انجمن اصلاح الا فاغنه کښې د فضل الرحيم ساقي کردار – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

د فضل الرحيم ساقي پيژندګلو

پۀ پښتنو کښې د ليک لوست او علم د کمي د وجې نه د اکثرو شخصياتو د زېږون د نېټو خو يا بېخي پته نۀ لګي او يا پۀ شکوکو شبهاتو او پۀ قياسياتو اډاڼه لري. دغه مسئله زمونږ د اکثر اديبانو شاعرانو سره هم ده خو دا ډېره د نېک مرغۍ خبره ده چې د خدائي خدمتګار تحريک يو مقصد دا هم ؤ چې پښتانۀ ليک لوست زده کړي. فضل الرحيم ساقي هم زده کړه کړې وه او د ليک اهميت هم ورسره ؤ، نو هغۀ د خپل زېږون نېټه او د ژوند ابتدائي حالات ئې پۀ نظم او نثر کښې خوندي کړي دي.

همېش خليل پۀ “قلم خاوندان” کښې ساقي صېب داسې معرفي کړے دے:

نوم: فضل الرحيم خان

تخلص: ساقي

د پلار نوم: عبدالعزيز خان

زېږېدنه: جون ١٩٠٤ء

کور کلے: وردګه چارسده

مړينه: يکم نومبر ١٩٩٤ء

هم دغه کال ساقي صېب پۀ خپله هم ښائي.

“زۀ په ١٩٠٤ء کښې د جون پۀ مياشت کښې د عبدالعزيز خان کره پېدا شوم”[1].

بېنوا صېب د ساقي پېژندګلو څۀ داسې ليکلې ده:

“ښاغلے فضل الرحيم ساقي د عبدالعزيز خان زوے، پۀ خټه محمدزے پښتون، د پښتو ژبې قومي او اجتماعي حساس شاعر پۀ ١٩٠٤ء کال کښې د پښتونستان د اشنغر د لوې مېرې پۀ مشهوره بانډه (وردګه) کښې زېږېدلے دے”[2].

د فضل الرحيم ساقي صېب د ژوند پۀ حقله ګ ـ ف ـ ګيرس “د مېړني ولس ادبيات” کتاب کښې داسې ليکي:

“د پښتنو ليکوالو نوي نسل پۀ څلوېښتمو کلونو کښې هم د خپلو معنوي لارښوونکو غوره عنعنو ته ادامه ورکوله، مګر د دې سره سره دوي کوښښ کاوه چې پۀ ادبياتو کښې پۀ عمومي ډول مهم او وطني موضوعات داخل کړي او د ريالستيکو تمايلاتو پۀ مقدماتي موادو چې دوي د ځان سره راغونډ کړي وو، ښۀ مساعد تاثير واچوي، پۀ دغو کلونو کښې د ليکوالۍ ډګر ته فضل الرحيم ساقي ١٩۰٤ زوکړے داخل شوے. دے د سرخپوشانو فعال غړے ؤ دۀ د عبدالمالک فدا سره يو ځاے پۀ باجوړ کښې پۀ ١٩٤٢ء-١٩٤٥ء کلونو کښې خپل ګوند ته تبليغاتي فعاليت کاوه، د ساقي لپاره د هنري او مطبوعاتي استاذي مهم مکتب پۀ (پښتون) مجله کښې د دۀ همکاري وه”.[3]

ډاکټر محمد زبېر حسرت ليکي چې:

“فضل الرحيم چې تخلص ئې ساقي ؤ، پۀ عرف عام کښې پۀ فضل الرحيم ساقي يا ساقي صېب مشهور ؤ. د پلار نوم ئې عبدالعزيز خان، د نيکۀ نوم ئې خواص خان او د کر نيکۀ نوم ئې مير عالم خان ؤ، چې د اشنغر چارسدې د رځړو کلي د کنعان خېلو څانګې سره تعلق لري. ساقي صېب د جون مياشت کال ١٩٠٤ء کښې پېدا شوے دے، د پېدائش کلے ئې رځړ چارسده ده خو وروستو ئې مشرانو خپلو ځمکو د رځړو مېره وردګې نومې کلي ته نقل مکاني کړې ده. اولاد ئې اوس هم پۀ وردګه کښې مستقله استوګنه کوي”[4].

د دې پورته حوالو نه پۀ مهمه توګه دا جوته شوه چې فضل الرحيم ساقي د اشنغر پۀ مشهور کلي رځړو کښې پۀ ١٩٠٤ء کښې د جون پۀ مياشت کښې پېدا شوے دے، د مياشت او کال خو ئې معلومه ده خو د ورځ او نېټې پته ئې لا اوس هم پۀ تيارو کښې ده. د رځړو نه بيا وردګې ته خپلو ځمکو ته پۀ کډه تلے دے، وردګه د رځړو مېره ده چې اوس ئې ابادي د کلي هومره ده او هم پۀ دغه کلي کښې د سړک پۀ غاړه د ساقي صېب قبر هم دے. د قبر پۀ خازه ئې د مړينې نېټه يکم نومبر کال ١٩٩٤ء ليکلې ده او دا شعرونه پرې ليکلي شوي دي:

“د ځوانۍ عمر چې څۀ وۀ پۀ جېل خانو تېر شو

يا پۀ کوڅو کښې د بې ننګه پښتنو تېر شو

نۀ د بچيو پۀ خوند خبر شوم نۀ د مال و متاع

د مستۍ خوب وۀ د ازغو پۀ بسترو تېر شو”[5]

ساقي صېب پۀ يو نظم “زۀ” کښې ځان داسې هم معرفي کړے دے:

“اصل کلے مې رځړ د هشنغر دے

خو وردګه مې بانډه د زړګي سر دے

پېدا شوے يم لۀ عزيز خانه

خواص خان صاحب د دۀ نوم د پدر دے

د هغۀ د بابا نوم مير عالم خان ؤ

محمدزے پۀ ذات اصلي پښتون کسکر دے

زما نوم فضل الرحيم اېښے مور پلار دے

پۀ ساقي مشهور وطن باندې اکثر دے

مسلمان اهل سنت والجماعت يم

کنعان خېل نامه زمونږ لوے ټبر دے

درې زامن مې دي مړۀ شوي، درې ژوندي دي

شپږمي لوڼه د پنځو ژوندے اوس سر دے

دوه مې ښځې يوه مړه، يوه مې ژوندۍ ده

پۀ سن باون اکيس کښې دا دفتر دے

عيسوي سن چار کښې يمه پېدا شوے

اوس اړتاليس کاله عمر د مقر دے

سياسي قېد تېروه پۀ ډېره مينه

ساقي دا دې پۀ ازل کښې مقدر دے”[6]

ساقي صېب يو بل نظم “زما ژوندون”کښې د خپل ځان پۀ حواله داسي وائي:

“انيس سو چار کښې پېدا شوم پۀ جهان

مياشت د جون وه ګرمي ډېره وه پرېمان

لۀ هغې ورځې چې پوې شومه پۀ ځان

لاتر ننه يم پۀ مېنځ کښې د مېدان

د پښتون د ننګ او نام مېدان تيار ؤ

دا بلبل بۀ پښتانۀ فخرِ افغان

وړاندې عبدالغفار خان د اتمانزو شو

ورپسې شو پښتانۀ زاړۀ ځوانان

څۀ زياتي لۀ سلو کالو وو تېر شوي

چې انګرېز پۀ پښتونخوا ؤ حکمران

پښتانۀ ئې هسې شانې وو خوار کړي

نۀ دولت حيا عزت وو نۀ ايمان

مونږد صبر جنګ شروع کړو لۀ انګرېزه

پښتانۀ پۀ يوه خولۀ شو يکهمان

چې دوي هره سختي کړله مونږ زغمله

نۀ لۀ مرګه وېرېدو نۀ له زندان

څو څو ځله پۀ کښې قېد شومه رها شوم

څو څو کاله مې کړل تېر پۀ ياغستان

پۀ پنځلس کاله پس پېرنګے جر شو

لاس پۀ سر شو هم لۀ نام اولۀ نشان

پۀ کال نولس سوه دېرش کښې ابتدا وه

پۀ پېنتاليس کښې انګرېز شو ګرېزان

پۀ سېنتاليس کښې همه وطن ازاد شو

څۀ بهارت شو څۀ زمونږه پاکستان

پۀ اړتاليس کښې بيا مونږه نظر بند شو

باچاخان سره خدائي خدمتګاران

دا سن بهاون عيسوي دے لا بندي يو

جېلخانه کښې مې پنځم کال دے روان

هيڅ پۀ ښو پۀ بدو نۀ يو پوهېدلي

بندي شوي يو پۀ وهم پۀ ګمان

خدائے پوهېږي چې بۀ کله رها کېږو

کۀ دا جېل د هريپور شو ګورستان

نوم زما فضل الرحيم ساقي مشهور يم

نن مې جوړ کړو جېلخانه کښې دا بيان”[7]

قام قبيله:

په اشنغر کښې اکثر پښتانۀ محمدزي دي، ساقي صېب هم د محمدزو قبيلې سره تعلق لرلو، لکه چې وا‌ئي:

“محمدزے پۀ ذات اصلي پښتون کسکر دے”[8]

باچا خان د اشنغر او محمدزو پۀ باره کښې ليکي:

“هشنغر چې د ابازو نه راواخلې تر نوښاره پورې دے، پۀ دې کښې محمدزي اباد دي، دا ډېر ښکلے، سرسبز او اباد ملک دے او دا د پښتنو د ورورولۍ پۀ تقسيم کښې نورو وروڼو مونږ لۀ پۀ خپله خوښه راکړے ؤ”.[9]

محمدزي پۀ اصل کښې د پښتنو قبيلې مشر سړبن پۀ اولاد کښې راځي، ځمند بن خرشبون بن سړبن، د ځمند پۀ اولاد کښې خوېشکي، کتاني، بنګي زي، محمدزي او توخي راځي، د محمدزي پۀ اولاد کښې الياس زي، بارک زي، بټي زي، عمرزي، اتمان زي، تنګے، رځړ او شېرپاؤ راځي چې مخکښې هره پښه بيا پۀ خېلونو کښې تقسيم شوې ده.[10]

ساقي صېب پۀ محمدزۍ قبيله کښې د کنعان خېلو سره تعلق لري، لکه چې پۀ خپله وائي:

“د هغۀ د بابا نوم مير عالم خان وۀ

محمدزے پۀ ذات اصلي پښتون کسکر دے

مسلمان اهل سنت والجماعت يم

کنعان خېل نامه زمونږه لوے ټبر دے”[11]

ساقي صېب په داسې وخت کښې سترګې غړولې وې چې د ټول هندوستان عموماً او د پښتونخوا فضا خصوصاً پۀ سياسي توګه ډېره د اړي ګړي ښکار وه او د فضل الرحيم ساقي خپله خاوره اشنغر خو نېغ پۀ نېغه د دغې سياسي اثراتو نه متاثره وه د هغې وجه دا وه چې پۀ دې خاوره د مجاهد حاجي صېب ترنګزۍ د مجاهدې تنظيم د “انجمن اصلاح افاغنه” او “خدائي خدمتګار تحريک” غوندې قوتونه د انګرېز سره د ډغرې دپاره راولاړ شوي وو او د دې مشري د باچا خان پۀ لاس کښې وه، کۀ يو خوا پۀ دغه وخت کښې د پښتنو دغه يواځنے مشر ؤ نو بل خوا باچا خان د ساقي صېب پۀ رشته کښې هم راتلو نو ښکاره خبره ده چې ساقي صېب بۀ د دې تحريکونو نه خامخا متاثر کېدو او پۀ دې کښې بۀ ئې حصه اخسته او چې حصه ئې واخسته نو بيا ئې ټول ژوند هم دغې قامي او سياسي خدمت ته وقف کړو.

مړينه:

د ساقي صېب ټول ژوند د مبارزو، ستونزو او تکليفونو نه ډک ؤ خو چونکې هغه عملي خدائي خدمتګار ؤ نو د دې قسمه يو خنډ هم د هغۀ مخې ته نۀ شو راتلے، نۀ ئې د هغۀ نه د ژوند هلې ځلې تروړلې شوې، خو بيا هم مرګ حق دے او پۀ کفن کښې شک دے، دا د زهرو ګوټ بۀ پۀ خوښه او ناخوښه هر زنده سر خامخا تېروي، کۀ د پېرنګي پۀ لاس کښې ساه وه نو خدائي خدمتګاران بۀ لا پخوا مړۀ وو او ساقي صېب به هم دومره ژوند نۀ ؤ کړے خو ساه اخستل صرف د الله پۀ لاس کښې دي نو ساقي صېب چې خپل طبعي عمر پوره کړو نو الله تعالٰى ترې روح واخستو.

د ساقي صېب د مړينې پۀ حواله معظم جان معظم ليکي:

“دې سرلوړي ملي مبارز، اتل، انقلابي شاعر، خدائي خدمتګار پۀ کال نولس سوه څلور نوي کښې پۀ وړومبي نومبر (١ نومبر ١٩٩٤ء) کښې خپل دائمي ژوند ته سفر وکړو”.[12]

انجمن اصلاح الا فاغنه کښې کردار:

پۀ انجمن اصلاح الافاغنه باندې د بحث نه وړاندې بايد دا ووئيلے شي چې کله پېرنګيانو د پښتنو خاوره ونيوله او پښتنو يعنې افغانانو د پېرنګيانو خلاف ډېر جنګونه وکړل او څو ځله ئې پېرنګيانو له شکستونه ورکړل، خو پېرنګے سامراج اخر پۀ دې کښې کامياب شو او د پښتنو وطن ئې د ډيورنډ پۀ نوم پۀ تپل شوې کرښه تقسيم کړو. د دې تقسيم پۀ ضد پۀ لومړي سر کښې وسلواله مبارزه ملا پونده پېل کړه او بيا نورو پښتنو اتلانو پۀ لر او بر پښتونخوا کښې د دې تقسيم او د پېرنګيانو خلاف جنګونه کول، خو د شلمې پېړۍ پۀ پېل کښې عبدالغفار خان د پښتنو دې بد حالت ته پام وروګرځېدو او پۀ ١٩١٠ء کښې ئې د ځينو علماؤ پۀ مرسته يوه مدرسه جوړه کړه، د عبدالغفار خان سره بۀ ټول عمر دا فکر ؤ چې پښتانۀ د دې حالاتو نه څنګه وباسي، نو بيا هغه ؤ چې د څو ملګرو پۀ مرسته ئې د انجمن اصلاح الافاغنه پۀ نوم د يو اصلاحي تنظيم بنياد کېښودو. پۀ دې اړه عبدالغفار خان پۀ خپله ليکي:

“مونږ پۀ ١٩٢١ع کال کښې د دوستانو پۀ امداد پۀ اتمانزو کښې د ٰازاد سکول بنياد کښېښوده چې پۀ دې سکول کښې قاضي عطاء الله، ميا احمد شاه، حاجي عبدالغفار، محمد عباس خان، عبدالاکبر خان اکبر، تاج محمد خان، عبدالله شاه او خادم محمد اکبر زما ملګري وو. د مدرسې تر څنګ مونږ د پښتنو د غلطو رسمونو اورواجونود اصلاح کولو، د تشدد نه د منع کولو او پکښې د قامولۍ د مينې او محبت د پېدا کولو پۀ غرض د اصلاح افاغنه پۀ نامه يو انجمن جوړ کړو”.[13]

د انجمن اصلاح افاغنه نه وړاندې باچا خان او د دۀ ملګرو د هجرت پۀ تحريک کښې برخه اخستې ده او د خلافت پۀ تحريک کښې هم د باچا خان سره خپل نزدې ملګري وو چې پۀ هغوي کښې يو فضل الرحيم ساقي ؤ چې د باچا خان د لارې او فکر د اول صف ملګرے پاتې شوے دے او پۀ دې لاره کښې ئې د هر ډول ستونزو او کړاوونو نه ځان نۀ دے بچ کړے او د قام پۀ ننګ کښې ئې هر ډول قربانۍ ورکړي دي. پۀ ١٩١٩ء کښې چې کوم د هجرت تحريک شروع شو او خلقو ازاد افغانستان ته هجرت کولو، نو د باچا خان سره پۀ دې هجرت کښې فضل الرحيم ساقي هم ملګرے پاتې شوے دے. پۀ دې اړه فضل الرحيم ساقي پۀ يو نظم کښې چې باچا خان ته ئې ليکلے، د هغې نه يوه برخه رااخلم چې د ساقي سياسي ژوند ورنه څرګندېږي.

“انيس سو انيس کښې مې دۀ سره هجرت کړے دے

بيا ورسره مې اتفاق پۀ خلافت کړے دے

انيس سو انيس نه مې پۀ مرګ باندې بيعت کړے دے

پۀ څو څو قسمه مې د دې وطن خدمت کړے دے

بس اقتدا مې هم پۀ دغه مسلمان پسې ده

ملا مې تړلې د غېرت پۀ باچا خان پسې ده”[14]

د دې شعرونو نه چې د ساقي صېب د شاعرۍ پۀ حواله داخلي شهادتونه دي، دا ورنه څرګنده شوه چې د باچا خان سره ئې پۀ ١٩١٩ء کښې هجرت کړے او پۀ خلافت تحريک کښې د باچا خان ملګرے پاتې شوے دے او پۀ انجمن اصلاح الافاغنه کښې ئې فعال کردار ادا کړے دے.

د انجمن اصلاح الافاغنه بنيادي کردار دا ؤ چې د پښتنو يعنې افغانانو ټولنه اصلاح کړي نو د اصلاح دپاره ئې پۀ اتمانزوکښې ٰازاد سکول پرانستو او پۀ دې سکول کښې باچا خان او ملګرو پۀ اول سر کښې د خپل کور ماشومان داخل کړل چې خپل اولس ته دا يقين او باور ورکړي چې دوي خپل ځامن او لوڼه پۀ دې سکول کښې داخل کړي، پۀ دې حقله خان عبدالولي خان پۀ خپل کتاب “باچا خان او خدائي خدمتګاري” لومړي ټوک کښې داسې ليکي:

“د پښتنو د معاشرې د اصلاح او د هغوي ترمېنځه دشمنۍ لرې کول، هغوي کښې اتفاق او ورورولي پېدا کول، دا د دې انجمن غرض ؤ، کافي د کار خلق، بې غرضه او پۀ قام مئين ملګري پۀ يو ځاے راټول شو، پۀ اتمانزو کښې د يو ٰازاد اسلاميه سکول رده کېښودې شوه، دې سکول لۀ د اتمانزو د پريچ خېلو يو خان حاجي محمد اکرم خان خپل د استوګنې تيار کور ورکړلو، ماته دا عزت او سرلوړي حاصله ده چې دغه سکول ئې پرانستۀ، نو زۀ د دغې سکول اولنے طالبعلم وم.زۀ ډېر ورکوټے وم لا بۀ د پنځو کالو هم پوره نۀ وم چې زۀ ئې ورکښې کښېنولم او بل راسره مظفر نومې د قادري کاکا ټانګې والا زوے ؤ”.[15]

انجمن اصلاح الافاغنه يو داسې تنظيم ؤ چې د دې نه پېرنګي استعمار ته دا وېره پېدا شوه چې کۀ چرته دغه تحريک ترقي کوي او ځوانانو ته تعليم ورکوي، نو دا بۀ زمونږ دپاره لوے لوے مشکلات راپېدا کړي، نو هغه وه چې پۀ ١٩٢١ء کښې يو ځل بيا باچا خان ګرفتار کړے شو، بيا د باچا خان پۀ غېر موجودګۍ کښې د انجمن نورو ملګرو د فضل الرحيم ساقي پۀ شمول د انجمن خدمت ته غاړه کېښوده او پۀ ډېره نره او مېړانه ئې د اصلاح کارونه کول. د باچا خان سره پۀ انجمن اصلاح الافاغنه کښې د فضل الرحيم ساقي تعلق ځکه ډېر نزدې ؤ چې د هغې لويه وجه خو دا وه چې د باچا خان شخصيت سحر انګېز ؤ، چې هر څوک بۀ ورسره ملګرے شو نو هغه بۀ ترې يا بيا پېرنګي جدا کولو او يابۀ ترې مرګي جدا کولو. د فضل الرحيم ساقي سره د باچا خان د زيات نزديکت لوے وجوهات دا وو چې د باچا خان مشره ښځه د دوست محمد خان خور وه، يعنې د غني خان او ولي خان مور او دوېمه ښځه ئې بيا د سلطان محمد خان لور وه او د ولي خان مشره ښځه يعنې د اسفنديار خان مور د جهانزېب نياز خان خور وه او ساقي صاحب او جهانزېب خان پۀ خپل مېنځ کښې سره د ترۀ زامن وو او جهانزېب خان بيا د باچا خان دخور زوے ؤ چې پروفېسر جهانزېب نياز پۀ نوم سره مشهور دے، يعنې فضل الرحيم ساقي، پروفېسر جهانزېب نياز، دوست محمد خان، سلطان محمد خان دوي ټول د يوې کورنۍ دي او کنعان خېل محمدزي دي، د دوي او د باچا خان د کورنۍ پۀ مېنځ کښې ډېرې خيښۍ وې او دي.

د باچا خان او انجمن سره د ساقي دوېم تعلق دا ؤ چې هغه يو شاعراو ليکوال ؤ، باچا خان او انجمن پښتنو شاعرانو او ليکوالانو ته خصوصي پاملرنه ځکه کوله چې دوي غوښتل چې قومي سوچ ته ئې تر څو ترقي نۀ وي ورکړي تر هغې پورې قام پرمختګ نۀ شي کولے، نو دغه کار د هر چا نه زيات شاعرانو او ليکوالانو ښۀ کولے شو، نو باچا خان او انجمن به لوې لوې اولسي مشاعرې کولې او پۀ دغه مشاعرو کښې بۀ شاعرانو ته انعامونه ورکول کېدل، د پښتو سټېج ډرامه هم د انجمن اصلاح افاغنه پېداوار دے، نو چونکې فضل الرحيم ساقي پۀ بنيادي توګه يو شاعر او ليکوال ؤ، ساقي د شاعرۍ سره پښتو ډرامې او قيصې هم ليکلي دي، نو د دۀ شاعرۍ پۀ انجمن کښې يو ښۀ سياسي کردار ادا کړے دے. پۀ دې حقله د فضل الرحيم ساقي څو شعرونه دلته رانقلوم چې د دۀ سياسي سوچ ښکاره کوي.

“وطنه”

زۀ يم پښتون ځان بۀ لۀ تا کړمه قربان وطنه

خاورې خجل بۀ کړم ستا واړه دشمنان وطنه

ستا پاکه وينه ده زمونږ بدن کښې جوش وهي نن

نۀ دي اټال پۀ سر و مال نوجوانان وطنه

پۀ سوکړو وچ بوټي بۀ ستا ترو تازه کړمه زۀ

پۀ تا بۀ وکړمه د سرو وينو باران وطنه

چې در پۀ در خاورې پۀ سري دروېزګر ووينم

هله بۀ پرېږدمه ستا واړه بدخواهان وطنه

يا بۀ سردار يمه او يا بۀ سر د دار لۀ ځمه

ځکه چې زۀ يمه پښتون او مسلمان وطنه

ساقي پۀ لاره د هغې وروڼو قدم ايښے دے

چې ستا پۀ مينه محبت دي شهيدان وطنه”[16]

پۀ انجمن اصلاح الافاغنه کښې د فضل الرحيم ساقي اصلاحي کارونه د ستاينې وړ دي چې د خپل قام د پوهې او ويښتيا دپاره ئې کړي دي او پۀ دغه دوره کښې فضل الرحيم ساقي پۀ انجمن کښې د هېڅ قسم قربانۍ نه ډډه نۀ ده کړې او پۀ “پښتون” رساله کښې بۀ د فضل الرحيم ساقي نثرونه او شعرونه هر وخت چاپ کېدل.

  1. ساقي، فضل الرحيم، ژوندون، سپين زر پرنټرز پېښور، ١٣ مخ.

  2. بېنوا، عبدالروف، اوسني ليکوال، صداقت خپرندويه ټولنه کندهار، ١٣٩٣هـ، ٩٧ مخ.

  3. ګيرس، ګ ـ ف، د مېړني ولس ادبيات، ژباړن: سر محقق محمد اکبر معتمد شينوارے، ٢٠٠٨ء، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور، ١٩٨، ١٩٩ مخونه.

  4. حسرت، محمد زبېر، ډاکټر، فضل الرحيم ساقي ژوند او ادبي خدمات، تکتو جولايي دسمبر ٢٠١٢ء، مخ.

  5. ساقي، فضل الرحيم، نيم جام، يونيورسټي بک اېجنسي پېښور، ١٦٣ مخ.

  6. ساقي، فضل الرحيم، ډک جام، د چاپ کال نۀ لري، ٢٥٦-٢٥٨ مخونه.

  7. همدغه اثر، ١١٤ مخ.

  8. همدغه اثر، ٢٥٨ مخ.

  9. خان، باچا، زما ژوند او جدوجهد، چاپ ځائے او کال نۀ لري، ٣ مخ.

  10. کاکاخېل، بهادر شاه ظفر، پښتانۀ د تاريخ په رڼا کښې، يونيورسټي بک اېجنسي پېښور، ١٢٠٣ مخ.

  11. ساقي، فضل الرحيم، ډک جام، ٢٥٦ مخ.

  12. معظم، معظم خان، د تاريخ يو پاڼه، ليکوال پېښور، جولايي ٢٠٠٧ء، ٦٦ مخ.

  13. خان، عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد، کابل چاپ، ١٨٣، ١٨٤ مخونه.

  14. ساقي، فضل الرحيم، د فخر افغان ځانګړنې، ليکوال: محمد صادق ژړک، چاپ ٢٠١٢ء، د پښتو ادبي غورځنګ کوئټه، ١٥٠ مخ.

  15. خان، عبدالولي، باچا خان او خدائي خدمتګاري، لومړے ټوک، ١٩٩٣ء، پېښور، ٥٨، ٥٩ مخونه.

  16. ساقي، فضل الرحيم، ډک جام، ١٩٥٧ء، د رهبر د اشاعت څانګه، ١٠٢، ١٠٣ مخونه.

دا هم ولولئ

د”سلېمان لايق فرهنګي ادبي بنسټ” پرانستونکې غونډه او د کابل ادبي دوره – ډاکټر ظفرالله بخشالے

د اکتوبر پۀ وړومبۍ اوونۍ کښې راته د “سلېمان لايق فرهنګي ادبي بنسټ” لۀ خوا …