خوځښت )حرکت( څۀ څيز دے او لۀ کومه اوڅنګه خپل فعليت د څيزونو پۀ وجود کښې فعال کوي؟ د هغوي وجود ته څۀ رنګ او ولې ننوځي؟ يا څيزونه نوے نوے رنګ شکل اوصورت څنګه او ولې اخلي؟ خوځښت د کائنات د وجود لپاره ضروري دے څۀ؟ کۀ سکون وي څۀ پېښه به وشي؟ د يو وجود نه بل وجود ته د زماني اومکاني تګ نه علاوه خوځښت څۀ کېدے شي؟
هراقليتوس وائي، هر شے پۀ خوځښت کښې دے او فطرت د ابدي خوځښت نه ډک دے. اور د زمکې پۀ مرګ ژوندے کېږي. هوا د اور پۀ مرګ، اوبۀ د هوا پۀ مرګ او زمکه د اوبو پۀ مرګ. د جدلياتو پۀ رڼا کښې د مخالف او متضاد اصولو د يو بل سره د جوړښت نتيجه ده. د دوي تاو تريخوالے پۀ وحدت مشتمل دے. د صداقت علم د دې مخالف اومتضاد اصولو د يو بل سره د ډغرې او ادلۍ بدلۍ پېژندو پۀ نتيجه کښې حاصلېږي.1
ابن سينا وائي، خوځښت ابدي او لازوال دے2. اېنګلز وائي، کائنات يو وحدت دے لېکن د کائنات حقيقي وحدت ماديت دے. د کائنات ذره ذره پۀ خوځښت او بدلون کښې ده. ټوله دنيا خواه کۀ فطري ده يا ذهني؛ مسلسل د خوځښت او بدلون د عمل نه تېرېږي او پۀ دې کښې مسلسل بدلونونه او پرمختګ کېږي3. سپنر وائي، خوځښت د مزاحمت نه وجود مومي؛ د دې وجې زر يا پس د هغۀ ختمېدل لازمي دي. د هر واقعاتي څيز پۀ شرح او زياتوالي کښې کمے راتلونکے دے چې بهرنے مدد ورسره نۀ وي .د سيارو محورونه ورځ پۀ ورځ واړۀ کېږي. د وخت تېرېدو سره د نمر پۀ رڼا او ګرمۍ کښې کمے راځي. دا زمکه چې پرې بې شماره حرکتونه پائي، د ژوند د لامتناهي شکلونود زېږېدو باعث دي. يوه ورځ به دوي هم پۀ خپل زماني او مکاني خوځښت کښې د ناراستيا نه کار واخلي او ورو ورو او بيا يو دم به توازن د انتشار او ګډ وډي رنګ واخلي. پۀ ټولنه کښې به ګډ وډے پېدا شي، خلق به ځايونه بدل کړي، ښارونه به پۀ تيارو کښې ډوب شي؛ د يوحکومت به هم دا مجال نۀ وي چې د ټولنې خورې پاڼې راغونډې کړي. چا ته به د ټولنې تنظيم هم ياد نۀ وي. خلق به هم د توازن پۀ ځاے د ګډ وډۍ سره مخ شي. د ژوند د تنظيم ځاے به انتشار يعني مرګ ونيسي. زمکه به هم پۀ هغه شهابيه کښې بدله شي د کومې نه چې د دې خميره اخستې شوې ده. د ودې او کمال چورلک به پوره شي او د دې وروستو به بيا دا چکر شروع شي او د نۀ خلاصېدونکو زمانو اغاز به وشي – لېکن انجام به ئې بيا هم دغه وي چې هره ترقي او کمال د مرګ او زوال شروع وي.4
علامه اقبال وائي، خوځښت د يو جسم د نقطه اغاز او نقطه انجام پۀ منځ کښې د يوې نقطې نه بلې نقطې پله خوځښت دے5.
مونږ دې پرېکړې ته رسو چې فطرت د مادې سرخط دے او انسان د فطرت وړومبے جز، او دا دواړه تغير پذير دي. خو د دوي پۀ بدلون کښې د تصور او عمل هومره فرق دے. انساني خوځښت او بدلون ليدل کېږي، څېړلے کېږي، محسوس کېږي او باور ته رسي. خو فطرت د دې تګ نه ډېر سست او دمه دے. د بدلون ئې تر پېړیو پته نۀ لګي. چې فطرت اړخ بدلوي نو انساني ژوند ډېر اړخونه بدل کړي وي او هم د فطرت د بدلون لور ته ئې حالات سازګار کړي وي. نوې مرحله دې حد ته رسېدلې وي چې خپل تېر محرکات ترې فطرت د ځان سره خوندي کړي وي. انسان د خپلو جد لياتو سره بوخت ډېر پۀ توندۍ رنګونه اړوي او د فطرت د مخالفو قوتونو د ډغرې د ليدو توان و نۀ مومي.
لکه پۀ زمکه اور بلېږي، د دې اور نه بڅري پورته کېږي او د يورپ سترګو غړولو وروستو بيا سترګې پټوي او ورو د خپل اصل )مادې( پۀ لور قدمونه اخلي. دغه بڅرے وړومبے ماده وي، ورو ورو پۀ فطري او عملي رفتار خپل رنګونه او شکلونه بدلوي. اخر پۀ اخره مرحله کښې دے د خپل ټول حېثيت نه بغاوت وکړي. ځان د جدا وجود ثابتولو پۀ کوښښ کښې د فطري قانون او قاعدې لاندې د بڅري پۀ شکل کښې څرګند شي. خو دۀ ته دومره لږ مهلت ورکړے شوے وي چې دے پۀ نوي رنګ کښې د فطري چاپېرچله نا اشنا وي؛ د نوو حالاتو سره ډغره ووهي او خپل ذات دوباره پۀ خپل اصل کښې بيامومي. د دۀ د ذاتي تشخص دغه يوه مرحله کۀ زيات هم څۀ وويني نو بس دغه اور او هغه ماحول د کوم نه چې دے پورته شوے وي. چې کوم بڅرے ځان ځان وګڼي، پۀ خپل ذات باور وکړي، د حالاتو سره ځان سم کړي، خپل فطرت د هغوسره شريک کړي او د هغو فطرت پۀ خپل فطرت کښې ځاے کړي نو د دغه فطرتونو د ډغرو نه يوه بله لمبه پورته شي او د څۀ وخت لپاره خپل يو جدا ذات قائم کړي. د حالاتو سازولو او د خپل ذات قائمولو پۀ کوښښ کښې اکثر کامياب شي خو دا کاميابي صرف د دۀ او د فطري حالاتو تر جوړې پورې لنډه وي. چې کله دواړه زاړۀ فطرتونه يو بل وزغمي نو )د کمزوري وجود( اور يا لمبې خپل ذات ختم شي او بيا د کل فطرت پۀ غېږه کښې اودۀ شي. د فطرت د بدلون او تغير د کتاب پاڼې د دۀ نه پټې پاتې شي ګنې نو ډېر بلونونه راغلي وي؛ هغه ځکه چې وړومبے څنګه وي، هغه شان شوکت ئې بيا نۀ وي. يو نوے رنګ ئې اخستے وي خو دۀ ته ځکه پته نۀ لګي چې دۀ ئې هغه وړومبے حالت نۀ وي ليدلے او بيا ئې وروستو هم ونۀ ويني، بلکې د ځاني ذات قائمولو پۀ ټېل کښې د ناکامۍ سره مخ شي. دغه شان د ماحول مثال د فطرت دے. اور يو فطري عمل دے او د انسان مثال دغه بڅرے دے لکه غالب وائي:
هستی هماری اپنی فنا پر دليل هے
يان تک مټے که آپ هی اپنی قسم هوئے
لاوزے وائي چې کله يو څيز کمال ته ورسي نوبيا د خپل ماخذ طرف ته راځي. ماخذ طرف ته د راتلو نه مقصد سکون يا د تقدير تکميل دے6. لېکن هېګل وائي، پۀ فطرت د ارتقاء قانون نۀ لاګو کېږي؛ فطرت صرف خورېږي، خپل ځان بار بار پېداکوي لېکن پۀ فطرت کښې څۀ تغير او بدلي نۀ راځي7. کۀ فطرت خورېږي، ځان بار بار پېداکوي نو دے به راغونډېږي هم، وده به هم کوي او فنا کېږي به هم. د ارتقاء سره به د دۀ اصل صورت بدلېږي او د حالاتو د تقاضو پۀ مناسبت به بيا ځان پېدا کوي. ايراني وجوديان وائي، نمر د خپل ځان برقرار ساتلو د پاره تيارۀ روښانه کوي. دا د تيارې روښانه کولو کوښښ د خوځښت سبب جوړېږي. د دۀ جوهر هم دغه دے. دغه خواهش نمر بې قراره کوي چې خپلې پلوشې پۀ ټولو څيزونو خورې کړي او ژوند پېدا کړي.8 سبط حسن ليکي، خوځښت او بدلون د هستۍ د وجود شرط او اندازه ده9 لکه اقبال وئيلي دي،
سکون محال هے قدرت کے کارخانے مين
ثبات ايک تغيرکو هے زمانے مين
حمزه شنواري هم د دۀ سره متفق ښکاري، وائي:
د هر څيز پۀ تغير کښې لۀ فنا بقاء ته لار ده
طبيعت کښې داشياو تجردو ته مېلان دے
اشرف مفتون هم د ژوند مقصد او راز بدلون ګڼي، وائي:
د ژوندون راز بس دائمي انقلاب
چې چرته ژوند وي انقلاب خو به وي
خو دا بدلون او خوځښت هغه پوره اثر ګڼي:
دلته مقصد پۀ لوري درومي کاروانونه د ژوند
د ارتقاء عشق کښې نوشېږي شرابونه د ژوند
دلته جمود نشته، حرکت پۀ هر يو څيز حاوي دے
د تغير او د تجديد هر يو بنده حامي دے
غني خان هم د علامه اقبال د دې فکرسره خپله رایې يو کړې ده:
“ترجمه د اقبال”
زۀ هم زر پردو کښې پټ يم، تۀ هم زرو کښې دننه
بس يو زړۀ دے چې ئې غشے، نېغ د سلو واړو وځي
پۀ هر وخت پۀ هر مقام، د هر شي شکل جدا وي
هر ساعت جهان ورانېږي، هر ساعت جهان جوړېږي
د ژوندون راز بس سفر دے، د ابد راز ورانېدل دي
دا پۀ خوا اقبال زما نه، ډېر پۀ ښۀ شان کښې وئيلي
غني خان ته ابديت صرف د خداے د شان سره ښۀ ښکاري او بغېر د هغۀ نه د بل وجود سره اٰفت او عذاب.
هر يو شے چې ابدي شي يو اٰفت شي يوعذاب شي
بس يو تا سره مزه کا د ازل ابد دوام
بنده نوي رنګ محل کښې نوے نوے جانان غواړي
بيابان کښې سرۀ ګلونه توره شپه چراغان غواړی
تل تيارو کښې دے روکېږي تل تيارو کښې دے ډوبېږي
دے بچے د تغير دے يو حالت کښې نۀ ټينګېږي
____________________________
فلسفه کيا هے: (1) مخ 117 – (2) مخ 117
موسٰی سے مارکس تک: (3) مخ 472 – (7) مخ 258
نشاط فلسفه: (4) مخ 470 – (6) مخ 426
نوے تشکيل: (5) مخ 107
فلسفۀ عجم: (8) مخ 128
نويدِ فکر: (9) مخ 254