د پاکستان پۀ دستور سازه اسمبلۍ کښې د باچا خان پۀ تاريخي تقرير کښې د قوم پرستۍ يا (ملتپالنې) د ټکي وضاحت – پروفېسر نور احمد فطرت اچکزے
وائي چې کله د پاکستان د دستور سازې اسمبلۍ غونډه پۀ وړومبي وار پۀ کراچۍ کښې پۀ ٢٣ فروري ١٩٤٨ز کښې کېدله نو د غونډې پۀ وړومبي نشست کښې باچاخان د پاکستان د منلو سوګند پورته کړو. پۀ قول د ډاکټر اسرار “جناح صاحب د ډېرې خوشحالۍ نه باچاخان له غېږه ورکړه . جناح صاحب پۀ دغه موقعه ووئيل چې زۀ محسوسوم چې زما د پاکستان خوب نن رښتيا شو. بيا ئې باچاخان لۀ ډوډۍ وکړه او دواړو مشرانو يو بل سره مخ پۀ مخ خبرې وکړې. پۀ پنځم مارچ ١٩٤٨ز کښې چې کله باچاخان د پاکستان پۀ پارلېمنټ کښې د خبرو کولو د پاره ودرېدو نو ټولې سترګې او
ميروېس نيکۀ – پروفېسر زر محمد سنګر
لکه ميروېس پۀ ګورګينانو لوے عذاب جوړؤم ويدۀ هوتک را ويښؤمه انقلاب جوړؤم حسيب الله هوتک نن چې پۀ ٢٢م مۍ ٢٠٢١ ء دخېبرپښتونخوا د سر ښار پېښور پۀ سپرنګ کار نيول هوټل کښې د “ وزيرمحمدګل خان پښتو اکېډمي “ او “ د صابر د رڼا ملګري تحريک “ پېښور پۀ اشتراک سره د حاجي ميروېس خان هوتک د ياد غونډه “ د ميروېس نيکۀ سيمينار” راجوړ شوے دے چې روح روان ئې د پېښور د” پښتون کوټ” مشر ښاغلے سيد صابر شاه صابر صېب دے. دښاغلي صابر صېب پۀ کوششونو او منډوترړو چې د خپلو اتلانو او مشرانو د يادولو او هغوئ ته د پېرزونو کومه لړۍ پېل
وړومبۍ ناول نګارې ښځې – رشيد احمد
ناول پښتو ادب ته د انګريزي ادب نه نېغ پۀ نېغه د قاضي عبدالرحمان د جان بنيان دناول “دي پېلګرېم پراګرېس” دترجمي “سيرالساليکين” سره راغلو. دغه ترجمه قاضي عبدالرحمان چې پۀ دغه زمانه پۀ بنو کښې مېشتۀ ؤ او د افغانستان نه پۀ کډه راغلے ؤ، فرنګيانو ورته دقاضي عهده ورکړې وه اود پاري لي مهر پۀ خوښه ئې دغه ترجمه پۀ کال ۱۸۷۷ کښې کړې وه اوهم پۀ دغه کال پۀ سرينګر کښې چاپ شوه . او دا رنګه دغه پښتو ادب ته د ناول راتګ دے . ولې لۀ بده مرغه ارادي يا غېر ارادي پۀ دې ناول ډېرو ليکوالو سترګې پټې کړې وې او د اردو ناول
حرف راز (خاکه) – روښان يوسفزے
نوټ : (د محترم روښان يوسفزي دا خاکه د نن نه نورلس کلونه وړاندې ليکلې شوې ده او پۀ شبقدر کښې د ارواښاد سليم راز صېب پۀ مشرۍ کښې شوې يوه غونډه کښې اورولې شوې وه. “پښتون” ئې د راز صېب د مرګ پۀ مناسبت هغوي ته د ډالۍ پۀ توګه چاپ کوي. بايد لوستونکي ئې د هغه وخت پۀ مناسبت او کېفيت ولولي) . پۀ درنښت، “پښتون” دعا را ته کوئ ځکه چې: وہ حرف راز کہ مجھ کو سکھا گیا ہے جنون خدا مجھے نفس جبرائیل دے تو کہوں هسې خو تخليق د حرف نه شوے دے او حرف هاغه ژور ټکے دے چې د فطرت د قانون
هشنغرۍ نه تر پښتو اکېډمۍ (رپورتاژ) – ګل محمد بېتاب
ستاسو نه څۀ پرده ډېر وخت نه مې اراده کړې وه چې يو رپورتاژ به ليکم خو پۀ نن سبا کښې مياشتې او کلونه تېر شول. اخر مې ووې چې هرڅۀ کېږي سبا له به ضرور دا کار کوم. رپورتاژ ليکل ګران کار نۀ دے. رپورټنګ کول وي او پۀ صحافتي ژوندکښې ما ډېر رپورټونه ليکلي دي البته د یو ادبي صنف پۀ توګه دې کښې د خارجيت سره سره داخليت هم پکارولے کېږي لکه پۀ ګپ ګپ کښې د يوې غونډې، سفر او تقريب حال بيانول وي. د شپې نه مې دوه درې ځايونو ته د تګ اراده وکړه او سحر د پاڅېدو سره مې اراده بحال وه. دکلي
ادب او زماني غوښتنې – فېصل فاران
يادونه ــــ “دا د محترم فېصل فاران صاحب د هغه لېکچر متن دے کوم چې هغوي پۀ يويشتمه مۍ دوه زره يويشتم د “روح الله درانے پښتو ادبي اؤ ثقافتي جرګه نؤښار” پۀ انتظام راجوړه شوې غونډه کښې کړے ؤ. د لېکچر دپاره د جرګې لۀ خوا (د پښتو ادب عصري تقاضې) موضوع ټاکلے شوې وه” متن : د عصري تقاضې ترکيب کۀ مونږ زماني غوښتنې کړو او بيا دغه يوې زړې اصطلاح عصري روح چې يوه جرمن اصطلاح (zeitgeist ) ترجمه ده سره پرتله کړو نو خبره به ډېره څرګنده او د تنقيدي چوکاټ دننه بـه شي د عصري روح نه مطلب د يو دور يا زمانې هغه منلے
د اقتدار پۀ محلاتو کښې روان ښکاره پټ پټونے – سلطان خان ټکر
د شهباز شريف د بهر ملک پۀ تلو باندې حکومت دومره پرېشانه ولې ؤ چې د شهباز شريف د مخنيوي لپاره کله د اي سي اېل،کله تور لسټ او کله پي اېن ائي لسټ سرودونه د قوم غوږونو واورېدل. ايا د حکومت دا پرېشاني پۀ دې وجه وه چې پۀ شهباز شريف د کرپشن ډېر غټ تورونه دي او کۀ چرته شهباز شريف بهر لاړو نو ممکن ده چي بيا ملک ته لکه د غټ مياجان واپس را نۀ شي او کۀ نه حکومت پۀ دې وجه لکه د خټکي زيړ ؤ چه هسې نه وړوکے ميا جان د غټ مداري ميا جان لالا سره څۀ نوے دم درود و
اے ۔ ډي ۔ ار پۀ زوړ خر، نوې کته – انور نګار
تېره مياشت د خېبر پښتونخوا سرکار د نوو ورګډ کړے شوو ضلعو لپاره د يو ځانګړے ثالثي کونسل يا جرګې پۀ ځاے کولو لپاره حکم جاري کړے دے، کوم ته چې د اے. ډي. ار نوم ورکړے شوے دے. پۀ وړومبيو کښې د دې کونسل د تعارف پۀ خاطر د دې مهم سرټکي راوړو او بيا ئې تجزیه کوو. پېژندګلو او مهم سر ټکي : څنګه چې د نوم ADR (Alternate Dispute Resolution) نه ښکاره ده، دا د ستونزو د حل د راوستو يوه متبادل اداره ده. او داسې خپل شرایط ضوابط او لارې چارې ورته ټاکلي شوي دي. د دې نظام څو مهم خدوخال پۀ ليک کښې راولو. 1۔
شرعې ته سمه شاعري – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت
سليمه سم دې کړه غزل شرعې ته لږ پۀ کښې ذکر د خپل قام کوه د ارواښاد سېف الرحمان سليم دغه شعر د اولسي ادبي جرګې د هاغه دور پېداوار دے چې کله هغه شاعرانو، اديبانو او د جرګې ناقدينو محض يو روماني شاعر بللو او دغه احساس ؤ چې ښاغلے سليم ئې پۀ دغه وېنا مجبور کړلو. پښتو ادب کښې د اولسي ادبي جرګې خپل يوفعال رول ؤ او دغه جرګه کښې چې به کومو شاعرانو د وخت د تقاضو سره سمه او پۀ شرعه درسته شاعري کوله او خپله شاعرۍ کښې به ئې د جانان غم د دوران غم کښې مدغم کولو لکه ښاغليو قلندر مومند، سېف الرحمان
جانبدار ليکوال – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے
ارواښاد سليم راز صېب پۀ کال ۱۹ مارچ ۱۹۳۹ کښې چارسده، دوابه سوکړ کښې د ملک امان الله خان پۀ کور کښې پېدا شوے ؤ. د دوي پلارنۍ ټاټوبے بټګرام علاقه ټيکري ؤ. دوي پۀ قبيله يوسفزو ملکال شاخ سره تعلق لرلو . لومړۍ زده کړې ئې مشن پرائمري سکول بنو نه ترلاسه کړې . لومړے د پښتو ژبې نړیوال کنفرانس بنسټ ایښودونکے او ټول عمري چئيرمېن ؤ او د حکومت لۀ خوا پۀ ۲۰۱۰ کښې ورته صدارتي جایزه هم ورکړل شوه. ښاغلے سليم راز يو مترقي ليکوال ، شاعر، اديب او کالم نګار ؤ. هغه پۀ خپله نظريه د ژوند تر وروستۍ سلګۍ ولاړ ؤ. د دوي يو مشهوره
د افغانستان راتلونکے، پېښې او اندېښنې – مولانا خانزېب
افغانستان کۀ هرڅومره هم د نړۍ پۀ سر د قامي رياستونو پۀ څپ کښې خورا لرغونيت لري خو پۀ دغه لرغونيت کښې څۀ کم دوه سوه کاله نه پۀ دوام داره توګه د نړۍ د لوې بادارانو د غوېمنډ لوبغالې کرځېدلے. دا اخ و ډب کۀ د پښتنو پۀ هرڅومره برباديو تمام شوے او لا دغه سلسله تم نۀ ده خو بل اړخ ته دا هرڅۀ د پښتنو د دغه ستر کور د جغرافيې نړيوال ارزښت هم پۀ ګوته کوي . دغه ارزښتونه کۀ د سکندر نه واخله تر اوسه پۀ ډول ډول شکلونو پاتې شوي او پايله ئې د پښتنو د تباهۍ نه پرته بل څۀ نۀ ده راوتې
افغانستان کښې د سولې پروسه او منطقې مستقبل – خادم حسېن
پروسکال فرورۍ کښې د امريکې د ځانګړي استازي زلمے خليلزاد او د طالبانو د دوحې قطر دفتر ترمنځه د څلورو نکتو لوظنامه د هند، پاکستان، ترکيې، انډونېشيا، تاجکستان او ازبکستان پۀ موجودګۍ کښې لاس ليک شوه. دغه څلورو نکتو کښې وړومبۍ نکته دا وه چې د امريکې ځواکونه به راروانو څوارلسو مياشتو کښې افغانستان نه ووځي. دوېمه دا وه چې طالبان به دا ضمانت ورکوي چې د افغانستان خاوره به د امريکې خلاف د بريدونو د پاره نۀ کارولے کېږي. درېمه نکته دا وه چې طالبان به مارچ ٢٠٢٠ز پورې د افغانانو خپل منځني خبرو اترو د پاره غاړه ږدي. څلورمه نکته دا وه چې طالبان او نور فريقېن به
بېګم نسيم ولي خان او د هغې يادونه – کلثوم زېب
د خدائي خدمتګار تحريک مشر او باني باچا خان هغه خوږ انسان ؤ چې هر انسان سره به ئې مینه کوله . خدائي خدمتګار تحريک کښې مشر او کشر،کارکن او د تحریک باني دواړه یو بل ته د مينې او قدر پۀ تول برابر وو، نۀ کم نۀ زیات . کۀ د تحریک کارکن بابا ته مینه او احترام ورکړے دے نو پۀ بدل کښې بابا هم دوه چنده مينه ورکړې ده. چه مونږ ماشو مان وو نو خپله کورنۍ مو د تحریک د بنیاد پۀ شکل کښې لیدله. زما ترۀ فردوس خان (کوکو) د دیارلسو کالو پۀ عمر کښې هغه وخت زنداني شو کله چه هغه بسته پۀ لاس
د خپل ياد پۀ جزيرو کښې (مېرمن نسيم ولي خان) – م ۔ ر شفق
مېر من نسیم ولي خان وفات شوه. د اتوار پۀ ورځ، 16 مۍ 2021ء .. ماښام ئې ولي باغ کښې جنازه ادا کړې شوه او د ولي خان سره خوا کښې خاورو ته وسپارلې شوه. د مېرمن نسیم ولي خان شخصیت د قومي سیاست یو ځلنده باب دے . دا چې دعوامي نېشنل پارټۍ صوبائي صدره وه نو پارټي ئې ښۀ چټک کړې وه او صوبه کښې به ئې دومره نشستونه وګټل چې د دوي د مرستې نه بغېر به یوې ډلې هم حکومت نۀ شو جوړولے . نسیم ولي خان د فوجي او سول امریت پۀ ضد عملي مبارزه، او د انساني جمهوري حقونوعلمبرداره سیاسي مجاهده وه . بېګم
فولادي ښځه: د خان لالا چمو نه تر مور بي بي – اوېس کمال
د برطانوي هند تقسیم کېدو نه پس باچا خان بابا د مسلم لیګي حکومت مرکزیت لرونکې غېر جمهوري پروسې پرضد د خان شهید، جي اېم سید، عبدالمجید سندي او خپلو نورو همفکره ملګرو سره لیدل کتل وکړل، د مسلم لیګي حکومت جبر خلاف پۀ یو پلېټ فارم راغونډ شول او پۀ اتم مارچ ۱۹۴۸ باچا خان بابا پۀ حېث د صدر او جي اېم سید پۀ حېث د جنرل سېکرټري د پیپلز پارټي پۀ نامه ګوند اعلان کړو. باچا خان بابا د ګوند پېغام خورولو لپاره خپله هم دورې پېل کړې او خدائي خدمتګارو ته ئې هم چم پۀ چم، کلي پۀ کلي د دورې کولو حکم وکړو خو د
مور بي بي (د خدائي خدمتګارۍ ځلنده مخ) – ډاکټر سهېل خان
څۀ رنګ چې د پښتنو عمومي تاريخ د جبر لاندې پټ پروت دے. دغه رنګ د خدائي خدمتګارۍ تاريخ هم د دوړو لاندې پروت دے. هم د تحقيق او څېړنګارانو د چپې سترګې د ړوند تقليد پۀ ولقه کښې دے. هم د ملک د ادارو کومو ته چې د تاريخ د څېړنګارۍ کارحواله دے د هغوي د معاشرتي د نظريې ښکار دے. کۀ داسې نۀ وه نو ولې به نن امير محمد خان لالا ( خدائي خدمتګار) د تاريخ د پاڼو نه غائب ؤ. خان لالا د مردان هغه لوړ مبارز خدائي خدمتګار ؤ چې د پېرنګې د سترګو ازغے ؤ. ځکه چې دوه ځله ١٩٣٧ز او ١٩٤٦ کښې د
اداريه – جون 2021ز
آه؛ مور بي بي هم رخصت واخيست! ځنې خلک هېڅ کوم د تعارف محتاجه نۀ وي ځکه چې دغه خلک خپله يو دور بلکې د يو دور پېژندګلو وي . مور بي بي بېګم نسيم ولي خان هم يو داسې عهد ساز شخصيت دے چې د يو دور پۀ ډېرو اړخونو ئې چاپ پاتې دے . د انسان د لوړتيا او عظمت کۀ خلک هر څومره بېلا بېل توجيهات راوړي خو دا منلې خبره ده چې حالات داسې يو څيز دے چې د انسان پۀ جوړولو کښې ډېر لوے لاس لري خو کۀ انسان پۀ استقامت، صبر، تدبر، حکمت او لوے زړۀ د دغه حالاتو مقابله وکړي ځکه چې ډېر
پپو نه قلار شئ! – ناظم ايوب خان
د ځوانانو هم يقين دے او د خان ملګرو ته هم ښکاره ده چې دا ملک ټول اپوټه پروت دے. د ځوانانو هم دا خوب دے او د خان هم دا وېژن دے چې دا ملک به هله پۀ هوا الوځي چې پۀ دې ملک کښې هائي اېجوکېشن يعنې اعلٰي تعليم ترڅو ښۀ شوے نۀ وي او يقيناً چې داسې د دې ملک د هرکس خيال هم دے. د خان پۀ نظر د اعلٰي تعليم به هله ښۀ کېږي کله چې د دې پۀ وچته څوکۍ د خان کس ناست وي او هر هغه کس کوم چې د خان کس نۀ وي نو هغه د خان د وېژن سره سمون
تت منظر – ناصر علي خان اپريدے
مې نظر د سترګو تت شو هم منظر د سترګو تت شو دا چې نمر د غرۀ پناه شو دا مې غر د ستوګو پټ شو يو داسې منظر چې پۀ کښې د پښتون د سوکالۍ څۀ ډېر خوبونه ليدلے شول، يو داسې منظر چې د پښتون داختر مياشت وه، يو داسې منظر چې واقعي چې د پښتون د بدلون هيله او روڼ شګون ؤ خو د بده مرغه هم دغه منظر چرته خړه کښې پناه شو. د پښتون ګرځېدونکي ستوري خپل محور خطا کړو. زۀ د هغۀ منظر خبره کوم چا چې د خوشحال بابا، غني خان، اجمل بابا او داسې پرمختګه شاعرانو ژباړنه کوله او ورسره ئې يو
ارواښاد پروفېسر همايون همدرد؛ يو پياوړے محقق، شاعر او ډرامه نګار – عبدالکريم بريالے
(يادګيرنه:دا ليكنه د خداے بخښلي پروفېسر همايون همدرد وفات كېدو ورځو كښې ليكلې شوې ځكه نو هغه تاثرات پكښې ښكاره پۀ نظر راځي) د خوېشكو ځمكه د علم اوادب پۀ حواله دومره زرخېزه اوپخوانۍ ده چې زۀ ورته د پښتو ژبې وړومبے سنګر وئيلے شم. د ملا ارزاني خوېشکي علمي عظمت او د روښاني ادب تنستې لۀ دې ځايه راوتلي دي . حدوداربعه كمه خو ذهني اوتهذيبي ميراث ئې دومره ژور دے چې ادبي تاريخ بايد وياړ ورباندې وكړي،د دې خاورې نه راټوكېدلے ګل، يو ذهين اوپياوړے ليكوال پروفېسر همايون همدرد پۀ ځوانۍ كښې د٥٣ كالو پۀ عمر كښې پۀ ناڅاپه مرګ لۀ مونږ نه پۀ ٢٩ جون ٢٠٢٠ع جلا
ډاکټر خان صاحب – امجد شهزاد
د مۍ نهمه نېټه د ډاکټر خان صاحب د شهادت ورځ ده. “پښتون” پۀ دغه حواله د محترم امجد شهزاد دا خصوصي ليکنه خپلو لوستونکو ته يو ځل بيا وړاندې کوي. “ډاکټر خان صاحب ووژلے شو، د قاتل خنجر زمونږ نه د ازادۍ د جنګ يو بل تکړه سپاهي وتروړلو، خو پۀ دې خنجر يو عمر خوړلے سړے نۀ دے وهلے شوے، دا د پاکستان په سينه ګوزار دے، پۀ دې خنجر زمونږ د جمهوريت قتل شوے دے، د نېکۍ، سادګۍ او خلوص قتل شوے دے، د ورورولۍ او انسانيت قتل شوے دے”. د ډاکټر خان صاحب پۀ شهادت دا د سېد سبط حسن هغه الفاظ دي چې د هفت
د خوشحال خان خټک پۀ کلام کښې د عربي شعر عکس – تحرير: ډاکټر سيد عبدالله – ژباړه: پروفېسر نوراحمد فطرت
ما چې کله پۀ خوشحال خان د څۀ ليکلو اراده وکړه نو پۀ فطري ډول سره مې (لا تر ډېره حده د وخت دکمي پۀ وجه مې) د يوې عامې موضوع خيال ذهن ته راغلو او ښکاره ده چې د دې څخه زيات سوچ زۀ کولے هم نۀ شم ولې چې زما پښتو کمزورې ده او د خوشحال خان د وئيلو يا لوستو لپاره د يوې ځواکمنې (پياوړې) او ښکلې ژبې اړتيا احساسېږي ۔ ما د مېجر راوټي د مطالعې هڅې هم وکړې لېکن ما چې کله د دۀ څۀ ژباړې تر نظره تېرې کړې نو ما ته داسې جوته شوله لکه زۀ چې د چچ هندکو وائم يا ئې
خدائي خدمتګار سيد رحمت الله عرف چمنے وکيل – سعيد احمد شاهي
سيدرحمت الله چې مشهور پۀ چمني وکيل ؤ پۀ کال ١٩٤٨ز کښې د خدائي خدمتګار عبدالحق کره ئې سترګې غړولې وې. د دۀ د نيکۀ نوم حسن الدين ؤ کوم چې د چارسدې ترنګزو اوسېدونکے ؤ او کله چې فخر افغان باچاخان پۀ ١٩٢١ز پۀ اتمانزو کښې د تنظيم بنياد کېښودلو نو د هشنغر د ټولو اوسېدونکو پۀ شان دوي هم د فخر افغان پۀ دغه قافله کښې شامل شو او د جرګې هرې غونډې او جلسې ته به ئې ځان رسولو او وروستو چې پۀ کال ١٩٢٩ز باچاخان د عدم تشدد د فلسفې لاندې باقاعده د “خدائي خدمتګارتحريک” بنسټ کېښودلو نو د دوي د کورنۍ ټولو ځوانانو پۀ دغه
رښتيا رښتيا دي – سلطان خان ټکر
پۀ تاريخ کښې چې د پښتون قوم کوم نوم دے نو د تورې پۀ زور دنيا ته ښکاري. خو باچاخان چې د پښتون قوم کوم نوم دنيا ته وړاندې کړے دے هغه دسوچ د بدلون نوم دے. هغۀ پښتون د تيارې نه رڼا ته پورته کړے دے. هغۀ يوازې پښتون نه بلکې هر انسان ته د خپل حق پېژندل او د هغې حفاظت کولو احساس ورکړے دے. باچاخان قوم له دا احساس ورکړے ؤ چې پېرنګے د مغرب نه راغلے دے، او زمونږ د ناپوهۍ پۀ وجه زمونږ حقونه لوټي. ترڅو چې مونږ يو موټے نۀ شو نو تر هغې مونږ خپل حق ترلاسه کولے نۀ شو. د دې مقصد
انجمن اصلاح الافاغنه – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت
د پښتونخوا يو تاريخي پس منظر: پښتونخوا چې پخوا پۀ قطبي قلبئيزه سرحدي صوبه بللې شوه، پۀ کال ١٩٠١ز کښې لۀ پنجاب څخه جدا کړې شو. او د چيف کمشنر د لاندې ئې کړه[1]. پۀ کال ١٨٤٩ز کښې پېرنګيانو، سکهانو لۀ ماتې ورکړه او بيا ئې د پښتونخوا پۀ لور ګامونه اوږدۀ کړل. د پېرنګيانو نه اګاهو پۀ پنجاب او پښتونخوا د سکهانو راج ؤ. خو پۀ کال ١٨٤٩ز کښې سکهانو شکست وخوړو نو د هغوي ځاے پېرنګيانو ونيولو. د پښتنو صوبې له ئې شمال مغربي سرحدي صوبه نوم کېښودو، خو ټول پښتانۀ ئې تس نس کړل. پۀ کال ١٨٩٣ کښې ئې د ډيورنډ لائن پۀ نوم د افغانستان او
شے (خاکه) – ګل محمد بېتاب
شے د پښتو ژبې يو ذومعني لفظ دے چې پۀ خپل ځان کښې ګڼې معنې لري. دا لفظ کۀ يو خوا پۀ مدحه کښې وئيلے شي لکه ډېر ښۀ شے دے نو د حقارت او نفرت پۀ توګه هم استعمالېږي چې دا هډو څۀ شے نۀ دے. د دې لفظ/ معنې او مفهوم يو سړے د ويونکي د وېنا د انداز او موډ نه لګوي. کله کله خو چې بنده له د څۀ نامه نۀ ورځي نو دا دومره عام لفظ دے چې سمدستي د بنده خلې له راشي او وائي تۀ راکړه دا شے. يا تۀ اوښايه دا شے. زۀ هم تاسو سره يو شے معرفي کوم چې دے
متلونه د پښتنو د اولسي ژوند يو ښکاره اړخ – پروفېسر نور احمد فطرت اڅکزے
ډېرو پوهانو د پښتنو د عقليت او اخلاقو مظاهره پينځۀ شيان ګڼلي يا پۀ ګوته کړي دي. پۀ هغې کښې وړومبۍ ژبه ده، دوېم شعر دے، درېم قيصې دي، څلورم عنعنات او پينځم متلونه دي. د ژبې پۀ باره کښې وئيل شوي دي چې ژبه د هر ملت پۀ عقليت لۀ دې پلوه دلالت کوي چې پۀ هر عصر کښې د عقلي مظاهرو مهم مظهر ژبه ده. ولې چې ژبه به يوه ځل نۀ ده پېدا شوې او نۀ داسې بشپړه اخلاقو ته له اسلافو څخه راغلې ده. وړومبے وړومبے خلقو پۀ خپلو اړتياو ځينې الفاظ جوړ کړل چې نوي شيان ميندل کېدل، نوي کلمات ورنه جوړېدل، چې شيان ورکېدل
ژبه او الهامي دينونه – مولانا خانزېب
انسان د خداے شاهکار او ښکلا ده هم دغه وجه ده چې انسان له خداے پاک د نورو حېواناتو پۀ مقابله کښې عقل او شعور ورکړے او د خپل زړۀ د خبرو د ښکاره کولو پۀ ژبه سره ئې توفيق ورکړے. د علم الاسنه پوهان ژبه، وېنا د انسان يو ستره بريا ګڼي چې د منل شوي ارتقائي پرمختګ پۀ نتيجه کښې د اشارو د ژبې نه واخله تر اوسه پورې پۀ مختلفو ډولونو اووښتې راووښتې ده چې د پنځوس زره کاله پخوا نه واخله تر پينځۀ لاکه کاله پورې پخوا کېدو احتمال لري . ژبه يو نسلي اکائي ده ځکه خو د قاميت پۀ لازم توکو کښې يوه ژبه
د غني خان وجدان او ايډيمونسټکزم – فېصل فاران
د بنيادم د ذهن رغښت قدرتي داسې دے چې دايو لټونوال خاصيت لري؛ بنيادم چې خواوشا، مخکې وروستو ګوري، ويني نو دۀ کښې تلوسه او د تلوسې سره پوښتنه پېدا کېږي. دبنيادم دغه ذهني لټونواله خاصيت ته يو خوا د ادم ع او بلخوا د ابراهيم ع واقعاتو تمثيلو کښې اشاره شوې ده . عن تردې چې ابراهيم ع د سوچ و فکردې پرمختګ کښې زهره، سپوږمۍ او لمر باندې ګمانونه کول، بيا دا مسترد کول چې دا ټول د علت معلول دننه راځي او يو رب بايد خپله علت و معلول د ولقې نه بهر او مادي قوانين نه ماورا وي. دغه شان د ربوبيت حواله باندې توحيد ته
زاړۀ يادونه ښاغلي شخصيتونه – اسرار د طورو
د ١٩٣٩ز د دسمبرمجله کښې د “پښتون” يو شاعر شهزاد ګل صابر د چارسدې “د وطن فرياد” نومې نظم کښې پۀ څلورم شعر کښې فرمائي چې “پښتون د خداے کلام پرېښود نو بې برکته شو” (د قران پۀ تعليماتو د عمل ترغيب ورکوي. نن هم د صابر صاحب دې خبرې ته توجه پکار ده) د فروري ١٩٤٠ز”پښتون” کښې د جولائي ١٩٣٨ز خبر دے چې ډاکټر خان صاحب پۀ تخت بهائي کښې د يوې کارخانې افتتاح وکړه ( ص ٩) پۀ جون ١٩٣٩زکښې د ډاکټر خان صاحب زوے “جان خان” وفات شوے ؤ. پۀ اګست ١٩٣٩ز کښې پۀ صوبه بمبۍ کښې د شرابو بندولو قانون جاري کړے شو نو د بمبۍ
د مۍ ورځ – پښتون
د مۍ وړومبۍ نېټه ټوله نړۍ کښې د مزدورانو يعنې خواري کښو د ورځ پۀ توګه نمانځلې شي. د دې ورځې د نمانځلو مقصد دا دے چې د محنت، خوارۍ او زيار اهميت ښکاره کړے شي او د دې يادونه وشي چې زمونږ ټولنه پۀ خوارۍ او محنت ولاړه ده. پۀ ژوند کښې چې څۀ هم کېږي هغه د خوارۍ او محنت د لارې کېږي او دا خواري او محنت چې کوم خلق کوي هغې ته خواري کښ، زيار کښ يا مزدور وئيلے کېږي. د دې ورځې د نمانځلو دپاره د مۍ وړومبۍ نېټه ولې ټاکلې شوې ده؟ دا د يوې تاريخي واقعې سره تعلق لري، مزدور او خواري کښ
زۀ يو مزدور خانه بدوش د وطن – جاوېد ثاقب
د مۍ د مياشتې وړومبۍ نېټه چې پۀ ګرده نړۍ کښې د مزدورانو د نړيوالې ورځ پۀ توګه لمانځل کېږي . دا هغه خونړۍ ورځ ده چې پۀ 1886ز کښې هم پۀ دې ورځ د امريکې شکاګو د صنعت پرست او زر پرست رياست پوليسو د سلګونو هغه مزدورانو وينې تويې کړې چې د خپلو حقونو لپاره ئې احتجاج کولو او د کار د وخت کمولو او اجرت زياتولو مطالبه ئې لۀ صنعت کارو او کارخانه دارو څخه کوله . د دغه مزدورانو پۀ ياد کښې پۀ کال 1889ز کښې پۀ وړومبي ځل د مۍ وړومبۍ نېټه د مزدورانو د ورځ پۀ توګه ولمانځل شوه چې لا تر دې دمه