مستقل ليکوالان

دا ليکوالان د پښتون مجلې مستقل ليکوالان دي

جولای, 2019

  • 12 جولای

    اداريه – اپريل 2019

    کال 2019 او خدائي خدمتګار اپروچ دا خبره د 1929 نه 2019 ته رارسېدلې ده – دا قصه د لس اتیا کلونو ده – دا داستان د سپین سترګي پېرنګي نه د چلمارانو او چړمارانو مخې ته د ودرېدلو داستان دے – دا المیه د پېرنګي د جېلونو، بندونو، بندېزونو، …

  • 12 جولای

    نوروز / نوروځ نوروز/نوروځ د پښتو ژبې ترکیب دی، یعني د کال نوې روځ. – صادق ژړک

    روځ او ورځ د پښتنو پۀ بېلابېلو سیمو کښې مروج توری دی. زړه بڼه ئې ‘روځ’ ده خو ځینې پښتانۀ ورځ ورته وائي. بیا زۀ د پښتو او پاړسو تر منځ مشترک ټکی دی. هم دغه ‘نوې روځ’ بیا پۀ ‘نوې ورز’ اوښتې چې بیا پۀ مرور د زمان ‘نوروز’ …

  • 12 جولای

    ‘خدائي خدمتګاران’ بل عبدالمالک پېدا شو – سجاد ژوندون

    خبره کۀ د پښتنو پۀ تاريخ شي نو پۀ دې موضوع خو دومره کار شوے دے چې هغه د عبدالرحيم روغاني شعر چې: شه داخل پۀ دين کښې دومره څومره چې پکار دے تۀ دومره داخل شوې چې ترې پورې ووتي کۀ پۀ دغه تاريخ ليکونو نظر وکړو نو زمونږه …

  • 12 جولای

    خاکه وِرجن فلسفي Virgin Philosopher – سجاد ژوندون

    دا د کال دوه زره شپاړس خبره ده چې د عادت مطابق د خپل هاسټل بلاک سي پۀ درې شپېتمه کمره کښې د غرمې درې بجې اودۀ وم، پامير جان راته زنګ ووهۀ چې هلکه! زما يو ملګرے د ارسټوټل پۀ کمره کښې ناست دے، زما انتظار کوي؛ ورشه کمرې …

  • 12 جولای

    ټول حسن د ‘جمدون’ د مرګ د تورو سترګو تور دے د غني خان د تصورِ حسن، مرګ او رب تنقیدي تعبیر – سمیع الدین ارمان

    د هېګل پۀ نزد حقیقت یو تصور دے او دا پۀ وجود باندې نۀ صرف مقدم دے بلکې د دې باعث هم دے. دا رنګ هغه شعور د مادې نه، روح د جسم نه او فکر د عمل نه مقدم ګڼي. خو دې سره سره د هېګل د حقیقت تصور …

  • 12 جولای

    د نفوسو بم – اشتیاق بېګ – ژباړن: نور احمد فطرت اڅکزی

    د پاکستان پۀ ابادۍ کښې د تېرو څو لسېزو څخه چې کومه زياتونه را روانه ده، دغه هر ژوندي ساه پۀ حېرت کښې اچولې ده. د مسئلې دروندوالي ته پۀ کتلو سره د پاکستان د سترې محکمې (سپريم کورټ) مشر ثاقب نثار (ثاقب صاحب اوس پۀ جنورۍ کښې ريټائرډ شو) …

  • 12 جولای

    د قام ارمان – خان زمان کاکړ

    @khanzamankakar د روان کال د فرورۍ پر دويمه نېټه مې د خپل يو ډېر نزدې ملګري د شهادت اعصاب لړزوونکی خبر واورېد. لۀ پښو مې زمکه ووته. کۀ څۀ هم محمد ابراهيم ارمان لوڼی به اکثره خلقو د يوې کلنې احتجاجي څپې لۀ کبله پېژندو او هم ئې پۀ تاريخ …

  • 12 جولای

    د عوامي نېشنل پارټۍ د پخواني مرکزي صدر، مترقي شاعر، ادیب او لیکوال اجمل خټک بابا د نهم تلین دستوره – حیات روغانے

    د اجمل خټک قَلم او عَلم ــــ یو تاثر د عوامي نېشنل پارټۍ د پخواني مرکزي صدر، مترقي شاعر، ادیب او لیکوال اجمل خټک بابا د نهم تلین دستوره د فرورۍ پۀ اوومه نېټه وشوه. سږ کال دې تلین زړه قیصه پۀ بل رنګ نوې کړه. سږ کال ‘چا’ فېصله …

  • 12 جولای

    د پښتو وړومبۍ خاکه – ګل محمد بېتاب

    دا ليکنه محض د يو څو مغالطو لرې کولو پۀ خاطر کولې شي ګنې نو کوم خاص ضرورت ئې نۀ ؤ؛ ولې چې اکثر پښتو ليکونکي د پښتو ژبې نامتو شاعر محقق او منحرف شوے خدائي خدمتګار قاضي عبدالحيم اثر افغاني د دې باني ګڼي. دۀ پۀ حقيقت کښې پۀ …

  • 12 جولای

    د قاضي عطاء الله تعلیمي خدمات – ډاکټر سهېل خان

    ښاغلے قرېش ګل ایډوکېټ د خدائي خدمتګار بازمیر خان کاکا زوے او د 1969 نه 1973 پورې د نېشنل عوامي پارټۍ اٰفس سېکرټري پاتې شوے دے. خدائي خدمتګارې وینې او د تاریخي دستاوېزاتو سره مینې نن هغه پۀ دې مقام ودرولے چې د قامي تاریخ د معلوماتو او دستاوېزاتو یوه …