دا “د پنجرې چغار” – نورالامين يوسفزے

“د پنجرې چغار” د يو داسې بلبل نوا او صدا ده چې د قام او جمهور پۀ ننګ کښې د ښکاري پۀ پنجره کښې ګېر دے او پۀ دغه پنجره کښې هم د قام د خپلواکۍ او سوکالۍ خوبونه ويني او هم ئې پۀ روح کښې د وخت او زمانې يومنفرد او جراَت مند تخليق کار غزونې کوي. “د پنجرې چغار” د ځوان غني د ځوانو جذبو يو داسې سېلاب دے چې الفاظ هم ورته حېران او پريشان ګوته پۀ خلۀ ولاړ دي. د غني روحاني تجربه لکه د رڼا د ټکيو (غږونو) د سينې نه وتل غواړي او ښۀ پۀ جار وائي چې زۀ د زمانې د روايتي فني چوکاټونو او تړلو خيالاتو پۀ ځاے لکه د باز او شاهين د فکر نظر او خيال نوې نوې دنياګانې لټول غواړم. د دې کتاب د شاعرۍ نه دا حقيقت هم راڅرګند دے چې زمونږ دغه جرات مند او منفرد فنکارکۀ هر څو د نړۍ د فلسفې د تاريخ نه خبر او د دنيا د نمائنده تخليق کارانو د فن نه اګاه دے خو نۀ خو د چا تقليد کوي او نۀ پۀ روايتي او زړو لارو تګ خوښوي. ځانته د خپل شاعرانه اسلوب دا لوے فنکار لکه د نړۍ د هر لوے تخلېق کار د ټکيوسينې شلوي او د خپلې روحاني تجربې او تخيلاتي توان پۀ مدد پۀ کښې نوې نوې معنې ورپوکښې. “د پنجرې چغار” ديباچه نګار يوځاے کښې ليکي چې ” غالب او ټېګور پۀ لاره روان وو، غني مخې لۀ ورغے او دواړو يو بل ته وکتل”.

خو زۀ وايمه چې پير روښان او خوشحال خان دواړه پۀ لار روان وو، د يو مشر پۀ غېږه کښې يو ښاپېرے ماشوم ؤ، دواړه ورته پښه نيولے شول. بيا خوشحال بابا دغه ماشوم د پلار د غېږ نه راوچت کړو او د پير روښان پۀ کيند کښې ئې ورواچولو، هغۀ پۀ خپل کيند کښې ورغړولو، بيا بابا راوچت کړو، پۀ تندي ئې ښکل کړو او پلار ته ئې حواله کړو خو د پلار نه ئې ورله پوښتنه وکړه چې د دې ښاپېري ماشوم نامه څۀ ده. پلار ئې جواب ورکړو چې دا غني دے او دغه دواړو مشرانو يو بل ته وکتل، دواړه مسکي شول. نن چې “د پنجرې چغار” پۀ حقله دا څۀ مات ګډ ليکل کوم نو دا هم يو حقيقت دے چې زما پۀ وړاندې محض “د پنجرې چغار” نۀ دے بلکې تر “لټون” پورې د بابا د تخليقي سفر يو ناپايا وه سمندر ولاړ دے. دا حقيقت دے چې دا کتاب د يو ازاد خياله او لوړ تخليق کار د جرات اظهار لومړۍ ډالۍ ده خو دا هم يو څرګند حقيقت دے چې د پنجرې چغار د خان د فني تخليقي وجود يوه برخه او يوعضو دے او زۀ چې څومره هم هڅه وکړم نو د خان د فکر وفن نور رنګونه هم رابرڅېره کېږي. کۀ مونږ وګورو نو څوک وائي چې غني فلسفې دے، څوک وائي نه يو جراَت مند او منفرد شاعر دے.

ځنې نقادان د غني خان د شاعرۍ تقابلي جائزه د مغرب د ځنو شاعرانو سره کوي خو زما پۀ خيال غني خان د مغرب ټول نمائنده شاعران ښۀ پۀ غور لوستي دي خو لکه څنګه چې پۀ مشرق کښې روحاني روايت ډېر قوي او مضبوط دے هم دغه شان د مشرق د شعر روايت هم ډېر مضبوط او جانانه دے. د غني پۀ شاعرۍ کښې د روحاني اساس او جمالياتي احساس سره سره چې کوم جرات اظهار ، کوم شاعرانه ژورتيا، کوم شاعرانه صداقت او شعري ښکلا ده، زۀ ئې پۀ يو هم مغربي شاعر کښې د دغه ټولو جهتونو سره نۀ وينم. د ورډز ورتهـ او ګوئټے نه علاوه چې کوم د مغرب روماني شاعران دي لکه شېلے، کيټس او بائرن وغېره، د دغه ټولو پۀ شاعرۍ کښې د روحاني اساس کمے هم محسوسېږي او هغه هومره شاعرانه ژورتيا هم نۀ لري لکه چې د خان شاعري ئې لري ځکه نو زما خيال دے چې خان د هېچا پۀ شان نۀ دے. بس د ځان پۀ شان دے او هم دغه ئې د عظمت او لوړتيا سبب دے.

د شاعرۍ هم لکه د ژوند درې پړچونه دي. څنګه چې مونږ ژوند د نن، پرون او سبا پۀ چوکاټونو کښې وېشلے دے هم دغه شان د شاعرۍ هم فکري، جمالياتي تخيلاتي اړخونه وي. اکثر داسې وشي چې د يو شاعر د شاعرۍ فکري اړخونه مضبوط وي خو جمالياتي او تخيلاتي اړخونه ئې هغه هومره تاند او مضبوط نۀ وي. کله کله جمالياتي اړخونه مضبوط وي خو فکري او جمالياتي اړخونه ئې کمزوري وي. کله چې خالق لوے فنکار زېږوي نو پۀ هغۀ دا مهرباني هم وکړي چې د شاعرۍ درې واړه پړچونه ورته مضبوط کړي بلکې کله کله خو داسې هم وشي چې د نقاد او تجزيه کار دپاره دا فېصله کول ډېر ګران شي چې د شاعر فکري اړخونه زيات مضبوط دي کۀ تخيلاتي او جمالياتي. د غني خان نقاد ته هم دغه ستونزه رامخې ته ده ځکه د خان د شاعرۍ درېواړه اړخونه دومره مضبوط دي چې فېصله کول پۀ کښې ګران شي بلکه د خان پۀ حواله خو دا مسئله هم راپېښه شوې ده چې خپله د يو نقاد کوم اړخ مضبوط دے نو د خان د شاعرۍ تشريح تفسير ئې پۀ هغه اړخ ور اچولے دے. او دائې هېر شوي دي چې خان شاعر دے نو د شاعرۍ ئې درېواړه اړخونه سره د روحاني تجربې او شخصي مشاهدې پۀ نظر کښې ساتل پکاردي ځکه چې د خان خپل څۀ شخصي ځانګړنې هم دي. کۀ پۀ خپل دغه تخليق کښې هغه د خپل قام، وطن او خپلې خاورې سره يو بې کچه مينه لرونکے قام پرست دے نو يو زبردست هيومرسټ هم دے نو بيا د وجوديت تجربه د روحانيت پۀ غېږه کښې د نړۍ د فکري او عمراني تاريخ ځانته يوه نوې تخليقي تجربه ده.

کوم حرکت حرارت، کوم حسي تجربات او د جمالياتو د دنيا کوم عجيبه عجيبه تجربات چې دهغۀ پۀ تخليقي عمل کښې لکه د اور د لمبو راښکاره کېږي،د بصارت نه زيات د بصيرت تقاضا کوي. دلته دا هم محسوسېږې چې د خپل روحانې توان ، فنکارانه عظمت او شاعرانه جرات سره يو فنکار د ژوند او فن جمال اباد ته ورداخلېدونکے دے او دا اومړۍ تخليقي ډالۍ اعلان کوي چې د پښتو ادب پۀ کنډاؤ د خوشحال بابا نه پس بل يو داسې تخليق کار راواوړېدو چې ټوله شلمه پېړۍ به پۀ خپله نامه کړي او وخت هم دا خبره او دا حقيقت ثابت کړو، چې د هغۀ د فکر ژورتيا، د تخيل الوت او د روح سپېځلتيا يوه داسې ځانګړې، روحاني، وجودي او فني تجربه رامخې ته کړه چې د هر چا پۀ شان ښکاري او د هېچا پۀ شان نۀ دے. تر دې چې د هغۀ روحاني تضادات هم د هغۀ پۀ خپل وجدان کښې داسې پۀ سليقه او طريقه هوار شوي او حل شوي دي چې خپل قاري او خپل لوستونکے چرته هم د مجهوليت او فکري تضاد نۀ ښکار کوي. د مشرق روحاني روايت او د مغرب مادي او جمالياتي سفر پۀ غېږه کښې دا يوه نوې تجربه يا د جنون او د جانان داسې نوې او خو شګواره حادثه ده چې نۀ ئې د ټېګور پۀ صنمي او عاجزانه مناجاتو کښې مثال پۀ نظر راځي او نۀ د اقبال غونده د شاعرانه عظمت باوجود د فکري تضاداتو ښکار کېږي او دا ځکه چې د هغۀ پۀ ذات کښې د فکر او فلسفې نه زيات تخيل او وجدان متحرک او ژوندے دے او دغه فنکارانه عظمت د هر چا نۀ نصيب کېږي. ځکه خو ئې د شعرونو مثال لکه د پياز د پاڼو دے چې يوه لرې کوې نو لاندې ترې بله راوځي، خو پۀ سترګو ليدے نۀ شي. د غني روحاني او جمالياتي تصورات لکه د اور اورکو د مايوسۍ پۀ تيارو کښې د اميد او حرکت رڼاګانې بلوي، د ژوند پرستۍ او انسان دوستۍ ډالۍ ورکوي او هم دغه د هر ساهو او عظيم فنکار وظيفه ده.

کروچے وائي چې شاعري نۀ منطق دے او نۀ فلسفه ده، نۀ تاريخ او نۀ تش جذبات، دا يو الهام دے او چې کله شاعر خپل شاعرانه الهام پۀ خپله ولقه کښې واخلي نو د دۀ تخيل منظم شي او ټکي ورته لاس پۀ نامه ودرېږي. اوس چې د کوم فنکار الهامي سطح څومره وچته وي د هغۀ نقاد بايد هم هغه هومره ادبي ذوق، حسي توان او روحاني قوت ولرې نو هله به د دغه فنکار د فن روح ته رسي، دے به دغه تخليق خپل روح ته ورکوز کړي او تخليق نو به ئې کوي. د غني خان شاعري هم پۀ فکري بنياد مضبوطه ده، هم پۀ الهامي او هم تخيلاتي. کله چې د هغۀ د فکر باز د تخيل پۀ غېږه کښې پرواز شروع کړي نو د راويتي فکر ټول چوکاټونه مات کړي. او يوه خپله فکري بيانيه سازه کړي. دغه شان چې کله د هغۀ د روح شاهين د تخيل پۀ وزرو ورسور شي نو نېغ لکه د بې تکلفه اشنا د خپل جانان مخې ته ودرېږي او داسې خبرې، داسې نازونه او داسې نيازونه او داسې رازونه رابرڅېره کړي چې دا بيا ځانته يو ځانګړې روحاني تجربه شي او کله چې ئې د شاعرانه تخيل مارغۀ د ژوند، جمال، جلال او کمال پۀ سردرو ورسر شي نو د خيال او اظهار نوې نوې دنياګانې دريافت کړي چې يوعام انسان او عام تخليق کار ئې د رانيولو نه معذوره وي. غني خان د خپل تخيل ګوتې د نازک خيالۍ پۀ تاروګو پسې د ژوند پۀ کارېزو کښې داسې پۀ فن کارانه کمال ګرځوي چې لږ ساعت دپاره د لوستونکي او اورېدونکي نه هډو دا تريښ حقيقت هېر شي چې کارېزو کښې نا ليدلي او ليدلي ازغي هم شته. اوس د غني خان نقاد ته دا سخته راپېښه وي چې کۀ هغه د بابا سره د فکر پۀ لوړو غرونو ورسر شونو ناساپه دا اعلان وکړي چې دا خو د خپل اندازيو لوے مفکر او فلسفي دے. کۀ چرې هم دغه نقاد بابا د ځان سره د روحاني نړۍ پۀ سېل ورسر کړو نو شايد چې د بابا د تصوف او مرشدۍ اعلان وکړي او کۀ چرې شاعرانه تخيل او تخيلاتي نازک خيالۍ پۀ خپله ولقه کښې واخست نو ډېر غالب امکان دا دے چې دا اعلان وکړي چې دا سړے خو د خپل عصر يو بې بدله، عظيم او جرات مند تخليق کار دے، دا نورې خو پۀ اصل کښې ضنمۍ دي. ځکه نو د غني خان نقاد بايد چې د ډېرې پراخه مطالعې سره سره د لوړ حسي توان او د پرېوانه ادبې ذوق مضبوط روحاني قوت څښتن هم وي. د بابا شاعرۍ ته د جزباتو پۀ غېږ کښې د کل پۀ نظر کتلے شي. هغه غني چې هم دا اعلان کوي چې ژوند څۀ دے خو بس غورزېدل او پاڅېدل دي او پۀ صحرا کښې د اشنا د کوڅې لټون کول دي. هغه غني چې د رېدي ګل ته وائي؛ تۀ هم زما پۀ شان يواځې يې خو هم زما پۀ شان منفرد او توانا هم يې. هغه غني چې د يار شونډې ښکل کړي نو الله ئې پۀ زړۀ کښې راپېدا شي. او دائې عقيده ده چې. . .

سرداري نۀ کېږي د تورې د مستۍ نه بغېر

الله ليدے نۀ شي د حسن پرستۍ نه بغېر

او هغه غني چې د دنيا جاه و جلال او سرادري داسې د خپله کوره غورزول غواړي لکه سوټې پۀ ډېران او هغه غني چې پۀ ډاګه اعلان کوي چې:

نۀ منم نۀ منم مرګ انجام د هستۍ نۀ دے

خلاصېدل شراب پۀ جام کښې اختتام د مستۍ نۀ دے

شراب خو چې د جام نه وجود ته لاړ شي نو هله مستي راپېدا کړي . اوس يو خوا يو تخليق کار د حيات او ممات د خالق او کائنات پۀ حقله دومره لوړ تصور لري او شاعرانه تخيل ئې دومره وچت دے چې د سيند د سپينو شګو نه هم محل سازولے شي، د هغۀ د فکروفن او تخيل شاهين پۀ هوا کښې نيول د هر چا د وس خبره نۀ ده. نقاد کۀ هر څومره هڅه وکړي نو د هغۀ د فکر او خيال لومړي يا زيات نه زيات دوېم پړاو ته به ورسي خو دغه خيال او دغه تخيل چې لکه د پياز د پاڼې د يو لاندې بل او د بل د لاندې بل پړچ لري پۀ مزه مزه به دريافت کېږي. هغه کۀ د هغۀ د تنکۍ ځوانۍ شاعري ده کۀ د نيا د کتو او مشاهداتو د پراخۍ نه پس تخليقي عمل دے او کۀ د هغۀ د روحاني ، تخيلاتي او فکري استحکام دور، دا ټول سفر او د دې سفر هر پړاو دا اعلان کوي چې غني کۀ د هر چانه لوے تخليق کار نۀ وي خو د هر چا نه منفرد او ځانګړے ضرور دے .

حالانکې دغه ټول هم د يو ذات د اظهار بېلا بېل تخليقي اړخونه دي. د غني پۀ ذات کښې د تفکر، تخيل او روحانيت دغه عناصر بېل بېل نۀ دي او د هغۀ نقاد لۀ هم دغه غټ حقيقت د خپلې تجزيې او تبصرې پۀ مهال پۀ نظر کښې ساتل پکار دي.

کله چې مونږ د” د پنجرې چغار” پۀ نظمونو يو ځغلنده نظر واچوو نو اول خو دا حقيقت څرګند شي چې د دې کتاب ټوله شاعري د زندان شاعري ده. خپله خان پۀ کتاب کښې ليکي چې زۀ دا کتاب پۀ ۱۵ اکتوبر کال ۱۹۵۰ کښې هري پور جېل کښې شروع کوم. دې کتاب کښې دهغۀ د څو کلونو شاعري شامله ده چې غني خان د پېښور، هري پور، حېدراباد او خانپور پۀ جېل خانو او پۀ پهاړ پور او بهګنوټر نظربندۍ کښې د ساعت تېري پۀ غرض لفظونو سره لوبې کړې دي. تل داسې شوي دي چې د وخت او زمانې يو نابعه دساعت تېري پۀ غرض څۀ ليکل او ساز کړي دي او بيا دغه ليکونه او انځورونه د ژوند او فن پۀ دنيا کښې شاهکارونه ثابت شوي دي. لکه د خوشحال بابا ” دستار نامه” به واخلو؛ دا هم د زندان ډالۍ ده. هغۀ هم د ساعت تېري پۀ غرض ليکلې ده خو هم دغه کتاب د اسلوب پۀ حواله د پښتو پۀ جديد نثر او پۀ موضوعاتي حواله د قام دپاره دسياساتو او عمرانياتو لومړے بشپړکتاب دے.

هم دغه شان د غني خان “د پنجرې چغار” هم د هر پښتون د روح نوا شوه. پۀ خپل دې کتاب کښې خان د ژوند او کائنات پۀ حقله ډېر د لوړ معيار نظمونه ليکلي دي خو د دې سره سره پۀ دې کتاب کښې ځنې داسې نظمونه هم شته چې يا خو واقعاتي دي او يا پۀ ځنو شخصياتو ليکلے شوي دي خو پۀ دغه لمحاتي او ذاتي نظمونو کښې چې اکثر هغۀ پۀ خپلو نزدې دوستانو ليکلے دي او يا ئې خپل زړۀ تۀ نزدې خلق مخاطب کړي دي، خان خپل انفراديت برقرار ساتلے دے. کوم نظم چې خان اول د “شپږ زمري” او بيا د “اووۀ ګلونو” د سرخط لاندې ليکلےدے . د دې نظم ” د الهام حال” خان پۀ خپله ليکلے دے. دا نظم د هري پور پۀ جېل خانه کښې ليکلے شوے دے. خان وائي چې دا جېل خانه ماته د خپل کور پۀ شان ښکارېده او هم دغه خبره ما دخپل کلي د خدائي خدمتګار اميرنواس کاکا نه هم اورېدلې وه. کله چې هغه پۀ اخري ځل هري پور جېل ته تلو نو د هغۀ پۀ سترګو کښې د مينې عقيدت او خوشحالۍ يو بل شان ځلا وه لکه چې يو مسافر پۀ مودو پس خپل کور کلي ته روان وي. خان د خپلو دغه ملګرو مجسمې هم جوړې کړي دي. دغه شپږ زمري دادي. . . (۱) پير شاکر الله باچا د ګوجرو ګړهۍ چې يو بې بدله قامي مبارز او خدائي خدمتګار ؤ (۲) خان خېل مهر دل هوتي د هوتي د نواب ورارۀ ؤ او پۀ دغه ټبر کښې دغه وخت ايکي يو قامي مجاهد ؤ.(۳) بل زمرے پروفېسر جهانزېب نياز دے چې د خان د ترور زوے هم دے او پۀ ډېر وړوکوالي کښې ئې د زندان تراښۀ نصيب شوي وو . وروستو بيا دا ښاغلے د اسلاميه کالج د پښتو څانګې مشر هم پاتې شوے ؤ.(۴) فردوس خان کاکا چې پۀ کوکو ياد ؤ، د باچاخان کلک ملګرے ؤ، اېم پي اے هم پاتې شوے ؤ او د څوارلسو کالو عمر کښې جېل ته تلے ؤ. خپل ټول عمر ئې قامي جدوجهد او جېل خانو کښې اړولے ؤ.(۵) بل پۀ کښې زرين خان دے چې د پارلېمنټ غړے ؤ. (۶) شپږم يوسف خان ؤ چې وروستو ئې خپله لاره بدله کړه.

پۀ خپل دې نظم کښې خان د خپلو دغه دوستانو خاکې هم راښکلې دي او د دوي ځنې عادتونه ئې هم پۀ شاعرانه کمال بيان کړي دي . دا يو مزاحيه نظم دے . خان وائي چې کله ما دا نظم خپلو دغه دوستانو ته واورولو نو هغوي رانه ټول خفه شو او بيا مې پۀ ” اووۀ ګلونه” رضا کړل . دا نظم د خپلو بې تکلفه ملګرو دپاره د يو تخليق کار سوچه او بې ساخته جذبات دي.

بل ذاتي نظم “د فرېدون د مور خط دے” . دا نظم خان د خپل زوي پۀ زېږېدو وئيلے دے خو دې نظم کښې د جېل خانې او جدائۍ درد او د زوي د زېږېدو خوشحالۍ داسې غاړه غړۍ شوې دي چې د خان د خپلې مېرمنې دپاره د سپېځلو جذباتو او پاکو جذبو يو ناپايا وه سمندر ترې ساز شوے دے . تاسو ئې هم لږ خوند واخلئ.

دا نيشت پۀ شاملات کښې ما اجل ته کېښود څلے

دا خو ما د سبا طمعې کړې پرون سره بدلې

دا چې زۀ يو رنګين خوب شم د تالاش او د ارمان

ستا پۀ تور تاريک محل کښې سپينې شمعې شولې بلې

ما د دوو لپو خاورې تاله ژوند او جهان جوړ کۀ

خپلې مېنې داسې يوړم بل مې تاله جهان جوړ کۀ

(جاري)

يو بل نظم ” کټ ماله” هم خان روشن بي بي ته لېکلے دے چې پۀ کښې ئې هغې ته د خپل پت او مينې ثبوت هم ورکړے دے او دا حقيقت ئې هم ورته څرګند کړے دے چې ستا غني يواځې ستا نۀ دے، دا د ټول قام غني خان دے.

د “يو خط” پۀ نوم نظم خان خپل يو عالم فاضل دوست حکيم سيد الاابرار ته ليکلے دے . دا نظم د خان د تخيل هغه ټول خواږۀ لري کوم چې د هغۀ نور دا قسمه نظمونه لري. دې نظم کښې خان خپل دوست ته دا وئيل غواړي چې کۀ تۀ د خداے پاک تخليق کړے جمال او د دغه جمال پۀ واسطه د هغۀ کمال ته نۀ شې رسېدے نو پوه شه چې ته خداے ته هم نۀ شې رسېدلے. ځکه چې د کائنات دا حسن ، د خوبانو د جمال دا نندارې اصل کښې هم د خالق د فن شاهکارونه او دا خو د يار د مېنې ډالۍ ” ائينه منګځ” دي.

دې کتاب کښې د بې غېرت پښتون او غېرتي غونده روايتي نظمونه هم شته او د چيندخ، مږه، بازيګر کمتر، کوچے ، تورانۍ، ملاچرګګ، بورا تارو ، کور کوړۍ مچ غونده د طنز او مزاح شاهکارونه هم.

دا نظمونه د خان د مشاهدې غټ ثبوتونه دي او پۀ دې حقيقت هم رڼا اچوي چې زمونږ پۀ ژوند کښې د دغه ځناورو او حشراتو څۀ اهميت او کردار دے . دلته خان هغه عادتو، حماقتونه او هوسونه هم پۀ چل چل پۀ نخښه کړي دي کوم چې غېر انساني او سپک دي لکه چې مږې ته مخاطب دے او وائي . . .

اوسې پۀ کندو کښې ياره غل يې پلار دې غل ؤ

مور دې غلچکۍ وه ستا نيکۀ د بدو مل ؤ

دلته د نظر خاوندان پوهېږي چې د خان اشاره چاته ده . پۀ خپلو دغه نظمونو کښې خان د تورانۍ غونده ډېر منفرد معني خېزه نظم هم ليکلے دے چې د لوستو او محسوسولو سره تعلق لري . دلته د خان دا مزاحيه شاعري د خان پۀ حسن مزاح او جوته مشاهده دال ده او زما پۀ خيال دا ځانته د يو اوږد بحث جوګه موضوع ده. د دغه څو واقعاتي ، لمحاتي او وارداتي نظمونو پرته د دې مجموعې نور ټول نظمونه د خان د تخليقي توان او تخيلاتي الوت هغه نادرې نمونې دي چې هر نظم ئې خپل ځان کښې د سوالونو، جوابونو ښائستونو ، فکرونو او نوو خيالاتو ځانګړې دنيا لري.

پۀ خپلو دغه واقعاتي، لمحاتي او ذاتي نظمونو کښې هم خان د ژوند او فن پۀ حقله خپل دريځ پۀ نظر کښې ساتلے دے . “د پنجرې د چغار” پۀ باقي ټولو نظمونو کښې د حيات او ممات ، حريت او صداقت ، حسن او عشق، خمار او يار، جنون او جانان پۀ حقله د خان خپل ځانګړے سوچ او لوړ خيالات څرګند دي .

پۀ دې مجموعه کښې ژوند، هوش،حسن ، قسمت ، جنت ، مرګے، خمار،تۀ او زۀ، دا مکان او لا مکان، قانون او د مينه پۀ شان شاهکار نظمونه د ژوند او فن سره سره کائناتي تکون کښې د غور او فکر نه پس ځنې نوي سوالونه هم راوچتوي او د شاعر غني د ستر تخيل او شاعرانه پرواز ځانګړنې هم پۀ ګوته کوي. دلته د غني د تخيل مارغۀ د کائنات د زمان او مکان د حدودو نه هم اخوا ورغلے دے. کۀ د دعا ” اندز اوثنا” اظهار ئې د هر چا نه ،منفرد او ځانګړے دے نو د مينې دوام حسن زور او د ګيلې شور د هر چا نه منفرد او ځانګړے دے. د ادراک پۀ غېږه کښې د احساس او فکر غېږه کښې د روح سندرې وائي. خليل جبران وائي” زۀ هغه رباب يم چې د قوت کل لاس مې ټنګوي” . او زۀ وايم چې غني هغه رباب دے چې هم ئې د قوت کل لاس ټنګوي او هم خپل ځان سره ټول کائنات پۀ رقص مجبوروي. رښتياخبره دا ده چې شاعران خو پۀ هر دور کښې پېدا کېږي خو د رنګ او بوي پۀ دې دنيا کښې داسې تخليق کاران کله کله زېږېږي کوم چې پۀ خپله هم فن وي او هم فنکار، هم عاشق وي هم جانان، هم رقص وي او هم رقاص، هم نغمه وي هم موسيقار. هم د داسې خلقو پۀ حقله رحمان بابا وائي:

جو دانه قدرې يو لعل پۀ کښې پېدا که

نور جهان واړه د تورو کاڼو غر دے

د خان پۀ دې اومړۍ شعري مجموعه کښې چې د حسن او عشق ، جلال او جمال ، سترګو او خمار، مستي او سرور، ساقي او جنون غوندې علامتونه بيا وروسته د خان دتخليق سفر سره سره پۀ زيات معنوي او تخيلاتي انداز کښې تر اخره ملګري دي.

د خان پۀ دې شعري مجموعه کښې يو ډېر ښکلے غزل هم شامل دے . خان چې پۀ بنيادي توګه د نظم شاعر دے، د شاعرۍ اساس ئې روحاني، قامي او عشقي دے. انداز ئې روماني او هنګ ئې چاربېتي دے. خو دا غزل ئې ځانته يو خپل رنګ ، خوند او هنګ لري . پۀ دې غزل کښې هم خان پۀ عشق کښې د هجران اهميت او د روح پۀ زور د فاصلو د کمولو طاقت د خپل تخيل پۀ غېږه کښې ډېر پۀ جانانه انداز بيان کړے دے. لکه چې وائي.

هله يار وته نزدې شوم چې د ياره شومه لرې

هله ئې پوه شوم پۀ خبرو چې ئې نۀ اورم خبرې

د دې کتاب هر يو نظم ځانته د يو اوږد بحث او بشپړې تجزيې تقاضا کوي . پۀ خصوصي توګه مرګے، حسن، قسمت، خمار، جنت او د مکان او لامکان خو د خيال ، فکر او بصيرت پۀ حواله دومره منفرد او ځانګړے رنګ خوند او اسلوب لري چې د ادراک نه زيات احساس او بصارت نه زيات د بصيرت غوښتنه کوي او اوس پۀ پائې کښې زۀ د ” ژوند” پۀ حقله د خان د يو ښائسته نظم څۀ برخه د خپلو لوستونکيو مخې ته ږدم او بيا رخصت اخلم .

چې پۀ ژوند کښې سخته نۀ وي

لکه بې مالګې طعام

چې پۀ خولۀ کښې خندا نۀ وي

لکه ډک د زهرو جام

ژوند کۀ تش فېرني څټل شي

دا خو سپے هم شي څټلے

کۀ تش نسل زياتول وي

دا غوئے هم شي کولے

ژوند نۀ خېټه نۀ ماڼۍ وي

نۀ ډېرے د سرو لالونو

نه ياران نۀ معشوقې دي

نۀ باغونه دګلونو

ژوند خو تلۀ دي يو پۀ مخه

غورزېدل او پاڅېدل دي

ټکے سوز او ټکے ساز دے

څۀ خندل دي، څۀ ژړل دي

ژوند پۀ سترګو د عاشق کښې

پلوشه ده د خمار

پۀ صحرا کښې لټول دي

د اشنا د کوڅې لار

دا هم ولولئ

خوب وينم عالمه (افسانه) – نورالامين يوسفزے

دا د سپرلي اخرنۍ ورځې شپې دي. دا يو لوے پراخه باغ دے چې پۀ …