مستقل ليکوالان

دا ليکوالان د پښتون مجلې مستقل ليکوالان دي

اپریل, 2020

  • 30 اپریل

    اداريه: مۍ ۲۰۲۰

    کورونا زمونږ ژوند بدلوي!!! کورونا اوس ‘د چين ښاپېرۍ’ نۀ ده پاتې، پۀ نړۍ ئې وزرې د پاسه او جرړې لاندې خورې کړې دي. وباګانې هسې هم پۀ انساني ټولنه، د هغوي ژوند او ژوندتېري باندې ژور اغېزونه پرېباسي؛ خو کورونا پۀ دې لږه موده کښې وښودله چې زمونږ ژوند …

  • 12 اپریل

    پښتو سندرې يوه بله ساه ورکړه (ماه جبين قزلباش) – پښتون

    ثريا خانم، چې پښتو سندرې د ماه جبينې پۀ نامه پېژندګلو او درناوے وربخښلے ؤ، پۀ شپږ ويشتمه فرورۍ لۀ مونږه سترګې واړولې. مه جبينې د پښتو د موسيقۍ اٰرټ ته د اولسي سندرو او غزل شکل کښې لويه ورکړه کړې ده. دغه ورکړه د پښتون وطن د جمالياتو شتمنۍ …

  • 12 اپریل

    سرمايه دارانه تهذيب او “اېډيپس کمپلکس” (اېډيپس رېکس) – فېـصل فاران

    اسطوره اوس پښتو ادب کښې نننوتلې ده. نوې شاعرۍ کښې د دې تر ټولو ستر او بشپړ نخښانکښ عبدالرحيم مجذوب دے چې اسطوره ئې د خپلې شاعرۍ يوه نۀ شکېدونکې برخه ګرځولې ده. د نثر پۀ لړ کښې د اسطورو د ژباړې روايت لا پر مخ روان دے – د …

  • 11 اپریل

    د ضم شوو ضلعو غونډه – ډاکټر سهېل خان

    اتلسمه فروري، 2020 خوشحال بابا وئيلي دي: هوښيار هغه دے چې سخت جنګونه تر خېره راولي پۀ فرهنګونه نادان هغه دے چې پۀ کار د صلحې ګډ کا د شر فساد رنګونه د ضم شوو ضلعو غونډه پۀ اتلسمه فرورۍ کال نولس سوه شل پۀ باچا خان مرکز کښې وشوه. …

  • 11 اپریل

    علامه اقبال: يوه محبوبه، درې ښځې، څلور ودونه (ډاکټر خالد سهېل) – ژباړن: اياز الله ترکزے

    ګرانو لوستونکو! زۀ چې د علامه اقبال د ژوند پۀ نفسياتي اړخونو دا مضمون ليکم، د دې مضمون نه وړاندې څو خبرې ستاسو پۀ خدمت کښې پېش کوم. زۀ دا واضح کول غواړم چې زۀ د اردو ژبې او ادب نۀ محقق يم او نۀ سکالر يم؛ زۀ د نفسياتو …

  • 11 اپریل

    افغانستان ته د سولې راوستلو تړون – “پښتون”

    Agreement for Bringing Peace of Afghanistan اتفاق احلال السلام في أفغانستان موافقتنامۀ آورد صلح به افغانستان افغانستان کښې د امن مذاکراتو يو اوږد دور تېر پۀ اخره يو تړون ته ورسېدلو. د اندېښنو، شکونو او قياسونو سيوري کښې هم دا تړون مونږ ته د امن د نوي سهار پېلامه ښکاري. …

  • 11 اپریل

    د کابل او اسلام اباد منځ کښې “باچا خان” ولاړ دے – اداريه

    پېښور کښې باچا خان مرکز او جلال اباد کښې د باچا خان مزار داسې دي لکه چې د کابل او اسلام اباد منځ کښې باچا خان ولاړ وي. افغان وطن لکه چې د سلګونو کلونو پرهر، هر کال د نوروز پۀ ورځ پۀ ځان پهې ږدي. افغانستان چې ژوبل دے، …

  • 11 اپریل

    د باباګانو تلين او پۀ ضلع بنو کښې تاريخي جلسه – رحمت شاه قرېشي

    د باباګانو تلين هر کال نوے او پراخه رنګ اخلي. د کله نه چې د “باچا خان اوونۍ” سلسله شروع شوې ده، يو خوا علمي او فرهنګي هلې ځلې ټوله اوونۍ روانې وي نو بل خوا ورسره پۀ پراخه کچ جلسې هم کېږي. سږ کال د ډويژن پۀ سطح د …

  • 11 اپریل

    “پښتون”

    عوامي نېشنل ګوند د 2020 کال د مارچ پۀ لسمه نېټه د قامي جرګې د جوړولو غږ )اعلان( وکړ. مونږ د قامي جرګې ملاتړ او هر اړخیزه مرسته کوو. پښتون قامي جرګه د هېواد، سيمې او ورسره د نړۍ د امن او ټيکاو )ثبات( لپاره به ضامن وي. پښتنو پۀ …

  • 11 اپریل

    ياره! قلندر ته دعاګانې کړئ! – ډاکټر خادم حسېن

    ‎د کلي د ګرميو اوږدې غرمې به داسې وې چې د خلکو د تګ راتګ ټوله حوصله به ئې ورژوله. زمونږ د کلي د سکول د پښتو استاذ د نزدې بازيدخېلو کلي اوسېدونکے ‌ؤ؛ فضل کريم استاذ نومېدۀ. د سکول چهټۍ نه وروستو به ئې غرمه زمونږ حجره کښې ارام …