بابړه د چارسدې ضلعې هغه تاريخي کلے دے چې د سکندراعظم د وختونو راهسې اباد دے او بيا وروستو د ګندهارا پۀ تاريخ کښې هم د دې کلي اثار ملاوېږي او وروستو بيا پۀ هندوستان باندې حمله کوونکي لوئې لوئې خلق هم پۀ هشنغراو د بابړې پۀ لار باندې هندوستان …
جنوري, 2021
-
28 جنوري
ارواښاد بايزيد انصاري پښتو ژبې ته څۀ ورکړل – ليک اوڅېړنه: پروفېسر نور احمد فطرت
پښتو ژبه يوه زړه تاريخي ژبه ده. دغه ژبه د ټولنې ټول ضرورتونه پوره کولے شي. پښتنوتل هڅه کړې ده چې خپله ژبه او پښتونولي وساتي.دغه لږه ساه چې نن پۀ پښتو ژبه کښې پاتې ده دا ټول د پښتنو شاعرانو او ځينو نوموړو ليکوالانو د زحمت پايله ده. دغه …
-
28 جنوري
د ټکر د وياړ پېښه – سلطان خان ټکر
ټکر د پښتونخوا یو مشهور کلے دے چې د تاریخي سيمې تخت بايۍ قبلې اړخ ته درې کلوميټره د لوئر سوات کېنال پۀ غاړه زړۀ راښکونکو نظارو سره پروت دے. دا کلے کۀ څۀ هم ډېر زيات زوړ دے خو ابادي ئې هغه وخت پۀ زياتېدو شوه کله چې انګرېز …
-
27 جنوري
د باچاخان او رهبرتحريک خان عبدالولي خان يادونه – ارباب الطاف قادر
کله چې پۀ ١٩٨٦ز کښې پۀ کراچۍ کښې عوامي نېشنل پارټي جوړېده نو پۀ دغه ورځو کښې خبر شو چې باچاخان د جي اېم سيد پۀ دعوت هم کراچۍ ته روان دے او بابا به پۀ رېل ګاډي کښې ځي. د پښټون سټوډنټس فېډرېشن ډېرو ملګرو فېصله وکړه چې باچاخان …
-
27 جنوري
د انجمن اصلاح الافاغنه د سل کلن ارتقائي سفر پر پښتني کلتور اثرات – مابت کاکا
د یو قام کلتور د هغوي د متضادو رویو، اقدارو، عقیدو او نظریو څخه جوړ وي. کۀ چېرته یوه ټولنه، قام یا یو کمیونټي پۀ متفقه توګه هم د یو شخص د افکارو او نظریاتو پر اساس جوړه شي، امکان نۀ لري چې مدام دې پۀ هم هغو اقدارو کښي …
دسمبر, 2020
-
22 دسمبر
سعادت خان جلبل – محمد ياسين
سعادت خان جلبل د شلمې پېړۍ د پښتو د مقصدي ادب يوه روښانه نامه ده. کله چې پۀ ملک د پېرنګي راج ؤ او پنجې ئې د پښتون وطن پۀ ګوټ ګوټ او کوڅه کوڅه ټينګې کړې وې او پۀ خلاف ئې فخر افغان باچاخان کلک او محکم ودرېدلے ؤ …
-
22 دسمبر
د تګ لار – ناصر علي خان اپريدے
چې بره ئې غړانګې دي هم دوي پۀ بره تلي دي چې کوم قامونه وړاندې دي د تګ پۀ لاره تلي دي کوم قامونه چې مخکښې تلي، پۀ لار تلي، د پرمختګ پۀ لار تلي نو د هغې پۀ شا خامخا څه تګلار وي. د پرمختګ ځانته راز او فلسفه …
-
18 دسمبر
د بابړې تاريخي د “بادشاه حجره” – ليکوال:سعيد احمد شاهي – مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه
حجره د پښتنو پۀ ټولنه کښې ډېر اهميت، لوے مقام او مرکزي حېثيت لري او څوک هم د دې د اهميت او مقام نه انکار نۀ شي کولے. حجرې د هر صاحب حېثيت کس ذاتي ملکيت هم شته او د کلي او د خاندانونو خپلې حجرې هم موجود دي. پۀ …
-
18 دسمبر
د دردېدلي اجمل دردېدلې نغمې – عبدالحميد زاهد
د ژوبل احساس يو څو څړيکې، د زخمي غېرت يو څوغورځنګونه، د سرې وينې يو څو تړم څاڅکي، د اولسي جونګړو يو څو شنۀ اسوېلي، د غربت يو څو ترښې تجربې، د سرمائې يو څو ناکړدې، د اقتدار يو څو ړندې لتې او ورسره د پښتونولۍ احساس؛ چې دا هرڅۀ …
-
16 دسمبر
شهيد بشيراحمد بلور او عوامي نېشنل پارټي – ارباب الطاف قادر
زۀ چې پۀ ١٩٧٧ز کښې عام انتخابات را ياد کړم کوم کښې چې زما ترۀ ارباب سېف الرحمان خان د پېښور دوېمې حلقې نه د قامي اسمبلۍ الېکشن ته د نېشنل عوامي پارټۍ (نېپ) پۀ ټکټ ولاړ ؤ چې انتخابي نخښه ئې يوه وه. دې الېکشن سره سم ما ته …
Pakhtoon | The Magazine Publishing Since 1928