د خوشحال د ”بشپړه سړي“ د ننګيالي خاصيت – ډاکټر سجاد ژوندون

”تهذيب هغه معاشرتي ترتيب دے چې ثقافتي اقدارو ته وده ورکوي. څلور توکي دي چې هغه تهذيب ته شکل ورکوي، د ګټې وټې ذريعه، سياسي ډله بازي، اخلاقي روايات، او د علم او فن غوښتنې۔“ کۀ چرې دغه توکو کښې اخلاقي روايات مونږه پۀ نظر کښې وساتو نو دا خبره پۀ ډاګه ده چې پښتنو سره پښتونولي د اخلاقي اقدارو غوره نمونه ده. پت، ښېګړه، ننګ، غېرت، شرم، وفا، حيا، لوظ، مېلمه دوستي، تيږه، بدرګه، خوداري، بدل او داسې ډېر توکي دي چې د پښتونولۍ ستنې دي او د دې ستنو د سيوري لاندې پښتنو د زرګونو کالو راسې ژوند وکړو. مونږ دا هم وينو چې پۀ پښتنه معاشره کښې کوم څوک د دې قدرونو پۀ ضد کار کوي نو معاشره دغه عمل ته “بې پښتو کارونه” وائي. خوشحال خان خټک چې د بشپړه سړي د پاره کوم معيار ټاکي تر ټولو اول د هغۀ د پاره د پښتونولۍ قدرونو باندې پوره ختل شرط ګڼي. ځکه هغۀ بار بار د ننګ کولو تاکيد کړے دے. ننګ د هر انسان دننه د هغۀ د خودۍ نه راولاړ هغه عمل دے چې دے پرې د حق د پاره ملا تړي. دغه ننګ پۀ هره سيمه او پۀ هر قام کښې پۀ انسانانو کښې مشترک دے. خو پۀ پښتونولۍ کښې چې ننګ ته کوم ځانګړے حېثيت حاصل دے د هغې لويه وجه دا ده چې دغه کومه جذبه چې د حق د پاره د ودرېدو ولاړېږي دې ته د ننګ نامه ورکړې ده. نورو قامونو کښې د دې جذبې يا عمل د پاره شايد چې بل کوم نوم وي خو کۀ وي هم دومره اهميت به نۀ لري. دغه ننګ زمونږه د پښتونولۍ پۀ قدرونو کښې مهم ګرځېدلے دے چې زمونږه د خوشحال خټک نه واخلې تر اولسي ادبه پورې پۀ شاعرۍ کښې ډېر ځاے شوے دے. لکه د پښتو ټپه ده چې!

”سُورے سُورے پۀ ګولو راشې

د بې ننګۍ اواز دې رامۀ شه مئينه“

”کۀ پۀ مېوند کښې شهيد نۀ شوې

ګرانه لاليه بې ننګۍ له دې ساتينه“[1]

ننګ نۀ کول يا د ننګ پۀ ضد تلل بې ننګې ده او بې ننګي پۀ پښتنه انا کښې پېغور ګڼلے شي۔ د خوشحال خټک هم چې کله د مغل اورنګزېب سره تعلقات خراب شول او دے جېل ته لاړ نو هلته د دۀ د ننګ جذبه رابېداره شوه. د رتنبور پۀ قلعه کښې ئې پۀ قېد او بند کښې پۀ قام او خاوره ننګ ته پام راغلے ؤ. له هغې پس ئې مونږه وينو چې د هغۀ پۀ تمامه شاعرۍ کښې د ننګ کولو درس پۀ کثرت سره موجود دے او ځانته ئې ننګيالے وئيلے دے. خو مخکښې ما د ننګيال د خوشحال د ائيډيل کردار ګرځولو خبره بيان کړه چې ولې صرف د ننګ پۀ قدر پوره سړے د خوشحال “بشپړه سړے” وګڼلے شۀ۔ پۀ دې حواله ډېرو ليکوالو پۀ ننګيالي تېروتنه کړې ده خو زۀ ئې سرخېل سېد رسول رسا او پرېشان خټک ګنم ولې چې پۀ ائيډيل کولو کښې ئې دوي جامع ليکونه کړي دي۔ خو لۀ بده مرغه چې دواړه کوم تصور د ننګيال وړاندې کوي هغه دا نه چې پۀ ننګ ئې ودروي او د پښتونولۍ د يو ځانګړي قدر پۀ رڼا کښې ئې بيانوي، بلکې دوي پوره پوره هڅه دا کوي چې د اقبال د مرد مومن پۀ رڼا کښې د خوشحال خان نه هم صوفي جوړ کړي او د الجېلي انسان کامل ته ئې ورنزدې کړي۔ ما دا خبره کړې ده چې د خوشحال د “بشپړه سړي” اصطلاح ما د انسان کامل پۀ معنٰی کښې نۀ راوړه، ځکه چې زۀ د دې خبرې خو قايل يم چې انسان کامل د پېغمبر پاک ﷺ ذات ته منسوب اصطلاح ده او د هغۀ نه بغېر بل څوک نۀ شي کېدے۔ زما پۀ نظر کښې د خوشحال “بشپړه سړے” هغه سړے دے چې هغۀ کښې دننه لکه د نابغه ډېرې خوبۍ پۀ يو ځاے پرتې دي خو کوم تصور چې د هغۀ ځانګړنه ده هغه د دۀ قامپرستي ده۔ داسې هم نه چې ګنې د قام پرستۍ بنياد خوشحال ايښودے دے، د دنيا پۀ هره سيمه کښې قامپرستي پۀ فطري توګه انسانانو کښې پرته وي خو سېدالرسول رسا او بيا پرېشان خټک صېب بار بار هڅه کوي چې د پښتون ننګيال نه “صوفي ننګيال” او يا (تالب ننګيال) جوړ کړي۔ لکه د رسا صېب د ارمغان خوشحال د مقدمې نه ئې دغه اقتباس راخستے دے:

”د خوشحال خټک د ننګيال تصور هم چونکې د اسلامي تعليماتو پۀ رڼا کښې جوړ شوے دے پۀ دې وجه د اقبال انسان کامل يا مرد مومن ته نزدې دے. د خوشحال ننګيال د مردمومن پۀ همه صفتونو موصوف دے۔ خو پۀ مجموعي حېثيت د ننګ جذبه پرې غالبه ده او پۀ دې وجه د خوشحال د ننګيال پۀ تصور د پوهېدو نه اول ضروري ده چې سړے د مرد مومن د اسلامي فلسفه حيات نمونه يا مثالي انسان دے او د اسلامي فلسفه حيات مغز او بنيادي خيال توحيد دے ولولي۔“[2]

هم د دغسې ليکونو پۀ رڼا کښې د خوشحال خټک افکار چې هغۀ د ژوند د پاره وړاندې کړي وو د درست افغان د پاره وړاندې کړي وو خپله يوه قامي بڼه ئې لرله هغه صرف دې ته پاتې شوه چې ننګيال د اقتصادي ګټو د پاره نخښتے د اسلام پۀ نوم جنګ کښې بيانيې د پاره پکار راوستے شو۔ لکه د پردل خټک هغه (ننګيال) ليکنه چې پښتو اکېډمۍ د 1971ء بنګال د جنګ د پاره چاپ کړے دے او نن هم د سرکاري نصابونو برخه ده۔ دلته د پردل خټک د مضمون لږ لږ مثالونه راخلمه چې صرف احمقانه رويه ورته وئيلي شولکه وائي:

”هندوې خو تر اوسه خپل بچي د مسلمانان غازي پۀ نوم وېروي او غلې کوي لکه څنګه چې خوشحال بابا وئيلي:

لا پۀ خوب کښې پۀ لړزا پرېوځي لۀ کټه

چې د چا تر غوږ زما د تُورې شړنګ“

”پۀ جهان د ننګيالي دي دا دوه کاره

يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي

خو معلومېږي داسې چې بامبړان هغسې د هاتي پۀ غوږ کښې اودۀ دي چې بيا بيا او پرله پسې او د وهلو ډبلو نه پس هم د ”توت مار“ هغه خبره تکراروي او هغه قوم ته د جنګ پتون ډبوي د چا پۀ حقله چې د مضمون پۀ سر کښې د خوشحال بابا سپېځلے شعر ورکړے شوے دے ۔“[3]

حالانکې پته نشته چې پردل خان خټک صېب به خپل دغه يولاکهـ غازيان ليدلي وي او کۀ نا چې د ټولې دنيا پۀ وړاندې بنګاليانو ته پۀ څلوري شول۔

د دغه ليکونو له برکته کۀ نن هم يو څوک سترګې پټې کړي چې پۀ تصور کښې د ننګيال تصوير ساز کړي نو زما ضرور خيال دے چې ننګيال به هم د هغه جاهله سړي تصوير پۀ ذهن کښې سازېږي کوم چې يو جېکټ اچولے وي او د اسلام پۀ نوم او د مغربيت پۀ بهانه د ماشومانو سکولونه الوځوي۔ نن هم کۀ مونږه د باجوړ، دير، وزيرستان د دهشتګردو ټرېننګ سنټرو ته ورشو نو خامخا به ئې دغه شعر پۀ دېوالونو ليک وي چې:

”پۀ جهان د ننګيالي دي دا دوه کاره

يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي“[4]

دغسې دا شعر د هر فوجي پۀ کېنټ کښې هم د رنګروټ د پار پۀ دېوالونو ليک وي۔ سوال دا پېدا کېږي چې ايا زمونږه معاشره د دومره لوے نرګسيت سره ولې مخ ده ۔ دا ګيله د دغه پورته استاذانو نه پکار ده چې د خوشحال د ننګيال تصوير خامخا د يو ټوپکمار ورکوي۔ ننګ صرف دغه نۀ دے چې سړے دې خامخا خپله ککرۍ پۀ دې والوځوي چې د ماشومانو تعليم د مغربي نظام دے۔ يا سندره کفر دے او يا د واړۀ قامونو د استحصال او د هغوي د وسايلو د تروړلو د پاره باوردي مخلوق نيګيالي دي۔ د استاذ پرېشان خټک او استاذ رسا صېب ذهن صرف پۀ جنګي بيانيه ولاړ دے۔ تاسو پورته دغه اقتباس پۀ دليل کښې ولوستو۔ دغسې د سېدالرسول رسا صېب مقدمه ارمغان خوشحال هم ده چې پۀ زوره پۀ کښې هم دغه هڅه شوې ده چې د “د خوشحال پۀ ننګيال د پوهېدو د پاره به د اقبال مردحق او مرد مومن لوستل پکار وي”۔ د دې صفا دغه مطلب پۀ ډاګه کېږي چې د ننګيال بل يو کوم مفهوم نشته او کۀ شته نو بس دغه د ماډرن دور د پاره استعمال شوے ټوپکمار دے۔ زۀ کۀ د دغه شعر مفهوم بيانوم نو دغه داسې دے چې ننګ کول پۀ حق يا پۀ خپله انا او يا د خپل زړۀ پۀ اواز کلک ودرېدل دي۔ خو داسې نه چې سړے دې کوي جنګ او جهاد او پۀ ځان پوهه نۀ وي چې زۀ استعمالېږم۔ بلکې زۀ وايم چې هر هغه سړے ننګيال دے څوک چې دا وخت لګيا دے سپوږمۍ ته د تلو هڅه کوي کوي او خپله ککرۍ وبائيلي۔ ولې وروستو د دۀ دغه نيمګړے کار بل څوک سر ته ورسوي۔ ننګيال هغه دے چې د اشرافيه پۀ ضد د قانون د پاسدارۍ او د صداقت پۀ خاطر د زهرو پياله وڅښي، ننګيال هغه دے چې د ”لېونو سپيو“ وېکسين ايجادوي او د دغه وېکسين د نتيجې د پاره خپل ځان پۀ لېوني سپي خوروي۔ ننګيال هغه دے چې خپل حق غواړي، د زړۀ اواز ئې ازادي ده خو دغه ازادي هغه د چا د سر پۀ بدل يا وينې تويولو پۀ بدل نۀ اخلي بلکې د ظالم مخې ته په خپل سر ودرېږي او وائي چې ”مرګيه مۀ راځه درځمه“۔ ننګيالے هغه څوک دے چې وائي ”کۀ تاسو د يو چانه د سترګې پۀ بدل کښې سترګه اخلئ نو يوه ورځ به داسې راشي چې دا ټوله نړۍ به لۀ يوې سترګې نه محرومه شي“، ننګيال هغه دے چې وائي د دهشت ګردو جاکټې به ختمې شي خو زمونږه سينې نۀ ختمېږي. اوس زما يقين دے کۀ تاسو سترګه پټه کړه او د خوشحال د ننګيال يو نوے تصوير جوړوئ نو شکل به ئې بدل شوے وي۔ دلته ما دا تشريح پۀ غېر روايتي توګه ځکه وکړه چې زۀ د خوشحال افکارو ته کله هم د دو قومي نظريه پۀ چشمه کښې نۀ ګورمه کومه چې د تهذيبي نرګسيت ښکار بيانيه ده چې ورته قدرمن سېدالرسول رسا صېب کتلې دي يا پروفېسر شاه جهان چې د دغې شعر تشريح ئې د “خوشحال د جنګ او جهاد” نظريه کښې کړې ده۔ خوشحال چې د ننګيال متعلق څومره هم خبره کوي د هغې مطلب دا وي چې خوشحال پۀ ننګ پوره سړي ته ننګيال وائي۔ دغسې ئې د تورزن، مېړني او فرهنګيالي غوندې اصطلاحات هم ځان ته پکار کړي دي۔ خو د دې هر څۀ پۀ شا خپل خپل قدر ولاړ دے لکه څنګ چې د ننګيال پۀ شا د ننګ قدر دے۔ خوشحال د ننګ کوونکو قدر د نورو انسانانو سره برابر نۀ ګڼي لکه وائي!

”د کونجکو قدر يو د درو بل دے

ننګياليو سره څۀ ږدې بې ننګان“[5]

هم د دغه ننګ پۀ بنياد خوشحال خان خټک د بشپړه سړي يو خاصيت بيان کړے دے۔ ځکه چې خوشحال خان خټک ته د خپلې بې ننګۍ پۀ بنياد د ننګ احساس شوے ؤ۔ هغه ځکه چې خوشحال پلار پۀ نيکۀ د مغلو منصبدار ؤ، دغه منصب هغۀ د نمک حلالۍ پۀ بنياد خوړلے دے۔ د مغلو فيوډل نظام ته ئې وده ورکړې وه، يو شمېر پښتانۀ ئې پۀ خپلمنځي او قبيلوي جنګ کښې وژلي وو۔ خو د پښتو متل دے ” لاس چې مات شي نو غاړې له ځي“ ۔ دغه بې ننګه خوشحال چې کله د ننګ احساس ولرو نو بيا ئې ثاني نۀ شوه موندے کېدے او د درست پښتون د پاره ئې خپل ځان ننګيالے وګرځوۀ لکه دا شعرونه ئې:

”پرورده کۀ د مغلو پۀ نمک يم

د اورنګ له جوره هم له غريوه ډک يم

پښتنو سره زړۀ تور دے د مغلو

خبردار ئې پۀ نيتونو يک پۀ يک يم

د افغان پۀ ننګ مې وتړله تُوره

ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم“[6]

هم دغه وجه وه چې خوشحال د درست افغان د پاره خپل ځان ننګيالے وګرځوۀ ۔ خوشحال پۀ خپله شاعرۍ کښې کله هم ځان د برصغير د مسلمانانو د يو والي د پاره ننګيال نۀ دے ګرځولے۔ ګنې د هم دغه پورته استاذانو چې چرته هم ليکونه کړي نو د (اورنګزېب د نوم سره ئې رحمت الله عليه ليکلي دي) ځکه د خوشحال د ازادۍ مبارزه د مسلمانانو سره وه خو د قاميت پۀ بنياد وه۔ داسې هم کېدې شوه چې د خوشحال تشريح کونکو د يو چا پۀ فرمايش د خوشحال تشريح داسې کړي وي چې هغه پۀ کښې د دو قومي نظريې شاعر ګرځولے شوے وي۔ دا هم ډېره بده خبره ده چې زمونږه ځنې دغه ستر اکاډميسن مشرانو خوشحال د خپل قامپرستۍ نه جدا تشريح کړے دے۔ لکه زمونږه استاذان صاحبان خوشحال ته اسلامي او شرعي شاعر وائي ځکه ورته وائي چې د اقبال د اثر لاندې ئې ښکاره کړي دغسې دوېمه ډله ئې د افاقيت پۀ بهانه د قاميت نه وباسي۔ زۀ نۀ خو د شريعت مخالف يم نۀ د افاقيت، خو پۀ کوم ډول چې دا دواړه ټکي استعمالېږي او د څۀ مقصد د پاره استعمالېږي د هغې سخت مخالف يم۔ دې ته مونږه پۀ يوه زاويه د خوشحال ځانګړنه هم وئيلے شو چې هر سړے ئې د خپلې زاويې نه تشريح کوي۔ خو زۀ ئې دغه تشريحاتو ته د شعوري سازش پۀ توګه نظر کوم۔ ځکه چې خوشحال چرته هم د ننګيال ذکر کوي نو اول ورسره خپل افغانيت يادوي او خبره ئې پۀ ډاګه ده چې:

”بله هيچ ليدلې نۀ شي پۀ دا مېنځ کښې

يا مغل د مېنځه ورک يا پښتون خوار“[7]

ما مخکښې هم وئيلي دي چې د ائيډيل تصور هله راپېدا کېږي چې کله ټولنه کښې ضرورت پېدا شي۔ پښتون قام د پاره هم د يو دغسې کردار ضرورت ؤ چې هغه د پښتونولۍ پۀ قدرونو هم پوره وي او د اقتصاد او سياست پۀ چل هم پوهېږي۔ اوس کۀ استاذ داور خان داود دغه تصورات د رنګ، نسل، قاميت او سياست له غېږې نه وباسي او يو قسم بل غېر معنوي افاقيت ورکوي دا شعوري تېروتنه ده نه چې تشريحات دي۔ لکه دغه پېرګراف ستاسو پۀ وړاندې ږدم:

”د انسان هم دغه اوصاف او خصوصيات دي چې ټول بنيادم ئې د انسانيت، اخوت او ورورولۍ پۀ مزي تړلي دي. ځکه چې د ژبې دود دستور ملک او قام تفريق عارضي او وقتي دے۔ شعر او ادب هم د دې انساني او افاقي عواملو او اوصافو د اظهار نوم دے، دا نۀ پروپېګنډه ده نۀ سياست دے نۀ رسم او رواج دے چې يو خاص قام او ملک سره تعلق لري او بل سره ئې څۀ تړون او پيوستون نۀ وي۔ “[8]

زۀ نور د دغه پېراګراف وضاحت نۀ کوم خو دا ضرور وايم چې دا د خوشحال د قاميت سره زياتے دے يا افغان ملت سره زياتے دے۔ زۀ دلته هغه شعرونه راوړم چې د خوشحال د بشپړ سړي د ننګ قدر پۀ کښې واضحه شي۔

”نۀ به زما غوندې بل ننګيالے راشي

نۀ به زما غوندې بل جنګيالے راشي

خټک لا پرېږده پۀ درست افغان کښې

عجب کۀ هسې فرهنګيالے راشي“[9]

”پښتانۀ چې بې ننګي کا څوک ئې څۀ کا

ګورستان لره به درومو له ارمانه“[10]

”څو جنګيالي وي څو ننګيالي وي

څو سخاوت لري هومره بهتر دے“[11]

”شرم دے ننګ دے کۀ ډار د سر دے

سمه مې پرېښوه ځاے مې تل غر دے“[12]

پورته شعرونو نه مونږه څرګنده کړه چې د خوشحال ننګيال د ننګ پۀ قدر ولاړ دے او ننګ د پښتونولۍ قدر دے يعنې د خوشحال تصور خالص پۀ پښتونولۍ ولاړ دے کۀ فرض کړه د افاقيت رنګ لري نو بيا هم لفظ ننګيال پۀ خپله د پښتو او پښتونولۍ اصطلاح ده۔

حوالې

  1. : روهي سندرې (ټپې)، ترتيب تدوين و تحقيق سلمیٰ شاهين، پښتو اکېډمي پښتو اکېډمي پېښور پوهنتون، ۱۹۸۴، مخ ۵۴۱ 

  2. : خټک، پرېشان، نابغه خوشحال،د افغانستان د علومو اکېډمۍ او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځاے، 2018ء، مخ301 

  3. : خټک، پردل خان، ننګيال، د نثر ګلدسته د ديارلسم جومات د پاره 

  4. : هم دا اثر، ص 249 

  5. : خټک، خوشحال خان، د خوشحال خټک کليات، ص120 

  6. : هم دا اثر مخ 690,89 

  7. : هم دا اثر، ص 639 

  8. : دوادو، پروفېسر داور خان، د خوشحال د فکر تسنتې، افاق پرنټرز محله جنګي پېښور، 2018ء، مخ 15,16 

  9. : هم دا اثر، ص 574 

  10. : هم دا اثر، ص 202. 

  11. : خټک، خوشحال خان، د خوشحال خټک کليات، ص517 

  12. :هم دا اثر، مخ 511 

دا هم ولولئ

خاکه وِرجن فلسفي Virgin Philosopher – سجاد ژوندون

دا د کال دوه زره شپاړس خبره ده چې د عادت مطابق د خپل هاسټل …