سرقه دوزي – ډاکټر سجاد ژوندون

مونږه چې کله پۀ څلورم جماعت کښې سبق وئيلو نو زمونږه پۀ نصاب کښې مونږ ته مضمون کښې دا خبره ښودلې شوې وه چې زمونږه اکثر زمينداران خلق ځکه خوار وي چې دوي د کر سره خواري ښۀ ډېره وکړي خو بيا چې کله فصل راورسي نو پۀ منډاهۍ کښې پېسې نۀ کوي. د هغې وجه دا وي چې پۀ کوم کال الوګان نرخ وکړي نو پۀ بل کال ټول زميندار پۀ الوګانو کرلو ايمان راوړي او کله چې دغه الوګان ډېر شي د مقدار نه زيات پېدا شي نو قيمت ئې راپرېوځي او زميندار خپل ځان پۀ خپله پۀ چاړۀ ووهي. خبره مې هم دې پسې کوله چې نن

ټول مضمون ولوئ

صدر صېب دوست محمد خان المعروف کاکاجي – علي يوسفزے

د ازادۍ پۀ جنګ کښې ډېرو عظيمو او پياوړو پښتنو ډېرې لويې قربانۍ ورکړې دي او د بېلا بېلو سختيو او تکليفونو ښکار شوي دي. د پېرنګيانو لۀ خوا ورته داسې سختې سختې سزاګانې ورکړې شوې دي چې پۀ يادولو ئې د انسان عقل حېران شي. دې عظيمو، غېرتمندو او سر لوړو پښتنو نۀ يوازې دا سختۍ برداشت کړي بلکې د دې سره سره ئې د ازادۍ جنګ هم تل تر تله روان او تاند وساتلو. او د خان عبدالغفار خان باچا خان لاره ئې خپله لاره او د باچا خان کاروان ئې خپل کاروان او خپل ګوند وګڼلو. او تل عمري ئې خپل ژوند د بې وسه، غريب او

ټول مضمون ولوئ

پښتو شاعرۍ ته د عربۍ او فارسۍ نه راغلي اصناف؛ يوه تحقيقي او تنقيدي جائزه – ډاکټر سيد ظفر الله بخشالے

(د ډاکټر محمد عربزي د پي اېچ ډي تحقيقي مقاله) پۀ 25 جون 2021 د پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون د پي اېچ ډي سکالر محمد داود عربزي “پښتو شاعرۍ ته د عربي او فارسي نه راغلي اصناف يوه تحقيقي او تنقيدي جائزه” تر عنوان لاندې خپله دفاع وکړه. د دوي لارښود استاد د پښتو اکېډيمي استاد ډاکټر نور محمد دانش بېټنے او امتحان اخستونکے پروفېسر ډاکټر حنيف خليل ډائرېکټر پاکستان سټډيز قائد اعظم پوهنتون، د کمېټۍ ممبرانو کښې د پښتو اکېډيمي ډائرېکټر پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير، ډاکټر محب وزير ډائريکټر پښتونخوا څېړنيز مرکز باچا خان پوهنتون چارسده وو. پۀ دفاعي غونډه کښې سکالر د خپلې مقالي پۀ کاميابۍ سره

ټول مضمون ولوئ

د خدائي خدمتګار ارواښاد امير محمد خان د ډائرۍ نه – کلثوم زېب

پۀ 1961 کښې چې د باچا خان د مشرۍ لاندې پښتنو د پاکستان د قبلئيزې سيمې د څلورو صوبو نه د یو یونټ جوړولو خلاف اواز پورته کړو او د دې پۀ ائيني حېثیت ئې اعتراض وکړو او پۀ نتیجه کښې ئې فخر افغان خان عبد الغفار خان سره د خپلو ملګرو ګرفتار کړے شو او درنې جرمانې پرې هم وخېژولې شوې . د دې ګرفتارۍ پۀ نتيجه کښې بې شمېره خدائي خدمتګارو خپل ځانونه ګرفتارۍ له ورکړل، د سزا کېدو نه پس دغه ټول سیاسي قېديان پۀ ملک دننه لرې لرې بندي خانو ته واستولے شو او هم دغسې د خدائي خدمتګارو يوه ډله چې سپین ږيري مشران پۀ

ټول مضمون ولوئ

د قېصو سړے – ګل محمد بېتاب

نوټ:( دا خاکه د محترم نورالامين يوسفزي د افسانو د نوي چاپ کېدونکي کتاب “څادر” لپاره محترم ګل محمد بېتاب د سريزې پۀ ځاے ليکلې ده. مونږ ئې د نورالامين يوسفزي صېب پۀ خصوصي مننه او شکريه د “پښتون” ګرانو لوستونکيو ته پۀ درنښت وړاندې کوو). اداره ځينې څهرې دهوکه بازې وي چې څنګه ښکاري هغسې نۀ وي. تۀ به ئې يو شان ګڼې خو هغه به بل شان وخېژي. زمونږ د دې اشنا څهره هم داسې ده چې تل ئې مونږ پۀ دهوکه کښې ساتلي يو. دے پۀ ظاهره ډېر پرسکونه، باوقاره او پۀ قلاره ښکاري ولې پۀ حقيقت کښې زړۀ ئې لکه د سمندر چپې وهي. تاسو به

ټول مضمون ولوئ

د ځنې متلونو تنقيدي جاج – انور نګار

متل د عربۍ ژبې تورے دے چې مثل، مثال يادېږي. امثال ئې جمع ده. پۀ انګرېزۍ کښې ورته (Proverb) وائي. متلونه پۀ هغه ژبه کښې زيات وي چې کومه د ارتقاء د ډېرو منزلونو نه راتېره شوې وي او پۀ لوړو پوړو ختلې وي. دا پۀ لنډو ټکو کښې د ژبه ويونکو د اوږدي تجربې او ژوري څارنې عکاسي کوي. پۀ متل کښې يوه اوږده پېښه، قيصه يا خبره پۀ داسي هنر راغونډه کړے شوي وي، چې د چا د پوهولو له پاره يو بشپړ جهان لري. ځکه خو پوهه، جرګه مار او خولۀ ور پښتانۀ پۀ خپلو خبرو کښې د متلونو خواږۀ خامخا ګډوي. پښتو ژبه د لرغوني تاريخي

ټول مضمون ولوئ

پۀ اسلام کښې عقل، نقل او کشف – ليک: ډاکټر سيد محمد يوسف – ترجمه: رشيد احمد

(يادګيرنه:- دا مقاله ډاکټر سيد محمد يوسف د ابن طفيل پۀ کتاب ليکلې ده چې هم د دغه کتاب د ترجمې سره شامله کړې شوې ده، دغه کتاب د چاپ پۀ مراحلو کښې دے او زر به ستاسو لاسو ته درورسي. دا وخت دغه مقاله د “پښتون” لوستونکيو ته وړاندې کولے شي) پۀ اسلام کښې د عقل، نقل او کشف د معرفت درې وسيلې دي چې د مسلمانانو پۀ تاريخ کښې د اتفاق ، اختلاف او ارتقاء پۀ لړ کښې د رايو د کشمکش او تاريخ کښې د مسلمانانو د ذهني، علمي او ټولنيز ژوند يو عجيبه خو ژور انداز کښې اغېزمند شوي دي. داسلام شورو د سپين کاغذ او

ټول مضمون ولوئ

د اشرف خان هجري تنقيدي بصيرت – نورالامين يوسفزے

تنقيد پۀ انساني ژوند کښې د درنښت اهميت وړ دے. انسان چې د غار نه تر محل کومه ترقي او پرمختګ کړے دے پۀ دې سماجي او ټولنيز ارتقاء کښې د دۀ تنقيدي بصيرت او د دۀ تخيل Imagination بنيادي او کليدي کردار لوبولے دے. مونږ چې پۀ انساني تاريخ يوځلنده نظر اچوو نو پۀ ادبي تاريخ کښې د لرغوني يونان او د لرغوني يونان د سترو پوهانو کۀ افلاطون، ارسطو او لانجائنس کردار د چا نه پټ نۀ دے. ارسطو چې ادبي تنقيد کوم بنياد پۀ منطقي اصولو کېښودو پۀ دغه بنيادي تخليقي محل د جوش، انداز او عظمت پۀ ذريعه لانجائنس ساز کړو خو د دغه درېو واړو

ټول مضمون ولوئ

“صاحب” – ساجد ټکر

ځنې خلک د خپل کار، کسب او پېشې لۀ وجې لويه نامه وګټي او ځنې خلک داسې وي چې د هغوي د کردار لۀ وجې د هغوي کار، کسب او پېشې ته درناوے او عزت وبخښلے شي. پۀ دنيا کښې داسې خلک لۀ شمېره وتې دي چا چې د خپل کار لۀ وجې عزت او نامه ګټلې ده خو داسې خلک د چا لۀ وجې چې د هغوي کار عزتمند کېږي، د ګوتو د شمېر دي. د نړۍ پۀ کچ د ګوتو د شمېر دې خلکو کښې يو د پېښور مغرورې خاورې نازولے، ښکلے، وتلے، منلے او بللے بچے يوسف خان المعروف دليپ کمار هم دے. دليپ کمار د هند

ټول مضمون ولوئ

د ججانو پروموشن پۀ مېرټ کۀ پۀ سنيارټي؟ – ناظم ايوب خان

نن زما موضوع دا نۀ ده چې د ملک پۀ نظام عدل کښې عوامو ته څۀ مسئلې پېښي دي او څنګه به حل شي، پۀ دې شايد چې پۀ بله کومه موقع د کالم پۀ صورت کښې بحث وکړم، فې الحال دا کتل دي چې د سپريم کورټ د ججانو چناو پۀ کومه طريقه کېږي او بيا دا ججان څنګه د چا د لاس مړزان جوړېږي او پۀ ملک کښې څۀ قسمه بګاړ پېدا کېږي، د کومې د وجې نه بيا نۀ صرف د عوامو پۀ نظر کښې د عدالت پۀ وقار کښې کمے راځي، بلکې سېټنګ ججان د خپل کوليګ پۀ رويو پۀ خلاص مټ د عدم اطمينان اظهار

ټول مضمون ولوئ

عمران خان بمقابله “جانے کاکا” – سلطان خان ټکر

د عمران خان پۀ حکومت کښې هغه څۀ کېږي څۀ چې مافيا غواړي، باقي صرف د خان چغې دي يعنې صرف د کچ ادني فارم ماسټري ده چې ماشومان پرې وېروي، خو مافيا خو مافيا وي کنه، پۀ هوائي ډوزو دوي وېرېږي نه، بلکې د خان دا ډزې ډوزې پۀ دوي خوږې لګي او ځوانان وائي چې ګنې خان به اوس ملک شړشم کړي. داسې نظارې قوم ته د چينو د نرخونو پۀ مد کښې ډېرې ښکاري، د حکومت د اعداد و شمار مطابق چيني 100 روپۍ في کلو پورې خرڅېږي. پۀ ټول ملک کښې د چينو اوسط قيمت د 100 روپۍ في کلو نه زيات دے. د تحريک انصاف

ټول مضمون ولوئ

“هېر به مې نۀ شي” – خان عبدالولي خان

يادګيرنه: د رهبر تحريک خان عبدالولي خان دا مضمون د 1945 د اګست “پښتون” کښې چاپ شوے ؤ. اداره ئې يو ځل بيا هم د اګست پۀ مجله کښې د محترم پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت پۀ مرسته او مننه چاپ کوي. (اداره) “هېر به مې نۀ شي”! د بمبۍ ښار پۀ يو ښکلي کلب کښې ناست وو. د پېښور پۀ کلو کښې د ګيدړو رنګې ژوند تېرولو نه پس ما اوږده ساه راښکلې وه. د دنيا نه د مهذبې دنيا دې ته حېران ناست وم. زمونږ پۀ مېز خبرې هم د ګپ شپ او هوهوا وې. چې څنګه همېشه پۀ داسې ځايونو کښې کېږي. ناګهانه يو دوه تنه مې

ټول مضمون ولوئ

باران چې هلته وشي دلته کښې هوا سړه شي – رحمت شاه قرېشي

مونږ د افغانستان امن، خوشحالۍ او ترقۍ ته ځکه د نړۍ امن وايو چې نن تاسو د نړۍ حال او تاريخ وګورئ او خپل ګرېوان کښې سر ښکته کړئ نو دا خبره به درته روښانه نمر غوندې ښکاره شي چې د افغانستان امن د نړۍ امن دے. اوس کۀ ډېر خلق دا وائي چې افغانستان يو ځانله ملک دے نو د نړۍ امن،خوشحالۍ او ترقۍ سره ئې څۀ کار دے . يا د افغانستان بدامنۍ سره د نړۍ ملکونو او اولسونو څۀ کار دے. نو دا به د دوي کم عقلي وي او يا به ئې بدنيتي وي ځکه چې دوي وليدل او بلکې ويني چې پۀ افغانستان کښې هر

ټول مضمون ولوئ

د افغانستان او پاکستان اړيکې – مولانا خانزېب

وړومبے پۀ کال ۱۸۷۹ کښې د امير يعقوب خان او پېرنګي ترمېنځ د ګندمک تړون او بېا پۀ کال ۱۸۹۳ کښې د ډيورنډ تړون د افغانستان د ختیځ پۀ لور سيمې د لاس نه وويستلې او د وخت سره دغه هرڅۀ ته پۀ نوي نوي شکلونو کښې د پېرنګي د تلو پورې مختلف اړخونه جوړول شو . د دوېم نړيوال جنګ نه پس چې د پېرنګي د دې سيمې نه د وتلو پرېکړه وشوه، د هندوستان وېش مېنځ د درېم جون د پلان لاندې مخې ته راغے، د کوزې پښتونخوا سيمه چې پۀ تاريخي توګه کله هم د هندوستان برخه نۀ وه پاتي شوې د صوبې د ټاکل شوې اسمبلې

ټول مضمون ولوئ

د امن پۀ څنګ ولاړ عوامي نېشنل ګوند – پښتون

د افغانستان د امن سره يوازې د سيمې امن نه بلکې د ټولې نړۍ امن تړلے شوے دے ځکه چې دا يويشتمه پېړۍ ده او پۀ مېدان لکه د پخوا پۀ شان صرف امريکه او روس نۀ دي ولاړ بلکې اوس پۀ دې زغل کښې چين هم رادانګلي دي او لوبه لا زياته خطرناکه شوې ده. مخکښې يوازې د ګاونډي ملکونو خبره وه خو اوس ترکي، انډيا، جرمني، برطانيه او يو شمېر نور ملکونه ښۀ پۀ جار مېدان ته راوتلي دي او هر ملک د خپلو مفادو پۀ غم کښې دے. ځنې ماهرين دا هم وائي چې دا يو فېصله کن وخت دے او پۀ دې کښې به د امن

ټول مضمون ولوئ

د سپين تنګي پېښه او د هغې سياسي اثرات – ديدار وزير

هر کال د اګست میاشت مونږ ته د سپين تنګي ناوړې پېښه هم رايادوي. دا يادول پۀ دوه قسمه وي يو هغه چې مونږ ئې صرف د تاريخ د ستنې او تاريخ کښې د يوې ورځې پۀ رنګ يادوو او بيا چې هغه ستنې او نېټه څنګه واوړي نو بيا هېڅ هم نۀ وي او يو هغه رنګ لکه د تاريخ پۀ کتابونو کښې بېلابېلې پېښې مونږ لولو او د هغې نه مونږ باقاعده سبق اخلو او د هغې پۀ رڼا کښې مونږ د خپلو حالاتو تجزيه کوو او د راتلونکي د پاره تابيا نيسو او زما پۀ خيال چې د تاريخ د يادونې به سائنسي او حقيقي يادونه هم

ټول مضمون ولوئ

د بابړې پۀ پېښه کښې ښکېل ملزمانو ته دې سزا ورکړے شي – ليکوال: مېجر جنرل (ر) ميا غلام جېلاني – ژباړن: خليل مومند

هر څو کۀ د بابړې د پېښې د سليزې څلورمه برخه برابرېدونکې ده، خو د دغې پېښې زړۀ غوڅوونکے ياد نن هم غونے زيګ زيګ کوي. د دې واقعې لنډيز دا دے چې د خان قيوم خان پوليس او ملېشا د سورپوشو (خدائي خدمتګارو) د يو پرامنه جلسې د خورولو د پاره پۀ ۱۲م اګست ۱۹۴۸ء د بابړې پۀ مقام پۀ جلسه کښې موجود خلک دناتار ډزو ښکار شو. د دې وجې شپږ سوه تنه چې پۀ کښې سړي، ښځې، ماشومان او بوډاګان شامل وو ووژل شو او پۀ سوونو نور سخت ټپيان شو. د دې خلکو قصور دا ؤ چې دوي د حکومت د غېر جمهوري اقداماتو او د

ټول مضمون ولوئ

اداريه – اګست 2021ز

د افغانستان حالات او د وخت تقاضا افغانستان کښې چې څۀ روان دي نو لۀ چا هم پټ پناه نۀ دي. د امريکې لۀ پوځي قواو وتلو سره سم پۀ افغانستان کښې ناورين جوړ شوے دے او امن يو ځل بيا د لوے خطر سره مخ دے. بېلا بېلې خبرې، بېلا بېل خبرونه او بېلا بېلې غوښتنې او دعوې د روزانه پۀ حساب رامخې ته کېږي. د افغانستان دننه، ورسره ګاونډ کښې او هم داسې د نړۍ پۀ کچ د لويو ملکونو پۀ ميډيا، ډرائنګ رومز، سازمانونو او لويو لويو محلونو کښې د افغان مسئلې پۀ اړه خبرې، ګنګوسې، پېش ګويۍ او عن دا چې دسيسې هم يو ځل بيا

ټول مضمون ولوئ

(خلافتي حکيم) حکيم فضل احد – ډاکټر جميل

خلافتي حکيم صېب زما پلار ؤ. خداے دې ئې د ټولو خپلوانو او ملګرو سره وبخښي. هغه يو دانشور ؤ چې یو مثالي طرزِ زندګي ئې لرله، د دې سره سره هغه شپېتۀ کاله د تخت بهائي پۀ تقریباً پنځوس ميل علاقه کښې د طب او اېلوپېتي پۀ مېدان کښې يو نوموړے، مخلص او منلے شوے پرائيوټ پرېکټشنر ؤ. هغۀ له د ګرامر سره دا شپږ ژبې ورتلې: عربي، ترکي، انګرېزي، فارسي، اردو او پښتو۔ د ۱۹۱۸ز نه تر ۱۹۲۳ز پورې مصر کښې برټش ايکسپيډيشنري فورس کښې خدمات ترسره کړي وو. پۀ سفر کښې ئې انګرېزانو او نورو ته دغه ژبې زده کولې. هغه د ۱۹۲۷ز نه تر ۱۹۴۷ز پورې

ټول مضمون ولوئ

يو څو خاطرې او د دين مسئلې – سيد اعزاز علي شاه طورو

“يو څو خاطرې” د اسرار د طورو يو دلچسپ او زړۀ راښکونکے مبينه تصنيف دے. چې د طورو د يو نامور عالم دين مولانا محمد عنايت الله صېب عنايات دي. چا چې خپل ټول ژوند د دين اسلام خورونې او د اولس خدمت ته وقف کړے ؤ. دا خاطرې ياداشتونه، يادګارونه واړۀ مضامين دي. چې د علم د دردانو نه ډک دي. زۀ ترې يو څو را اخلم او د لوستونکيو مخې ته ږدم چې څومره ګرانې ګرانې مسئلې ډېر پۀ اسانه حل شوې دي. ښاغلي اسرار د طورو پۀ ډير ښکلي انداز کښې د يو منلے شوي عالم مولانا عنايت الله صاحب پاک پاکيزه شخصيت خاطرې ترتيب کړې دي.

ټول مضمون ولوئ

حمزه بابا او زما خوب – دولت خان

هغه ورځ ډېر ناوخته کور ته راغلم، څۀ خو پۀ دفتر کښې کار ډېر ؤ او څۀ پۀ دغه ورځ د يو ملګري مور بي بي پۀ حق رسېدلې وه خو چې د دفتر نه ووتم نو پۀ موټرسائيکل مردان ته جنازې ته لاړم. واپسۍ کښې راته را ياد شو چې زوي مې يو کتاب غوښتے ؤ. ما وئيل هسې هم مردان ته راغلے يې نېغ بېنک روډ ته لاړم هغه کتاب مې راواخستو او واپسي مې وکړه. ماسخوتن تېر کور ته را ورسېدم. ډوډۍ مې وخوړه او خپل کټ ته پرېوتم. ډډې پۀ ډډې اوړېدم راوړېدم چې اودۀ شوم خو خوب رانغے نو موبائيل فون مې را واخستو او

ټول مضمون ولوئ

د ارواښاد طاهر اپريدي ژوند او خدمات – اقرار اپريدے

طاهر اپريدے چې خپل نوم ئې ترکستان ؤ د مير اکبر خان کره پۀ څلورمه جنورۍ کال۱۹۳۹ء د چارشنبې پۀ ورځ پۀ دره ادم خېل کښې (حسن خېل سب ډويژن) بوړه،بوړه کښې د سېري ژواکے اؤ پۀ ژواکو کښې په سوکړه کلي کښې پېدا شو، د نيکه نوم ئې وزير ګل اؤ د غور نيکۀ نوم ئې عباس خان ؤ. طاهر اپريدي باقاعده ليک لوست نۀ ؤ کړے خو ولې ادبي قدقامت ئې دومره دے چې ډېر تکړه تکړه ليکوالان هم ورته ګوته پۀ خولۀ دي. طاهر اپريدي بۀ اول اول کښې شاعري کوله چې د طاهر اثر تخلص بۀ ئې استعمالو، بيا ئې ورو ورو خپله توجه پښتو افسانې

ټول مضمون ولوئ

د سيد امير خسرو باچا او سيد خسرو پروېز باچا د ژوند قيصه – سعيد احمد شاهي

سيد اميرخسرو باچا چې د پلار نوم ئې سيداسماعيل باچا ؤ، پۀ کال ١٨٩٢ز پۀ بابړه کښې زېږېدلے ؤ. د زوي نوم ئې سيد خسرو پروېزباچا دے. دے هم پۀ بابړه کښې پۀ کال ١٩٢٧ کښې پېدا شوے ؤ. د ننني مضمون موضوع هم د دوي د پلار او زوي د ژوند د حالاتو او پۀ پښتون قامي تحريک “انجمن اصلاح الافاغنه”،خدائي خدمتګارتحريک، پښتون سټوډنټس فېډريشن او پښتون زلمي تحريک کښې د دوي کردار سره تعلق لري. د سيد اميرخسرو باچا تعلق پۀ بابړه کښې اباد د سيدانو کورنۍ سره دے او د دوي پلار نيکۀ ډېر صاحب حېثيت خلق وو. د هرچند مندڼي، بابړه او خواو شا علاقو کښې

ټول مضمون ولوئ

د تحريک انصاف حکومت کښې د قامي اسمبلۍ سره روان سلوک – رحمت شاه قرېشي

د دنيا پۀ مخ ډېر خلق او ډېر حکومتونه اباد شوي او تېر شوي دي خو د هرحکومت او د هر اولس خپل خپل تاريخ او خپل خپل مقام وي. اوس به مونږ پۀ حکومتي سطح باندې او اولسي سطح باندې خپل وطن پاکستان ته راشو چې دا يو جمهوري ملک دے. د ډېرو پښتنو پۀ قربانو او د اتلانو پۀ قېدوبند او د جېلونو پۀ تېرولو ازاد شوے دے. خلق قسم قسم دعوېٰ او خبرې کوي نو د هغوي خولۀ څوک نۀ شي نيولے. خو تاريخ خپل ځان پۀ هر حال کښې څرګندوي. پاکستان د ازادۍ نه پس پاکستان د خپلو مفادو پۀ نظر کښې خلقو ته پۀ لاس

ټول مضمون ولوئ

د پښتونخوا پۀ کلتور د بېلا بېلو کلتورونو اثرات – پروفېسر ډاکټر زرمحمد سنګر

د پښتونخوا خاورې د تاريخ پۀ اوږدوکښې ډېرانقلابونه ليدلي دي. ددې زمکې د اثارونه پته لګي چې د دې تاريخ پۀ زرګونو کالونو محيط دے. د شروع نه تراوسه پورې د دې زمکې مخ لا سوړ شوے نۀ دے ۔ پۀ دې علاقه چې څومره قومونه تلي راغلي دي نو هغوي د خپل تهذيب، مذهب، تمدن، ژوند ژواک او نور ډېر قسمه اثرات او نخښې نخښانې پرېښي دي. زمونږ پۀ کلاسيکي ادب او ځينې نثري اثارو کښې هم چرته چې پښتانۀ اوسي ، پښتونخوا ورته وئيلے شوې ده. د دې نه علاوه د دې ځاے نور هم تاريخي نومونه شته لکه روه، روهستان، افغانيه، افغانستان او ياغستان. له بده مرغه

ټول مضمون ولوئ

يو شرط (افسانه) – ډاکټر همدرد يوسفزے

د ټارچر پۀ يوه تنګه کوټه کښې هغۀ ته اوس اوس يو تور سړي ګلاس کښې اوبۀ راوړې. د هغۀ ژبه وچه شوې وه. هغۀ بار بار د وچ تالو سره ژبه وهله خو ژبه به تالو پورې ونخښته. هغۀ خپلې ببرې ږيرې او وران برېتونو کښې د خپل شکل خيالي تصوير پۀ ذهن کښې راوستو. خو تصوير به لا جوړ نه ؤ چې هغه به د دغه تصور سلسله ختمه کړه لکه چې کوم تصوير به جوړېدو نو هغۀ به دغه تصوير ليدل نۀ غوښتو. هغه ګلاس پۀ لاس کښې نيولے د سوچونو يوې نوې سلسلې د ځان سره واخستو. هغۀ ته د خپلې مور څهره مخې مخې ته

ټول مضمون ولوئ

پۀ دوو لارو کښي توپير – تحرير: مولانا وحيد الدين خان – ژباړه: پروفېسر نور احمد فطرت اچکزے

سعودي باچا فېصل بن عبدالعزيز (1905-1975) ډېر لوے حکمران ؤ. پۀ ټول عالم اسلام کښې دۀ ته زبردست مقبوليت ترلاسه ؤ. دۀ به وئيل چې زما ارمان دے چې زۀ يروشلم ته لاړ شم او پۀ مسجد اقصٰي کښې دننه شم. او نمونځ وکړم مګر د دۀ دغه خواهش پوره نۀ شو. تردې پورې چې د دۀ وروستے وخت راغلو او دے د تل لپاره له نړۍ څخه ولاړو. دوېمه وجه يا لامل څۀ ؤ؟ د دغه علت دا ؤ چې ارواښاد شاه فېصل پوهېدو چې ترڅو پورې د يروشلم څخه د يهوديانو برلاسي پاې ته نۀ وي رسېدلې او هلته د عربيانو حکومت جوړشوے نۀ وي تر دغه پورې

ټول مضمون ولوئ

د خپل ياد پۀ جزيرو کښې (د ازادۍ يو مجاهد عالم) – م . ر شفق

پېدایښت:1914ز. وفات: 10جولایي 1973ء.۔9 درېمه خور.۔1393 هجري د باچاخان ژوند لیکنه” زما ژوند اؤ جدوجهد “ کښې ” د ترنګزو حاجي صاحب او خدائي خدمتګاري “..سر خط لاندې ذکر شوي دي چې حاجي صاحب دوي زمونږ ملګري وو خو د هغۀ زوے باچا ګل پۀ نوم زمونږ خلاف یوڅۀ پروپېګنډه شروع شوې ده نو۔” ولي (خان) مې پۀ 14 جون1942ز مومندو ته ولېږۀ. هغه ئې ولیدۀ .خبرې ئې ورسره وشوې. دغه وخت حاجي صاحب د ترنګزو وفات شوے ؤاو باچاګل کل اختیاره ؤ. خو چې واپس راغے نو بله ورځ زۀ صوابۍ ته تلم پۀ لاره کښې د هوتي بازار کښې مولانا ګلبادشاه پۀ مخ راغے، هغه اشاره وکړه زۀ

ټول مضمون ولوئ

افغانستان او د سيمې حالات – پښتون

اوس دا تړلے، منلے، بللے او يو افاقي حقيقت دے چې يوازې د دې سيمې نه بلکې د ټولې نړۍ امن پۀ افغانستان کښې د امن سره تړلے دے. نن پۀ افغانستان کۀ يو خوا عجيبه شان حالات دي نو دا عجيبه خو نۀ ده خو د تشويش وړ ضرور دي ځکه چې کۀ يو خوا د امن پۀ نامه د امريکې لۀ خوا څۀ خواو شا دوه کاله هلې ځلې وشوې نو بلخوا نړۍ ته دا باور هم ورکولے کېدو چې دا ځل به افغانستان کښې پۀ هر صورت امن ټينګولے شي. د تعجب خبره خو دا هم ده چې تر څو پۀ افغانستان کښې د امريکې او ناټو

ټول مضمون ولوئ

د هشنغرۍ نه تر پښتو اکېډيمۍ (دوېم تکل) – ګل محمد بېتاب

نن بيا هشنغرۍ ته تلے يم، د ورځې لس بجې دي او يو هوټل کښې ناست يم. دا هوټل زما پۀ دې خوښ دے چې وړاندې به دې کښې ټانګو والا کښېناستل . اوس چې ټانګې ختمې شوې نو رکشو والا پۀ کښې چاے څښکي . د دې هوټل مخې ته ځاے ډېر وي نو لس دولس رکشې ودرېدلے شي، وړاندې به ټانګو والا کوچوانانو او اوس رکشو والا ډېر ښۀ ګپ لګوي. د دوي د خبرو نه د عامو خلقو د مسئلو پته لګي. ما ډېر کالمونه د دوي پۀ مسئلو ليکلي دي او چې کله به راسره څۀ موضوع نۀ وه نو دغلته به ورغلم نو هر ځل

ټول مضمون ولوئ

قيصه زما د مسقبل سائله! – پښتون

دنيا کښې خواوشا اووۀ اربه خلک ژوند کوي. کۀ د خاص خلکو خبره کوو نو څو قسمه دي ځکه چې څوک د دولت پۀ وجه خاص وي، څوک د څوکۍ پۀ وجه او څوک د خپل کار او زيار پۀ وجه. د دولت او څوکيو لۀ وجې شهرت تر څۀ مودې وي ځکه چې دواړه دغه توکي تلعمري نۀ وي. خو يو وصف د ځنې انسان داسې وي چې هغه تل ترتله د خلکو پۀ زړونو کښې ژوندے ساتي او د زمانې ګردونه ئې خاپونه نۀ شي ورانولے. داسې ډېر وصفونه شته چې انسان ژوندے ساتي خو بيا داسې ډېر کم وصفونه دي چې انسان د ژوندي ساتلو سره سره

ټول مضمون ولوئ

دوه کوچېدلي نابغه – پښتون

خداے بخښلے امير رزاق امير او محب الله شوق چې پۀ کومه پښتنه مينه او اخلاص د پښتنو د بېدارۍ او پرمختګ سندرې وئيلې دي، د هغې لپاره دا پاڼې کمې دي. دواړه د پښتنو سترګور پۀ يو داسې چاپېر چل او ټولنه کښې پېدا وو چرته چې هر خوا د غم ساندې او اهونه وي. خلک ډېر وي، درد هم هر سړے محسوسولے شي خو داسې خلک ډېر کم وي څوک چې د قام درد نۀ صرف نګېرلے شي بلکې پۀ هغې دړدېږي هم. دا دواړه د قلم خاوندان د پښتنو هغه قلمکاران دي چې دوي د قام پۀ غم او درد کښې ژوند تېر کړے دے. کۀ د

ټول مضمون ولوئ
نورې ليکنې نشته، تاسو بره ليکنې کتلې شئ