1. زما ملګرتيا کښې غمونه او تکليفونه دي، زما لار د ازغو نه ډکه ده، زما ملګرتيا صرف هغه څوک کولے شي چې د خپل ملک او قوم دپاره خپل ځانونه خاورو کښې خاوري کولے شي، پۀ دې لار کښې صدارت، جرنېلي او ممبري نشته او نۀ پۀ دې لار …
فبروري, 2021
-
12 فبروري
سيمينار، قامي سياست کښې د ښځو کردار – پښتون
دباچاخان اوونۍ او د انجمن سل کلن جشن پۀ وياړ د تابيا شويو سيمينارونو پۀ لړۍ کښې باچاخان مرکز کښې د جنورۍ پۀ پنځويشتمه نېټه د “قامي تحريک کښې د ښځو کردار” عنوان لاندې يو ډېر مهم سيمينار ترسره شو. دا سيمينار د ګوند زنانه نائب صدرې ارم فاطمه پۀ …
-
12 فبروري
سيمينار، انجمن اصلاح الافاغنه او باچا خان – پښتون
د باچاخان اوونۍ پۀ وياړ د اوونۍ پۀ دوېمه ورځ يعنې د جنورۍ پۀ يويشتمه نېټه د پښتنو شريک کور باچاخان مرکز کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه او باچاخان” عنوان لاندې سېمينار تابيا شوے ؤ. د دې پروګرام د نظامت چارې مشهور شاعر، اديب، ليکوال او پوهان پروفېسر ډاکټر محمد …
-
10 فبروري
د انجمن اصلاح الافاغنه د سل کلن جشن د پرانستې تاريخي دستوره – پښتون
د عوامي نېشنل ګوند صوبائي صدر، د باچاخان ټرسټ ډائرېکټر او د ځوانانو سر لښکر اېمل ولي خان يوه خبره کوي چې، “خلک سياست ته راشي، حکومت ته هم ورسي خو بيا پينځه، لس يا بيا پينځلس کاله پس ورک شي او يا چا ته د مخ ښودلو هم نۀ …
-
10 فبروري
اداريه – فروري 2021ز
کاش چې رښتيا ووئيلے شي نن چې څوک هم د ملک مجموعي حالاتو ته ګوري نو زړۀ ئې وبوږنېږي، او غريب سړے خو بېخي پوزې لۀ راغلے. هر سړے حالات ګوري او پوهه دے چې ملک ورځ تر بلې مخ پۀ ښکته روان دے. صرف يوه طبقه بلکې يو څو …
جنوري, 2021
-
28 جنوري
پښتون قامي رېنېسانس: شلمې پېړۍ نه تر یویشتمې پېړۍ پورې مزل – اوېس کمال
سیاست پوهنه کښې مزاحمت، مقاومت د سیاسي اهدافو ترلاسه کولو دپاره پۀ ټولنه کښې د یوې سیاسي ډلې یا ډلو لخوا د ټولنې واکمنې ډلې ته د مخالفت څرګندونه ده. مونږ ته د تاریخ پۀ اوږدو کښې او پۀ خاصه توګه د نولسمې، شلمې او یویشتمې پېړۍ متنوع نظریو سیاست …
-
28 جنوري
حکومت موقطه هندکابل – د اسيا پۀ زړۀ کښې سياسي پاڅون – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت
د هند د نيمې وچې مشهور فېلسوف ډاکټر محمد اقبال د افغانستان پۀ حقله وائي: اسيا يک پيکر اب و ګل است ملتِ افغان در آن پيکر دل است از فسادِ او فسادِ اسيا از کشادِ او کشادِ اسيا د شلمې پېړۍ افغانستان کښې بدلون، قانون اساسي او انقلاب د …
-
27 جنوري
تشدد او عدم تشدد – ليکنه: خضر حيات خان – ژباړه: م.ر شفق
د هندوستان د ازادۍ د پاره دوه قسمه تحريکونه را پورته شوي وو. يو د تشدد او دوېم د عدم تشدد. کوم چې د تشدد تحريکونه وو هغه انګرېزانو پۀ خپل زور طاقت ښۀ پۀ اسانه وچقول خو د عدم تشدد تحريک ختمولو د پاره انګرېزانو د نوکو پوندو زور …
-
27 جنوري
باچا خان، خدائي خدمتګاري او باجوړ – مولانا خانزېب
نورلسمې پېړۍ نه راواخله تر د شلمې پېړۍ د نيمائي پورې د پېرنګي پۀ ضد کۀ د ټول هندوستان د سيمې نه غبرګون ښودل کېدو نو د تاريخ پۀ دغه مهمه دوره کښې د پښتنو سيمه هم ډېره توده، ژوندۍ او ګړندۍ پاتې شوې. د پښتنو خاورې پۀ دغه دوره …
-
27 جنوري
د قام خوشحالي (دمصلحانو او دانشورانو مرام) او باچاخاني انداز – اسرار د طورو
لارښودان: د بني ادم پۀ تاريخ کښې مصلحان او خپلو خپلوانو، قبيلو او قامونو ته د ژوند تېرولو د پاره نېغه لار ښودونکي وګړي يادېږي. پۀ قلمي اثارو کښې د زميني اشخاصو دفکر نخښې دي او کۀ د اسماني الهامي هداياتو نقوش دي، مونږ سره د مصلحينو، لارښودونکو او د …
Pakhtoon | The Magazine Publishing Since 1928