يادونه ــــ “دا د محترم فېصل فاران صاحب د هغه لېکچر متن دے کوم چې هغوي پۀ يويشتمه مۍ دوه زره يويشتم د “روح الله درانے پښتو ادبي اؤ ثقافتي جرګه نؤښار” پۀ انتظام راجوړه شوې غونډه کښې کړے ؤ. د لېکچر دپاره د جرګې لۀ خوا (د پښتو ادب عصري تقاضې) موضوع ټاکلے شوې وه”
متن :
د عصري تقاضې ترکيب کۀ مونږ زماني غوښتنې کړو او بيا دغه يوې زړې اصطلاح عصري روح چې يوه جرمن اصطلاح (zeitgeist ) ترجمه ده سره پرتله کړو نو خبره به ډېره څرګنده او د تنقيدي چوکاټ دننه بـه شي د عصري روح نه مطلب د يو دور يا زمانې هغه منلے شوے فکري صداقت وي چې پۀ عمومي توګه يو رجحان جوړ شوے وي. او د دغه دور يا زمانې علمي ادبي، سياسي، اخلاقي، معاشرتي او معاشي يعنې د هرې حوالې د ګېڼه کولو قدرت لري. او لکه د زمانې اېټم کښې د نېوکلئيس مثال لري.
شعر وادب يو خوا د ليکونکي ذات يا شخصيت سره تړلے وي نو بلخوا د ټولنې او ژوند سره پېوستون لري ځکه شعر و ادب د ليکوال د نفسياتو او د زمانې ماحول دواړو ښودنه يا عکاسي کوي. دلته زۀ قصداً د ترجمانۍ لفظ نۀ پکاروم چې پۀ نوي تنقيد کښې رادننه کړې د مارکسي دانشورانو يوه تېرايستونکي اصطلاح ده او لوستونکيو ليکونکيو پۀ چپه خلۀ منلې ده. درحقيقت ترجماني يوميکانکي او شعوري عمل وي چې د شعر و ادب پۀ ځاے د تشهير او پروپېګنډې د پاره غوره کېدے شي خو د تخليقي عمل د معروضيت او موضوعيت دواړو ګېڼه نۀ شي کولے ځکـــه تخلیق کار ترجمان نۀ دے او نۀ تخليق ترجماني ده ولې تخليقکارعکاس او تخليق عکاسي ضرور کولے شي او کوي . مونږ چې ائينه کښې هم کوم عکس وينو نو هغه د اصل نه شل فيصده پورې بدلون لري. دغه عمل د زمانې تصويرونه سره تخليقي عمل کښې دتخليقکار ذات کوي، د تخليقکار د ذات لمس(touch) باندې يوه واقعه، يوه مشاهده، يو خبر، يوه عقيده يا نظريه هم داسې شل فيصده بدله شي لکه د يو څيز عکس افګني کښې عکس چې د اصل نه ائينه بدله کړي دلته د لمس نه مطلب د تخليق کار جذبه يا احساس د يو خاص نقطه نظر سره تخليقي عمل کښې د واقعې مشادې عقيدې يا نظريې يا خبر سره ورګډېده دي او مونږ چې هر وخت د” تــــــــــــخليـــــقيت” دا بې معنې اصطلاح پۀ بيا او بيا او بيا پکاروو نـــــو دا بې معنې او مجهوله يا مهمله اصطلاح نۀ ده د دې مطلب هم دغه دے چې يعنې ليک کښې د ليکوال د ذات لمس ګډېدل. شعر وادب د تخليقي جبلت خاصه ده خو د اجتماعي او انفرادي حقيقتونو نه کله هم بې برخې نۀ شي کېدے، دې سره به د خپل دور اخلاقيات او نفسيات هم وي او د ابلاغ لاره به هم لري کوم ادب چې ابلاغ نۀ لري هغه به يو خو همېشه مشکوک وي او بل به شعور ته وده نۀ ورکوي او چې شعور ته وده نۀ ورکوي د دې مطلب به دا وي چې دا ادب د خپل بنيادي دوه خاصيتونو “دانش او تحير “کښې کۀ يو خاصيت هم نۀ لري. کوم کښې چې يو خاصيت به د شعر وادب د پاره پۀ هرحال او ارومرو ضروري وي او هم دغه خاصيتونه دي چې شعر و ادب کښې د سرخوشي کېفيت سوب وي خو ځنې کم فکــره دسرخوشي کيفيت د تخليق متبادل ومني او دلته نه د”ادب برائې ادب” غلــطه مفکوره خوره شي او د تخليقکار د پرسي بائسي شېلې الفاظ کښې دپېشمني تورانکه شي چې ځانله په څانګه ناسته خپله سندرې وائي خپله اوري او خپله ځانله داد ورکوي خوند اخلي او عقوبت داسې روماني تخليقکار د سوچ د داخليت له رويه د انتهاپسندۍ ښکارشي او داسې بيا اووائي:
د اولس د پاره نۀ ليکم شعرونه ـــ شاعري معاملــه زما ذاتي ده .
داسې ليکوالان تخليقــــــکارانه تنهائي ــ معاشرتي ګوشــــه نشيني او فنـــــکارانه استغنا درېواړه سره خپلو کښې لکه چې ګډه وډه کړي او زياتر دشخصي انا ښکار شي کنه تخليقکارانه تنهائي چې فنکارانه استغنا ته لارسموي دغسې غوره ليکوال کښې دکناره کشي خواهش هم وي ځکه چې تخليقي عمل عموما يکسوئي غواي لکه مرزا بېدل چې وائي
عُزلت از حادثه دَهر بِروں تاختن است
مَوجِ دریا نشوَد دست و گریبانِ صدف
اصل کښې د تخليقکار هم د يو دروېش غوندې د وجدان څخه مقدسه پوهه موندل غواړي چې د دې پأئېـله يو خاص بې نومه خفګان (agitated depression) وي هم دغه بې نومه خفګان تخليقکار انتروسپيکټ کړي او هغه ګوښه کېده کښې خوند مومي چې غوروفکراو دخپل فن سره بس مشغول پاتې شي .
پۀ هرحال د هر دور زماني غوښتنې د دې دور د ژوند او ټولنې د ميکانيت تواتر او تسلسل سره مخامخ راځي ترڅو چې دغه ميکانيت کښې بدلون راځي ورسره ذهن و ادب د پاره زماني غوښتنې هم بدلېږي او دې بدلون سره ادب کښې رجحانات او ادبي روايات هم بدلېږي هم دغسې د يوې زمانې منلي نظريې شخصيتونه او پېښې هم پۀ فن وادب باندې ژوره اغېزه اچوي لکه مونږ به نن دور کښې دپښتنو ديو قامي مصور حمدالله ارباب مثال مصورۍ کښې واخلو چې د پښتونخوا لر و بر هر مهمه واقعه او سانحه په واټر کلرپېنټېنګ کښې انځور کوي يا صاحب اسلوب غزلپال سعود بنګش چې دغه سانحو او پېښو ته موضوعاتي توګه زښت پام کوي چې غزل ئې زياتره لکه رحمان بابا موضوعاتي تحديد ته ورسي، پخوا ددې موضوعاتي تحديد مثال نظم کښې زيات او غزل کښې تريوحده رحمت شاه سائل صېب و چې د باچاخان او ولي خان تقريرونو ته به ئې د نظمونو شعرونو شکل ورکړو، د هغه مقبوليت کښې دا د سټېج او جلسې توکې هم مهم دي يعنې دا څو مثالونه دي چې کرنټ ايشوز څنګه د تخليقي تجرباتو برخه شوي خو دې سره بيا هم نړيواله او تلپاتې خاصيتونه يا افاقي اقدار نۀ بدلېږي چې تخليق ته مستقل ادبي ارزشت ورکوي ځکه پۀ دې حقله د والټ وېټمن غوندې پۀ ځان کښې پټ شاعر پۀ دې ډيماکرېټيک ويسټاس (Democratic Vistas) کښې وائي .
“ادب نړېواله اوتلپاتې خاصيتونه لري چې د وخت او موسم سره نۀ بدلېږي خو د ادب د تخليق جذبه او تودوښه تل د مادي او سماجي حالاتو نه راتلل پکار دي.”
يوه زمانه کښې بلها شمېر ضرورتونه او د دې ضرورتونو پورا کولو وسيلې بدلېږي خو د ژوند بنيادي غوښتنې نۀ بدلېږي. البته زيات پېچلي او يا مجرد کېږي لکه صرف يود څښاک مثال به واخلو د سمڅتو او د ځنګلو د بنيادم بنيادي غوښتنه اوبۀ وي دا اوبۀ به د چينې يا ډنډ نه هغه څښکلې قبيلوي دور کښې د اوبو سره سره پۍ هم څښکل شروع شو ځکه چې مال داري پېل شوه ګډې بيزې ساتل شو اوبياد سلطنت او جاګېردارانه دور کښې شربت هم څښاک شو ځکه چې اشرافيه پېداشوه نو څښکلو کښې هم دې فراغت او تمکنت تجربې کړې وي، بيا د تجارتي سرمايه دارانه دورکښې شربت کښې د ذائقو درجه بندي وشوه. صنعتي سرمايه دارانه دور کښې شربتونه د تندې متبادل شو، د اوبو ځاے ئې ونيوۀ او د کلچر برخه شو. اوس مالياتي سرمايه دارانه نظام کښې پيپسي او ډيو او سټنګ لکه چې دنوي انسان د وجود داظهار علامتونه شو. دلته ما ته ډاکټر حکيمزے د باچاخان پوهنتون استاد سکالر راياد شو، يو ځل مونږ ډاکټر خادم حسېن سره ملاقات ته تلو، زۀ لږ ايسار شوم حکيمزي صېب راته لار کښې يونيورسټي ټاون کښې يو کولډرنک سټال کښې انتظار کوو پيپسي کېن ورسره ؤ، ماورته وې تږې شوې وې، وېل نه دې تورو اوبو نه بغېر خو ماباندې وخت نۀ تېريږي، دا جمله درحقيقت د نوي دور د څښاک حواله باندې د تعارف علامتي اظهار دے چې د يو دور دڅښاک نفسياتي رواجي صورتحال مکمل ښکاره کوي .
١٩٨٦ز کښې چې کله د پېپسي مقابله کښې کوک ذائقه بدله کړه نو د دې خلاف امريکه کښې اولسي پاڅون وشو چې کوک زمونږ ثقافتي پېژندګلو ده مجبوراً کوک کمپنۍ زړه ذائقه د کلاسيک کوک نامه باندې بيا مارکيټ کړه او دې سره کوک کولا پۀ پيپسي بالادستي هم وموندله. کۀ مونږ وګورو دلته د تندې سره د ذائقې مطلب هم بدل شو کنه پيپسې کوک ډيو يو ذائقه هم داسې نۀ ده چې ورته خوشګواره وايو البته چسکه داره ذائقې دي خو کۀ مونږ فکر وکړو نو چسکه خو داساسي توګه د خوراک سره تعلق لرونکې دځنګلي دور خبره ده چې انسان به جړې بوټي خوړل نو ترش تريخ تريو هرقسم جرې پاڼې ئې وپيژندلې چې وروستو دپخلي برخـه شوې او صنعتي سرمائې داچسکه دڅښاک لازمه کړه . ماته ياد دي چې اول ځل د اتو اوو کالو عمر کښې ما پېپسي څښکله نو صرف يو ګوټ مې ترې کړے و او دغسې دغه عمر کښې چاکلېټ ائس کريم زما کشر ورور صرف دوه کاشوغې خوړلي وو خو زما زوے سپينتمن بريال به د يوکال عمرکښې دپيپسي پۀ ګوټ خوله تروه تروه کړه بيابه ئې لاس خوځول چې نور راکړئ داولې دا ځکه چې د زمانې غوښتنې د خوراک څښاک عمل سره د نسلونو جينو ټائپ هم بدلوي او دابدلښت دا حساساتو پېمانې بدلوي ، دلته دنوي حسيت خبره هم ښکاره شي چې څۀ معنې لــري؟ دا يو مثال مونږ ته دا سپينوي چې زماني غوښتنې څنګه د بنيادي غوښتنو سره يوکېږي مجرده کېږي او يا پېچيده کېږي او نوي صورتونه اختياروي لکه څنګه چې يو بنيادي صفت تنده د غار نه د نيويارک سټي پورې وسيلې او ذرائع وخت سره بدلوي هم دغسې د نن شعر و ادب کښې هم د زمانې غوښتنې دي لکه د يو موضوع مثال به واخلو چې د شعر و ادب بنيادي موضوع ده.دا موضوع د ادميت ده. دغه ادميت تاسو وګورئ فوک لور کښې د باتور مئين کردار او پۀ قصيده کښې جنګرېز مئين کردار دے کلاسيک غزل کښې، صوفي منش دروېش او رومانيت کښې، لاابالي مئين دے نظرياتي ادب کښې باشعوره مبارز حريت پسند دے وجودي ادب کښې يو بې معنې لا يعني وجود يا اېنټي هيرو دے. رياستي ادب کښې وردي پوش ټوپک مار لافزن ښکاري .
د زماني غوښتنو سره د شعر و ادب د بنيادي رجحاناتو د بدلون اندازه د انګرېزي ادب د تېرې صدۍ د دې لړ ليک نه کېدے شي چې داښکـاره کوي چې دا نوې زمانه کښې څومره پۀ تېزۍ سره صورتحال بدلېږي. ورسره ادبي رجحانات چې د عصري تقاضو مرهون وي هغه هم بدلېږي.
- Structuralism/Semiotics 1920s
- (a) Formalism (b) New Criticism
(c) Neo-Aristotelian Criticism (d) Psychoanalytic
(e) Jungian Criticism
(f) Marxist Criticism 1930s
3. (a)Reader-Response Criticism
(b) Feminist Criticism 1960s
(c)Post Structuralism (d) Deconstruction –1966
4. (a) Gender studies(b) Queen Studies
(c) Critical race theory (d) St 1970s
5. (a) New Historicism studies (b) Cultural studies 1980
6. (a) Post-colonial Criticism (b) Critical Disability Studies 1990
نو تاسو وګورئ د ١٩٢٠ز نه پس تهيوري پۀ ځاے سټيډيز اصطلاح رواج مومي چې دا يوه لويه تبديلي ده. د دې مطلب دا دے چې اوس به خاص نظريه باندې زور پۀ ځاے د متعلقه موضوع هر اړخيزه مطالعه او بيا حقيقت پسندانه تجزيه ارزښت لري يعنې نظريه او عقيده او مفکوره به د تعصب او تحفظ د ابهام نه سوتره او پاکه تناظر کښې هراړخيزه معنويت کښې کتل شي اصـل کښې نظريه هم دعقيدې شان سختي هله پېدا کوي چې کله يو نظرياتي کس دا ومني چې د دې نظريې هراړخ هره حواله باندې درست او دبدلولو جوګه نه دے نودغه حتميت بيا د تشدد او فاشسزم سوب جوړېږي . درحقيقت هرسوچ و فکر کښې د اضافيت اړخ پکاروي نن دور کښې د نظرياتي مباحثو مطالعاتي کېده دغه اضافيت ته اشاره ده چې تړون ئې مابعد جديديت سره دے، هم ځکه کۀ مونږ دې تناظرکښې د نوي پښتو تنقيد جائزه اخلو او زۀ خپله خبره وکړم نو زما تنقيد کښې پوسټ کالونيئل ازم، نيوهسټورېک او کلچر سټيډيز،سائيکوانالېټېکل، يونګيئن کرېټېسېزم، ريډر رسپانس، سټرکچرل ازم اؤ مارکس ازم هر ډول تنقيدي فکرنه استفاده شته دے . دغسې زمونږ د قامي ناقد سميع الدين ارمان دغسې بنيادي توګه باندې د نيوکرېټېسېزم ليکوال دے چې فيمېنسټ، نيوکالونيئل کرېټېسېزم اوجنډر سټډيز کلچر سټيډيز کوېر سټډيز نه هم استفاده کوي. ګويا د پښتو نوے تنقيد بنيادي توګه باندې د مابعد جديديت سره تړون لري. د ښاغلي ارمان مثال مې ځکه ورکړو چې د دې وخت دوه فعال نقادان غضنفراستاذ اؤ ارمان دي او د ځان مثال مې ځکه ورکړو چې د افغانستان د پوهنتونو د پاره کوم کتاب پۀ معاصر ادب استعمالېږي هغې کښې د پښتونخوا نقادانوکښې زما حوالــه د نمائنده نقاد پۀ تعارف راغلې ده.
څومره پورې چې د جديديت او مابعد جديديت خبره ده نو جديديت داسې رجحان ؤ چې خارجي دنيا ئې د نظرياتو أو افکارونه سره دتړاو نه هم خلاصه کړې وه او زمونږ د ليدنې کتنې د تاثر د خلاصي نه ئې هم بې پرواه ساتلې وه . جديديت د داخلي ستونزې يو ښۀ مثال ؤ کومو کسانوته چې سائيکو تهراپي پکارده هغو کسانو ليکونه کول او زياتره بيا د خودکشو او بې وخته حادثو ښکار مړۀ هم شول ځينو پۀ کښې درحقيقت شاهکار ليکونه هم وکړل شاهکارونه ځکه چې ددغه دور د غړيو داحساساتو يعني د تنهائي او لايعنيت بهترينه ښودنه ئې وکړه خو دا شاهکارونه هم بې معني وو ځکه چې تش احساسات وړاندې کول سه معنا نۀ لري مثلا زما دخوښې ناولټ د البېئر کاميو اوټ سائيډر چې پښتو ته ژباړلې شوے هم دے، د دې لايعنيت د ژوند زبردست مثال دے، هيرو چې قتل وکړي نو وجه او جذبه نامعلومه وي عدالت کښې ترې جج تپوس وکړي چې دا ولې دې قتل کولو نو وائي پته نشته خو زما ګرمي شوې وه، د البرټ کاميو دا مثالي وجودي کردار بس بدني غوښتنو باندې ژوند کوي، دنور فزکس ميټافزکس دواړو نه بهر وتلے سګريټ څښکي خوب کوي او د غم خفګان غصه هر قسم جذباتو نه خلاص وي، د مور پۀ مرګ بې تاثر د ملګري د اوښي قتل بې تاثر نۀ کوي عدالت ده ته دپهانسي سزا ورکړي او وائي چې داسې بې جذباتو انسانان ټولنې لپاره خطره وي ګويا کاميو د خپل وجودي انسان يا د جديد دور د لايعني اېنټي هيرو فېصله هم کوي دغه وجودي کردارونه يورپي ټولنه کښې د دوه جنګونو د تباهۍ نه پس دټولنې او خاندان د انتشار د دنيا د بې ثبات کېدو تصور نه پېدا شوي وو، عملي توګه باندې دا وجوديان هم دغه بيټلز او هيپيز وو چې يو زمانه کښې عام و ټوله دنيا کښې به ګرځېدۀ، مېراجونا او سيکس ئې بنيادي ضروريات ٶ دهرقسم تعلق وتاثر وجذباتو نه بې پرواه ــــ دالبئير بل ناولټ اوسيفسس خو دنامې نه هم اندازه کېدې شي چې ژوند دغره سرته مورچل خېژول او بيا دهغې د رالړه کېده بې معنا عمل ښودل غواړي زموږ مجهول تنقيدنګاران چې د جديديت نظري مباحثو نه دجديديت فکشن بېل کړي نو وائي چې وجوديت سره انفراديت څنګه ؟ نو انفراديت خو مطلب ځانلتيا يا ځانګرتيا وجوديت چې تجريديت معنا لري دې نه زياته ځانلتيا به لا بله کومـه وي چې دقتل جواز او جواب ګرمي کېده شي نو دې زيات انفراديت به څۀ وي ؟ مابعد جديديت دومره وکړه چې دې بېکچه داخليت چې تش احساسات وو سره ئې چې د انفراديت هم دوېمه نامه وه ، د ليکوال نقطه نظر هم شامل کړو او خبره فرديت ته لاړه فرد مطلب وګړي پۀ توګه د ذاتي شعور د اظهار و ابلاغ تر حده اوبس خو بيا هم د نن فنکار سره د خپل شناخت وېره او د اواز د ورکېدو ترهه وه او دې چکر کښې هغه اکثر لکه مداري تماشه شروع کړي يو خاص ائټم خرڅول او د دې صفات بيانول شروع کړي. يا لکه د سرکس د جوکر د رنګونو مصنوعي څهره ولګوي، پۀ مضحکه خېز حرکتونو توجۀ غواړي او يا لکه د بهروپيا تهګ روپ بدلوي را بدلوي د نظريې سره غداري کوي د فيشن بهاؤ کښې روان وي چې نۀ فکري مخاطبه لري اونۀ څۀ معروضي بيانيه ئې مخې ته وي. نۀ د سوچ سنجيدګي، نۀ د جذبې بلوغت ، دا ځکه چې هغه هم تخليقي عمل د دې دور بنيادي شپږ خاصيتونو سره يوکولو باندې ځان مجبور منلے دے. اګر کۀ هغه د والټ وټمېن خبره چې د شعر وادب کليات او نړيوال خاصيتونه د موسم او وخت نه اوچت دي خو تخليقي جذبه د سماجي حالاتونه اغېزه اخلي.
د زماني غوښتنو نه مطلب پروپېګنډه نۀ وي ولې کۀ يوه نظريه او مفکوره يا عقيده دې غوښتنو کښې راځي نو هم به ئې د نعره بازۍ او اشتهاربازۍ دننه نه د خپل کار مواد راوباسي او د تخليق د عمل برخه کول به ئې د تخليق کار ځيرکتيا باندې وي لکه ارباب حمدالله او د سعودبنګش غوندې خو دا هم مغالطه ده چې هر هغه ليک چې معني خېزي لري هغه به تخليق وي د يوې نظريې عقيدې تعصب او توهم يا ذوق به يو نامعني خېزه ليک کښې هغومره معنې د لچسپۍ د پاره پېدا کولے شي چې هغه د ليک د تخليق التباس پېدا کړي لکه دسائل صېب زياتره نظمونه د التباس غوره نمونه دي او دغه التباس هم مونږ ته منل پکار دي او هم دغه التباس دے چې د شعر وادب پۀ هغه لويه برخه خور دے کوم چې زمونږ د نظريې عقيدې يا د ذوق دائرو نه بهر د نورو خلقو د نظريو عقيدو او وجدانياتو دائرو کښې دے . دغسې د شعر وادب منلتيا کښې د زمانې مروجات او فېشن هم له لاسه غورځول نۀ دي پکار. اګر کۀ دغسې ادب هم وقتي او عارضي وي او د بيان بازۍ يا واقعه نګارۍ مترادف وي . د دې غوره مثال زمونږ د چاربېتې صنف دے چې تخليقي ادب نۀ دے خو اهميت لري او دغه اهميت ورته ادب کښې برخه کړې ده.
دلته د جديديت او عصريت توپېر هم پۀ ګوته کول لازمي دي ځکه چې زمونږ مجهوله تنقيدنګاران لا د جديديت او جدت معنو باندې هم سر نۀ خلاصوي. جديديت د مشيني ژوند او د صنعتي سرمايې د خوځښت نه راوتے رجحان ؤ او عصريت هغه زماني غوښتنې وي چې د يوې زمانې مختلفو ټولنو کښې د مختلفو طبقو ترمېنځه يو شانتې وي. سميع الدين ارمان ملګرے د دې سپيناوے داسې کوي.
“معاصرت د عصر پۀ اشتراک قائم وي د نظم شيئيت اوحسيت کښې موجود تعريف د معاصرت پۀ پېمانو رامنځ ته کېږي . معاصرنظم ګو د يو عصر ليدلي کتلي او منلي پېژندګلو خيالات او احساسات راوړي او د عصر مطابق ورله مروجه اخلاقي پېمانه پکاروي. “
د ښاغلي ارمان دا خبره دلته پۀ اطلاقي توګه سرته رسول غوره دي د رحمان بابا شعر دے.
ستا د عشق توري تور نۀ دي ګلګون دي
دا پۀ دې چې نوشته پۀ ځيګر خون دي
اوس دغه خبره د يوې ځوانې انګرېزې شاعرې فرزانه عاقب دې نظم کښې وګورئ:
Wrap me in your Words
Mix me in your blood
Make me in your ink
Dip me in your brush
Then Paint the whole Town
With the Color of our love
دواړو کښې يوه موضوع يومضمون بدل اسلوب او بدل صنفونو کښې راغلے، د رحمان بابا د غزل عاشق د جاګيردارانه روايت نمائنده متانت سره دعشق شواخون خبره کوي چې شاعري ئې د دې شواخون د ځيګر خون پائيله ده خو صله نۀ معاوضه نۀ صرف د دې شواخون اعتراف ته لېواله دے يعنې د نمک حلالۍ منل غواړي اوبس دا ئې مطلب مقصد دے خو د فرزانه عاقب نظم دغه ځيګر خون نه يو حواله مازوکزم /مېزوخيت نه واخلي او د تشدد ترحده ئې بوځې بل د دې تشهير غواړي اوس دلته حسيت د تشدد او شئيت د اشتهاربازۍ پۀ صورت ښکاره شي .
او د دې دور بنيادي پېژندګلو او شناخت هم ـــ تېزرفتاري او لذت کوشي، تشهيراونمودنمائش او مفاديت او عارضيت دے .
نو د دې شاته تاسو دا هم وګورئ چې غزل تر يو حده د دې هر څۀ رانغاړل وکړل خو بيا مخکښې يو خاص ځاے باندې ودرېدلو چې کوم ځاے غزل ودرېدلو او بيا هغه ځاے نه د نثرم پۀ صورت يو نوي صنف دا بره شپږ خاصيتونه خپل ځان کښې نغاړل شروع کړل او د دې دور نمائنده صنف جوړ شو. د نثرم نه وړاندې درې مصرعيزه نظمونه او هائيکو هم يو ډول د دور د تېزۍ سره د اختصار پۀ صورت د تلو يوه هڅه ده.
جديديت چې کوم ابهام او اشکال شعر وادب ته راوړے ؤ او ادب يو حده پورې بې معني سرګرمي ګرځيدلې وه . د وجود د تجريدي احساساتو د اظهار مترادف او يا انفراديت دوېمه نامه شوې وه . مابعد جديديت يا نوي لبرل ازم ددې ازاله د تکثيريت د منلو پۀ صورت وکړه. تکثريت يو خوا د ادب لا يعينیت ختم کړو نو بلخوا د عقيدې او نظريې ګرېنډ نېرېټيو ئې هــم بې ځايه کړه. خو بلخوا د انفراديت ځاے چې فرديت وموندلو نودې سره يو ډول سطحي او اوپره ليکونه او عملونه هم رامنځ ته شو چې هغه د تشهيرونو د عارضيت او مفاديت دتېزۍ او لذت کوشۍ خاصيتونه پۀ کښې څرګند دي، پاپ ارټ، مېجک رئيليزم، فنټاسټک ناولز، سائنس فکشن، جېنک فوډز جنډر ډسکريمينېشن د ډيزائن ابستکرېټشن ، د فن و ادب منلې برخه شوه. اداکارۍ کښې ددې ښۀ مثال شاه رخ خان دے چې ايکټنګ کښې اوور ايکټنګ کوي دغه ئې تعارف دے او منلے شوے اداکار دے کۀ وګورو د دې هر څۀ نچوړ صارفيت دے چې د نوي نو ابادیاتي نظام د منافع تصور سره تړلے دے. د کالونيئل ازم مقابله سل کاله وړاندې پۀ درې طريقو محکومو اقوامو کوله.
زينو سنټرازم(zeno centrism) يعنې د قابض ګر هرڅۀ ښۀ دي او دا خپلول پکاردي لکه سرسيد احمد خان عليګړهي مکتب.
تهيوسنټرازم(Theo centrism) يعنې د قابض هېڅ ښۀ نۀ دي او زمونږ پناه مذهب دے لکه قاسم نانوتوي دېوبندي مکتب.
اتهنیو سنټرازم (Ethno centrism)يعنې دمحکوم قام هر څۀ ښه دي خو غلامي خراب کړي د نظرياتي او قامي مبارزينو فکري مکتب .
اوس هم د نوي نوابادي نظام مقابله کښې دغسې روانه ده خو اکثر کۀ اوس دنيا عملي توګه باندې وېسټرنائيډ کېږي نۀ ماډرنائزډ کېږي د مالياتي سرمايې خوځښت کۀ غربت سېوا کوي خو صارفيت هم د صارفينو د کېټګرائيزيشن بنياد باندې پروډکټس تيارولو سره سېوا کېږي او دغه صارفيت بنيادي تصورات هم زيات نه زيات عوامي کوي صرف د سرخو پوډرو صنعت د کنزيومرازم له کبله د هندوستان سکاڼې د افرېقې تورنګړۍ او د لاطينۍ امريکې بدوضع جينکۍ هم ملکه حسن او مس يونيورس وګرځولې. ځکه چې اوس صارفيت حسن کښې د بدن فېګرز هم د څهرې فيچرز سره شامل کړي او داشتهار پۀ زور ئې خلکو باندې منلي درحقيقت دلـته دوي د حسن د اضافي کېده تصورنه ګټه اغستې او بيا ئې د دې سره ګلېمر شامـل کړې، ګلېمر چې ځانـله مصنوعي حسن وي .
دې ټول تناظرکښې چې مونږ د پښتو شعر وادب زماني غوښتنو ته ګورو نو هغه هم د نړيوال صورتحال سره تړلي دي ځکه چې د څو هېوادونو نه علاوه چې عملي توګه باندې خپلواکۍ نه خوند اخلي. ټوله نړۍ پۀ اقتصادي او استحصالي لومو جالونو يو بل سره ګېره تړلې ده. د ملټي نېشنل کمپنيو ښکار د صارفيت د چړې لاندې ساه اخلي لنډه دا غوښتنې د ضرورت نه زېږي او ضرورت چې پوره نۀ شي نو د غوښتنې نۀ مسئله جوړه شي . د نن بنيادي مسئلې هم جبر و تشدد، طبقاتي تضاد، قدامت پرستۍ ، انتهاپسندي دي او دا ټولې مسئلې يوې لوې کشالې د نوې نو ابادياتي راوړي ځبېښاک لو ځبېښال ته اشاره کوي. د نوے نو اباديت مطلب د وينځې وينځه يا د نوکر چاکر والا متلونو شان دي اوس دلته خبره بيا سياسي شي او چې خبره سياسي شي نو بيا به د نظريې مباحثو ته ځي . کۀ دغه نظريه سوشـــلزم وي او کۀ نېشنـــلزم خو ادب بيا د سياست او سياست سياسي نظريې نه بېل نۀ شي کېدے او کۀ څوک ادب د سياست او سياست د نظريې نه بېلوي نو مطلب د زماني غوښتنو نه به هم سرغړونه کوي. او د ادب سره دسياست د تړون دغه خطره وه چې د پسمانــده او فرسوده هېوادونــو مقتدره قابضه طبـقه همېش دا پرچار کوي چې د سياست او ادب سره خپلو کښې نۀ لګي او شعر ادب صرف د تفـريح ذريعه ده، دې کښې دانشمندي تر يو مابعدالطبعياتي ترحـده د ډېوائن ايورنس ممکنه کېدې شي خو سياسي نظريات پکښې خوندي کول به بېخوندي او پروپغېنډه وي، خو هم دغه پرچار کوونکي بلخوا دا هم وائي چې ادب د ژوند ترجمان دے. تضاد دا دے چې ادب د ژوند ترجمان دے خو سياسي مباحثه مخاطبه او نظريه د دې ترجمانۍ نه بهر ده. دا عجيبه منطــق دے؟