قاضي عبدالحليم اثر افغاني ګېلاني د علم پۀ لحاظ باندې خو بې شکه چې بې مثل بې مثال ؤ خو ډېرو کمو خلقو ته بۀ دا پته وي چې هغه ډېر ګپ شپي او ټوقي سړے هم ؤ بلکې ددې نه بل يو زيات کمالي صفت پۀ کښې ؤ چې …
اپریل, 2021
-
28 اپریل
د 23م اپرېل د وطن شهيدان – مولانا عبدالوهاب
نوټ: دا مضمون پۀ ۱۹۴۰ء کښې د بائزو خرکي مولانا عبدالوهاب ليکلے دے چې پۀ “پښتون” کښې چاپ دے. ۲۳م اپرېل د قصه خوانۍ د شهيدانو د يادولو ورځ ده. مولانا عبدالوهاب دغه وخت پۀ دهلي کښې ؤ چې تعليم ئې حاصلولو، دے د باچا خان د خدائي خدمتګار تحريک …
-
28 اپریل
درويشتم اپرېل – ماسټر عبدالکريم
نوټ: د ارواښاد ماسټر کريم دا مضمون څو کلونه وړاندې پۀ “پښتون” کښې چاپ شوے ؤ . د قيصه خوانۍ خونړۍ پېښې پۀ موقع او د اپرېل مياشت د اهميت او يادګيرنې پۀ مهال ئې “پښتون” يو ځلې بيا د خپلو درنو لوستونکيو لپاره پۀ ډېره مينه چاپ کوي . …
-
27 اپریل
خدائي خدمتګار سيد عابد شاه – ليکوال: سعيد احمد شاهي | مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه
خدائي خدمتګار سيد عابد شاه پۀ داسې وخت کښې سترګې پۀ دې نړۍ کښې غړولې وې چې د هندوستان او ټولې منطقې کښې ډېر نازک او مهم حالات وو. کۀ يو خوا د هندوستان او د ټولې نړۍ جغرافيائي او سياسي حالاتو کښې ډېر بدلون روان ؤ نو پۀ پښتنو …
-
27 اپریل
بايد ائين ومنلے شي – سلطان خان ټکر
کله چې دا خبر پۀ اخبارونو کښې راغے چې د پاکستان وزيراعظم د خپلې ډلې او اتحاديانو اېم اين اے ته پنځوس پنځوس کروړه روپۍ د ترقياتي کارونو د پاره جاري کړې دي نو د سپريم کورټ يو بېنچ چې د جسټس فائز عيسٰي او مقبول باقر باندې مشتمل ؤ، …
-
24 اپریل
د صدر الدين مروت سياسي ژوند او جدوجهد – ارباب الطاف قادر
زۀ چې ياد کړم صدر الدين مروت ما هغه وخت وپېژندۀ چې کله هغه د ارباب ظاهر شهيد سره ملاوېدو لپاره زمونږ کلي برتهکال ته راغلے ؤ. صدر الدين دغه وخت د ګومل پوهنتون د پي اېس اېف صدر ؤ او هلته لاء کالج کښې ئې سبق وئيلو. د هغې …
-
21 اپریل
پښتون رساله – عبدالخالق خليق
نوټ: دا مضمون خداے بخښلي عبدالخالق خليق صېب پۀ کال ۱۹۷۲ کښې ليکلے ؤ چې پۀ “پښتون” کښې چاپ شوے ؤ ۔ د اصلاح الافاغنه د سل کلن جشن پۀ پار ئې “پښتون” يو ځل بيا د خپلو لوستونکيو لپاره خپروي. “پښتون” پۀ کال 1928 کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” …
مارچ, 2021
-
25 مارچ
د بابړې تخت – ليکوال: سعيد احمد شاهي | مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه
څنګه چې د نامې نه ظاهره ده زما د ننني مضمون عنوان د “بابړې تخت” دے. پۀ تاريخ باندې چې کله مونږ نظر واچوو نو د ډېرو تختونو واقعې او قيصې مشهورې دي. د حضرت سلېمان علېه السلام تخت کوم چې به د هوا پۀ چپو د الله پاک پۀ …
-
25 مارچ
کور ته ځه!!! – سلطان خان ټکر
پۀ دې خبره اوس د دوه ورځو ماشوم هم پوهېږي چې تحريک انصاف خپل حکومت صرف د نعرو پۀ زور چلوي او پۀ ځلمي کهول د دې جماعت دا ډډې نعرې داسې اثر کوي لکه پخوا چې بۀ پېرنګي د خپل غرض لپاره چينيانو لۀ افيم ورکول او چينيان بۀ …
-
18 مارچ
د پښتونخوا دروېش ګورنر – ارباب داؤد
د پښتنو سيمه د تېرو څلورو لسيزو را پۀ دې خوا د بنياد پرستو او دهشت ګرد عناصرو پۀ منګلو کښې ښکېل ده. دغه دهشت ګرد خپل ځان د اسلام لښکر بولي او د نړۍ د لوېديځ اړخ (غرب) لۀ طرفه يرغل شوي قوتونه زمونږ د پاک دين اسلام غليمان …
Pakhtoon | The Magazine Publishing Since 1928