کلنۍ آرکائيوز: 2019

ښځه: د ورکې عاطفې پته – څېړنوال عبدالغفور لېوال

هستي یو ښکلی ګل دی او ښځه ئې عطر پۀ افغانستان کښې چې د )انسان( حقونه تضمین نۀ شي، د )ښځو( حقونه به و نۀ پېژندل شي. ستونزه دا ده چې مونږ خدای مۀ کړه، ښځې لۀ انسانیته ویستلې دي او تر انسانیته بهر ئې د حقونو لپاره د شعارونو …

نور ولولئ »

الف جانه خټکه:د ازادۍ د غورځنګ مبارزه لیکواله – فېروز خان صادق

د پښتو انقلابي شاعره او د ازادۍ د غورځنګ ستره مبارزه او د فخرِ افغان باچا خان د کاروان خدائي خدمتګار تحريک فعاله نومياله قام پرسته ليکواله محترمه الف جانه خټکه پۀ بنيادي توګه د صوبه خېبر پښتونخوا د سوېلې ضلعې کرک پۀ يو کلي احمدي بانډه کښې د خداے …

نور ولولئ »

الف جان خټکه:یو تاریخ ساز شخصیت – ډ. سید وقار علي شاه کاکاخېل

پۀ څوارلسم ستمبر کال 2019 پۀ سوشل میډیا باندې د ډاکټر سهېل خان لۀ خوا یو خبر خپور کړے شو چې پکښې ئې لیکلي وو چې د پښتو نامتو لیکواله خدائي خدمتګاره الف جان خټکه پۀ حق ورسېده. د دې خبر پۀ کتو ډېر خفه شوم. یو خوا کۀ مې …

نور ولولئ »

الف جان خټکه – ډاکټر سهېل خان

الف جان خټکه پۀ لسم ستمبر کال نولس سوه اتۀ ويشتم د کرک ضلعې پۀ احمدي بانډه کښې د غني شاه خټک کره زېږدلې وه. ابتدائي زدکړه ئې پۀ غېر رسمي توګه ترسره کړې وه او ورسره ئې د اتم، لسم او دولسم امتحانونه پرائیوېټ پاس کړل او بيا ئې …

نور ولولئ »

الف جانه خټکه، فیمنزم او خدائي خدمتګار تحریک – خادم حسېن

پېژندګلو: دې مقاله کښې زۀ يو څو سوالونو ته جوابونه وئيل غواړم. وړومبے دا چې نن دور د پدر-سرۍ يا نر-واکۍ سره تړلې د فيمنزم تهيوري او عناصر کوم کوم اړخونه يا شکلونه لري؟ دوېم دا چې د الف جانې خټکې د شاعرۍ او تخليق د 1940ز لسيزه کښې د …

نور ولولئ »

بنیادګري او ترهګري:یوه څېړنه – ډ. خادم حسېن

“بنیادګري او ترهګري” د ډاکټر خادم حسېن څېړنیزه لیکنه ده چې پکښې د انساني ټولنې دننه د بنیادګرۍ او ترهګرۍ اړخونه د نفسیاتي، سماجي او سیاسي سائنسونو رڼا کښې څېړلے شوي دي. دا مقاله اګاهو د کتابګوټي پۀ بڼه هاغه وخت خپره شوې وه چې افغانستان کښې د امن “مبینه” …

نور ولولئ »

پښتنو زنانو ته! “پښتون” – پینځلسم اګست 1945 – عبدالغفار

ما د”پښتون” پۀ پخوانو پرچو کښې هم خپلو پښتنو خوېندو ته ليکلي وو او دا ځل ئې بيا هم ليکل ضرور ګڼم چې د يو قوم د ترقۍ د پاره کوشش يواځې د نارينو فرض نۀ دے بلکې دا فرض پۀ زنانو او نارينو يو شان عائد کېږي. مګر د …

نور ولولئ »

باچا خان: د عدم تشدد یو بشپړ باب – بېدار اصلزے

عموماً پۀ ټول انساني تاريخ کښې او خصوصاً پۀ شلمه پېړۍ کښې د عدم تشدد داسې غورځنګونه، هر يو لکه پۀ 1905ز کښې پۀ امريکا کښې د Trade Unionists/IWW هړتالونه، پۀ 1906ز کښې پۀ افريقا کښې Transvaal Asiatic Law پۀ ضد او د افريقې او اېشياء د خلقو د حقونو …

نور ولولئ »

ښځې او تعلیم – عزیز د ګلوزو

  “پښتون” – اوولسم مارچ 1946 د خپل قومي اخبار “پښتون” د اول فروري پۀ پرچه کښې مې د يوې لائقې او بېدار مغزې پښتنې خور الف جان صاحبې هغه خط کوم چې هغې زمونږ خوږ مشر او رښتيني غمخور فخرافغان صاحب ته ليکلے ؤ، پۀ نظر راغے. رښتيا وايم …

نور ولولئ »