مستقل ليکوالان

دا ليکوالان د پښتون مجلې مستقل ليکوالان دي

فبروري, 2018

  • 10 فبروري

    څهٔ وئیل پکار دي؟ – شمس بونیرے

    تاريخ د حقيقي واقعاتو د جمع کولو او بيانولو نوم دے چا چې واقعې کردار او منظر پۀ اصلي او واضح توګه بيان کړے او ليکلے دے، دا تاريخ دے او چا چې واقعاتو او کردارونو ته پردۍ جامې اغوستې دي، دا درباري قيصې دې. تاريخ مسخ کېدے شي خو …

  • 9 فبروري

    د فلسفه عدم تشدد نفسياتي بنيادونه – پروفیسر سمیع الدین ارمان

    د کارل ګستاو ژونګ مطابق انسان د یو څیز د حقیقت ادراک پۀ څلورو وسائلو سره کوي. هغه پۀ دې کښې دوو ته عقلي او دوو ته غېر عقلي وسائل وائي. عقلي وسائلو کښې هغه سوچ او احساس او پۀ غېر عقلي وسائلو کښې حس او وجدان شماري. خارجي ماحول …

  • 8 فبروري

    وږےخوي، موړ خوي – فېصل او شفيق پوډ کاسټ

    ډاکټر فېصل خان (د بائیوټېک پروفېسر) او شفیق ګګیاڼے (زلمے سماجي کارکن) پهٔ مختلفو موضوعاتو وخت پهٔ وخت رېډیائي خپرونې د خپلې پاڼې نه خپروي. دغه خپرونې پهٔ ټاکلے شوو موضوعاتو د دواړو زلـمو خپل اندونه وي. مونږ ګڼو چې د زلمي کھول ذهني تربیت د پاره داسې خپرونو ته …

  • 8 فبروري

    پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

    د قومي او صوبائي اسمبلو د انتخاب د پاره د اميدوارانو اعلان اګر چې عام انتخابانو ته لا کافي موده پاتې ده خو عوامي نېشنل پارټۍ دې لړ کښې د اميدوارانو د اعلان سلسله شروع کړې ده. د عوامي نېشنل پارټۍ د رواياتو پۀ خلاف دا ځل د يوې خصوصي …

  • 7 فبروري

    د مقبول عامر نظم بابا ! تم ناراض نہ ہونا! – فیصل فاران

    زمونږ رواج دے ازاد کړے مو دے د ستم ښارکښې چا د چا د خولې نه خبره وتې ده د صدق، د صفا تۀ خفه کېږه مۀ يو تۀ خو نۀ ئې تاريخ کښې نور هم مثالونه شته دے دلته چې څوک بېداروي ذهنونه د خوب پۀ سرائې کښې کوي …

  • 6 فبروري

    “خوش طبعي” د باچاخان پهٔ ژوند لیکنه کښې – م . ر. شفق

    باچا خان (عبدالغفار خان) پۀ بنيادي توګه د قوم مصلح خدائي خدمتګار او رهنما ؤ نو قدرتي طور د هغۀ پۀ کردار او ګفتار، تحرير او تقرير او ناسته ولاړه کښې د اصلاح، خدمت او لارښودنې جذبه زياته وه. د يو قومي رهنما د پاره چې د کومو اوصافو ضرورت …

  • 6 فبروري

    ښاغلي خان عبدالولي خان سره درې ملاقاتونه – م . ر . شفق

    ښاغلے عبدالولي خان ــــ د عالمي شهرت يو دروند خوږ شخصيت ؤ. هغۀ سره زما د ملاقات سوال نۀ پېدا کېدۀ خو کله کله داسې کار وشي چې د بنده پۀ خوا خاطر کښې هم نۀ راځي. ژوند کښې مې ورسره درې ځله اتفاقاً ليدۀ کاتۀ شوي دي. ما ته …

  • 5 فبروري

    خالي کور (افسانه) – لائبه افروز زئ

    نمر لکه چې اور ورولو، زمکه د تنور پۀ شان توده وه. دې ګرمۍ ته انسان ټینګېدے نۀ شو. د اسمان مرغۍ هم د ګرمۍ د لاسه هپ کېدې. لکه د بټ پۀ زمکه دانې ورتېدې. د ګرمۍ دا حال ؤ چې د کور د دېوالونو نه هم د ګرمۍ …

  • 5 فبروري

    د میا مشتاق او ‘قاسم’ قسمتونه او ریاستي قلعه – مشتاق احمد درانے

    د کنېډې نامتو ليکوال وليم پال ينګ خپل ناول “دي شېک” کښې ليکي چې “دروغ د يوې قلعې پۀ شان وي د کوم دننه چې انسان ځان محفوظ او طاقتور ګڼي”، د دې قلعې دننه انسان خپل ژوند تېروي، د نورو خلقو د قابو کولو هڅې کوي خو د قلعې …

  • 4 فبروري

    باچاخان پۀ تيارو کښې د رڼا څیره- ګوپال ګاندهي، ژباړه: سجاد ژوندن

    )ګوپال ګاندهي د مهاتما ګاندهي نمسے دے. باچاخان سره د هغۀ مینه او عقیدت د دې لیکنې د متن نه څرګند دے. هر څو ځینې ځایونو کښې پۀ واقعاتو تبصره هغۀ ته د رسېدلو خبرونو پۀ تاثر کښې ده، مونږ د فخرِ افغان د تلین پۀ ویاړ دې ګڼه کښې …