره داسې قيصه نۀ کوي. د افغانستان د فېصلې نه پس مونږ وزګار شو. ميا احمد شاه صاحب مې هم راضي کړو او مونږ د خپلې صوبې د دورې اراده وکړه. زۀ او عبد الاکبر خان او احمد شاه د کوهاټ، بنو، ډېره اسماعيل خان پۀ دوره ووتو. د دوي تقريرونه به پۀ جرګه یعني يوتهـ ليګ (Youth league) وو او ما به خلقو سره د قوم او وطن خبرې کولې او پۀ هر ځاے کښې زمونږ دا دوره ډېره کاميابه ثابته شوه. ]مخونه [182-179

………………….

څۀ وخت چې مونږ د پېرنګيانو خلاف سول نافرماني شروع کړه، هغه وخت کښې هغوي د افغانستان د حکومت پۀ امداد د مليانو پۀ ذريعه کار شروع کړو. عجيبه خبره خو ئې دا وه چې پېرنګيانو پۀ ما د کفر يوه فتوٰي تياره کړه او پۀ هغې باچا ګل او ماڼکي ملا دواړو دستخطونه وکړل او د دواړو ډلو د مليانو تائيد ؤ. عجيبه خبره خو دا وه چې مذهبي معاملو کښې د ماڼکي ملا او هډۍ ملا تعلق دار چرې متفق شوي نۀ دي او د يو بل مخالف وو چې پۀ يو بل به ئې د کفر فتوې لګولې لېکن زما پۀ فتوٰي د دواړو ډلو اتفاق ؤ. ولې چې دا د کفر فتوٰي پېرنګي لګولې وه او بله خبره ئې دا وکړه چې افغانستان هم پښتانۀ دي او د صوبه سرحد خلق هم، نو پکار دي چې دا علاقه هم افغانستان سره شي او د دې خبرې اشتهارات ئې پۀ ملک کښې تقسيم کړل. جلسې ئې کولې او پۀ هغو کښې به ئې دا تقريرونه کول چې دا ملک دې افغانستان سره شي، ولې پېرنګيانو ورته هېڅ نۀ وې. درېمه خبره ئې دا وکړه چې حاجي محمد امين چې زمونږ د دې پېښور علاقې نه تللے ؤ او پۀ هډه کښې پير شوے ؤ، د افغانستان د حکومت پۀ مصلحت پېرنګيانو د باچا ګل پۀ ذريعه پېښور ته راوغوښت. هغۀ دلته د دې خبرې کوشش وکړو چې د پښتنو سياسي توجه د پېرنګيانو نه بل خوا ته واړوي نو د ډمو پۀ بازار دۀ پکټنګ ولګوۀ. دغه وخت خدائي خدمتګار د پېرنګيانو برخلاف وو. پۀ دې کښې حاجي محمد امين خان راغے، مليان ورسره ملګري شول او ارباب عبدالغفور د تهکال هم ورسره مْلا وتړله او د خلقو توجه ئې د پېرنګيانو نه اړوله. دا هغه محمد امين دے چې پۀ مسجد نبوي صلي الله علېه وسلم کښې د رسول الله صلي الله علېه وسلم پۀ حضور کښې ئې ما سره وعده کړې وه چې زۀ به تا سره يو ځاے د خداے د مخلوق خدمت کوم. چې دوي به پکټنګ له ورغلل نو ډمې به راووتې او خلقو ته به ئې وې چې وګورئ! هلته خدائي خدمتګارو د پېرنګيانو پۀ کچرو پکټنګ لګولے دے او دوي راغلي دي زمونږ پۀ ‘دغه’ ئې پکټنګ لګولے دے. دوي به سترګې ښکته کړې خو دوه درې ورځې پس سکندر مرزا هغه ډمې پاڅولې چې د دوي نوم وشي. ]مخ [322

………………….

بله ورځ زمونږ دوره د ملاکنډ اېجنسۍ وه. دغلته هم پولټيکل اېجنټ مسلمان ؤ. شېخ محبوب علي ئې نوم ؤ. دے د شېخانو د کلي ؤ. ډېر خراب انسان ؤ. د خېبر پۀ دوره کښې چې مونږ تلو نو د دورې انتظام د پوليس پۀ ذريعه ؤ. ډاکټر صاحب ته ما ووې چې د ملاکنډ د دورې انتظام د فوځ پۀ ذريعه کول پکار دي لکه څنګه چې پۀ وزيرستان کښې شوے ؤ او کۀ تۀ د فوځ انتظام نۀ شې کولے نو بيا به مونږ د خدائي خدمتګارو پۀ ذريعه د خپل حفاظت انتظام وکړو، ولې چې هلته پولټيکل اېجنټ شېخ محبوب علي دے. مونږ خبر شو چې شېخ محبوب علي راغلے دے او ګورنر کېرو سره ئې ملاقات کړے دے. دا سړے د انګرېزانو ډېر وفادار او بې ضميره اېجنټ ؤ او د دۀ د لاسه پښتون قوم ډېر تباه شوے ؤ. پۀ افغانستان کښې د برطانوي سفير سر هېمفرے پۀ چاکرۍ کښې د امان الله خان د حکومت تخته د دۀ پۀ ذريعه اوړېدلې وه او (بچه سقاو) ئې دکابل پۀ تخت کښېنولے ؤ. پۀ ډېره اسماعيل خان کښې د هندوانو خلاف فساد هم دۀ کړے ؤ؛ ولې چې دے دغه وخت کښې هلته اسسټنټ کمشنر ؤ. ]مخ [350

 

دا هم ولولئ

د حضرت باچا خان (رح) وېنا – پښتون

(دا تقرير باچا خان پۀ 29 ستمبر 1939 د سويلي چارسدې يوې درنې غونډې ته …