د انجمن اصلاح الافاغنه سترې ځانګړتياوې – انجنئير اعجاز يوسفزے
درې دېرش کاله اګاهو د پښتنو لوے لارښود فخرافغان باچاخان د دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې وې خو د هغۀ نابغه شخصیت، تعلیم، خدمت، سیاست، تربیت، کړاؤ او مبارزې پۀ پښتنه ټولنه کښې هغه شعوري او عملي اثرات پرېښې دي چې د پیرروښان ، خوشحال خان او میروېس نیکۀ نه واخلې تر دې دمه د بل پښتون اتل پۀ بخت کښې نۀ وو. د پښتنو پۀ ټولنیز ژوند کښې د قبائیلت پۀ ځاے د شعوري پښتون نېشنلزم لیتکے خوشحال بابا بل کړے ؤ او بیا باچاخان دا مفکوره پۀ سائینسي او عملي بنسټ مضبوطه ودرولې ده. خوشحال بابا سره چې کومې موروثي او جذباتي نیمګړتیاوې مل وې ، باچاخان
جنګ ځپلے افغانستان د يو بل ازمېښت سره مخ – شميم شاهد
د جنګ ځپلي هېواد افغانستان د ارتلونکي پۀ اړه يو ځل بيا د افغان اولس پۀ ځاے يو شمېر بهرني ملکونه او قوتونه پۀ خبرو اترو او پټ پټ سازشونو کښې بوخت دي . د دې ملکونو او طاقتونو کوشش دا دے چې د خپلو خپلو بدرنګه موخو ترلاسه کولو لپاره د خپلو او پرديو لۀ سازشونو پۀ ذريعه د روان جنګونو لۀ وجې تباه شوي خلکو پۀ ا ړه فېصله وکړي . اوس اوس کۀ يو خوا امريکې دا وئيلي چې د مۍ د وړومبنۍ نېټې پورې د افغانستان څخه د امريکني پوځونو وتل مشکل دي نو بلخوا د امريکې دا هم خواهش دے چې پۀ افغانستان کښې اقتدار
د تورخم پۀ پوله بندېزونه او مقامي تجارت – ډاکټر خادم حسېن
د تورخم د بندېزونو نوعيت د ملکي او بېن القوامي ميډيا تر مخه پۀ مۍ 2016ز کښې د پاکستان دولت د تورخم پۀ پوله خاردار تار غځول د دوي د وېنا مطابق لۀ دې امله پېل کړل چې د ترهګرو نقل و حرکت باندې بندېز راوستے شي. د افغانستان دولت پۀ دې منفي غبرګون ښکاره کړو چې پۀ نتيجه کښې ئې د پاکستان حکومت د تورخم پوله بنده کړه. د افغانستان د سفير د جنرل راحيل شريف سره ملاقات نه پس پوله خلاصه کړې شوه خو د خاردار تار غځولو باندې کار بند نۀ شو. د دې سره سره د وړومبي جون 2016 نه د وېزې او پاسپورټ بغېر پۀ
اداريه – اپرېل 2021ز
د ويرژنې قيصه خوانۍ نه د جاني خېل غميزي پورې هېڅ يو د احساس خاوند د جاني خېل د هغه مور سلګۍ او فرياد نۀ شي زغملے چې د خپل ماشوم شهيد زوي پۀ اړه ئې وئيل چې ظالمانو مړ کولو نو مړ کړے به ئې ؤ خو تيږې ئې پرې ولې غورځولې؛کمر ئې پرې ولې نړولو؛ ولې ئې داسې وژلو چې د ليدلو قابل هم نۀ ؤ . دغې مور دا هم وئيل چې خپل ماشوم بچے ئې پۀ خوارو او مزدورو لوے کړے ؤ، سختې ئې ګاللې، پردي کارونه ئې کول، لوونه او د خلکو لوښي ئې وينځل خو خپل بچي ئې لويول ځکه چې خاوند ئې معذوره
د شوکې او تروړنې دوه نيم کاله – ساجد ټکر
د برطانيې مشهور فلسفي او سياسي پوهان برټرېنډ رسل يو مشهور قول دے چې،” ما ته چې کله هم يو مضبوط دليل مخې ته راغلے نو ما پۀ خپل سوچ بدلولو کښې هډو شرم نۀ دے محسوس کړے”. برټرېنډ رسل د خپل سوچ، فکر او انداز لۀ وجې پۀ ټوله نړۍ کښې يوه ځانګړې نامه ده. د موصوف د دې خبرې څخه جوتېږي چې پوهه او لوے خلک کله هم خپله ذاتي انا، عناد او خپله خوښه ناخوښه پۀ سياست، نظريه، فلسفه او خپل مقصد باندې وچته نۀ ګڼي. اوس کۀ يو کس داسې وي چې پۀ زړۀ سپين وي، خبره ئې يوه وي، قول او فعل کښې ئې تضاد
د بابړې تخت – ليکوال: سعيد احمد شاهي | مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه
څنګه چې د نامې نه ظاهره ده زما د ننني مضمون عنوان د “بابړې تخت” دے. پۀ تاريخ باندې چې کله مونږ نظر واچوو نو د ډېرو تختونو واقعې او قيصې مشهورې دي. د حضرت سلېمان علېه السلام تخت کوم چې به د هوا پۀ چپو د الله پاک پۀ حکم سره الوتو او پۀ يوه لحظه کښې بۀ يو ځاے نه تر بل ځاے پورې تلو. تخت همېشه د طاقت او حکومت يوه نخښه ګڼلې کېږي نو ځکه چې د تخت نامه څوک واخلي نو د سړي پۀ ذهن کښې د بادشاه، ملکې، حکومت او طاقت تصور پۀ ذهن کښې د فلم پۀ رنګ واوړي. د حضرت سلېمان علېه
د غني خان پۀ کلام کښې د حسېن بن منصورحلاج “تذکره” – نور احمد فطرت اڅکزے
پير محمد کاروان وائي: وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامارنۀ لري منصور به ګرځي مستانه ملا بۀ دار نۀ لري مارغان دې را شي زمونږ لپوکښې دې ځالې وکړي غر مو نښتر نۀ لري کلے مو چينار نۀ لري هسې خو زمونږ ټولو کلاسيکو او هم عاصرو شاعرانو خپل منظوم کلام کښې د رجالو (نوماند شخصيات) زورورې يادونې کړې دي او زمونږ هر شاعر پۀ خپل ځانګړي ځاے د تېر وخت د څۀ اتلانو او مشهورو څهرو ياد پرېښے دے. دوي پۀ دغو تذکروخپل کلام لکه د څوارلسمې سپوږمۍ ښائسته کړے دے. زمونږ د شلمې پېړۍ اتل ستر او نوښتګر شاعر غني خان هم زمونږ لۀ هغو
کور ته ځه!!! – سلطان خان ټکر
پۀ دې خبره اوس د دوه ورځو ماشوم هم پوهېږي چې تحريک انصاف خپل حکومت صرف د نعرو پۀ زور چلوي او پۀ ځلمي کهول د دې جماعت دا ډډې نعرې داسې اثر کوي لکه پخوا چې بۀ پېرنګي د خپل غرض لپاره چينيانو لۀ افيم ورکول او چينيان بۀ لۀ ځانه بې خبره ورته پۀ لستوڼو ګډېډل . صرف دا نا بلکې بيا بۀ چينيان پۀ ځمکه نا بلکې د خلاء نه هم چرته لرې پۀ سپوږمۍ کښې ګرځېدل او د خپل وخت او خپلې ژبې خان تحصيل او زرڅانګې د سندرو سرونه بۀ ئې پۀ نشېلي حالت کښې اړول راړول او د خپل قام د سياسي پوهانو خبرې
د پښتونخوا دروېش ګورنر – ارباب داؤد
د پښتنو سيمه د تېرو څلورو لسيزو را پۀ دې خوا د بنياد پرستو او دهشت ګرد عناصرو پۀ منګلو کښې ښکېل ده. دغه دهشت ګرد خپل ځان د اسلام لښکر بولي او د نړۍ د لوېديځ اړخ (غرب) لۀ طرفه يرغل شوي قوتونه زمونږ د پاک دين اسلام غليمان بولي. خو دا خبره هم څرګنده ده چې د دې بنيادپرستو د اسلام او الله پۀ نوم ترسره شوي ځان مرګي بريدونو کښې چې څومره ماشومان يتيمان شول، څومره تورسرې کنډې شوې او څومره سپين سرې چې بورې شوې، د هغې نمونه زمونږ د تاريخ پۀ پاڼو کښې نۀ شي موندې. دغه چا ته پته وه چې کوم اور بۀ
د باچا خان رح خطونه – اداره
(د جواهر لال نهرو او جي اېم سېد پۀ نوم) ( دا خطونه باچا خان جواهر لعل نهرو او جي اېم سېد ته پۀ انګرېزۍ او اردو ژبه کښې ليکلي وو چې نهرو پۀ خپل کتاب A Bunch of old letters او جي اېم سېد پۀ خپل کتاب “کچهـ خطوط مېرے نام” کښې چاپ کړي. اداره ئې د “پښتون” د لوستونکو دپاره پښتو ترجمه يو ځل بيا چاپوي ) د نهرو پۀ نوم: لۀ طرفه عبدالغفار ډونګه ګلي- ضلع هزاره 13 جولائي 1940 خوږه پنډت جي! پرون ستا ټيلي ګرام ماته ډونګه ګلۍ کښې ملاؤ شوے دے. د کېمپ دپاره تر اوسه ځائے نۀ دے مقرر کړے شوے ځکه چې
نوې ضلعې: د بلېک هول پۀ ولقه کښې – اوېس کمال
پۀ نولسمه پېړۍ کښې چې کله برطانوي استعمار پۀ هند کښې خپل نفوذ ټینګ کړو نو دوي وغوښتل چې هند نۀ یوازې د ګاونډیو قدرتونو څخه، بلکې خپل اروپایي سیالانو څخه هم وساتي. پۀ دې جریان کښې د نولسمې او شلمې پېړۍ پۀ پایله کښې، د مرکزي اسیا لۀ ځنګلونو څخه واخله پۀ جنوب کښې د عربو بحیرې پورې او پۀ جنوب لوېدیځ کښې د فارس خليج پورې پرته سیمه د استعماري قدرتونو فرانس، برطانیه او زارِ روس تر منځ د سیاسي او پېچلے ډپلوماتیکي لوبې ډګر جوړ شو. پۀ دې پروسه کښې، برطانوي استعمار لپاره د هند لوېدیځ (Western) او شمال لوېدیځ (North-West) سرحد سیمه د اهمیت وړ وګرځېدله
د پښتونخوا نوې ضلعې او د دوي قدرتي شتمني – مولانا خانزېب
بسم الله الرحمن الرحیم أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ ثَمَرَاتٍ مُّخْتَلِفًا أَلْوَانُهَا ۚ وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٌ … (سورہ فاطر) ترجمه: ايا تۀ نۀ ګورې چې خداے پاک د اسمان د اړخ نه اوبۀ رالېږي چې ډول ډول مېوې، غلې ترې پېدا کېږي او د غرونو نه څۀ تک سپين څۀ سرۀ چې مختلف دي د هغې رنګونه او ځينې د کارغانو پۀ شان تک تور دي هم خداے پېدا کړي. د امو د سيند نه تر د مارګلې کنډاؤ پورې د پښتنو خاوره د نړۍ پۀ سر معلومه کړے شوې د هرډول قدرتي وسيلو او معدنياتو نه ډکه ده.
دا “د پنجرې چغار” – نورالامين يوسفزے
“د پنجرې چغار” د يو داسې بلبل نوا او صدا ده چې د قام او جمهور پۀ ننګ کښې د ښکاري پۀ پنجره کښې ګېر دے او پۀ دغه پنجره کښې هم د قام د خپلواکۍ او سوکالۍ خوبونه ويني او هم ئې پۀ روح کښې د وخت او زمانې يومنفرد او جراَت مند تخليق کار غزونې کوي. “د پنجرې چغار” د ځوان غني د ځوانو جذبو يو داسې سېلاب دے چې الفاظ هم ورته حېران او پريشان ګوته پۀ خلۀ ولاړ دي. د غني روحاني تجربه لکه د رڼا د ټکيو (غږونو) د سينې نه وتل غواړي او ښۀ پۀ جار وائي چې زۀ د زمانې د روايتي فني
لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران
هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې اخلو نو د دې ټولې شاعرۍ بنيادي نکته تپاس، تالاش او لټون راوځي؛ چې د يو متجسس تلوسناک ذهن ښودنه کوي؛ دغه لټون د خداے هم دے چې هغه ورته جانان، اشنا او يار وائي او دا تالاش د ښائست د اصل و نقل هم دے. د هغۀ د فکر لۀ مخه خداے ښکلے دے ځکه دغه ښائست هم د خداے (يا جانان) د لټون دوېمه نامه ده. د هغۀ د فکر لۀ رويه مادي ښائست يعنې د قدرت نېرنګي او د فطرت رنګيني د دې خبرې ثبوت ورکوي چې د دنيا او کائنات جوړونکے
غني خان د زمان او مکان پۀ تله کښې – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت
د هندوانو پۀ وېدونواو د کائنات پۀ علمونو کښې د زمان او مکان پۀ حقله څۀ دا شان بيان شوے دے چې کائنات پۀ يوې دائرې کښې ګردش کوي. دغې دائرې کښې د پېداوښت (Creation) عمل ترسره کوي، تر ختمېدو (Destruction) پورې رسي او بيا د پېدا کېدلو (Rebirth) عمل ته هم ځان رسوي. دا ګردش يو چکر دے چې پۀ ٤٣٢٠٠٠ کاله کښې خپل دغه سفر پوره کوي.(١) مصري فېلسوف (2650- 2600 BC) Ptahhotep يوځاے ليکلي دي چې د خواهشاتو ترلاسه کولو (حصول) کښې وخت مۀ خرابوئ (ضائع کوو يا کموو) ځکه چې وخت خرابول (ضائع کول) روح مکروه کوي، دا رنګې د افلاطون پۀ خيال وخت يا زمان
د باچا خان سکول صوابۍ د انجمن جوړښت – ارباب الطاف قادر
د باچاخان سکولونو مشري چې کله نه اېمل ولي خان ته حواله شوې ده، د هغه ورځ نه د باچاخان سکولونو د ستونزو حل کولو ښۀ مثبتې فېصلې شوې دي. چې د ټولو نه لويه ګټوره فېصله پۀ کښې پۀ باچاخان سکولونو کښې انجمن جوړول وو. دې فېصلې سره د سکولونو د مالي مرستې نظام مکمل بدل شو. ځکه چې تراوسه پورې به دا ټول سکولونه د نورو ملکونو پۀ مالي امداد چلېدل. پۀ دې وجه پۀ کښې د وطن د خلقو څۀ قسمه دلچسپي نۀ وه. عامو خلقو به وئيل چې د باچاخان سکولونه NGO والا چلوي. او د خلقو خبره هم دروغ نۀ وه ځکه چې د اېن
د اېمل ولي خان سپينې سپينې خبرې – پښتون
د قبائيلي ضلعو ټول اختيارات دې پۀ فوري توګه سول انتظاميې ته وسپارلے شي ۔۔۔۔۔۔ د پنځويشتم ائيني ترميم نه پس د اختياراتو کنټرول پۀ مخصوص لاسونو کښې پاتې کېدل نۀ منو ۔۔۔۔۔۔ خاصه دار فورس دې پۀ پوليس کښې ضم کړے شي ۔۔۔۔۔۔ خاصه دار فورس لپاره دې مراعات اعلان کړے شي ۔۔۔۔۔۔ ضم ضلعو ته دې د وعدې ترمخه د کال پۀ سر سل اربه روپۍ پۀ فوري توګه ورکړے شي ۔۔۔۔۔۔۔ د ضم ضلعو د وګړو سره اميتازي سلوک بېخي قابل قبول نۀ دے ۔۔۔۔۔۔۔ د پاکستان او افغانستان ترمنځه د تګ راتګ لارې دې زر تر زره پرانستې شي ۔۔۔۔۔۔۔ د چا د خوشالولو لپاره د
اداريه – مارچ 2021ز
ولې او پۀ کومه ګناه؟ زۀ جواب غواړم! د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان صوبائي ترجمان اسد خان اڅکزے د تېر کال ستمبر مياشت کښې بې درکه شوے ؤ. د عوامي نېشنل ګوند لۀ خوا د هغۀ د بازيابۍ لپاره پۀ هر کچ اواز پورته کړے شو خو بېخي ئې پته و نۀ لګېده چې ځمکې وخوړو او کۀ اسمان راښکلو . بيا د فرروۍ پۀ دوويشتمه نېټه پۀ ټول ملک کښې د اسد خان اڅکزے او نورو بې درکه خلکو د بازيابۍ لپاره د ګوند لۀ خوا پۀ دوه پنځوس ځايونو کښې احتجاجونه وشول ، خو بيا هم څۀ پته و نۀ لګېده . اخر چې پۀ اوويشتمه فرورۍ د
خدائي خدمتګار حبيب الله کاکا – سعيد احمد شاهي
پۀ خدائي خدمتګارتحريک کښې ډېر سپېځلي او پاک خلق شامل دي کومو چې د خپل وطن او قام خدمت ډېر پۀ مينه، جوش او بې غرضۍ سره کړے دے، او نړۍ ته ئې دا ثابته کړې ده چې پښتون پۀ رښتيا يو ډېر مهذب او پۀ خپل وطن او خلقو باندې مئين قام دے. او پۀ خدمت کښې دوي د دنيا د نورو مهذبو قامونونه وروستو نۀ دي. د دې وجه دا وه چې فخر افغان باچاخان د خپلو ملګرو تربيت پۀ دې طريقه کړے ؤ چې د دوي پۀ رګ رګ کښې ئې د قام او وطن مينه شامله کړې وه. او يوه داسې ورورولي پۀ دوي کښې پېدا
کسب ګر پښتانۀ او د جائيدادونو پښتانۀ – مولانا خانزېب
انساني ټولنه چې پۀ فرد، کورنۍ، قبيله او قام مشتمله وي، نن د يو جديد مترقي رياست تصور هم لري. قاميت څۀ خپل لازمي شرائط لري چې جغرافيه، کلتور، شريک اقتصادي تړون او شريکه ژبه پکښې مهم توکي وي. دغه شان ټولنه پۀ غټ، واړۀ، سپک، معزز، خان، نوکر، غريب او مالدار کښې پۀ طبقاتي امتيازاتو او ورسره پۀ سپکو خويونو کښې وېشل يو ډېر بې خونده کار دے چې پۀ نتيجه کښې د انسانیت سپکاوے راځي. خو لۀ بده مرغه انساني ټولنه پۀ دغه وړو وړو پاټکو کښې د زمانو زمانو نه ښکېل پاتې شوې او تراوسه چې د انسان د الوت سيمرغ تر د سپوږمۍ د بام پۀ
د محبوب خان سپاهي (خاکه) – ګل محمد بېتاب
د حفظ ما تقدم پۀ توګه يوه خبره کوم خو دا ټکي راته ثقيل غوندې ښکاره شول او زۀ نۀ غواړم چې لوستونکي پۀ دې لانجه اخته کړم چې د ټکو پۀ چکر کښې دې ونخښلي. نو يوه ټوقه به ذکر کړم چې د حفظ ما تقدم غوره مثال دے. وائي چې يو بادشاه اعلان کړے وۀ چې هېڅوک دې د شپې د اتو بجو نه پس ته د کورونو نه بهر نۀ راوځي ګنې نو پۀ ګولۍ به وويشتلے شي. خو دې کښې يو سړي پۀ اووۀ بجې بل روان تن وويشتو. قاتل ونيولے شۀ او بادشاه ته وړاندې کړے شۀ. بادشاه تپوس وکړو چې ولې دې دا سړے
د جېلخانې خوب يوه تجزيه – نورالامين يوسفزے
د جېلخانې خوب د خپل دور د يو داسې تخليق کار د ستر مفکر او لوړ تخيل هېنداره ده، د چا ستر پلار چې سره د خپلو سپېځلو ملګريو د خپل دور د يو طاقتور استعمار خلاف يو اوږد جدوجهد وکړو او پۀ دغه قامي مبارزه کښې ئې خپل نيازبين بچي هم د ځان سره ملګري کړل. وطن ازاد شو خو چې کله پېرنګے لاړو نو يو خوا د اسلام پۀ نوم جوړ شوے ملک د ملک واکدارانو پۀ امريکه سره د “اسلام” خرڅ کړو او بلخوا ئې “خان قيوم” لۀ ډنډا پۀ لاس کښې ورکړه او د ازادۍ د مجاهدينو د وهلو، ټکولو او بې عزته کولو ئې ورله
علامه قلندر مومند – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت
زما ژوند نۀ ختمېدونکے حرکت دے زما روح يوه لمبه ده، حرارت دے زما دين مينه ايمان او محبت دے سياست مې هر جابر ځينې نفرت دے صاحبزاده حبيب الرحمان چې پۀ ادبي دنيا کښې د علامه قلندر مومند پۀ درنه او خوره نامه شهرت لري د صاحبزاده سېف الرحمان زوے دے چې پۀ عيدګاه محله بازيد خېل پېښورکښې د ستمبر پۀ وړومبۍ نېټه کال ١٩٣٠ز کښې پېدا شوے دے. ابتدائي تعليم ئې خپل کلي بازيد خېل عيدګاه کښې او لسم جماعت ئې د خالصه سکول پېښور نه پاس کړے دے. د اسلاميه کالج نه ئې اېف اېس سي کوله خو د ځينې وجوهاتو لۀ کبله ترې د تعليم دغه
د غزل د بابا حمزه خان شينواري اوويشتم تلين او يو خط – اداره
حمزه بابا، د پښتو د غزل بابا، يو داسې دور چې دورونه ترې روان دي، يو داسې انداز چې پۀ هر چا خور وور دے، يو داسې پل چې کلاسيک او جديد دور ئې سره تړلي، يوه داسې وږمه چې د پښتو ادب پۀ هر صنف کښې ئې خوشبويۍ ژوندۍ دي، يو داسې تخليق کار چې هر ټکے ئې شاهکار دے، يو داسې نابغه چې ژوندے ؤ او پي اېچ ډي پرې وشوه، يو داسې پښتون چې ساه ساه ئې قاميت ؤ. “پښتون” د حمزه خان شينواري بابا د اوويشتم تلين پۀ موقع بابا ته درنې پېرزوئنې وړاندې کوي او خپلو لوستونکو ته د حمزه بابا يو خط چې پۀ
اجمل خټک او مترقي قام پرستي – انجنئير اعجاز يوسفزے
اوومه فروري ۲۰۲۱ د انقلابي شاعر او ملنګ قامي سیاستوال اجمل خټک د یوولسم تلین ورځ ده. اجمل خټک په یوه ناچاره کورنۍ کښې په کال ۱۹۲۵م کښې دې دنیا ته سترګې غړولې وې، هغه د یحي خان د سترې کورنۍ د فقیر جمیل بیګ د ټبر د فقیر خېلو سره تعلق لرلو. فقیر جمیل بېګ د ستر خوشحال بابا ورور ؤ څوک چې لوے پښتون مبارز او د خټکو مشهور خان ؤ خو د هغۀ ورور فقیر بېګ د فقیرۍ لار اختیار کړې وه او ټبر ئې پۀ فقیرخېل یادېږي. اجمل خټک د پلار یو زوے ؤ چې پۀ کچه عمر کښې یتیم پاتې شۀ او مور بۀ ئې
د ګفتار او کردار شاعر – روښان يوسفزے
ګوئټے وائي چې “عمل کول اسان دي خو سوچ کول ډېر ګران کار دے”. کېدے شي ځينو لوستونکيو ته د ګوئټے دا خبره د عام روايت او امروزې نه اپوټه او عجيبه ښکاره شي، ځکه چې پۀ عام ژوند کښې عموماً د “عمل” پۀ ټکي زيات زور اچولے کېږي. د هر مکتبه فکر خلق اکثر دا خبره کوي چې د بحثونو، خبرو، تبصرو او مذاکرو نه هېڅ نۀ جوړېږي، بلکې عمل کول پکار دي. اوس تر کومه چې د عمل يا د کردار تعلق دے، لۀ اهميت او ضرورت ئې هېڅوک انکار نۀ شي کولے، ولې دا هم کتل پکار دي چې دغه عمل يا کردار د څۀ شي پېداوار
د مورنيو ژبو نړيواله ورځ: ژبه، شناخت او اختيار – اوېس کمال
د یویشتمې فرورۍ ورځ پۀ ټوله نړۍ کښې د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځ پۀ توګه لمانځل کېږي، پۀ تاریخي توګه چې کله پۀ کال ۱۹۵۲ء کښې وزیراعظم خواجه ناظم الدین د مسلم لیګ، محمد علي جناح او لیاقت علي خان د اردو ژبې پۀ اړه زوړ موقف پۀ ډهاکه کښې تکرار کړو چې اردو به د پاکستان قامي ژبه وي نو د دې پر ضد بنګالي زده کوونکيو لخوا دوه میاشتې مسلسل لاریونونه وشول چې د هغې ختمولو لپاره ریاست کرفیو نافذ کړله. بنګالي زده کوونکيو د حکم منلو څخه انکار وکړلو او پۀ یوکوشي (Ekushe) یعنې پۀ یوویشتمې فرورۍ ئې یو ځل بیا لاریونونه پېل کړل، د پاکستان
د باچا خان بابا اقوال
1. زما ملګرتيا کښې غمونه او تکليفونه دي، زما لار د ازغو نه ډکه ده، زما ملګرتيا صرف هغه څوک کولے شي چې د خپل ملک او قوم دپاره خپل ځانونه خاورو کښې خاوري کولے شي، پۀ دې لار کښې صدارت، جرنېلي او ممبري نشته او نۀ پۀ دې لار کښې وزارت شته، پۀ دې لار کښې قرباني، تکليفونه او غمونه برداشت کول دي. 2. پۀ ژوند کښې لوے فن دا دے چې لۀ هغه وخت نه استفاده وشي چې پۀ مونږ تېرېږي. 3. زما د لرې برې پښتونخوا لۀ پښتنو سره دومره مينه ده چې زۀ ئې بيان نۀ شم کولے، خپل ملک خپل قام سره وږے تږے او
احتساب او کۀ د اسمان ستوري – سلطان خان ټکر
پۀ دې خو اوس ماشومان هم پوهېږي چې پۀ دې ملک کښې احتساب تل د سیاسي انتقام پۀ توګه شوے يا کارولے شوے دے او د دې بې شمېره مثالونه موجود دي. خو د براډ شيټ پۀ سلسله کښې چې کوم تفصیلات مخې ته راغلل، دا پۀ ملک کښې د احتساب پۀ نوم یو ډېر لوے سیاسي انجنئیرنګ ښکاري چې پۀ ملک کښې څنګه د احتساب پۀ نوم سیاسي انتقام شوے دے او څنګه د احتساب پۀ زور سیاسي تړون بدل شوے دے او بیا د دې خلقو باره کښې سیاسي خاموشي اختیار کړې شوې ده. پۀ دې ټولو کښې یوه د براډ شيټ ډرامه هم ده. د براډ شيټ
قامي سياست کښې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن کردار – علي يوسفزے
د دوېم نړيوال جنګ نه پس د نړۍ پۀ سياست کښې هم ډول ډول بدلونونه راغلل؛ د کېپيټلزم او کميونېزم دوه قسمه سياسي نظريې ډېرې تېزۍ سره پۀ خورېدو شوې. دغسې د برصغير د تقسيم نه لږه موده پس پۀ پاکستان کښې جرنېلانو د ډکټېټر شپ بنيادونه کېښودل. جنرل ايوب خان د جمهوريت جنازه وويسته او د مارشلاء تورې تيارې پۀ ټول ملک کښې خورې شوې. پۀ ون يونټ کښې د وړو صوبو ټول اختيارات مرکز پۀ خپل لاس کښې اخستي وو . د انصاف دروازې سرمايه دارو قوتونوکلکې بند کړې وې چې دغه تورتمونو پۀ وطن کښې انساني ژوند د ډېرو ستونزو سره مخ کړے ؤ. باچا خان او
باچا خان سکولونه او انجمن – ارباب الطاف قادر
د باچاخان ټرسټ سي اي او اېمل ولي خان د جون پۀ اتمه نېټه ٢٠٢٠ دا فېصله وکړه چې ډاکټر سهېل خان بۀ د باچاخان ټرسټ اېجوکېشنل فاونډېشن اعزازي منېجنګ ډائرېکټر او ارباب الطاف قادر بۀ ډپټي ډائرېکټر وي. پۀ وړومبي ځل چې مونږ د اېمل ولي خان سره ناسته وکړه نو پۀ هغې کښې مو دا فېصله وکړه چې د باچاخان سکولونه چې کومو مالي ستونزو سره مخ دي د هغې حل دا دے چې د هر يو باچاخان سکول دې خپل انجمن وي. څنګه به چې د باچاخان جوړکړے شويو ازادو مدرسو انجمن ؤ. هم دغه خبرې لۀ اېمل ولي خان عملي شکل ورکړو. پۀ دې لړکښې د
سيمينار، قامي سياست کښې د ښځو کردار – پښتون
دباچاخان اوونۍ او د انجمن سل کلن جشن پۀ وياړ د تابيا شويو سيمينارونو پۀ لړۍ کښې باچاخان مرکز کښې د جنورۍ پۀ پنځويشتمه نېټه د “قامي تحريک کښې د ښځو کردار” عنوان لاندې يو ډېر مهم سيمينار ترسره شو. دا سيمينار د ګوند زنانه نائب صدرې ارم فاطمه پۀ صدارت کښې وشو چې د نظامت چارې ئې مخکښې پښتنې او د ګوند فعاله مشرې او د صوبائي اسمبلۍ غړې شګفته ملک ترسره کړې . پۀ وېنا والو کښې نوموړے پښتون دانشور او پوهان ډاکټر وقار علي شاه، د ګوند د کلتور څانګې صوبائي ستر سېکتر ډاکټر خادم حسېن، ډاکټر ثمينه اپريدۍ او ډاکټر نورجهان شامل وو. د څۀ مصروفياتو