پښتو قامي شاعري، ادب اوخدائي خدمتګار تحريک – فېصل فاران

باچا خان خپل ملګري فضل الرحيم ساقي صاحب ته يو خط دېرشمه مۍ نولس سوه اووۀ اويايم (1977) کښې دا خبره تکراروي چې، “ما خپلو تعليم يافته ملګرو ته دا خبره څو ځله وکړه چې تاسو چې د پښتو کوم خدمت کوئ چې دې سره سره د دې متعلق ليکل …

نور ولولئ »

دوحه تړون: امن يا بائيلات؟ (ډاکټر سيد اختر علي شاه) – ژباړن: انجنئير اعجاز يوسفزے

د امرېکې او طالبانو تر منځ اخر کار د هیلې، نا امیدۍ، د خدشاتو او بې یقینۍ پۀ فضاء کښې د دوحې د عبوري امنيت تړون لاسلیک شو. د دې تړون پۀ اړه د یوې مودې راهسې ډنډورې وهلې کېدې. طالبان او د هغوي مرستيال دا تړون د بريالیتوب د …

نور ولولئ »

يويشتمه فروري او د مورنيو ژبو پرمختګ – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

پښتو اکېډمي پېښور ته دې د پښتو لېنګوېج اتهارټي اختيار ورکړے شي يادګيرنه: د ښاغلي بخشالي لۀ خوا دا راپور د تېرې مياشتې “پښتون” د پاره د څۀ لږ ځنډ نه پس راغلے ؤ نو ځکه پۀ تېره ګڼه کښې مو چاپ نۀ کړے شو. هر څو خبره د پښتو …

نور ولولئ »

وباء: د وړومبي ټبر مرګ – باچا خان

“زما ژوند او جدوجهد”، امن پرنټنګ پرېس، 2012، مخونه 115-113 دا وباء چې تاريخ ئې د هسپانوي انفلوينزا (Spanish Flu) پۀ نامه پېژني، جنوري 1918 کښې پېل شوې وه او دسمبر 1920 پورې دوه کاله ئې دنيا خوپه نيولې وه. دغې وباء لږ تر لږه پينځۀ کروړه انسانان تر ستوني …

نور ولولئ »

د قصه خوانۍ پېښه: د پښتنو بېداري او د پېرنګي سرکار د تهذيب دائره – ډاکټر اسفنديار دراني

د تاريخ پۀ پاڼو کښې داسې پېښې موجودې دي چې هغه د انسانيت د تقاضو پۀ محال پۀ ښو الفاظو کښې نۀ دي يا دې شوې. پۀ دغو پېښو کښې يوه پېښه د قصه خوانۍ پېښه هم ده چې د پښتنو پۀ تاريخ کښې پۀ خونړۍ پېښه ياديږي. هم پۀ …

نور ولولئ »

پرېکړليک (اعلاميه) – “پښتون”

د عوامي نېشنل ګوند تر سيوري لاندي “پښتون قامي جرګه” لسم مارچ 2020، احمد شاه بابا تالار، باچا خان مرکز، پېښور پښتون وطن کښې د قامي جرګو د روايت لړۍ کښې دا “پښتون قامي جرګه” د يوې ډېرې زړۀ پورې سياسي رويې او لهجې ائينه وبرېښېده. د نظرياتي بيانيو د …

نور ولولئ »

“Gregorio Lope) – “A Letter to God)، د خداے پۀ نوم چيټۍ – ژباړن: حيات روغانے

چرته ډېره پخوا مو دا لنډه قصه لوستلې وه – اوس چې د کرونا نړوبا راغله او د پاکستان د فوج، عدليې، احتساب او ميډيا ګوډاګي وزير اعظم د کوم با وقاره بيان پۀ ځاے د خپل “چنده غواړي” فطرت سره سم د قرضو د معافۍ مطالبه وکړه او نړۍ …

نور ولولئ »

“پښتون قامي جرګه”، باچا خان مرکز، پېښور – اداريه

لکه څنګه چې وخت، نېټه او ځاے ټاکلے شوي وو؛ د مارچ پۀ لسمه نېټه د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا را بللې شوې “پښتون قامي جرګه” پۀ باچا خان مرکز )پېښور( کښې تر سره شوه. دا وړومبۍ جرګه نۀ وه، پښتون قام د جرګو مرکو يو اوږد تاريخي روايت …

نور ولولئ »

د افغان بربادۍ څلوېښت کاله – رؤف يوسفزے

د 2019 د دسمبر اووۀ ويشتم تاريخ باندې د افغان جنګ څلوېښت کاله پوره شو. پۀ دې وخت کښې پۀ لکهونو خلق ووژلے شو. پۀ افغان زمکه سړک، سکول، هسپتال او کتابتون د بارودو پۀ برکت پۀ ايرو کښې باد شو. د دې نه علاوه پۀ لکهونو خلقو خپل سرونه …

نور ولولئ »

د نوابزاده صبح صادق شاعري او قلمي مبارزه – پروفېسر عزيز قرېشي

ټېرے پۀ ادبي نړۍ کښې ځان ته يو جوت مقام لري. دلته د خوشحال خان خټک اولاد د اکوړه خېلو پۀ نوم ځان ته يوه بېله محله لري. د دغې کورنۍ چشم و چراغ نوابزاده صبح صادق چې شجره ئې خان علين مکان سره پۀ لسم پشت کښې ملاوېږي او …

نور ولولئ »