علامه قلندر مومند – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

زما ژوند نۀ ختمېدونکے حرکت دے زما روح يوه لمبه ده، حرارت دے زما دين مينه ايمان او محبت دے سياست مې هر جابر ځينې نفرت دے صاحبزاده حبيب الرحمان چې پۀ ادبي دنيا کښې د علامه قلندر مومند پۀ درنه او خوره نامه شهرت لري د صاحبزاده سېف الرحمان …

نور ولولئ »

د غزل د بابا حمزه خان شينواري اوويشتم تلين او يو خط – اداره

حمزه بابا، د پښتو د غزل بابا، يو داسې دور چې دورونه ترې روان دي، يو داسې انداز چې پۀ هر چا خور وور دے، يو داسې پل چې کلاسيک او جديد دور ئې سره تړلي، يوه داسې وږمه چې د پښتو ادب پۀ هر صنف کښې ئې خوشبويۍ ژوندۍ …

نور ولولئ »

اجمل خټک او مترقي قام پرستي – انجنئير اعجاز يوسفزے

اوومه فروري ۲۰۲۱ د انقلابي شاعر او ملنګ قامي سیاستوال اجمل خټک د یوولسم تلین ورځ ده. اجمل خټک په یوه ناچاره کورنۍ کښې په کال ۱۹۲۵م کښې دې دنیا ته سترګې غړولې وې، هغه د یحي خان د سترې کورنۍ د فقیر جمیل بیګ د ټبر د فقیر خېلو …

نور ولولئ »

د ګفتار او کردار شاعر – روښان يوسفزے

ګوئټے وائي چې “عمل کول اسان دي خو سوچ کول ډېر ګران کار دے”. کېدے شي ځينو لوستونکيو ته د ګوئټے دا خبره د عام روايت او امروزې نه اپوټه او عجيبه ښکاره شي، ځکه چې پۀ عام ژوند کښې عموماً د “عمل” پۀ ټکي زيات زور اچولے کېږي. د …

نور ولولئ »

د مورنيو ژبو نړيواله ورځ: ژبه، شناخت او اختيار – اوېس کمال

د یویشتمې فرورۍ ورځ پۀ ټوله نړۍ کښې د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځ پۀ توګه لمانځل کېږي، پۀ تاریخي توګه چې کله پۀ کال ۱۹۵۲ء کښې وزیراعظم خواجه ناظم الدین د مسلم لیګ، محمد علي جناح او لیاقت علي خان د اردو ژبې پۀ اړه زوړ موقف پۀ ډهاکه …

نور ولولئ »

د باچا خان بابا اقوال

1. زما ملګرتيا کښې غمونه او تکليفونه دي، زما لار د ازغو نه ډکه ده، زما ملګرتيا صرف هغه څوک کولے شي چې د خپل ملک او قوم دپاره خپل ځانونه خاورو کښې خاوري کولے شي، پۀ دې لار کښې صدارت، جرنېلي او ممبري نشته او نۀ پۀ دې لار …

نور ولولئ »

قامي سياست کښې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن کردار – علي يوسفزے

د دوېم نړيوال جنګ نه پس د نړۍ پۀ سياست کښې هم ډول ډول بدلونونه راغلل؛ د کېپيټلزم او کميونېزم دوه قسمه سياسي نظريې ډېرې تېزۍ سره پۀ خورېدو شوې. دغسې د برصغير د تقسيم نه لږه موده پس پۀ پاکستان کښې جرنېلانو د ډکټېټر شپ بنيادونه کېښودل. جنرل ايوب …

نور ولولئ »

باچا خان سکولونه او انجمن – ارباب الطاف قادر

د باچاخان ټرسټ سي اي او اېمل ولي خان د جون پۀ اتمه نېټه ٢٠٢٠ دا فېصله وکړه چې ډاکټر سهېل خان بۀ د باچاخان ټرسټ اېجوکېشنل فاونډېشن اعزازي منېجنګ ډائرېکټر او ارباب الطاف قادر بۀ ډپټي ډائرېکټر وي. پۀ وړومبي ځل چې مونږ د اېمل ولي خان سره ناسته …

نور ولولئ »

سيمينار، قامي سياست کښې د ښځو کردار – پښتون

دباچاخان اوونۍ او د انجمن سل کلن جشن پۀ وياړ د تابيا شويو سيمينارونو پۀ لړۍ کښې باچاخان مرکز کښې د جنورۍ پۀ پنځويشتمه نېټه د “قامي تحريک کښې د ښځو کردار” عنوان لاندې يو ډېر مهم سيمينار ترسره شو. دا سيمينار د ګوند زنانه نائب صدرې ارم فاطمه پۀ …

نور ولولئ »