مستقل ليکوالان

دا ليکوالان د پښتون مجلې مستقل ليکوالان دي

جولای, 2019

  • 11 جولای

    باچاخان مرکز کښې د ملي مشر اسفندیار ولي خان پرېس کانفرنس – رحمت شاه قرېشي

        د ملي مشر اسفندیار ولي خان دا پرېس کانفرنس د ستمبر پۀ څلیریشتمه نېټه باچاخان مرکز کښې شوے ؤ. د ‘پښتون’ لوستونکو د پاره ئې دلته د ښاغلي رحمت شاه قرېشي پۀ مننه وړاندې کوو. دا وخت پۀ ملک کښې افغانانو او بنګالیانو ته د شهریت ورکولو کومه …

  • 11 جولای

    د عدم تشدد نړیواله ورځ، میروس ډهېرۍ او ولي باغ – حیات روغانے

        درې تصویرونه مخې ته ودرېږي ـــــــ موهن داس ګاندهي خان عبدالغفار خان )باچاخان( اسفندیار ولي خان د دې درې تصویرونو سره درې تاریخونه تړلي دي: اکتوبر 2، 1869 اکتوبر 27، 1942 اکتوبر 2، 2008 غوره به وي چې دغه درې تاریخونه لنډ لنډ وپېژنو: موهن داس ګاندهي، چې …

  • 11 جولای

    اداریه ‘پښتون’، نومبر 2008

      پۀ اسفنديار خان حمله او د پښتنو د مشرانو پۀ وخت مدبرانه فېصله   د باچا خان نوم چې د عدم تشدد او امن نوم دے، د باچا خان کور چې د عدم تشدد او امن کور دے، د باچا خان انغرے چې د ټول پښتون قام د استانې …

  • 11 جولای

    اداريه – اکتوبر 2018

    روان حالات او د عوامي نېشنل پارټۍ دریځ دا وخت ملک کښې جوډیشل مارشل لاء نافذ ده او عملاً بالواسطه فوج او بلاواسطه ‘غېر ریاستي عناصر’ ته د قابلِ قبول اتحاد حکومت دے، روان حالات هم ځکه ډېر کړکېچن او بې باوره دي. یو خوا کۀ د بېن الاقوام لۀ …

  • 11 جولای

    فوکلور، افغان فوکلور او معاصر عملي سائنس – سمیع الدین ارمان

        د متلونو پۀ لار د ښاغلي فرهاد وسیم ایسپزي کتاب دے چې درېم چاپ ېې ستاسو پۀ لاسونو کښې دے. متل د فولکلور یو اهم جز دے او فولکلور د برېټانیکا انسائیکلوپیډیا مطابق د یوې سیمې د وګړو د دود دستور، اساطیرو، قیصو، متلونو، سندرو، ثقافتي سرګرمیو، اتڼونو، …

  • 11 جولای

    د 2018 انتخابات کۀ د ضمیرونو سودا – رحمت شاه قرېشي

        زما ډېر وخت وشو چې زۀ پۀ عوامي نېشنل پارټۍ کښې شامل شوے يم او زما تقريباً اتۀ ویشت کاله کېږي چې زۀ دې پارټۍ کښې يم او انشاء الله کۀ الله ته منظوره وه نو تر مرګه پورې به پۀ دې پارټۍ کښې يم او د خپل …

  • 11 جولای

    خدائي خدمتګار میرا خان بابو – سجاد ژوندون

        خدائي خدمتګار ميراخان بابو چې د ضلع مردان د سدهوم علاقې د ایسپزو د قبيلې د ‘ميرو ایسپزي’ پۀ اولاد کښې پۀ بهائي خان کلي کښې پۀ کال 1895ز کښې زېږېدلے ؤ. پۀ علاقه کښې د تعليمي ادارو د نیشتوالي لۀ کبله د رسمي تعليم نه محروم پاتې …

  • 11 جولای

    دا نعری له کومه راغلی؟ – حیات روغانے

        سیاست کښې د نعرو لوے اهمیت وي. یوه سیاسي نعره د یوې سیاسي مفکورې بیانیې عکاسي کوي. اولس چې د سیاسیاتو پۀ ژورو فلسفو خپل سرونه نۀ خُوږوي، دغه یوه نعره هغۀ د پاره هر څۀ پرانیزي او هغه دغه نعره پسې شي. د ډکټېټر پروېز مشرف پۀ …

  • 11 جولای

    نجیب جانه! ستا وینه لا ودرېدلې نۀ ده – حیات روغانے

      د ولي خان بابا نجیب جانه! تۀ موسکۍ سترګې ګورې او د ورلډ ټرېډ سنټر سره ډغره وهونکې وړومبۍ الوتکه د کوز مېنهېټن نیویارک نه لوخړه پورته کړي. لا دوېم جهاز د څو شېبو پۀ ځنډ رارسي چې رڼې سترګې دې د خپل تېزندي کېدو منظر ته واوړي. پۀ …

  • 11 جولای

    د طورخم پۀ پوله بندېزونه او مقامي تجارت – ډاکټر خادم حسېن

      khadimhussain565@gmail.com   د ښاغلي ډاکتر خادم حسېن دا مقاله اګاهو یوه دستوره کښې اورولې شوې وه. هغه وخت خېبر پښتونخوا کښې د ‘فاټا’ ادغام نۀ ؤ شوے ـــ هغه وخت ‘جنرل’ راحیل شریف ؤ ــــ هغه وخت لا ‘جمهوري’ حکومت ؤ او منتخب شوې اسمبلۍ وې. د اړونده موضوع …